د اشعث کورنۍ
| څخه ښاخ شوی | کنده قبیله |
|---|---|
| د کورنۍ مشر | اشعث بن قیس کندي |
| دوره | اسلام تر بني امیه پایه پورې |
| د اسلام راوړلو وخت | د مکې له فتحې وروسته |
| صحابه | اشعث |
| مشهور شخصیتونه | محمد بن اشعث بن قیس کندي • جعده • قیس بن اشعث کندي • عبدالرحمن بن محمد بن اشعث کندي |
د اَشْعَث کورنۍ، اَشْعَث بن قَیْس کِنْدي او د هغه اولادې ته اشاره کوي، چې د دریو امامانو، یعنې امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) په شهادت کې یې رول لوبولی دی. اشعث له اِبن مُلْجَم مُرادي سره د امام علي په شهادت کې مرسته وکړه. د هغه لور، جَعْدِه، هم امام حسن(ع) ته زهر ورکړل. دا کورنۍ د کِندي له قومه وه. دوی د صفین په جګړه او د عاشورا په ورځ، او د عمر بن خطاب، عثمان بن عفان، امام علي(ع)، معاویه او مختار په وخت کې په ځینو پیښو او جګړو کې برخه اخیستې وه.
د اشعث د کورنۍ موقعیت
د اشعث کورنۍ، اشعث بن قیس کِنْدی او د هغه اولادې ته اشاره کوي. دا کورنۍ د عربي قبیلو د کِنْدی قبیلې یوه څانګې وه.[۱] اشعث د اسلام څخه مخکې د یمن په حَضْرَمَوْت کې ژوند کاوه.[۲] هغه د هجرت په لسم کال[۳] د مکې له فتحې وروسته د خپلې قبیلې له ځینو غړو سره مدینې ته د پیغمبر(ص) حضور ته راغی او اسلام یې قبول کړ.[۴]
د امام صادق(ع) د روایت له مخې، د دې کورنۍ ځینو غړو د امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) په شهادت کې رول درلود.[۵]
د امام حسن مجتبی(ع) میرمن جعده، محمد بن اشعث، قیس بن اشعث او عبدالرحمن بن محمد بن اشعث له دې کورنۍ څخه دي. دا کورنۍ د عمر بن خطاب،[۶] عثمان بن عفان، امام علي(ع)[۷] او امويانو په وخت کې اغېزمن کسان ګڼل کېدل. اشعث د عمر بن خطاب د واکمنۍ پر مهال د یَرْموک په جګړه او نورو جګړو کې برخه اخیستې وه.[۸] هغه همدارنګ د عثمان د واکمنۍ پر مهال د آذربایجان والي و او د امام علي(ع) د واکمنۍ پر مهال هم په دې مقام پاتې شو.[۹]
«إِنَّ الْأَشْعَثَ بْنَ قَيْسٍ شَرِكَ فِي دَمِ أَمِيرِ الْمُؤْمِنِينَ(ع) وَ ابْنَتُهُ جَعْدَةُ سَمَّتِ الْحَسَنَ ع وَ مُحَمَّدٌ ابْنُهُ شَرِكَ فِي دَمِ الْحُسَيْنِ(ع)؛ په حقیقت کې، اشعث بن قیس د امیرالمؤمنین په شهادت کې شریک و، او د هغه لور جعده امام حسن(ع) ته زهر ورکړل، او د اشعث زوی محمد، د امام حسین(ع) په شهادت کې شریک و.»
د حضرت علي(ع) په شهادت کې د اشعث رول
اشعث د پيغمبر(ص) صحابي[۱۰] او د صفين په جګړه کې د امام علي(ع) له قوماندانانو څخه يو وو.[۱۱] تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه د امام علي(ع) په شهادت کې رول لوبولی دی.[۱۲] د امام صادق(ع) هم په یوه روایت کې د امام علي(ع) په شهادت کې د اشعث رول ته اشاره کړې ده.[۱۳] مورخ یعقوبي لیکلي چې کله ابن ملجم مرادي د امام علي(ع) د وژلو لپاره کوفې ته لاړ، نو د یو څه وخت لپاره د اشعث په کور کې پاتې شو.[۱۴] د سني مورخ ابن سعد (وفات کال ۲۳۰) په وینا، د اشعث په مشورې باندې ابن ملجم د سهار له لمانځه مخکې جومات ته لاړ ترڅو امام شهید کړي.[۱۵]
د صفین په جګړه کې د اشعث د امام علي(ع) وړاندیز سره مخالفت
د تاریخ پوهانو په وینا، د صفین په جګړه کې له لیلةالْهریر وروسته، کله چې ډېر خلک ووژل شول او د امام علي(ع) بریا نږدې وه،[۱۶] اشعث د جګړې د دوام په اړه د امام علي(ع) مخالفت وکړ او د کندیانو په ډله ودرېد او په یوه خطبه کې یې د نورو زیاتو وینو تویولو د بندولو غوښتنه وکړه.[۱۷] کله چې معاویه دا حالت ولید، نو قرآنونه یې په نېزو وځړاول. د قرآنونو په لیدلو سره، اشعث امام علي(ع) ته د جګړې د بندولو لپاره د مرګ ګواښ وکړ او امام یې اړ کړ چې منځګړیتوب ومني.[۱۸] امام لومړی مالک الاشتر او بیا ابن عباس د منځګړیتوب لپاره وړاندیز کړ؛ خو اشعث د دې مخالفت وکړ او نور کسان یې هم د اَبوموسیٰ اَشْعَري په لور بوتلل.[۱۹] هغه د اَبوموسیٰ اَشْعَري ملاتړ وکړ او د جګړې د دوام مخه یې ونیوله.[۲۰]
د نهروان له جګړې وروسته هم، کله چې امام علي(ع) لښکر ته د معاویه سره د جګړې لپاره د چمتووالي امر وکړ، اشعث په دې باور و چې عسکر ستړي شوي دي او معاویه سره جګړه یې مناسبه ونه ګڼله.[۲۱]

د امامانو په شهادت کې د اشعث د اولادونو رول
د اشعث لور جَعْدَه: جعده د امام حسن(ع) ښځه وه، چې ویل کیږي معاویه هغې ته یزید سره د واده ژمنه ورکړې وه.[۲۲] جعده امام حسن ته د زهرو په ورکولو سره هغه شهید کړ؛ خو د امام حسن(ع) له شهادت وروسته، معاویه، یزید سره د هغې د واده مخه ونیوله.[۲۳]
محمد بن اشعث: د امام صادق(ع) د یو روایت له مخې، ابناشعث د امام حسین(ع) په شهادت کې[۲۴] رول درلود؛[۲۵] همدارنګ له مسلم ابن عقیله یې کسان خپاره کړل او د هغه په نیولو کې یې مرسته وکړه.[۲۶] د اِبْنِحَبَّان په وینا، کله چې مُصعَب بن زبیر، مختار سره په جنګ و نو محمد بن اشعث د مختار په لاس ووژل شو.[۲۷]
قیس بن اشعث: قیس د کربلا د پیښې پر مهال د عمر بن سعد له عسکرو څخه و. هغه د امام حسین(ع) چادر لوټ کړه او له همدې امله د «قیس قَطِیفَه» په نوم مشهور شو.[۲۸] هغه له هغو کسانو څخه و چې د کربلا د شهیدانو سرونه یې ابن زیاد ته یوړل.[۲۹]
عَبْدُالرَّحْمٰن بن محمد بن اَشْعَث: عبدالرحمن د مُصْعَب او مختار ترمنځ د جګړې پر مهال د مصعب په لښکر کې و. د مختار له وژنې وروسته، هغه د ټولو پاتې شیعو د وژلو رایه ورکړه.[۳۰] عبدالرحمن وروسته د امويانو قوماندان شو.[۳۱] خو ورو ورو د امویانو په اړه د هغه نظر بدل شو او د هغوی پر وړاندې یې بغاوت وکړ. د هغه بغاوت د حجاج بن یوسف ثقفي له خوا وځپل شو.[۳۲]
فوټ نوټ
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
- ↑ ابناثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
- ↑ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۵۶؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۲۰۰
- ↑ ابناثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
- ↑ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۵۶؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۲۰۰.
- ↑ ابنحجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۳۹.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۱۳۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۱۲؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۱۲.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۶.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۷۷-۴۸۰.
- ↑ ابنمزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۳ق، ص۴۸۰-۴۸۱؛ دینوری، الاخبار الطوال، ۱۹۶۰م، ص۱۸۸-۱۸۹.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۸۸-۱۸۹.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۸۹.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۰-۴۸۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۸۹؛ ثقفی، الغارات، ۱۳۵۵ش، ج۱، ص۲۴-۲۵؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۱؛ ابنعدیم، بغیة الطلب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۹۱۱.
- ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۴۵۳. (منبع اصلی: Madelung, The Succession T0 Muhamad, p.331)
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۸۵ق، ص۴۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
- ↑ دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۳۹؛ اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفة، ص۱۰۷؛ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۳۳.
- ↑ ابنحَبَّان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۵، ص۳۵۲.
- ↑ بلاذری، انسابالاشراف،۱۴۱۷ق، ۱۹۹۶م، ج۳، ص۲۰۴و۲۰۷
- ↑ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۷۳ش،نشر شریف رضی، ص۲۵۹.
- ↑ طبری، محمد بن جریر؛ تاریخ الامم و الملوک،الناشر: دار التراث ج ۶، ص ۱۱۶.
- ↑ طبری، محمد بن جریر؛ تاریخ الامم و الملوک، ج ۶، ص ۳۲۸.
- ↑ طبری، محمد بن جریر؛ تاریخ الامم و الملوک، الناشر : دار التراث، ج ۶، ص ۳۸۹-۳۹۱.
سرچينې
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، نجف، مکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
- ابناثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- دینوری، احمد بن داود، الاخبار الطوال، تحقیق عبد المنعم عامر مراجعه جمال الدین شیال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، دارالتراث، بیروت، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مادلونگ، ویلفرد، ترجمه احمد نمایی و دیگران، جانشینی حضرت محمد، مشهد، آستان قدس رضوی: بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفه حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسه آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- منقری، نصربن مزاحم، وقعه صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قاهره، الموسسة العربیة الحدیثة، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۲م، افست (قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی)، ۱۴۰۴ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بیتا.