منځپانگې ته ورتلل

کنده قبیله

د wikishia لخوا
کنده قبیله
نور نومونهبني کنده
ټبرثور(کنده) بن عفیر بن عدی د کهلان بن سبا اولاده
نژادقحطاني عرب
څخه ښاخ شویبني کهلان
د کورنۍ مشرکنده بن عفیر
اصلیمن
دورهله اسلام څخه مخکې او وروسته
ښاخ شوی پهبنومعاویه، بنووهب، بنوبداء، بنورائش، سکسک، سکون، تجیب، بنوعدی او بنوسعد
مذهبتشیع
د اسلام راوړلو وختد اسلام لومړي وخت
د اوسیدو ځاییمن، کوفه
ځانګړنید یمن د قحطاني لویو عربي قبیلو څخه
پیښېد امام علي(ع) او امام حسين(ع) د قوم د ځينو غړو ملاتړ او مرسته
د واکمنۍ نومد کندیان حکومت
د واکمنۍ پیلد پنځمې زیږیدیز پیړۍ شاوخوا
د واکمنۍ پاید اسلام نه مخکې
د واکمنۍ ساحهد یمن او حجاز سیمې
واکمنانآکل المرار
مشهور شخصیتونهحجر بن عدی، اشعث بن قیس، شریح قاضي
عالمانابویوسف کندي


کِنده قبیله د یمن له لویو او مشهورو شیعه قبایلو څخه وه چې د اسلام په لومړیو کې یې په مهمو پېښو کې ستر رول لوبولی و. دوی له اسلامه مخکې د یمني قبایلو په مینځ کې ډېر نفوذ درلود او یو وخت یې د یمن او حجاز په ځینو سیمو کې واکمني کړې وه.

کندیانو د صحابه له لارې، چې د رسول الله(ص) له خوا د جګړو لپاره ورته استول کېدل، او همداراز په مدینه کې د خپلو استازو د شتون له لارې اسلام قبول کړ. د کنده قبیلې یو شمېر غړي د رسول الله(ص) له وفات وروسته مرتد شول او د زکات له ورکولو یې ډډه وکړه.

د کوفې ښار له تاسیس وروسته، د دوی ډېری کسان دې ښار ته کډه شول او په اسلامي فتوحاتو کې یې ونډه درلوده. کندیان د امام علي(ع) د خلافت پر مهال له امام سره یوځای شول او د جمل، صفین او نهروان په جګړو کې یې برخه واخیسته. د دې قبیلې ځینې کسان لکه اشعث بن قیس هغه کسان وو چې د صفین په جګړه کې یې د حکمیت پېښه رامنځته کړه او پر امام یې وتپله.

کندیانو د کربلا په پېښه کې په دواړو جبهو کې فعاله ونډه درلوده. د کربلا یو شمېر شهدا د دې قبیلې غړي وو؛ همداراز د عبیدالله بن زیاد په لښکر کې هم د دې قبیلې د ځینو کسانو شتون یاد شوی دی.

حُجر بن عَدِی، اشعث بن قیس، امرؤالقیس بن عابس، شُرَیح قاضي او حُصَین بن نُمَیر د دې قبیلې له مشهورو کسانو دي.

حیثیت

کِنده قبیله یا بني‌کِنده[۱] د یمن په سیمه کې د مشهورو شیعه قبایلو[۲] په توګه پېژندل شوې ده.[۳] دوی د عربو د قحطاني قبایلو[۴] له ډلې دي او د ثور (کنده) بن عفیر بن عدی له اولادې څخه دي، چې د کهلان بن سبا له لمسیانو او د کِنده په لقب سره یادیږي.[۵]

کنده د یمن د سیمې له لویو او مهمو قبایلو څخه شمېرل شوې ده.[۶] دوی د دې سیمې د قبایلو ترمنځ له مهم مقام څخه برخمن وو[۷] او د ډېر نفوس او نامتو شخصیتونو له امله یې د اسلام په لومړیو پېښو کې ستر رول لوبولی و.[۸] د کندیانو د خپلوۍ اړیکې له لومړي، درېیم خلیفه او همداراز د امام حسن(ع) سره د دوی په اقتدار اغېزمنې وې.[۹]

د یو روایت له مخې، رسول الله(ص) کنده د سبا له ښو اولادونو څخه یاده کړې ده.[۱۰] همدا راز یې د کنده قبیله له یو شمېر نورو قبایلو سره ستایلې ده.[۱۱] په ځینو راپورونو کې، د ظهور د نښو په اړه، د کنده قبیلې بیرغونه په خراسان کې د ظهور له نښو څخه دي.[۱۲]

له اسلامه مخکې

کندیان له اسلامه مخکې بت‌پرستان وو او د دوو مشهورو بوتانو، ذرّیح[۱۳] او الجلسد[۱۴] عبادت یې کاوه.[۱۵] ځینو سرچینو د یهودیت[۱۶] او مسیحیت[۱۷] د نفوذ په اړه هم خبرې کړې دي.[۱۸] کنده قبیلې له اسلام مخکې په یمن او حجاز کې د عربو پر یو شمېر قبایلو[۱۹] واکمني کړې وه.[۲۰]

د اسلام منل

د تاریخي راپورونو له مخې، کنده قبیلې د صحابه‌ له لارې، چې د رسول الله(ص) له خوا د سریې لپاره ورته استول کېدل،[۲۱] او په مدینه منوره کې د خپلو استازو د حضور له لارې،[۲۲] اسلام قبول کړ. ویل شوي چې دا قبیله د هغه قبایلو له ډلې وه چې رسول الله(ص) په یوه سفر کې دوی ته د اسلام بلنه ورکړه، خو د دوی[۲۳] یا د دوی د یوه مشر له مخالفت سره مخ شو.[۲۴]

د سریې لپاره د صحابه‌ استول

رسول الله(ص) په ۹ق کال کې د تبوک د غزا پر مهال، خالد بن ولید د دومة الجندل سیمې ته، چې د کندیانو د واکمنۍ سیمه وه، واستاوه. خالد دوی ته ماتې ورکړه او د دوی واکمن یې اسیر کړ او له ډېرو غنیمتونو سره راستون شو.[۲۵] وروسته، د رسول الله(ص) له خوا د دومة‌ الجندل خلکو ته یو لیک ولیکل شو.[۲۶] دا لیک د هغو لیکونو په څېر و چې د قبایلو د استازندویه پلاوو (وفد) لپاره لیکل کېدل او د زکات او لمانځه د احکامو په څېر ځینې شرعي احکام یې درلودل.[۲۷]

مدینې ته د استازو لېږل

په ۱۰ق کال کې کندیانو قبیلې شپېته[۲۸] یا اتیا کسان[۲۹] د اشعث بن قیس په ملتیا د رسول الله(ص) حضور ته ورغلل او مسلمان شول.[۳۰] دا پېښه د کنده وفد (د کنده پلاوی) په نوم مشهوره ده.[۳۱] په یو شمېر سرچینو کې مدینې ته د دې قبیلې د نورو پلاویو، منجمله د تجیب وفد،[۳۲] په اړه خبرې شوې دي.[۳۳] ویل شوي چې د دې قبیلې یوه ډله د رسول الله(ص) حضور ته ورغله او خپل اسلام منل یې د رسول الله(ص) له وفات وروسته د جانشینۍ په شرط پورې تړلی و، چې د هغه له مخالفت سره مخ شول.[۳۴] په ځینو راپورونو کې، د مباهلې په پېښه کې د نجرانیانو د استازي په توګه د دې قبیلې د یوه کس شتون یاد شوی دی.[۳۵]

د کندیانو ارتداد

کندیان د رسول الله(ص) له وفات وروسته دوه ډلې شول. ځینې قبایل ثابت‌قدم پاتې شول او یو شمېر نورو د زکات له ورکولو ډډه وکړه او سرکښي یې وکړه.[۳۶] ویل شوي دا دوه‌ ډلې کېدل د اشعث بن قیس او امرؤالقیس ترمنځ پر اسلام د پاتې کېدو په اړه د شخړې وروسته رامنځته شول.[۳۷] اشعث د کندیانو په ارتداد او د دوی په مشرۍ د اسلام په مقابل کې ستر رول درلود.[۳۸] د ارتداد دا فتنه د اشعث بن قیس په ماتې او اسارت سره پای ته ورسېده. ابوبکر هغه وبخښه او خپله خور ام‌فروه یې ورسره په نکاح کړه.[۳۹]

کوفې ته کډه او په فتوحاتو کې ونډه

په ۱۷ق کال کې د کوفې ښار له تاسیس وروسته[۴۰] د یمنیانو، په ځانګړې توګه کندیانو، ډېری کسان په تدریجي توګه دې ښار ته کډه شول.[۴۱] د کنده بېلابېلو قبایلو د کوفې د نفوسو یوه مهمه برخه جوړوله؛ لکه څنګه چې ویل شوي په ۵۰ق کال کې، کنده قبایلو د ربیعه قبایلو سره یوځای، د کوفې د نفوسو یو څلورمه برخه جوړوله.[۴۲] د کوفې د جومات یوه دروازه د باب کنده په نوم وه چې د اسلام د لومړیو پېښو د مهمو پېښو شاهده وه.[۴۳]

کندیانو د اشعث بن قیس په مشرۍ په کوفه کې لوړ مقام ترلاسه کړ. دوی جوماتونه جوړ کړل، د اشعث بن قیس په نوم یو جومات په شمول[۴۴] چې په ځینو روایاتو کې د ملعونو جوماتونو له ډلې شمېرل شوی دی.[۴۵] په یوه روایت کې، امام علي(ع) خلک په دې جومات کې دننه له لمانځه منع کړي دي.[۴۶] له امام باقر(ع) په یوه حدیث کې، دا جومات له هغو جوماتونو څخه و چې د امام حسین(ع) له شهادت وروسته د کوفې د لښکر د بري په شکرانه بیا ورغول شو.[۴۷]

کندیانو په اسلامي فتوحاتو کې پراخه ونډه درلوده. ویل شوي شاوخوا ۲۳۰۰ کسانو د کنده قبیلې له خوا د اشعث بن قیس په مشرۍ[۴۸] د قادسیې په جګړه کې برخه واخیسته.[۴۹] د دې قبیلې یو شمېر کسانو د یرموک،[۵۰] مدائن، جلولا او نهاوند په جګړو کې ونډه درلوده.[۵۱] اشعث د نهاوند په جګړه کې د لښکر د ښي اړخ قوماندان و[۵۲] او د اصفهان په فتح کې یې هم برخه درلوده.[۵۳]

د امام علي(ع) ملاتړ

د کنده قبیلې کسانو د امام علي(ع) د خلافت پر مهال اغېزناک رول درلود. د امام علي(ع) د خلافت له پیل وروسته، د کنده یو شمېر قبایل لکه «تجیب» او «سکون» شام ته لاړل؛ خو ډېری یې له امام(ع) سره یوځای شول او د جمل،[۵۴] صفین[۵۵] او نهروان[۵۶] په جګړو کې یې د امام ملاتړ وکړاو د خالص شیعه و لومړنۍ هسته او زړی یې جوړ کړ.[۵۷] په سرچینو کې، د معاویه په لښکر کې د کندیانو شتون او د امام د ملاتړو کندیانو سره د دوی مقابلې ته هم اشاره شوې، چې یوه بېلګه یې د حُجر بن عَدِی او حُجر بن یزید ترمنځ مقابله ده[۵۸] چې په تاریخ کې د «حجر خیر» او «حجر شر» د مقابلې په نوم مشهوره ده.[۵۹] د دې قبیلې ځینې کسانو لکه اشعث د حکمیت په پېښه کې ستر رول درلود او دا یې پر امام علي وتپله.[۶۰] اشعث د نهروان له جګړې وروسته او له امام علي(ع) سره د مخالفت او کوفې ته د خپل لښکر د بېرته راوستلو له امله د امام له خوا لعنت شوی و.[۶۱]

ویل شوي د کنده قبیلې یو شمېر کسانو د امام حسن(ع) د لښکر په ړنګېدو کې هم رول درلود. امام حسن(ع) د کنده قبیلې یو کس له څلور زره کسانو سره د معاویه په مقابل کې جګړې ته واستاوه، خو هغه له امام سره خیانت وکړ او د معاویه لښکر سره یوځای شو. امام د دې پېښې په غبرګون کې یوه خطبه ولوستله او هغه کندي سړي یې وغندلو.[۶۲]

د کربلا په پېښه کې رول

کندیانو د کوفې په ښار کې د مسلم بن عقیل په پاڅون کې فعاله ونډه درلوده.[۶۳] مسلم ښار ته له ننوتلو وروسته، په کنده قبیلې کې پټ شو[۶۴] او په پای کې یې دې قبیلې ته پناه یووړه او د یوه کندي په کور کې پټ شو.[۶۵]

کندیانو د عاشورا په پېښه کې په دواړو جبهو کې شتون درلود. د کربلا یو شمېر شهیدان د کندیانو له ډلې وو، چې په لاندې ډول دي: د کوفې له نامتو او مشهورو شیعیانو جندب بن حجیر،[۶۶] یزید بن زیاد بن مهاصر، بشر بن عمرو بن احدوث حضرمی کندي،[۶۷] ابوشعثاء کندي بهدلي،[۶۸] حارث بن امرئ القیس کندي، او زاهر بن عمرو کندي.[۶۹]

کندیانو د عبیدالله بن زیاد په لښکر کې هم شتون درلود. ویل شوي د دې قبیلې یوه کس، مالک بن نسیر، د امام حسین(ع) پر سر په توره وواهه او امام هغه لعنت کړ.[۷۰] د کندیانو یو شمېر کسانو د عاشورا له پېښې وروسته د کربلا د شهداوو سرونه کوفې ته یوړل.[۷۱] په سرچینو کې، د مختار په پاڅون او د ابراهیم بن اشتر په لښکر کې د دوی د شتون په اړه هم خبرې شوې دي.[۷۲]

مشهور کسان

کنده قبیلې په اسلامي تاریخ کې مشهور او اغېزناک کسان درلودل، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

له مشهورو شیعه شاعرانو څخه قیس بن فهدان،[۸۷] د عمر بن خطاب له اصحابو سائب بن یزید،[۸۸] عبدالله بن یحیی اباضي‌مذهب چې د طالب حق په نوم مشهور و،[۸۹] ابن ملجم مرادي[۹۰] [یادونه ۱] حوی بن ماتع بن زرعه چې د عمار یاسر له قاتلانو څخه و،[۹۱] جبریل بن یسار چې له حجاج بن یوسف وروسته د بصرې والي و،[۹۲] حرملة بن عمرو تجیبي، د تجیب قبیلې له سترو کسانو او د امام شافعي همنشینی،[۹۳] شرحبیل بن حسنه[۹۴] او عدی بن فروه[۹۵] د دې قبیلې له نورو کسانو څخه دي.

فوټ نوټ

  1. ↑ محلاتی، ریاحین الشریعة، تهران، ج‌۶، ص۲۷۵.
  2. ↑ امین، أعیان الشیعة، محسن الأمین، ۱۴۰۳ق، ج‌۲، ص۵۱۴-۵۱۵.
  3. ↑ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن و قبائلها، ۱۴۱۶ق، ج‌۲، ص۶۶۶؛ شوقی ضیف، تاریخ الادب العربی العصر الجاهلی، بیروت، ج۱، ص۲۳۲.
  4. ↑ عبدی، «قبیله کنده قبل از اسلام».
  5. ↑ مقریزی، إمتاع‌ الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‌۱۴، ص۲۴۳؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن و قبائلها، ۱۴۱۶ق، ج‌۲، ص۶۶۶؛ ابن‌عدیم، بغیة الطلب فی تاریخ حلب، بیروت، ج‌۴، ص۱۸۹۶.
  6. ↑ عبدی، «قبیله کنده قبل از اسلام».
  7. ↑ محمدی، «قبیله کنده و نقش آن در مهمترین رویدادهای عصر جاهلی و صدر اسلام»، ص۱۱۱.
  8. ↑ محمدی، «قبیله کنده و نقش آن در مهمترین رویدادهای عصر جاهلی و صدر اسلام»، ص۱۲۴.
  9. ↑ محمدی، «قبیله کنده و نقش آن در مهمترین رویدادهای عصر جاهلی و صدر اسلام»، ص۱۲۸.
  10. ↑ سمعانی، الأنساب، ۱۳۸۲ق، ج‌۱، ص۱۹.
  11. ↑ متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۲، ص۹۰.
  12. ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج‌۲، ص۲۶۲؛ قمی، الأنوار البهیة، قم، ج۱، ص۳۷۷؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج‌۲، ص۴۵۷.
  13. ↑ ابن‌حبیب، المحبر، بیروت، ص۳۱۸؛ ابن‌حزم، جمهرة أنساب‌ العرب، ۱۴۰۳ق، ص۴۹۳.
  14. ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‌۲، ص۱۵۱، کحاله، معجم‌ قبائل‌ العرب، ۱۳۸۸ش، ج‌۳، ص۱۰۰۰.
  15. ↑ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۵، ص۲۳۴.
  16. ↑ ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۶۲۱، ابن‌حزم، جمهرة أنساب‌ العرب، ۱۴۰۳ق، ص۴۹۱.
  17. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۱۲۶؛ بیهقی، دلائل‌ النبوة، ۱۴۰۵ق، ج‌۵، ص۲۵۰.
  18. ↑ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۱، ص۲۱۲.
  19. ↑ ابن‌اعثم کوفی، الفتوح، ترجمه، پاورقی محقق، ۱۳۷۲ش، ص۹۳۰.
  20. ↑ کحاله، معجم‌ قبائل‌ العرب، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۹۹۸.
  21. ↑ مسعودی، التنبیه‌ و الإشراف، قاهره، ص۲۳۶.
  22. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۳، ص۱۳۸.
  23. ↑ ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۳، ص۱۶.
  24. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویه، بیروت، ج‌۱، ص۴۲۴.
  25. ↑ مسعودی، التنبیه‌ و الإشراف، قاهره، ص۲۳۶؛ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۲، ص۱۲۶؛ بیهقی، دلائل‌ النبوة، ۱۴۰۵ق، ج‌۵، ص۲۵۰.
  26. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۲۲۰.
  27. ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۵۲.
  28. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۳، ص۱۳۸.
  29. ↑ ابن‌هشام، السیرة النبویه، بیروت، ج‌۲، ص۵۸۵؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن و قبائلها، ۱۴۱۶ق، ج‌۲، ص۶۶۶.
  30. ↑ بیهقی، دلائل‌ النبوة، ۱۴۰۵ق، ج‌۵، ص۳۷۰.
  31. ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۲۴۸؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۱، ص۱۳۳.
  32. ↑ ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۳۵.
  33. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۲۴۴-۲۴۵.
  34. ↑ پیشوایی، تاریخ اسلام، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۵-۱۸۶.
  35. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۲۶۷؛ ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج‌۳، ص۱۹۶.
  36. ↑ ابن‌اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج‌۱، ص۴۶.
  37. ↑ د لا زیات معلومات لپاره وګورئ: ابن‌اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج‌۱، ص۴۵-۵۳.
  38. ↑ د لا زیات معلومات لپاره وګورئ: ابن‌اعثم الکوفی، الفتوح، ج‌۱، ص۴۵-۶۸؛ بلاذری، فتوح‌ البلدان، ۱۹۸۸م، ص۱۰۵-۱۰۶.
  39. ↑ بلاذری، فتوح‌ البلدان، ۱۹۸۸م، ص۱۰۵-۱۰۶.
  40. ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۰.
  41. ↑ جعفری، تشیع در مسیر تاریخ، ۱۳۸۰ق، ص۱۲۸-۱۳۱؛ کحاله، معجم‌ قبائل‌ العرب، ۱۳۸۸ش، ج‌۳، ص۹۹۹.
  42. ↑ ماسینیون، خطط الکوفة و شرح خریطتها، ۲۰۰۹م، ص۲۸.
  43. ↑ مثال په توګه وګورئ: مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج‌۱۴، ص۲۰.
  44. ↑ صفری فروشانی، کوفه از پیدایش تا عاشورا، ۱۳۹۱ش، ص۱۴۴-۱۳۷.
  45. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‌۳، ص۴۹۰؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج‌۱، ص۳۰۱؛ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج‌۳، ص۲۵۰.
  46. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‌۳، ص۴۹۰؛ شیخ مفید، کتاب المزار، ۱۴۱۳ق، ص۸۸.
  47. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‌۳، ص۴۹۰.
  48. ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۲۲.
  49. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۳، ص۵۶۳.
  50. ↑ ابن‌حبیب، المحبر، بیروت، ص۲۶۱.
  51. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۱۱، ص۵۴۴.
  52. ↑ بلاذری، فتوح‌ البلدان، ۱۹۸۸م، ص۲۹۸.
  53. ↑ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۴، ص۱۵۰۶.
  54. ↑ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۳۲۰.
  55. ↑ امین، سیره معصومان، ۱۳۷۶ش، ج‌۴، ص۵۸۹.
  56. ↑ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۱، ص۳۲۹.
  57. ↑ محمدی، «قبیله کنده و نقش آن در مهمترین رویدادهای عصر جاهلی و صدر اسلام»، ص۱۲۷.
  58. ↑ امین، سیره معصومان، ۱۳۷۶ش، ج‌۴، ص۶۰۲.
  59. ↑ مثال په توګه وګورئ: منقری، وقعة صفین، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۳؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج‌۱، ص۴۸۶.
  60. ↑ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۱۱۸.
  61. ↑ سیدرضی، نهج البلاغه، ص۲۰.
  62. ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۵۸.
  63. ↑ مثال په توګه وګورئ: سماوی، سلحشوران طف، ۱۳۸۱ق، ص۱۰۱.
  64. ↑ یوسفی غروی، نخستین گزارش مستند از نهضت عاشورا، ۱۳۸۰ش، ص۶۸.
  65. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق،،خامسة۱، ص۴۶۱؛ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۳۹.
  66. ↑ جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، ۱۳۸۵ش، ص۱۲۶.
  67. ↑ سماوی، سلحشوران طف، ۱۳۸۱ق، ص۲۱۴.
  68. ↑ سماوی، سلحشوران طف، ۱۳۸۱ق، ص۲۱۱.
  69. ↑ سماوی، سلحشوران طف، ۱۳۸۱ق، ص۲۱۳؛ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۱۹۳.
  70. ↑ ابومخنف کوفی، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۵۰.
  71. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۵، ص۴۶۸؛ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۹ ؛ ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۵، ص۳۴۱.
  72. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۶، ص۸۱.
  73. ↑ ابراهیمی ورکیانی، تاریخ تحلیلی اسلام از آغاز تا واقعه طف، ۱۳۹۰ش، ص۲۹۴.
  74. ↑ منتظرالقائم، تاریخ امامت، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۶.
  75. ↑ ابن‌عبدالله بن عمر، خلاصه سیرت رسول الله(ص)، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۵؛ امین، سیره معصومان، ۱۳۷۶ش، ج‌۴، ص۶۷۱ ؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۱، ص۱۳۳.
  76. ↑ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۱۱۸.
  77. ↑ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۱۱۸.
  78. ↑ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۹، ص۲۴۶.
  79. ↑ ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۴۳۳؛ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۶، ص۱۸۲.
  80. ↑ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۲۹۲.
  81. ↑ ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‌۵، ص۵۸؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۱، ص۲۱۲.
  82. ↑ ابن‌فضل‌الله عمری، مسالک الأبصار فی ممالک الأمصار، ۱۴۲۴ق، ج‌۴، ص۲۶۴؛ ابن‌قانع بغدادی، معجم الصحابة، ۱۴۲۴ق، ج‌۱۳، ص۴۸۰۱، محقق
  83. ↑ ابن‌فضل‌الله عمری، مسالک الأبصار فی ممالک الأمصار، ۱۴۲۴ق، ج‌۴، ص۲۶۴.
  84. ↑ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۱۴، ص۳۸۲-۳۸۹.
  85. ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۱۵۲.
  86. ↑ پاینده، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۷۶ش، ج‌۳، ص۶۹۰؛ شهرزوری، تاریخ الحکماء قبل ظهور الإسلام و بعده، پاریس، ص۴۱۰.
  87. ↑ امین، أعیان الشیعة، محسن الأمین، ۱۴۰۳ق، ج‌۲، ص۵۱۴-۵۱۵.
  88. ↑ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج‌۲۰، ص۱۰۶-۱۲۲.
  89. ↑ بامطرف، الجامع، بغداد، ج‌۲، ص۷۶۶.
  90. ↑ طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج‌۵، ص۱۴۴.
  91. ↑ بلاذری، أنساب‌ الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج‌۱، ص۱۷۱.
  92. ↑ ابن‌حزم، جمهرة أنساب‌ العرب، ۱۴۰۳ق، ص۴۳۲.
  93. ↑ ابن‌اثیر، اللباب فی تهذیب الأنساب، ۱۴۱۴ق، ج‌۱، ص۲۰۷.
  94. ↑ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۲، ص۶۹۸.
  95. ↑ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج‌۳، ص۱۰۶۰.

سرچينې

  • ابراهیمی ورکیانی، محمد، تاریخ تحلیلی اسلام از آغاز تا واقعه طف، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۹۰ش.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، أسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اللباب فی تهذیب الأنساب، بیروت،‌ دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌اعثم کوفی، احمد، کتاب الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌جوزی، علی بن محمد، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبد القادر عطا و مصطفی عبد القادر عطا، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حبیب، محمد، کتاب المحبر، تحقیق ایلزة لیختن شتیتر، بیروت، دارالآفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌حزم، جمهرة أنساب العرب، تحقیق لجنة من العلماء، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الإستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌عبدالله بن عمر، محمد، خلاصه سیرت رسول الله(ص)، تهران، علمی و فرهنگی، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
  • ابن‌عدیم، عمر بن احمد، بغیة الطلب فی تاریخ حلب، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل أو اجتاز بنواحیها من واردیها و أهلها، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌فضل‌الله عمری، احمد بن یحیی، مسالک الأبصار فی ممالک الأمصار، ابوظبی، المجمع الثقافی، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌قانع بغدادی، عبدالباقی، معجم الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌قتیبه، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م،
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الأبیاری و عبد الحفیظ شلبی، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • ابومخنف کوفی، لوط بن یحیی، وقعة الطف‌، قم، جامعه مدرسین‌، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنی هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • امین، محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • امین، سید محسن، سیره معصومان، ترجمه‌ علی حجتی کرمانی، تهران، سروش، چاپ دوم، ۱۳۷۶ش.
  • بامطرف، محمد عبدالقادر، الجامع(جامع شمل أعلام المهاجرین المنتسبین إلی الیمن و قبائلهم)، بغداد، دارالرشید للنشر، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت،‌ دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بیهقی، ابوبکر، دلائل‌النبوة، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق.
  • پاینده، ابوالقاسم، تاریخ سیاسی اسلام(ترجمه)، تهران، جاویدان، چاپ نهم، ۱۳۷۶ش.
  • پیشوایی، مهدی، تاریخ اسلام (از جاهلیت تا رحلت پیامبر اسلام صلی الله علیه و آله وسلم)، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۲ش.
  • جعفری، حسین‌محمد، تشیع در مسیر تاریخ، ترجمه محمدتقی آیت‌اللهی، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، ۱۳۸۳ش.
  • جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، قم، زمزم هدایت، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • حجری یمانی، محمد بن احمد، مجموع بلدان الیمن و قبائلها، صنعا، دارالحکمه الیمانیه، چاپ دوم، ۱۴۱۶ق.
  • دینوری، احمد بن داود، الأخبار الطوال، تحقیق عبدالمنعم عامر، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • زرکلی، خیرالدین، زرکلی، الأعلام، بیروت، دارالعلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سماوی، محمد بن طاهر، سلحشوران طف، ترجمه عباس جلالی، قم، زائر، ۱۳۸۱ق.
  • سمعانی، عبدالکریم بن محمد، الأنساب، تحقیق عبدالرحمن بن یحیی المعلمی الیمانی، حیدرآباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیة، ۱۳۸۲ق.
  • سید رضی، نهج البلاغة، قم، مشهور، ۱۳۷۹ش.
  • شهرزوری، محمد بن محمود، تاریخ الحکماء قبل ظهور الإسلام و بعده، پاریس، بیبلیون، بی‌تا.
  • شوقی ضیف، عبدالسلام، تاریخ الادب العربی العصر الجاهلی، بیروت، دارالمعارف، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الخصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام (تحقیق خرسان)، تهران، دارالکتب الإسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الجمل و النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، کتاب المزار- مناسک المزار، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صفری فروشانی، نعمت‌الله، کوفه از پیدایش تا عاشورا، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۱ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • عبدی، سیاوش، «قبیله کنده قبل از اسلام»، مجله تاریخ اسلام، شماره ۲۸، ۱۳۸۵ش.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
  • قمی، شیخ عباس، الأنوار البهیة فی تواریخ الحجج الالهیة، قم، مؤسسة الإسلامی، بی‌تا.
  • کحاله، عمر رضا، معجم قبائل العرب، بیروت، دارالعلم للملایین، ۱۳۸۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب بن اسحاق، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • ماسینیون، لویی، خطط الکوفة و شرح خریطتها، بیروت، بیت الورق، ۲۰۰۹م.
  • متقی هندی، علی بن حسام، کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال، بیروت، مؤسسة الرساله، چاپ پنجم، ۱۴۰۱ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • محلاتی، ذبیح الله، ریاحین الشریعة در ترجمه دانشمندان بانوان شیعه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، بی‌تا.
  • محمدی، رمضان، «قبیله کنده و نقش آن در مهمترین رویدادهای عصر جاهلی و صدر اسلام»، مجله تاریخ اسلام، شمار مسلسل ۶۳، پاییز ۱۳۹۴ش.
  • مسعودی، علی بن الحسین، التنبیه و الإشراف، قاهره، دارالصاوی، بی‌تا.
  • مسعودی، علی بن حسین، إثبات الوصیة للإمام علی بن أبی طالب، قم، انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • مقریزی، أحمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبد الحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، المقفی الکبیر، بیروت، دارالغرب الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • منتظرالقائم، اصغر، تاریخ امامت، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۶ش.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین‌، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی‌، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت،‌ دار صادر، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن أبی یعقوب، البلدان، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
  • یعقوبی، احمد بن أبی یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • یوسفی غروی، محمدهادی، نخستین گزارش مستند از نهضت عاشورا، ترجمه جواد سلیمانی، قم، مؤسسه امام خمینی، چاپ دوم، ۱۳۸۰ش.