د امام مهدي(عج) د عمر اوږدوالی

د wikishia لخوا

د امام مهدي(عج) د عمر اوږدوالی د امامیه په نږد په دې معنې چې امام مهدی(عج) له ۲۵۵ ق څخه تر ظهور پورې ژوندی دی. د هغوي د عمر اوږدوالی تر ۱۴۴۶ق پورې له ۱۱۹۰ کالو زیات شوی دی. د امامیه مخالفان چې یو په کې ابن تیمیه او ناصر القفاري دی داسې عمر درلودل لری ګڼلي دي او دا یې د امام مهدی(عج) د پيدایښت نه کیدو لپاره دلیل ګڼلی دی.

اماميه پوهانو د غير معمولي ژوند امکان په عقلي لحاظ ممکن ګڼي او د دې مسلې د ثابتولو لپاره د نوح، خضر او عيسى عليهم السلام اوږدو عمرونو سره دلیل راوړي. همدارنګه د امام مهدي(عج) د اوږده عمر د ثابتولو لپاره، د اوږد عمر لرونکو کسانو تاریخي مثالونو، او هغه روایتونو سره، چې د امام مهدي(عج) د عمر اوږدوالی ښيي، دلیل راوړي او همدارنګ په تجربي ډول د عمر د اوږدیدو امکان د دلیل په توګه نقلوي.

د امام مهدي(عج) د اوږده ژوند په اړه خپلواک کتابونه ليکل شوي دي، چې له جملې څخه اَلبرهان علیٰ صِحَّةِ طولِ عمرِ الْاِمام صاحب‌الزمان، د ابوالفتح کَراجَکي لخوا په ۴۲۷ هجري کې ليکل شوی دی. همدارنګه په ځينو روایي کتابونو کې چې له ۳۷۰ هـ ق وروسته ليکل شوي، يوه برخه دې مسئلې ته ځانګړې شوې ده.

اهمیت او مخینه

د امام مهدي(عج) اوږده عمر یعنی د هغه له زوکړې(۲۵۵ هـ ق) څخه تر ظهور پورې د هغه د ژوند دوام، د امامیه[۱] او د ځینو سني عالمانو له عقیدو څخه یوه عقیده ده.[۲] په دې اساس د امام مهدي(عج) ژوند به له ۲۵۵ هجري قمري کال نه تر ۱۴۴۶ هجري قمري کال پورې له ۱۱۹۰ کلونو زیات وي.

د اماميه له نظره، له عامو انسانو څخه د زیات اوږد عمر درلودل ممکن دي، او بېلګې يې هم شته.[۳] خو د اماميانو مخالفين دومره اوږد ژوند ناممکن او لری ګڼي. او تر دې چې دا یې د امام مهدي(عج) د ولادت د انکار یو دلیل ګڼلی دی.[۴] په هغو کې ابن تیمیه حرّاني(وفات: ۷۲۸هـ ق)[۵] او د عربستان یو وهابي لیکوال ناصر القفاري دی.[۶]

د ترسره شویو څیړنو په اساس د امام مهدي(عج) د اوږدوالي مسله له ۳۷۰ هجري قمري کال وروسته د امامیه د مهدویت اړوند اثارو کې د پام وړ ګرځیدلې ده. له دې نیټې مخکې په ځينې اثارو کې لکه بصائر الدرجات، الکافي او الغیبه النعماني په دې وجه چې د امام مهدی(ع) ژوند تر هغه وخته پورې د عامو خلکو په شان نو دا مسئله په کې نه ده راغلی.[۷] لومړی کتاب چې دې مسلې ته یې ځانګړی څپرکی راوړی دی هغه کمال الدین او تمام النعمة د شیخ صدوق(وفات: ۳۸۱ هـ) کتاب ګڼل شوی دی.[۸]

د غیر عادي عمر درلودلو د امکان ثابتول

په نبوي جومات کې د «محمد المهدي» په نوم یو تخته لږیدلې ده. دا لیکنه په داسې ډول لیکل شوې چې د دوو کلمو محمد او المهدي په یوځای کولو سره د «حی» کلمه راځي چې معنی یې ژوندۍ جوړیږي.(په ښي خوا کې انځور) کوم بدلون چې په دې تختۍ کې ترسره شو نو له هغه وروسته په کې د «حی» ټکی نور نه لیدل کیږي.(په کيڼ اړخ کې انځور)[۹]

عقلي امکان

د همدې دلیل له مخې، غیر معمولي اوږدوالی ناشونی نه دی، او له دې سببه چې خدای په هر څه عالم او ځواکمن دی، نو که وغواړي اوږد عمر ورکولی شي.[۱۰] محمد باقر صدر(وفات: 1400 هجري) په دې عقیده دی چې د یوې مسلې غیر معمولي شونه د معجزې یا غېر معجزې له لارې، د دې سبب نه کیږي چې اوږد عمر ناممکن وي.[۱۱] عبدالله جوادي املي(د زیږیدو کال ۱۳۱۲) چې یو شیعه فیلسوف دی، په دې باور دی چې که د انسان روح وده وکړي، هغه داسې بشپړتیا مومي چې په عالم ماده، چې یو ترې د هغه خپل بدن هم دی، تصرف وکړي او د خپل مادي ژوند حالات هغه شان وساتي.[۱۲]

په قرآن او تورات کې د اوږد عمر لرونکی کسانو سره دلیل راوړل

د عنکبوت سوره په 14 آیت کې د حضرت نوح(ع) د 950 کلنې نبوت ته اشاره شوی، چې دا د امامیه علماوو د اوږد عمر د امکان لپاره یو قرآني دلیل دی.[۱۳] همدارنګه حضرت خضر(ع) چې د قرآن له مخې د حضرت موسی(ع) په وخت کې ژوندی و[۱۴]شیخ مفید(وفات: 413 هجري) په نقل او د ژوند لیکونکو په اتفاق سره د هغه ژوند دوام لري.[۱۵] اِربلی(وفات: ۶۹۲ هـ ق) هم د نساء سوره ۱۵۹ آیت په دلیل سره حضرت عیسی(ع) تر خپلې زمانې پورې ژوندی بولي.[۱۶]

د تقليد مرجع او مهدویت پوه شیعه عالم، لطف الله صافي ګلپايګاني(وفات: 1400 ل) په وينا، په ټولو الهي دینونو کې د ډېر اوږد عمر لرونکي خلکو په وجود عقیده شته. د بېلګې په توګه د تورات سِفر تکوین کې، په ۵ اصحاح کې، ۵، ۸، ۱۱، ۱۴، ۱۷، ۲۰، ۲۷، ۳۱ آیتونو کې او نورو مواردو کې د پیغمبرانو او نورو هغو کسانو یادونه شوې چې ډېر اوږد عمر یې درلود.[۱۷]

هغه روایتونه چې د امام مهدي(عج) د عمر په اوږدوالي دلالت کوي

شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ هـ) د الغیبه په کتاب کې هغه روایتونه ذکر کوي چې د امام مهدي(ع) غیر معمولي اوږد عمر ته اشاره کوي.[۱۸] محدث شیعه اِربلی هم په کَشْف‌الغُمّه کې د ځینې پیغمبرانو لکه حضرت الیاس(ع)، عیسی(ع) او خضر(ع) اوږده عمرونه د ثبوت په توګه بیان کړي دي او بيا د امام مهدي(ع) تر ظهور پورې د ژوند په هکله روايتونه راوړي دي.[۱۹] ابن ميثم بحراني(وفات: ۶۷۹ يا ۶۹۹هـ ق) هم وايي چې شیعه او سني متفق دي چې الياس(ع) او خضر(ع) له پیغمبرانو او سامري او دجال له ظالمانو اوږده عمرونه لري او که دا خلک ژوندي پاتی کیدی شي نو د خدای ولي هم اوږد عمر لرلی شي.[۲۰] فیض کاشاني(وفات: 1091 هجري) هغه روایتونه چې له رسول الله(ص) او امامانو څخه د امام مهدي(عج) د عمر د اوږدوالي په باره کښې راغلي دي د تواتر په حد کې ګڼي.[۲۱]

«د خدا پاک ځينې سنتونه(طریقې او قاعدې) چې د پيغمبرانو په هکله دي د زمونږ په قائم کې شته... هغه سنت چې د آدم(ع) او نوح(ع) په هغه کې دی هغه د عمر اوږدوالی دی.[۲۲]»

د تجربي علم له نظره د عمر د اوږدوالي امکان

دا دلیل په دې ډول تشریح شوی چې ساینس د مرګ لپاره یو لامل غواړي، نه د ژوند د دوام لپاره. مرګ د ژوند د شرایطو په نشتوالي کې دی. انسان د ناروغیو او زړښت د عواملو په اړه د جهل او پوره اطلاع نه درلودلو په سبب د دوي د کنټرول توان نلري او مړ کیږي. که څوک د دې عواملو لکه تغذیه، چاپیریال او جینیټیک د کنټرول لپاره اړینه پوهه او ​​وسایل ولري، نو هغه له ساینسي نظره ډیر اوږد او حتی تلي ژوند لرلی شي.[۲۳]

د امام مهدي(عج) په اوږد عمر باندې تاریخي تائید

شیخ صدوق په کمال الدین او تمام النعمة په کتاب کې یو باب اوږد عمر لرونکو خلکو سره خاص کړی دی. نوموړي په دې فصل کې د لسګونو کسانو نومونه اخیستي دي. په دې کسانو کې له ۱۲۰ تر ۳۰۰۰ کلونو پورې عمرونه هم شته. شیخ صدوق د دغو کسانو راپور د شیعه ګانو لپاره ځانګړی نه دی ګڼلی او په دې باور دی چې د داسې کسانو شتون په سني کتابونو کې هم تائید شوی دی.[۲۴] د دې بیلګو په بیانولو او د پيغمبر(ص) په یو روایت سره یې دلیل راوړی چې په هغه روایت کې راغلي چې په اسلامي امت کې به د پخوانیو امتونو له پېښو څخه ځینې پيښې په دې امت کې هم پيښیږي. او دغه ډول واقعیتونو دا حقیقت څرګندوي چې اوږد ژوند د امام مهدي(عج) لپاره ممکن دی.[۲۵]

شیخ مفید،[۲۶] کراجکي[۲۷](وفات: 449 هـ ق)، شیخ طوسي،[۲۸] امین الاسلام طبرسي[۲۹](وفات: 548 هـ ق)، خواجه نصیر طوسي[۳۰] (وفات: 672 هـ ق)، ابن میثم بحراني،[۳۱] علامه حلي (وفات ۷۲۶ هـ ق)،[۳۲] علامه مجلسي[۳۳] (وفات: ۱۱۱۰ هـ ق)، لطف الله صافي ګلپایګاني،[۳۴] او ابراهیم امیني[۳۵] (وفات: ۱۳۹۹هـ ق) نور شیعه عالمان دي چې د تاریخي دلایلو سره یې د غیر معمولي اوږد عمر ثابتولو لپاره دلیلونه راوړي دي.

ځانګړی لیکلنې

د کتاب اَلبرهان علیٰ صِحَّةِ طولِ عمرِ الْاِمام صاحب‌الزمان د پیل برخه، د ابوالفتح کَراجَکي لیکلی، لیتوګرافي، په ۱۳۲۲ق کال کې په تبریز کې، د کنزالفوائد کتاب په ضمن کې، په آستان قدس رضوي کتابتون کې ثبت شوی، په ۸۷۲۸ شمېرې.

د ا مام مهدي(عج) د عمر د اوږدوالي مسله د ځینې کتابونو مستقل موضوع دی؛ له هغو ځینې:

  • اَلبرهان علیٰ صِحَّةِ طولِ عمرِ الْاِمام صاحب‌الزمان، د ابوالفتح کَراجَکي کتاب چې شیخ مفید له شاګردانو او شیعه متکلمانو و: په دې اثر کې د اوږد عمر د راز عقلي او نقلي دلیلونه او د یوې ډلې ذکر شوی چې اوږده عمرونه یې درلودل. د دې اثر لومړۍ نسخه په ۱۳۳۲ هجري کال کې په تبریز کې د کنزالفوائد کتاب د یوې برخې په توګه په لیتوګرافی شکل کې خپره شوه او د محمد باقر کمره اي له خوا د شیعه امامیه علومو د خزانې په توګه ژباړل شوې ده.[۳۶] د کتاب په سر کې د لیکوال په وینا د دې کتاب لیک په 427 ق کې و.[۳۷]
  • دفعُ شبهةِ طولِ عمرِ الْحجه(عج)، د محمود بن محمد حسن شریعتمدار کتاب.[۳۸]
  • طول عمر حضرت ولی عصر(عج)، د لطف‌ الله صافي ګلپایګاني کتاب.[۳۹]
  • منتظر جهان و راز طول عمر، د سید احمد علم الهدی کتاب.[۴۰]
  • شگفتی در چیست؟، د محمد صالحي آذري کتاب.[۴۱]
  • اثبات طول عمر امام زمان(ع)، د سید مرتضی میرسعید قاضي کتاب.[۴۲]
  • بحثی پیرامون طول عمر امام غائب، د قم دارالتبلیغ اسلامي له خوا خپور شوی.[۴۳]
  • طول عمر امام زمان از دیدگاه علوم و ادیان، د علی ‌اکبر مهدی ‌پور کتاب.[۴۴]
  • امام مهدی(عج)؛ طول عمر، د هادي حسیني کتاب.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. رضوانی، تولد حضرت مهدی، ۱۳۸۶ش، ص۶۰-۶۱؛ د بېلګې په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۴؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۳۳۹؛ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۲۵ق، ص۴۱۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۴۱۸؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۳۷؛ علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۲.
  2. العمیدی، المهدی المنتظر فی الفکر الاسلامی، ۱۴۲۵ق، ص۱۳۶-۱۴۱؛ محمود، ولادة الامام المهدی فی کتب الفریقین، ۱۳۹۰ش، ص۳۵۷-۴۰۲؛ د بېلګې په توګه وګورئ: نصیبی شافعی، مطالب السؤول، ۱۴۱۹ق، ص۳۱۱-۳۱۹؛ ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۰۶-۵۰۷؛ گنجی شافعی، البیان، ۱۴۰۴ق،‌ ص۵۲۱؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۱۳۴.
  3. زینلی، «امام‌ مهدی(ع) و طول عمر (پیشینه و دلا‌ئل)»، ص۲۲۲-۲۲۳.
  4. زینلی، «امام‌ مهدی(ع) و طول عمر (پیشینه و دلا‌ئل)»، ص۲۲۳.
  5. ابن‌تیمیه حرَانی، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ص۹۱-۹۴.
  6. قفاری، أصول مذهب الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۸۶۶.
  7. زینلی، «امام‌ مهدی(ع) و طول عمر (پیشینه و دلا‌ئل)»، ص۲۲۳.
  8. زینلی، «امام‌ مهدی(ع) و طول عمر (پیشینه و دلا‌ئل)»، ص۲۲۴.
  9. «درخشش نام اهل بیت بر دیوار مسجدالنبی محمد المهدی(عج) زنده است»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت.
  10. خواجه نصیرالدین طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۳؛ علامه حلی، مناهج الیقین، ۱۴۱۵ق، ص۴۸۲.
  11. صدر، بحث حول المهدی(عج)،‌ ۱۴۱۷ق، ص۵۳-۵۶.
  12. جوادی آملی، عصاره خلقت، ۱۳۹۰ش، ص۲۴.
  13. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، المسائل العشر، ۱۴۲۶ق، ص۹۳؛ طبرسی، اعلام الوری، دارالکتب الاسلامیة، ص۴۷۲؛ ابن میثم بحرانی، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۹۱؛ فیض کاشانی، علم الیقین، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۹۶۶.
  14. سوره کهف، آیات ۶۵-۸۲.
  15. شیخ مفید، المسائل العشر، ۱۴۲۶ق، ص۸۳.
  16. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۸۹.
  17. صافی گلپایگانی، سلسله مباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۱۶۶-۱۶۷.
  18. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۲۵ق، ص۴۱۹-۴۲۲.
  19. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۸۹-۵۱۹.
  20. ابن میثم بحرانی، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۹۲.
  21. فیض کاشانی، علم الیقین، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۹۶۵.
  22. شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۲۲.
  23. صافی گلپایگانی، منتخب الأثر،‌ ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۲۷۶-۲۸۲؛ صافی گلپایگانی، سلسله مباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۱۶۱-۲۱۷؛ امینی، دادگستر جهان، ۱۳۸۰ش، ص۱۷۵-۲۰۱.
  24. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۵۲-۵۷۶.
  25. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۷۶.
  26. شیخ مفید، المسائل العشر، ۱۴۲۶ق، ص۹۴-۱۰۳.
  27. کراجکی، کنز الفوائد، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۱۱۴.
  28. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۲۵ق، ص۱۱۳-۱۲۶.
  29. طبرسی، اعلام الوری، دارالکتب الاسلامیة، ص۴۷۳-۴۷۶.
  30. خواجه نصیرالدین طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۳.
  31. ابن میثم بحرانی، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۹۱.
  32. علامه حلی، مناهج الیقین، ۱۴۱۵ق، ص۴۸۲.
  33. علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۲۲۵-۲۹۳.
  34. صافی گلپایگانی، منتخب الأثر،‌ ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۲۷۵-۲۷۶.
  35. امینی، دادگستر جهان، ۱۳۸۰ش، ص۲۰۱-۲۰۲.
  36. آقا بزرگ تهرانی، الذّریعة، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۹۲؛ رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۱۱۵؛ ری شهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۱۰، ص۲۴۸.
  37. کراجکی، کنزالفوائد، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۱۱۴.
  38. آقا بزرگ تهرانی، الذّریعة، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۲۳۰؛ رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۱۶۰.
  39. صافی گلپایگانی، طول عمر حضرت ولی عصر(عج)، ۱۳۸۶ش، شناسنامه کتاب.
  40. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۲۶۸.
  41. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۱۹۴.
  42. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۸۵.
  43. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۱۱۴.
  44. مهدی‌پور، راز طول عمر امام زمان(عج) از دیدگاه علم و ادیان، ۱۳۷۸ش، شناسنامه کتاب.
  45. حسینی، امام مهدی (عج) - طول عمر، ۱۳۸۱ش، شناسنامه کتاب.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذّریعة إلی تصانیف الشّیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • آیتی، نصرت‌الله، دلیل روشن (پاسخ به شبهات قفاری دربارهٔ اندیشه مهدویت)، قم، آینده روشن، ۱۳۹۳ش.
  • ابن‌جوزی، یوسف ابن قزاوغلی، تذکرة الخواص، قم، المجمع العالمی لاهل البیت علیهم السلام. مرکز الطباعة و النشر، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌میثم بحرانی، میثم بن علی، قواعد المرام فی علم الکلام، قم، مکتبة آیةالله العظمی مرعشی النجفی، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌تیمیه حرَانی، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفة الائمة، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • امینی، ابراهیم، دادگستر جهان، قم، شفق، ۱۳۸۰ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، عصاره خلقت: درباره امام زمان(عج)، قم، اسراء، ۱۳۹۰ش.
  • حسینی، هادی، امام مهدی(عج) - طول عمر، مشهد، انتشارات آستان قدس رضوی، شرکت به نشر، ۱۳۸۱ش.
  • حمویی جوینی، ابراهیم بن محمد، فرائد السمطین فی فضائل المرتضی و البتول و السبطین و الائمة من ذریتهم علیهم السلام، تحقیق محمد باقر المحمودی، بیروت، موسسة المحمودی، ۱۴۰۰ق.
  • خواجه نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تلخیص المحصل، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۵ق.
  • «درخشش نام اهل بیت بر دیوار مسجدالنبی محمد المهدی(عج) زنده است»، وبگاه حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت، تاریخ درج مطلب: ۲۵ مرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۹ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، تولد حضرت مهدی، قم، نشر مسجد جمکران، ۱۳۸۶ش.
  • رفاعی، عبد الجبار، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت(ع)، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، سازمان چاپ و انتشارات، ۱۳۷۱ش.
  • زینلی، غلامحسین، «امام‌ مهدی(ع) و طول عمر (پیشینه و دلا‌ئل)»، در مجله انتظار موعود، شماره ۶،‌ پیاپی ۶، دی ۱۳۸۱ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۲۵ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، ۱۳۷۲ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل العشر فی الغیبة، قم، دلیل‌ما، ۱۴۲۶ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، سلسله مباحث امامت و مهدویت، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۱ش.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، طول عمر حضرت ولی عصر(عج)، قم، دفتر حضرت آیت‌الله العظمی حاج شیخ علی صافی گلپایگانی، ۱۳۸۶ش.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، منتخب الأثر فی الإمام الثانی عشر(ع)،‌ قم، مکتبة آیة‌الله العظمی الصافی الگلپایگانی، وحدة النشر العالمیة، ۱۳۸۰ش.
  • صدر، محمدباقر، بحث حول المهدی(علیه‌السلام)، بیروت، مرکز الغدیر للدراسات الإسلامیة، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۹۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مناهج الیقین فی اصول الدین، تهران، منظمة الاوقاف و الشؤون الخیریة.‌دار الأسوة للطباعة و النشر، ۱۴۱۵ق.
  • علامه مجلسی، محمدبار، بحار الأنوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی،۱۴۰۳ق.
  • العمیدی، سید ثامر هاشم، المهدی المنتظر فی الفکر الاسلامی، قم، مرکز الرساله، ۱۴۲۵ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، علم الیقین، قم، بیدار، ۱۳۷۷ش.
  • قفاری، ناصر، أصول مذهب الشیعة الإمامیة الإثنی عشریة، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۴ق.
  • کراجکی، محمد بن علی، کنزالفوائد، تحقیق عبدالله نعمه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گنجی شافعی، محمد بن یوسف، البیان فی أخبار صاحب الزمان، تهران،‌دار إحیاء تراث أهل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۴ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی عجل الله فرجه برپایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی فرهنگی‌دار الحدیث. سازمان چاپ و نشر، ۱۳۹۳ش.
  • محمود، عرفان، ولادة الامام المهدی فی کتب الفریقین، قم، نشرالفقاهة، ۱۳۹۰ش.
  • مهدی‌پور، علی‌اکبر، راز طول عمر امام زمان(عج) از دیدگاه علم و ادیان، تهران، طاووس بهشت، ۱۳۷۸ش.
  • نصیبی شافعی، محمد بن طلحة، مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، بیروت، موسسة البلاغ، ۱۴۱۹ق.