د تشبیه حدیث

د wikishia لخوا

د تشیبه حدیث یا د اَشباه حدیث، د اسلام له پېغمبر(ص) څخه یو حدیث دی چې پکې امام علي(ع) په ځینو فضائلو کې له پېغمبرانو سره تشبیه او ورته ګڼل شوی دی. د دغه حدیث مطابق، د آدم(ع) په شان علم، د نوح(ع) په شان سوله غوښتنه، د ابراهیم(ع) په شان حلم، د موسی(ع) هیبت او چالاکي د داوود(ع) زهد او د عیسی عبادت د حضرت علي لپاره ذکر شوی دی. دا حدیث د اهل سنتو او شیعیانو په سرچینو کې د پېغمبر له اصحابو لکه عبد الله بن عباس، عبد الله بن مسعود، ابوالحمراء و انس بن مالک نقل شوی دی.

د شیعه عالمانو له نظره، د تشبیه حدیث په دغه صفاتو کې له پېغمبرانو سره د امام علي(ع) په ورته والي او د هغه په افضلیت دلالت لري. له دې امله هغه یې د امام علي(ع) په خلافت او امامت دلیل ګڼلی دی. ځینو بیا هغه د اسلام له پېغمبر(ص) پرته پر نورو پېغمبرانو د امام علي د لوړاوي دلیل ګڼلی دی.

دا حدیث د شیعه عالمانو له نظره معتبر دی؛ خو ځینو اهل سنتو هغه نه دی منلی. د عقبات الانوار شپاړسم ټوک د دغه حدیث د سند او دلالت جاجونې ته بیل دی او د «خلاصه عبقات الانوار؛ حدیث تشبیه» په نوم چاپ شوی د ی.

متن او معرفی

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: کُنَّا جُلُوساً عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ ص فَقَالَ: مَنْ‏ أَرَادَ أَنْ‏ یَنْظُرَ إِلَى‏ آدَمَ‏ فِی‏ عِلْمِهِ‏ وَ إِلَى نُوحٍ فِی سِلْمِهِ وَ إِلَى إِبْرَاهِیمَ فِی حِلْمِهِ وَ إِلَى مُوسَى فِی فِطَانَتِهِ وَ إِلَی دَاوُدَ فِی زُهْدِهِ فَلْیَنْظُرْ إِلَی هَذَا قَالَ فَنَظَرْنَا فَإِذَا عَلِیُّ بْنُ أَبِی طَالِبٍ قَدْ أَقْبَلَ.


له عبد الله بن عباس نقل شوي چې له پېغمبر اکرم(ص) سره ناست وو چې وې فرمایل: هر څوک چې غواړي آدم د هغه په علم کې، نوح د هغه په سوله غوښتنه کې، ابراهیم د هغه په حلم کې، موسی د هغه په هوښیارۍ کې او داوود د هغه په زهد کې وویني، نو دې کس ته دې وګوري چې راروان دی، ټول ځير شو، ناڅاپه علي بن ابی طالب(ع) راغی.[۱]


د تشبیه حدیث له پېغمبر اکرم(ص) څخه دی چې پکې د امام علي(ع) ځینې فضائل د پېغمبرانو له فضایلو سره تشبیه شوې دي. دا حدیث د شیعه[۲] سني[۳] په مختلفو سرچینو کې نقل شوی دی.

د حدیث عبارت د هغو پېغمبرانو په لحاظ چې علي(ع) ورسره تشبیه شوی، مختلف دی. په ځینو سرچینو کې امام علي(ع) له اولو العزم پېغمبرانو او نوح سره تشبیه شوی دی.[۴] د شیخ صدوق په کتاب کمال الدین کې، د دغه پېغمبرانو تر څنګ د حضرت داوود(ع) نوم هم راغلی دی.[۵] او په ځينو نقلونو کې امام علي(ع) له آدم(ع)، ابراهیم(ع)، موسی(ع)، یحیی(ع)، عیسی(ع)، شیث(ع) او ادریس(ع) سره تشبیه شوی دی.[۶] د اهل سنتو په ځينو سرچینو کې د علي(ع) مشابهت له آدم، نوح، ابراهیم، یحیی او موسی(ع) سره ذکر شوی دی.[۷] په مناقب ابن مغازلي کې یوازې له آدم او نوح سره تشبیه بیان شوې ده.[۸]

په ځینو نقلونو کې علي(ع) د اسرافیل له هیبت، د جبرئیل له عظمت او د میکائیل له رتبې سره هم تشبیه شوی دی.[۹]

دغه حدیث ته اشباه حدیث هم ویل کیږی.[۱۰]

قاضي نورالله شوشتري[۱۱] او میرحامد حسین[۱۲] د تشبیه حدیث راویان، اسناد او مختلف عبارات راغونډ کړې دي.

له پېغمبرانو سره د علي(ع) د تشبیه موارد او اړخونه

ویل شوي چې د تشبیه حدیث په اساس علي(ع) د انبیاوو اخلاق او د اصفیاوو صفات لرل.[۱۳]

د اومې پېړۍ شافعي عالم محمد بن یوسف ګنجی شافعی، د شباهت د اړخونو په وضاحت کې ویلي دي د آدم(ع) له علم سره د علي شباهت په دې خاطر دی چې د بقرې سورې د ۳۱ ایت مطابق خدای تعالی د هر شي ځانګړنه آدم(ع) ته وښودله. علي(ع) هم د هرې حادثې او واقعې علم لره.[۱۴] همداراز په حکمت یا حکم کې له نوح(ع) سره د علي(ع) شباهت په دې کې دی چې امام علي(ع) د نوح(ع) په شان[۱۵] له کافرانو سره سخت او پر مومنانو مهربان و.[۱۶] له دې امله چې حضرت ابراهیم(ع) په قرآن کې په حلم توصیف شوی دی،[۱۷] علي(ع) په حلم او بردبارۍ کې له هغه سره تشبیه شوی دی.[۱۸]

د شپږمې او اومې پېړۍ د شافعي مذهبه عالم محمد بن طلحه شافعي په قول، پېغمبر(ص) په دې حدیث کې د علي(ع) لپاره د آدم(ع) په شان علم، د نوح(ع) په شان تقوا، د ابراهیم(ع) په شان حلم، د موسی(ع) په شان هیبت او د عیسی(ع) په شان عبادت ثابت کړی دی.[۱۹] د هغه له نظره په دغو صفاتو کې له پېغمبرانو سره د علي(ع) تشبیه په علي(ع) کې د دغه صفاتو د ډېرې لوړې درجې په شتون دلالت لري.[۲۰]

په څلورمې او پینځمې قمري پېړۍ کې اهل سنت عالم احمد بن محمد عاصمی، په « زین الفتی» کتاب کې د تشبیه د حدیث په نقلولو سره له آدم، نوح، ابراهیم، یوسف، موسی، داوود، سلیمان، ایوب، یحیی، عیسی او د اسلام له پېغمبر(ص) سره د علي مختلف شباهتونه ذکر او تشریح کړې دي.[۲۱] [یادداشت ۱]

علامه مجلسي هم په بحارالانوار کتاب کې، د پیغمبرانو له فضایلو سره د علي ګډ ټکي او برابري په همدې نوم نقل او بیان کړې ده.[۲۲]

د امام علي(ع) پر فضیلت دلالت

یو شمېر شیعه عالمانو د تشبیه حدیث په نورو خلکو د امام علي(ع) د فضیلت دلیل ګنلی او له دې امله یې هغه د خلافت او امامت دلیل ګڼلی دی.[۲۳] همداراز ځینو د تشبیه حدیث د اسلام له پېغمبر(ص) پرته پر نورو پېغمبرانو د امام علي(ع) د فضیلت دلیل ګڼلی دی؛ ځکه چې علي(ع) د هر یو پېغمبر خاصې ځانګړنې لري او څوک چې ټول فضایل لري تر هغه چا لوړ دی چې ځینې فضایل لري.[۲۴]

میرحامد حسین، په دې باور دی چې د تشبیه حدیث په یادو ځانګړنو او صفاتو کې له پېغمبرانو سره د امام علي(ع) په برابرۍ دلالت لري او د دغه برابرۍ د اثباتولو لپاره یې شل اړخونه ذکر کړې دي.[۲۵] د هغه له نظره دغه شان برابري په خلکو او پېغمبرانو دامام علي(ع) د فضیلت ښودنه کوي.[۲۶]

راویان او اعتبار

دا حدیث د پېغمبر(ص) له ځینو اصحابو لکه عبد الله بن عباس،[۲۷] عبد الله بن مسعود،[۲۸] ابوهریره،[۲۹] د پېِغمبر له خادم ابوالحمراء[۳۰] او انس بن مالک[۳۱] نقل شوی دی.

اعتبار

شیعه عالمانو د تشبیه حدیث معتبر ګڼلی او په هغه یې استناد کړی دی. د شب هایي پیشاور کتاب لیکوال سلطان الواعظین، د تشبیه حدیث د شیعه سني د اجماع وړ ګڼلی دی.[۳۲] میر حامد حسین هم په عبقات الانوار کتاب کې، دغه حدیث له څلویښتو اهل سنت محدثانو نقل کړی او د هغې صحیحوالی یې اثبات کړی دی.[۳۳] د ځینو په باور له دې امله چې حدیث له مختلفو طرقو نقل شوی، معتبر دی، که څه هم سندونه یې ضعیف وي.[۳۴]

ځینو اهل سنت عالمانو د دغه حدیث په اعتبار اعتراض کړی دی. د اتمې قمري پېړۍ سلفي مورخ او محدث شمس الدین ذهبي،[۳۵] د اتمې او نهمې قمري پېړۍ شافعي مذهب مورخ اومحدث ابن حجر عسقلاني[۳۶] او د اتمې قمري پېړۍ اهل سنت عالم ابن کثیر[۳۷] د تشبیه حدیث منکر خبر ( د ضعیفو روایتونو یو ډول) ګڼلی دی. د شپږمې پېړۍ اهل سنت عالم ابن جوزي، تشبیه حدیث جعلي ګڼلی دی.[۳۸]

«خلاصه عبقات الانوار حدیث تشبیه»، میرحامد حسین.

ذهبی[۳۹] او ابن تیمیه[۴۰] له بیهقي د حدیث له بې سنده نقلولو وروسته، هغه بې سنده ګڼلی او ویلی یې دي چې دا حدیث د حدیث پېژاندو په نزد جعلي او دروغ دی. له دې امله حدیث پېژاندو هغه نه دی نقل کړی؛ خو په شپږمه پېړۍ کې اهل سنت عالم موفق بن احمد خوارزمي، په خپل مناقب کتاب کې دغه حدیث په سند سره له بیهقي نقل کړی دی.[۴۱] دا حدیث له اهل سنته په ځینو نورو اسنادو سره هم نقل شوی دی.[۴۲]

کتاب پیژندنه

په تشبیه حدیث باندې په مختلفو اثارو کې بحث شوی[۴۳] میر حامد حسین د عبقات الانوار فی امامة الائمة الاطهار شپاړسم ټوک د دغه حدیث سندي او دلالتي جاج ته بیل کړی دی. دغه ټوک جدا او د «خلاصه عبقات الانوار؛ حدیث تشبیه» په نوم د سید حلي حسیني میلاني په تلخیص او تحصیح او د مرتضی نادري په ژباړې سره د نبا موسسې له خوا چاب شوی دی.

فوټ نوټ

  1. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵.
  2. بېلګی په توګه وګورئ: التفسیر المنسوب الی الامام العسکری(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۴۹۷و۴۹۸؛ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵؛ طبری آملی کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۲۸۷؛ مفید، الامالی، ۱۴۱۳ق، ص۱۴؛ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۱۷؛ طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۸۳.
  3. بېلګی په توګه وګورئ: عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۶؛ ابن عساکر، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۲۸۰؛ ابن مغازلی، مناقب امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۲۸۱؛ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۸۴و۳۱۲؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۰۳؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۴ق، ص۹۳و۹۴؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۱۷۰.
  4. طبری آملی کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۲۸۷.
  5. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵.
  6. التفسیر المنسوب الی الامام العسکری(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۴۹۷و۴۹۸.
  7. عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۲۵؛ ابن مردویه، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۱۴۷؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۰۳؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۴ق، ص۹۳و۹۴.
  8. ابن مغازلی، مناقب امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۲۸۱.
  9. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۳۹۶و۳۹۷، ج۱۵، ص۶۱۹، ج۲۲، ص۳۲۹.
  10. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۸۶.
  11. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۹۲-۴۰۵، ج۵، ص۴-۶، ج۱۵، ص۶۱۰-۶۲۲، ج۲۲، ص۲۹۶-۳۰۰ و ج۳۱، ص۳۱۷و۳۱۸.
  12. میرحامد حسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۶، بخش اول، ص۱۵-۴۵۴.
  13. گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۲.
  14. گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۲.
  15. سوره نوح، آیه ۲۶.
  16. گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۲.
  17. سوره توبه، آیه ۱۱۴.
  18. گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۲.
  19. نصیبی شافعی، مطالب السؤول، مؤسسه البلاغ، ص۹۸.
  20. نصیبی شافعی، مطالب السؤول، مؤسسه البلاغ، ص۹۸.
  21. نگاه کنید به: عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، فصل پنجم، ج۱، ص۱۲۴-۵۰۳ و ج۲، ص۵-۲۸۶.
  22. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۳۵-۸۲.
  23. مثال په توګه وګورئ: طبری، تحفة الابرار، ۱۳۷۶ش، ص۱۴۰و ۲۶۳؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالببین، ۱۴۰۵ق، ص۳۵۴؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۳۲۹.
  24. وګورئ: طبری، تحفة الابرار، ۱۳۷۶ش، ص۱۴۰و ۲۶۳؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۳۳۰؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۷۹؛ سلطان الواعظین، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۴۷۸و۴۷۹.
  25. میرحامد حسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۶، بخش دوم، ص۷۷-۱۱۸.
  26. میرحامد حسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۶، بخش دوم، ص۱۵۴-۱۵۷.
  27. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۳۷؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۴ق، ص۹۴؛ گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۴۰۴ق، ص۱۲۱و۱۲۲.
  28. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۱۷.
  29. طبری آملی کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۲۸۷.
  30. عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۶؛ ابن عساکر، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۲۸۰؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۰۰و۱۰۳؛ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۸۴و۳۱۲؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۴ق، ص۹۳.
  31. ابن مغازلی، مناقب امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۲۸۱؛ طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۸۳.
  32. سلطان الواعظین، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۴۷۸.
  33. میرحامد حسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۶، بخش اول، ص۱۵-۴۵۴.
  34. مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۳۲۹.
  35. ذهبی، المنتقی من منهاج الاعتدال، ص۳۴۴.
  36. ابن حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۶، ص۲۴.
  37. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۱۸ق، ج۱۱، ص۸۹.
  38. ابن جوزی، الموضوعات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۳۷۰.
  39. ذهبی، المنتقی من منهاج الاعتدال، ص۳۴۴.
  40. ابن تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۵، ص۵۱۰ و ۵۱۱.
  41. خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۸۳و۸۴.
  42. مثال په توګه وګورئ: عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۶؛ طبری آملی کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۲۸۷؛ ابن عساکر، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۲۸۰؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۰۳؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۱۷۰.
  43. بېلګی په توګه وګورئ: شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۹۲-۴۰۵، ج۵، ص۴-۶، ج۱۵، ص۶۱۰-۶۲۲، ج۲۲، ص۲۹۶-۳۰۰ و ج۳۱، ص۳۱۷و۳۱۸؛ میرحامد حسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۶(تمام مباحث این جلد درباره حدیث تشبیه است)؛ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۸۶-۴۹۳.

سرچينې

  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، الموضوعات، تحقیق عبدالرحمن محمد عثمان، مدینه، محمد عبدالمحسن، چاپ اول، جلد ۱و۲: ۱۳۸۶ق و ج۳: ۱۳۸۸ق.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، بیروت، مؤسسه اعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۱م.
  • ابن عساکر، علی بن حسن، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب من تاریخ مدینة دمشق، تحقیق محمد باقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن الترکی، دار هجر، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • ابن مردویه، احمد بن موسی، مناقب علی بن ابی‌طالب و ما نزل من القرآن فی علی، تحقیق عبدالرزاق محمد حرزالدین، قم، دار الحدیث، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق/۱۳۸۲ش.
  • ابن مغازلی، علی بن محمد، مناقب امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، تحقیق ابوعبدالرحمن ترکی بن عبدالله الوادعی، صنعا، دار الآثار، چاپ اول، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمد باقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی مجمع إحیاء الثقافة الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • التفسیر المنسوب الی الامام العسکری(ع)، قم، مدرسه امام مهدی(عج)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • حمویی جوینی، ابراهیم، فرائد السمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی، چاپ اول، ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، المناقب، تحقیق شیخ مالک محمودی، قم، مؤسسه نشر اسلامی جامعه مدرسین حوزه، ۱۴۱۱ق.
  • ذهبی، شمس‌الدین، المنتقی من منهاج الاعتدال فی نقض کلام اهل الرفض و الاعتزال، تحقیق محب الدین الخطیب، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • سلطان الواعظین شیرازی، سید محمد، شبهای پیشاور در دفاع از حریم تشیع، تهران، دار الکتب الإسلامیه‏، چاپ سی و نهم، ۱۳۷۹ش.
  • شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مکتبه آیت الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • طبری آملی کبیر، محمد بن جریر، المسترشد فی الامامة علی بن ابی‌طالب(ع)، تحقیق و تصحیح احمد محمودی، قم، کوشانپور، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • طبری آملی، عمادالدین محمد بن ابی‌القاسم، بشارة المصطفی لشیعة المرتضی، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۳ق.
  • طبری، عمادالدین حسن بن علی، تحفة الابرار فی مناقب الأئمة الاطهار، تصحیح و تحقیق سید مهدی جهرمی، تهران، میراث مکتوب، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • طبری، محب‌الدین، ذخائر العقبی فی مناقب ذوی القربی، قاهره، مکتبة القدسی، ۱۳۵۴ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافه، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • عاصمی، احمد بن محمد، العسل المصفی من تهذیب زین الفتی فی شرح سورة هل أتی، تحقیق محمد باقر محمودی، قم، مجمع إحیاء الثقافة الاسلامیه، ۱۴۱۸ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالببین فی نهج المسترشدین، تحقیق سیدمهدی رجائی، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • گنجی شافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی‌طالب(ع)، تحقیق محمد هادی امینی، تهران، دار احیاء تراث اهل البیت(ع)، چاپ سوم، ۱۳۶۲ش/۱۴۰۴ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الامالی، تحقیق و تصحیح حسین استاد ولی و علی اکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • میرحامد حسین، عبقات الانوار فی اثبات امامة ائمةالاطهار، اصفهان، کتابخانه امیرالمؤمنین، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
  • نصیبی شافعی، محمد بن طلحه، مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، تصحیح عبدالعزیز طباطبایی، بیروت، مؤسسه البلاغ، بی‌تا.