د دعبل تائیه

د wikishia لخوا

د دِعْبِل تائیّۀ قصیده، د اهل بیتو(ع) په باره کې د دِعْبل خُزاعي شعر دی. دا شعر، د اهل بیتو په اړه تر ټولو ښه مدحه ګڼلې شوې ده. دا قصیده ۱۲۰ بیته لري او پکې د امام علي(ع) ولایت او خلافت او د اهل بیتو(ع) فضایل او مصایب بیان شوې دي.

دِعْبل دغه شعر په لومړي ځل په مَرْو کې د امام رضا(ع) لپاره ولوسته چې د امام له هرکلي سره مخامخ شو. امام رضا(ع) د دغه شعر په بدل کېدو سرو یا سپینو زرو سکې چې د هغه حضرت په نوم وهل شوې وې او خپل کمیس دعبل ته ډالۍ کړ او د یو څو بیتونو په ورزیاتولو سره یې د هغه مضمون بشپړ کړ. په دې قصیدې مختلفې شرحې لیکل شوي دي چې پکې د علامه مجلسي لیکلې «شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل»، ته اشاره کولی شو.

مقام

د دعبل تائیه قصیده د امام رضاعلیه السلام د ملګري دِعْبِل بن علي خُزاعي شعر دی چې د اهل بیتو په اړه تر ټولو ښه مدحه او غوره او ویاړمن شعر ګڼل شوی دی.[۱] شیعه مورخ او د تقلید مرجع جعفر سبحاني، دغه قصیده یو تاریخي او تل پاتی سند ګڼلی چې پکې د اهل بیتو(ع) په وړاندې د بني عباسو او بني امیه و سیاست بیان شوی دی.[۲] په اعیان الشیعه کتاب کې د سید محسن امین په وینا دغه شعر دومره مشهور دی چې ټولو تاریخ لیکونکو یې یادونه کړې او شاعرانو ورته په خپلو شعرونو کې اشاره کړې ده.[۳]

د قصیدې موضوع او د نومونې سبب

په شوش ښار کې دعبل خزاعي ته منسوب قبر

دغه قصیده د اهل بیتو په مدحه او منقبت کې ویل شوې او د هغوي مصیبتونه یې بیان کړې دي. د امام علي(ع) ولایت، له ال محمد سره مینه، د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته په امام علي او د هغه په کورنۍ د دښمنانو جفا، د کربلا پیښه او د بني امیه او بني عباسو د خلافت په وړاندې د علویانو پاڅون په دې قصیدې کې مطرح شوې مضامین دي.[۴]

په عربو ادبیاتو کې، مهمې قصیدې د قافیې د اخري حرف په اساس نومول کیږي. له دې امله یې دغه قصیده د دعبل تائیه نومولې ده.[۵] دا قصیده په «مَدارس آیات» (د قران د ایتونو د زده کولو ځای) هم مشهوره ده.[۶] او په «اَلتّائیةُ الکبری» و «اَلتّائیةُ الْخالده» (تل پاتې تائیه) هم پېژندل کیږي.[۷] دعبل دغه قصیده په یو ټوکر ولیکله او په هغه ټوکر یې احرام وتړه او وصیت یې وکړ چې دا ټوکر یې په کفن کې کیښودل شي.[۸]

د شعر مختلفې نسخې

په الغدیر کتاب کې د علامه امیني په وینا، په مختلفو راپورونو کې د دغه شعر د بیتونو شمېر ۱۲۰ ښودل شوی دی.[۹] البته د شپږمې او اومې پېړۍ تاریخ لیکونکي یاقوت حموي، د دغه شعر نسخې مختلفې ګڼلې او احتمال یې ورکړی چې ځینې شیعیانو پرې یو څه بیتونه ورزیات کړې وي.[۱۰] سید محسن امین د یاقوت حموي دغه احتمال غلط ګڼلی او ویلی یې دي چې د دغه شعر د نسخو اختلاف د دغه قصیدې د بیتونو په ګلچین کولو او انتخابولو کې د شعر د ناقلانو د سلیقې د اختلاف په وجه دی؛ ځکه چې تائیه قصیده اوږده ده او ځینو کسانو د دغه شعر په نقلولو کې د هغې ځینې بیتونه لرې کړې او یا یې یوه برخه نقل کړې ده.[۱۱]

له قصیدې سره د امام رضا سلوک

دعبل د تائیه له لوستلو وروسته له ځان سره ژمنه وکړه چې هغه له امام رضا(ع) مخکې بل چاته ونه لولي. له دې امله مرو ته لاړ او هغه یې امام(ع) ته ولوستله.[۱۲] تائیه قصیده د امام رضا(ع) ډېره خوښه شوه.[۱۳] کله چې دعبل هغه امام ته ولوسته، امام رضا(ع) ډېر وژړېد.[۱۴] او له دعبله یې وغوښتل چې هغه ورته بیا ځلې او درې وارې ولولي. او دعبل د امام په غوښتنه عمل وکړ.[۱۵]

وروسته له دې چې دعبل په خپل شعر کې د تېرو امامانو شهادت او د هغوي د ښخېدو ځای ته اشاره وکړه، امام رضا(ع) د دعبل په بیتونو دوه بیته ورزیات کړل.



وَ قَبْرٌ بِطُوسٍ يَا لَهَا مِنْ مُصِيبَةٍ تَوَقَّدُ فِي الْأَحْشَاءِ بِالْحُرُقَاتِ
إِلَى الْحَشْرِ حَتَّى يَبْعَثَ اللَّهُ قَائِماً يُفَرِّجُ عَنَّا الْهَمَّ وَ الْكُرُبَات[۱۶]


امام رضا(ع) په دغه دوو بیتونو کې خبر ورکړی چې په طوس کې به ښخول کیږي. او دغه ځای به د شیعیانو د تګ راتګ ځای ګرځي. همداراز یې زیری ورکړی چې هر څوک چې په طوس کې د هغه زیارت وړي په قیامت به وبخښل او په جنت کې به له هغه سره په یوه درجه کې وي.[۱۷]

کله چې دعبل په خپلو دوو بیتونو کې د امام مهدي(عج) پاڅون ته اشاره وکړه، امام رضا هغه دوه بیته د روح القدس له لورې وبلل چې د دعبل په ژبه جاري شوې دي.



خُرُوجُ إِمَامٍ لَا مَحَالَةَ خَارِجٌ يَقُومُ عَلَى اسْمِ اللَّهِ وَ الْبَرَكَات‏
يمَيِّزُ فِينَا كُلَّ حَقٍّ وَ بَاطِلٍ وَ يُجْزِي عَلَى النَّعْمَاءِ وَ النَّقِمَات[۱۸]


دعبل ته د امام انعام

امام رضا(ع) د تائیه شعر لپاره د سرو یا سپینو زرو سکې چې د هغه حضرت په نوم وهل شوې وې او خپل کمیس دعبل ته ډالۍ کړ.[۱۹] د هغه روایت مطابق چې شیخ طوسي په امالي کتاب کې له امام رضا(ع) نقل کړی، امام رضا(ع) په هغه جامه کې، زر شپې او هره شوه زر رکعته لمونځ کړی و. همداراز په دغه جامه کې یې زر ځله قرآن ختم کړی و.[۲۰] د قم خلکو له دعبله وغوښتل چې دغه کمیس پرې په دېرش زره درهمه خرڅ کړي؛ خو هغه ونه منله او یوازې د هغې یو لستوڼی یې هغوی ته ورکړ او وصیت یې وکړ چې پاتې جامه دې د هغه په کفن کې کېښودل شي.[۲۱] د ځینو راپورونو له مخې، شیعیانو هغه هره سکه چې امام رضا(ع) دعبل ته ورکړې وه په لس چنده بیه له دعبله واخیسته.[۲۲]

تائیه شرحې

د علامه مجلسي لیکلې د دعبل د تائیه شرحه

مختلفو کسانو د دعبل د تائیه شرحې لیکلې دي.[۲۳] منجمله دغه کتابونه:

  1. «شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل»: دا کتاب په فارسۍ ژبه او د علامه مجلسي په قلم لیکل شوی دی. محمد لطف زاده دا کتاب، تصحیح او په کې دارالمجتبی(ع) خپرنځي په ۱۳۹۴ل کال کې په ۲۰۰ مخونو کې خپور کړی دی.[۲۴] د دغه کتاب بله تصحیح د علي محدث په زیار په ۱۳۵۹ ل کال کې په تهران کې شوې ده؛[۲۵]
  2. «شرح قصیدة دعبل التائیة» تألیف د محمد بن محمد بن فسوي (د علامه مجلسي زوم): دا کتاب د بیروت اَلبلاغ موسسې په ۱۴۳۶ ق کال کې په ۴۸۷مخونو کې خپور کړی دی؛[۲۶]
  3. «شرح قصیدة دعبل» لیک د سید نعمت الله جزایري.[۲۷]

د قصیدې متن او ترجمه

د کشف الغمه کتاب په اساس د تائیه قصیدې متن په دې ډول دی:

تائیه قصیده

  • د قصېدې متن
  • د شعر ترجمه [۲۸]
  • تَجَاوَبْنَ بِالْأَرْنَانِ وَ الزَّفَرَاتِ
  • نَوَائِحُ عُجْمُ اللَّفْظِ وَ النَّطَقَاتِ
ویرجنو مارغانو چې خبرې یې د پوهې وړ نه دي، د یو بل ځواب ووایه او په سوزناکو چغو او دردناکو سورو سره یې، خپل غږونه پورته کړل

يُخَبِّرْنَ بِالْأَنْفَاسِ عَنْ سِرِّ أَنْفُسٍ *** أُسَارَى هَوًى مَاضٍ وَ آخَرُ آتٍ

له داسې غمه چې په زړونو کې پټ دی ډکو پرسوزو نفسونو ته خبر ورکوي چې هغوي د مینې د کوڅې بندیان دي. ځینې تلونکي او ځینې راتلونکي دي.(یعنې پرله پسې اوښکې تویوي)

فَأَسْعَدْنَ أَوْ أَسْعَفْنَ حَتَّى تَقَوَّضَتْ *** صُفُوفُ الدُّجَى بِالْفَجْرِ مُنْهَزِمَاتٌ

نوحه ګر مارغان کله لوړ او کله ټیټ الوت کوي چې تر هغه وخته چې د تورې شپې کرښې د لمر په راختلو سره تیتې شي.

عَلَى الْعَرَصَاتِ الْخَالِيَاتِ مِنَ الْمَهَا *** سَلَامُ شَجٍ صُبَّ عَلَى الْعَرَصَاتِ

له معشوقانو په هغو خالي ځایونو دې چې په خوا هلته وو، سلام وي؛ غمجن سلام دې وي پر هغه له معشوقانو په خالي ځایونو.

فَعَهْدِي بِهَا خُضْرَ الْمَعَاهِدِ مَأْلَفاً *** مِنَ الْعَطِرَاتِ الْبِيْضِ وَ الْخَفَرَاتِ

هغه شنه او ښیرازه ځایونه مې یاد دي؛ ځکه چې هغه ځای د خوشبودارو، سپین مخو او حیادارو معشوقانو په وجه د مینې کور و.

لَيَالِيَ يَعْدِينَ الْوِصَالَ عَلَى الْقِلَى *** وَ يُعْدِي تَدَانِينَا عَلَى الْغَرَبَاتِ

هغه شپې مې یادې دي چې پکې معشوقانو د دښمنۍ او هجران په ځای د محبوب وصال او د لرې توب او بېلتانه په ځای د محبوب نزدیکت خوښاوه.

وَ إِذْ هُنَّ يَلْحَظْنَ الْعُيُونَ سَوَافِرَا *** وَ يَسْتُرْنَ بِالْأَيْدِي عَلَى الْوَجَنَاتِ

او کله دوي سترګو ته ښکاره کیږي او کله خپل مخونه په لاسونو پټوي

وَ إِذْ كُلَّ يَوْمٍ لِي بِلَحْظِيَ نَشْوَةٌ *** يَبِيتُ بِهَا قَلْبِي عَلَى نَشَوَاتٍ

په هغه زمانه کې چې هره ورځ د دلبرو د جمال نندارې مستولم او ډېرې داسې شپې مې چې زړه مې په خوشالیو کې ډوب و.

فَكَمْ حَسَرَاتٍ هَاجَهَا بِمُحَسِّرٍ *** وُقُوفِيَ يَوْمَ الْجَمْعِ مِنْ عَرَفَاتٍ

نو په هغه ورځ چې ټول په عرفا کې راغونډ وو په محسر وادۍ کې زما ودرېدو څومره ارمانونه او غمونه راوپنځول.(ځکه چې معشوقان هلته نه وینم)

أَ لَمْ تَرَ لِلْأَيَّامِ مَا جَرَّ جَوْرُهَا *** عَلَى النَّاسِ مِنْ نَقْصٍ وَ طُولِ شَتَاتٍ

ودې نه لیدل چې زمانې په خلکو څه ظلمونه وکړل؟ چې پرله پسې یې کم کړل او تیتوالی یې اوږد کړ؟

وَ مِنْ دُوَلِ الْمُسْتَهْزِءِينَ وَ مَنْ غَدَا *** بِهِمْ طَالِباً لِلنُّورِ فِي الظُّلُمَاتِ‏

ودې نه لیدل چې زمانې څه لوبې وکړې چې د ظالمو خلیفه ګانو دولت په دین پورې مسخرې وکړې؟ او د هغه جماعت ګمراهي چې د ناحق خلیفه د پېروۍ په سبب یې د ضلالت په تیارو کې د هدایت رڼا وغوښتله.

فَكَيْفَ وَ مِنْ أَنَّى بِطَالِبِ زُلْفَةٍ *** إِلَى اللَّهِ بَعْدَ الصَّوْمِ وَ الصَّلَوَاتِ‏

نو له لمانځه او روژې وروسته، څنګه او له کوم ځایه له خدای سره د قرب او نزدېکت غوښتنه کولی شو؟

سِوَى حُبِّ أَبْنَاءِ النَّبِيِّ وَ رَهْطِهِ *** وَ بُغْضِ بَنِي الزَّرْقَاءِ وَ الْعَبَلَاتِ

بې د پېغمبر د اولاد او د هغه د ډلې په دوستۍ، او له شین سترګو او عبلات ته له منسوبو (بنی امیه و) په دښمنۍ سره؟

وَ هِنْدٍ وَ مَا أَدَّتْ سُمَيَّةُ وَ ابْنُهَا *** أُولُو الْكُفْرِ فِي الْإِسْلَامِ وَ الْفَجَرَاتِ‏

او صرف په دې چې له هندې (د معاویه له مور) سره دښمني وکړو او له هغه څه سره چې سمیه او زوي یې (زیاد) چې د اسلام په زمانه کې کافر او فاجر وو، وکړل.

هُمُ نَقَضُوا عَهْدَ الْكِتَابِ وَ فَرْضَهُ *** وَ مُحْكَمَهُ بِالزُّورِ وَ الشُّبُهَاتِ‏

هغوي هغه کسان دي چې واجب تړون یې چې په قرآن او د قرآن په محکمو ایتونو کې راغلی و، د دروغو په ویلو او د شبهانو په بیانولو سره مات کړ.

وَ لَمْ تَكُ إِلَّا مِحْنَةً كَشَفَتْهُمُ ***‌ بِدَعْوَى ضَلَالٍ مِنْ هَنٍ وَ هَنَاتٍ

او د هغوي کار بې له الهي امتحانه بل څه نه وو چې هغوي یې د یو بدکرداره ډلې چې ډېر بد خصلتونه یې لرل د ګمراهۍ د بلنې د منلو په وجه رسوا کړل.

تُرَاثٌ بِلَا قُرْبَى وَ مُلْكٌ بِلَا هُدًى *** وَ حُكْمٌ بِلَا شُورَى بِغَيْرِ هُدَاتٍ‏

د هغوي خلافت داسې میراث دی چې له پېغمبر سره له خپلوۍ پرته یې په وراثت کې یووړ. او داسې بې هدایته پاچاهي او بې مشورته حکم دی چې د دین لارښوونکي نه دی ویلی.

رَزَايَا أَرَتْنَا خُضْرَةَ الْأُفْقِ حُمْرَةً *** وَ رَدَّتْ أُجَاجاً طَعْمَ كُلِّ فُرَاتٍ

دا هغه مصیبت دی چې زمونږ په نظر، د اسمان د افق شینوالی سور او زمونږ په خوله کې یې د خوږو اوبو مزه راترخه کړه.

وَ مَا سَهَّلَتْ تِلْكَ الْمَذَاهِبُ فِيهِمْ *** عَلَى النَّاسِ إِلَّا بَيْعَةَ الْفَلَتَاتِ

او دا مذهب چې د هغوي په مینځ کې دی په خلکو اسان او سهل نه شو، مګر په هغه بیعت سره چې بې ځنډه ترسره شو.

وَ مَا قِيلَ أَصْحَابُ السَّقِيفَةِ جَهْرَةً *** بِدَعْوَى تُرَاثٍ فِي الضَّلَالِ بَنَاتٍ

په لوړ غږ د اهل سقیفه بنی ساعده خبرو چې د ګمراهۍ په وجه یې د پېغمبر د میراث ادعا کوله، فایده نه لرله.

وَ لَوْ قَلَّدُوا الْمُوصَى إِلَيْهِ أُمُورَهَا *** لَزُمَّتْ بِمَأْمُونٍ عَلَى الْعَثَرَاتِ‏

او که د خلافت چارې یې هغه کس ته ورکړې وې چې پېغمبر ورته وصیت کړی و، نو له دې به چې له هغه خطا یا تېروتنه وشي، خوندي وو.

أَخِي خَاتَمِ الرُّسْلِ الْمُصَفَّى مِنَ الْقَذَى *** وَ مُفْتَرَسِ الْأَبْطَالِ فِي الْغَمَرَاتِ‏

هغه د اخري پېغمبر ورور و چې له ناپاکیو لرې او د جنګ په ډګر کې د پهلوانانو سردار و.

فَإِنْ جَحَدُوا كَانَ الْغَدِيرُ شَهِيدَهُ *** وَ بَدْرٌ وَ أُحْدٌ شَامِخُ الْهَضَبَاتِ

که هغوي د هغه د خلافت او مېړانې منکر دي، نو غدیر او بدر او احد چې دوه لوړ غرونه لري، د هغه ګواه دي.

وَ آيٌ مِنَ الْقُرْآنِ تُتْلَى بِفَضْلِهِ *** وَ إِيثَارِهِ بِالْقُوتِ فِي اللَّزَبَاتِ

او د قرآن ایتونه چې خلک یې لولي او په سختیو او کړاوونو کې له مسکینانو د هغه دستګیري چې د هغه په فضلیت دلالت لري.

وَ عِزُّ خِلَالٍ أَدْرَكَتْهُ بِسَبْقِهَا *** مَنَاقِبُ كَانَتْ فِيهِ مُؤْتَنِفَاتٌ

هغه سترتوب چې هغه حضرت پر نورو په مخکې کېدو سره، د څو ښکلو صفاتو په وجه لاسته راوړی و ، دومره و چې له ده مخکې هیچا لاسته نه و راوړی.

مَنَاقِبُ لَمْ تُدْرَكْ بِخَيْرٍ وَ لَمْ تُنَلْ *** بِشَيْ‏ءٍ سِوَى حَدِّ الْقَنَا الذَّرَبَاتِ

داسې مناقب چې په هیڅ مال او بل شي سره ورته نه شي رسېدی مګر د خداي په لاره کې د تېرې نېزې په وجه.

نَجِيٌّ لِجِبْرِيلَ الْأَمِينِ وَ أَنْتُمُ *** عُكُوفٌ عَلَى الْعُزَّى مَعاً وَ مَنَاتِ‏

کله چې تاسو په عُزّیٰ او مَنات معتکف او مقیم وئ، هغه د جبراییل امین رازداری و.

بَكَيْتُ لِرَسْمِ الدَّارِ مِنْ عَرَفَاتٍ *** وَ أَجْرَيْتُ دَمْعَ الْعَيْنِ بِالْعَبَرَاتِ‏

په عرفات کې مې د آل پېغمبر د وران شوي کور لپاره وژړل او د سترګو اوبه مې روانې شوې.

وَ بَانَ عُرَا صَبْرِي وَ هَاجَتْ صَابَتِي*** رُسُومُ دِيَارِ قَدْ عَفَتْ وَعَرَاتٍ

صبر مې تمام شو او د هغو کورونو په وجه چې نښې یې ورکې شوې او په دښتې بدل شوي وو زما اشتیاق په هیجان کې راغی.

مَدَارِسُ آيَاتٍ خَلَتْ مِنْ تِلَاوَةٍ *** وَ مَنْزِلُ وَحْيٍ مُقْفِرُ الْعَرَصَاتِ‏

هغه کورونه چې د الهي ایتونو د نازلېدو او یادولو ځای و، اوس له تلاوته خالي شوی دی.

لِآلِ رَسُولِ اللَّهِ بِالْخَيْفِ مِنْ مِنًى *** وَ بِالْبَيْتِ وَ التَّعْرِيفِ وَ الْجَمَرَاتِ‏

د منا په خیف، کعبې کوټې، عرفات او جمرات کې کورونه د آل رسول الله لپاره دي.

دِيَارٌ لِعَبْدِ اللَّهِ بِالْخَيْفِ مِنْ مِنًى *** وَ لِلسَّيِّدِ الدَّاعِي إِلَى الصَّلَوَاتِ‏

هغه کورونه د منی په خیف کې، د خدای د رسول د پلار عبدالله او د هغه سردار لپاره دي چې خلک لمانځه ته بلي.(یعنې رسول الله)

دِيَارُ عَلِيٍّ وَ الْحُسَيْنِ وَ جَعْفَرٍ *** وَ حَمْزَةَ وَ السَّجَّادِ ذِي الثَّفِنَاتِ‏

هغه د علي او حسین او جعفر (د امام علي ورور) او حمزه او سجاد وطن دی چې د زیاتو سجدو په وجه یې په تندي نښې دي.

دِيَارٌ لِعَبْدِ اللَّهِ وَ الْفَضْلِ صِنْوِهِ *** نَجِيِّ رَسُولِ اللَّهِ فِي الْخَلَوَاتِ

هغه د عبدالله بن عباس او فضل ( د هغه ورور) وطن دی چې په خلوت کې د رسول الله همرازه وو.

وَ سِبْطَيْ رَسُولَ اللَّهِ وَ ابْنَيْ وَصِيِّهِ *** وَ وَارِثِ عِلْمِ اللَّهِ وَ الْحَسَنَاتِ‏

او د خدای د رسول د دوو لمسیو او او د هغه د وصي او د خدای د علم د وارث او د ټولو الهي ښېګڼو د لرونکو د دوو زامنو کور دی.

مَنَازِلُ وَحْيِ اللَّهِ يَنْزِلُ بَيْنَهَا *** عَلَى أَحْمَدَ الْمَذْكُورِ فِي السُّوَرَاتِ‏

د خدای د وحي منزلونه دي چې د دوي په مینځ کې قرآن په احمد چې نوم یې په لمانځه کې ذکر کیږي، نازل شو.

مَنَازِلُ قَوْمٍ يُهْتَدَى بِهُدَاهُمُ *** وَ تُؤْمِنُ مِنْهُمْ زَلَّةَ الْعَثَرَاتِ‏

د هغه ډلې منزلونه دي چې خلک یې په لارښوونو هدایت کیږي او د هغوي په وجه له ګناهونو خوندي کیږي.

مَنَازُلَ كَانَتْ لِلصَّلَاةِ وَ لِلتُّقَى *** وَ لِلصَّوْمِ وَ التَّطْهِيرِ وَ الْحَسَنَاتِ‏

منزلونه دي د لمانځه، تقوا، روژې، پاکۍ او ټولو حسناتو لپاره.

مَنَازِلُ لَا تَيْمٌ يَحُلُّ بِرَبْعِهَا *** وَ لَا ابْنُ صَهَّاكٍ فَاتِكِ الْحُرُمَاتِ

هغه کورونه د ابوبکر لپاره چې د تیم له قبیلې و، او د صهاک د زوي او د حرمتونو د ماتوونکي عمر لپاره نه وو.

دِيَارٌ عَفَاهَا جَوْرُ كُلِّ مُنَابِذٍ *** وَ لَمْ تَعْفُ لِلْأَيَّامِ وَ السَّنَوَاتِ‏

هغه کورونه چې د دښمنانو ظلم یې نښې له مینځه وړي؛ خو په رښتیا چې د ډېرو ورځو او اوږدو کلونو په تېرېدو سره هیڅکله نه دي ختمې شوې.

قِفَا نَسْأَلُ الدَّارَ الَّتِي خَفَّ أَهْلُهَا *** مَتَى عَهْدُهَا بِالصَّوْمِ وَ الصَّلَوَاتِ

ودریږئ چې پوښتنه وکړو، د هغو کورونو چې اهل یې سپک او کم شوي او موده کیږي چې د لمونځ او روژې درک پکې نه لګیږي.

وَ أَيْنَ الْأُولَى شَطَّتْ بِهِمْ غُرْبَةُ النَّوَى *** أَفَانِينُ فِي الْأَطْرَافِ مُفْتَرِقَاتٍ

هغه عزیزان چې لرې والی او غربت، هغوي د ونو د څانګو په شان خواوشا خپاره کړي، چرته دي؟

هُمُ أَهْلُ مِيرَاثِ النَّبِيِّ إِذَا اعْتَرَوْا *** وَ هُمْ خَيْرٌ سَادَاتٍ وَ خَيْرُ حُمَاةٍ

هغه وخت چې هغوي وغواړي خپل نسبت بیان کړي، هغوي د پېغمبر(ص) د میراث اهل دي او دوي تر ټولو ښه سادات او ډېر ښه ملاتړ کوونکي دي.

إِذَا لَمْ نُنَاجِ اللَّهَ فِي صَلَوَاتِنَا *** بِأَسْمَائِهِمْ لَمْ يَقْبَلِ الصَّلَوَاتِ‏

هر کله چې په خپلو لمونځونو کې، خدای سره د هغوي په نامو راز ونه کړو، خدای زمونږ لمونځونه نه قبلوي.

مَطَاعِيمُ فِي الْأَقْطَارِ فِي كُلِّ مَشْهَدٍ *** لَقَدْ شُرِّفُوا بِالْفَضْلِ وَ الْبَرَكَاتِ

هغوي د نړۍ په ټولو برخو کې او ټولو ډګرونو کې، اطعام کوونکي دي. په رښتیا چې هغوي په خپلو فضیلتونو او برکتونو سره په نورو مشرف دي.

وَ مَا النَّاسُ إِلَّا غَاصِبٌ وَ مُكَذِّبٌ *** وَ مُضْطَغِنٌ ذُو إِحْنَةٍ وَ تِرَاتٍ

د اهل بیتو د حق منکران، غاصب او دروغجن، کینه کښ او غوصه ناک دی.

إِذَا ذَكَرُوا قَتْلَى بِبَدْرٍ وَ خَيْبَرٍ *** وَ يَوْمِ حُنَيْنٍ أَسْبَلُوا الْعَبَرَاتِ

کله هم چې د بدر او حنین او خیبر وژل شوی کسان چې د پېغمبر او امام علي په لاس ووژل شو، یاد کړي، اوښکې تویوي.

فَكَيْفَ يُحِبُّونَ النَّبِيَّ وَ رَهْطَهُ *** وَ هُمْ تَرَكُوا أَحْشَاءَنَا وَغِرَاتٍ

نو هغوي څنګه کولی شي له پېغمبر او د هغه خپلوانو سره مینه وکړي، په داسې حال کې چې زړونه یې له پېغمبر سره له کینې ډک شوې دي.

لَقَدْ لَايَنُوهُ فِي الْمَقَالِ وَ أَضْمَرُوا *** قُلُوباً عَلَى الْأَحْقَادِ مُنْطَوِيَاتٍ‏

په رښتا چې هغوي، په وینا کې له هغه سره نرمي کوي؛ خو په زړونو کې یې چې له کینو ډک شوي دښمني پټوي.

فَإِنْ لَمْ تَكُنْ إِلَّا بِقُرْبَى مُحَمَّدِ‏ *** فَهَاشِمُ أَوْلَى مِنْ هَنٍ وَ هَنَاتٍ

نو که سترتوب او خلافت، له محمد (ص) سره له قرابته پرته په بل څه نه وي، نو بني هشام له «هن» و «هنات» [د بني تمیم، بني ساعده او بني امیه څخه کنایه] څخه اولی او مخکې دي.

سَقَى اللَّهُ قَبْراً بِالْمَدِينَةِ غَيْثَهُ *** فَقَدْ حَلَّ فِيهِ الْأَمْنُ بِالْبَرَكَاتِ‏

خدای دې په مدینه کې د پېغمبر قبر د خپل رحمت په باران خړوب کړي چې امنیت او ډول ډول برکتونه هلته پراته دي.

نَبِيُّ الْهُدَى صَلَّى عَلَيْهِ مَلِيكُهُ‏ *** وَ بَلَّغَ عَنَّا رُوحَهُ التُّحَفَاتِ

د دغه خوندیتوب سبب، د هدایت پېغمبر دی چې خدای دې پرې درود ولیږي او زمونږ له لوري دي د هغه سپېڅلې اروا ته ډالۍ ورورسوي.

وَ صَلَّى عَلَيْهِ اللَّهُ مَا ذَرَّ شَارِقٌ *** وَ لَاحَتْ نُجُومُ اللَّيْلِ مُسْتَدِرَاتٌ

او خدای دې په هغه دردود ولیږي، تر هغه وخت چې لمر راخیږي او د شپې ستوري راښکاره کیږي.

أَ فَاطِمُ لَوْ خِلْتِ الْحُسَيْنَ مُجَدَّلًا *** وَ قَدْ مَاتَ عَطْشَاناً بِشَطِّ فُرَاتٍ‏

ای فاطمې! که حسین(ع) دې لیدلی وی چې د کربلا په کلکه ځمکه پرېوتی، او د فرات سیند په غاړه تږی وژل شوی،

إِذاً لَلَطَمْتِ الْخَدَّ فَاطِمُ عِنْدَهُ *** وَ أَجْرَيْتِ دَمْعَ الْعَيْنِ فِي الْوَجَنَاتِ‏

نو دغه وخت به دې د هغه په نزد خپل مخ وهلی و او اوښکې به دې په مخ روانې شوې وې.

أَ فَاطِمُ قُومِي يَا ابْنَةَ الْخَيْرِ فَانْدُبِي ***‌ نُجُومُ سَمَاوَاتٍ بِأَرْضِ فَلَاةٍ

ای فاطمې، پاڅه، ای د خدای تر ټولو د ښه مخلوق لورې او د اسمان په ستورو چې اوس د کربلا په ځمکه په خاورو پراته دي ژړا وکړه.

قُبُورٌ بِكُوفَانَ وَ أُخْرَى بِطَيْبَةَ *** وَ أُخْرَى بِفَخٍّ نَالَهَا صَلَوَاتِ

په کوفې کې ځینې قبرونه، په مدینې او د فخ په ځمکه کې ځینې قبرونه دي چې زما سلام دې وي پر هغو.

وَ أُخْرَى بِأَرْضِ الْجَوْزَجَانِ مَحَلُّهَا *** وَ قَبْرٌ بِبَاخَمْرَى لَدَى الْغُرُبَاتِ

او د جوزجان (په خراسان یا کوفه کې یو ځای) په ځمکه کې نور قبرونه، او د غریبانو او په باخمري کې د لرې پاتې کسانو په نزد نور قبرونه

وَ قَبْرٌ بِبَغْدَادٍ لِنَفْسٍ زَكِيَّةٍ *** تَضَمَّنَهَا الرَّحْمَنُ فِي الْغُرُفَاتِ

او په بغداد کې یو بل قبر د یو پاکیزه نفس (نفس زکیه) دی چې حضرت حق هغه ته د جنت په کوټو کې ځای ورکړی دی.

وَ قَبْرٌ بِطُوسٍ يَا لَهَا مِنْ مُصِيبَةٍ *** أَلَحَّتْ عَلَى الْأَحْشَاءِ بِالزَّفَرَاتِ‏

او یو بل قبر په طوس ځمکه کې او څومره لوی مصیبت به وي چې د ارمان اور په زړه کې بلوي.

إِلَى الْحَشْرِ حَتَّى يَبْعَثَ اللَّهُ قَائِماً *** يُفَرِّجُ عَنَّا الْغَمَّ وَ الْكُرُبَاتِ‏

دا اور په زړونو کې دی تر هغه وخت چې خدای قائم (عج) راپاڅوي چې هغه مصیبت او غم له مونږ لرې کړي.

عَلِيُّ بْنُ مُوسَى أَرْشَدَ اللَّهُ أَمْرَهُ*** وَ صَلَّى عَلَيْهِ أَفْضَلَ الصَّلَوَاتِ‏

د هغه قبر څښتن علی بن موسی دی چې خدای یې د دنیا او اخرت چارې سمې کړي او ډېر ښه سلامونه پرې ولیږي

فَأَمَّا الْمُمِضَّاتُ الَّتِي لَسْتُ بَالِغاً *** مَبَالِغَهَا مِنِّي بِكُنْهِ صِفَاتِ

خو هغه مصیبتونه چې زما زړه یې سوزولی او دردمن کړی او هر څه هڅه چې وکړم، نه شم کولی هغه هغه شان چې دی بیان کړم.

قُبُورٌ بِبَطْنِ النَّهَرِ مِنْ جَنْبِ كَرْبَلَاءَ *** مُعَرَّسُهُمْ مِنْهَا بِشَطِّ فُرَاتِ

ځینې قبرونه کربلا ته نزدې د یو نهر په څنګ کې دي چې هغوي هلته د فرات سیند په څنګ کې راکوز شول.

تَوَفَّوْا عِطَاشاً بِالْفُرَاتِ فَلَيْتَنِي *** تُوُفِّيتُ فِيهِمْ قَبْلَ حِينَ وَفَاتِي‏

هغوي د فرات په څنګ کې تږي مړه شول. نو ای کاش چې زه هم له خپل وفاته مخکې هلته وم او په هغوی کې مې سا ووځي.

إِلَى اللَّهِ أَشْكُو لَوْعَةً عِنْدَ ذِكْرِهِمْ‏ *** سَقَتْنِي بِكَأْسِ الذُّلِّ وَ الْقَصَعَاتِ

د زړه له سوزه چې کله د هغوي د یادولو په وخت ماته رسیږي، خدای ته شکایت وړم او هغه مصیبت خوارۍ او رسوایۍ یو جام ماته راکوي.

أَخَافُ بِأَنْ أَزْدَادَهُمْ فَتَشُوقَنِي***مَصَارُعُهِمْ بِالْجَزْعِ وَ النَّخَلَاتِ

ویرېږم چې د هغوي حالات زیات یاد کړم او د هغوي مقتل د ژوند د ختمولو شوق ته ورسوي.

تَقَسَّمَهُمْ رَيْبُ الْمَنُونِ فَمَا تَرَى *** لَهُمْ عَقْرَةً مَغْشِيَّةَ الْحَجَرَاتِ

د ژوند پېښو هغوي خواره واره کړي او نور د هغوي لپاره داسې کور چې کوټې یې پټې او امن وي، نه وینې.

خَلَا أَنَّ مِنْهُمْ بِالْمَدِينَةِ عُصْبَةُ *** مَدِينِينَ أَنْضَاءً مِنَ اللَّزَبَاتِ

مګر په هغوی کې ځینې کسان چې د زمانې په ډېرو سختیو او چلولونو کې هماغه راز په مدینه کې باقي پاتې شوې دي.

قَلِيلَةُ زُوَّارً سِوَى أَنَّ زُوَّراً *** مِنَ الضَّبْعِ وَ الْعِقْبَانِ وَ الرَّخَمَاتِ

بې له صحرایي سپو، بازونو او مردار خورو، هغوي ډېر کم زایران لري.

لَهُمْ كُلَّ يَوْمٍ تُرْبَةٌ بِمَضَاجِعٍ *** ثَوَتْ فِي نَوَاحِي الْأَرْضِ مُفْتَرِقَاتٍ‏

هره ورځ،له دوي یو شهید، په یو ټاټوبي کې خاورو ته سپارل کیږي او د اهل بیتو د شهیدانو شمېر زیاتیږي.

تَنَكَّبَ لَأْوَاءُ السِّنِينَ جَوَارُهُمْ *** وَ لَا تَصْطَلِيهِمْ جَمْرَةَ الْجَمَرَاتِ

کلونه کیږي چې بلاګانې د هغو قبرونو خاوندانو ته نه نزدې کیږي او د دوزخ تودوښه هغوي ته نه رسیږي.

وَ قَدْ كَانَ مِنْهُمْ بِالْحِجَازِ وَ أَرْضِهَا *** مَغَاوِيرُ نَحَّارُونَ فِي الْأَزَمَاتِ

د اهل بیتو یوه ډله په حجاز او د حجاز په خواوشا کې وه چې دښمنان یې ډېر لوټل او د قطحۍ په کلونو کې یې ډېر اوښان حلالول.

حِمًى لَمْ تَزُرْهُ الْمُذْبِنَاتُ وَ أَوْجُهٌ‏ *** تُضِي‏ءُ لَدَى الْأَسْتَارِ وَ الظُّلُمَاتِ

داسې ځایونه چې ګناهکاران د هغوي زیارت نه کوي او داسې مخونه چې له پردو او تیارو شاته ځلیږي.

إِذَا وَرَدُوا خَيْلًا بِسُمْرٍ مِنَ الْقَنَا*** مَسَاعِيرَ حَرْبٍ أَقْحَمُوا الْغَمَرَاتِ

هر کله چې په نیزې سره په یو لښکر حمله کوي، بې واره په سختیو کې داخلیږي.

فَإِنْ فَخَرُوا يَوْماً أَتَوْا بِمُحَمَّدٍ *** وَ جِبْرِيلَ وَ الْفُرْقَانِ وَ السُّوَرَاتِ

که هغوي یوه ورځ فخر وکړی، محمد(ص) او جبراییل او قرآن او سورې راوړي چې په هغوي ویاړ وکړی.

وَ عَدُّوا عَلِيّاً ذَا الْمَنَاقِبِ وَ الْعُلَى *** وَ فَاطِمَةَ الزَّهْرَاءِ خَيْرَ بَنَاتِ‏

او د ویاړ په ورځ، علي(ع) د ډېر منقبت او سترتوب خاوند او فاطمه زهرا (س) د نړۍ تر ټولو ښه ښځه ګڼي.

وَ حَمْزَةَ وَ الْعَبَّاسَ ذَا الْهَدْي وَ التُّقَى *** وَ جَعْفَرَهَا الطَّيَّارَ فِي الْحُجُبَاتِ

او په حمزه او عباس چې د هدایت او تقوا څښتن و او جعفر طیار چې د جنت په کوټو کې دي، فخر کوي،

أُولَئِكَ لَا مَنْتُوجُ هِنْدٍ وَ حِزْبُهَا *** سُمَيَّةَ مِنْ نُوْكَى وَ مِنْ قَذَرَاتِ

دا کسان له ځیګرخورې هندې او حرب بن امیه څخه چې د احمقانو هم نومې او له پلیتیو دي، نه دي.

سَتُسْأَلُ تَيْمٌ عَنْهُمُ وَ عَدِيُّهَا *** وَ بَيْعَتُهُمْ مِنْ أَفْجَرِ الْفَجَرَاتِ‏

له تَیْم [یعنی ابوبکر] او عَدیّ [یعنی عمر]، څخه به ډېر زر پوښتنه وشي او د هغوي (تیم و عدي) بیعت تر ټولو بدو ګناهانو دی.

هُمُ مَنَعُوا الْآبَاءَ عَنْ أَخْذِ حَقِّهِمْ‏ *** وَ هُمْ تَرَكُوا الْأَبْنَاءَ رَهْنَ شَتَاتِ‏

هغوي پلرونه، دهغوي له خپل حقه منع کړل او زامن یې د نړۍ په خواوشا کې خپاره کړل.

وَ هُمْ عَدَلُوهَا عَنْ وَصِيِّ مُحَمَّدٍ *** فَبَيْعَتُهُمْ جَاءَتْ عَلَى الْغَدَرَاتِ

او هغوي خلافت د محمد(ص) له وصي او جانشینه منحرف کړ او بیعت یې د فریب او دوکې له لارې وشو.

وَلِيُّهُمُ صِنْوُ النَّبِيِّ مُحَمَّدٍ‏ *** أَبُو الْحَسَنِ الْفَرَّاجُ لْلَغَمَرَاتِ‏

د دوي والي او امام یعنې د پېغمبر(ص) ورور او ابوالحسن (علی بن ابیطالب) د پېغمبر له زړونو د غمونو پاکوونکی و.

مَلَامِكُ فِي آلِ النَّبِيِّ فَإِنَّهُمْ *** أَحِبَّايَ مَا دَامُوا وَ أَهْلُ ثِقَاتِي‏

د پېغمبر له آل سره په مینه کې ملامتول پرېږده؛ ځکه چې تر څو هغوي وی، هغوي زما دوستان او زما د باور وړ دي.

تَحَيَّزْتُهُم رُشْداً لِنَفْسِي وَ إِنَّهُمْ *** عَلَى كُلِّ حَالٍ خِيرَةُ الْخَيَرَاتِ‏

ما هغه د خپلې ودې او پرمختګ لپاره اختیار کړل؛ ځکه چې دوي په هر حال کې تر ټولو ښه دي.

نَبَذْتُ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ صَادِقاً *** وَ سَلَّمْتُ نَفْسِي طَائِعاً لِوُلَاتِي‏

خپله مینه مې د صدق له مخې د هغوي لور ته وغورځوله او خپل ځان مې په مینې او ګروهنې سره امامانو ته وسپاره.

فَيَا رَبِّ زِدْنِي فِي هَوَايَ بَصِيرَةً *** وَ زِدْ حُبَّهُمْ يَا رَبِّ فِي حَسَنَاتِي‏

نو ای پالونکیه، د هغوي په دوستۍ کې زما بصیرت او بینایي زیاته کړه او د دغه مینې ثواب زما په نیکیو کې ورزیات کړ.

سَأَبْكِيهم مَا حَجَّ لِلَّهِ رَاكِبٌ‏ *** وَ مَا نَاحَ قُمْرِيٌّ عَلَى الشَّجَرَاتِ‏

تر هغه وخت چې سپاره د خدای لپاره حج کوي او تر څو چې بلبلې په ونو سندرې وایي، زما له له سترګو د اوښکو باران بهیږي.

وَ إِنِّي لَمَوْلَاهُمْ وَ قَالَ عَدُوُّهُمْ *** وَ إِنِّي لَمَحْزُونٌ بِطُولِ حَيَاتِي

په رښتیا چې زه د هغوي دوست او د هغوي د دښمنانو دښمن یم او او د اوږد عمر په خاطر غمجن یم.[ځکه چې غواړم زر هغوي ته ورسم]

بِنَفْسِي أَنْتُمْ مِنْ كُهُولٍ وَ فِتْيَةٍ *** لِفَكِّ عَنَاةٍ أَوْ لِحَمْلِ دِيَاتِ‏

سر مې ستاسو له بوډاګانو او ځوانانو زار شه؛ ځکه چې له سرکښانو جدا یئ او دیې مو په خپله غاړه واخستې.

وَ لِلْخَيْلِ لَمَّا قَيَّدَ الْمَوْتُ خَطْوَهَا *** فَأَطْلَقْتُهُمْ مِنْهُنَّ بِالذَّرَبَاتِ

او د هغو سپرلو د ژغورلو په خاطر چې په لانجې کې ګېر شوي او مرګ هغوي رانیولی او تاسو ورته نجات ورکوئ.

أُحِبُّ قَصِيَّ الرَّحْمِ مِنْ أَجَلِ حُبِّكُمْ *** وَ أَهْجُرُ فِيكُمْ زَوْجَتِي وَ بَنَاتِي

زه له پردو خلکو سره په دې وجه چې له تاسو سره مینه لري، مینه کوم او له خپلو مېرمنو او لوڼو (که ستاسو دښمن وي) ځان لرې کړم.

وَ أَكْتُمُ حُبَّيْكُم مَخَافَةَ كَاشِحٍ *** عَنِيدٍ لِأَهْلِ الْحَقِّ غَيْرِ مُوَاتٍ

او له تاسو سره مینه کول، د اهل حق د دښمن له وېرې، د تقیې لپاره پټوم.

فَيَا عَيْنُ بَكِّيهِمْ وَ جُودِي بِعَبْرَةٍ *** فَقَدْ آنَ لِلتِّسْكَابِ وَ الْهَمَلَاتِ

نو ای سترګو، د هغوي لپاره ژړا او سخا وکړه! نو په رښتیا چې اوس د اوبو د راښکلو او له سترګو یې د بهیولو وخت دی.

لَقَدْ خِفْتُ فِي الدُّنْيَا وَ أَيَّامِ سَعْيِهَا *** وَ إِنِّي لَأَرْجُو الْأَمْنَ عِنْدَ وَفَاتِي

نو په رښتیا چې په دنیا کې او د هغې په سختو ورځو کې له دښمنانو وېرېږم او هیله من یم چې زما له وفاته وروسته، په امنیت کې پاتې شم.

أَ لَمْ تَرَ أَنِّي مُذْ ثَلَاثُونَ حِجَّةً ***‌ أَرُوحُ وَ أَغْدُوا دَائِمَ الْحَسَرَاتِ‏

ایا نه وینې چې دېرش کاله کیږي چې زه ورځ شپه کوم او شپه ورځ کوم او همېشه په ارمان یم؟

أَرَى فَيْئَهُمْ فِي غَيْرِهِمْ مُتَقَسِّماً *** وَ أَيْدِيَهِمُ مِنْ فَيْئِهِمْ صَفِرَاتِ

ځکه چې وینم غنیمت او د هغوي حق له هغوي پرته په نورو خلکو کې ویشل شوي او د هغوي لاسونه له غنیمت او خپل حقه لنډ دي.

وَ كَيْفَ أُدَاوِي مِنْ جَوًى بِيَ وَ الْجَوَى *** أُمَيَّةُ أَهْلُ الْكُفْرِ وَ اللَّعَنَاتِ

غم او خپګان چې ماته رسیدلی، څنګه یې علاج وکړم، په داسې حال کې چې دا غم له بني امیه و دی چې اهل کفر او اهل لعنت دي

وَ آلُ زِيَادٍ فِي الْحَرِيرِ مَصُونَةٌ‏ *** وَ آلُ رَسُولِ اللَّهِ مُنْهَتَكَاتٌ‏

آل زیاد د وریښمو په جامو کې خوندي دي او د خدای د رسول کورنۍ په ورستو جامو کې اوسیږي.

سَأَبْكِيهِمُ مَا ذَرَّ فِي الْأُفْقِ شَارِقاً *** وَ نَادَى مُنَادِي الْخَيْرِ بِالصَّلَوَاتِ‏

تر هغه وخت چې لمر په افق کې راوخیږي او تر هغه وخته چې موذن ډېر ښه عمل ته چې لمونځ دی، غږ کوي، زه د دوي په حال ژاړم.

وَ مَا طَلَعَتْ شَمْسٌ وَ حَانَ غُرُوبُهَا *** وَ بِاللَّيْلِ أَبْكِيهِمْ وَ بِالْغَدَوَاتِ

او تر هغه وخته چې لمر راخیږي او د لمرخاته وخت رارسیږي، د شپې په وخت او او د ورځې په وخت (یعنې په ټولو زمانو کې) په تاسو ژاړم.

دِيَارُ رَسُولِ اللَّهِ أَصْبَحْنَ بَلْقَعاً *** وَ آلُ زِيَادٍ تَسْكُنُ الْحُجُرَاتِ

د رسول الله په وطن کې څوک نه دي پاتې، په داسې حال کې چې ال زیاد په کوټو کې استوګن دي.

وَ آلُ رَسُولِ اللَّهِ تَدْمَى نُحُورُهُمْ *** وَ آلُ زِيَادٍ رَبَّةُ الْحَجَلَاتِ

د ال رسول الله مرۍ پرې او په وینو لړلې، په داسې حال کې چې ال زیاد د واده حجلې لري.

وَ آلُ رَسُولِ اللَّهِ تُسْبَى حَرِيمُهُمْ *** وَ آلُ زِيَادٍ آمَنُوا السَّرَبَاتِ

آل رسول الله یې اسیر کړی او د دوي د حرمت خیال یې نه دی ساتلی؛ په داسې حال کې چې ال زیاد په خپلو کورونو کې په ناز و نعمت کې بې فکره ناست دی.

وَ آلُ زِيَادٍ فِي الْقُصُورِ مَصُونَةٌ *** وَ آلُ رَسُولِ اللَّهِ فِي الْفَلَوَاتِ‏

آل رسول په خپلو ماڼيو کې خوندي او آل رسول الله په بیابانونو کې دي.

إِذَا وَتَرُوا مَدُّوا إِلَى وَاتِرِيهِم *** أَكُفّاً عَنِ الْأَوْتَارِ مُنْقَبِضَاتِ

که د خدای د رسول له کورنۍ څوک شهید شي، یوازې د قاتل لور ته خپل لاسونه اوږدوي او د خون بها د اخستلو توان نه لري.

فَلَوْ لَا الَّذِي أَرْجُوهُ فِي الْيَوْمِ أَوْ غَدٍ *** تَقَطَّعُ نَفْسِي إِثْرَهُمْ حَسَرَاتِ‏

که هغه چاته چې نن یا سبا به راځي هیله نه لرله، په بې شماره ارمانونو کې به مړ شوی وم.

خُرُوجُ إِمَامٍ لَا مَحَالَةَ خَارِجٌ *** يَقُومُ عَلَى اسْمِ اللَّهِ وَ الْبَرَكَاتِ‏

د امام مهدي ظهور به ضرور راځي او هغه به د خدای په نوم او برکتونو، پاڅون کوي.

يُمَيِّزُ فِينَا كُلَّ حَقٍّ وَ بَاطِلٍ *** وَ يَجْزِي عَلَى النَّعْمَاءِ وَ النَّقِمَاتِ

زمونږ په مینځ کې به هر حق او باطل جدا کړي او د نعمتونو او نقمتونو جزا به راکړي.

فَيَا نَفْسُ طِيبِي ثُمَّ يَا نَفْسُ فَأَبْشِرِي *** فَغَيْرُ بَعِيدٍ كُلُّ مَا هُوَ آتٍ‏

نو ای ځایه، خوشاله اوسه او تاته دې زیری وي چې هر هغه څه چې راځي به، لرې نه دي.

وَ لَا تَجْزَعِي مِنْ مُدَّةِ الْجَوْرِ إِنَّنِي *** أَرَى قُوَّتِي قَدْ آذَنَتْ بِثَبَاتِ‏

او د ظلم د کلونو له اوږدوالي فریاد مه کوه ځکه چې پوهیږم زمونږ طاقت به په پښو ودریږي.

فَإِنْ قَرَّبَ الرَّحْمَنُ مِنْ تِلْكَ مُدَّتِي *** وَ أَخَّرَ مِنْ عُمُرِي وَ وَقْتِ وَفَاتِي‏

که مهربان خدای زما عمر هغه حکومت ته نزدې کړي او په اجل کې مې ځنډ راولي،

شَفَيْتُ وَ لَمْ أَتْرُكْ لِنَفْسِي غُصَّةً *** وَ رَوَّيْتُ مِنْهُمْ مُنْصُلِي وَ قَنَاتِي

زما د زړه د تسلۍ سبب کیږي او زما لپاره هیڅ غم نه پاتې کیږي او خپله توره او نیزه به د دښمنانو په وینو خړوب کړم.

فَإِنِّي مِنَ الرَّحْمَنِ أَرْجُو بِحُبِّهِمْ *** حَيَاةً لَدَى الْفِرْدَوْسِ غَيْرَ تَبَاتِ‏

زه له بې منته بخښونکي هیله من یم چې د دوي په دوستۍ، په فردوس کې ماته ابدي ژوند راکړي.

عَسَى اللَّهُ أَنْ يَرْتَاحَ لِلْخَلْقِ إِنَّهُ‏ *** إِلَى كُلِّ قَوْمٍ دَائِمُ اللَّحَظَاتِ‏

ښایي چې پر خلایقو رحم وکړي؛ ځکه چې هغه همېشه په ټولو قامونو د لطف او مهربانۍ نظر لري.

فَإِنْ قُلْتُ عُرْفاً أَنْكَرُوهُ بِمُنْكَرٍ *** وَ غَطُّوا عَلَى التَّحْقِيقِ بِالشُّبُهَاتِ‏

که ښه خبره وکړم، په بدو خبرو سره یې انکار کوي او د حق تحقیق په شبهاتو سره پټوي.

تَقَاصَرَ نَفْسِي دَائِماً عَنْ جِدَالِهِمْ *** كَفَانِي مَا أَلْقَى مِنَ الْعَبَرَاتِ

زما نفس همېشه له هغوي په جدال او شخړه کې پاتې راځي او زما لپاره زما توي شوې اوښکې بس کیږي.

أُحَاوِلُ نَقْلَ الصُّمِّ عَنْ مُسْتَقَرِّهَا *** وَ أَسْمَاءِ أَحْجَارٍ مِنَ الصَّلَدَاتِ‏

[دا چې زه وغواړم په موعظې او دلیل سره په هغوي اثر وکړم داسې دي لکه چې] هڅه کوم کاڼی د هغه له محکم ځایه یوسم او په سختو کاڼو خپله خبره واوروم.

فَحَسْبِيَ مِنْهُمْ أَنْ أَبُوءَ بِغُصَّةٍ *** تَرَدَّدَ فِي صَدْرِي وَ فِي لَهَوَاتِي‏

نو بس دی ماته له هغوي هغه غم چې په مرۍ کې مې نښتی او نه یې تېرولی شم نه یې توکلی شم؛ داسې غم چې همېشه مې په سینه او مرۍ کې سرګردانه دی.

فَمِنْ عَارِفٍ لَمْ يَنْتَفِعُ وَ مُعَانِدٍ *** تَمِيلُ بِهِ الْأَهْوَاءُ لِلشَّهَوَاتِ‏

نو د عارف لپاره فایده نه لري او د دښمن لپاره چې د هغه هوس شهوتونو ته ګروهمنوي، ګټه نه لري.

كَأَنَّكَ بِالْأَضْلَاعِ قَدْ ضَاقَ ذَرْعُهَا *** لِمَا حَمَلَتْ مِنْ شِدَّةِ الزَّفَرَات‏

ته وا ستا د سینې هډونه تنګ شوې، د هغو سختیو په خاطر چې په ځان کې یې لري.

فوټ نوټ

  1. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۴.
  2. سبحانی، اضواء علی عقائد الشیعة، ۱۴۲۱ق، ص۵۲.
  3. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۰۱.
  4. وګورئ: اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۱۸-۳۲۷.
  5. چوبین، دعبل شاعر امام رضا(ع)، ۱۳۷۷ش، ص۲۲۸-۲۲۹.
  6. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۲۴۴.
  7. چوبین، دعبل شاعر امام رضا(ع)، ۱۳۷۷ش، ص۲۲۸-۲۲۹.
  8. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۵.
  9. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۱۲.
  10. حموی، معجم الادباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۲۸۵.
  11. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۱۸.
  12. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۳.
  13. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۹۷.
  14. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۹۷.
  15. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۹۷.
  16. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۳-۲۶۴.
  17. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۴.
  18. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۵-۲۶۶.
  19. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۴؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۴.
  20. شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۵۹.
  21. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۴.
  22. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۹۷.
  23. حمر، «مقدمه»، در شرح قصیدة دعبل التائیة، ۱۴۳۶ق، ص۸؛ لطف‌زاده، «مقدمه»، در کتاب شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل، ۱۳۹۴ش، ص۱۶-۱۸.
  24. مجلسی، شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل، تصحیح: محمد لطف‌زاده، ۱۳۹۴ش، شناسنامه کتاب.
  25. مجلسی، شرح تائیه دعبل خزاعی، تصحیح علی محدث، ۱۳۵۹ش، شناسنامه کتاب.
  26. فسوی، شرح قصیدة دعبل التائیة، ۱۴۳۶ق، شناسه کتاب.
  27. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۱۲.
  28. وګورئ: مجلسی، شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل، ۱۳۹۴ش، ص۹۹-۱۸۰؛ زواره‌ای، شرح و ترجمه کشف الغمة فی معرفة الأئمه، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۷۶-۸۶؛ حاجی‌مشهدی، قصیده تائیه دعبل خزاعی، ۱۳۶۳ش، ص۷-۵۲.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، الأغانی، بیروت، دار الحیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
  • امین، سید محسن، اَعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • اِربِلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • چوبین، حسین، دعبل شاعر امام رضا(ع)، دزفول، مرکز انتشارات علمی دانشگاه آزاد اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • حاجی مشهدی، عزیزالله، قصیده تائیه دعبل خزاعی، تهران، بعثت، ۱۳۶۳ش.
  • حموی، یاقوت، معجم الادباء ارشاد الاریب الی معرفة الادیب، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • حُمْر، عبدالله، «مقدمه»، در شرح قصیدة دعبل التائیة، تألیف محمد بن محمد فسوی، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۳۶ق.
  • زواره‌ای، علی بن حسین، شرح و ترجمه کشف الغمة فی معرفة الأئمه، تهران، اسلامیه، ۱۳۸۲ش.
  • سبحانی، جعفر، اضواء علی عقائد الشیعة الإمامیة و تاریخهم، قم، مشعر، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • فسوی، محمد بن محمد، شرح قصیدة دعبل التائیة، تحقیق عبدالله حُمْر، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۳۶ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُ الأنوارُ الجامِعَةُ لدُرَر اَخبارِ الأئمةِ الأطهار، بیروت، دار اِحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل، قم، دار المجتبی(ع)، ۱۳۹۴ش.
  • مجلسی، محمدتقی، شرح تائیه دعبل خزاعی، تصحیح علی محدث، تهران، بی‌نا، ۱۳۵۹ش.
  • مجلسی، محمدتقی، شرح و ترجمه قصیده تائیه دعبل، تصحیح: محمد لطف‌زاده، قم، دار المجتبی(ع)، ۱۳۹۴ش.

بهرنۍ لینکونه