د ریان بن شبیب حدیث

د wikishia لخوا

د رَیّان بن شَبیب حدیث، د محرم او پر امام حسین(ع) د ژړا او ماتم کولو په اړه له امام رضا(ع) څخه د ریان بن شبیب په وسیله نقل شوی حدیث دی.

په دې حدیث کې د محرم د لومړۍ ورځې عملونو، په دغه میاشته کې د امام حسین(ع) په شهیدولو سره د دغه میاشتې د حرمت ماتولو، د امام حسین لپاره ژړا او د هغه د زیارت سپارښتنې، د امام حسین په قاتلانو لعن کولو، او د اهل بیتو(ع) په خوشالۍ کې خوشالېدو او په غم کې یې غمجنېدو او د هغوي د ولایت منلو ته اشاره شوې ده.

د حدیث په یوه برخه کې، امام رضا(ع) ریان ته سپارښتنه کوي چې که غوښتل دې د یو څه لپاره وژاړې، د حسین بن علي(ع) لپاره وژاړه چې د پسه په شان یې حلال کړ. په دې حدیث کې د ګناهانو بخښل کېدل، په امام حسین د ژړا کولو او د هغه حضرت د زیارت د ثواب په توګه بیان شوې دي.

دا روایت په عیون اخبار الرضا(ع) او د شیخ صدوق په امالي کې راغلی او نورو کتابونو لکه الاقبال، وسایل الشیعه او بحار الانوار له دغو دوو کتابونو نقل کړی دی.

شیعه عالمانو لکه محمد تقي مجلسي، صاحب حدائق او سید محمد سعید حکیم او حسین وحید خراساني دغه روایت حسن یا صحیح ګڼلی دی.

په عاشورایي ادبیاتو کې د حدیث مقام

«يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ كُنْتَ بَاكِياً لِشَيْ‏ءٍ فَابْكِ لِلْحُسَيْنِ بْنِ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ فَإِنَّهُ ذُبِحَ كَمَا يُذْبَحُ الْكَبْشُ»

ای د شبیب زویه! که غواړې وژاړې، پر حسین بن علي(ع) وژاړه؛ په رښتیا چې هغه یې د پسه په شان حلال کړ.

د ریان بن شبیب حدیث د سوګواري په اړه له ډېرو مشهورو حدیثونو ګڼل شوی دی.[۱] دا حدیث د محرم میاشتې، د کربلا پیښې، او پر حسین بن علي د ژړا او ماتم کولو د ثواب په اړه دی. معمولا ویناوال او مداحان پر حسین(ع) د ژړا اهمیت ته د اشارې لپاره دغه حدیث یې ځینې برخې لولي. همداراز د دغه حدیث له ټوټو د محرم د عزادارۍ په اړه د کتیبو لیکنو او ټوکر لیکنو د محتوا لپاره استفاده کیږي.[سرچینې ته اړتیا] له دې حدیثه په عاشورایي شعرونو کې هم استفاده شوې ده.





در هر مصیبت و محنی فَابکِ لِلحُسَین در هر عزای دل‌شکنی فَابکِ لِلحُسَین
در خیمهٔ مراثی و اندوه اهل‌بیت قبل از شروع هر سخنی فَابکِ لِلحُسَین
در مکتب ارادت اِبن‌شبیب‌ها هم ناله با اَباالحسنی فَابکِ لِلحُسَین
إن کُنتَ باکیاً لِمُصابٍ کَأنبیاء فِی الإبتلاءِ و الحَزنِ فابکِ لِلحُسَین[۲]




یابن شبیب گریه کن از غربت حسین در کربلا شکسته شده حرمت حسین
یابن شبیب نیزه به حلقوم دیده شد چون گوسفند سر ز تن او بریده شد[۳]


د ریان حدیث د اهل بیتو(ع) په ولایت د عقیده لرونکو کسانو د هیله منۍ سبب او د جزیي عبادتونو او عملونو په بدل کې د ډېر اجر او ثواب د ورکولو په سبب په شیعیانو او د اهل بیتو(ع) په مینه والو د خدای د مهربانۍ نښه ګڼل شوې ده.[۴]

د حدیث مینځ پانګه

هغه موضوعات چې د ریان بن شبیب په حدیث کې راغلي[۵] دا دي:

  • د محرم د لومړۍ ورځې عملونه: په دې حدیث کې د محرم د لومړۍ ورځې روژې او په دې ورځې د زکریا(ع) په شان د دعا قبلېدو[یادداشت۱] ته اشاره شوې ده.[۶] سید ابن طاووس په دې روایت او نورو روایتونو په استناد سره، روژه د محرم د لومړۍ ورځې له عملونو او دا ورځ د دعا د قبلېدو له ورځو بللې ده.[۷]
  • د محرم میاشتې د حرمت ماتېدل: په دې حدیث کې راغلي چې دوي د پېغمبر(ص) حرمت ونه ساته، د هغه اولاد یې وواژه او ښځې یې اسیرې کړې، په داسې حال کې چې د جاهلیت په زمانه کې د محرم میاشتې د حرمت خیال ساتل کېده او له جنګ او ظلمه ډډه کېده.[۸]
  • پر امام حسین(ع) د ژړا امر: د دې حدیث په یوه برخه کې ریان ته په خطاب کې راغلي چې که غوښتل دې د یو څه لپاره وژاړې، د حسین بن علي لپاره وژاړه چې هغه یې د پسه په شان حلال کړ. همداراز ویل شوي چې اسمانونو او ځمکې د هغه لپاره ژړا وکړه او اسمان وینه او سره خاوره ووروله.[۹]
  • پر امام حسین(ع) د ژړا فضیلت: په دې حدیث کې، د ټولو ګناهانو بخښل کېدل، د امام حسین په عزا کې د ژړا او په اننګو د اوښکو د جاري کېدو ثواب ګڼل شوی دی.[۱۰]

«يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ سَرَّكَ أَنْ يَكُونَ لَكَ مِنَ الثَّوَابِ مِثْلَ مَا لِمَنِ اسْتُشْهِدَ مَعَ الْحُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ فَقُلْ مَتَى ذَكَرْتَهُ يا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزاً عَظِيماً

ای د شبیب زویه! که غواړې چې د هغه کسانو په شان ثواب لاسته راوړې چې له حسین بن علي سره شهیدان شول، کله چې هغه دریاد شو: ووایه:«ای کاش له هغه سره وای او لوی فوز (کامیابۍ) ته رسېدلی وای»

  • د امام حسین د زیارت سپارښتنه: امام رضا(ع) ریان ته سپارښتنه وکړه چې که غواړې پاک او بې ګناه له خدای سره ملاقات وکړې د امام حسین د مزار زیارت ته لاړ شه.[۱۱]
  • د حسین(ع) په قاتلانو لعنت: په حدیث کې راغلي چې ای د شبیب زویه! که غواړې د جنت په کورونو کې له پېغمبر(ص) سره شې، د حسین په قاتلانو لعنت وکړه.[۱۲]
  • مرستې ته د څلور زرو پرښتو راتلل: د حدیث مطابق، د امام حسین(ع) د مرستې لپاره څلور زره پرښتې ځمکې ته راغلې خو هغوي ته اجازت ورنه کړی شو، نو هغوي پریشانې او په دوړو لړلې د امام زمان(عج) د پاڅون تر ورځې پورې، د هغه د قبر تر څنګ ولاړې دي او د یا لثارات الحسین په شعار سره به د هغه حضرت له مرسته کوونکو وي.[۱۳]
  • د اهل بیتو(ع) په غم او ښادۍ کې د غم او خوشالۍ کولو سپارښتنه: د حدیث په وروستیو برخو کې راغلي چې ای د شبیب زویه! که غواړي د جنت په لوړو درجو کې له اهل بیتو(ع) سره ملګری اوسې، زمونږ اهل بیتو په غم کې غمژن او زمونږ په خوشالۍ کې خوشاله اوسه او زمونږ ولایت ومنه؛ ځکه چې په قیامت کې به یو کس که له یو کاڼي سره یې هم مینه لرلې وي له هغه سره محشور کیږي.[۱۴]

سرچینې او اعتبار

د ریان بن شبیب د حدیث یوه برخه چې د امام رضا(ع) په حرم کې په لګېدلې بېرغ لیکل شوې ده.

شیخ صدوق په عیون اخبار الرضا(ع) کتاب[۱۵] او الامالی[۱۶] دغه حدیث له محمد بن علی ماجیلَوَیْه له علي بن ابراهیم قمي د هغه له پلار ابراهیم بن هاشم له رَیّان بن شَبیب له امام رضا(ع) نقل کړی دی. نورو کتابونو لکه د سید ابن طاووس،[۱۷] الاقبال، د شیخ حر عاملي وسایل الشیعه،[۱۸] د علامه مجلسي بحار الانوار[۱۹] او د عبدالله بحراني اصفهاني (وفات ۱۱۴۸ق (عوالم العلوم و المعارف)[۲۰] هغه له عیون او الامالی نقل کړې دي.

محمد تقي مجلسي[۲۱] دغه روایت حَسَن او د صاحب حدائق او سید محمد سعید حکیم په شان عالمانو هغه صحیح ګڼلی دی.[۲۲] د دغه روایت سند په موسوعة احادیث اهل البیت کتاب کې هم معتبر ګڼل شوی دی.[۲۳] حسین وحید خراساني[۲۴] او ځینو څېړاندو،[۲۵] د دغه حدیث راویان ثقه او امامي شیعه ګڼلي او له دې امله یې حدیث معتبر ګڼلی دی. د دغه حدیث د اعتبار له نورو دلایلو څخه د ابراهیم بن هاشم په کتاب النوادر کې د هغه شتون ګڼل شوی دی.[۲۶]

مونوګراف

  • کتاب «فَابْکِ لِلْحُسَین: تحلیلی کوتاه از سفارشات امام رضا(ع) به ریان بن شبیب»، لیک د سید محمد باقر هاشمی شاهرودی، په ۱۳۹۷ ل کال کې د فقه او معارف اهل بیت د بنسټ د خپرنځي له خوا خپور شوی دی.
  • «پریشان‌موی و خاک‌آلود»، کتاب، لیک د محمدعلی فتاح‌زاده، د ریان بن شبیب په روایت شرحه ده چې کتابستان معرفت خپرنځي خپور کړی دی.

د حدیث متن او ترجمه

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَلِيٍّ مَاجِيلَوَيْهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ بْنِ هَاشِمٍ عَنْ أَبِيهِ عَنِ الرَّيَّانِ بْنِ شَبِيبٍ قَالَ: دَخَلْتُ عَلَى الرِّضَا فِي أَوَّلِ يَوْمٍ مِنَ الْمُحَرَّمِ فَقَالَ يَا ابْنَ شَبِيبٍ أَ صَائِمٌ أَنْتَ قُلْتُ لَا[۲۷] محمد بن علی ماجیلَوَیْه له علی بن ابراهیم بن هاشم له خپل پلار او هغه له رَیّان بن شَبیب نقل نقل کړه چې ریان بن شبیب وایي: د محرم په لومړۍ ورځ د امام رضا په خدمت کې حاضر شوم او هغه حضرت وفرمایل: ایا روژه یې؟ ومې وې ویل، نه.[۲۸]
فَقَالَ إِنَّ هَذَا الْيَوْمَ هُوَ الْيَوْمُ الَّذِي دَعَا فِيهِ زَكَرِيَّا رَبَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ فَقَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعاءِ فَاسْتَجَابَ اللَّهُ لَهُ وَ أَمَرَ الْمَلَائِكَةَ فَنَادَتْ زَكَرِيَّا وَ هُوَ قائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيى‏ فَمَنْ صَامَ هَذَا الْيَوْمَ ثُمَّ دَعَا اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ اسْتَجَابَ اللَّهُ لَهُ كَمَا اسْتَجَابَ اللَّهُ لِزَكَرِيَّا وې فرمایل: نن هغه ورځ ده چې زکریا خپل پالونکی وباله او وې ویل: « ای پالونکیه! ماته یو پاک بچی راکړه، بېشکه ته د بندګانو دعا اورې» (آل‌عمران سوره ، آیت ۳۸)، او خدای د هغه دعا قبوله کړه او ملایکو ته یې امر وکړ چې زکریا ته -چې په محراب کې د لمانځه په حال کې و- ووایي خدای تا ته د یحیی زیری درکوي، نو هر څوک چې په دې ورځې روژه ونیسي او بیا دعا وکړي هماغه شان چې خدای د زکریا دعا قبوله کړه، د هغه دعا هم قبلوي.
ثُمَّ قَالَ يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنَّ الْمُحَرَّمَ هُوَ الشَّهْرُ الَّذِي كَانَ أَهْلُ الْجَاهِلِيَّةِ يُحَرِّمُونَ فِيهِ الظُّلْمَ وَ الْقِتَالَ لِحُرْمَتِهِ فَمَا عَرَفَتْ هَذِهِ الْأُمَّةُ حُرْمَةَ شَهْرِهَا وَ لَا حُرْمَةَ نَبِيِّهَا لَقَدْ قَتَلُوا فِي هَذَا الشَّهْرِ ذُرِّيَّتَهُ وَ سَبَوْا نِسَاءَهُ وَ انْتَهَبُوا ثَقَلَهُ فَلَا غَفَرَ اللَّهُ لَهُمْ ذَلِكَ أَبَداً بیا یې وفرمایل: ای ابن شبیبه! محرم هغه میاشته ده چې د جاهلیت زمانې خلکو د هغه په درناوي جنګ او ظلم حرام کړی و، خو دې امت د دې میاشتې او پېغمبر حرمت ونه ساته؛ په دې میاشته کې یې د پېغمبر اولاد وواژه او ښځې یې اسیرې کړې او سامانانو یې چور کړل. خدای دې هیڅکله د دوي دغه کار ونه بخښي.!
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ كُنْتَ بَاكِياً لِشَيْ‏ءٍ فَابْكِ لِلْحُسَيْنِ بْنِ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ فَإِنَّهُ ذُبِحَ كَمَا يُذْبَحُ الْكَبْشُ وَ قُتِلَ مَعَهُ مِنْ أَهْلِ بَيْتِهِ ثَمَانِيَةَ عَشَرَ رَجُلًا مَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ شَبِيهُونَ اى ابن‌شبيبه!که غواړې ژړا وکړې، پر حسین بن علي ژړا وکړه؛ ځکه چې هغه یې د پسه په شان حلال کړ او اتلس خپلوان یې ورسره شهیدان شول چې د ځمکې په مخ یې ساری نه درلود.
وَ لَقَدْ بَكَتِ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَ الْأَرَضُونَ لِقَتْلِهِ وَ لَقَدْ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ مِنَ الْمَلَائِكَةِ أَرْبَعَةُ آلَافٍ لِنَصْرِهِ فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُمْ فَهُمْ عِنْدَ قَبْرِهِ شُعْثٌ غُبْرٌ إِلَى أَنْ يَقُومَ الْقَائِمُ فَيَكُونُونَ مِنْ أَنْصَارِهِ وَ شِعَارُهُمْ يَا لَثَارَاتِ الْحُسَيْنِ‏ اوو اسمانونو او ځمکو د هغه د شهادت په خاطر وژړل، او څلور زره پرښتې یې مرستې ته ځمکې ته راغلې، خو الهي تقدیر نه و، او هغوي د قایم(ع) تر قیامه د هغه د قبر په خوا کې په دوړو لړلې ولاړي دي او د قایم له ملګرو دي او شعار یې «يا لثارات الحسين» دی.
يَا ابْنَ شَبِيبٍ لَقَدْ حَدَّثَنِي أَبِي عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ أَنَّهُ لَمَّا قُتِلَ جَدِّيَ الْحُسَيْنُ أَمْطَرَتِ السَّمَاءُ دَماً وَ تُرَاباً أَحْمَرَ اى ابن‌‌شبيبه! پلار مې له خپل پلاره او هغه مې له نیکه ماته خبر راکړی چې کله مې نیکه حسین شهید شو، له اسمانه وینه او سره خاوره وورېده.
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ بَكَيْتَ عَلَى الْحُسَيْنِ حَتَّى تَصِيرَ دُمُوعُكَ عَلَى خَدَّيْكَ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ كُلَّ ذَنْبٍ أَذْنَبْتَهُ صَغِيراً كَانَ أَوْ كَبِيراً قَلِيلًا كَانَ أَوْ كَثِيراً اى ابن‌شبيب! که په حسین داسې وژاړې چې په اننګو دې اوښکې روانې شي، خدای تعالی به دې هره ګناه چې کړې دې ده که وړه وي او که لویه، که کمه وي که زیاته، وبخښي.
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ سَرَّكَ أَنْ تَلْقَى اللَّهَ عَزَّ وَ جَلَّ وَ لَا ذَنْبَ عَلَيْكَ فَزُرِ الْحُسَيْنَ اى ابن‌شبيبه! که غواړي چې پاک او بې له ګناه د خدای ملاقات ته لاړ شې، د حسین زیارت ته لاړ شه.
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ سَرَّكَ أَنْ تَسْكُنَ الْغُرَفَ الْمَبْنِيَّةَ فِي الْجَنَّةِ مَعَ النَّبِيِّ فَالْعَنْ قَتَلَةَ الْحُسَيْنِ اى ابن‌شبيبه! که غواړې له پېغمبر سره د جنت په غرفو کې یو ځای شې، د حسین په قاتلانو لعنت وکړه.
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ سَرَّكَ أَنْ يَكُونَ لَكَ مِنَ الثَّوَابِ مِثْلَ مَا لِمَنِ اسْتُشْهِدَ مَعَ الْحُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ فَقُلْ مَتَى ذَكَرْتَهُ يا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزاً عَظِيماً اى ابن‌شبيبه! که غواړې د هغو کسانو په شان چې له حسین بن علي سره شهیدان شول، ثواب ولرې، کله چې هغه دریاد شي ووایه: «ای کاش زه هم له هغوي سره وی او لوی فوز او کامیابۍ ته رسېدلی وی»
يَا ابْنَ شَبِيبٍ إِنْ سَرَّكَ أَنْ تَكُونَ مَعَنَا فِي الدَّرَجَاتِ الْعُلَى مِنَ الْجِنَانِ فَاحْزَنْ لِحُزْنِنَا وَ افْرَحْ لِفَرَحِنَا وَ عَلَيْكَ بِوَلَايَتِنَا فَلَوْ أَنَّ رَجُلًا أَحَبَّ حَجَراً لَحَشَرَهُ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ مَعَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. اى ابن‌شبيبه! که زړه دې غواړي چې د جنت په لوړو درجو کې له مونږ سره شې، زمونږ په غم کې غمجن او زمونږ په خوشالۍ کې خوشاله اوسه، او زمونږ ولایت ومنه؛ ځکه که څوک له یو کاڼي سره هم مینه لري خدای تعالی به د قیامت په ورځ هغه له هغه کاڼي سره محشور کړي.

فوټ نوټ

  1. عمرانی، «بررسی سندی و دلایلی حدیث ریان بن شبیب پیرامون عزاداری»، ص۹۵.
  2. «فابکِ لِلحُسَین»، وبگاه شعر هیأت.
  3. «ترکیب بند یابن شبیب. جلوه اول/یابن الشبیب گریه کن از غربت حسین»، وبگاه امام هشت.
  4. میرجهانی طباطبایی، البکاء للحسین علیه‌السلام، ص۷۲.
  5. وګورئ: «بیان جامع امام رضا(ع) در گرامی‌داشت ایام محرم، عزاداری، ثواب گریه بر امام حسین(ع)»، وبگاه مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی‌عصر.
  6. سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲،‌ ص۵۵۳.
  7. سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲،‌ ص۵۵۳.
  8. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۹.
  9. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۹-۳۰۰.
  10. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۳۰۰.
  11. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۳۰۰.
  12. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۳۰۰.
  13. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۹.
  14. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۳۰۰.
  15. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۹و۳۰۰.
  16. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۲۹ و ۱۳۰.
  17. سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۴۵.
  18. حر عاملی، وسایل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۴۶۹، ج۱۴،‌ ص۵۰۲.
  19. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۲۸۵ و ج۹۸، ص۱۰۲.
  20. بحرانی اصفهانی، عوالم العلوم و المعارف، ۱۴۱۳ق، ج۱۷، ص۵۳۸.
  21. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۵،‌ ص۳۸۳.
  22. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱۳، ص۳۷۶؛ حکیم، مصباح المنهاج، ۱۴۲۵ق، ص۴۰۶.
  23. نجفی، موسوعة احادیث اهل البیت(ع)، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۷۸.
  24. «در عظمت مصیبت واقعه عاشورا»، سایت رسمی دفتر آیت‌الله العظمی وحید خراسانی.
  25. خدامیان، الصحیح فی بکاء الحسینی، ۱۴۳۲ق، ص۵۴-۵۹؛ خدامیان، الصحیح فی فضل الزیارة الحسینیة، ۱۴۳۲ق، ص۱۴۸ و ۱۴۹؛ عمرانی، «بررسی سندی و دلالی حدیث ریان بن شبیب پیرامون عزاداری»، ص۸۳ و ۸۴.
  26. خدامیان، الصحیح فی بکاء الحسینی، ۱۴۳۲ق، ص۵۹ و ۶۰.
  27. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۹و۳۰۰؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۲۹ و ۱۳۰.
  28. شیخ صدوق، متن و ترجمه عيون أخبار الرضا عليه السلام، ۱۳۷۲ش، ج‏۱، ص۶۰۴ - ۶۰۶.

سرچينې

  • بحرانی اصفهانی، عبدالله بن نورالله، عوالم العلوم و المعارف و الأحوال من الآيات و الأخبار و الأقوال: مستدرك سيدة النساء إلى الإمام الجواد، قم، مؤسسة الإمام المهدى‏(عج)، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، تحقیق محمدتقی ایروانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • «ترکیب‌بند یابن شبیب. جلوه اول/یابن الشبیب گریه کن از غربت حسین»، وبگاه امام هشت، تاریخ درج مطلب: ۸ مرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۴ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسایل الشیعه، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • حکیم، سید محمدسعید، مصباح المنهاج (کتاب الصوم)، قم، دار الهلال، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • خدامیان آرانی، مهدی، الصحیح فی فضل الزیارة الحسینیة، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۳۲ق/۱۳۸۹ش.
  • خدامیان آرانی، مهدی، الصحیح فی بکاء الحسینی، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۳۲ق/۱۳۸۹ش.
  • «در عظمت مصیبت واقعه عاشورا»، سایت رسمی دفتر آیت‌الله العظمی وحید خراسانی، تاریخ درج مطلب: ۳ دی ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۲۱ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • سید ابن طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه،‌ چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون أخبار الرضا عليه السلام، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، متن و ترجمه عيون أخبار الرضا عليه السلام، ترجمه حمیدرضا مستفید و علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۳۷۲ش.
  • عمرانی، سید مسعود، «بررسی سندی و دلایلی حدیث ریان بن شبیب پیرامون عزاداری»، فصلنامه آیت بوستان (پژوهش‌نامه معارف حسینی)، شماره ۲، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • «فابکِ لِلحُسَین»، وبگاه شعر هیأت، تاریخ بازدید: ۲۴ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه‏، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، ۱۴۰۶ق.
  • میرجهانی طباطبایی، سید حسن، البکاء للحسین علیه‌السلام: در ثواب گریستن و عزاداری بر حضرت سیدالشهداء علیه‌السلام و وظائف تعزیه‌داری، تحقیق حامد فدوی اردستانی، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • نجفی، هادی، موسوعة احادیث اهل‌بیت(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق/۲۰۰۲م.