د زید بن علي پاڅون

د wikishia لخوا
د زید بن علي مقبره

د زید بن علي پاڅون د زید بن علي په مشرۍ د بني امیه د حکومت په خلاف د امام صادق(ع) د امامت په زمانه کې د هشام بن عبدالملک د حکومت په وخت د ۱۲۲ ق کال د صفرې په ۲۲ نېټه ترسره او د زید او د هغه د ډېرو ملګرو د وژل کېدو سبب شو. امام صادق په دې پاڅون کې له زید سره ملګرتیا ونه کړه. د دغه پاڅون په اړه د شیعیانو د شپږم امام د نظر او دلایلو په شننه کې او دا چې د امام دریځ سیاست او تدبیر و یا د پاڅون د نه تایید له مخې و او یا نور دلایل یې لرل د شیعه عالمانو تر مینځ ځینې اختلافات موجود دي.

په اوله کې د کوفې او نوروسیمو ډېرو خلکو له زید بن علي او د هغه له استازو سره بیعت وکړ، خو د کوفې په جومات کې د خلکو په بندي کېدو سره یوازې ۳۰۰ تنو د زید له پاڅون سره ملګرتیا وکړه. د زید پاڅون لکه څنګه چې په طبري تاریخ کې راغلي، د ۱۲۲ ق کال د صفرې په لومړۍ نېټه د چارشنبې په شپه پېل شو او په لومړۍ ورځ پکې د زید لښکریان بریالي شول، خو په دوهمه ورځ او د کوفې والي له لښکر سره د غشو ویشتونو په زیاتېدو سره، د زید لښکر ماته وخوړه او زید بن علي هم ژوبل شو. زید د همدې کال د صفرې په دریمه نېټه شهید شو.

د سرچینو په راپور، زید د امام حسین(ع) د وینې د غچ اخستلو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د بني امیه له لاسه د خلافت د اخستلو په انګېزې سره پاڅون وکړ. د درباریانو په مخکې له زید سره د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک ناوړه سلوک هم د پاڅون لپاره د زید له محرکاتو ذکر شوی دی. د هغه پاڅون د بني امیه حکومت د پاشل کېدو له سریزو ګڼل شوی دی. د کوفیانو نه ملګرتیا، د اموي حکومت پوځي طاقت او د امویانو جاسوسي عوامل، د زید د پاڅون د ناکامۍ سبب ګڼل شوي دي.

د پاڅون مشر

اصلي مقاله: زید بن علي

زید د شیعیانو د څلورم امام زوی دی. د زید مور ام ولد وه چې مختار ثقفي هغه په ۳۰ زره درهمه واخسته او امام سجاد(ع) ته یې ډالۍ کړه.[۱] د زید د زوکړې نېټه سمه نه ده معلومه، خو شهادت یې په ۱۲۰،[۲] ۱۲۱ یا ۱۲۲ق کال ذکر شوی دی.[۳]

زیدیان، زید بن علي خپل پینځم امام ګڼي او زیدیه فرقه هغه ته منسوبه ده.[۴] زید له دې امله امام ګڼل شوی چې د امام حسین(ع) له شهادته وروسته ځینو علویانو وسلوال پاڅون د امامت یو شرط وګاڼه[۵] او د زید له شهادته وروسته، هغه شیعیان چې د ظالم حکومت په خلاف د خروج او په تورې سره د قیام په تفکر یې عقیده لرله، هغه خپل امام وباله او په زیدیه مشهور شول.[۶]

د پاڅون پېل او د وخت بدلون یې

د طبري تاریخ په وینا، زید د ۱۲۲ ق کال د صفرې په لومړۍ نېټه د چارشنبې شپه له خپلو ملګرو سره د پاڅون د پېلولو لپاره ټاکلې وه.[۷] خو پاڅون تر وخته مخکې وشو. هغه او ملګري یې د سه شنبې په ماښام له ښاره ووتل او ځانونه یې جنګ ته تیار کړل؛[۸] ځکه چې د عراق والي یوسف بن عمر د زید او د هغه د دوو ملګرو له تګ راتګه خبر شوی [۹] او مامورانوته یې امر کړی و چې هغه ونیسي. په دې حال کې مامورانو زید ونه مونده،[۱۰] خو د زید له استوګنځایه د واکمنانو خبرېدل، او د هغه د دوو نزدې ملګرو نیول کېدل او د دښمن د حملې احتمال سبب شو چې زید او ملګري یې زر جنګ ته تیار شي.[۱۱]

د بیعت کوونکو ملګرتیا نه کول

کله چې زید بن علي د شام له سفره کوفې ته ورسید، د خلکو له هرکلي او د پاڅون له غوښتنو سره مخامخ شو[۱۲] او د شیخ مفید په وینا هغه کسان چې د هغه کتنې ته ورتلل ورسره یې بیعت وکړ؛[۱۳] خو له خروج او د پاڅون له پېلولو یو ورځ مخکې د عراق ګورنر د کوفې والي ته امر وکړ چې خلک د کوفې په جومات کې غونډ شي. والي جومات ته د قوم د مشرانو او د قبایلو د مشرانو له رابللو وروسته، په ښار کې اعلان وکړ چې هرڅوک چې جومات ته رانه شي وینه به یې مباح وي.[۱۴] په نیتجه کې له هغو ټولو کسانو یوازې درې سوه تنه او په یو نقل تر دې هم کم له زید بن علي سره ملګري شول.[۱۵] په سرچینو کې راغلي چې هغه شپه زید بن علي او ملګري یې په صحرا کې وو او د یا منصورِ امت شعارونه یې ورکول.[۱۶]

د طبري په نقل، بله ورځ کله چې د زید د خپلو ملګرو کموالي ته ورپام شو او په کوفه جومات کې د قام د مشرانو د بندي کېدو نه خبر شو، په افسوس او خپګان سره یې، بیعت کوونکي معذور ونه ګڼل[۱۷] او هغوي یې د سستۍ او چل کوونکي وګڼل.[۱۸] که څه هم د طبري په نقل د کوفې خلکو له دې مخکې زید ته له امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) سره د کوفې د خلکو بې وفایي وریاده کړې او هغه یې له پاڅونه منعې کړی و.[۱۹]

له زید بن علي سره بیعت کوونکي د کوفې کابو پینځلس زره کسان ګڼل شوې[۲۰] چې په هغوي کې ځینې کسان د کوفې مشران هم وو لکه سلمة بن کهیل، نصر بن خزیمه عبسی، او معاویة بن اسحاق بن زید بن حارثه.[۲۱] پر دې سربېره، د مدائن، بصرۍ، واسط، موصل، ری او جرجان ځینې خلکو هم د زید بن علي له استازو سره بیعت کړی و.[۲۲] که د کوفې له یو مشر سلمة بن کهیل سره د زید بن علي خبرې د بیعت کوونکو د شمېر لپاره اساس وګرځوو، څلویښتو زرو تنو له هغه سره بیعت کړی و.[۲۳] په یو بل راپور کې ابوالفرج اصفهاني، د یو لک جنګیالیو د ملاتړ خبره هم کړې ده.[۲۴] ابوالفرج اصفهاني همداراز له زید بن علي سره د اهل سنتو د عالم او د حنفی مذهب د بنسټګر ابوحنیفه د مالي مرستې خبر هم ورکړی دی.[۲۵]

لومړۍ کامیابي، اخري ماته

د طبري په نقل، زید د ۱۲۲ قمري کال د صفرې په لومړۍ ورځ خپل دوه ملګري مامور کړل چې کوفې ته لاړ شي او خلک د پاڅون له پېله خبر کړي. خو دغه دوه تنه کوفې ته نزدې د واکمنو مامورانو په لاس ووژل شول.[۲۶] له همدې امله زید د سعید بن خیثم په نامه یو بل کس چې د لوړ غږ په لرلو مشهور و، د دغه کار لپاره ولېږه.[۲۷] د زید بن علي سپایانو که څخه په اوله کې کامیاب پرمختګ درلود او هڅه یې وکړه په جومات کې بندي شوې کسان هم خوشي کړي[۲۸] او د جومات په خواوشا او بازار کې یې ځینې کامیابۍ هم لاسته راوړې،[۲۹] خو په دوهمه ورځ د عراق د اموي واکمن یوسف بن عمر له سپایانو سره د غشي ویشتونکو کسانو په زیاتېدو سره د زید ځینې ملګري ووژل شول[۳۰] او په خپله هم سخت ژوبل شو.[۳۱]

لومړۍ ورځ: بریالیتوب

د زید بن علي د ځواکونو او د کوفي د والي د عسکرو تر مینځ نښته د ۱۲۲ ق کال د صفرې په لومړۍ نېټه پېل شو. زید خپل سپایان د ښار لور ته وخوځول او هغوي یې جنګ ته هڅول. لومړی ټکر د کوفې په خواوشا او د صیادین (صائدین) په سیمه کې وشو او د زید ملګري پکې بریالي شول او بیا جنګ کوفې ته وغځېد.[۳۲] زید د خپلو لږو ملګرو په لیدلو سره دا اندیښنه چې کوفیان هغه هم د امام حسین(ع) په شان یوازې پرېږدي، له خپلو ملګرو سره مطرح کړه او نصر بن خزیمه د زید بن علي په ننګه د خپلې سرښندنې خبره وکړه.[۳۳]

زید بن علي له نصر بن خزیمه، معاویة بن اسحاق او خپلوڅو ملګرو سره، جومات ته لاړ چې په جومات کې بندي شوي خلک د اموي عسکرو له کلابندۍ وژغوري. هغوي که څه هم وکړی شول ځانونه جومات ته ورسوي او خپل بېرغونه او علمونه په جومات کې ورپوي،[۳۴] خو اموي مامورانو د هغوي د پرمختګ مخه ونیوله او د یوسف بن عمر د تازه دمه لښکر په رسېدلو سره د جومات په خواوشا او بازار کې سخت جنګ پېل شو. اخر جنګ او نښته د دارالرزق په نوم یوې محلې ته وغځېده او په لومړۍ ورځ د زید او د هغه د ملګرو په بریالیتوب سره پای ته ورسید.[۳۵]

دوهمه ورځ: ماته

د جنګ د دوهمې ورځې په اول کې نصر بن خزیمة د نایل بن فروه په لاس ووژل شو.[۳۶] د هغه وژل کېدو زید ډېر خپه کړ.[۳۷] سره له دې د دغه ورځې په سهار د زید او د هغه د ملګرو سخته نښته د هغوي په کامیابۍ سره ختمه شوه.[۳۸] یوسف بن عمر یو لښکر برابرکړ چې د زید په ملګرو برید وکړي، خو زید او ملګرو یې د یوسف بن عمر لښکر مات کړ، خو د یوسف بن عمر له لښکر سره د غشو ویشتونکو په زیاتېدو سره، د زید د ځواکونو لپاره خبره سخته شوه او په عین حال کې د زید بل کوماندان معاویه بن اسحاق هم ووژل شو. د دغه ورځې په ماښام، زید هم په تندي د غشي د لګېدو په وجه سخت ژوبل شو[۳۹] او بیا د ۱۲۲ ق کال د صفرې په دریمه شهید شو.[۴۰]

په کوفې کې زید بن علي ته منسوبه مقبره

د زید ملګرو د دې لپاره چې د هغه مړی د اموي لښکرو لاسته ونه لویږي، د اوبو د یوې نالۍ لاره بدله کړه د هغه مړی یې ښخ کړ او نالۍ یې بیا خپلې لارې ته واړوله، خو یو مریی چې له هغوي سره و، حکم بن صلت خبر کړ.[۴۱] امویانو مړی راوویسته، د یوسف بن عمر په امر د زید تنه په دار وځړول شوه، او سر یې اموي خلیفه هشام بن عبدالملک ته واستوه.[۴۲]

د امام صادق(ع) دریځ

د زید بن علی پاڅون د شیعیانو د شپږم امام صادق(ع) د امامت په زمانه کې وشو، خو امام صادق د هغه په پاڅون کې برخه وانه خسته.[۴۳] د زید او د هغه د پاڅون په اړه مختلفې خبرې او نظرونه موجود دي، خو له امام صادق(ع) څخه د هغه د پاڅون په اړه کوم جوت دریځ نه دی راپور شوی. د کفایةالاثر کتاب لیکوال راپور ورکړی چې یو شمیر شیعیانو له زید سره د امام صادق نه ملګرتیا له هغه سره د مخالفت په وجه ګڼلې، خو د دغه کتاب د لیکوال په باور، د زید بن علي له پاڅون سره د امام صادق نه ملګرتیا یو ډول سیاست او تدبیر و.[۴۴]

ځینې شیعه عالمان منجمله شهید اول،[۴۵] آیت الله خوئي،[۴۶] او مامقاني[۴۷] باور لري چې زید بن علي د امام صادق له لوري اجازه لرله. همداراز ځینو څیړاندو د دغه دریو عالمانو پر خبرو سربېره د امام رضا په یو روایت استناد کړی او د زید پاڅون یې د امام صادق په اجازه ګڼلی دی.[۴۸] د دغه روایت له مخې زید بن علي له امام صادق سره مشوره وکړه او د شیعیانو شپږم امام ورته وویل چې که غواړې د کوفې په کناسه کې په دار وځړول شې لاره همدا ده»[۴۹] خو ځینو نورو څېړاندو په همدې روایت په استناد سره ویلي چې که څه هم زید په خپل پاڅون کې رښتینی و او که کامیاب شوی وای خلافت به یې د هغه اهل ته سپارلی و، خو امام صادق هغه له پاڅونه منع کړ.[۵۰] علامه طهراني هم له مومن طاق څخه د ابان بن عثمان په روایت په استناد سره چې الکافي کې نقل شوی[۵۱] د زید پاڅون د امام صادق له اجازې پرته ګڼلی دی.[۵۲]

له امام صادق[۵۳] او امام رضا[۵۴] څخه د ځینو نقل شویو روایتونو له مخې زید بن علي غوښتل چې که کامیاب شي خلافت امام صادق(ع) ته وسپاري. د شیخ مفید په وینا، زید بن علي، الرضا من آل محمد خپل شعار ګرځولی او د خلکو د باور په اپوټه، خلافت یې د ځان لپاره نه غوښتنه بلکې له بري وروسته به یې هغه اهل ته ورسپاره.[۵۵] علامه مجلسي دا نظر اکثرو شیعه علماوو ته منسوب کړی او څرګنده کړې یې ده چې له دوی څخه بل کوم نظر نه دی معلوم.[۵۶] د شیخ مفید په روایت، کله چې امام صادق د زید له شهادته خبر شو، ډېر خپه شو او امر یې وکړ چې د هغو کسانو چې د زید په پاڅون کې شهیدان شوې دي په کورنیو کې یو څه مالونه وویشل شي.[۵۷]

د پاڅون محرک او زمینې

شیخ مفید د بني امیه د حکومت په خلاف له پاڅون څخه د زید بن علي اصلي محرک د امام حسین(ع) د وینې غچ اخستل ګڼلي دي.[۵۸] هغه امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم د زید له انګېزو ګڼلې او جوته کړې یې ده چې د درباریانو په مخکې له هغه سره د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک ناوړه چلند هم هغه ته د پاڅون انګېزه ورکړې ده.[۵۹] یادداشت ۱]

همداراز ځینو څېړاندو د هشام بن عبدالملک په زمانه کې په منبرونو باندې امام علي ته کنځل کول،[۶۰] د پېغمبر له کورنۍ سره د امویانو ظلم او زیاتی او د بني امیه و کفر او الحاد د زید د پاڅون له عواملو ګڼلي دي.[۶۱] محمد بن جریر طبري د هغه د پاڅون په علت کې د اختلاف خبره کړې ده؛[۶۲] هغه په ځینو موارد کې لکه مالي تورونو، په مدینه کې د امام علي(ع) د اوقافو په سر له عبد الله محض سره د هغه اختلاف چې د خالد بن عبدالملک د حکمیت سبب شو او همداراز هغه مالي تورونه چې د یوسف بن عمر په حکومت کې په زید لګول کېدل او همداراز له هغه د کوفې د خلکو بلنه د زید د پاڅون له لاملونو ګڼلې دي.[۶۳] د سرچینو له مخې، په هغه بیعت کې چې زید له خلکو اخیست، له ظالمانو سره په مبارزې، د کمزورو په دفاع، په مساوي توګه د ولجو په ویش، رد مظالم، او د اهل بیتو د مخالفانو په وړاندې له هغوي سره په مرسته ټینګار کړی دی.[۶۴] مامقاني له پاڅونه د زید د هدف د بني امیه له لاسه د خلافت اخستل او امام صادق(ع) ته د هغه سپارل ګڼلې او باوري دی چې زید په دې وجه خپل هدف نه ښکاره کاوه چې امام صادق(ع) ته تاوان ونه رسیږی.[۶۵]

د پاڅون پایلې

د زید بن علي د پاڅون لپاره ځینې پایلې او نیتجې بیان شوې دي؛ منجلمه دا چې د زید پاڅون او ورپسې بیا د یحیی پاڅون، د بني امیه د حکومت د سقوط سریزې برابرې کړې[۶۶] او د شیعه پاڅونونو لمنه یې خراسان ته وغځوله.[۶۷] لکه څنګه چې په تاریخ یعقوبي کې راغلي دي، د زید بن علي وژل کېدو د خراسان شیعیان په جوش او غورځنګ کې راوستل او سبب شو چې هغوي د پېغمبر(ص) پر کورنۍ د بني امیه و ظلمونه بیان کړي او په دې اساس داسې ځای نه و چې د بني امیه له ظلمونو نه وي خبر.[۶۸] له امام صادق(ع) څخه هم نقل شوې چې هشام بن عبدالملک، زید بن علي وواژه، خدای هم په بدل کې د هغه حکومت ختم کړ.[۶۹] د شیعیانو له شپږم امامه په یو بل نقل کې راغلي چې شپږ ورځې وروسته له دې چې بني امیه و د زید مړی وسوزواوه، خدای تعالی اراده وکړه چې هغوي تباه کړي.[۷۰] د زید بن علي د پاڅون یوه بله پایله، د اهل بیتو په اړه د حکومت د حساسیت کمېدل او په نتیجه کې امام صادق(ع) ته فرصت پېدا کېدل وو چې د شیعه مذهب ترویج او تبیلغ وکړي.[۷۱]

د زید بن علي د پاڅون د پایلو او نتیجو پر شننې سربېره، ځینو څېړاندو د زید د پاڅون د ناکامه پاتېدو لپاره یو لړ دلیلونه بیان کړې دي؛ د اموي حکومت پوځي طاقت،[۷۲] د جاسوسانو او نفوذي عواملو شتون چې د پاڅون وخت یې افشا کړ، له پاڅونه د امام صادق(ع) ښکاره ملاتړ نه کول او اخر هم د کوفیانو نه ملګرتیا د دغه ناکامۍ ځینې اسباب ګڼل شوې دي.[۷۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوت

  1. وګورئ: ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۲۴.
  2. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۴.
  3. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۰.
  4. صبحی، فی علم الکلام، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۴۸.
  5. صبحی، فی علم الکلام، ۱۴۱۱ق، ج۳، ۱۴۱۱ق، ص۴۸ـ۵۲؛ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۵.
  6. وګورئ: خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۵
  7. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۱.
  8. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۱-۱۸۲؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۲.
  9. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۰.
  10. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۰.
  11. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۰؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۲.
  12. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۲-۱۶۶.
  13. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۳.
  14. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۱.
  15. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۴۴.
  16. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۲.
  17. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۲.
  18. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۲-۱۸۳؛ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۹۹۱م، ج۸، ص۲۹۰.
  19. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۶-۱۶۸.
  20. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۷۱.
  21. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۷.
  22. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۲.
  23. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۸.
  24. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۱.
  25. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۴۱؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۳۹.
  26. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۲.
  27. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۳.
  28. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴-۱۸۵.
  29. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴.
  30. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۵-۱۸۶.
  31. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۶.
  32. ابن مسکویه، تجارب الامم، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۱۴۲-۱۴۴.
  33. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴.
  34. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴-۱۸۵.
  35. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴.
  36. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۴-۱۸۵.
  37. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۶.
  38. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۹۶۵م، ج۵، ص۱۳۵.
  39. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۵-۱۸۶.
  40. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۹.
  41. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۶-۱۸۷.
  42. ابن مسکویه، تجارب الامم، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۱۴۷.
  43. خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۵.
  44. خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۵.
  45. شهید اول، القواعد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۲۰۷.
  46. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۳۶۵.
  47. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۹، ص۲۶۱.
  48. رضوی اردکانی، شخصیت و قیام زید بن علی، دفتر انتشارات اسلامی، ص۱۲۲-۱۲۳.
  49. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا علیه‌السلام، ۱۳۷۸ق، ج‌۱، ص‌۲.
  50. رجبی، «مواجهه امام صادق(ع) با نهضت ترجمه/ چرا امام از قیام زید حمایت نکرد»، خبرگزاری مهر.
  51. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۷۴.
  52. تهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۰۴-۲۰۵.
  53. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۶۴.
  54. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا علیه‌السلام، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۴۹.
  55. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۳.
  56. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۱۱۸.
  57. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۳.
  58. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۲-۱۷۱.
  59. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۳.
  60. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۵۷.
  61. کریمان، سیره و قیام زید بن علی، ۱۳۶۴ش، ص۲۶۰-۲۶۸.
  62. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۰.
  63. طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۶۰-۱۶۷.
  64. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۳۷-۲۳۸؛ طبری، تاريخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۷۲-۱۷۳.
  65. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۹، ص۲۳۳-۲۳۴.
  66. رضوی اردکانی، شخصیت و قیام زید بن علی، دفتر انتشارات اسلامی، ص۲۸۰-۲۸۱؛ کریمان، سیره و قیام زید بن علی، ۱۳۶۴ش، ص۳۶۱-۳۶۲.
  67. کاظمی، «قیام زید بن علی و یحیی بن زید و اسباب شکست و تاثیرات آن در مبارزات ضد اموی»، ص۱۹۹.
  68. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۲۶.
  69. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۳۰۹.
  70. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۸، ص۱۶۱.
  71. کریمان، سیره و قیام زید بن علی، ۱۳۶۴ش، ص۳۶۱-۳۶۲.
  72. نوری، زید بن علی و مشروعیة الثورة عند اهل البیت، ۱۴۱۶ق، ص۳۱۳.
  73. رضوی اردکانی، شخصیت و قیام زید بن علی، دفتر انتشارات اسلامی، ص۲۶۳-۲۷۹.

سرچينې

  • ابن أبی الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، تصحیح ابراهیم محمد ابوالفضل، قم، مكتبة آیة‌الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن أثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر و دار بیروت، ۱۹۶۵م.
  • ابن أعثم کوفی، محمد بن علي، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الأضواء، ۱۹۹۱م.
  • ابن مَسْکَوَیه، احمد بن محمد، تجارب الامم و تعاقب الهمم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، انتشارات سروش، ۱۳۷۹ش.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق احمد صقر، بیروت، موسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
  • بلاذري، احمد بن يحيی، أنساب الأشراف، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دار التعارف، ۱۹۷۷م.
  • حسینی تهرانی، سید محمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، علامه طباطبایی، ۱۴۲۶ق.
  • خزاز قمی، علی بن محمد، کفایة الاثر، تحقیق سید عبدالطیف حسنی، قم، انتشارات بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مرکز نشر آثار شیعه، ۱۴۱۰ق/۱۳۶۹ش.
  • رجبی، محمدحسین، «مواجهه امام صادق(ع) با نهضت ترجمه/ چرا امام از قیام زید حمایت نکرد»، در سایت خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۲۴ شهریور ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱۹ تیر ۱۳۹۷ش.
  • رضوی اردکانی، سید ابوفاضل، شخصیت و قیام زید بن علی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • شهید اول، محمد بن مکی، القواعد و الفوائد، تصحیح سید عبدالهادی حکیم، قم، کتابفروشی مفید، (افست نجف، ۱۴۰۰ق).
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا علیه‌السلام، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، انتشارات جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صبحی، احمد محمود، في علم الکلام دراسة فلسفية لآراء الفرق الإسلامية فی اصول الدین، بیروت، دار النهضة العربیة، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۹۶۷م.
  • کاظمی، محمدحسین، «قیام زید بن علی و یحیی بن زید و اسباب شکست و تاثیرات آن در مبارزات ضد اموی»، در مجله تاریخ نو، شماره ۱۲، پاییز ۱۳۹۴.]
  • کریمان، حسین، سیره و قیام زید بن علی(ع)، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، تحقیق محي الدين و محمدرضا مامقانی، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • نوری، حاتم، زید بن علی و مشروعية‌ الثورة عند اهل البیت، مرکز الغدیر للدراسات الإسلامیة، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.