د عاشورا تحریفونه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د عاشورا تحریفونه د کربلا د پېښې په اړه هغه راپورونه او شننې چې ځینو عالمانو او څېړاندو هغه جعلي یا غلطې ګڼلې دي. ویل شوي چې غلط نقلونه او بې صحیح سنده ادعاګانې، له کربلا وروسته په مختلفو پېړیو په تېره بیا د صفویانو او قاجاریانو په زمانه کې په سرچینو کې شاملې شوې دي.

ځینې کتابونه چې د عاشورا د پېښې په اړه د جعلي راپورونو په وړاندې کولو تورن دي دا دي: روضةالشهدا لیک د واعظ کاشفی (وفات ۹۱۰ق)، اسرارالشهادة لیک د فاضل دربندی او مُحرِقُ‌القلوب لیک د ملا احمد نراقی. ځینو عالمانو د کربلا په پېښه کې په تحریف نیوکې کړي او په دې اړه یې کتابونه لیکلي چې پکې د محدث نوري، لؤلؤ و مرجان او د مرتضی مطهري، حماسه حسینی کتابونو ته اشاره کولی شو.

د کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربَلا (هره ورځه عاشورا ده او هره ځمکه کربلا ده) او هَل مِن ناصرٍ یَنصُرُنی (آیا داسې څوک شته چې زما مرسته وکړي؟) جملې او د مسلم د طفلانو یا ماشومان کیسه په هغه طریقه چې مشهوره ده او د زَعفر جِنّی کیسه د عاشورا له تحریفاتو ګڼل شوې دي.

مفهوم‌ پېژندنه

د عاشورا تحریفونه د کربلا په پېښې پورې اړوند د غیر واقعي راپورونو او د امام حسین (ع) له پاڅونه د غلطو تحلیلونو په معنا اخستل شوې دي. مرتضی مطهري په حماسه حسیني کتاب کې د کربلا له پېښې غلطې شننې معنوي تحریف، او جعلي تاریخي راپورونه او په ځینو کسانو پورې د ځینو خبرو تړل، لفظي تحریفونه ګڼلې دي.[۱]

لاملونه او محرکات

د عاشورا د پېښو تحریف په مختلفو انګېزو او محرکاتو سره شوی دی. محدث نوري د اهل بیتو (ع) د ویر محفل ته د ولولې او جوش ورکول[۲] د لیکوالانو له خوا د جامع کتاب د لیکلو لپاره هڅه[۳] د اهل بیتو د فضایلو د خپرولو او د هغوي په مصایبو د ژړېدلو شوق[۴] له عاشورا سره په اړوندو پېښو کې د واقعیت د خلاف او بې مدرکه مطالبو د دودېدو له انګېزو ګڼلې دي. همداراز د امام حسین (ع) او د هغه د اهل بیتو د لا زیات مظلومیت وړاندې کول، د پېغمبر(ص) کورنۍ ته سترتوب ورکول، د مخاطبانو غوښتنو ته ځواب، د دښمن د څېرې کرغېړن ښودل،[۵] د تاریخي روایتونو په نقلولو کې ناځيري، له ضعیفو سرچینو استفاده، له نثر سره د شعر ژبې ورګډول، په زباني او د یاد له مخې په نقلونو بسنه، د تاریخي قولونو په نقلولو کې داستان جوړونه او د قال په ژبه د حال د ژبې بدلول د عاشورا د پېښې په په تحریف او جعل کې له نورو عواملو ګڼل شوې دي.[۶]

امام حسین (ع) ته منسوبې خبرې

امام حسین (ع) ته ځینې منسوبې خبرې او شعرونه چې د عاشورا له تحریفاتو ګڼل شوې، دا دي:

  • إنّ الحیاة عقیدة و جهاد (ژوند هماغه عقیده او جهاد دی): مرتضی مطهري دا خبره بې سنده او د مفهوم له نظره غلطه ګڼي.[۷] عاشورا څېړاندی محمد صحتی سردرودي، هغه د مصر د شاعر احمد شوقی (۱۲۴۷-۱۳۱۱ل) د شعر یوه برخه ګڼلې ده.[۸]
  • اِن کانَ دینُ محمدٍ لمْ یَستَقِم اِلّا بِقَتلی یا سُیوفُ خُذینی ( که د محمد دین زما له وژل کېدو پرته نه پاتې کیږي نو ای تورو راشئ په ما راماتې شئ) محمد صحتی سردرودي امام حسین (ع) ته د دغه عبارت په منسوبولو کې شک کړی او هغه یې دابوالحُبِّ حُوَیزی (۱۲۳۵-۱۳۰۵ق) د شعر یو بیت ګڼلی دی..[۹]
  • اُسْقونی شَربةً مِنَ الماء (ماته د اوبو یو ګوټ راکړئ): مرتضی مطهري ویلي چې دا عبارت یې په مقاتل کې نه دی لیدلی. هغه همداراز باوري دی چې دا خبره د امام حسین (ع) له شخصیت سره په ټکر کې ده ځکه چې هغه داسې کس نه و چې له خلکو اوبه وغواړي.[۱۰]
  • هَل مِن ناصرٍ یَنصُرُنی (آیا څوک شته چې زما مرسته وکړي؟): محمد صحتی سردرودي، په امام پورې د دغه جملې په منسوبولو کې شک کړی او لیکلي یې دي چې په سرچینو کې، د دغه عبارت د منسوبولو لپاره کوم سند نه دی موندل شوی؛[۱۱] سره له دې، د فرهنګ عاشورا لیکوال جواد محدثي، هغه په معنا نقل ګڼلی او لیکلي یې دي چې دا خبره په تاریخي سرچینو کې په نورو عبارتونو سره نقل شوې ده.[۱۲]
  • یا کوکباً ما کانَ اَقصرَ عُمرَه/ و کَذلِکَ عُمرُ کواکبِ الاَسحار (ای اسماني ستوریه، عمر دې څومر لنډ و! او داسې دي هغه ستوري چې سهار راخیږي.)؛ د محدث نوري په وینا دا شعر د ابوالحسن تِهامی (وفات ۴۱۶ق) دی چې د خپل زوي په غم کې یې ویلی دی؛ خو هغه په امام حسین پورې منسوبیږي چې د علي اکبر په بالښت یې دغه شعر ویلی دی.[۱۳]
  • شیعتی ما اِن شَرِبتُم ماءَ عَذْبٍ فَاذْکرونی ( ای زما پېروانو، کله چې هم خوږې اوبه څښئ ما یادوئ)؛ شیخ عباس قمي ویلي چې د امام حسین (ع) لور سکینه د اغما او بې هوشۍ په حالت کې له خپل پلاره یوازې یو بیت واورېده او نور شعرونه چې په دغه ردیف ویل کیږي، له امام حسین (ع) څخه نه دي.[۱۴]
  • کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربَلا (هره ورځه عاشورا ده هره ځمکه کربلا ده): محمد صحتي سردرودي دغه عبارت بې له کوم معلوم سنده ګڼلی دی؛ که څه هم په ځینو سرچینو کې د امام صادق(ع) له قوله نقل شوی دی.[۱۵]

راپورونه

په لؤلؤ و مرجان، منتهی الآمال، حماسه حسینی او... کتابونو کې ځینې راپورونه تحریف شوي ګڼل شوي چې هر یو یې جدا جدا په دې ډول دي:

لؤلؤ و مرجان، لیک د محدث نوری

ځینې موارد چې محدث نوري په لؤلؤ و مرجان کتاب کې د غلطو، بې سنده او دروغو راپورونو په عنوان ذکر کړې دا دي:

  1. امام حسین (ع) په قتلګاه کې حضرت زینب (س) ته د سترګو په کږلیچونو کې وکتل او ترې یې وغوښتل چې خیمې ته ستنه شي.[۱۶]
  2. امام حسین (ع) د عاشورا په ورځ څو حملې وکړې او په هره حمله کې یې لس زره کسان ووژل.[۱۷]
  3. د څلوېښتۍ په ورځ کربلا ته د امام حسین (ع) د اهل بیتو رسېدل.[۱۸]
  4. عطیه کوفي د جابر بن عبدالله مریی و او کله چې یې جابر ته د امام حسین (ع) د اهل بیتو د راتګ زیری ورکړ هغه یې ازاد کړ.[۱۹]
  5. د هاشم مرقال ژوندي کېدل او د عاشورا په ډګر کې یې شتون.[۲۰]
  6. د عاشورا په شپه د حبیب ابن مظاهر په مشرۍ د امام حسین (ع) د اصحابو ژمنه کول چې نه پرېږدو له مونږ مخکې له بني هاشمو څخه څوک میدان ته لاړ شي.[۲۱]
  7. د پېریانو د مشر زَعفر جِنّی[۲۲]کیسه چې د عاشورا په پېښه کې یې امام حسین (ع) ته د مرستې وړاندیز وکړ، خو امام حسین (ع) ونه مانه.[۲۳]
  8. د عاشورا ورځې له پېښو د امام سجاد (ع) بې خبري. امام حسین (ع) هغه ته ورغی او د شویو پېښو له بیانولو وروسته یې وویل:« پوه شه په خیمو کې له ما او تا پرته بل سړی نه دی پاتې»[۲۴]
  9. میدان ته د تګ او خدای په امانۍ په وخت بل څوک نه وو چې امام حسین (ع) سپور کړي ، حضرت زینب هغه په اس سپور کړ.[۲۵]
  10. په قتلګاه کې د امام حسین په بالښت په حضرت زینب (س) پورې منسوبه خبره چې : «أأنت أخی، أأنت رجائنا،..» (ایا ته زما ورور یې، آیا ته زمونږ هیله یې،....)[۲۶]
  11. په یوه ورځ کې امام سجاد (ع) دوه ځله له ژړا بې هوشه شو. ابو حمزه ثمالي هغه ته تسلي ورکړه او نصیحت یې ورته وکړ.[۲۷]
  12. په کربلا کې د قاسم واده .[۲۸]
  13. په صفین کې د حضرت عباس (ع) د جنګ کیسه.[۲۹]
  14. په وړوکوالي کې امام حسین (ع) ته د حضرت عباس د اوبو راوړلو کیسه.[۳۰]
  15. کله چې علي اکبر میدان ته لاړ، امام حسین د علي اکبر له مور لیلی وغوښتل چې ورته دعا وکړي؛ ځکه چې پېغمبر (ص) فرمایلي چې د بچي لپاره د مور دعا قبلیږي.[۳۱]

منتهی‌الآمال، لیک د محدث قمي

شیخ عباس قمي په منتهی الآمال کې، د لاندینیو راپورونو په صحیح والي کې شک کړی او هغه یې غلط یا بعید ګڼلې دي.

  1. دا چې په خلکو کې مشهوره ده چې عمر بن سعد «د کربلا سپین ږیری» و.[۳۲]
  2. د مسلم د طفلانو شهادت په هغه کیفیت او تفصیل سره چې مشهور دی.[۳۳]
  3. حضرت زینب ته د «سر د ماتېدو» نسبت ورکول او د دې مشهورو شعرونو ویل چې «یا هِلالاً لَمّا اسْتَتَمَّ کمالاً غالَهُ خَسفُهُ فَأَبَدا غُروباً» (ای میاشتې چې د څوارلسمې په شان پوره شوه، ناڅاپه تندر وتښتوله او ولویده».[۳۴]
  4. د امام سجاد (ع) له خوا کربلا ته د څلوېښتۍ په ورځ د امام حسین (ع) او نورو شهیدانو د سرونو راوړل او له بدنونو سره یې یو ځای کول.[۳۵]

شیخ عباس قمي همداراز ویلي چې معتبرو مقتل لیکونکو، د عاشورا په ماښام د امام حسین (ع) د اهل بیت د حال په اړه څه نه دي نقل کړي.[۳۶]

حماسه حسینیي، لیک د مرتضی مطهري

مرتضی مطهري هم د کربلا په پېښه کې د تحریف په نامه ځینې موارد ذکر کړې دي:

  1. د امام حسین(ع) له وینا وروسته د عاشورا په شپه د امام حسین (ع) د ملګرو خواره واره کېدل. د مطهري په وینا دا هغه خبره ده چې یوازې په ناسخ التواریخ کې راغلې ده.[۳۷]
  2. د زمري او فِضّه کیسه [۳۸]
  3. د یهودي جینۍ کیسه چې شله وه او د امام حسین (ع) د وینې یو څاڅکی یې د یو مارغه په وسیله په بدن وڅڅول شو او ښه شوه.[۳۹]

د استاد مطهري حماسه حسیني ته یو نظر، لیک د صالحي نجف ابادي

  1. له قتلګاه د تېرېدو لپاره د کربلا د بندیانو غوښتنه.[۴۰]
  2. بندیانو ځانونه له سپرلیو په ځمکه وغورځول.[۴۱]
  3. د امام حسین(ع) اهل بیتو ته د کوفې د خلکو صدقه ورکول.[۴۲]

د نورو عاشورا څېړاندو له نظره=

لاندیني موارد د ځینو نورو څېړاندو په نظر د عاشورا د تحریفونو له مصداقونو ګڼل شوې دي:

  1. په الامام الحسین و اصحابه،کتاب کې د فضل علي قزویني په وینا، په کتاب کې د «امام حسین د عاشورا په شپه خپلو اصحابو ته اجاره ورکړه چې لاړ شي او له هغوي یې وغوښتل چې هر یو چې ځي یو اهل بیت دې له ځان سره بوځي» عبارت، یوازې د ضحاق مشرقي څخه د محمد بن جریر طبري له نقل پرته د متقدمو په هیڅ یوې سرچینې کې نه دی راغلی او له دې امله معتبر نه دی.[۴۳] لکه څنګه چې په روضة الصفا کتاب کې راغلي دي.[۴۴]
  2. امام حسین (ع) چې کله د مسلم بن عقیل د وژل کېدو خبر واورېد غوښتل یې چې مدینې ته ستون شي خو د عقیل بچیانو یې مخه ونیوله.[۴۵]
  3. د درېو سرونو د غشي کیسه او دا چې د امام په سینه ولګېد او د شا خوا را ووېستل شو، مستند نه دی.[۴۶]
  4. کوفې او دمشق ته د امام حسین (ع) د اهل بیتو د ورتګ په وخت د دغه دوو ښارونو څراغاني او سینګارېدل د سوچ او څېړنې خبره ده؛ په تېره بیا په کوفه ښار کې دا خبره ډېره لرې ښکاري.[۴۷]
  5. د امام حسین (ع) له خوا د یمن د تجارتي کاروان نیول کېدل.[۴۸]
  6. د امام حسین (ع) په وژلو د قاضي شریح د فتوا په اړه هیڅ سند نه دی لیدل شوی.[۴۹]
  7. په بې وفایۍ د کوفیانو مشهورتیا او دا متل چې «الکوفی لا یوفی»، د بني امیه او شامیانو د پروپاګنډو له امله دی.[۵۰]

په تحریف جوړولو تورنې سرچینې

د واعظ کاشفي روضة الشهدا د عاشورا له تحریف جوړوونکو سرچینو څخه

له هغو سرچینو چې غلط راپورونه پکې نقل شوي د تحریف جوړولو یا تحریف خپرولو د سرچینو په توګه یادونه شوې ده.[۵۱] ځینې دغه سرچینې په دې ډول دي:

  • مَقتل‌الحسین: د محدث نوري په وینا د ابومِخنف کتاب ډېر باوري وو خو مونږ ته نه دی رسېدلی. هغه څه چې د مقتل ابو مخنف په نامه خپریږي، د باور وړ کتاب نه دی.[۵۲]
  • روضةالشهدا، لیک د واعظ کاشفي (وفات ۹۱۰ق)؛ محدث نوري د زغفر جني کیسه د عاشورا له تحریفونو ګڼلې چې په لومړي ځل په دغه کتاب کې مطرح شوې ده.[۵۳]
  • اسرارالشهادة لیک د فاضل دربندي: د محدث نوري په وینا د عمر بن سعد د لښکریانو شمېر، د امام حسین (ع) او حضرت عباس (ع) په لاس د یزید د سپایانو د وژل شویو کسانو شمېر د دغه کتاب د تحریفونو یوه بېلګه ده؛ ځکه چې په دې کتاب کې د امام حسین (ع) په لاس د وژل شویو کسانو شمېر درې لکه او او د حضرت عباس په لاس د وژل شویو کسانو شمېر دوه نیم لکه تنه ذکر شوی دی.[۵۴]
  • مُحرِقُ‌القلوب لیک د ملا احمد نراقي: محدث نوري او مرتضی مطهري په کربلا کې د هاشم مرقال د ژوندي کېدو کیسه د دغه کتاب له تحریفاتو ګڼلې ده.[۵۵]
  • عنوان‌الکلام، لیک د ملا محمدباقر فِشارکي: د دغه کتاب د تحریفونو ځینې بېلګې یې دا راپورونه ګڼلې دي:«د علي اصغر د شهادت له شپې وروسته د رباب په تي کې پۍ جمع شول، رباب چې کله دا ولیدل وې ویل: علي اصغره چرته یې»، «د علي اصغر تنه یې له خاورو راوویسته او سره یې په نېزې پورته کړ»[۵۶]

نور العین فی مشهد الحسین چې ابواسحاق اسفرایني ته منسوب دی، المنتخب فی جمع المراثی و الخطب لیک د فخرالدین طُریحی، تَظلّم‌الزهراء، ناسخ‌التواریخ لیک د محمدتقی سپهر، معالی السبطین لیک د محمدمهدی حائری مازندرانی او الدَّمعةُ السّاکبة لیک د محمدباقر بهبهانی (وفات ۱۲۸۵ق) له نورو تحریف جوړوونکو یا تحریف خپروونکو کتابونو ګڼل شوې دي.[۵۷]

له تحریف سره مقابله

د عاشورا د پېښې له تحریفونو سره مقابله د قاجاریانو له زمانې پېل شوه. محدث نوري لومړی شیعه عالم ګڼل شوی چې د عاشورا د تحریفونو په رد کې یې کتاب لیکلی دی.[۵۸] له هغه وروسته، محمد باقر خراساني بیرجندي او مرتضی مطهري د عاشورا له تحریفاتو سره په مقابله کې کتابونه ولیکل:

  • لؤلؤ و مرجان، لیک د محدث نوري: دا کتاب د هغو دودو باورونو په خلاف چې په خلکو او روضه ویونکو کې مشهور و، ولیکل شو. محدث نوري هغه د ۱۳۱۹ ق په وروستیو کې (له وفاته یې یو کال مخکې) پای ته ورساوه. د لولو او مرجان کتاب زیات مطالب د فاضل دربندي په کتاب اکسیر العباده فی اسرار الشهاده کره کتنه ده. په ځینو مواردو کې یې د ملا حسین کاشفي په روضة الشهدا هم کره کتنه کړې ده.[۵۹]
  • حماسه حسینی،لیک د مرتضی مطهری. مطهري په دې کتاب کې تحریف په لفظي او معنوي برخو وېشلی دی. هغه د امام حسین (ع) د پاڅون په فلسفې سترګې پټول او له هغه د عوامیانه تفسیرونو دودېدل د معنوي تحریف په توګه نقد کړی. همداراز د لفظي تحریفاتو ځینې بېلګې یې ذکر کړي دي.[۶۰]

کتاب پېژندنه

د عاشورا د تحریفونو په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

  • عاشوراپژوهی؛ د امام حسین (ع) د تاریخ د تحریف پېژندنې په نظر سره، لیک د محمد صحتي سردرودي: دا کتاب د کربلا د پېښو په اړه د ځینو مقالو ټولګه ده. «کتابشناسی توصیفی - انتقادی پیرامون تحریف‌های عاشورا» لیک د محمد آلاندوزلی، «تحریف‌شناسی تاریخ امام حسین(ع) با رویکردی کتابشناسانه» و «بازخوانی فرهنگ عاشورا(انتقادهایی از کتاب فرهنگ عاشورا جواد محدثی)» لیک د محمد صحتی سردرودی، د دغه کتاب له مقالاتو څخه دي.
  • جریان‌شناسی تاریخی قرائت‌ها و رویکردهای تاریخی عاشورا از صفویه تا مشروطه، لیک د محسن رنجبر: دا کتاب د امام خمیني د ښوونې او څېړنې موسسې خپرنځي خپور کړی دی.[۶۱]
  • جامعه‌شناسی تحریفات عاشورا؛ نگرشی انتقادی به مقاتل روضه‌ها و ادبیات منظوم، لیک د سید عبدالحمید ضیایی.

فوټ نوټ

سرچينې

  • آلاندوزلی، محمد، «کتابشناسی توصیفی-انتقادی پیرامون تحریف‌های عاشورا»، آینه پژوهش، شماره ۷۷ و ۷۸، آذر و اسفند ۱۳۸۱ش.
  • پیشینه و جریان‌شناسی مبارزه با آسیب‌های فرهنگ عاشورا، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، مجله پگاه حوزه، بیست نهم فروردین ۱۳۸۶، شماره ۱۲۷.
  • جریان‌شناسی تاریخی قرائت‌ها و رویکردهای تاریخی عاشورا، پاتوق کتاب فردا، تاریخ بازدید: ۲۱ دی ۱۳۹۹ش.
  • سلطانی، محمدعلی، «گزارش‌هاى نادرست از حادثه کربلا»، آینه پژوهش، شماره۷۷-۷۸، آذر و اسفند ۱۳۸۱ش.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، نگاهی به حماسه حسینی استاد مطهری، تهران، کویر، ۱۳۸۴ش.
  • فاطمی، سید حسن، «منابع تحریف‌گستر در حادثه عاشورا»، کتاب‌های اسلامی، شماره ۱۷، تابستان ۱۳۸۳ش.
  • قاضی طباطبایی، سید محمدعلی، تحقیق درباره اول اربعین حضرت سیدالشهداء، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • قزوینی، فضل‌علی، الامام الحسین و اصحابه، تحقیق احمد حسینی اشکوری، قم، محمود شریعت المهدوی، ۱۴۱۵ق.
  • قمی، شیخ عباس، منتهی الامال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، نشر معروف، قم، ١٣٧٤ش.
  • محمد صحتی سردرودی، عاشوراپژوهی با رویکردی به تحریف‌شناسی تاریخ امام حسین(ع)، قم، خادم الرضا، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری(ج۱۷)، صدرا، ۱۳۷۷ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری(ج۲۳)، صدرا، چاپ ششم، ۱۳۸۹ش.
  • موگِهى‌، عبدالرحيم، مقالات، جمعی از نویسندگان، نهضت حسينى و رسالت مبلّغان دينى‌ جلد : ۱ صفحه : ۷۹۹، بی تا، بی نا، بی جا.
  • نوری، میرزا حسین، لؤلؤ و مرجان در شرط پله اول و دوم روضه‌خوانان، آفاق، تهران، ۱۳۸۸ش.
  • «نهضت حسينى و رسالت مبلّغان دينى‌» ، https://lib.eshia.ir/26121/1/799

بهرنۍ لینکونه