Jump to content

مالک بن نویره

د wikishia لخوا
دا لیکنه د مالک بن نوویره په اړه ده. د هغه د وژلو د پېښې په اړه د معلومات ترلاسه کولو لپاره د مالک بن نویره وژله مقاله وګورئ.

مالک بن نُوَیْره (وژلی شوی په ۱۱ هـ ق) کې د رسول الله(ص) له اصحابو څخه و چې د خالد بن ولید د اخلاقي انحراف له امله ووژل شو. د رِدّه  په جنګونو کې د مالک د وژنې کیسه د شیعه او سنیانو ترمینځ له کلامي نظره له بحثونو ډکه مسله ده. شیعو په بې دلیله د مالک وژلو ته په اشارې سره د صحابه و د عدالت په نظریه نیوکه کړې ده. عمر بن خطاب خالد بن ولید د مالک د وژلو په سبب د قصاص حقدار ګڼه او له هغه له میرمنې سره د ملاستي کولو په جرم یې د سنګسار مستحق ګڼه. له بلې خوا ابوبکر خالد د خپل اجتهاد له سببه معذور وګڼه.

د فضل بن شاذان په روایت کې راغلي چې رسول الله(ص) مالک بن نویره د جنتیانو له ډلې څخه معرفي او د امام علي(ع) خلافت ته یې د هغه لارښوونه وکړه. له همدې امله کله چې مالک بن نویره د رسول الله(ص) له وفاته وروسته مدینې ته راغی نو ابوبکر باندې یې اعتراض وکړ چې ولې یې د رسول الله(ص) د وینا له مخې امام علي(ع) ته خلافت نه دی سپارلی. د شیعه څیړونکو په وینا، مالک حکومت ته د زکات له ورکولو څخه انکار وکړ ځکه چې هغه د ابوبکر خلافت مشروع نه ګڼه، او همدا د هغه د مړینې لامل شو.

ځینو سني لیکوالانو د خالد بن ولید د چلند د توجیه لپاره مالک مرتد ګڼلی دی. خو شیعو او ځینو سنیانو د مالک ارتداد په دې دلیلونو سره رد کړی دی چې د هغه د اسلام په اړه یو شمیر صحابه شهادت ورکړی او ابوبکر د هغه دیه هم ورکړې ده.

پیژندنه او موقعیت

مالک بن نُوَیرة بن جَمْرَة تَمیمی د رسول الله(ص) له اصحابو او د جاهليت او اسلام په زمانه کې له سترو مشرانو څخه وو.[۱] مالک شاعر و او د شعرونو دیوان یې درلود.[۲] هغه رسول الله(ص) ته ورغی او مسلمان شو.[۳] پیغمبر(ص) هغه په ​​خپله قبیله کې خپل استازی وټاکه چې له دوي څخه زکات راټول کړي.[۴]

د شیخ عباس قمي له قوله چې په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې له شیعه عالمانو څخه دی، مالک بن نویره له اهل بیت(ع) سره د مینې له امله ووژل شو.[۵] د هغه روایت له مخې چې فضل بن شاذان نقل کړی دی رسول الله(ص) مالک بن نویره له جنتیانو معرفي کړی دی.[۶] دا پیښه هغه وخت وشوه چې هغه له پیغمبره(ص) وغوښتل چې ورته د ايمان حقيقت وښايي او پیغمبر(ص) هغه ته د شريعت ځينې احكام ورزده كړل او د امام علي عليه السلام خلافت ته یې د هغه لارښوونه وکړه.[۷] د ابن شازان د روايت له مخې د پېغمبر له وفات وروسته مالک بن نویره مدینې ته راغی او د ابوبکر د خلافت سره له مخامخیدو وروسته یې ورباندې اعتراض وکړ چې ولې یې د رسول الله(ص) د وینا مطابق امام علی(ع) ته یې خلافت نه دی ورکړی.[۸] له دې احتجاجه وروسته د ابوبکر په حکم قُنْفُذ او خالد بن ولید، مالک له جوماته بهر کړ.[۹]

د مالک بن نوویره د قتل کیسه د فریقین تر منځ له کلامي نظره له بحثونو ډکه موضوع ده.[۱۰] د خالد بن ولید په لاس د مالک وژل کیدل او د مالک له میرمنې سره د هغه کورولی کول د ردې په جنګونو کې له یو ډیرو جنجالي پیښو څخه شمیرل کیږي.[۱۱] شيعه عالمان د دې تاريخي پېښې له مخې د سنيانو د صحابه د عدالت په نظريه نيوکه کړې ده، او په دې اند دي چې دا نظريه د صحابه د ځينو نامناسبو چلندونو د توجيه لپاره وړاندې شوې ده.[۱۲] د څلورمې هجري پېړۍ د تاریخ لیکوال مَقْدِسی په وینا، د امامت له مسئلې وروسته د ردې په جګړو کې د مسلمانانو تر منځ اختلاف څرګند شو. که څه هم ابوبکر په دې عقیده و چې باید د اهل رده سره جګړه وشي، خو مسلمانانو ورسره مخالفت وکړ.[۱۳]

د رده په جنګونو کې د مالک وژل

د شیعه تاریخ پیژاندې په وینا، بې له شکه چې مالک بن نویره د خالد بن ولید د اخلاقي انحراف له امله ووژل شو.[۱۴] مالک د ابوبکر حکومت ته د زکات له ورکولو څخه انکار وکړ او هغه به یې په خپل ​​​​قوم کې ویشه.[۱۵] په النص و الاجتهاد کتاب کې د سید عبدالحسین شرف الدین په وینا، مالک د ابوبکر د خلافت په مشروعیت او هغه ته یې د زکات په ورکولو کې شک درلود له همدې امله یې له زکات ورکولو انکار وکړ.[۱۶] خالد بن ولید د ابوبکر په حکم د بُطاح په سیمه کې د مالک او د هغه د قبیلې د ارتداد سره د مقابلې لپاره هغوی ته ورغی.[۱۷] مالک د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې دوي ارتداد نه دی کړی، له خپلې مېرمنې ام تمیم سره خالد ته راغی، خو خالد د هغه د ښځه په لیدو سره چې ښکلې ښځه وه، مالک وواژه، او هم په هغه شپه د مالک له مېرمنې سره چې د خپل مېړه په عدې کې وه، کورولی وکړ.[۱۸] د مالک میړینه یې د 11 هجري کال په پيښو کې راوړې ده.[۱۹]

د خالد د شريعت خلاف کړنو د ځينو صحابه لکه د ابوقَتادَه انصاري او د عبدالله بن عمر احتجاج راوپاراوه.[۲۰] وروسته له دې چې د خالد د لښکر خبر مدينې ته ورسيد، عمر بن خطاب له ابوبکر سره د خالد د شريعت خلاف کړنو په هکله خبرې وکړې او هغه يې خالد ته وغوښتل چې خالد بن ولید له کوماندانۍ لری کړي.[۲۱] عمر بن خطاب خالد بن وليد د مالک د قتل د غچ او د هغه له مېرمنې سره د کورولي په جرم د سنګسار مستحق ګڼلو.[۲۲] خو ابوبکر د عمر غوښتنه رد کړه او خالد يې په اجتهاد کې د هغه د غلطۍ په پلمه معذور وګڼه.[۲۳] د مصري مورخ محمد حسین هیکل په وینا له دې سببه چې ابوبکر په خپل حکومت کې خالد ته اړتیا درلوده، نو هغه به یې پرله پسې په کاروه.[۲۴] خو عمر د هغه دا خطا هېره نه کړه او له همدې سببه د ابوبکر له وفاته وروسته چې کله عمر خلیفه شو نو خالد یې د پوځ له قوماندې لرې کړ.[۲۵]

د مالک ارتداد که اسلام

شیعیان او ځینو سنیانو د مالک د مسلمان شونی دلیلونه ذکر کړي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

خو سنيان د هغه د مسلمانېدو په اړه يو شان نظر نه لري او ځينو يې مرتد ګڼلى دى.[۲۷] محمد حسين هيکل د خالد دغه چلند توجيه کوي او په دې اند دى چې ښځې سره د عدې په وخت کې کورولی کول که څه هم د شريعت مطابق نه دی. خو دا حكم نبايد د خالد غوندې کسانو په هکله جاري شي چې حاکمیت سره یې مرسته کوله.[۲۸] همدارنګه د ده په عقیده، د مالك وژل او د هغه له مېرمنې سره کور ولی کول، د دولت لپاره د ده د ډېرو خدمتونو په پرتله يوه مهمه مسئله نه ده.[۲۹]

علامه امیني[۳۰] او شرف الدین،[۳۱] د مالک او خالد د پیښې له بیانولو وروسته د خالد د دفاع لپاره د سنیانو په بهانو نیوکه کړې ده. عباس محمود عقاد چې مصري ليکوال دی، په دې اند دی چې که څه هم د مالک د قتل په اړه روايتونه مختلف دي، خو د مالک وژنه يقيني واجب او ښکاره خبره نه وه او ای کاش دا پېښه د خالد د ژوند په پاڼو کې نه وای.[۳۲]

د مالک بن نویره په موضوع سره د قلم حسن علي پور وحید کتاب

ځانګړي کتابونه

هغه کتابونه چې د مالک بن نویره په هکله لیکلي شوي دي په لاندې ډول دي:

  • «پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره» (د مالک بن نويره د سياسي او مبارزاتي ژوند په اړه يوه څېړنه) کتاب حسن عليپوروحيد ليکلې دی؛ دا کتاب په ۶۸۵ مخونو کې په ۱۳۹۵ کال کې د دفتر انتشارات اسلامي له خوا چاپ شوی دی.
  • «مالک بن نویره» د حسن علیپوروحید یو بل کتاب دی؛ په دې کتاب کې لیکوال د مالک کیسه د سني منابعو په تحلیلي طریقه شننه کړې ده. دا کتاب د دلیل ما خپرندویې له خوا په ۱۴۰۲لمریز کال کې په ۶۱۶ مخونو کې خپور شوی دی.
  • «ماجرای قتل مالک بن نویره» د علي لباف په هڅې لیکل شوی؛ دا کتاب چې مطلبونه یې د سید مرتضی عسکري د اثارو پر بنسټ دی په ۱۳۹۱ کال کې د منیر په مطبعه کې په تهران کې چاپ شوی دی.

فوټ نوټ

  1. ابن‌أثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۶.
  2. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۲۶۴.
  3. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۳.
  4. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۲.
  5. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۳۱۱.
  6. ابن‌شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۷۵.
  7. ابن‌شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۷۵.
  8. ابن‌شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۷۶.
  9. ابن‌شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۷۶.
  10. صیامیان گرجی، «رده، جنگ‌ها»، ص۶۹۵.
  11. غلامی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، ص۳۹.
  12. نیکزاد، «عدالت صحابه در ترازوی نقد»، ص۴۲-۴۴.
  13. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۵، ص۱۲۳.
  14. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۱۹-۲۲۰؛ جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۹۴ش، ص۳۸.
  15. ابن‌حجر، الإصابه، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۶۰.
  16. شرف‌الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، ص۱۱۸.
  17. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۹۵.
  18. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
  19. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۷۸.
  20. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۵۹.
  21. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۷۸-۲۷۹.
  22. ابی‌الفداء، تاریخ ابی‌الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۲۲.
  23. ابن‌کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۲۳.
  24. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۵۷.
  25. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۳۸.
  26. وګورئ:‌ ابن‌أثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷؛ غلامی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، ص۴۰.
  27. وګورئ:‌ ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷.
  28. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۴۰.
  29. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۴۱.
  30. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۱۸-۲۲۹.
  31. وګورئ: شرف‌الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، ص۱۱۶-۱۳۸.
  32. عقاد، عبقریة خالد، ۲۰۰۵م، ص۸۰.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌أثیر، علی بن ابی‌الکرم، اُسُد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌شاذان، فضل، الفضائل، قم، رضی، ۱۳۶۳ش.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابی‌الفداء، اسماعیل بن علی، تاریخ ابی‌الفداء، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • جعفریان، رسول، تاریخ خلفا، قم، دلیل ما، ۱۳۹۴ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۱۳ق.
  • شرف‌الدین، سید عبدالحسین، النص و الاجتهاد، قم، ابومجتبی، ۱۴۰۴ق.
  • صیامیان گرجی، زهیر، «رده، جنگ‌ها»، در جلد ۲۴ دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۸ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت دار التراث۱۳۸۷ق.
  • عقاد، عباس محمود، عبقریة خالد، قاهره، نهضة مصر، ۲۰۰۵م.
  • غلامی، علی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، در مجله معرفت، شماره ۴۰، فروردین ۱۳۸۰ش.
  • قمی، عباس، منتهی الآمال ، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ق.
  • مَقْدِسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیروت، پورت سعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا.
  • نیکزاد، عباس، «عدالت صحابه در ترازوی نقد»، در مجله رواق اندیشه، شماره ۲۸، فروردین ۱۳۸۳ش.
  • هِیْکَل، محمد حسین، الصدیق ابوبکر، قاهره، دار المعارف، بی‌تا.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.