منځپانگې ته ورتلل

د نجونو بلوغت

د wikishia لخوا

د نجونو بلوغت د ودې یوه مرحله ده چې په هغه مرحله کې دوي د دیني دندو په ترسره کولو مکلفې شي. د فقهاوو د فتوا له مخې، په نجونو کې د بلوغت عمر ته رسیدل پینځه نښې لري: د مکلفیت عمر ته رسیدل، د حیض د وینې لیدل، احتلام، د ګېډې لاندې د تورو ویښتانو وده کول، او امیدواري. که چیرې له دغو نښو یوه یې پوره شي، نو نجونې بالغې ګڼل کیږي.

د بلوغت د عمر په اړه، د فقهاوو ترمنځ د نظر اختلاف دی: ډیر شیعه فقها په دې باور دي چې نجونې د نهه قمري کلونو په پای کې بلوغت ته رسیږي. برعکس، ځینې یې د بلوغت عمر دیارلس قمري کلونه ګڼي. ځینې یې دندې په خپلو کې جلا کوي او د بلوغت عمر په ځینو مواردو کې لس کاله او په نورو کې دیارلس کاله ګڼي.

مفهوم پيژندنه او موقف

«بلوغت» یوه فقهي اصطلاح ده، چې معنی یې د ژوند هغه عمر او مرحلې ته رسیدل دي کله چې يه یو چا باندې مذهبي مکلفیتونه واجب شي او د مذهبي قوانینو اطاعت کولو ته اړ شي.[۱]

ډیرو فقهاوو د نجونو لپاره په نهه کلنۍ کې بلوغت اعلان کړی دی، او له همدې امله، نن سبا، په پنځلسمه پیړۍ کې، د واده مسؤلیت منلو او په دې عمر کې د نجونو لپاره د مکلفیتونو مسله د مختلفو ډلو لخوا د پاملرنې، نیوکې او مطالعې موضوع ګرځیدلې ده.[۲] دا کار د دې سبب شوی چې د دې دورې فقها روایتي سرچینو او د پخوانیو فقهاوو د نظرونو په بیاکتنې سره دا مسله وڅیړي.[۳]

د نجونو لپاره د بلوغت طبیعي نښې

د بلوغت طبیعي نښې هغه فزیولوژیکي نښو ته اشاره کوي چې د نجونو په بدنونو کې پیښیږي او د معصومو امامانو(ع) په روایتونو کې د بلوغت نښې معرفي شوي دي.[۴] هغه نښې دا دي:

حیض یا عادت

همدارنګه وګورئ: حیض او د حیض وینه

فقهاوو، د روایتونو له مخې، په نجونو کې د عادت یا حیض نښې د بلوغت له نښو څخه یو نښه ګڼلې ده.[۵] ځینې یې په دې باور دي چې حیض په نهه کلنۍ کې واقع کیږي،[۶] او له همدې امله هغه وینه چې له دې عمر څخه مخکې لیدل کیږي، حتی که هغه د حیض د وینې ځانګړتیاوې ولري هم، د حیض وینه نه ګڼل کیږي، او یوازې هغه وینه چې د نهه کلنۍ وروسته لیدل کیږي د حیض وینه ده او خپل احکام لري. دوی د حیض وینه یوازې په هغه حالتونو کې د بلوغت نښه ګڼي چې عمر یې نامعلوم وي.[۷]

امیدواري

هم وګورئ: امیدواري

ځینې فقها امیدواري په نجونو کې د بلوغت نښه ګڼي ځکه چې دا د منی او [[حیض|[[حیض]] د وینې]] د خوشې کیدو نښه ده.[۸] د شیخ طوسي په وینا، ښځه په طبیعي ډول د حیض څخه مخکې نه امیدواره کیږي. له بلې خوا، امیدواري د ښځې او سړي د منی د ګډیدو له امله رامینځته کیږي. له همدې امله، امیدواري د بلوغت نښه ګڼل کیږي ځکه چې په دې کې د حیض او د منی خوشې کیدل اړین دی.[۹]

انزال او د غټو ویښتو وده

همدارنګ وګورئ: احتلام

احتلام، انزال یا د منې خوشې کیدل د نجونو او هلکانو لپاره د بلوغت عامې نښې دي.[۱۰] البته، ځینې خلک په دې باور دي چې ښځې د نارینه وو په څیر محتلمې نه کیږي، او له همدې امله احتلام او د منی خوشې کیدل د نارینه وو لپاره ځانګړي دي.[۱۱] له بلې خوا، د صاحب العروه په څیر ځینې فقها په دې باور دي چې ښځې هم محتلمې کیږي او هغه نظر ضعیف ګڼي چې د ښځو محتلم کیدل نه مني.[۱۲] د ګېډې لاندې د تورو ویښتانو وده هم د نجونو او هلکانو لپاره د بلوغت یوه عامه نښه ده.[۱۳]

د نجونو لپاره د بلوغت عمر

ځینې فقهاو عمر د بلوغت له اصلي نښو څخه ګڼلی دی؛[۱۴] خو دا چې په کوم عمر کې نجونې بلوغت ته رسي، مختلف نظرونه شتون لري:

نهه کلني

د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د نجونو لپاره د بلوغت عمر د نهو قمري کلونو پای ده (چې نږدې اته کاله، اته میاشتې او شل ورځې لمریزو کلونو سره مساوي دي).[۱۵] د دې نظر دلیل هغه مستفیض روایتونه ګڼل شوي دي[۱۶] چې د معصومو امامانو(ع) څخه روایت شوي دي.[۱۷] یوسف بن احمد بحراني (۱۱۰۷-۱۱۸۶ هجري) چې د صاحب حدایق په نوم پیژندل کیږي، د هغو روایتونو شمیر چې د نهه کلنۍ په عمر کې د نجونو بلوغت ته رسیدو ته اشاره کوي ګڼ شمېر ګڼلي دي،[۱۸] او سید احمد خوانساري دا مسله د هغه ډیرو روایتونو له امله چې په دې اړه روایت شوي دي، بې له اعتراض او نیوکې ګڼلې ده.[۱۹]

په هرصورت، ځینې عالمان دا روایتونه د هغه ځانګړو شرایطو په شتون سره سم ګڼي، چې له مخې یې نجونې په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې.[۲۰] د مثال په توګه، جناتي په دې باور دی چې په روایتونو کې، یو ځانګړی عمر د عمومي او کلي موضوع په توګه نه دی یاد شوی، او په روایتونو کې ذکر شوي مختلف عمرونه د چاپیریال، ژنیټیک او فزیکي عواملو او د تغذیې ډول کې د توپیر له امله دي.[۲۱]

یوسف صانعي هم ویلي دي چې دا روایتونه، په دین کې د اسانتیا د قاعدې په خلاف دي چې د نهه کلنې نجلۍ په اوږو د دندو، قوانینو او بشپړو محدودیتونو د پلي کولو دروند بار وراچوي. په داسې حال کې چې په دې عمر کې نجونې کمزورې او بې وسه وي او د فزیکي ودې او د واده کولو وړتیا نلري.[۲۲]

لس کلني

ځینې فقهاوو لکه شیخ طوسي په خپل کتاب مبسوط،[۲۳] کې او ابن حمزه، چې د شپږمې پیړۍ یو فقیه دی، په خپل کتاب الوسیله کې لس کلني د نجونو د بلوغت عمر ښودلی دی.[۲۴] د دې نظر دلیل شاذ او کم روایتونه ګڼل شوي دي[۲۵] چې د لس کلنۍ عمر ته اشاره کوي.[۲۶]

د جواهر د لیکوال په وینا، شیخ طوسي او ابن حمزه په خپلو نورو کتابونو کې له دې نظر څخه عدول کړی دی او د مشهور نظر سره په موافقت یې فتواګانې صادرې کړې دي.[۲۷] ځینو فقهاوو دا روایتونه تاویل کړي دي او ویلي یې دي چې لس کلني هماغه د نهه کلنۍ پای ده، او له همدې امله د مشهور نظر سره مخالفت نه لري.[۲۸]

دیارلس کلني

محمد اسحاق فیاض[۲۹] او یوسف صانعي[۳۰]، د څوارلسمې هجري پیړۍ له شیعه فقهاوو، د نجونو لپاره د بلوغ عمر دیارلس کلني ګڼي. د دې فقهاوو ترټولو مهم دلیل د امام صادق(ع) څخه د عمار ساباطي روایت دی.[۳۱] په دې روایت کې، د هلکانو او نجونو دواړو لپاره د بلوغت عمر دیارلس کاله یاد شوي دي.[۳۲]

د مختلفو واجباتو ترمنځ توپیر

د قم حوزوي مدرسې څېړونکی او استاد، د سید مجتبی نورمفیدي په وینا، ځینو نورو فقهاوو د مختلفو روایتونو تر مینځ د جمع بندۍ لپاره، د مختلفو واجباتو ترمنځ توپیر کړی دی.[۳۳] د مثال په توګه، فیض کاشاني (وفات: ۱۰۹۱ هجري) د نجونو لپاره د بلوغت عمر په انفرادي مسلو لکه لمونځ او روژه کې دیارلس کاله، د حدودو په پلي کولو کې نهه کاله، او د عتق او وصیت په څیر مسلو کې لس کاله ګڼلی دی.[۳۴]

صادقي تهراني، چې یو شیعه فقیه او مفسر دی، په دې باور دی چې د لمانځه او نورو عقلاني مکلفیتونو په څیر مسلو کې د بلوغ عمر د نجونو او هلکانو لپاره لس کاله او د روژې لپاره، چې معیار یې فزیکي وړتیا ده، دیارلس کاله ګڼلی دی.[۳۵]

کتاب پيژندنه

د بلوغ د مسلې په هکله په ځانګړې توګه، د نجونو د بلوغ په هکله، ډېر آثار د کتابونو او مقالو په شکل لیکل شوي دي چې ځینې یې دا دي:

  • د یوسف صانعي لخوا لیکل شوی کتاب «بلوغ دختران»، د دې کتاب لیکوال په نجونو کې د بلوغت په اړه مشهور نظر، یعنې د نهه کلنۍ په عمر کې بلوغت نقد او څیړلی دی[۳۶] او هڅه یې کړې چې خپل نظر ثابت کړي، چې په نجونو کې بلوغت عمر دیارلس کلني ده.[۳۷]
  • د سید مجتبی نورمفیدي لخوا لیکل شوی کتاب «بررسی فقهی بلوغ دختران»، دا کتاب څلور برخې لري، او په دې کې د بلوغت نښې په تفصیل سره د فقهاوو د روایتونو او نظرونو پراساس څیړل شوي دي.[۳۸]
  • «بلوغ از دیدگاه فقه اجتهادی» کتاب، د محمد ابراهیم جناتي لخوا لیکل شوی، او «بلوغ دختران»، د محمد هادي معرفت لخوا لیکل شوی: د دې مقالو لیکوالانو په نجونو کې د بلوغت د عمر په اړه د مشهورو نظر او د هغې دلیلونه وړاندې کړي او څیړلي دي.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۱۳۵.
  2. نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، مخ۲۰.
  3. د مثال په توګه وګورئ: مهریزی، بلوغ دختران، ۱۳۷۶ش، ۱۰-۱۸مخونه.
  4. رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، ۱۴۹-۱۵۸ و ۱۷۵-۱۸۲مخونه؛ سبحانی، البلوغ: حقیقته، علاماته و احکامه، ۱۴۳۹ق، ۱۵-۱۸ و ۷۲-۷۸مخونه.
  5. د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۲۸۲؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ټوک۹، مخ۱۹۱.
  6. علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۱۴، مخ۱۹۸؛ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۱۶۳.
  7. د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۵۷ و ټوک۴، مخ۱۴۶؛ رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۱۷۵.
  8. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۲۵۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ش، ټوک۲۶، مخ۴۵.
  9. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۲۸۳.
  10. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۸۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۱۴۴؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ټوک۹، مخ۱۸۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ټوک۲، مخ۱۴.
  11. رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۱۵۴.
  12. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰۵.
  13. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۸۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۱۴۴؛ محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الاسلامی، ټوک۹، مخ۱۸۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ټوک۲، مخ۱۴.
  14. موسسة دایرة معارف الفقه الإسلامی،‌ موسوعة الفقه الاسلامی،‌ ۲۰۱۱م، ټوک۲۱، مخ۲۱۰.
  15. د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ټوک ۲۰، مخ۳۴۸.
  16. رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۱۵۹.
  17. د مثال په توګه وګورئ: به حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ټوک۲۰، مخ۱۰۱.
  18. بحرانی، الحدائق الناضرة، ټوک۱۳، مخ۱۸۲.
  19. خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۳، مخ۳۶۵.
  20. د مثال په توګه وګورئ: جناتی، «بلوغ از دیدگاه فقه اجتهادی»، مخ۴۲؛ معرفت، «بلوغ دختران»،‌ ۱۷۲-۱۷۳مخونه.
  21. جناتی، «بلوغ از دیدگاه فقه اجتهادی»، مخ۴۲.
  22. صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش،‌ مخ۳۵.
  23. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۲۶۶
  24. ابن‌حمزه طوسی، الوسیلة إلی نیل الفضیلة،‌ ۱۴۰۸ق، مخ۱۳۷.
  25. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ټوک۱۳، مخ۱۸۲.
  26. د مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ټوک۲۰، ۱۰۱-۱۰۲مخونه.
  27. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲۶، مخ۳۸.
  28. شوشتری، النجعة فی شرح اللمعة، ۱۴۰۶ق،‌ ټوک۴، مخ۴۱۱؛ سبحانی، البلوغ: حقیقته، علاماته و احکامه، ۱۴۳۹ق، مخ۳۹.
  29. «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه.
  30. صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش، ۳۵-۳۶مخونه.
  31. رجایی، المسائل الفقهیة، ۱۴۲۱ق، مخ۱۶۸.
  32. بروجردی، جامع احادیث الشیعة، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۳۵۳.
  33. نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، ۲۵۲-۲۵۳مخونه.
  34. فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ټوک۱، مخ۱۴.
  35. صادقی تهرانی، رساله توضیح المسائل نوین، ۱۳۸۴ش، مخ۳۶.
  36. صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش، مخ۹.
  37. صانعی، بلوغ دختران، ۱۳۸۶ش، مخ۳۳.
  38. نورمفیدی، بررسی فقهی بلوغ دختران، ۱۳۹۵ش، مخ۵-۱۷.
  39. جناتی، «بلوغ از دیدگاه فقه اجتهادی»، مخ۳۵؛ معرفت، «بلوغ دختران»، مخ۱۷۰.

سرچينې

  • ابن‌حمزه طوسی، محمد بن علی، الوسیلة إلی نیل الفضیلة‌، محقق و مصحح، محمد حسون‌، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۸ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بې نیټې.
  • بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • بروجردی، سیدحسین، جامع احادیث الشیعة، قم، نشر مهر، ۱۴۱۵ق.
  • «تغییر فتوای یکی از مراجع تقلید درباره سن تکلیف دختران»، خبرگزاری حوزه، د خپریدو نیټه: ۳۰ غویی ۱۴۰۰ش، د لیدنې نیټه: ۲۷ کب ۱۴۰۳ش.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرة المعارف فقه فارسی، ۱۳۸۷ش.
  • جناتی، محمد ابراهیم، «بلوغ از دیدگاه فقه اجتهادی»، مجله کیهان اندیشه، ګنه ۶۱، زمری او وږي ۱۳۷۴ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، تصحیح سید محمدرضا حسینی جلالی، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • خوانساری، سیداحمد، جامع المدارک، تهران، مکتبة الصدوق، دوهم چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • رجایی، سیدمحمد، المسائل الفقهیة، قم، انتشارات علمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • سبحانی، جعفر، البلوغ: حقیقته، علاماته وأحکامه، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، دوهم چاپ، ۱۴۳۹ق.
  • شوشتری، محمد تقی‌، النجعة فی شرح اللمعة‌، تهران، کتابفروشی صدوق‌، ۱۴۰۶ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تصحیح و تعلیقه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، محقق و مصحح: سید محمد تقی کشفی، ‌تهران،‌ المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
  • صادقی تهرانی، محمد، رساله توضیح المسائل نوین، تهران، امید فردا، ۱۳۸۴ش.
  • صانعی، یوسف، بلوغ دختران، قم، میثم تمار، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۴ق.
  • فیض کاشانی، محمد محسن، مفاتیح الشرائع، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، چاپ اول، بې نیټې.
  • کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، كشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغرّاء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ټوک۱، مخ۲۵۴.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بې نیټې.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، انتشارات اسماعیلیان، دوهم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • معرفت، محمد هادی، «بلوغ دختران»، مجله کتاب نقد، ګنه۱۲، ۱۳۷۸ش.
  • مهریزی، مهدی، بلوغ دختران، قم، دفتر تبلیغات حوزه علمیه قم، ۱۳۷۶ش.
  • نجفی، محمد حسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، محقق و مصحح: عباس قوچانی، علی آخوندی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • نورمفیدی، سیدمجتبی، بررسی فقهی بلوغ دختران، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۵ش.