منځپانگې ته ورتلل

فتح سوره

د wikishia لخوا
فتح سوره
فتح
کتابت۴۸
شمیره۱۱۲
جزء۲۶
آیت۲۹
مکي/مدنيمدني
کلمه۵۶۰
حرف۲۵۰۹


فتح سوره له مدني سورتونو څخه اته څلوېښتمه سوره ده. چې د قرآن کریم په شپږویشتمې سیپارې کې راغلې ده. دې سورت ته له دې سببه فتح سوره ویل کیږي چې د سورت په پیل کې د فتح مبین (ځلیدونکی بریا) په اړه خبرې شوي. د دې سورت اصلي محتوا د مسلمانانو وروستۍ بریا، د ایمان، جهاد او اخلاص جزا، د مجاهدینو د غلطیو بخښنه، کافرانو او کمزورو ایمان لرونکو مسلمانانو ته خبرداری، او په پای کې د خدای د دین نړیوال کیدلو ته اشاره ده.

لومړی آیت د واضحې فتحې په اړه دی او اتلسم آیت يې د رضوان د بیعت په اړه دی. د دې سورت د تلاوت په فضیلت کې راغلي دي چې څوک چې دا تلاوت کړي هغه ته به د هغه چا په څیر اجر ورکړل شي چې د مکې په فتحه کې له رسول الله(ص) سره و یا د رضوان په بیعت کې یې له هغه سره بیعت کړی وي.

معرفي

  • د نوم کیښدو سبب

دې سورت ته «‌فتح‌» وايي له دې سببه چې په شورو کې یې د فتح مُبین (روښانه بریا) په هکله خبره شوې ده.[۱]

  • ترتیب او د نازلیدو ځای

سورة الفتح د مدني سورتونو څخه یوه ده او په حضرت محمد(ص) باندې د نازل شوي ۱۱۲ سورتونو څخه ده. د مصحف په اوسني ترتیب کې، دا سورت ۴۸ سورت دی، او د قرآن کریم په ۲۶ سيپاره کې موقعیت لري.[۲]

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

د فتح سوره ۲۹ آیتونه، ۵۶۰ کلمې او ۲،۵۰۹ حروف لري. د حجم له پلوه، دا سورة د مثاني سورتونو څخه یوه ده او حزب ته نږدې ده.[۳] دا سورة د مُمْتحنات سورتونو کې شامله شوې ده؛[۴] د دې سورة یوه ځانګړتیا د غیب خبرونه او د راتلونکي وړاندوینه ده، چې ټول یې ریښتیا شوي هم دي.[۵]

په ۱۴۰۳ هجري کال کې، کله چې د الاقصی د عملیاتو وروسته د مقاومت ځواکونو او اسراییلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د مقاومت د جبهې د بریا د ډاډمنولو لپاره دا سورت ولولي.[۶]

مینځپانګه

فتح سوره، چې د لویو بریاوو او د رسول الله(ص) او مؤمنانو باندې د خدای د فضل په اړه په خپل تمرکز سره، د هغوی ستاینه کوي او د دنیا او آخرت اجرونو ژمنه کوي.[۷] دا سورت د توحید ګرو د زیاتوالي، د مؤمنانو زړونو ته د سکون ورکولو، د ایمان او جهاد د اجر او د جنګیالیو د غلطیو د بخښنې ژمنه کوي. له بلې خوا، دا کافرانو، منافقانو او کمزوري ایمان لرونکو مسلمانانو ته خبرداری ورکوي.[۸]

د سورت محتوا کې د حدیبیې تړون، د مکې فتح کولو د پیغمبر(ص) د خوب پوره کیدل، د رضوان د بیعت پیښه، د منافقینو د جهاد کې د نه ګډون لپاره تخریب او غلط بهانې، او د اسلام د پیغمبر(ص) د پیروانو ځانګړتیاوې شاملې دي.[۹]


تاریخي کیسې او روایتونه

د سورت ځینې تاریخي کیسې او روایتونه دا دي:

د لومړنیو آیتونو شأن نزول

د انس بن مالک څخه د قتاده د روایت له مخې، سورة الفتح هغه وخت نازل شو کله چې مسلمانان د حدیبیې له تړون څخه راستانه شول، پداسې حال کې چې دوی د غمجنو زړونو او د حج د مراسمو د ترسره کولو پرته د مدینې په لور روان وو، او شک په هغو کسانو غالب شو چې په ایمان کې کمزوري وو. کله چې دا سورت نازل شو، د رسول الله(ص) مخ له خوښۍ ډک شو او هغه وویل چې هغه ته داسې آیتونه نازل شوي دي چې د ځمکې له ګوټ ګوټ څخه ورته ډیر محبوب دي.[۱۱]

مشهور آیتونه

د فتح مبین آیت

لومړۍ آیت (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا) چې د فتح مبین په آیت مشهور دی، د ځلانده بریا ځیرې ورکوي. ډېر مفسران دا بریا د حدیبیې صلحه ګڼي،[۱۲] نور نظرونه هم شته لکه د مکې بریا، د خیبر بریا،[۱۳] یا د اسلامي اخرنۍ بریا[۱۴] هم شته. ځینې مفسرانو دا پیغمبر(ص) ته د علمونو د رازونو سپړدل هم ګڼلي دي.[۱۵]

د بیعت رضوان آیت

اتلسم آیت (لَقَدْ رَضِيَ اللَّـهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ...) له هغو مومنانو سره د خدای رضا څرګندوي چې د ونې لاندې یې له پیغمبر(ص) سره بیعت وکړ او د دوی د خالص نیت په بدل کې ورته د سولې او نږدې بریا اجر ورکړی شو.[۱۶]

۲۳ آیت

سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ ۖ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا(۲۳) ترجمه: داسې الهي سنت(دود) چې له دې وړاندې هم و، او د خدای په سنتو(دودونو) کې به هیڅ بدلون ونه مومې.

د فتح سوره ۲۳ آیت د هغو الهي سنتونو او قانونونو په نه بدلیدونکي والي ټینګار کوي چې تاریخ او انسانیت باندې حاکم دي. د ځینو مفسرینو په وینا، دا آیت ښیي چې تاریخي پیښې ناڅاپي او تصادفي نه دي، بلکې د قانون پر بنسټ او مخکې له مخکې ټاکل شوي جریان پر بنسټ رامینځته کیږي، چې ورته الهي سنتونه ویل کیږي. دا سنتونه او قانونونه د وخت او ځای له قیده او انساني پوهې څخه بهر دي او د الهي حکمت پر بنسټ دي. له همدې امله، دا سنتونه او قانونونه جامع او ثابت دي او د وخت په تیریدو سره زوړیږي یا غیر موثر کیږي نه.[۱۷]

۲۹ آیت

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ...

د فتح سوره ۲۹ آیت د پیغمبر(ص) او د هغه د ملګرو هغه صفتونه بیانوي چې په تیرو اسماني کتابونو (تورات او انجیل) کې وو، له هغو صفتونو ځینې دا دي چې مومنان د کافرانو په وړاندې سخت او په خپلو کې رحم کوونکي دي، دوامداره عبادت کوي، او د هغوی په مخونو کې د سجدې نښې دي، او د هغوی وده او پرمختګ یوې زرخیزې ځمکې سره پرتله کوي.

آیات الاحکام

په فتح سوره کې ځینې آیات الاحکام دي چې ځینې ځانګړی فقهي حکمونه بیانوي.

  • د سوره فتح ۲۷آیت. [۱۸] «لَقَدْ صَدَقَ اللَّـهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ ۖ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاءَ اللَّـهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ ۖ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا﴿۲۷﴾»

په تحقیق سره چې الله تعالی د رسول(ص) خوب په حقه ریښتیا کړ، چې ضرور به ته په خوندي ډول مسجد الحرام ته ننوځي، چې سرونه به مو خریلې وي او تقصیر (د ویښتانو یا نوکانو لنډول) د هغه اعمالو ته اشاره کوي چې محرم له احرام څخه وباسي، د ځینو فقهاوو په وینا، دا آیت د حلق او تقصیر ترمنځ په اختیار باندې دا دلیل دی، نه د دواړو د ترسره کولو واجب شونه.[۱۹]

همدارنګه، ۱۷ آیت، د «لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَىٰ حَرَجٌ...» د جهاد فرضیت له دریو ډلو (ړوندو، ګوډو او ناروغو) څخه لرې کوي چې د هغه ترسره کول ورته ستونزمن وي، او په جهاد کې د دوي ګډون نه کول له ګناه څخه پاک ګڼي.[۲۰]

فضیلتونه او ځانګړتیاوې

د فتح سورت د لوستلو د فضیلت په اړه ډېر روایتونه راغلي دي. له همدې امله، هر څوک چې دا سورت ولولي، هغه ته به د هغه چا په څېر اجر ورکړل شي چې د مکې په فتحه کې یې له رسول الله(ص) سره ملګرتیا کړې وي یا یې د رضوان په بیعت کې له هغه سره بیعت کړی وي.[۲۱] له امام صادق(ع) څخه هم روایت شوی چې د دې سورت دوامداره تلاوت د انسان مال او کورنۍ له زیان او ضرره ساتي، او د دې سورت تلاوت کوونکی به د قیامت په ورځ د خدای د وړ بندګانو په ډله کې وي او د جنت له خوندور څښاکو څخه به برخمن شي.[۲۲] د دې سورت عملي ځانګړتیاوې د خطرونو څخه د خوندي پاتی کیدل، د ویرې لرې کیدل[۲۳] او د ظالمو واکمنانو له شر څخه د خوندي کیدو په توګه هم یاد شوي دي.[۲۴]

همدارنګ وګورئ: د سورتونو فضیلتونه

د فتح سوره متن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ. ﴿إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا (١) لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (٢) وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا (٣) هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (٤) لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا (٥) وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٦) وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (٧) إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (٨) لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا (٩) إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (١٠) سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ لَكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (١١) بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا (١٢) وَمَنْ لَمْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَعِيرًا (١٣) وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (١٤) سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا (١٥) قُلْ لِلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (١٦) لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَنْ يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا (١٧) لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا (١٨) وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (١٩) وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (٢٠) وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا (٢١) وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا (٢٢) سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا (٢٣) وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا (٢٤) هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (٢٥) إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (٢٦) لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا (٢٧) هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا (٢٨) مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (٢٩﴾

{{{1}}}


فوټ نوټ

  1. صفوی، «سوره فتح»، مخ۷۷۲.
  2. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ټوک۲، مخ۱۶۸.
  3. خرم شاهی، «سوره فتح»، مخ۱۲۵۱.
  4. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۲ش، ۳۶۰و۵۹۶مخونه.
  5. صفوی، «سوره فتح»، مخ۷۷۲.
  6. «آیات فتح و دعای نصر؛ توصیه رهبر انقلاب برای پیروزی جبهه مقاومت»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۸، مخ۲۵۲.
  8. صفوی، «سوره فتح»، مخ۷۷۲.
  9. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲۲، مخ۶-۷.
  10. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۹، مخ۱۸۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۲، مخ۷.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۸، مخ۲۵۲.
  13. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۹، مخ۱۶۶.
  14. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۷، مخ۸۳.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۲، مخ۱۰.
  16. قمی، تفسیر قمی، ۱۳۶۳ش٬ ټوک۲، مخ۳۱۵.
  17. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش.
  18. کاظمی، مسالک الافهام، ټوک۲، ۲۴۸-۲۵۵مخونه
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۲، مخ۱۰۵.
  20. طباطبایی،ا لمیزاان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۸، مخ۲۸۲.
  21. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۹، مخ۱۶۵.
  22. صدوق، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، ۱۴۰۶ق، مخ۱۱۵.
  23. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۵ق، ټوک۵، مخ۷۷.
  24. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، مخ۴۵۷.

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدی فولادوند ژباړه، تهران: دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق / ۱۳۷۶ش.
  • «آیات فتح و دعای نصر؛ توصیه رهبر انقلاب برای پیروزی جبهه مقاومت» (د فتح آیتونه او د نصرت دعا؛ د انقلاب د رهبر سپارښتنه د مقاومت د جبهې د بریا لپاره)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌سایټ، د خپرېدو نېټه: ۲۹ تله ۱۴۰۳ش، د کتنـې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
  • بحراني، هاشم بن سلیمان، البرهان في تفسير القرآن، قم، د بعثت مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
  • خامه‌ګر، محمد، د قرآن کریم د سورتونو د جوړښت بشپړه ټولګه، قم، نشر نشرا، لومړی چاپ، ۱۳۹۲ش.
  • خرمشاهی، قوام‌الدین، «سوره فتح»، په د قرآن او قرآن‌پېژندنې دایرة‌المعارف کې، د بهاءالدین خرمشاهی په هڅو، تهران: دوستان–ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • رامیار، محمود، د قرآن تاریخ، تهران، علمي او فرهنګي خپرونې، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علي، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
  • صفوي، سلمان، «سوره فتح»، په د معاصر قرآن کریم دایرة‌المعارف کې، قم، د سلمان آزاده خپرونې، ۱۳۹۶ش.
  • طباطبایي، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، د الاعلمی د مطبوعاتو مؤسسه، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، د محمدجواد بلاغي مقدمه، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • د قرآن د علومو فرهنګ‌نامه، قم، د قم د علمي حوزې د اسلامي تبلیغاتو دفتر.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړونکی او سمون‌ورکوونکی: سید طیب موسوي جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کاظمي، جواد بن سعد، مسالک الافهام الی آیات‌الاحکام، بې‌نېټې.
  • کفعمي، ابراهیم بن علي، المصباح للكفعمي (جنة الأمان الواقية)، قم، دار الرضی، ۱۴۰۵ق.
  • متقي، علي بن حسام‌الدین، کنز العمال فی السنن و الأقوال، څېړونکی: محمود عمر دمیاطي، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • معرفت، محمدهادي، د قرآن د علومو زده‌کړه، تهران، د اسلامي تبلیغاتو د سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، ۱۳۷۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الاسلامیة، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر او د لیکوالانو یوه ډله، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.