زینب د پېغمبر(ص) لور

د wikishia لخوا

د پېغمبر(ص) لور زینب (وفات ۸ق) د ډېرو مسلمانو مورخانو په وینا، د پېغمبر(ص) او خدیجې بي بي تر ټولو لویه لوروه. هغه د پېغمبر له بعثته مخکې د ابوالعاص بن ربیع په نکاح کې راغله. له بعثته وروسته یې د مېړه په اپوټه، اسلام راوړ؛ خو ابوالعاص مدینې ته د هغې د هجرت خنډ شو.

زینب د بدر له غزا ورسته مدینې ته هجرت وکړ. په اوم قمري کال کې ابوالعاص هم اسلام راوړ په مدینې کې زینب ته ورغی. د ډېرو سرچینو د راپور له مخې، پېغمبر زنیب په تېرې نکاح سره ابوالعاص ته ولېږله چې په دې اړه ویل کیږي په هغه زمانه کې لا په کافرانو د مسلمانو ښځو د حراموالي ایت نه و نازل شوی.

د څوارلسمې لمریزې پېړۍ د مورخ سید جعفر مرتضی عاملي ( ۱۳۶۴-۱۴۴۱ق) په وینا، زینب د خدای د رسول(ص) او خدیجې لور نه وه؛ بلکې دهغوي د خولې لور وه. زینب په ۸ ق کال کې وفات او په بقیع کې ښخه شوه.

له پېغمبر سره یې نسبت

اصلي مقاله: د پېغمبر(ص) بچیان

زینب د اسلام د پېغمبر(ص) او خدیجې لور وه.[۱] د مورخانو په نظر، هغه د پېغمبر(ص) په ۳۰ کلنۍ کې[۲] او د عام الفیل په دېرشم کال دنیا ته راغله.[۳]

شیعه محقق سید جعفر مرتضی عاملي او د څلورمې پېړۍ شیعه عالم ابوالقاسم کوفي په دې باور دي چې زینب، رقیه او ام کلثوم د پیغمبر(ص) او خدیجې لوڼه نه وې؛ بلکې لوڼه یې ورته ویلې وې.[۴] جعفر مرتضی بنات النبی اَم رَبائبُه؟ (د پېغمبر لوڼې که د هغه د خولې (پاللې) لوڼې؟) کتاب د همدې خبرې د اثبات لپاره لیکلی دی.[۵]

له ابوالعاص سره واده

د مسلمانو مورخانو په وینا زینب له بعثته مخکې[۶] له ابوالعاص بن ربیع سره واده وکړ.[۷] ابوالعاص د حضرت خدیجې د خور هاله زوی و.[۸] هغه د پېغمبر له بعثته وروسته، د حضرت خدیجې او د پېغمبر د لوڼو په برخلاف اسلام ونه مانه. له دې امله قریشو له هغه وغوښتل چې زینب ته طلاق ورکړي؛ خو ابوالعاص ونه منله؛[۹] د ابولهب د زامنو عُتبة او عُتَیبه په اپوټه چې د قریشو په غوښتنه یې د پېغمبر نورو لوڼو رقیه او ام کلثوم ته یې طلاق ورکړ.[۱۰]

زینب د ابوالعاص لپاره امامه او علي پېدا کړل.[۱۱] علي په وړوکوالي کې له دنیا لاړ؛[۱۲] خو امامه د حضرت فاطمه(س) له شهادته وروسته د امام علي(ع) په نکاح کې راغله او د هغه له شهادته وروسته یې له مغیرة بن نوفل سره واده وکړ.[۱۳]

د بقیع د امامانو د بقعې په څنګ کې د پېغمبر(ص) د لوڼو بقعه له ورانېدو مخکې

مدینې ته هجرت

د عباسیانو د زمانې مورخ مطهر بن طاهر مقدسي لیکلي چې د اسلام پېغمبر(ص) مدینې ته له هجرته وروسته، ابو رافع او او زید بن حارثه مکې ته ولېږل چې لوڼه یې مدینې ته راولي؛ خو ابو العاص د زینب د تللو مخه ونیوله.[۱۴] سره له دې هغه د بدر له غزا وروسته زینب د پېغمبر(ص) له ملګرو سره یو ځای مدینې ته ولېږله.[۱۵] ځکه چې ابوالعاص په بدر غزا کې د مسلمانانو له خوا اسیر شوی[۱۶] او له پېغمبر سره یې ژمنه کړې وه چې له ازادېدو وروسته زینب ازاده پرېږدي.[۱۷] البته یو بل روایت هم شته چې پر اساس یې زینب له پېغمبر سره یو ځای مدینې ته هجرت کړی دی.[۱۸]

ابوالعاص ته پناه ورکول

د مورخانو په وینا په ۶ ق کال کې زینب ابوالعاص ته پناه ورکړه او ابوالعاص اسلام قبول کړ.[۱۹] ابوالعاص د ۶ ق کال په جمادی الاول کې د قریشو له یو کاروان سره د تجارت لپاره شام ته روان شوی و.[۲۰] د ستنېدو په لاره کې، د هغوي او د مسلمانانو تر مینځ سریه وشوه. ابوالعاص وتښتېد او ځان یې مدینې ته ورساوه او زینب ته یې پناه یوړه. زینب د دې خبر پېغمبر(ص) ته ورکړ. پېغمبر(ص) د زینب پناه ورکول ومنل؛ خو ورته یې وویل چې تر څو چې ابوالعاص مشرک وي، پر هغې به حلال نه وي. ابوالعاص مکې ته ستون شو او خبر یې ورکړ چې په مدینه کې یې اسلام راوړی دی.[۲۱]

د بقیع په هدیره کې د پېغمبر(ص) د لور زینب قبر

ابوالعاص څه موده پس مدینې ته ستون شو او پېغمبر(ص) د ۷ ق کال په محرم کې زینب په هماغه تېره نکاح کې ابوالعاص ته ولیږله؛[۲۲] ځکه چې په هغه وخت کې لا پر کافرانو د مسلمانو ښځو د حرمت[۲۳] ایت نه و نازل شوی.[۲۴] البته ځینو ویلي چې زینب په نوې نکاح سره د ابوالعاص مېرمنه شوه.[۲۵]

وفات

د زینب د وفات کال ۸ ق کال بلل شوی دی.[۲۶] د زمعة بن قیس لور سوده او ام ایمن هغه کسانې وې چې هغې ته یې غسل ورکړ.[۲۷] د دریمې قمري پېړۍ د مسلمان مورخ بلاذري په قول، د زینب د ښخولو په وخت پېغمبر(ص) د هغې قبر ته ننوت او ورته یې دعا وکړه.[۲۸]

په تاریخي سرچینو کې د زینب د وفات د سبب په اړه راغلي دي چې مدینې ته د زینب د هجرت په وخت هبار بن اسود او یو بل مشرک کس هغه په لاره کې ولیدله، هبار هغې ته دیکه ورکړه او په یو کاڼي یې راغورځوله. د زینب بچی سقط شو او له هغه وخت ناجوړه وه تر دې چې وفات شوه.[۲۹]

په تاریخي سرچینو کې د زینب د ښخېدو په ځای تصریح نه ده شوې؛ خو د یو روایت له مخې وروسته له دې چې زینب له دنیا لاړه، پېغمبر وفرمایل:« هغه زمونږ له صالح سلف عثمان بن مظعون سره یو ځای کړئ.[۳۰] له دې امله د هغې د ښخېدو ځای بقیع ګڼل شوی دی.[۳۱] ځکه چې عثمان بن مظعون لومړی مهاجر صحابي و چې په بقیع کې ښخ شو.[۳۲] همداراز په بقیع هدیره کې زینب او د پېغمبر(ص) نورو لوڼو ته منسوبه یوه بقعه موجوده وه.[۳۳] دغه بقعه چې ویل کیږي ضریح یې هم درلود،[۳۴] د بقیع له نورو بقعو سره یو ځای وهابیانو ورانه کړه.[۳۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۰.
  2. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۰.
  3. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۳۹، ۱۸۵۳.
  4. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۲۱۸؛ عاملی، بنات النبی اَم ربائبه؟، ۱۴۱۳ق، ص۷۷-۷۹؛ کوفی الاستغاثه، ج۱، ص۶۸.
  5. وګورئ: عاملی، بنات النبی اَم ربائبه؟، ۱۴۱۳ق.
  6. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۵.
  7. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۲۲؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  8. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  9. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  10. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۱.
  11. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۰.
  12. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۰.
  13. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۴۷۳.
  14. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۵، ص۱۸.
  15. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  16. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۹.
  17. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۰-۱۳۱.
  18. وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۶.
  19. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۳و۵۵۴.
  20. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۳؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۷۷، ۳۹۸.
  21. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۳و۵۵۴.
  22. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۴؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، دارالمعرفه، ج۱، ص۶۵۹؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۷؛ ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۲۲.
  23. سوره ممتحنه، آیه۱۰.
  24. مبارکفوری، تحفةالاحوذی، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۲۵۰.
  25. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۲۲.
  26. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۵۳؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۰.
  27. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۸.
  28. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۰.
  29. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۵۴؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۱۱، ص۴۹۴.
  30. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۵۴؛ حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۲۱۰.
  31. المدنی البرزنجی، نزهة الناظرین، ۱۴۱۶ق، ص۳۱۲-۳۱۳.
  32. ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۸۲.
  33. موسوی اصفهانی، روزنامه سفر مشهد، مکه و عتبات ۱۳۱۵-۱۳۱۶ق، ۱۳۹۲ش. ص۱۹۸.
  34. جعفریان، «رساله مفرحة الأنام فی تأسیس بیت الله الحرام»، ص۱۱۸.
  35. جمعی از نویسندگان، بقیع در آینه تاریخ، ۱۳۹۴ش، ص۲۲۰.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسدالغابه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت،‌ دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت،‌ دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲/۱۹۹۲ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، به‌کوشش مصطفی سقا و دیگران، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷/۱۹۹۶ق.
  • جعفریان، رسول، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، تهران، نشر علم، ۱۳۸۹ش.
  • جعفریان، رسول، ««رساله مفرحة الأنام فی تأسیس بیت الله الحرام»، میقات حج، شماره۵، ۱۳۷۲ش.
  • جمعی از نویسندگان پژوهشکده حج و زیارت، بقیع در آینه تاریخ، تهران، مشعر، ۱۳۹۴ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق عبدالقادر عطا، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷/۱۹۶۷ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق/۱۳۸۵ش.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، بنات النبی ام ربائبه؟، مرکزالجواد، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • کوفی، علی بن احمد، الاستغاثه فی بدع الثلاثه، بی‌نا، بی‌تا.
  • مبارکفوری، محمد عبدالرحمن بن عبدالرحیم، تحفةالاحوذی، دار الکتب العلمیه، بیروت، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • المدنی البرزنجی، نزهة الناظرین فی مسجد سید الاولین و الآخرین، تحقیق احمد سعید بن سلیم، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۵م.
  • مقدسی، البدء و التاریخ، مطهر بن طاهر المقدسی، بور سعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • موسوی اصفهانی، حسن، روزنامه سفر مشهد، مکه و عتبات ۱۳۱۵-۱۳۱۶ق، به‌کوشش رسول جعفریان، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۲ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسةالاعلمی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.

بهرنۍ لینک