سید محمد تیجاني

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین به حال کې ده!

سید محمد تیجاني سماوي، (زوکړه ۱۹۳۶م) د تیونس عالم چې مذهب یې له اهل سنت څخه اهل تشیع ته اړولی دی.تیجاني اول مالکي مذهب درلود. هغه عربستان ته له سفره وروسته وهابیت ته ګروهنه پیدا کړه او د وهابیانو د عقایدو په تبلیغ لګیا شو؛ خو نجف ته په یو سفر او له شیعه عالمانو سره له خبرو اترو وروسته یې شیعه مذهب خپل کړ.

هغه د شیعه مذهب له منلو وروسته د دې مذهب په دفاع کې ځینې کتابونه ولیکل: منجمله ثُمَّ اهْتَدَیتُ (نو بیا هدایت شوم) دی چې پکې یې د خپل شیعه کیدو او له شیعه عالمانو سره د کتنو کیسې بیان کړې دي. د تیجاني شیعه کېدو د وهابیانو منفی غبرګون په ځان پسې درلود. ځینو یې د هغه اثار جعلي وګڼل او هغه یې مرتد وباله.

د تیجاني په وینا د شرف الدین کتابونه المراجعات او النص و الاجتهاد او همداراز د شیعه د تقلید د مرجع سید محمد باقر کتابونو د هغه په شیعه کېدو کې ډېر اثر لرلی دی.

زوکړه او تعلیم

محمد تیجاني سماوي په ۱۹۳۶ میلادي کال کې د تیونس د جنوب په قفصه ښار کې پیدا شو.[۱] د تیجاني په وینا د هغه کورنۍ په اصل کې د عراق د سماوه وه چې د عباسیانو په زمانه کې یې د افریقا شمال ته هجرت کړی و.[۲]

هغه خپلې لومړۍ زده کړې دوه یا درې کاله د تیونس په زیتونیه پوهنتون کې وکړې. د تیونس له خپلواکۍ وروسته د تعلیم د دوام لپاره فرانکو عربي (فرانسوي-عربي) ښوونځيو ته لاړ. بیا په تدریس بوخت شو او کابو اولس کاله یې تدریس وکړ.[۳]

تیجاني د تعلیم د دوام لپاره فرانسې ته لاړ او تر اته کاله زیات یې د سوربن په پوهنتون او د پاریس د لوړو زده کړو په موسسه کې د دینونو تر مینځ په تېره بیا توحیدي دینونو په مینځ کې تطبیقي مطالعه او جاجونه وکړه او په دې برخه کې د تخصصي څیړنو د ایم فل د مدرک له اخستلو وروسته د سوربن له پوهنتونه فارغ التحصیل شو. بیا یې د فلسفې او انساني علومو په برخه کې، او بیا د تاریخي او اسلامي مذهبونو په څانګه کې له دغه پوهنتونه د نړیوالې دکترا درجه ترلاسه کړه. د هغه د پي ایچ ډي موضوع په نهج البلاغه کې اسلامي لیدتوګه وه. هغه نهج البلاغه په فرانسوۍ ژبه وژباړله. د دکتری له اخستلو وروسته یې یو کال په سوربن پوهنتون او درې کاله د پاریس په بالزام موسسې کې تدریس وکړ.[۴]

تیجاني په وړوکوالي کې نیم قرآن حفظ کړ. له دې امله به یې د روژې په میاشته کې د تراویح په لمونځونو کې د امام په توګه برخه اخستله.[۵] د هغه په وینا، د تیجاني نوم د تیجاني له طریقته اخستل شوی چې په تیونس، مراکش،الجزایر، لیبیا ، سوډان ، مصر او... کې دود ده. هغوي په دې باور دي چې ټولو مشایخو او اولیاء الله خپل علم له یو بله اخستی دی، بې له شیخ احمد تیجاني نه چې خپل علم یې نېغ په نېغه د اسلام له پېغمبر (ص) څخه اخستی دی.[۶]

د شیعه مذهب غوره کول

د شیعه د تقلید له مرجع سید محمد باقر صدر سره د تیجاني کتنه

تیجاني مالکي مذهبه و[۷] هغه په ۱۹۶۴ کال کې په مکې کې په یو کانفرنس کې چې د مسلمانو عربو په اړه و ګډونوکړ او په دې سفر کې وهابیت ته وګروهېد، او له هغه وروسته د هغوي د عقایدو په تبلیغ لګیا شو.[۸]

تیجاني بیروت ته په یو سفر کې د منعم په نامه د بغداد پوهنتون له یو استاد سره اشنا شو او له هغه سره په خبرو اترو کې یې شیعیان په کفر او شرک تورن کړل؛ خو منعم هغه له تشیع سره د بلدتیا لپاره عراق ته وباله.[۹] تیجاني د منعم بلنه ومنله او عراق ته په سفر کې د امام علي (ع) حرم د کاظمینو حرم او د شیخ عبدالقادر ګیلاني مرقد ته لاړ او له ځینو شیعه عالمانو سره یې کتنه وکړه.[۱۰] له شیعه مراجعو ایت الله خویي او سید محمد باقر صدر سره کتنه یې سبب شوه چې د شیعیانو په اړه د هغه ځینې عقیدې اصلاح شي.[۱۱]

هغه په ځان د شیعه عالمانو په تېره بیا د سید محمد باقر صدر د تاثیر خبره کړې او په ثم اهتدیت کتاب کې یې د دغه کتنو او مطرح شویو پوښتنو او د ایت الله صدر د ځوابونو په اړه لیکنه کړې ده.[۱۲] له دغو کتنو وروسته یې، حقیقت ته د رسېدلو لپاره، څېړنه پېل کړه. هغه په دې اړه ویلي دي: له ځان سره مې ژمنه وکړه چې هغه صحیح حدیثونه چې شیعه سني پرې اتفاق لري، قطعي مدرک او مستند وګرځوم او کوم حدیثونه چې یوې فرقې پرې اعتماد کړی، څنګته کړم.[۱۳] تیجاني د شیعه عقایدو په اړه مطالعه پېل کړه. هغه مهم کتابونه چې په دې مسالې کې یې هغه تر اغېز لاندې راوستی د سید عبدالحسین شرف الدین لیکلي کتابونه المراجعات والنص والاجتهاد دی.[۱۴]

تألیفات

آنگاه هدایت شدم د سید محمد تیجاني د کتاب ثم اهتدیت ترجمه

تیجاني له شیعه کېدو وروسته، د شیعه د حقانیت په اثبات او د اهل سنتو د نظریاتو په رد کې ځینې کتابونه ولیکل چې یو شمېر یې دا دي: ثُمَّ اهْتَدَیتُ (نو بیا هدایت شوم)، اهل بیت د ستونزو کنجي، واقعي اهل سنت، له رښتینو سره یو ځای، له پوهانو وپوښتئ، د ژغورنې لاره، سفرونه او خاطرات.[۱۵]

هغه په کتاب «ثُمَّ اهْتَدَیتُ»، کې له اهل سنت څخه تشیع ته د خپلو اوړېدلو کیسه لیکلې ده. په دې کې یې، د خپل ژوند لیک د نقلولو په ترڅ کې، عراق ته د خپل سفر او له شیعه عالمانو سره د خپلو خبرو اترو راپور ورکړی دی. په دې کتاب کې، د اهل سنتو په حدیثونو په استناد سره، د شیعه مذهب د عقایدو دفاع شوې ده. دا کتاب په څوارلسو ژبو ژباړل شوی او څو ځله په ایران کې چاپ شوی دی. د دې د فارسۍ ژباړه «آنگاه هدایت شدم» نومیږي.

چکیده اندیشه‌ها کتاب د تیجاني د شپږو کتابونو یو لنډیز دی چې حسین غفاري ساروي راغونډ کړی دی.[۱۶]

غبرګونونه

تیجاني په یوې مرکې کې ویلي دي چې شیعه مذهب ته له اوړېدلو وروسته، د وهابیانو او سعودیانو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. د هغه په وینا، هغوي په اوله کې له سره د تیجاني په نوم د یو کس چې شیعه شوی وي د وجود انکار وکړ. بیا یې ادعا وکړه چې د ثم اهتدیت کتاب، د اسراییلیانو کار دی. ځینو یې دا هم وویل چې هغه نه شیعه دی نه سني؛ بلکې مرتد شوی دی.[۱۷]

فوټ نوټ

سرچينې