المراجعات (کتاب)

د wikishia لخوا
المراجعات

المُراجَعات په عربي ژبه کې یو کتاب دی چې د شیعو د د حقانیت د ثابتولو او له پیغمبر(ص) څخه وروسته د امام علی(ع) د جانشینۍ  د ثابتولو په اړه د سید عبد الحسین شرف الدین (وفات: 1377 ه) لخوا لیکل شوی دی چې د لبنان له شیعو عالمانو څخه دی.

د کتاب محتوا د هغه لیکونو مجموعه ده چې د الازهر پوهنتون د هغه وخت رییس شیخ سَلیم بِشْری او د سید عبدالحسین شرف الدین ترمنځ تبادله شوي دي. دا کتاب په لبنان، مصر، عراق او ایران کې خپور چاپ شوی او په فارسي، پښتو، انګریزۍ، هسپانوۍ او نورو ژبو ترجمه شوی دی.

قوي استدلال او فصیح بیان، د اهل سنتو له معتبرو او منل شویو منابعو څخه ګټه اخیستنه او د انصاف خیال ساتل د دې کتاب له ځانګړنو څخه ګڼل کیږي.

لیکوال

اصلي مقاله: سید عبد الحسین شرف الدین

سید عبد الحسین شرف الدین موسوي عاملي(۱۲۹۰-۱۳۷۷هـ ق) د لبنان شیعه مجتهد او د تقریب مذاهب اسلامي له مدافعینو او د لبنان د خپلواکۍ د غورځنګ له مشرانو څخه و.[۱] هغه د آخوند خراسانی او سید محمد کاظم طباطبائي یزدي له شاګردانو څخه و.[۲] په لومړي سر کې يې د سامرا په دیني مدرسې کې زده کړې وکړې او له سامرا څخه نجف ته د علماوو له هجرته وروسته د نجف دیني مدرسې ته لاړ.[۳]

شرف الدین د ۱۳۲۹ هجري لمریز کال په پای کې د مسلمانانو تر منځ د تاو تریخوالي د کمولو او د یووالي د رامنځته کولو په هدف مصر ته سفر وکړ.[۴] هِه په قاهره کښې د الازهر پوهنتون د هغه وخت رییس شیخ سَلیم بِشْری[۵] د مصر د علماوو د بورډ لومړی مشر (هیئت کبارُالعلما) سره یې لیدل کتل وکړل.[۶] د دې دواړو عالمانو خبرې د خط لیکلو له لارې روانې وې او د المراجعات کتاب تر عنوان لاندې خپرې شوې.[۷]

پیژندنه او موقعیت

د المراجعات کتاب (یا المُناظراتُ الازهَریة والمُباحَثاتُ المصریة)، د شیعو د امامت د اعتقاداتو د ثابتولو په هدف د پیغمبر(ص) څخه وروسته د امامت او خلافت په اړه لیکل شوی.[۸] دا کتاب له هغه کتابونو څخه  چې د شیعو د حقانیت د ثابتولو او د امام علي(ع) د ځای ناستي په هکله لیکل شوي دي لکه عَبَقاتُ الانوار، اِحقاقُ‌الحق او کتاب الغدیر، دی.[۹] وايي چې په دې کتاب کې د شیعه عقایدو د ثابتولو لپاره له معتبرو منابعو څخه کار اخیستل شوی دی.[۱۰] قوي استدلال او روان  او فصیح بیان د دې کتاب له ځانګړنو څخه دي.[۱۱] دا کتاب د پېغمبراکرم(ص) د جانشينۍ په برخه کې تر ټولو ګټور کتاب بلل شوى دى.[۱۲] او د ځينو سني عالمانو په اند د بېلابېلو طبقو د خلکو تر مینځ له ټولو اغېزمن کتاب ګڼل کېږي.[۱۳]

د المراجعات له کتاب څخه د مسلمانانو په منځ کې د یوې معتبرې سرچینې په توګه؛ حتی د اهل سنتو د علماو تر مینځ یې یې هم یادونه شوې ده.[۱۴] حنفي داود چې د قاهرې په عین الشمس پوهنتون کې استاد دی، د دې کتاب اثار د مسلمانانو د یووالي، ورورولۍ او یو بل سره د مینې او د د رسول الله(ص) اخلاق سره مانوسیدل، بیان کړي دي.[۱۵] ویل کیږي چې په دې کتاب کې بحثونه له توهین پرته او په دوه اړخیزه انصاف سره ترسره شوي دي.[۱۶]

د علامه شرف الدین سیاسي مبارزې او د فرانسې لخوا د لبنان نیواک او د هغه د شخصي کتابتون سوځیدل د کتاب په تالیف کې د ځنډ او د اسنادو له منخه تلو لامل شو.[۱۷] د سوالونو او ځوابونو د محتوا په لیکلو سره شرف الدین د المراجعات کتاب ترتیب برابر کړ.[۱۸] ځینو سني علماوو د خپل مذهب په دفاع کې پر دغه کتاب نیوکې وکړې چې د شیعه علماوو له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول. د سید علی حسیني میلاني لخوا لیکل شوی کتاب تَشییدُ المُراجَعات و تَفنیدُ المُکابَرات د دغو دفاعګانو څخه خورا مهم کتاب دی.[۱۹]

منځپانګه

المراجعات کتاب ۱۱۲ لیکونه لري چې د سید عبدالحسین شرف الدین او شیخ سلیم بشری تر منځ تبادله شوي دي.[۲۰] د دې کتاب منځپانګه په دوو برخو کې وړاندې شوې ده:[۲۱]

د کتاب لومړۍ برخه

د کتاب په لومړۍ برخه کې د امامت او مذهب په اړه د ۱۶ لیکلو په قالب بحث شوی دی. په دې برخه کې پر دغو موضوعاتو بحث کېږي:

  • د شیعه ګانو د څلورو فرقو د پیروۍ نه کولو او د اهل بیت(ع) د پیروۍ کولو دلیل
  • په شیعه مذهب باندې د سني عالمانو نظر ته ترجیح نه ورکول
  • په اسلام کې د اهل بیتو مقام
  • د شیعو او سنيانو د اختلافاتو حل لاره
  • د اهل بیت علیهم السلام د مذهب د برترۍ قرآني او روايي دلیلونه
  • د ثقلین حدیث او د هغه تواتر
  • د اهل بیت علیهم السلام د مقام په بیانولو کښې د سفینې د حدیث په شمول له پیغمبر(ص) څخه روایتونه
  • په آیتونو او روایتونو کې له اهل بیتو مطلب
  • د سنیانو په صحاح کې ۱۲ کسانو له شیعه رجالو سره دلیل راوړل (د سنيانو د روایتونو تر ټولو مهمې سرچینې)
  • د سلو شیعه رجالو معرفي چې د سنیانو لخوا د منل شوي حدیثونو په سند کې راغلي دي
  • د شیخ سلیم دا اعتراف چې د سني مذهبونو تر څنګ د اهل بیتو د مذهب د پیروي هم کفایت کوي.[۲۲]

د کتاب دویمه برخه

د کتاب په دوهمه برخه کې په ۹۳ لیکونو د امامت او د پیغمبر اکرم(ص) د جانشینۍ په موضوع بحث او تحلیل شوی دی:

  • له اهل سنتو څخه په ډېرو روايتونو کې لکه د دعوت د پيل حديث(د انذار حديثد منزلت حديث، د لومړي ځل او دويم ځل د ورورولۍ تړون، د دروازې د تړلو پېښه (بې له علی(ع) د نورو ټولو اصحابو د کور دروازې د مسجد النبي په لور وتړلې شوې)
  • هغه روايتونه چې په نورو اصحابو باندې د حضرت علي(ع) فضيلت ثابتوي
  • د ولایت آیت او په آیتونو او روایتونو کې د «ولي» د ټکي مطلب
  • د غدیر حدیث او د هغه تواتر
  • د شیعو له لارې څلویښت حدیثونه او دا چې سنیانو د ولی نه دي نقل کړی
  • علي(ع) د رسول الله (ص) وارث او وصي
  • د رسول الله (ص) د مېرمنو بحث او د عایشې د احادیثو د نه منلو او د ام سلمه د حدیث د منلو لامل
  • د علی ابن ابی طالب پرته د نورو صحابه په جانشینی باندې د اجماع نشتوالی
  • د دې خبرې لامل چې امام علی علیه السلام څه موده وروسته د خپل حق له غوښتلو ولی چوپ پاتې شو
  • د قرطاس حدیث او رسول الله (ص) ته د ژوند په وروستیو ورځو کې د ځینو صحابه نامناسب نسبت ورکول
  • د ځینو صحابه د اسامه له لښکر سرغړونه او پر هغوي باندې د رسول الله(ص) لعنت
  • دا خبره لرې ګڼل د رسول الله (ص) له وفات وروسته، صحابه د علی(ع) د جانشینۍ څرګندونې پریښې وي، او د دې ځوابونه.
  • د خلافت له غصب وروسته د امام علی(ع) او حضرت فاطمه(س) او د ځینو اصحابو اعتراضونه
  • د علومو په تالیف کې د شیعه لومړیتوب[۲۳]

چاپ، ژباړه او څېړنه

د المراجعات کتاب په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې د لبنان په صیدا ښار کې خپور شو. بیا په نورو هیوادونو لکه ایران، مصر او عراق کې خپور شو.[۲۴]

د فارسۍ ژباړې

د اصلي کتاب د پوښ ​انځور او ځینې ژباړې

د المراجعات کتاب چې عربۍ ژبه لیکل شوی دی د فارسي څو ژباړې شوي:

  • مناظرات شیعه و سنی؛ د سردار کابلي تألیف.[۲۵]
  • د المراجعات ترجمه؛ د ابوالفضل نجم آبادي لیکنه چې د آیت الله بروجردي د مطبعې لخوا خپره شوې ده.[۲۶]
  • علمي بحث؛ لیکنه محمد صادق نجمي.[۲۷]
  • رهبری امام علی در قرآن و سنت؛ د محمد جعفر امامي لیکلی.[۲۸] علی اصغر مروج خراساني د دې ژباړې د تخنیکي برخو په ایستلو او د نورو مهمو برخو په غوره کولو سره یې د کتاب د «حقجو و حق شناس» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی، چې د حسین راضي تحقیقي لمن لیک هم پکې شامل دي.[۲۹]
  • مذهب و رهبر ما، د مصطفی زماني لیکلي

نورې ژباړې

د اهل بیتو نړیوالې ټولنې دغه کتاب په هسپانوي، روانډا، روسي، فرانسوي، اردو، تاجیک، ترکي، فولاني او سوراني کردي ژبو کې ژباړلی او چاپ کړی دی.[۳۰] د دې کتاب نورې ژباړې هم شته لکه انګریزۍ ژباړه چې یاسین الجبوري ژباړلې ده،[۳۱] په هسپانوي ژبې ترجمه د فیصل مورهل له خوا د Al-Muraya‘ât[۳۲]  په نامه او په الماني ژبې د Die Konsultation په نامهAl-Muraya‘ât[۳۳] او اندونیزیايي ژبې ته د Dialog Sunnah Syi'ah.[۳۴] په نامه ژباړل شوې ده. په پښتو کې د حق لټون په نامې د ډاکټر عبدالرحیم درانی له خوا ترجمه شوې ده.

څیړنې

  • د حسین راضي څیړنه: په دې څیړنه کې د منابعو ټوک او مخونه ذکر شوي دي او همدارنګه د شیعه او سني د نورو تاریخي او حدیثي کتابونو ذکر هم شوی دی. د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنې خپرونه په همدې تحقیق سره ده.[۳۵]
  • د کتاب د ځینو محتوا په اړه د محمد جمیل حمّود څیړنه چې د لمن لیک په توګه راوړی شوې ده.[۳۶]
  • د منصور ابراهیمي څیړنه په مرکز تحقیقات دفتر تبلیغات اسلامی قم کې ترسره شوه.[۳۷]

اړونده څېرنې

فوټ نوټ

  1. «السيد عبد الحسين شرف الدين الموسوي العاملي، العاملي»، وبگاه مکتبة الروضة الحیدریه.
  2. حکیمی، شرف‌الدین، ۱۳۸۳ش، ص۵۱.
  3. قبیسی، حیاة الإمام شرف‌الدین، ۱۴۰۰ق، ص۳۲.
  4. شرف‌الدین، المراجعات، ۱۴۲۲ق، ص۳۹.
  5. زرکلی، الاعلام، ۲۰۰۲م، ج۳، ص۱۱۹.
  6. «الشيخ سليم البشري أول رئيس لهيئة كبار العلماء بالأزهر الشريف .. تعرف عليه»، وبگاه الجمهوریه.
  7. حسینی میلانی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۱۵.
  8. حسینی میلانی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، ۱۳۸۴، ج۱، ص۱۸.
  9. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۱ش، ج۹، ص۱۷۵.
  10. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۲۹.
  11. حسینی میلانی، تشیید المراجعات، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۷.
  12. مروج خراسانی، حق‌جو و حق‌شناس، ۱۳۷۳ش، ص۸.
  13. حسینی میلانی، تشیید المراجعات، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۳.
  14. حسینی میلانی، تشیید المراجعات، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۵.
  15. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۲۹-۳۰.
  16. مجمع جهانی اهل‌البیت، «مقدمه»، در المراجعات، ۱۴۲۲ق، ص۶.
  17. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۴۷۸.
  18. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۴۷۸.
  19. حسینی میلانی، تشیید المراجعات، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵.
  20. حسینی میلانی، تشیید المراجعات، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹.
  21. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۳.
  22. شرف‌الدین، المراجعات، ۱۴۲۲ق، ص۵۱-۲۴۳.
  23. شرف‌الدین، المراجعات، ۱۴۲۲ق، ص۵۱-۲۴۳.
  24. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۰.
  25. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۲.
  26. نجم‌آبادی، «علل ترجمه کتاب نفیس المراجعات»، ص۴۲.
  27. نجم‌آبادی، «علل ترجمه کتاب نفیس المراجعات»، ص۴۲.
  28. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۳.
  29. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۳.
  30. کرمانی، کارنامه ترجمه مجمع جهانی اهل البیت، ۱۴۰۱ق، ص۲۰.
  31. «Al-Muraja'at»، وبگاه al-islam.
  32. »Al-Muraya‘ât«، وبگاه al-islam.
  33. » Die Konsultation [al-muradschaat]«، وبگاه eslam.
  34. »Dialog Sunnah Syiah«، وبگاه goodreads.
  35. مجمع جهانی اهل‌البیت، «مقدمه»، در المراجعات، ۱۴۲۲ق، ص۶.
  36. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۷.
  37. ابراهیمی، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، ص۳۷.

سرچينې

  • ابراهیمی، منصور، «المراجعات چگونگی تدوین و کتابشناسی آن»، فصلنامه کتاب‌های اسلامی، شماره ۱۷، ۱۳۸۳ش.
  • «السيد عبد الحسين شرف الدين الموسوي العاملي»، وبگاه مکتبة الروضة الحیدریه، تاریخ بازدید: ۸ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • «الشيخ سليم البشري أول رئيس لهيئة كبار العلماء بالأزهر الشريف .. تعرف عليه»، وبگاه الجمهوریه، تاریخ درج مطلب: ۱۲ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۸ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • حسینی میلانی، علی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، قم، الحقائق، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • حکیمی، محمدرضا، شرف الدین، قم، دلیل ما، ۱۳۸۳ش.
  • زرکلی، محمود بن محمد، الاعلام، بیروت، دار العلم للملائین، چاپ پانزدهم، ۲۰۰۲م.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، جرعه‌ای از دریا؛ مقالات و مباحث، شخصیت‌شناسی و کتاب‌شناسی (جلد ۳)، قم، کتابشناسی شیعه (وابسته به موسسه فرهنگی کتابشناسی بزرگ شیعه)، ۱۳۹۳ش.
  • شرف‌الدین، عبدالحسین، المراجعات، تهران، مرکز الطباعه والنشر للمجمع العالمی لاهل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • شرف‌الدین، عبدالحسین، المراجعات، ترجمه سردار کابلی، تهران، نشر سایه، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • قبیسی، شیخ احمد، حیاة الامام شرف‌الدین فی سطور، بیروت، دارالتوحید الاسلامی، ۱۴۰۰ق.
  • «کتاب حق‌جو و حق‌شناس»، مذهب بوک، تاریخ بازدید: ۱۰ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • کرمانی، عبدالکریم، کارنامه ترجمه مجمع جهانی اهل البیت (۱۳۶۹-۱۳۹۹)، تهران، اداره کل خدمات فرهنگی و انتشارات مجمع جهانی اهل البیت، ۱۴۰۱ق.
  • مروج خراسانی، علی‌اصغر، حق‌جو و حق‌شناس، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۳۷۳ش.
  • نجم‌آبادی، ابوالفضل، «علل ترجمه کتاب نفیس المراجعات»، بزرگداشت مرحوم آیت‌الله حاج میرزا ابوالفضل نجم‌آبادی، ۱۳۸۷ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ هفتم، ۱۳۸۱ش.
  • مجمع جهانی اهل‌البیت، «مقدمه»، در المراجعات، تهران، مرکز الطباعه والنشر للمجمع العالمی لاهل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • «Al-Muraja'at»، وبگاه al-islam، تاریخ بازدید: ۱۷ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • »Al-Muraya‘ât«، وبگاه al-islam، تاریخ بازدید: ۱۷ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • » Die Konsultation [al-muradschaat]«، وبگاه eslam، تاریخ بازدید: ۱۷ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • »Dialog Sunnah Syiah«، وبگاه goodreads، تاریخ بازدید: ۱۷ خرداد ۱۴۰۲ش.

بهرنۍ لینکونه