د شد رحال حدیث
| موضوع | د مسجد النبي، مسجد الحرام و مسجد الاقصی فضیلتونه، یا د زیارت لپاره د سفر حرمت |
|---|---|
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
د شَدّ رحال حدیث، د مسجد الحرام، مسجد نبوي او مسجد الاقصی د فضیلت په اړه د پیغمبر(ص) یو روایت دی، چې شیعه او عام سنیان له وهابیانو سره په دې اړه اختلاف لري. د وهابیانو په وینا، له دې دریو جوماتونو پرته بل ځای ته سفر کول، حتی د پیغمبر(ص) د قبر زیارت لپاره، هم حرام او بدعت دی، مګر د شیعه عالمانو او ډیرو سني عالمانو په وینا، د وهابیانو نظر د پیغمبر(ص) او د هغه د اصحابو د سنت سره مطابقت نلري. له همدې امله، د شیعو او د اکثریت سنیانو له نظره، د حدیث معنی دا ده چې دا درې جوماتونه له نورو جوماتونو څخه غوره دي، او له همدې امله دوي ته سفر کیدی شي، مګر دا حدیث د زیارت یا سوداګرۍ او داسې نورو کارونو لپاره سفر کولو سره هیڅ تړاو نلري.
دا روایت په معتبرو سني سرچینو کې روایت شوی دی. په شیعه سرچینو کې هم، د امام علي(ع) څخه ورته روایت شتون لري، چې پکې د مسجد الاقصی پر ځای د کوفې د جومات نوم یاد شوی دی. مختلفو کتابونو دا روایت او د پیغمبر(ص) د قبر د زیارت موضوع څېړلې ده، په شمول د شُد الرحال الی زیارة النبي(ص) و آله(ع) چې د جعفر سبحاني لخوا لیکل شوي دي.
مقام او اهمیت
د شدّ الرحال حدیث، د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې وهابیت دې حدیث سره دا دلیل راوړي چې د پیغمبر(ص) د قبر زیارت ته سفر کول حرام ګڼي.[۱] دا حدیث د شیعه او وهابیت ترمنځ د مناظرې یو موضوع ده.[۲] او په معتبرو سني سرچینو لکه صحیح بخاري[۳] او صحیح مسلم[۴] کې ذکر شوی دی.
«لا تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: المَسْجِدِ الحَرَامِ، وَ مَسْجِدِ الرَّسُولِ(ص)، وَ مَسْجِدِ الأَقْصَى؛ د سفر بار له دریو جوماتونو پرته بل چرته مه تړئ: مسجد الحرام، مسجد نبوي، او مسجد الاقصی.»[۵]
په سني سرچینو کې نور حدیثونه هم شته چې د شُدُّ الرحال حدیث سره ورته محتوا لري.[۶] په ځینو سني سرچینو کې، هغه حدیثونه چې د شُدُّ الرحال حدیث سره ورته محتوا لري په یوه فصل کې راټول شوي دي چې د «لا تُشَدُّ الرِحال» عنوان لاندې راوړل شوي دي.[۷]
د شُدُّ الرحال حديث په شيعه سرچينو کې د هغه څه سره توپير لري چې په سُني سرچينو کې روايت شوي دي، او دا حديث له پېغمبر اکرم(ص) څخه نه، بلکې له امام علي(ع) څخه روايت شوی دی، او د مسجد الاقصی پر ځای په کې د کوفې جومات ياد شوی دی.[۸] همدارنګه، د امام رضا(ع) په يوه روايت کې راغلي دي: «زموږ له قبرونو پرته بل د یو قبر لپاره هم د سفر بارونه نه تړل کیږي».[۹]
وهابي نظرونه
ابن تیمیه (یو نفوذ لرونکی سلفي مفکر) او ابن باز، چې وهابي عالمان دي، د شد الرحال حدیث د دلیل په توګه راوړي چې د قبرونو د زیارت لپاره د سفر بار، حتی د رسول الله(ص) د قبر د زیارت لپاره هم حرام ګڼي، او په ځینو مواردو کې دا بدعت او مشرکانه عمل ګڼي.[۱۰] د هغوي له نظره، د دې حدیث پر بنسټ، د سفر بار یوازې د دریو جوماتونو (مسجد الحرام، مسجد الاقصی او مسجد النبي) د زیارت لپاره جائز دي.[۱۱] د سعودي د فتوا کمیټي (په سعودي عربستان کې د فتوا ورکولو تر ټولو لوړه اداره) د رسول الله(ص) د قبر د زیارت لپاره سفر کول جائز نه ګڼي او دا کار بدعت ګڼي.[۱۲]
د دې تفسیر مخالفین استدلال کوي چې دا نظر له نورو تاریخي راپورونو سره په ټکر کې دی؛[۱۳] د مثال په توګه، د هغه څه له مخې چې په صحیح بخاري[۱۴] او صحیح مسلم[۱۵] کې روایت شوي، پیغمبر(ص) به د شنبې په ورځ قبا جومات ته تلل. او په نورو مطالعاتو د هغو صحابه د چلند مختلف مثالونه یاد کړي دي چې د زیارت لپاره به یې سفر کاوه.[۱۶]
د سیاسي موخو لپاره دې روایت سره دلیل راوړل
داسې ویل شوي چې د شُد الرحال حدیث د سیاسي موخو لپاره هم کارول شوی دی؛ د مثال په توګه، پنځم اموي خلیفه عبدالملک بن مروان، د دې حدیث پر بنسټ، خلک د حج د ترسره کولو لپاره مکې ته له تګ څخه منع کړل او هغوی یې اړ کړل چې په بیت المقدس او د قبة الصخره شاوخوا کې د حج مراسم ترسره کړي.[۱۷] د دریمې پیړۍ د تاریخ پوه یعقوبي په وینا، د دې عمل دلیل، عبدالله بن زبیر سره د خلکو د بیعت په اړه د عبدالملک بن مروان اندیښنه وه.[۱۸]
د شیعه او غیر وهابي سني لیدلوری
شیعه[۱۹] او همدارنګه مختلفو سني عالمانو[۲۰] د ابن تیمیه د شد الرحال د حدیث تفسیر سره مخالفت کړی دی؛ شهیدِ اول، چې د اتمې پیړۍ یو شیعه فقیه، په خپل کتاب ذکری کې دا نظر غلط او بې دلیله ادعا بللې ده.[۲۱] د ځینو شیعه فقیهانو په وینا، دا حدیث ښیي چې نور جوماتونه په فضیلت کې مساوي دي او د بل ښار په جومات کې د لمانځه لپاره سفر کول د خپل ښار په جومات باندې هیڅ فضیلت نه لري.[۲۲]
ډېر سني عالمان، لکه نووي[۲۳]، غزالي،[۲۴] ملا علي قاري حنفي،[۲۵]] شمس الدين ذهبي،[۲۶] جصّاص،[۲۷] ابن عابدین فقيه حنفي،[۲۸] زرقاني مالکي فقیه،[۲۹] ابن قُدامه حنبلي[۳۰]، په دې باور دي چې د شد الرحال حدیث دا معنی نه لري چې د قبرونو زیارت کول، په ځانګړې توګه د رسول الله(ص) د قبر زیارت کول منع دي؛ بلکې دا د دریو جوماتونو د فضیلتونو څرګندونه ده. د پیغمبر(ص) د قبر زیارت د جواز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د هندوستان عالمانو دا جائز ګڼلی دی بلکې د دې لپاره یې لوی اجر ګڼلی دی..[۳۱] د «الزیارة النبویه» کتاب لیکوال، مالکي په وینا، دا فتوا د مکې، مدینې، شام او د الازهر د ځینو عالمانو لخوا تایید شوې ده.[۳۲]
د شيعه فقيه او متکلم جعفر سبحاني په وينا، په روايت کې له ذکر شوي درې جوماتونو پرته بل هيڅ جومات د سفر وړ نه دی، او نورو جوماتونه بايد د سفر منزل نه وي،[۳۳] او له همدې امله، د زيارت لپاره سفر کول حرام نه ګڼل کېږي.[۳۴]
ځانګړی لیکنی

د شدّ الرحال د حدیث په اړه او د پيغمبر(ص) د قبر د زیارت په اړه ځانګړي کتابونه هم لیکلي شوي دي[۳۵] چې ځینې یې دا دي:
- شد الرحال الی زیارة النبی(ص) وآله(ع) بین الاوهام الوهابیة وحقائق الاسلام:دا کتاب شیعه مرجع تقلید جعفر سبحاني لیکلی دی او مؤسسه امام صادق(ع) په قم کې په کال ۱۳۹۱چې په ۱۲۰ مخونو کې خپور کړی دی.[۳۶]
- الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة: دا کتاب د شیعه فقیه او متکلم سید علی حسینی میلاني له خوا لیکل شوی چې په کې د ابن تیمیه له نظر ردولو پرته د شفاعت او توسل بحث هم شوی دی. دا کتاب په ۱۳۹۳ کال کې د حقائق خپرندویې له خوا په قم کې په ۱۰۳ مخونو کې خپور شو.[۳۷]
- شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الأنام: دا کتاب شافعي مذهب عالم تقی الدین سُبکی په اتمې پيړۍ کې د ابن تیمیه په رد کې لیکلی دی، دا کتاب دائرة المعارف العثمانیه خپرندویې ادارې په حیدرآباد هند کې په ۱۴۱۹ق کې چاپ کړی دی.[۳۸]
- الزيارةُ النَبَويّةِ بين البِدعيّةِ والشرعيّة: د دې کتاب لیکوال مالکي مذهب عالم محمد علوی المالکی دی چې په ۲۰۰۰میلادي کال کې د ابوظبی امارات کې په ۲۰۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی.[۳۹]
فوټ نوټ
- ↑ دویش، فتاوی اللجنه، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۲۸۶.
- ↑ حسن، المناظرات، ۱۴۲۷ق، ټوک۴، مخ۲۷۹.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۶۰.
- ↑ ابنالحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ټوک۲، مخ۱۰۱۴.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۶۰.
- ↑ ابنالحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ټوک۲، مخ۱۰۱۴؛ ابنحبان، صحیح ابنحبان، ۱۴۱۴ق، ټوک۴، مخ۵۰۹؛ طبرانی، مسند الشامیین، ۱۴۰۵ق، ټوک۴، مخ۱۲۰.
- ↑ ابنالحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ټوک۲، مخ۱۰۱۴.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۲۳۱؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ټوک۱، مخ۱۴۳.
- ↑ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ټوک۱، مخ۱۴۴.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۴۴۰؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ټوک۱، مخ۱۸۵.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۴۴۰؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ټوک۱، مخ۱۸۵.
- ↑ دویش، فتاوی اللجنه، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۲۸۶.
- ↑ طبسی، روافد الایمان الی عقائد الاسلام، ۱۴۲۳ق، مخ۱۰۳.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۶۱.
- ↑ ابنالحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ټوک۲، مخ۱۰۱۷.
- ↑ سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، ۲۶-۳۱مخونه.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۲۶۱.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۲۶۱.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ټوک۳، مخ۱۱۰؛ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ۲۸۲-۲۸۳مخونه.
- ↑ قسطلانی، ارشاد الساری، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۵۹۵؛ نابلسی، الحضرة الانسیة، ۱۴۱۱ق، مخ۱۲۹؛ خفاجی، نسیم الریاض، ۱۳۲۶ق، ټوک۳، مخ۵۱۴؛ سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، ۳۱-۴۵مخونه.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ټوک۳، مخ۱۱۱.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ټوک۳، مخ۱۱۰؛ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ۲۸۲-۲۸۳مخونه.
- ↑ نووی، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، ۱۳۹۲ق، ټوک۹، ۱۶۷-۱۶۸مخونه.
- ↑ غزالی، إحیاء علوم الدین، ۱۴۳۲ق، ټوک۲، مخ۱۴۹.
- ↑ هروی القاری، مرقات المفاتیح، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۵۸۹.
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۹، مخ۳۶۸.
- ↑ جصاص، احکام القرآن، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۲۹۵.
- ↑ ابنعابدین، رد المحتار، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۶۲۷.
- ↑ زرقانی، شرح الزرقانی، ۱۴۲۴ق، ټوک۱، ۳۹۶-۳۹۷مخونه.
- ↑ ابنقدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ټوک۲، مخ۱۹۵.
- ↑ مالکی، الزیارة النبویه، دار جوامع الکلم، مخ۱۲۷.
- ↑ مالکی، الزیارة النبویه، دار جوامع الکلم، ۱۳۰-۱۳۱مخونه.
- ↑ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ۲۸۲-۲۸۳مخونه.
- ↑ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ۲۸۲-۲۸۳مخونه.
- ↑ احمدی، «تکنگاریهای عالمان اهلسنت در تبیین فضیلت زیارت پیامبر(ص)»؛ درگاهی، «مشروعیت شد رحال برای زیارت قبور»، مخ۸-۹.
- ↑ سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، د کتاب پیژندپاڼه.
- ↑ حسینی میلانی، الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة، ۱۳۹۳ش، د کتاب پیژندپاڼه.
- ↑ سبکی، شِفاء السَقام...، ۱۴۱۹ق، د کتاب پیژندپاڼه.
- ↑ علوی المالکی، الزیارة النبویة بین البدعیة والشرعیه، ۲۰۰۰م، د کتاب پیژند پاڼه.
سرچينې
- ابن الحجاج، مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
- ابن باز، عبدالعزیز بن عبدالله، فتاوی نور علی الدرب، بې ځایه، د شیخ ابن باز خیریه مؤسسه، بې نېټې.
- ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون، ۱۴۰۶ق.
- ابن حبان، محمد، صحیح ابن حبان، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
- ابن عابدین، محمدامین بن عمر، رد المحتار علی درر المختار، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۲ق.
- ابن قدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، د قاهرې کتابتون، ۱۳۸۸ق.
- احمدي، علي،«تکنگاریهای عالمان اهلسنت در تبیین فضیلت زیارت پیامبر(ص)»(د اهلسنت عالمانو د رسول الله د زیارت د فضیلت په تبیین کې ځانکړې لیکنې)، د میقات حج مجله، ۹۴ ګڼه، ژمی ۱۳۹۴ش.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
- جصاص، احمد بن علي، احکام القرآن، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- حسن، عبدالله، المناظرات، قم، دلیل ما، ۱۴۲۷ق.
- حسيني میلاني، سید علي، الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة، قم، الحقائق، ۱۳۹۳ش.
- خفاجي، احمد بن محمد، نسیم الریاض، بیروت، دارالفکر، ۱۳۲۶ق.
- درګاهي، مهدي، «مشروعیت شد رحال برای زیارت قبور»(د قبرونو د زیارت لپاره د سفر مشروعیت)، د میقات حج مجله، ۱۰۱ ګڼه، منی ۱۳۹۶ش.
- دویش، احمد بن عبدالرزاق، فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والافتاء، ریاض، د علمي څېړنو او افتاء د ادارې ریاست، ۱۴۱۶ق.
- ذهبي، محمد بن احمد، سیر أعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
- زرقاني، محمد بن عبدالباقي، شرح الزرقاني، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۴ق.
- سبحاني، جعفر، شدّ الرحال إلی زیارة النبي وآله (ع)، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۳۹۱ش.
- سبحاني، جعفر، فی ظلال التوحید، تهران، مشعر، ۱۴۲۱ق.
- سبکي، علي بن عبدالکافي، شفاء السقام في زیارة خیر الأنام، بې ځایه، بې خپرونکی، ۱۴۱۹ق.
- شهید اول، محمد بن جمالالدین، ذکری الشیعة في أحکام الشریعة، قم، د آلالبیت (ع) د تراث د احیاء مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الخصال، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، مسند الشامیین، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
- طبسي، نجمالدین، روافد الإیمان إلی عقائد الإسلام، بیروت، دارالولاء، ۱۴۲۳ق.
- علوي المالکي، محمد، الزیارة النبویة بین البدعیة والشرعیة، ابوظبي، المجمع الثقافي، ۲۰۰۰م.
- غزالي، محمد بن محمد، إحياء علوم الدین، جده، دار المنهاج للنشر والتوزیع، ۱۴۳۲ق / ۲۰۱۱م.
- قسطلاني، احمد بن محمد، إرشاد الساري لشرح صحیح البخاري، بیروت، دارالفکر، ۱۴۳۱ق.
- مالکي، محمد، الزیارة النبویة في ضوء الکتاب والسنة، قاهره، دار جوامع الکلم، بې نېټې.
- نابلسي، عبدالغني بن اسماعیل، الحضرة الأنسیة، بیروت، المصادر، ۱۴۱۱ق.
- نووي، یحیی بن شرف، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی (صحیح مسلم د امام نووي په شرح سره)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۳۹۲ق.
- هروي القاري، علي بن محمد، مرقات المفاتیح، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۲ق.
- یعقوبي، احمد بن ابيیعقوب، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، بې نېټې.