عبادي توحید

د wikishia لخوا

عبادي توحید یا په عبادت کې توحید معنا دا ده د چې  یو خدای عبادت وشي او له خدایه پرته بل معبود نشته او یوازې هغه د عبادت وړ دی. عبادي توحید د الهي مکتبونو له بنسټیزو تعلیماتو څخه ګڼل کیږي او د ټولو پیغمبرانو(ع) د بلنې اصلي غرض او د ټولو مسلمانانو مشترکه عقیده ګڼل کیږي. د متکلمانو او مفسرانو په اند، د قرآن ډېر آیتونه د عبادی توحید باندې دلالت کوي د «لا اله الا الله» کلمه هم په عبادت کې توحید ته په پام سره ده.

د عبادی توحيد د ثابتولو لپاره بېلابېل دلايل وړاندې شوي دي، چې ځينې يې د خالقیت او عبودیت، ربوبيت او عبودیت د مرګ او ژوند او عبودیت مالکيت تر مینځ تلازم سره عبادي توحيد ثابت کړی دی. د دې دلایلو له مخې یوازې هغه څوک چې خالق دی هم هغه د مخلوقاتو د ژوند او مرګ رب او مالک دی او هم هغه د عبادت مستحق دی.

ټول مسلمانان پر دې متفق دي چې له الله پرته د بل چا عبادت کول شرک دی او له اسلام څخه د وتلو لامل ګرځي. وهابیانو ځینې عملونه لکه توسل، برکت، د قبرونو زیارت کول، د شفاعت غوښتنه او بې له خدایه له بل چا مرسته غوښتل د عبادت او شرک مصداقونه ګڼلي دي؛ خو په دوي نیوکه کیږي چې دا ډول عملونه یوازې هغه مهال شرک وي چې د غیر خدا الوهیت او ربوبیت عقیدې سره سره وي؛ که نه نو دا شرک نه دی او په عبادت کې له توحید سره ټکر نه لري.

اهمیت او مقام

عبادي توحید او یو خدای پالنه د الهي مکتبونو له بنسټیزو تعلیماتو څخه ګڼل کیږي او د ټولو پیغمبرانو(ع) د بلنې اصلي غرض ګڼل کیږي. او ویلي شوي دي چې دا د نحل سوره په ۳۶ آیت او د انبیاء سوره په ۲۵ آیتونو کې په څرګنده راغلي دي.[۱] متکلمان او ټول مسلمانان وايي او موحدان په دې متفق دي چې عبادت یواځې له الله سره خاص دی.[۲] او که څه اختلاف دی، هغه د عبادت په تفسير او مصداقونو کې دی.[۳]

ویلي شوي دي د قرآن د ایتونو او تاریخي روایتونو په اساس، د توحید په مسئله کې چې تر ټولو لوی انحراف رامنځته شوی دی هغه عبادت کې او ربوبیت کې توحید په هکله دی.[۴] د علامه مجلسي له نظره، د قریشو مشرکانو په خالقیت او ربوبیت کې توحید منه خو بنسټیز اختلاف يې په عبادي توحید کې و.[۵] ځینو یې عبادي توحید تر ټولو مهمه مسله ګڼلې ده چې د دې سبب شوې ده چې د نورو مسلمانانو (شیعه او سني) پر وړاندې وهابیان بیل دریځ غوره کړي.[۶]

دوی وايي چې په قرآن کې څو آيتونه په عبادي توحيد دلالت کوي؛ له هغو څخه د سوره آل عمران 51 او 64 آیتونه، د سوره انعام 102 آیت، د سورت نحل آیت 36، د سورة الانبیاء 25 آیت او د سوره یس 61 آيت.[۷] د لا اله الا الله کلمه هم په عبادت کې توحید ته په پام ګڼلې شوې ده.[۸] په قرآن کریم کې د عملونو حبط کیدل، ګمراه کېدل، د قيامت په ورځ شقاوت او زيان او د خداى غضب، له خداى پرته د نورو د عبادت له اغېزو ګڼل شوي دي.[۹] د حضرت موسى(ع) په دويم حکم کې هم له خداى پرته د بل چا عبادت منع شوى دى. او په عبادت کې په توحید باندې  ټینګار شوی دی.[۱۰]

د شیعه عالم علي رباني ګلپایګاني په وینا، په عبادت کې د توحید د مسلې د روښانه والي او د مسلمانانو تر منځ په دې کې د اختلاف نه درلودلو له امله، دا موضوع په پخوانیو کلامي کتابونو کې نه وه مطرح شوی او تر ډېره به په اخلاقی کتابونو کې مطرح کیده. خو د ابن تيميه له ظهور او په عبادت کې د توحيد او شرک په اړه د هغه له نويو افکارو وروسته د دې مسئلې مطرح کول ضروري او مهم شوو.[۱۱]

مفهوم‌ پيژندنه

د عبادي توحید معنی دا ده چې د خدای پرته بل معبود نشته او یوازې خدای د عبادت وړ دی.[۱۲] محمد تقي مصباح یزدي وايي چې په عبادت کې توحید د انسان په عمل پورې اړه لري او دا پدې مانا ده چې انسان باید په عمل کې د بل چا عبادت ونه کړي؛ خو دا عقیده لرل چې له خدای پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نشته، دې ته په عبودیت او الوهیت کې توحید ویل کیږي.[۱۳] د هغه له نظره د لا اله الا الله معنا په الوهیت کې توحید دی.[۱۴] خو بیا هم ځینې شیعه علماوو[۱۵] او ابن تیمیه[۱۶] او وهابیت[۱۷] په عبادت کې توحید او په الوهيیت کې توحید یو شان ګڼلی دی؛ خو جعفر سبحاني چې يو شيعه متکلم او مفسر دى، د عبادي توحيد او د الوهیت توحيد یو شان ګڼل ناسم بللي دي.[۱۸]

د عبادي توحید دلیلونه

د عبادي توحید لپاره ځینې دلیلونه بیان شوي دي[۱۹] چې ځینې یې دا رنګ دي:

  1. د خالقیت او عبودیت تړون: معبود هغه څوک دی چې خالق وي. له خدای پرته بل خالق نشته. نو له هغه پرته بل معبود نشته.[۲۰]‌ ځینې آيتونه لکه د هود سوره ۶۱ آيت، د انعام سوره ۱ او ۱۰۲ آيتونه د خالقيت او عبودیت په تلازم (تړون) باندې دلالت کوي.[۲۱]
  2. د ربوبیت او عبودیت تلازم(تړون): معبود هغه څوک دی چې رب وي. له خدای پرته بل رب نشته. نو له الله پرته بل معبود نشته.‌[۲۲] د بقرې سوره ۲۱ آيت، د انعام سوره ۷۶ او ۷۹ آيتونه له هغه آیتونو څخه دي چې د ربوبیت او عبودیت تلازم او تړون ښايي.[۲۳]
  3. د ژوند او مرګ د مالکیت انحصار او عبودیت تلازم: معبود هغه ذات دی چې د مخلوقاتو ژوند او مرګ یې په لاس کې دی. بې له خدایه بل څوک د مرګ او ژوند مالک نه دی. نو له خدای پرته بل معبود نشته.[۲۴]‌ ځينې آیتونه لکه د سوره یونس ۱۰۴ آیت، د سوره هود ۱۲۳ آیت او د قصص سوره ۸۸ آیتونه هم دغه دلیل ته اشاره کوي.[۲۵]

د حمد سوره له 5 آیت(إِیَّاکَ نَعْبُدُ) څخه د خدای لپاره د عبادت خاص کیدلو ته رسو؛ په دې دليل چې مفعول (إيَّاكَ) په فاعل باندې (چې د نَعبُدُ ضمیر دی) ړواندې شوی دی. له همدې امله ویل شوي چې دا آیت په عبادي توحید باندې دلالت کوي.[۲۶] علامه طباطبایي هم د یوسف سوره ۳۹ او ۴۰ آیتونه په عبادت کې د توحید باندې دا یواځینې دلیل ګڼلی دی. په څلویښتم آیت(اَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ) کې خدای امر کړی دی چې له هغه پرته د بل چا عبادت ونه شي.[۲۷]

په عبادت کې شرک

د ایت الله سبحاني په وینا، د ټولو مسلمانانو د اجماع له مخې، د خدای پرته د بل عبادت کول شرک ګڼل کیږي او د اسلامي توحید له دائرې څخه د وتلو لامل کیږي.[۲۸] د مرتضی مطهري په وینا له خدای پرته د بل عبادت کول د عقل او شرع له مخې روا نه دی. او له اسلام څخه د وتلو لامل ګرځي.[۲۹]

وهابیان، توسل،[۳۰] تبرک،[۳۱] د قبرونو زیارت کول[۳۲] او د شفاعت غوښتنه[۳۳] د افرادو عبادت او شرک ګڼي.[۳۴] له همدې سببه وهابیان هغه مسلمانان چې پيغمبر(ص)، اهل بیتو او پیغمبرانو او اولیاوو سره توسل کوي، مشرک ګڼي.[۳۵] د وهابیانو د دې نظر په ځواب کې دوی وايي چې ځینې عملونه لکه اولیاء الله سره توسل کول او تبرک او له هغوی د شفاعت غوښتنه کول په دې شرط په عبادت کې شرک ګڼي چې د د هغوي د ربوبیت او الوهیت عقیدې سره وي؛ خو که دا اعمال په دې عقیده وي چې د خدای اولیاء د خدای پاک خالص بندګان دي، نو په عبادت کې شرک نه ګڼل کیږي، که څه هم خضوع سره وي.[۳۶]

ځانګړی لیکنې

  • «توحید عبادی از دیدگاه شیعه و وهابیت»، (عبادي توحيد د شيعه او وهابيت له نظره)، دا کتاب مهدي نيکوي ساماني ليکلی، دغه اثر د عبادي توحيد اهميت او د وهابيزم له نظره د هغه ناسم تفسير ته په پام سره، دغه مسئله په دوو برخو او یوه پایله کې د شيعه او وهابيت له نظره تحليل او څیړلې ده، په لومړۍ برخه کې د توحید او شرک مفاهیم او د ایمان او اسلام معیارونه بیان شوي او په دویمه برخه کې د توحید او شرک په اړه د شیعه او وهابیت نظرونه وړاندې شوي او د وهابیت پر نظریاتو انتقاد شوی دی.[۳۷]

فوټ نوټ

  1. سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۲۸ و ۴۲۹؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۵؛ عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر، ص۸۴ و ۸۵.
  2. سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۲۹؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۵؛ ربانی گلپایگانی، کلام تطبیقی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۱۰۰.
  3. سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۲۹.
  4. ربانی گلپایگانی، کلام تطبیقی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۹۹ و ۱۰۰.
  5. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳، ۲۰۹.
  6. عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر،‌ ص۸۳.
  7. سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۲۵-۴۲۶؛ عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر، ص۸۵.
  8. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۰۶؛ عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر،‌ ص۸۶.
  9. وګورئ: هاشمی رفسنجانی و محققان مرکز فرهنگ و معارف قرآن، فرهنگ قرآن، ۱۳۸۷ش، ج۱۹، ص۵۳۷-۵۴۰.
  10. وګورئ: عهد عتیق، سفر خروج، باب۲۰، آیه ۱ - ۱۷.
  11. ربانی گلپایگانی، کلام تطبیقی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۱۰۰.
  12. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۱۶؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۵.
  13. مصباح یزدی، خداشناسی، ۱۳۹۳ش، ص۵۹.
  14. مصباح یزدی، خداشناسی، ۱۳۹۳ش، ص۵۹.
  15. مثال په توګه وګورئ: عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر، ص۸۸و۸۹.
  16. ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۲۸۹ و ۲۹۰.
  17. مثال په توګه وګورئ: قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۴۲۵؛ سبحانی،‌ التوحید و الشرک فی القرآن الکریم، ۱۴۲۶ق، ص۲۹.
  18. سبحانی،‌ التوحید و الشرک فی القرآن الکریم، ۱۴۲۶ق، ص۲۹و۳۰.
  19. مثال په توګه وګورئ: جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۱۹-۵۲۷.
  20. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۱۹-۵۲۰.
  21. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۱۹-۵۲۰.
  22. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۶؛ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۲۱ و ۵۲۲.
  23. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۲۲-۵۲۴.
  24. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۲۵.
  25. جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۲۶.
  26. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۴۳.
  27. طباطبایی،‌ المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۰ق، ج۱۱، ص۱۷۸.
  28. سبحانی،‌ منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۷۲.
  29. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۰۴، ۱۲۴و۱۲۹.
  30. وګورئ: قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱‍ق، ج۲،‌ ص۴۴۱-۴۴۳.
  31. آل الشیخ، فتح المجید، ۱۳۷۷ق، ص۱۳۳.
  32. ابن تیمیه،‌ زيارة القبور والاستنجاد بالمقبور،‌ نشر دار طیبه، ص۵۴؛ آل الشیخ، فتح المجید، ۱۳۷۷ق، ص۲۲۹-۲۳۲؛ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱‍ق، ج۲،‌ ص۴۷۸-۴۸۰.
  33. آل الشیخ، فتح المجید، ۱۳۷۷ق، ص۲۰۵ و ۲۰۶.
  34. همدا وګورئ: مغنیه، هذه هی الوهابیة، منظمة الاعلام الاسلامی، ص۷۴-۷۶؛ عابدی، توحید و شرک، نشر مشعر، ص۱۶۰-۱۸۰.
  35. ربانی گلپایگانی، کلام تطبیقی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۱۱۲.
  36. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۱ و ۱۰۲.
  37. نکویی سامانی، توحید عبادی از دیدگاه شیعه و وهابیت، ۱۳۹۵ش، ص۵-۱۴.

سرچينې

  • ‌ آل الشیخ، عبدالرحمن بن حسن، فتح المجید شرح کتاب التوحید، تحقیق محمد حامد الفقی، قاهره، مطبعة السنة المحمدیة، چاپ هفتم، ۱۳۷۷ق-۱۹۵۷م.
  • ابن‌تیمیه حرانی، احمد بن عبدالحلیم، زيارة القبور و الاستنجاد بالمقبور،‌ ریاض، نشر دار طیبه، بی‌تا.
  • ‌ ابن‌تیمیه حرانی، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • جوادی آملی، عبدالله،‌ توحید در قرآن؛ تفسیر موضوعی قرآن کریم، قم، نشر اسراء، چاپ هشتم، ۱۳۹۵ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، کلام تطبیقی (۱)؛ توحید، صفات و عدل الهی، قم، جامعه المصطفی(ص)، چاپ پنجم، ۱۳۹۹ش.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • سبحانی،‌ جعفر، التوحید و الشرک فی القرآن الکریم، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۶ق/۱۳۸۴ش.
  • سبحانی،‌ جعفر، منشور جاوید،‌ قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • عابدی، احمد، توحید و شرک در نگاه شیعه و وهابیت(بررسی و نقد افترائات دکتر قفاری بر مذهب شیعه)،‌ تهران، نشر مشعر، بی‌تا.
  • قفاری، ناصر بن عبدالله بن علی، اصول مذهب الشیعة الامامیة الاثنی عشریة؛ عرض و نقد، الجیزة، دارالرضا، چاپ چهارم، ۱۴۳۱‍ق-۲۰۱۰م.
  • ‌ مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، نشر سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، خداشناسی، قم، موسسه آموزشی پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۳ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مغنیه، محمدجواد، هذه هی الوهابیة، تهران، منظمة الاعلام الاسلامی، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • نکویی سامانی، مهدی، توحید عبادی از دیدگاه شیعه و وهابیت، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۵ش.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر و محققان مرکز فرهنگ و معارف قرآن، فرهنگ قرآن (کلید راهیابی به موضوعات و مفاهیم قرآن کریم)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.