عبدالله بن حسن مثنی

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په عبدالله محض مشهور عبدالله بن حسن مثنّیٰ د پلار له خوا د امام حسن(ع) لسمی او د مور لخوا د امام حسین(ع) لمسی دی. هغه د اموي حکومت په وروستیو کې د امام صادق(ع) په وخت کې خپل زوی محمد، مهدي وباله او د هغه لپاره یې بیعت واخیست.

د عبدالله محض په بچیانو کې، محمد (نفس زکیه) او ابراهیم (قتیل باخمرا) د عباسیانو د حکومت په خلاف پاڅون وکړ او ووژل شو او ادریس په عربي مغرب کې لومړی شیعه دولت جوړکړ چې د ادریسیانو په دولت مشهور شو.

عبدالله محض، د دوهم عباسي خلیفه منصور دوانیقي د حکومت په زمانه کې د خپل زوی محمد چې په نفس زکیه مشهور دی د پتڼځی د نه ښکاره کولو په وجه په درې کاله بند محکوم شو او په بند کې ووژل شو. د هغه قبر په عراق کې د نجف په اویا کلومیټرۍ کې، د عبدالله ابو نجم په نوم پېژندل کیږی.

ژوند

عبدالله محض د امام حسن(ع) د زوي حسن مثنی او د امام حسین (ع)د لور فاطمې زوی دی.[۱] په عبدالله محض په دې وجه مشهور شوی چې نسب یې هم د پلار او هم مور له خوا محض د خدای رسول (ص) ته رسیږي.[۲] له هغه نقل شوي چې د خدای رسول دوه ځله زه پېدا کړی یم.[۳]


عبدالله بن حسن مثنی، په هلکوانۍ کې د امام سجاد(ع) د درس په ټولګو کې برخه اخستله.[۴] له هغه نقل شوي چې مور مې فاطمه چې د امام حسین (ع) لور وه ماته سپارښتنه کوله چې د خپل ماما علي بن حسین په درسونو کې برخه واخلم او په هر درس کې به زما علم او له خدایه وېره زیاتېده.[۵] ابوالفرج اصفهاني، عبدالله محض د بني هاشمو شیخ او د فضل، علم او کرم لرونکی ګڼی [۶] او د اتم اموي واکمن عر بن عبدالعزیز په نزد د هغه د درناوي خبره یې کړې ده.[۷]

عبدالله بن حسن مثنی، په ۱۴۵ق کال کې په ۷۵ کلنۍ کې په کوفې کې په هاشمیه زندان [۸] او په یو بل روایت په بغداد کې ووژل شو.[۹] سبط جوزي د هغه د قتل ورځ د لوی اختر ورځ ګڼلې ده.[۱۰] او لکه څنګه چې ابوالفرج اصفهاني لیکلي، عبدالله د هغه پر سر د چت راغورځولو له امله وژل شوی دی.[۱۱]

د هغه قبر د عراق د دیوانیه ولایت د شنافیه ښار د لویدیځ په نه کلومیټرۍ کې دی چې د نجف د جنوب په اویا کلومیټرۍ کې واقع د عبدالله ابو نجم په نوم مشهور دی.[۱۲]د مصر په قاهره ښار کې هم د عبدالله محض په نوم یو مقام شته دی.[۱۳]

بچیان

د عبدالله بن حسن مثنی د ډېرو بچیانو نوم او ژوند لیک په تاریخي اثارو کې راغلی دی؛ منجمله محمد چې په نفس زکیه مشهور دی او د عباسیانو په خلاف یې په مدینه کې پاڅون وکړ او اخر له خپلو ډېرو ملګرو سره یو ځای ووژل شو[۱۴] په قتیل باخمرا مشهور ابراهیم، د خپل ورور نفس زکیه له وژل کېدو وروسته په بصره کې پاڅون وکړ.[۱۵] په دې پاڅون کې ځینو مشهورو فقیهانو برخه لرله او د ابوحنیفه په شان کسانو د هغه ملاتړ وکړ.[۱۶] په اخر کې پاڅون نتیجه ورنه کړه او ابراهیم کوفې ته نزدې په باخمرا سیمه کې ووژل شو.[۱۷]

د عبدالله محض بل زوی ادریس په فخ پېښه کې موجود و او بیا عربي مغرب ته لاړ او هلته یې د ادریسیانو شیعه دولت بنیاد کېښود.[۱۸] د هغه بل زوی سلیمان هم په فخ واقعه کې شهید شو.[۱۹] یحیی [۲۰] په فخ پاڅون کې له ګډونه وروسته ایران ته وتښتېد او په پټه په دیلم کې استوګن شو او خلک یې خپل امامت ته وبلل[۲۱] او وې کړی شول پر ځان ملګري راټول کړي؛ خو اخر یې ماته وخوړه او د هارون الرشید په امر بند ته واچول او په ۱۷۶ق کال کې په بغداد کې له دنیا لاړ.

د نفس زکیه لپاره بیعت اخستل

د تاریخي سرچینو په وینا، عبدالله بن حسن مثني په اوله کې د بني امیه و په خلاف پاڅون کې د زید بن علي له طریقې سره خاصه دلچسپي نه لرله او په کوفه کې د زید بن علي له پاڅون مخکې یې هغه د کوفیانو په وعدو له غولیدو خبردار کړ.[۲۳] سرچینې همداراز د امیرالمومنین د صدقاتو په باره کې له زید بن علي سره د عبدالله محض د اختلاف خبر ورکوي.[۲۴] سره له دې عبدالله د زید له شهادته وروسته، د هغه افکارو ته ګروهمن شو او خپل بچیان یې پاڅون ته تیار کړل.[۲۵]

عبدالله محض د امویانو د حکومت په وروستیو کې چې یو شمېر بني هاشم په ابواء کې راغونډ شول چې په خپلو کې د یو کس بیعت وکړي، خپل زوی محمد د مهدي په توګه معرفي کړ او هغوي یې د هغه بیعت ته وبلل.[۲۶] دغه اقدام د امام صادق له مخالفت سره مخ شو او عبدالله یې غصه کړ.[۲۷] امام صادق (ع) همداراز عبدالله ته وویل چې خلافت به سفاح او د هغه وروڼو او بچیانو ته ورسیږي، نه تا او ستا بچیانو ته.[۲۸] د هغه څه پر اساس چې په مقاتل الطالبیین کې ذکر شوي، امام صادق (ع) همداراز عبدالله د خپلو دوو بچیانو له وژل کېدو خبر کړ.[۲۹]

رسول جعفریان، د امام حسن (ع) او امام حسین (ع) د بچیانو تر مینځ د اختلاف سرچینه د عبدالله محض له خوا د قایم آل محمد (مهدي) په توګه د محمد معرفي کول ګڼلې دي.[۳۰]

د بني عباسو بند

د عبدالله محض منسوبه قبر

عبدالله محض د دوهم عباسي خلیفه منصور دوانیقي په زمانه کې، د نفس زکیه د پټنځي د نه ښکاره کولو په وجه بند ته ولوېد او درې کاله په بند کې پاتې شو.[۳۱] هغه په ۱۴۰ ق کال کې د حج په ورځو کې له منصور دوانیقي سره کتنه وکړه او د نفس زکیه د پټنځی د ښودلو لپاره یې د هغه د غوښتنې مخالفت وکړ.[۳۲]

لومړي عباسي خلیفه ابوالعباس سفاح، که څه هم د عبدالله محض په زوي محمد پسې و، خو د خپل زوي د پټنځي د ښودلو په وړاندې د عبدالله د مقاومت او مخالفت سره سره یې له هغه سره تند او زیږ چلند نه کاوه.[۳۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد عبدالقادرعطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن عنبة، احمد بن علی، عمدة الطالب في أنساب آل أبي طالب، قم، انصاریان، ۱۳۸۳ش/۲۰۰۴م.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، شرح و تحقیق احمد صقر، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۹۸۷م/۱۴۰۸ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، نجف، مکتبه الحیدریه، ۱۴۲۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف (ج۲)، تحقیق: محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انتشارات انصاریان، چاپ یازدهم، ۱۳۸۷ش.
  • ذهبی، شمس الدین محمد بن احمد، العبر فی خیر من غبر، تحقیق: ابوهاجر محمدسعید بن بسیونی زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیه، بی‌تا.
  • سبط بن الجوزى‏،‌ یوسف بن قزاوغلی، تذكرة الخواص‏، قم، منشورات الشريف الرضى‏، ۱۴۱۸ق.
  • سجادی، صادق، مدخل ابراهیم بن عبدالله در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۲، ص۴۴۶.
  • صابری، حسین، تاریخ فرق اسلامی فرق شیعه و فرقه‌های منسوب به آن، تهران، سمت، چاپ پنجم، ۱۳۸۸ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • قرشی، باقر شریف، حیاة الامام زین العابدین، بیروت، دارالاضواء، ۱۹۸۸م/۱۴۰۸ق.
  • «محافظ النجف الاشرف يزور مرقد (عبد الله ابو نجم) (رض) ويتابع مع سدنته مشاريع الاعمار والتاهيل»، سایت خبرگزاری براثا، تاریخ درج مطلب: ۴ اکتبر ۲۰۰۸م، تاریخ بازدید: ۲ آذر ۱۳۹۷ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.