د فخ پېښه

د wikishia لخوا

د فَخ پېښه یا د صاحب فَخ پاڅون په ۱۶۹ق کال کې د عباسیانو په خلاف د علویانو پاڅون چې د امام جواد(ع) په یو روایت، د کربلا له پېښې وروسته د اهل بیتو(ع) ترټولو سخت ازمېښت او مصیبت و. دا واقعه په صاحب فخ مشهور د حسین بن علي بن حسن په مشرۍ چې د امام حسن(ع) لمسی و، د امام کاظم(ع) په زمانه کې او په مدینه کې وشوه او د هغه او د هغه د ډېرو ملګرو د وژل کېدو سبب شوه. له دې امله چې دا پېښه د مسجد الحرام په څلور کلومیټرۍ کې وشوه په فخ پاڅون یا د صاحب فخ په پاڅون مشهوره شوې ده.

د ځینو روایتونو له مخې، امام کاظم(ع) له حسین فخي سره له بیعته ډډه وکړه او د هغه د پاڅون د ناکامۍ خبر یې ورکړ. البته په ځینو راپورونو کې، له امامه د صاحب فخ د مشوره غوښتلو او په ځینو نورو کې پاڅون ته د امام د امر خبره راغلې ده؛ خو د دې په مقابل کې، یو بل حدیث شته چې وایي امام د پاڅون کوونکو مشوره غوښتلو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

سره له دې ځینې څېړاندي په دې باور دي چې په روایتونو کې، له امام کاظم(ع) څخه د دغه پاڅون په تایید یا رد کې جوته دریځ نیونه نه لیدل کیږي. ځینو څېړاندو د صاحب فخ د شخصیت په تایید کې د ځینو حدیثونو په استناد سره دغه پاڅون د امام کاظم د تایید وړ ګڼلی خو ځینو نورو دغه دلیل ناکافي ګڼلی دی.

د تاریخ لیکونکو په وینا د صاحب فخ پاڅون د علویانو په خلاف د عباسي حکومت له سختیو وروسته جوړ شو، حسین فخي، له پېښې ډېرې میاشتې مخکې، ډېر کسان له مختلفو ښارونو د حج په ورځو کې پاڅون ته وبلل او له هغوي یې بیعت واخیست. د مدینې د والي تر حده زیاتو ځورونو او ازارونو حسین مجبوره کړه چې خپل پاڅون یوه میاشته مخکې (په ذي القعدې کې) په مدینې کې ښکاره کړي. پاڅون کوونکي په لنډ وخت کې په مدینې واکمن شول او د مکې لور ته روان شول.

د حکومت ځینو ایجنټانو چې د حج په سفر کې وو، د هادي عباسي په امر، د پاڅون کوونکو سره جنګ وکړ. په دې جنګ کې چې د ذی الحجې په اتمه وشو، صاحب فخ او ډېر کسان یې ووژل شول او یو شمېر اسیران شول یا وتښتېدل.

له دغه جنګه وروسته، د مدینې والي د ځینو پاڅون کوونکو کورونه او مالونه وسوزول او ځینې یې ضبط کړل. د شهیدانو سرونه له اسیرانو سره یو ځای خلیفه ته واستول شو.

د څېړاندو په باور، له وخته مخکې د پاڅون پېل، د ځینو علوي مشرانو ملګرتیا نه کول او د مکې او مدینې د خلکو ملتیا نه کول د فخ پاڅون د ماتې له مهمو لاملونو څخه وو. د فخ د واقعې په موضوع مختلف کتابونه لیکل شوي چې د احمد بن سهل رازي (په څلورمې پېړۍ کې وفات) په قلم اخبارُ فخ، تر ټولو زوړ کتاب دی چې په مستقله توګه یې دا موضوع څېړلې ده.

د فخ واقعه او د شیعیانو لپاره ترخه پېښه

د تائیه یوه برخه چې پکې د فخ پېښې ته اشاره شوې ده:



أفاطم قومی یا بنت الخیر فاندبی نجوم سماوات بأرض فلات
قبور بکوفان وأخری بطیبة وأخری بفخ نالها صلوات



ای فاطمې، ای د خدای تر ټولو د ښه انسان لورې، پاڅه او په اسماني ستورو چې په ځمکې لویدلي وژاړه. هغه قبرونه چې په کوفې او مدینې کې او هغه قبر چې په فخ کې دی چې زما درود او سلام دې پر دوي وي.


د فخ پېښه د تشیع د تاریخ له ډېرو ترخو پېښو ګڼل شوې او له پېغمبر او شیعه امامانو[۱] ځینې روایتونه په دې ادعا ګواه ګڼل شوې دي.[۲] له امام جواد(ع) څخه د یو روایت مطابق، د کربلا له پېښې وروسته، دا حادثه د اهل بیتو لپاره تر ټولو لوی ازمېښت و.[۳] د څلورمې قمري پېړۍ د تاریخ لیکونکي ابوالفرج اصفهاني د یو نقل کړي روایت په اساس، د اسلام پېغمبر(ص) او امام صادق(ع) په فخ کې د حسین بن علي (صاحب فخ) د وژل کېدو وړاندوینه کړې او دهغه د جنتي والي خبر یې ورکړی دی.[۴] همداراز روایت دی چې امام کاظم(ع) د فخ په شهیدانو په ژړا سره له خدایه د هغوي د قاتلانو لپاره مرګ او سخت عذاب غوښته.[۵] امام کاظم د هغو علویانو چې په فخ کې شهیدان شوې وو د کونډو او یتیمانو کفالت په غاړه واخیست.[۶] د فخ پیښه د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې راغلې چې پکې د دعبل خزاعي ویلي تائیه شعر ته اشاره کولی شو.[۷]

د پاڅون مشر

اصلي مقاله: صاحب فخ

په صاحب فخ مشهور حسین بن علي، له مور او پلاره د امام حسن(ع) [یادداشت۱] له لمسیو و.[۸] پلار یې علي (په نیک او بزرګوار علي مشهور) او مور یې زینب ( د عبدالله محض لور) وه چې د ډېرو عبادتونو په وجه په صالحې جوړې مشهور وو.[۹] صاحب فخ یې یو میړنی او کریم کس ګڼلی،[۱۰] په سخاوت کې یې ډېر روایتونه بیان شوې دي..[۱۱] شیخ طوسي هغه د امام صادق(ع) په اصحابو کې ګڼلی.[۱۲] صاحب فخ د ۱۶۹ ق کال په ذي الحجې کې په ۴۱ کلنۍ کې وفات شو.[۱۳]

د پاڅون په وړاندې د امام کاظم(ع) دریځ نیونه

د یو روایت له مخې چې کلیني په کافي کتاب کې نقل کړی، کله چې صاحب فخ پاڅون وکړ، امام کاظم یې بیعت ته وباله: خو امام د بیعت په ردولو سره، له هغه وغوښتل چې بیعت ته یې مجبوره نه کړي او هغه هم دغه کار وکړ.[۱۴] عبدالله مامقاني باوري دی چې له امام کاظم(ع) څخه د صاحب فخ د بیعت غوښتل صوري و چې که کامیاب شي د خلافت چارې هغه ته وسپاري؛ له دې امله امام د تقیې له مخې حسین له پاڅونه منعې کړ؛ خو په باطن کې د هغه په اقدام راضي و؛ لکه څنګه چې یې له شهادته وروسته د هغه لپاره د رحمت دعا وکړه.[۱۵]

د ابوالفرج اصفهاني په راپور کې راغلي چې حسین د پاڅون لپاره له امام کاظم(ع) سره مشوره وکړه او پاڅون د هغه په امر ترسره شوی دی.[۱۶] همداراز د هغه څه مطابق چې سید ابن طاووس چې په اومې قمري پېړۍ کې شیعه عالم و نقل کړی چې هادي عباسي د حسین پاڅون د امام کاظم(ع) په امر مستند ګاڼه.[۱۷] سره له دې، له کافي کتابه د یو روایت له مخې، یحیی بن عبدالله امام کاظم(ع) ته په یو لیک کې، د فخ په پاڅون کې د هغوي مشوره غوښتنې ته د امام له منفي ځوابه ګیله کړې ده.[۱۸]

د احمد بن ابراهیم حسني او احمد بن سهل په وینا چې په څلورمې پېړۍ کې د زیدي مذهب دوه تاریخ لیکونکي دي، امام کاظم(ع) د فخ د پېښې په وخت، د حج لپاره په مکه کې و.[۱۹] د دغه دوو په راپور، د عباسي خلافت دربار یو ایجنټ موسی بن عیسی د جنګ په وخت امام وروباله او امام هلته لاړ او د جنګ تر پایه پورې له هغه سره پاتې شو.[۲۰] د دغه راپور په اساس، له جنګه وروسته کله چې امام د منی ټاټوبي ته لاړ، پرې کړې سرونه یې هغه ته راوړل.[۲۱] د ابوالفرج اصفهاني په وینا، امام کاظم(ع) د حسین بن علي د سر په لیدلو سره، د استرجاع آیت ولوسته او د هغه د ښېګړو په بیانولو سره یې هغه یو سمکاری انسان وباله.[۲۲]

د بحار الانوار کتاب لیکوال علامه مجلسي، که څه هم د حسین فخي شخصیت ستایلی خو باوري دی چې د هغه د شخصیت په اړه ځینې غندنې هم راغلي دي.[۲۳] ځینې څېړاندي په دې باور دي چې که څه هم د صاحب فخ د شخصیت په تایید کې ځینې روایتونه شته دي خو هغه د شیعه امامانو له خوا د هغه د پاڅون په تایید دلیل نه دی.[۲۴] تاریخ څېړاندی رسول جعفریان هم که څه هم د فخ پاڅون د عباسیانو په ضد د علویانو د ډېرو روغو پاڅونونو په لیکه کې ګڼي خو لیکي چې داسې یقین نیشته چې دغه پاڅون د امام کاظم(ع) په امر شوی وي؛ بلکې ویلی شو چې امامي شیعیان له دغه پاڅون سره موافق نه و؛ ځکه چې په دې مساله کې له علویانو سره ښکېل وو او د هغوي په مینځ کې اختلاف پېدا شو.[۲۵]

د پاڅون زمینې

د دریمې قمري پېړۍ د مورخ یعقوبي په وینا، کله چې هادي عباسي په ۱۶۹ق کال کې حکومت ته ورسید، پر علویانو یې فشار زیات کړ او د طالبیانو په تعقیبونه یې ټينګار وکړ.[۲۶] هغه د علویانو په خلاف رعب او وېره رامینځته کړه او هغه پېسې او تنخاګانې چې پلار یې مهدي عباسي هغوي ته ورکړې وې، ټولې یې ختمې کړې.[۲۷] هغه همداراز په مختلفو سیمو کې خپلو چاروالو ته امر وکړ چې هغوي ونیسي او ده ته یې ولیږي.[۲۸]

هادي همداراز د عبدالعزیز بن عبدالله په نوم د عمر بن خطاب یو لمسی د مدینې ګورنر کړ[۲۹] هغه هم له طالبیانو سره بدسلوکی و او هره ورځ به یې علویان دارالاماره ته وربلل.[۳۰]

له ځینو راپورونو داسې معلوميږي چې شهید فخ د مهدي عباسي د حکومت له وخته د پاڅون په فکر کې و؛[۳۱] ځکه چې د رازي د راپورونو له مخې، له مختلفو ښارونو کابو دېرش زره کسانو له حسین سره بیعت کړی و چې د حج په ورځو کې په عرفات کې پاڅون وکړي.[۳۲] هغوي همداراز په یو لیک کې، د خپل باور وړ کسان په خراسان او نورو سیمو کې له خپلې ارادې خبر کړې وو.[۳۳] د مدینې د والي له ګواښونوړ او د حسین د ځینو ملګرو له نیولو وروسته، هغوي فیصله وکړه چې پاڅون زر پېل کړي.[۳۴]

په مدینه کې د پاڅون پېل

حسین فخي د ۱۶۹ ق کال په ذي القعده کې په مدینه کې پاڅون وکړ.[۳۵] هغه او یو شمېر ملګري یې د سهار لمانځه په وخت د «اَحَد اَحَد» په شعارونو سره مسجدالنبي ته ننوتل او مؤذن یې مجبوره کړه چې اذان د شیعیانو په شان له «حیّ علی خیرالعمل») سره ووايي.[۳۶] د مدینې والي د شیعیانو د اذان په اورېدو سره ووېرېد او له مدینې وتښتېد.[۳۷] خلکو لمونځ د حسین په امامتۍ وکړ او له لمانځه وروسته حسین بن علي یوه خطبه ورکړه او خلک یې خپل بیعت ته وبلل چې خلک د خدای د کتاب، د رسول الله مبارک د سنت او د «الرضا من آل محمد» (یعنې د ال محمد د خوښې وړ کس) په توګه له هغه سره بیعت وکړي.[۳۸] البته ځینې راپورونه له هغه سره د مدینې د خلکو د نه ملګرتیا ښودنه کوي.[۳۹]

له حسین فخي سره د مقابلې لپاره په مدینه کې د حکومت د ګوډاګیو هڅې نتیجه ورنه کړه او د هغوي د ځینو د ماتې او وژل کېدو سبب شوې.[۴۰] هغوي همداراز له مبارک ترکي (د خلافت د دربار له یو کوماندان) چې د حج په اراده مدینې ته تللی و مرسته وغوښتله؛[۴۱] خو د ابوالفرج اصفهاني د نقل مطابق، مبارک له حسین سره جنګ ته ګروهنه نه لرله، په یو پټ پېغام کې یې له حسینه وغوښتل چې د شپې په هغه حمله وکړي چې هغه تېښتې ته مجبوره شي.[۴۲] حسین هم داسې وکړل او مبارک د مکې لور ته وتښتېد.[۴۳] په دې ډول مدینه ښار د حسین په واک کې ولوید. په مدینې واکمني یوازې یوولس ورځې وه.[۴۴] شهید فخ د دِنیارِ (دِرباس)[۴۵] خُزاعي په نوم یو کس د مدینې والي کړ او په خپله له درې سوو ملګرو سره،[۴۶] د ذي القعدې په ۲۴ د مکې لور ته وخوځېد.[۴۷]

د فخ جنګ

هادي عباسي د حکومت ځینې مشرانو ته چې حج ته تللي وو، له حسین سره د مقابلې امر کړ او د جنګ کومانده یې د محمد بن سلیمان په غاړه کیښوده.[۴۸] عباسیان د ذي الحجې په اتمه ( د تروییې په ورځ) له څلورو زرو سپایانو سره د «فخ» په نامه ځای کې له حسین سره مخامخ شول.[۴۹] عباسي کوماندان حسین ته امان ورکړ؛ خو حسین ونه مانه او چې جنګ پېل شو حسین او زیات ملګري یې شهیدان شول.[۵۰] همداراز د حسین ځینې ملګري اسیران شول او ځینې نور وتښتېدل.[۵۱] هادي د حسین سر د یوې مودې لپاره، د بغداد له پله ځوړند کړ او بیا یې خراسان ته ولیږه.[۵۲] د وژلو شویو کسانو تنې درې ورځې په ځمکه پرتې وې او ځناورو او مارغانو خوړلې.[۵۳]

د مشهور قول په اپوټه چې د دغه جنګ واقع کېدل یې د ۱۶۹ ق کال د ذي الحجې اتمه ګڼلې،[۵۴] په ځینو سرچینو کې، د ذي الحجې اومه[۵۵] او په ځینو نورو کې د ۱۶۷ق کال د عرفې ورځ ( د ذي الحجې نهمه) راپور شوې ده.[۵۶] په لباب الانساب کې د بیهقي د راپور له مخې، د صاحب فخ له وفاته وروسته، امام کاظم(ع) د هغه په تنې لمونځ وکړ.[۵۷]

پایلې

د صاحب فخ له پاڅون وروسته، د مدینې والي عمري، د حسین او د هغه د کورنۍ د ځینو کسانو کورونه او د خرماوو باغونه وسوزول او ځینې نور یې سره د مالونو ضبط کړل.[۵۸] د بني عباسو ایجنټ موسی بن عیسی هم مدینې ته لاړاو جومات ته د ښار د خلکو په راغوښتلو سره یې، هغوي مجبوره کړل چې د عوامو په مخکې د طالبیانو او حسین او ملګرو یې بد ووایي.[۵۹]

د فخ په واقعې د هادي عباسي د غبرګون په اړه، متناقض راپورونه موجود دي.[۶۰] د رازې د راپورونو له مخې، کله چې قاسم بن محمد بن عبدالله یې اسیر کړ او هادي ته یې وروسته، هادي امر وکړ چې د بدن ټول غړي یې په ارې ټوټې ټوټې کړي.[۶۱] همداراز د هغه په امر، د ځینو اسیرانو سرونه له تنو جدا کړل شول.[۶۲] د دې په مقابل کې، ځینې نور راپورونه هم شته دي. د ځینو له مخې یې هغه د فخ واقعې له ځینو عاملینو سره چلند وکړ او امر یې وکړ چې د هغوي مالونه ضبط شي.[۶۳] د یو بل روایت له مخې هادي عباسي د فخ شهیدانو د سرونو په لیدلو سره وژړل او له انعامه د قاتلانو بې برخې کول یې دهغوي تر ټولو کمه سزا وبلله.[۶۴] ځینې لیکوالان په دې باور دي چې هادي عباسي د مخالفانو د قرارولو او د ټولنې د غوصې د سړولو لپاره، په ځینو دریځونو کې ځان په دغه پېښه خپه څرګند کړی دی.[۶۵]

د عبدالله محض بچیانو یعنې سلیمان، ادریس او یحیی هم په دغه پېښه کې فعال ګډون درلود.[۶۶] سلیمان بن عبدالله او حسن بن محمد بن عبدالله محض په دغه پېښه کې ووژل شو.[۶۷] ادریس بن عبدالله په فخ واقعه کې ژوندی پاتې شو او مغرب ته وتښتېد او هلته یې د ادریسیانو د حکومت بنیاد کېښود.[۶۸] یحیی بن عبدالله هم په فخ کې ژوندی پاتې شو او دیلم ته وتښتېد[۶۹] هارون الرشید د یوې امان نامې په لیکلو سره هغه بغداد ته وباله؛ خو په بغداد کې یې بندي کړ او هم هلته وفات شو.[۷۰]

د ماتې وجه

په مکې کې د شهداوو محله، د فخ پېښې د ځینو شهیدانو د ښخولو ځای

ځینې څېړاندي لاندینۍ خبرې د صاحب فخ د پاڅون د ماتې لاملونه ګڼي:

  • له وخته مخکې او د ځواکونو له تیارولو مخکې پاڅون کول؛
  • د ځینو علوي بزرګانو ملګرتیا نه کول؛
  • د ځینو ملګرو تړون ماتول ؛
  • د حج په ورځو کې پاڅون، په اقتصادي چارو د مکې او مدینې د خلکو د بوختېدو په وجه؛
  • د مکې د مشرانو ملګرتیا نه کول؛
  • د مدینې د خلکو ملګرتیا نه کول؛
  • د پاڅون لپاره د حجاز د فضا نامناسبوالی.[۷۱]

فخ سیمه

اخبار فخ کتاب، د فخ پېښې له ډېرو لرغونو سرچینو

فخ سیمه یا د مکې د شهیدانو محله، د مکې شمالي دروازه او د مسجد الحرام په څلور کلومیټرۍ کې واقع ده.[۷۲] دا سیمه د ځینو اصحابو مقبره وه.[۷۳] د څېړاندو په وینا، د مکې د شهیدانو په محلې کې د فخ د شهیدانو قبرونه په دوو برخو کې دي:[۷۴] د فخ ځینې شهیدان په یو کلابند ځای کې ښخ کړی شوي چې په دیوال یې د «مقبرةُ عبدالله بن عمر، رقم ۲» تابلو لګېدلې ده.د ځینو نورو قبرونه هم دغه ځای ته مخامخ په فخ غره («جبل‌البرود» یا «جبل‌الشهید»)[۷۵] کې واقع دي..[۷۶] په ۶۰۱ق کال کې د صاحب فخ په مزار یوه ګنپته جوړه شوه.[۷۷] د فخ غره په څنګ کې د «ذی طُویٰ» په نوم یوه هواره سیمه ده چې ویل شوي په حدیبیه صلح پېښه کې د قریشو د قبیلې د غونډو د جوړېدو ځای دی.[۷۸]

لیکنې

ځینې کتابونه چې د فخ پېښې په موضوع لیکل شوي دا دي:

  • اَخبارُ فخ لیک د احمد بن سهل رازی. دا کتاب په څلورمې پېړۍ کې لیکل شوی او د فخ د پېښې په موضوع تر ټولو زوړ مستقل کتاب دی.[۷۹] ویل شوي چې په دې اثر کې داسې اسناد او مدارک موجود دي چې په نورو لرغونو سرچینو کې نیشته.[۸۰] دا کتاب د بیروت دارالغرب الاسلامي خپرنځي په ۱۹۹۵ م کال کې د ډاکټر ماهر جراّر په څېړنه په ۳۹۸ مخونو کې چاپ کړی دی.[۸۱]
  • ماهیت قیام شهید فخ، په قلم د ابوفاضل رضوی اردکانی: لیکوال په یوولسو څپرکو کې د حسین بن علي شخصیت او د دغه پاڅون څرنګوالی او ماهیت څېړلی دی.[۸۲] دا کتاب د تبلیغات اسلامي دفتر خپرنځي په ۱۳۷۵ ل کال کې په ۲۸۰ مخونو کې چاپ کړی دی.[۸۳]
  • بَطَلُ فَخ (د فخ اتل) لیک د محمد هادي امیني؛ دا کتاب په ۱۳۸۸ ق کال کې په نجف کې المَطبعةُ الحیدریة خپرنځي په ۲۰۶ مخونو کې چاپ کړی دی.[۸۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۶–۳۶۷؛ حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۶۳-۴۶۴.
  2. گلستانی و میرابوالقاسمی، «صاحب فخ»، ص۱۱۲.
  3. بخاری، سرّ السلسلة العلویة، ۱۹۶۳م، ص۱۴-۱۵.
  4. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۶-۳۶۷.
  5. امینی، بطل فخ، ۱۳۸۸ق، ص۱۳۹.
  6. امینی، بطل فخ، ۱۳۸۸ق، ص۱۳۹.
  7. اربلی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۲۲.
  8. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۴.
  9. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۴؛ مُحَلِّی، الحَدائِق الوَرْدیّة، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۱۷
  10. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۹۴؛ هارونی، الافادة فی تاریخ الأئمة السادة، ۱۳۸۷ش، ص۲۶.
  11. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۸-۳۷۱.
  12. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۸۲.
  13. هارونی، الافادة فی تاریخ الأئمة السادة، ۱۳۸۷ش، ص۲۶-۲۸.
  14. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۶۶.
  15. مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، ۱۴۲۳ق، ج۲۲، ص۲۸۵-۲۸۷.
  16. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۳.
  17. سید ابن‌طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۲۱۸.
  18. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۶۶-۳۶۷.
  19. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۲۹۸؛ حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۸۲.
  20. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۲۹۸؛ حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۸۲.
  21. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۲۹۸؛ حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۸۲.
  22. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۰.
  23. مجلسی، الوجیزة فی الرجال، ۱۴۲۰ق، ص۶۴.
  24. شریفی، «ائمه و قیامهای شیعی»، ص۸۹-۹۰.
  25. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۸۹.
  26. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۰۴.
  27. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۰۴.
  28. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۰۴.
  29. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۹۰.
  30. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۲.
  31. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۵۲
  32. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۱۴۲ و ۲۸۴.
  33. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۲۸۴.
  34. الهی‌زاده، جنبش حسنیان، ۱۳۸۵ش، ص۲۰۴؛ پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۴۴۳.
  35. حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۶۶؛ هارونی، الافادة فی تاریخ الأئمة السادة، ۱۳۸۷ش، ص۲۶؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۵.
  36. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۵.
  37. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۵.
  38. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۸.
  39. حسنی، المصابیح، ۱۴۲۳ق، ص۴۷۴؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۴-۱۹۵.
  40. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۴.
  41. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۴–۱۹۵.
  42. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۷.
  43. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۷.
  44. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۵.
  45. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م، ص۱۴۲.
  46. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۷.
  47. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۵.
  48. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۶.
  49. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۲۶.
  50. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۵–۲۰۰؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۷–۳۷۹.
  51. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۵–۲۰۰؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۷۷–۳۷۹.
  52. بغدادی، المحبر، ۱۴۲۱ق، ص۴۴۸.
  53. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۲۷.
  54. گلستانی و میرابوالقاسمی، «صاحب فخ»، ص۱۱۱.
  55. بغدادی، المحبر، ۱۴۲۱ق، ص۶۵.
  56. بیهقی، لباب الانساب، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۲۹.
  57. بیهقی، لباب الانساب، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۴۱۲.
  58. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۲؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۲۰۰.
  59. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۱.
  60. لیثی، جهاد الشیعة فی العصر العباسی الاول، ۱۴۲۸ق، ص۳۶۱.
  61. رازی، اخبار فخ، ۱۹۹۵م، ص۱۵۹–۱۶۰.
  62. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۰.
  63. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹۸.
  64. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۲۷.
  65. لیثی، جهاد الشیعة فی العصر العباسی الاول، ۱۴۲۸ق، ص۳۶۱.
  66. گلستانی و میرابوالقاسمی، «صاحب فخ»، ص۱۱۲.
  67. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۵.
  68. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۶-۱۷.
  69. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۳۹۰.
  70. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۲۷۴.
  71. لیثی، جهاد الشیعة فی العصر العباسی الاول، ۱۴۲۸ق، ص۳۶۵-۳۶۸؛ الهی‌زاده، جنبش حسنیان، ۱۳۸۵ش، ص۲۰۹.
  72. عسکری، «از قیام فخ و شهدای آن در مکه چه می‌دانید؟ تصاویر»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در حج و زیارت.
  73. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۳۲۵.
  74. لحیانی، «حي الشهداء أرض معركة فخ التاريخية»؛ عسکری، «از قیام فخ و شهدای آن در مکه چه می‌دانید؟ تصاویر»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در حج و زیارت.
  75. لحیانی، «حي الشهداء أرض معركة فخ التاريخية».
  76. عسکری، «از قیام فخ و شهدای آن در مکه چه می‌دانید؟ تصاویر»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در حج و زیارت.
  77. المُحَلِّی، الحَدائِق الوَرْدیّة، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۲۸.
  78. عسکری، «از قیام فخ و شهدای آن در مکه چه می‌دانید؟ تصاویر»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در حج و زیارت.
  79. سلیمان‌زاده افشار، «اخبار فخ؛ به روایت احمد بن سهل و ابوالفرج اصفهانی»، ص۹۱.
  80. سلیمان‌زاده افشار، «اخبار فخ؛ به روایت احمد بن سهل و ابوالفرج اصفهانی»، ص۹۱.
  81. رازی، اخبار فخ، تحقیق ماهر جرّار، ۱۹۹۵م.
  82. رضوی اردکانی، ماهیت قیام شهید فخ، ۱۳۷۵ش.
  83. رضوی اردکانی، ماهیت قیام شهید فخ، ۱۳۷۵ش.
  84. امینی، بطل فخ، ۱۳۸۸ق.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ سوم، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • الهی‌زاده، محمدحسن، جنبش حسنیان، قم، شیعه‌شناسی، ۱۳۸۵ش.
  • امینی، محمدهادی، بطل فخ، بیروت، ۱۳۸۸ق.
  • بخاری، سهل بن عبدالله، سرّ السلسلة العلویة، نجف، المطبعة الحیدریة، ۱۹۶۳م.
  • بغدادی، محمد بن حبیب، المحبر، قاهره، دار الغد العربی، ۱۴۲۱ق.
  • بیهقی، علی بن زید، لباب الانساب و الالقاب و الاعقاب، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۲۸ق.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۷ش.
  • حسنی، احمد بن ابراهیم، المصابیح، صنعاء، مؤسسة الامام زید بن علی الثقافیة، ۱۴۲۳ق.
  • رازی، احمد بن سهل، أخبار فخ و خبر یحیی بن عبدالله و أخیه ادریس بن عبدالله، تحقیق ماهر جرّار، بیروت، دار الغرب الإسلامی، ۱۹۹۵م.
  • رضوی اردکانی، سید ابوفاضل، ماهیت قیام شهید فخ، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • سلیمان‌زاده افشار، ثروت، «اخبار فخ؛ به روایت احمد بن سهل و ابوالفرج اصفهانی»، در مجله میقات حج، شماره ۷۸، ۱۳۹۰ش.
  • سید ابن‌طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، قم، الذخائر، ۱۴۱۱ق.
  • شریفی، محسن، «ائمه و قیامهای شیعی»، در فصلنامه طلوع، شماره ۱۷، بهار ۱۳۸۵.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۷۳ش.
  • عسکری، محمدحسین، «از قیام فخ و شهدای آن در مکه چه می‌دانید؟ تصاویر»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در حج و زیارت، تاریخ درج مطلب: ۲۹ بهمن ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۳ مهر ۱۳۹۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، اسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گلستانی، پروین، و میرابوالقاسمی، سیده رقیه، «صاحب فخ»، در دانشنامه جهان اسلام، جلد ۲۹، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۴۰۰ش.
  • لحیانی،‌ بدر، «حي الشهداء أرض معركة فخ التاريخية»، در سایت صحیفة مکة، تاریخ درج: ۹ آوریل ۲۰۱۵م، تاریخ بازدید: ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • لیثی، سمیرة مختار، جهاد الشیعة فی العصر العباسی الاول، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، موسسة آل البیت (ع) لإحیاء التراث، ۱۴۲۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، الوجیزة فی الرجال، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۲۰ق.
  • محلّی، حمید بن احمد، الحدائق الوردیّة فی مناقب ائمة الزیدیة، صنعاء، مکتبة بدر، ۱۴۲۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • هارونی، یحیی بن حسین، الافادة فی تاریخ الأئمة السادة، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۸۷ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، [بی‌تا].

بهرنۍ لینکونه