عمر بن عبد العزیز

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عُمَر بن عَبدالعَزیز بن مَروان (۶۳-۱۰۱ق) اتم اموي خلیفه و چې له ۹۹ ق کاله تر ۱۰۱ ق کاله یې حکومت وکړ. د هغه حکومتي روده د بني امیه له نورو خلفاوو بدله وه، له دې امله اهل سنتو نقل کړې چې امام باقر (ع) هغه د بني امیه نجیب ګڼلی دی؛ که څه هم د یو روایت له مخې په هغه مقام کې د کښېناستلو په وجه چې د شیعه امامانو حق و په اسمان کې پرې لعنت شوی دی.

هغه دوه نیم کاله خلافت وکړ او د خلافت په پړاو کې د هغه یو کار امام علي ته د کنځلو کولو (سب) منع کول، د فاطمې بچیانو ته د فدک ستنول ، د حدیث د کتابت د ممنوعیت ختمول او د هغو مظالمو او حقوقو ستنول وو چې د کورنۍ له خوا یې له خلکو تروړل شوې وو. هغه همداراز له خلافته مخکې چې د وخت د خلیفه ولید بن عبدالملک لخوا د مدینې ګورنر و، مسجدالنبي ته پراختیا ورکړه او د پېغمبر د مېرمنو حجره یې په جومات کې دننه وګرځوله.

عمر بن عبدالعزیز په ۱۰۱ ق کال کې په خُناصِرَه کې وفات او په دیر سمعان کې ښخ کړی شو. د هغه قبر په سوریه کې دی.

کورنۍ یې

عمر بن عبدالعزیز بن مروان بن حکم په ۶۱ قمري کال [۱]، یا ۶۲ قمری[۲] او یا ۶۳ قمري کال کې پېدا شو.[۳] کنیه یې ابوفحص وه[۴] پلار یې عبدالعزیز بن مروان بن حکم او مور یې ام عاصم، د عاصم بن عمر بن خطاب لور وه.[۵] د وخت خلیفه عبدالملک بن مروان (حک: ۶۵ قمري تر ۸۶ قمري کال) چې د عمر بن عبدالعزیز تره و د خپل خلافت په وروستیو کې په ۸۵ ق کال کې د عمر د پلار له وفاته وروسته، هغه له مدینې وباله او خپله لور یې فاطمه هغه ته واده کړه.[۶]

د خلافت نه مخکې

عبدالملک بن مروان په ۸۵ قمري کال کې د«خناصره» (په حلب کې یوه سیمه) حکومت[۷] هغه ته وسپاره. [۸] ولید بن عبدالملک ، په ۸۷ ق کال کې د مدینې حکومت عمر بن عبدالعزیز ته ورکړ.[۹] او هغه یې د حج امیر کړ، [۱۰] خو په ۹۳ ق کال کې د حجاج بن یوسف په غوښتنه د مدینې له حکومته څنګ ته شو.[۱۱] حجاج په یو لیک کې ولید ته یادونه وکړه چې « عراقي بې دینان، اختلاف اچوونکي او بلواګر، له عرقه مدینې او مکې ته پناه وړي او دا کار د سستۍ او کمزورۍ سبب دی»[۱۲] هغه په مدینې د واکمنۍ په زمانه کې مسجدالنبي بیا ورغاوه او پراختیا یې ورکړه.[۱۳] په ۸۸ق کال کې ولید بن عبدالملک، عمر بن عبدالعزیز مامور کړ چې مسجدالنبي پراخ کړي او د پېغمبر (ص) د مېرمنو حجرې په جومات کې دننه وګرځوي.[۱۴]

په ۹۷ ق کال کې د ولید بن عبدالملک له مرګه وروسته، عمر بن عبدالعزیز د هغه په جنازه لمونځ وکړ.[۱۵] د سلیمان بن عبدالملک د حکومت په دوره کې ( ۹۶ ق تر ۹۹ ق کاله) عمر د هغه سلاکار و[۱۶] او د سلیمان له مړینې وروسته یې د هغه په جنازې هم لمونځ وکړ.[۱۷]

خلافت

عمر بن عبدالعزیز په ۹۹ قمري کال کې د سلیمان بن عبدالملک له مرګه وروسته خلافت ته ورسېد او تر ۱۰۱ ق کاله یې دوه نیم کاله حکومت په لاس کې درلود.[۱۸] سلیمان بن عبدالملک په خپله وینا، د فتنې د مخنیوي لپاره عمر بن عبدالعزیز خپل ځای ناستی وټاکه[۱۹] او له هغه وروسته یزید بن عبدالملک خلافت ته ورسید.[۲۰] د طبري په وینا، هغه خلافت ته له رسېدلو وروسته استرجاع ایت (انا لله و انا الیه راجعون) په ژبه جاري کړ.[۲۱] او د خلافت په پېل کې یې په خپلو خبرو کې وویل:« له قرانه وروسته هیڅ کتاب او له حضرت محمد (ص) وروسته هیڅ پېغمبر نیشته. زه قاضي نه یم بلکې مجري یم، بدعتګزاری نه یم بلکې تابع یم».[۲۲]

اقدامات

  • علي ته د کنځلو کولو (سب) مخنیوی: عمر بن عبدالعزیز امر وکړ چې هیڅوک حق نه لري حضرت علي (ع) ته کنځلې وکړي او سب ووایي.[۲۳] له دې مخکې د معاویه بن ابي سفیان په امر کابو شپېته کاله د پېغمبر صحابي او د شیعیانو لومړي امام حضرت علي (ع) ته په منبرونو کنځل کېدل او لعنت پرې ویل کېده.[۲۴] ویل شوي چې عمر بن عبدالعزیز په هلکوانۍ کې چې پلار یې ژوندی و، په امام علي (ع) اعترا ض کاوه، خو له دې وروسته او د خپل استاد عبیدالله بن عبدالله د منعې کولو په نتیجه کې یې امام علي په ښه یادوه.[۲۵]
  • د فدک ستنول: عمر بن عبدالعزیز فدک چې معاویه، مروان بن حکم ته ته ورکړی و او هغه هم خپل تره زوي عبدالعزیز ته بخښلی و او عمر ته په میراث رسېدلی و، [۲۶] د فاطمې (س) بچیانو ته ستون کړ.[۲۷] فدک خیبر ته نزدې یو ښیرازه کلی دی [۲۸] چې په حجاز کې د مدینې په ۱۶۰ کلومیټرۍ کې پروت دی[۲۹] چې یهودیان پکې اوسېدل. دغه سیمې بې له جنګه د پېغمبر (ص) لاسته لوېدلې وه او پېغمبر (ص) خپلې لور ته بخښلې وه.[۳۰] ابوبکر فدک له فاطمې (س) واخیست او سرکاري یې کړ.[۳۱] عمر بن عبدالعزیز همداراز بني هاشمو ته خمس ورکاوه.[۳۲]
  • د حدیث د لیکنې د ممنوعیت ختمول: عمر بن عبدالعزیز د مدینې والي ابوبکر بن حزم ته په یو لیک کې امر وکړ چې د پېغمبر اکرم (ص) حدیثونه ولیکي.[۳۳] له دې مخکې د ابوبکر له زمانې د حدیثو د لیکلو د منعې سیاست اجرا او د پېغمبر د حدیثونو د لیکلومخنیوی کېده.[۳۴]
  • د خراج او جزیې ختمول: عمر بن عبدالعزیز په یو لیک کې په کوفې کې خپل چاروال عبدالحمید بن عبدالرحمان ته، د عدل او احسان او ابادونې پر سپارښتنې سربېره امر وکړ چې له مسلمانانو خراج وانه خلي.[۳۵] هغه همداراز خپلو چاروالو ته امر وکړ چې له نوې مسلمان شویو کسانو جزیه وانه خلي.[۳۶]
  • له خوارجو سره خبرې اترې: عمر بن عبدالعزیز له خوارجو سره خبرې وکړې او هغوي یې قایل کړل چې له وینې بهیولو لاس واخلي.[۳۷] او شوذب خارجي یې چې د حکومت په خلاف یې خروج کړی و، مناظرې ته وباله. شوذب هم د مناظرې لپاره دوه کسان هغه ته ولېږل.[۳۸]
  • رد مظالم: ویل شوي چې هغه د خپل خلافت په وخت کې هغه مالونه ستانه کړل چې په ظلم سره له خلکو اخستل شوې وو.[۳۹]

د امام باقر دریځ

له دې امله چې د عمر بن عبدالعزیز د حکومت پړاو (۹۹ـ۱۰۱ق) د امام باقر (ع) (۹۵ـ۱۱۴ق) د امامت له وخت سره هم مهاله و، په سرچینو کې د شیعیانو د پینځم امام او عمر بن عبدالعزیز تر مینځ د ځینو رابطو خبره شوې ده.[۴۰] ځینې څیړاندي د عمر بن عبدالعزیز په وړاندې د امام باقر دریځ ناصحانه ګڼي.[۴۱] امام باقر د خېرخواهۍ له مخې هغه ته نصیحت کاوه او د ظلم او زیاتي له انجامه یې وېراوه او دا نصیحتونه یې د عمر بن عبدالعزیز له روحیې سره چې غوښتل یې عدالت او انصاف وکړي متناسب ګڼل.[۴۲]

په روایتونو کې راغلي چې امام باقر (ع) هغه د بني امیه نجیب ګڼلی دی.[۴۳] سره له دې باوري و چې هغه به له مرګه وروسته په اسمانونو کې لعن شي؛ ځکه چې په داسې مقام ناست دی چې د امامانو حق دی او هغه پکې هیڅ حق نه درلود.[۴۴]

وفات

په سوریه کې په حمص سیمه کې معمرة النعمان ته نزدې د عمر بن عبدالعزیز مقبره

عمر بن عبدالعزیز په ۳۹ کاله عمر کې د ۱۰۱ ق کال په بزرګې میاشتې کې په خُناصِرَه کې وفات او په دېر سمعان کې ښخ کړی شو. [۴۵] دېر سمعان د سوریې په حمص سیمه کې واقع دی.[۴۶] د هغه مقبره د معمرة النعمان ( د سوریې یو ختیځ ښار) په شپږ کلومیټرۍ کې ده او په شپږمه قمري پېړۍ کې د ایوبیانو په حکومت کې پرې ضریح جوړ شوی دی.[۴۷] ځینې باوري دي چې اموي کورنۍ له دې وېرې چې خلافت یې له لاسه ونه وځي عمر بن عبدالعزیز ته زهر ورکړل.[۴۸]

فوټ نوټ

سرچينې