د حج ارکان
- دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
د حج ارکان د حج له اصلي مناسکو او واجباتو څخه دي، چې قصداً پرېښودل یې د حج د باطليدو سبب کیږي. د شيعه فقهاوو له نظره احرام، طواف، په عرفات کې هیساریدل، په مشعر الحرام کې هیساریدل او د صفا او مروه تر مینځ سعي کول، د حج ارکان دي. ځينو امامیه فقهاوو نيت، تلبیه او ترتيب هم د حج له ارکانو ګڼلي دي.
ويل شوي دي چې په قصدي توګه او يا د حکم د ناپوهۍ له امله د رکني واجباتو پريښودل د حج د باطليدو سبب کیږي؛ خو د حج د غیر رکني واجباتو پرېښودل که څه هم په قصد سره وي، حج نه باطلوي او د هغو د قضاء لپاره نايب نيولی شي.
د حج ارکان
د حج ارکان د حج له اصلي مناسکو او واجباتو څخه دي، چې قصداً پرېښودل یې د حج د باطيدو سبب کیږي.[۱] رکن د فقیهانو په اصطلاح هغه کار ته ویل کیږي چې د هغې قصدا یا سهوا پریښودل د عبادت د باطلیدو سبب کیږي. لکه د لمانځه رکن پریښودل.[۲]
د شيعه فقهاوو له نظره احرام، طواف، په عرفات کې هیساریدل، په مشعر الحرام کې هیساریدل او د صفا او مروه تر مینځ سعي کول، د حج ارکان دي.[۳] د نیت، تلبیه او ترتیب د رکن شونې په هکله اختلاف دی، له شیعه فقیهانو شهید اول،[۴] صیمري،[۵] کاشف الغطاء[۶] او محقق کرکي[۷] په دې باور دي چې دا هم رکن دي.
د اهل سنتو فقهاء د حج د ارکانو د شمېر په اړه اختلاف لري. د شافعي فقهاوو له نظره حج شپږ رکنونه لري[۸] او د مالكيانو او د ډېرو حنبليانو په اند څلور ركنونه لري[۹] او د حنفيانو د مشهورو فقهاو د نظر له مخې دوه رکنه لري.[۱۰] شافعيانو د نورو ارکانو تر څنګ حلق او تقصير هم د رکن په توګه ګڼلي دي،[۱۱] مالكي فقهاوو په مشعر الحرام کې هیساریدل رکن نه دى منلى[۱۲] او حنبلي فقهاء د صفا او مروه د سعي د رکن شونی په اړه شکمن دي.[۱۳] حنفي فقهاء هم احرام او په مشعر الحرام کې هیساریدل او صفا او مروه کې سعی رکن نه مني.[۱۴]
حکمونه
- د حج د ارکانو او د حج د غير رکني واجباتو تر منځ فرق دا دی چې په قصدي توګه د ارکانو په پريښودلو سره حج باطليږي. که په قصدي ډول د حج د ارکانو څخه يو رکن پريښودل شي حج باطليږي؛[۱۵] خو که د حج غير رکني واجبات (لکه حلق او تقصير، رمي جمرات او قرباني) که قصدا هم پريښودل شي د حج د باطلېدو لامل نه ګرځي.[۱۶] د ځينو فقهاوو په اند په احكامو باندې د جهل له امله که قصدا رکن پرېښودلی شي نو هغه هم په قصدي توګه د رکن پرېښودلو په څیر حج باطلوي.[۱۷]
- د وقوفینو پریښودل (په عرفات او مشعر کې وقوف) که عمدي وي او که سهوي د حج د باطلیدو سبب کیږي.[۱۸]
- د شیعو فقیهانو له نظره که د حج یو رکن هېر شي نو که مکې ته بیرته تلل ورته ممکن نه وي یا سخت وي نو داسې حالت کې د نایب نیول امکان لري؛ خو که غیر رکني واجبات درنه هېر شو نو هر حالت کې د هغې لپاره نایب نیولی شې.[۱۹]
- د امامي مشهورو فقیهانو له نظره، هغه مستبصر (هغه مسلمان چې شیعه مذهب یې قبول کړی دی) ته ضروري نه ده چې کوم حج یې د خپل تېر مذهب پر اساس ترسره کړی دی هغه دوباره وکړي، خو شرط دا دی چې رکن یې صحیح ادا کړی وي؛[۲۰] خو په دې خبره کې اختلاف دی چې له رکنه مطلب یې د خپل تېر مذهب مطابق رکن دی که د شیعه مذهب مطابق.[۲۱]
فوټ نوټ
- ↑ شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۸؛ صیمری، غایة المرام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۵۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۸، ص۱۳۶؛ گلپایگانی، کتاب الحج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۷.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۲۸ق، ص۲۷۴-۲۷۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۸، ص۱۳۶.
- ↑ شهید اول، الدروس، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۸-۳۲۹.
- ↑ صیمری، غایة المرام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۵۶.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۴۷۰-۴۷۱.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۱۰.
- ↑ الشربینی، مغنی المحتاج، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۷۴۵-۷۴۶.
- ↑ الکرمی، دلیل الطالب، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۱۰۷-۱۰۸.
- ↑ سمرقندی، تحفة الفقهاء، ۱۴۰۵ ج۱، ص۳۸۱.
- ↑ الشربینی، مغنی المحتاج، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۷۴۵-۷۴۶.
- ↑ ابن قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۳، ص۳۷۶.
- ↑ ابن قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۳، ص۳۵۱-۳۵۲.
- ↑ سمرقندی، تحفة الفقهاء، ۱۴۰۵ ج۱، ص۳۸۱.
- ↑ شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۸.
- ↑ ابن فهد حلی، المهذب البارع، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۰۶؛ صیمری، غایة المرام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۵۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۸، ص۱۳۶؛ گلپایگانی، کتاب الحج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۷.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۲۰۱؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۵؛ موسوی عاملی، مدارک الاحکام، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۷۴.
- ↑ شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۸؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۵؛ حلی، الجامع للشرائع، ۱۴۰۵ق، ص۱۸۰-۱۸۱.
- ↑ ابن فهد حلی، المهذب البارع، ۱۴۰۷، ج۲، ص۲۰۶؛ صیمری، غایة المرام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۵۶.
- ↑ ابن حمزه، الوسیله، ۱۴۰۸ق، ص۱۵۷؛ ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۱۸-۵۱۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۷، ص۳۰۴.
سرچينې
- ابن ادریس، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
- ابن حمزه طوسی، محمد بن علی، الوسیلة الی نیل الفضیله، قم، انتشارات کتابخانه مرعشی نجفی، ۱۴۰۸ق.
- ابن فهد حلی، احمد بن محمد، المهذب البارع، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۷ق.
- ابن قدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، مکتبة القاهرة، ۱۳۸۸ق.
- الشربینی، محمد بن خطیب، مغنی المحتاج، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۸ق.
- الکرمی، مرعی بن یوسف، دلیل الطالب لنیل المطالب، ریاض، دار طیبة للنشر والتوزيع، ۱۴۲۵ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهره، به کوشش علی آخوندی، قم، نشر اسلامی، ۱۳۶۳ ش.
- حلی، یحیی بن سعید، الجامع للشرائع، بی جا، مؤسسة سید الشهداء(ع) العلمیة، ۱۴۰۵ق
- سمرقندی، علاء الدین محمد، تحفة الفقهاء، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق.
- شهيد اول، محمد بن مكى، الدروس الشرعیة فی فقه الامامیة، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، موسسه المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۳ق.
- صیمری، مفلح بن حسن، غایة المرام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار الهادی، ۱۴۲۰ق.
- گلپایگانی، محمدرضا، کتاب الحج، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۳ق.
- محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، آل البیت، ۱۴۱۴ق.
- مشکینی، میرزاعلی، مصطلحاتالفقه، قم، الهادی، ۱۴۲۸ق.
- موسوی عاملی، محمد بن علی، مدارک الاحکام، قم، موسسه آل البیت، ۱۴۱۰ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.