الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة (کتاب)
الرَّوضَةُ البَهیَةُ فی شرح اللُّمعَةِ الدِّمِشقیَّة چې په شرح لُمعه مشهور دی، دا یو فقهي کتاب دی چې شهید ثاني(وفات ۹۶۵ هـ ق) لیکلی دی. دا کتاب د اللمعة الدمشقیة کتاب چې شهید اول لیکلی دی، ترټولو مشهوره شرحه ده. شرح لمعه د هغې له لیکلو راهیسې د شیعه فقهاوو د پام وړ ګرځیدلی او تر سلو زیاتې شرحې او حاشیې پرې لیکل شوي دي. الروضة البهیة د فقهې ټول بابونه لري او د فقهې د تدریس د لومړي پړاو لپاره په ډیرو مدرسو کې د درسي کتاب په توګه تدریس کیږي. دا كتاب څو څو ځله په سنګي چاپ او حرفي چاپ سره په بيلابيلو هيوادونو كې چاپ شوى او د فارسۍ ډېرې ژباړې او شرحې پرې ليكل شوي دي. د قم د مدرسې د درسي کتابونو د تدوین او خپرولو مرکز د دې کتاب لنډیز هم چاپ کړی دی. شرح لمعه د محقق کرکي د کتاب جامع المقاصد د اغیز لاندې راغلی او مسالک الافهام د شهید ثاني یو بل کتاب دی.
موقعیت او ځانګړتیاوې
الرَّوضَةُ البَهیَةُ فی شرح اللُّمعَةِ الدِّمِشقیَة کتاب چې شهید ثاني لیکلی دی، د شیعه فقهې له مشهورو اثارو څخه دی.[۱] او دا هغه شرحه ده چې د شهید اول(وفات ۷۸۶ هـ ق) په لمعه کتاب لیکل شوی دی. دا کتاب د فقهې ټول بابونه لري.[۲] د الموسوعة الشهد الثاني د کتاب له مخې، شيعه کتابپوه اغا بزرګ تهراني(وفات کال۱۳۸۹ ه ق) د خپل کتاب الذریعه په شپږم او څوارلسم ټوک کې د لمعې کتاب لپاره تقریبا سل شرحې او حاشیې لړلیک کړي دي.[۳]
د ځینو څیړونکو په اند، د الروضة البهیه کتاب لیکوال د محقق کرکي (وفات کال ۹۴۰ هـ ق) د کتاب جامع المقاصد له اغېز لاندې و. او د کتاب د پوهیدو لپاره د شهید ثاني یو بل کتاب جامع المقاصد او همدارنګ مسالک الافهام ته مراجعه کولی شئ.[۴]
د دیني مدرسو درسي او د رجوع کتاب
د شرح لمعې ځانګړتياوې، يعنې د هغې جامعيت، د فقهي څانګو زياتوالى او همدارنګه د احکامو د استنباط دلايلو ته لنډه پاملرنه[۵] د دې سبب شوی دی چې له شهید ثانی وروسته دا کتاب د فقهاوو پام ځانته رواړوي.[۶] او دوي یې په اړه بې شمېره شرحې او حاشیې لیکلي دي[۷] همدارنګه دا کتاب په ډېرو شیعه دیني مکتبونو کې د درسي کتاب په توګه منل شوی دی.[۸] شرح لمعه لومړنۍ فقهي کتاب دی چې د دیني طالبان یې زده کوي د ایران د مدرسو په تعلیمي نظام کې دا کتاب د طالبۍ له څلورم کال څخه تر شپږم کال پورې تدریس کیږي.[۹] شرح لمعه استدلالي کتاب نه دی او په ډیرو مواردو کې د حکم دلیل نه ذکر کوي، که څه هم په ځینو مواردو کې د حکم دلیل ته په لنډه توګه اشاره کوي.[۱۰]
لیکوال
د الروضة البهیه لیکوال، زین الدین بن علي بن احمد آملی، د لسمې پیړۍ د شیعه فقهاوو و چې په شهید ثاني مشهور و او هغه په ۹۶۵ هجري کې وفات شوی دی.[۱۱] هغه د مشهورو کتابونو لیکوال دی لکه مسالک الافهام، مُنیَةُ المُرید، او مُسَکِّنُ الفُؤاد.[۱۲] د سید محسن امین (وفات ۱۳۷۱ هـ ل) چې د شیعه ژوند لیکونکی دی، په وینا، زین الدین آملی د رستم پاشا په حکم، چې د عثماني دولت د هغه وخت وزیر و، د شیعه مذهب د ترویج په جرم شهید کړی شو.[۱۳]
د لیکلو تاریخ
زین الدین عاملي چې د لمعې په کتاب باندې یې د شرحې لیکلو اراده درلوده، لومړی یې د لمعې لنډه حاشیه ولیکله چې هیڅ استدلال په کې نه و او له هغه وروسته یې روضة البهیة پیل کړه.[۱۴]
دا کتاب د خپل لیکوال له شهادته شاوخوا اته کاله مخکې لیکل شوی دی.[۱۵] د لیکوال د لیکلی شوی خط د نقل له مخې د ۹۵۶ هجري قمري کال د ربیع الاول په پیل کې لیکل شوی دی. لیکوال د لومړي ټوک په پای کې د لیکلو تاریخ ۶ جمادي الثاني ۹۵۶ هجري بیان کړی او د دویم ټوک په پای کې ۲۱ جمادي الثاني ۱۹۵۷ هجري کال بیان کړی دی.[۱۶] او د دویم ټوک پای یې د ۹۵۷ هجري کال ۲۱ جمادی الاول تقریبا ۱۵ میاشتې لیکلی دی.[۱۷] لومړی ټوک په دریو میاشتو کې او دوهم ټوک په یو کال کې.[۱۸]
د شرح لمعې له لیکلو وروسته د شهید ثاني ځینو شاګردانو له هغه څخه دا کتاب زده کړ. د کتاب د یوې نسخې په پای کې د ابن صایغ په قرائت د هغه نزد تصریح کوي.[۱۹] په یوه بله نسخه کې چې د سید محمد بن احمد حسیني حلي له خوا لیکل شوی دی، شهید ثاني د 958هـ کال د جمادي الثاني په لسمه د هغه له خوا د کتاب په لوستلو لاسلیک کوي.[۲۰]
د کتاب جوړښت
د الروضة البهیة جوړښت د فقهې د علومو د هغه جوړښت مطابق دی چې د علامه حلي لخوا وړاندیز شوی دی.[۲۱] او 52 فصلونه لري. لیکوال هر فصل یو کتاب بللی او هر یو یې د فقهې یوه باب ته ځانګړی کړی دی. په لیتوګرافیک نسخو کې او همدارنګه د رحلي نسخو کې چې دوه ټوکونه دي، لومړی ټوک یې له کتاب الطهاره څخه تر کتاب العطیه پورې او دوهم ټوک یې له کتاب الاجارة څخه تر کتاب الدیات پورې دی.
- الطهارة
- الصلاة
- زکاة
- خمس
- صوم
- الاعتکاف
- حج
- جهاد
- کفارات
- النذر و العهد و الیمین
- القضاء
- الشهادات
- وقف
- العطیه
- المتاجر
- الدین
- رهن
- حجر
- ضمان
- حواله
- کفالت
- صلح
- شرکت
- مضاربه
- ودیعه
- عاریه
- مزارعه
- مساقات
- اجاره
- وکالت
- شفعه
- سبق و رمایه
- جعاله
- الوصایا
- النکاح
- الطلاق
- الخلع و المبارات
- الظهار
- الإیلاء
- اللعان
- عتق
- تدبیر
- الإقرار
- الغصب
- اللُقَطَة
- احیاء موات
- صید و ذباحه
- اطعمه و اشربه
- الارث
- الحدود
- القصاص
- دیات[۲۲]
حاشیې، شرحې او تعلیقات
- اصلي مقاله: د الروضة البهیة د شرحونو او حاشیو لړلیک
د موسوعة الشهید الثاني كتاب په سريزه كې ۱۰۵ كتابونه راغونډ شوي دي چې د روضة البهيه شرحې، حاشیې او تعلیقې په بڼه ليكل شوي دي.[۲۳] چې ډیری یې له الذریعة څخه نقل شوي دي.[۲۴] د سلطان العلماء، اغا جمال خوانساري او صاحب المدارک حاشیې د الروضة البهیه له مشهورو حاشیو څخه دي.[۲۵]
د الجواهر الفخريه کتابونه چې د وجداني فخر (وفات 1375) لخوا ليکل شوی، الزبدة الفقهیة د محمد حسن ترحیني ليکلی عربي مفصلې شرحې دي چې دې اخري وختونو کې لیکل شوي دي. د فارسۍ شرحه هم د المباحث الفقهیة په نامه د سید محمد جواد ذهني تهراني (وفات۱۳۸۱لمریز) لخوا لیکل شوی او همدارنګ د النضید شرحه چې په ۴۵ ټوکونو کې له ټولو مفصله او مشهوره د فارسۍ شرحه ده چې حسن قاروبي لیکلې ده.[۲۶]
چاپ او نشر
الروضة البهیه کتاب په ایران، لبنان، مصر او عراق کې څو ځله چاپ او خپور شوی دی.[۲۷] د دي له ټولو ښه چاپ سنګي چاپ دی چې خوانساری لیکلی دی.[۲۸] او مشهور چاپ یې د جامعة النجف الدینیة چاپ دی چې د سید محمد کلانتر په حاشیه او تحقیق سره دی چې په لومړي ځل په 1386 هجري قمري کال کې په 10 ټوکونو کې خپور شو.[۲۹] په قم کې مجمع الفکر الاسلامی له خوا په 1424 هجري کال کې په څلورو جلدونو کې خپور شوی دی.[۳۰]
د الروضة البهیة لنډیز
د قم د دینی مدرسې د درسي کتابونو د تالیف او خپرولو مرکز له څلورم څخه تر شپږم کال پورې د مدرسو د زده کوونکو د زده کړې لپاره د الروضة البهیة کتاب لنډیز چاپ کړی دی.[۳۱] دا لنډیز له هغه کتابه دی چې ډېر پيچلی او د ابتدايي فقه زده کوونکو له پوهې ډېر اوچت و،[۳۲] دا مطلبونه چي ساده دي او له تدریسه بې نیازه دي.[۳۳] هغه مطلبونه چې نن سبا نه پکاریږي[۳۴] او هغه محتويات چې غیر فقهي توجیهاتو ته اړتیا لري[۳۵] هغه فوټ نوټ ته لیږدول شوي. او د لنډیزونو په وینا، د شرح لمعې څخه هیڅ مواد نه دی وتلی.[۳۶]
فوټ نوټ
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه بیست.
- ↑ عالمزاده نوری، راه و رسم طلبگی، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۹۶.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۲۰.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه بیست و یک.
- ↑ سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، القسم الثانی، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۶۱.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۱۶.
- ↑ مختاری، الشهید الاول حیاته و آثاره، ۱۴۳۰ق، ص۳۷۴.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۱۶.
- ↑ عالمزاده نوری، راه و رسم طلبگی، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۹۶.
- ↑ عالمزاده نوری، راه و رسم طلبگی، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، دارالتعارف، ج۷، ص۱۴۳.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، دارالتعارف، ج۷، ص۱۵۵.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، دارالتعارف، ج۷، ص۱۵۷.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۱۶.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۱۸.
- ↑ شهید ثانی، شرح اللمعة، ۱۳۸۶ق، ج۴، ص۳۲۳.
- ↑ شهید ثانی، شرح اللمعة، ۱۳۸۶ق، ج۱۰، ص ۳۲۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۹۰؛ ج۱۱، ص۲۹؛ ج۱۴، ص۴۹.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، نسخه شماره ۴۸۸۶ کتابخانهٔ مجلس شورای اسلامی، به کتابت سید علی بن صائغ، پایان ج۱ به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل الروضة البهیة.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، نسخه شماره ۲۰۱۷۲ کتابخانهٔ ملی، به کتابت سید محمد بن احمد حسینی حلی، پایان ج۱ به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل الروضة البهیة.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۱۴.
- ↑ شهید ثانی، شرح اللمعة، ۱۳۸۶ق، فهرست کتاب.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۳۳.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۲۰.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ۷، ۱۲ و ۱۳.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه بیست و یک.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۳۳.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۳۴.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۳۴.
- ↑ ناطقی، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ۱۴۳۴ق، ص۳۴.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و یک.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و یک.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و دو.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و سه.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و سه.
- ↑ مختاری، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، ۱۳۹۷ش، صفحه سی و یک.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۳ق.
- امین عاملی، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف، بیتا.
- سبحانی، جعفر، موسوعة طبقات الفقهاء، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۴۲۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، شرح اللمعة، تصحیح سید محمد کلانتر، ۱۳۸۶ق.
- عالمزاده نوری، محمد، راه و رسم طلبگی، قم، ولاء منتظر، ۱۳۹۱ش.
- مختاری، رضا، الشهید الاول حیاته و آثاره، در جلد المدخل از موسوعة الشهید الاول، قم، مرکز العلوم و الثقافة الإسلامیة، ۱۴۳۰ق.
- مختاری، رضا، مقدمه فقه ۴ درسنامه فقه برای طلاب پایه چهارم، قم، نشر دانش حوزه، ۱۳۹۷ش.
- ناطقی، علیاوسط، مقدمة التحقیق موسوعة الشهید الثانی، ج۶، قم، المرکز العالی للعلوم و الثقافة الإسلامیة، ۱۴۳۴ق.