مور پلار سره احسان

د wikishia لخوا
د مور او پلار له حقونو سره تېروتنه نه شئ.
مکارم اخلاق

مور او پلار سره اِحسان، د مور او پلار احترام کول، د هغوي درناوې کول او هغوي سره هر ډول نیکی کول دي. مور او پلار سره احسان په قرآن کې د خدای د عبادت کولو امر سره په یو ردیف کې راغلی دی. مفسرینو د قرآن کریم دا حکم هر یو مور او پلارته شامل ګڼلی که هغه کافر وي که مسلمان، ښه وي او که بد.

د شیعه او سنی په سرچینو کې والدینو سره احسان کول د خدای په نزد له ټولو خوښ عمل کڼلی شوی دی. د معصومینو علیهم السلام په حدیثونو کې مور پلار سره د احسان بیلا بیل آثار بیان شوي دي؛ له هغې ځینې: د رزق زیاتیدل، عمر اوږدیدل، د سکرات موت اسانیدل، د ګناهونو بخښل او جنت ته ننوتل.

مور پلار سره ښه چلند او هغوي سره هیڅ ډول وړوکی تُندي هم نه کول، په مهربانۍ سره ورته کتل او د هغوي په وړاندې غږ نه پورته کول والدینو سره د احسان مصداقونه ګڼل شوي دي.

مفهوم پيژندل او مقام

وَقَضَیٰ رَ‌بُّکَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ إِحْسَانًا إِمَّا یَبْلُغَنَّ عِندَکَ الْکِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ کِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْ‌هُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا کَرِ‌یمًا وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّ‌حْمَةِ وَقُل رَّ‌بِّ ارْ‌حَمْهُمَا کَمَا رَ‌بَّیَانِی صَغِیرً‌ا

(ژباړه: او ستا پروردګار حکم کړے دے چې بې له هغه د بل چا عبادت مه کوئ اوله مور پلار سره نيکی وکړئ که ستا په نزد له دوي يو يادواړه زوړ والي ته ورسي نو هغوي ته "اف" (د تنګيدو او بده خبره) هم مه وايه او هغه دواړه مه رټه او ورسره پسته او نرمه خبره کوه. او هغوي (مور پلار) ته په مهربانۍ سره خپل د تواضع وَزَر وغوړوه (سر ورته ټيټ کړه) او ووايه: اے زما ربه! په دوي دواړو باندې رحم وکړه لکه څنګه چې يې په وړوکوالي زما پالنه کړې ده.

* سرچينه: د اِسراء سورت، ۲۴-۲۳ آیتونه، د مکارم شیرازي ژباړه.

مور او پلار سره احسان له هغو حکمونو څخه دی چې په قرآن کریم کې پرې ټینګار شوی دی.[۱] او د قرآن په آیتونو کې د خدای د عبادت د حکم تر څنګ راغلی دی،[۲] د قرآن مفسرانو دا کار مور پلار سره د نیکی اهمیت[۳] او د دې حکم د اهمیت ښوونه ګڼلې ده.[۴] فقهاء کرام وایي دا په اولادونو باندې واجب ګڼلی دی.[۵] همدا راز په ځينو اخلاقي كتابونو كې له مور او پلار سره احسان تر ټولو غوره څيز ياد شوى چې د نیکمرغۍ او خداى ته د نژديوالي سبب ګرځي.[۶]

په تفسیر نمونه کې د اسراء سوره د 23 آیت په ذیل کې راغلي دي مور پلار سره احسان کول د توحید په سنګ کې راوړل د دې بیانوونکی دی چې قرآن مجید په دې مور پلار سره نیک چلند باندې ډېر تاکید کوي.[۷]

له مور او پلار سره احسان کول د مور او پلار ‌‌‌ډېر لوی عزت او درناوې ګڼل کیږي.[۸] او په دې کې هر هغه نیکي شامله ده چې د دواړو مقام سره وړتیا لري.[۹] او همدارنګ والدین ټکی بې له کوم شرطه راغلی دی نو هر یو مور پلار ته شامل دی که هغه ښه وي او که بد.[۱۰] که هغه کافر وي او که مسلمان.[۱۱]

مور پلار سره د احسان لامل او توحید سره د هغې مناسبت

اصلي مقاله: د مور او پلار سره د احسان آیت

ځينو مفسرينو د توحيد او له مور او پلار سره د احسان تر منځ تناسب، چې په قرآنکريم کې يو بل سره څنګ ته راغلي دي، په دې ډول انځور کړي دي، چې خداى د انسان د وجود اصلي لامل دى او مور او پلار يې ظاهري پالوني او روزي ورکوونکي دي.[۱۲] نو لکه څه رنګ چې د حقیقي نعمت ورکوونکي په توګه د الله تعالی شکر په بندګانو واجب دی، همدارنګ له دې سببه د بندګانو د نعمتونو شکر ادا کول هم واجب دي ځکه چې هیچا د هغه لپاره د والدینو په څیر سختۍ  نه دي زغملی او هیڅوک د والدینو په څیر د شکر مستحق ندي.[۱۳]

علامه طباطبايي په دې اړه چې په قرآن کریم کې له مور او پلار سره پر احسان ټینګار شوی دی دا رنګ بیان کړی دی، ځکه چې د والدینو او اولادونو ترمنځ احساساتي اړیکه د نوي نسل او تېر نسل ترمنځ د ټینګې اړیکې او د کورنۍ د پیاوړتیا لامل کېږي. په ټولنیزو اړیکو کې د یوې مهمې مسلې په توګه، د کورنۍ ثبات د بشري ټولنې د ثبات لامل دی.[۱۴]

والدینو سره احسان د حدیثونو له نظره

د معصومینو(ع) په حدیثونو کې د والدینو د احسان لپاره ځانګړی مقام بیان شوی دی.[۱۵] د شیعه او سنی په سرچینو کې دې مسلې ته یو ځانګړی برخه خاص شوې ده.[۱۶] په روایتونو کې مور پلار سره نیکي د خدای په نزد له ټولو لوی[۱۷] او خوښ شوی عمل[۱۸] او د شیعو له څرګندو خصوصیاتو ګڼل شوی دی.[۱۹]

همدارنګ راغلي دي چې مور پلار ته (د مهربانۍ) نظر کول عبادت دي.[۲۰] د خدای رضا اوغضب د هغوي له خپلو اولادونو په خوشحالۍ او خپګان کی دی تلل کیږي.[۲۱] او هغوي سره د احسان نه کولو لپاره هیڅ یوه پلمه او بهانه نه قبلیږي.[۲۲]

د رسول الله (ص) د سیرت په هکله روایت شوی دی چې هغه د خپلې د شودو مور ډیر احترام کاوه[۲۳] او د هغه چا عزت یې کاوه چې له مور او پلار سره یې ښه سلوک کاوه.[۲۴] په احادیثو کې مسلمانانو ته امر شوی چې له مور او پلار سره ښه چلند وکړی او د هغوي د پالنی سختۍ وزغمئ.[۲۵] که څه هم مور او پلار يې مشرکان وي،[۲۶] او يا بدکار وي[۲۷] همدارنګ سپارښتنه شوې ده چې که هغوي ژوندي نه وي نو د هغوي لپاره د بښنې غوښتلو، د پورونو په ادا کولو او د هغوی د قضايي عبادتو په ځای راوړلو سره په هغوي باندې احسان کولی شي.[۲۸]

مور سره د زیات احسان کولو سپارښتنه

د احقاف سوره په ۱۵ آیت کې والدینو سره د احسان له سپارښتنې او د هغې لامل بیانولو وروسته، یوازې د مور تکلیفونه یاد شوي دي. دا مسله د مسلمانو عالمانو په عقیده د مور په حق باندې زیات تاکید کول او زیاته سپارښتنه کول دي.[۲۹] امام سجاد(ع) د حقونو په رساله کې هغه سختیانو ته اشاره کوي چې مور یې د امیدوارۍ په وخت کې او د ماشوم د ماشمتوب په وخت کې زغمي او په بیله توګه د مور د تکلیفونو د قدر پيژندنې سپارښتنه شوې ده.[۳۰]

همدارنګه په االكافي كتاب كي كليني يو حديث نقل كړى دى چي يو سړي له رسول الله(ص) څخه پوښتنه وكړه چي په چا باندي احسان وكړم؟ نبی(ص) ورته ځواب ورکړ خپلې مور سره. هغه سړي دا پوښتنه دوه ځله نوره هم وکړه او رسول الله صلی الله علیه وآله ورته بیا بیا وفرمایل: خپلې مور سره او کله چې یې څلورم ځل پوښتنه وکړه نو رسول الله(ص) ورته ځواب ورکړ: خپل پلار سره.[۳۱] په بل روایت کې له رسول الله(ص) څخه روایت دی چې مور پلار سره نیکي کول د تېرو ګناهونو کفاره ده.[۳۲]

«یو سړی رسول الله(ص) ته راغی او ورته ویې ویل چې داسې کوم بد کار نیشته چې ما نه وي کړی. ایا زما لپاره د توبې او بیرته راستنیدو کومه لاره شته؟ رسول الله(ص) وفرمایل: ایا ستا له مور او پلار څخه کوم یو ژوندی دی؟ ویې ویل پلار مې، نو رسول الله صلی الله علیه وآله وفرمایل: لاړ شه او هغه سره نیکي وکړه. کله چې هغه سړی لاړ، رسول الله(ص) وویل چې کاش مور یې ژوندۍ وای.»

* سرچينه: مجلسی، بحارالانوار، ۸۴ ټوک، ۷۲مخ.

د احسان مصداقونه

د سوره اِسراء په ۲۳ او ۲۴آتونو کې له دې وروسته چې والدینو سره د احسان حکم شوی دی د هغې ځینې مصداقونه او بیلګې یې بیان کړي دي.[۳۳] د احادیثو په سرچینو کې راغلي دي چې کله له امام صادق(ع) څخه د دې آیت په اړه پوښتنه وشوه چې د مهربانۍ معنی څه ده، هغه ځواب ورکړ چې له مور او پلار سره د مهربانۍ معنی دا ده چې ته له هغوی سره ښه سلوک کوه او مخکې له دې چې هغوی له تا څخه څه وغواړي هغه ورته چمتو کړې، که څه هم هغوي په خپله هم کولی شي چې چمتو یې کړي.[۳۴]

د روايت په دوام کې راغلي دي چې دا آيت وايي: هغوي ته «اف» مه وايئ، يعنې که هغوي ته خفه کړې، نو له هغوى سره لږه څه سختي هم مه کوه، او دا چې فرمايي: «له هغوي سره په درنښت خبرې وکړئ»، یعني که هغوي ته ووهلې هم نو ته ووایه چې خدای دې په تاسو رحم وکړي، او دا چې وايي: «د هغوي په وړاندې د مهربانۍ له مخې عاجزي او تواضع وکړئ»، یعني هغوي ته برند برند مه ګورئ. بلکې هغوي ته په مهربانۍ او شفقت سره وګورئ او خپل غږ د هغوي په وړاندې مه لوړئ. همدارنګه کله چې د څه شی ورکوئ نو خپل لاس د هغوي پر لاس مه اوچتوئ او د تګ او ناستي پر مهال نه هغوي مه مخکې کیږئ.[۳۵]

والدینو سره د احسان آثار

«که غواړې چې الله تعالی دې عمر اوږد کړي نو مور پلار خوشحال کړه.»

* سرچينه: کوفي اهوازي، الزهد، ۱۴۰۲ق، ۳۵مخ.

په حدیثي سرچینو کې مور پلار سره د احسان ځینې مادي او معنوي آثار بیان شوي دي: لکه: د فقر له منځه تلل،[۳۶] د رزق زیاتیدل،[۳۷] د عمراوږدوالی،[۳۸] د مرګ سَکرات آسانیدل،[۳۹] د خدای راضي کیدل او د ګناهونو بخښل،[۴۰] د عملونو د حساب آسانتیا[۴۱] او په قیامت کې جنت ته رسیدل.[۴۲]

ههمدارنګ په روایتونو کې راغلي دي مور پلار ته د مهربانۍ نظر سره کتل د خدای د رحمت د دروازو د خلاصیدو سبب کیږي[۴۳] او د یو قبول شوی حج ثواب لري.[۴۴] په کافي کې له امام صادق(ع) نقل شوي دي چې انسان به مور پلار سره د احسان په بدل کې د هماغه کارونو ثواب بلکې تر هغې زیات به ترلاسه کوي لکه لمونځ او د هغه والدینو لپاره صدقه ورکول چې له دنیا تللي دي.[۴۵]

د نورو حدیثونو له مخې، مور پلار سره احسان نه کول ځینې بد آثار لري لکه د خدای له اطاعته وتل، د شکر باطلیدل، د نسل ختمیدل[۴۶] او له جنته محرومیدل دي.[۴۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳ش، ج۱۲، ص۷۴.
  2. وګورئ: سوره نساء، آیه ۳۶؛ سوره انعام، آیه ۱۵۱؛ سوره اسراء، آیه ۲۳.
  3. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۸۶؛ قاسمی، محاسن التأویل، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۴۵۳.
  4. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۳۲۳؛ سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۲۲۲۲.
  5. نجفی، محمد حسن، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۲۴؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی، ج۳، ص۸۵.
  6. نراقی، جامع السعادات، اعلمی، ج۲، ص۲۷۳؛ نراقی، معراج السعادة، ۱۳۷۷ش، ص۵۳۳؛ قمی، اخلاق و آداب، ۱۳۸۹ش، ص۱۵۲.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳ش، ج۱۲، ص۷۴.
  8. گنابادی، تفسیر بیان السعادة، ۱۴۰۸ق، ج۲ ص۴۳۸.
  9. ثقفی تهرانی، تفسیر روان جاوید، ۱۳۹۸ق، ج۳، ص۳۵۱.
  10. ابن‌شعبه حرّانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۳۶۷.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳ش، ج۱۲، ص۷۴؛ میرزای قمّی، جامع الشتات، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۴۱.
  12. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۲۵۲؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۷، ص۳۸۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۸۵.
  13. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۳۲۱.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۳۷۴ و ج۱۳، ص۸۰.
  15. تجلیل تبریزی، معجم المحاسن و المساوی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۸۹.
  16. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۷؛ مجلسی، بحار الانوار، ج۷۱، ص۲۲؛ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج ۸، ص۲؛ ابوالحسین، صحیح مسلم، دارالفکر، ج۸، ص۱.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۸.
  18. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج ۸، ص۲.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۴.
  20. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۴۰.
  21. ترمذی، سنن الترمذی، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص ۲۰۷؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۲۸.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۲.
  23. ابوداوود، سنن ابوداوود، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۵۰۷-۵۰۸.
  24. رجوع کنید کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۱.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۲؛ شیخ صدوق، مَن لا یَحضُرُه الفقیه، ۱۴۱۳، ج۴، ص۴۰۷ و ۴۰۸.
  26. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۴.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۲.
  28. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۸؛ مازندرانی، شرح الکافی‏، ۱۳۸۲ق، ج۹، ص۱۹.
  29. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳ش، ج۱۷، ص۴۰؛ ابن‌مفلح، الآداب الشرعیة و المنح المرعیة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۳۸.
  30. شیخ صدوق، مَن لا یَحضُرُه الفقیه، ۱۴۱۳، ج۲، ص۶۲۱.
  31. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۹؛ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۲.
  32. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۲.
  33. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۳۲۴.
  34. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۷.
  35. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۸؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۹، ص۱۹.
  36. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۸۹.
  37. طبرسی، مشکاة الأنوار، ۱۳۸۵ق، ص۱۶۶.
  38. طبرسی، مشکاة الأنوار، ۱۳۸۵ق، ص۱۶۶.
  39. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۸۹.
  40. کوفی اهوازی، الزهد، ۱۴۰۲ق، ص۳۵.
  41. قطب الدین راوندی، الدعوات (سلوة الحزین)، ۱۴۰۷ق، ص۱۲۶.
  42. شعیری، جامع الاخبار، مطبعة حیدریة، ص۱۰۶.
  43. شعیری، جامع الاخبار، مطبعة حیدریة، ص۱۰۱.
  44. ابن‌ابی الدنیا، مکارم الاخلاق، ۲۰۰۴م، ص۷۴.
  45. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۵۹.
  46. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۵، ص۱۰۵۹.
  47. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۹.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه آیت الله مکارم شیرازی.
  • ابن‌ابی‌الدنیا، عبدالله، مکارم الاخلاق، محقق: مجدی، سید ابراهیم، قاهره، چاپ مکتبة القرآن، ۲۰۰۴م.
  • ابن‌شعبه حرّانی، حسن بن علی، تحف العقول عن آل الرسول، محقق و مصحح: غفاری، علی‌اکبر، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌مفلح، محمد بن مفلح، الآداب الشرعیة و المنح المرعیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • ابوالحسین، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • ابوداوود، سلیمان بن اشعث، سنن ابوداوود، چاپ سعید محمد لحام، بیروت، ۱۴۱۰ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، محقق: محمد زهیر، دمشق، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • تجلیل تبریزی، ابوطالب، معجم المحاسن و المساوی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، بیروت، چاپ عبدالوهاب عبداللطیف، ۱۴۰۳ق.
  • ثقفی تهرانی، محمد، تفسیر روان جاوید، تهران، انتشارات برهان، چاپ سوم، ۱۳۹۸ق.
  • سید قطب، سید بن قطب بن ابراهیم، فی ظلال القرآن، بیروت، قاهره، دارالشروق، چاپ هفدهم، ۱۴۲۵ق.
  • شعیری، محمد بن محمد، جامع الاخبار، نجف، مطبعة حیدریة، چاپ اول، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الامالی، تهران، انتشارات کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لا یحضره الفقیه، محقق و مصحح: غفاری، علی اکبر، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی‏، چاپ پنجم‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الأنوار فی غرر الأخبار، نجف اشرف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب (التفسیر الکبیر)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبة الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن بن شاه مرتضی، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی(ع)، ۱۴۰۶ق.
  • قاسمی، محمدجمال الدین، محاسن التأویل، تحقیق: عیون السود، محمد باسل، دار الکتب العلمیة، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • قطب الدین راوندی، سعید بن هبة الله، الدعوات (سلوة الحزین)، قم، انتشارات مدرسه امام مهدی(عج)، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • قمی، عباس،‏ اخلاق و آداب (مقامات العلیة فی موجبات السعادة الأبدیة)، قم، ‏نور مطاف‏، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
  • قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ وانتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی اهوازی، حسین بن سعید، الزهد، قم، المطبعة العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۰۲ق.
  • گنابادی، سلطان محمد، تفسیر بیان السعادة فی مقامات العبادة، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مازندرانی، محمد صالح، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، محقق و مصحح: ابوالحسن شعرانی، المکتبة الإسلامیة، تهران، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مازندرانی، محمد صالح، شرح الکافی‏، تهران، المکتبة الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب، زیر نظر سید محمود شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • میرزای قمّی، ابوالقاسم بن محمدحسن، جامع الشتات فی أجوبة السؤالات، محقق و مصحح: رضوی، مرتضی، تهران، مؤسسه کیهان، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، محقق و مصحح: قوچانی، عباس، آخوندی، علی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • نراقی، ملا احمد، معراج السعادة، هجرت، قم، چاپ پنجم، ۱۳۷۷ش.
  • نراقی، ملا محمدمهدی، جامع السعادات، بیروت، اعلمی، چاپ چهارم، بی‌تا.