په وړوکوالي کې امامت

د wikishia لخوا

په وړوکوالي کې امامت د داسې کس امامت دی چې شرعي بلوغ ته نه وي رسېدلی. د شیعیانو په عقیده، امام جواد(ع)، امام هادي(ع) او امام مهدي(ع) چې د دولسو امامي شیعه ګانو له امامانو څخه دي له پینځو تر اته کلنۍ پورې عمر کې امامان شوې دي. امامیه، امامت یو الهي منصب ګڼي چې بلوغ پکې شرط نه دی.

شیعیان د خپلې عقیدې د مخالفانو په ځواب کې د قرآن په ځینو ایتونو استناد کوي چې پکې په وړوکوالي کې د حضرت سلیمان، حضرت یحیی(ع) او حضرت عیسی(ع) نبوت ته اشاره شوې ده. هغوي همداراز د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره په ځينو دلایلو لکه په وړوکوالي کې د امام علمي توان او په یوم الدار کې د پېغمبر(ص) په وصایت د امام علي(ع) په ټاکل کېدو استناد کړی دی.

په وړوکوالي کې د امامت په اړه د شیعه د عقیدې د بیان او د مخالفانو د ځواب په اړه ځینې اثار هم لیکل شوې دي.

د امامیه په عقیده کې د مسالې اهمیت

په وړوکوالي کې امامت په امامت پورې له اړوندو بحثونو دی چې په کلامي کتابونو کې پرې بحث کیږي.[۱] دا بحث زیاتره د شیعه د ځينو امامانو (امام جواد(ع)، امام هادی(ع) او امام مهدی(عج)) د امامت په اړه چې له پینځه تر اته کلنۍ پورې عمر کې امامت ته رسیدلې د شیعه د مخالفانو اعتراضونو ته د ځواب په اړه دی.[۲] همدا مساله د امام جواد د امامت په منلو کې د ځینو شیعیانو د شک سبب شوه؛ ځکه چې تر هغه وخته پورې، د امام لپاره د بلوغ شرط دود و.[۳]

د اهل سنتو عالمانو له نظره، بلوغ د امامت یو له اصلي شرطونو څخه دی.[۴] خو شیعه عالمان امامت یو الهی منصب ګڼي چې خدای تعالی هغه په داسې کس کې چې شرایط یې لري کیږدي.[۵] هغوي عصمت، افضلیت او د نص شتون په امام کې شرط ګڼي.[۶] د امامیه په نزد د بلوغ په نه شرطوالي عقیده، د امامیه د مخالفانو له خوا د ځینو اعتراضونو د مطرح کېدو او ورته د شیعه متکلمانو د ځواب سبب شوې ده.[۷]

ابن تیمیه (وفات:۷۲۸ق)، ابن حجر هیتمي (وفات:۹۷۴ق) او احمد الکاتب له هغو کسانو دي چې په وړوکوالي کې یې په امامت اعتراضونه کړې دي. د یتیم ماشوم تر حضانت لاندې پاتې کېدل،[۸] د یتیم ماشوم محجوروالی،[۹] د ماشوم ولایت نه لرل،[۱۰] د ماشوم نه مکلفیت[۱۱] او د یادولو د فرصت نه لرل[۱۲] ځینې هغه دلایل دي چې په وړوکوالي کې د امامت د نامعقول والي لپاره وړاندې شوې دي.

هغه امامان چې په وړوکوالي کې امامت ته ورسیدل

  • امام جواد(ع): په کابو اته کلنۍ کې امامت ته ورسید.[۱۳] د حسن بن موسی نوبختي (وفات ۳۱۰ق) په راپور د امام رضا د شهادت په وخت د امام جواد(ع) د عمر کموالی د شیعیانو د حیرانه پاتې کېدو سبب شو؛[۱۴] او یو شمېر شیعیانو د هغه امامت ونه مانه.[۱۵]
  • امام هادي(ع): په اته کلنۍ کې د امامت منصب ته ورسید.[۱۶] د عراقي تاریخ څیړاندي جاسم حسین په وینا په دې وجه چې د امام جواد(ع) د امامت مساله د شیعیانو لپاره حل شوې وه، د امام هادي(ع) امامت بې له ستونزې ومنل شو.[۱۷]
  • امام مهدي(عج): په پینځه کلنۍ کې امامت ته ورسید.[۱۸] ویل شوي چې په وړوکوالي کې د امام جواد(ع) او امام هادي(ع) امامت ته رسېدل په وړوکوالي کې د امام مهدي(عج) د امامت د منلو لپاره د چمتووالي د پېدا کولو په وجه کېدلی شي.[۱۹]

په وړوکوالي کې د امامت لپاره د شیعیانو استدلالونه

امامیه متکلمانو بیان کړې چې د عقل کمال په جسماني بلوغ پورې نه دی تړلی او که په قطعي دلیل سره د یو کس امامت ثابت شو د هغه عصمت او خدایي علم هم ثابتیږي او په دې مساله کې د امام عمر اثر نه لري. همداراز هغه محدودیتونه چې شریعت په مختلفو چارو کې د ماشوموالي د عمر لپاره ایښي، په عامو انسانانو پورې اړوند دي چې د عمر په تېرېدو سره عقلي او علمي ودې ته رسیږي. نه د معصوم امام لپاره چې لَدُنّي علم لري.[۲۰]

په وړوکوالي کې د امامانو علمي وس

لکه څنګه چې د هغه روایت په اساس چې شیخ مفید نقل کړی، کله چې امام جواد له یحیی بن اکثم سره په مناظره کې په داسې ډول د یحیی پوښتنې ته ځواب ووایه چې د حاضرینو د حیرانتیا سبب شو؛[۲۱] مامون خپلو خواوشا کسانو ته وویل چې د امام جواد(ع) ماشوموالی د هغه د علم او عقل په کموالي دلیل نه دی.[۲۲]

د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) په وینا، د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) په مباهله کې د حسنینو(ع) شتون ښیي چې ماشوم په وړوکوالي کې هم کولی شي لوی الهي مسوولیتونه په غاړه ولري.[۲۳] همداراز په پېغمبر(ص)[۲۴] باندې په وړوکوالي کې د امام علي(ع) ایمان راوړل ښيي چې ماشوم هم لویه پوهه او عقل لرلی شي.[۲۵]

په وړوکوالي کې د سلیمان، یحیی او عیسی په نبوت استناد

په وړوکوالي کې د امامت د اثبات لپاره په وړوکوالي کې د ځینو پېغمبرانو په نبوت استناد شوی دی.[۲۶] د فخر رازي په وینا د مریم سورې په دولسم ایت کې له حکمه مطلب، نبوت دی چې خدای تعالی هغه په وړوکوالي کې حضرت یحیی(ع) او حضرت عیسی(ع) ته ورکړی دی.[۲۷] همداراز د شیعه متکلم جعفر سبحاني په وینا، د مریم سورې ۳۰ ایت چې په وړوکوالي کې د حضرت عیسی د خبرو کولو په اړه دی د دې ښودنه کوي چې که خدای تعالی اراده وکړي کولی شي په یو ماشوم کې د امامت لپاره ضروري پوهه، عقل او علم کیږدي.[۲۸]

لکه څنګه چې نقل شوې چې امام رضا(ع) کله چې یې زوی جواد درې کلن و هغه د امام په توګه معرفي کړ او د حضرت عیسی(ع) د نمونې په ذکرولو سره یې په وړوکوالي کې امامت ممکن ګڼلی دی.[۲۹] یا امام جواد(ع) په یو روایت کې په دې په استشهاد سره چې سلیمان(ع) په وړوکوالي کې د حضرت داوود(ع) ځای ناستی شو، دغه خبره ممکنه ګڼلې ده.[۳۰]

په یوم الدار کې د پېغمبر په عمل استناد

د شیعه متکلم شیخ مفید په وینا، په یوم الدار کې د پېغمبر(ص) عمل د دې ښودنه کوي چې که خدای اراده وکړي کولی شي یو ماشوم خپل حجت وټاکي.[۳۱] د شیعه سني په دې خبره د نظر اتفاق دی چې پېغمبر په یوم الدار کې حضرت علي چې لا بالغ شوی نه و د خپل وصي او ځای ناستي په توګه وټاکه.[۳۲]

مونوګراف

امامت در سنین کودکی کتاب لیک د علي اصغر رضواني

په وړوکوالي کې د امامت د مسالې په اړه یو شمېر کتابونه لیکل شوې دي:

  • «امامت در سنین کودکی» کتاب لیک د علي اصغر رضوانی په ۴۸ مخونو کې په ۱۳۸۵ل کال کې د جمکران د سپېڅلي جومات د خپرنځي لخوا خپور شوی دی.[۳۳]
  • «ستارگان هدایت: امامت در کودکی» کتاب لیک د محمد بامري په ۱۷۶ مخونو کې په ۱۳۹۱ ل کال کې د ائمه خپرنځي لخوا خپور شوی دی.[۳۴]
  • کتاب امامت در کودکی: «درآمدی تحلیلی بر امامت در کودکی»، لیک د هادی ترکمني په ۱۶۶مخونو کې په ۱۴۰۲ ل کال کې د داعیه خپرنځي لخوا چاپ شوی دی.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. مثال په توګو وګورئ: شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۹-۱۵۳.
  2. وګورئ: شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۹-۱۵۳؛ سبحانی، «امامت در کودکی؟»، ص۴۶.
  3. نوبختی، فرق الشیعة، ۱۴۰۴ق، ص۸۸.
  4. عضدالدین ایجی، شرح المواقف، نشر الشریف الرضی، ج۸، ص۳۵۰؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۲۴۴.
  5. مطهری، امامت و رهبری، ۱۳۹۰ش، ص۱۳۱.
  6. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۲-۴۹۵.
  7. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۹-۱۵۳.
  8. ابن‌تیمیه حرَانی، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۸۹.
  9. ابن‌تیمیه حرَانی، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۸۹؛ الکاتب، تطور الفکر السیاسی الشیعی، ۱۹۹۸م، ص۱۰۳.
  10. ابن‌حجر هیتمی، الصواعق المحرقة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۸۳.
  11. الکاتب، تطور الفکر السیاسی الشیعی، ۱۹۹۸م، ص۱۰۳.
  12. الکاتب، تطور الفکر السیاسی الشیعی، ۱۹۹۸م، ص۱۰۳.
  13. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۸۸.
  14. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۸۸.
  15. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۸۷ ـ ۸۸.
  16. قمی، منتهى الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص ۱۸۷۸.
  17. حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۸۱.
  18. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹.
  19. سلیمیان، «حضرت مهدی(عج) خردسال‌ترین پیشوای معصوم»، ص۴۴.
  20. شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۹-۱۵۳؛ بحرانی، النجاة فی القیامة،۱۴۱۷ق، ص۲۰۰.
  21. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۸۱-۲۸۶.
  22. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۸۷.
  23. شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۳۱۶.
  24. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۸۴.
  25. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۲۵۲.
  26. رضوانی، امامت در سنین کودکی،‌ ۱۳۸۶ش، ص۱۱.
  27. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۵۱۶.
  28. سبحانی، «امامت در کودکی؟»، ص۴۶.
  29. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۸۳.
  30. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۸۳.
  31. شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۳۱۶.
  32. مثال په توګه وګورئː طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۲۰؛ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۲۱؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۴۳.
  33. رضوانی، امامت در سنین کودکی،‌ ۱۳۸۶ش، شناسه کتاب.
  34. بامری، ستارگان هدایت: امامت در کودکی، ۱۳۹۱ش، شناسه کتاب.
  35. ترکمنی، درآمدی تحلیلی بر امامت در کودکی، ۱۴۰۲ش، شناسه کتاب.

سرچينې

  • ابن‌حجر هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة فی الرد علی أهل البدع و الزندقة، بیروت، موسسه الرسالة، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌تیمیه حرَانی، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبوية في نقض كلام الشيعة القدرية، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامية، ۱۴۰۶ق.
  • الکاتب، احمد، تطور الفکر السیاسی الشیعی من الشوری الی ولایة الفقیه،‌ بیروت، دارالجدید، ۱۹۹۸م.
  • بامری، محمد، ستارگان هدایت: امامت در کودکی، قم، ائمه، ۱۳۹۱ش.
  • بحرانی، میثم بن علی، النجاة فی القیامة فی تحقیق أمر الإمامة، قم،‌ مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • ترکمنی، هادی، درآمدی تحلیلی بر امامت در کودکی، همدان،‌ نشر داعیه، ۱۴۰۲ش.
  • تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، قم، نشر الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، محقق: محمدباقر محمودی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • حسين، جاسم، تاريخ سياسى غيبت امام دوازدهم، مترجم: سيد محمدتقى آيت‌‏اللهى‏، سوم، تهران، امير كبير، ۱۳۸۵ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، امامت در سنین کودکی،‌ قم، انتشارات مسجد جمکران، ۱۳۸۶ش.
  • سبحانی، جعفر، «امامت در کودکی؟»، مجله درس‌هایی از مکتب اسلام، شماره ۶۴۰، شهریور ۱۳۹۳ش.
  • سلیمیان، خدامراد، «حضرت مهدی(عج) خردسال‌ترین پیشوای معصوم»، مجله مبلغان، شماره ۴۱، ۱۳۸۲ش.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الطرائف فی معرفه مذاهب الطوائف، قم، چاپخانه خیام، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، قم، دارالمفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری تاریخ الامم و الملوک ، تحقیق: ابراهیم محمد أبوالفضل، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • عضدالدین ایجی، عبدالرحمن بن احمد، شرح المواقف، قم، نشر الشریف الرضی، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ شانزدهم، ۱۴۳۷ق.
  • فخر رازی، فخرالدین، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قمی، شیخ عباس، منتهى الآمال، قم‏، دلیل ما، ۱۳۷۹ش‏.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق: علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول، تهران، دار الكتب الإسلاميّة، ۱۴۰۴ق.
  • مطهری، مرتضی، امامت و رهبری، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعة، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۴ق.