په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه

د wikishia لخوا

په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه، هغه خطبې ته اشاره ده چې حضرت زینب(س) د کربلا له پيښې وروسته، د یزید بن معاویه په دربار کې په شام کې بیان کړه. دا خطبه د اغیز لرلو، فصاحت او بلاغت له سببه تل د څیړونکو د پام وړ وه. حضرت زینب(س) په دې خطبه کې په څرګندې وینا او په واضح بیان سره د بني امیه له حکومته پرته اوچته کړې ده.

بي بي زینب(س) په دې خطبه کې یزید او د هغه ملګري ظالمان او د عذاب مستحق ګڼلي او جنګ کې د هغه ظاهري بریا يې د خدای د اِملا سنت ګڼلی دی. بي بي زینب(س) په خپلې دغه وینا کې له دلیلي مطلبونو ګټه اخستې ده او د ټولنه يې دې پوهې ته چمتو کړې ده چې د یزید د حکومت باطل والی وپيژني. همدارنګ هغې د قرآن مجید د آیتونو په دلیل سره ځینې کسان هدایت کړي او وخت د حکومت دا تور چې د کربلا اسیران یې خارجي بلل، رد کړی دی.

دا خطبه د امام حسین(ع) د کربلا د پاڅون بشپړوونکی ګڼل شوې ده، ځکه چې حضرت زینب(س) د دې خطبې په بیان سره د کربلا د پیښې د تحریف مخه نیولې ده. د فارسۍ په شعر او ادبیاتو کې هم د امام حسین(ع) په غورځنګ کې د حضرت زینب(س) د خطبې رول ته خاص پاملرنه شوې ده. په شام کې د بي بي زینب(س) د خطبې په هکله بیلا بیلې څیړنې شوي دي چې له هغو ځینې «شرح خطبه حضرت زینب(س) در شام»، ده چې علی کریمي جهرمي لیکلې ده.

د اسلام په تاریخ کې د خطبې مقام

په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه د اسلام د تاریخ له ډېرو فصیحو او تیزو خطبو څخه ګڼل کیږي.[۱] سید عبدالکریم هاشمي ‌نژاد، د «درسی که حسین به انسان‌ها آموخت» کتاب لیکوال د یوې اسیرې له خوا د خپل وخت د ټولو لوی ځواک ته، داسې سپکوونکې خطاب حیرانووکی ګڼلی دی.[۲] څیړونکو دا خطبه د امام حسین(ع) د پاڅون بشپړوونکی ګڼلې ده.[۳] د «امام حسین(ع) و ایران» کتاب لیکوال کورْت فریشْلِر، دا خطبه تاریخي او ډېره د اهمیت وړ ګڼلې ده.[۴] په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه د اغیز لرلو، فصاحت او بلاغت له سببه تل د څیړونکو د پام وړ ده.[۵]

دا خطبه د کربلا د پېښې د تحریف د مخنیوي په موخه لوستل شوې ده؛ ځکه چې يزيد غوښتل د کربلا پېښه په امام حسین(ع) باندې د الهي عذاب په توګه معرفي کړي؛[۶] خو حضرت زينب(س) په دغه خطبه کې يزيد د کربلا د پېښې اصلي عامل وباله.[۷] د بي بي زينب(س) یزید ته څرګندې او ښکاره خبرې د هغې د ډېرې زړورتيا نښه بلل شوې ده؛ ځکه تر هغې ورځې پورې هیچا دا جرأت نه و کړی چې د هغه په ​​حضور کې د یزید د ظلم او فساد په اړه خلکو ته خبر ورکړي.[۸] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي په دې باور دی چې په کوفه او شام کې د حضرت زینب(س) خطبه دومره هنر سره بیان شوې ده چې حتی دښمنان یې له پامه غورځولي نه شي.[۹] د کورت فریشلر په وینا، د دې خطبې څخه پیړۍ تیرې شوې خو تاریخ لیکونکي لا اوس هم د حضرت زینب په زړورتیا حیران دي.[۱۰]

حضرت زينب دا خطبه هغه وخت ولوستله کله چې يزيد د امام حسين(ع) د غوڅ شوي سر بې عزتي وکړه.[۱۱] او يو شامي سړي له يزيد څخه وغوښتل چې د امام حسين(ع) لور فاطمه دې د وينځې په توګه هغه ته ورکړي.[۱۲] د تاریخي راپورونو له مخې کله چې یې د کربلا بندیان شام ته بوتلل یزید یوه غونډه جوړه کړه،[۱۳] یزید د امام حسین سر په یوه طشت کې کېښود او بندیان یې د یزید دربار ته راننباسل.[۱۴] یزید هغه لختې سره چې ورسره په لاس کې وه، د امام په خوله باندې ګوزارونه کول.[۱۵] هغه د يوه شعر په لوستلو سره د پېغمبر اکرم له وحې او نبوته انکار وکړ،[۱۶] او اعلان يې وکړ چې د کربلا پېښه يې د خپلو هغو کفارو پلرونو د وينې د غڅ په خاطر کړې چې د بدر په جګړه کې د پېغمبراکرم(ص) او حضرت علی(ع) په لاس ووژل شوي وو.[۱۷]

هغه شعرونه دا دي:




لَیتَ أَشْیاخی بِبَدْر شَهِدُواجَزَعَ الْخَزْرَجِ مِنْ وَقْعِ الاَْسَلْ
فَأَهَلُّوا وَ اسْتَهَلُّوا فَرَحاًثُمَّ قالُوا یایزیدُ لاتَشَلْ[۱۸]
لَعِبَتْ هَاشِمُ بِالمُلْکِ فَلاخَبَرٌ جَاءَ وَ لَا وَحْیٌ نَزَل[۱۹]


ژباړه

کاش چې په جنګ بدر کې زما مشرانو نن لیدلې وېچې خَزْرَج قبیله څه رنګ د نیزو له وهلو په زارۍ راغلې ده.


په دغه حال کې به یې له خوشحالۍ چغې وهلیاو ویل به یې: ای یزیده! لاس دې مات مه شه!


بنی هاشمو په مملکت لوبې وکړېنه خو (د خدای له خوا) کوم خبر راغلی دی او نه وحي نازله شوې ده!



په شیعه سرچینو کې الإحْتِجاجُ عَلی أهْلِ اللّجاج[۲۰]، مُثیرُ الأحْزان،[۲۱] أللُّهوف عَلى قَتْلَى الطُّفوف[۲۲] کتابونو او د اهل ‌سنتو بلاغاتُ النّساء[۲۳] کتاب دا خطبه نقل کړې ده.

مینځپانګه

د ځینو څیړونکو په وینا، حضرت زینب په کوفه کې د هغې د احساساتي خطبې برعکس، د شام په خطبه کې ډیر له برهاني او استدلالي مطلبونو ګټه واخسته[۲۴] او لږ یې احساساتي مواد وکارول.

په شام ​​کې د حضرت زینب(س) د خطبې یوه برخه:

««فَكِدْ كَيْدَكَ وَ اسْعَ سَعْيَكَ وَ نَاصِبْ جُهْدَكَ فَوَ اللَّهِ لَا تَمْحُو ذِكْرَنَا وَ لَا تُمِيتُ وَحْيَنَا وَ لَا تُدْرِكُ أَمَدَنَا وَ لَا تَرْحَضُ عَنْكَ عَارَهَا‏».‏ ژباړه: (اې یزید چې هر ډول چلول کول غواړې ویې کړه او پوره هڅه دې وکړه، په خدای قسم چې هېڅکله به زموږ یاد او نوم له منځه یو نه سې او زموږ وحی به ونه وژنې، ته به زموږ هدف ته ونه رسېږې او دغه شرم او عار به له تا لری نه شي.) »

* سرچينه: سید ابن طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، ۱۳۴۸ش، ۱۸۵مخ.
  1. د قرآن د آیتونو په دلیل سره د یزید غرور ماتول؛
  2. د مکې په فتح کې د پيغمبر(ص) په لاس د یزید د نیکیانو د معافولو مقایسه یې د یزید عمل سره وکړه چې د پیغمبر(ص) کورنۍ یې بندي کړی؛
  3. د یزید د کفري خبرو یادول او د هغه په ایمان نه لرلو ټینګار؛
  4. د شهيدانو او په تېره بيا د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ د شهيدانو پر لوړ مقام ټينګار؛
  5. د قیامت په ورځ د الهي عدالت په محکمه کې د یزید شتون ته اشاره؛
  6. د یزید سپکاوی په دې سره چې یزید د دې وړ نه ګڼي چې خبرې ورسره وکړي؛
  7. د رسول الله(ص) ته کورنۍ د رحمت، عزت او شهادت عطا کولو په خاطر د خدای د ډیرو نعمتونو شکر ادا کول.[۲۵]

حضرت زينب په دې خطبه كې څو آيتونه نقل كړي دي. ځکه چې غوښتل یې د شام د خلکو سره په مشترک دلیل (یعنې قرآن) سره له یوې خوا هغوی ته لارښونه وکړي او له بلې خوا د هغه وخت د حکومت دا دعوا رد کړي چې اهل بیت علیهم السلام یې د خارجیانو په توګه معرفي کړي وو.[۲۶] حضرت زینب(س) په دې خطبه کې د روم سوره 10 آیت سره دلیل راوړي او د یزید چې د قرآن د آیتونو کوم سپکاوې کړی و هغه د هغه د ډېرو ګناهونو پایله ګڼلي.[۲۷] هغه په ادامه چې د آل عمران سوره 178 آیت په دلیل سره، د یزید ښکاره بریا د الله تعالی د اِملا سنت ګڼي.[۲۸] بي بي زینب په دې خطبه کې د قران کریم مختلفو آیتونو په دلیل سره یزید او د هغه ملاتړي ظالمان ګڼي او د کربلا د پیښې له امله هغه په دنیا کې د ذلت او په آخرت کې د عذاب مستحق ګڼي.[۲۹]

حضرت زينب(س) يزيد ته د «یا ابن‌َالطُلَقاء» (يعنې: اې د ازاد کړی شوي غلام زویه) ټکي سره خطاب کوي چې ورته دا رایاد کړي چې د مکې په فتحه کې د يزيد پلرونو رسول الله(ص) سخاوتمندانه طریقې سره وبخښل، او دا عمل د يزيد له عمل سره پرتله کوي چې هغه د پېغمبراکرم(ص) کورنۍ بندي کړې ده.[۳۰] د شيعه د تقليد مرجع لطف الله صافي ګلپایګاني په وینا، حضرت زينب د دې خطبې په وروستۍ برخه کې، دا غیبي خبر بیانوي، چې د اهل بيتو ياد به هیڅکله هیر نه شي.[۳۱]

د خطبې لاس ته راوړنې

د تاریخ څیړونکیو په وینا، په شام کې د حضرت زینب خطبې، لاندینۍ پایلې ولرلې:

  • د امویانو د خلافت متزلزلیدل. د یزید په مجلس کې ځینې کسان لکه فَضْل بنِ عباس بن رَبیعه د دې خطبې په اوریدو سره د امام حسین(ع) د وینو د غوښتلو لپاره راپاڅیدل؛[۳۲]
  • د بني اميه حکومت د کربلا د پېښې د بايلونکي په توګه معرفي کول، سره له دې چې ځانونه يې د جګړې فاتحان ګڼل؛[۳۳]
  • هغوي چې د کربلا زندانیان د خارجیانو په توګه معرفي کړي وو، دا خبره له منځه لاړه؛[۳۴]
  • د یزید د واکمنۍ د باطلیدو په اړه د ټولنې فکري سریزې چمتو کول؛[۳۵]
  • د شام د خلکو لپاره د يزيد او د هغه ملګرو د منافقانه شخصیت څرګندول.[۳۶]

په ادبیاتو کې اغیز

په عاشورايي ادب کې، د حضرت زينب(س) رول ته د کربلا د پېښې د پيغام راوړونکي په توګه پاملرنه شوې ده.[۳۷] ​​که څه هم پخوا به د حضرت زينب په هکله شعرونو کې د هغې غمجن او پرله پسې ژړیدونکی انځور وړاندې کیده، خو په ادامه کې د حضرت زینب(س) د خطبو اغیز، د هغې یوه زړوره، او جنګیالۍ څیره وښودله.[۳۸] د پاکستان شاعرنذر حسین جهانګیر، دا خطبه په 120 بیتونو کې په نظم کې لیکلې ده.[۳۹] د شیعه تاریخ پوه سید جعفر شهیدي په باور که چیرې په شام او کوفه کې د حضرت زینب(س) خطبې نه وې، نو د عاشورا د پېښې عظمت به ډېرو خلکو ته نامعلوم پاتی و.[۴۰] دغه مطلب په لاندې شعر کې نقل شوی دی:

چشمۀ فریاد، قادر طهماسبي(فرید)

[غزل]








سِرّ نِیْ در نِیْنَوا می‌ماند اگر زینب نبودکربلا در کربلا می‌ماند اگر زینب نبود
چهرۀ سرخ حقیقت بعد از آن توفان رنگپشت ابری از ریا می‌ماند اگر زینب نبود
چشمه فریاد مظلومیت لب‌تشنگاندر کویر تفته جا می‌ماند اگر زینب نبود
زخمه زخمی‌ترین فریاد در چنگ سکوتاز طراز نغمه وا می‌ماند اگر زینب نبود
در طلوع داغ اصغر استخوان اشک سرخدر گلوی چشم‌ها می‌ماند اگر زینب نبود
ذوالجناح دادخواهی بی سوار و بی لگامدر بیابان‌ها رها می‌ماند اگر زینب نبود
در عبور بستر تاریخ، سیل انقلابپشت کوه فتنه جا می‌ماند اگر زینب نبود[۴۱]


منظومه ژباړه له مترجم له خوا








پټ به پاتی و دا راز په نېنوا، که زینب نه وې کربلا به پاتې وه په کربلا، که زینب نه وې
د رنګونو په طوفان کې به د حق څېره وه ورکه وه به پټه په وریځو د ریا، که زینب نه وې
سمندر د فریادونو د کربل د مظلومانو و به وچ په هغه سرې سوې صحرا، که زینب نه وې
دا زخمونه فریادونه به د ظلم په منګولو پاتی وو به له ماتم او له ژړا، که زینب نه وې
د اصغر داغ به په زړه دننه پټ و پاتې شوې د سرو اوښکو حق به و کله ادا، که زینب نه وې
ذوالجناح د عدالت به بې صاحبه بې لګامه و به پاتې لالهانده په رویا، که زینب نه وې
د تاریخ په دې اوږدو کې به سیلاب د انقلاب پاتی و به د فتنو د غره تر شا، که زینب نه وې


ځانګړی لیکنې

شرح خطبه حضرت زینب(س) در شام، د علي کریمي جهرمي کتاب

په شام ​​کې د حضرت زينب(ع) د خطبې په اړه بېلابېلې څېړنې شوې دي، چې په ادبي، ټولنيزې، تاريخي او طريقې پيژندنې، طریقې سره لیکلي شوي دي.[۴۲] د دې خطبې په شرحه کې چې کوم کتابونه لیکلي شوي دي ځينې یې دا دي:

  • نگاهی به خطبه‌های حضرت زینب(س) در کوفه و شام، د عبدالکریم پاک‌ نیا کتاب؛ د دې کتاب بحثونه په څلورو څپرکو کې لیکلي شو يدي چې دریم څپرکې یې په شام کې د حضرت زینب(س) د خبرو څیړنې او د هغې پایلو سره خاص دی.[۴۳] دا کتاب په 1389 کال کې، د فرهنګ اهلبیت(ع) خپرندویې له خوا په 130 مخونو کې خپور شوی دی.[۴۴]
  • شرح خطبه حضرت زینب(س) در شام، د علي کریمي جهرمي کتاب؛ د قم بوستان کتاب خپرندویې له خوا، دا کتاب د دویم ځل لپاره په 1394 کال کې خپور شوی دی.[۴۵]
  • شرح خطبة السیدة زینب(س) فی مجلس یزید بن معاویه، چې رجب بن حسن لیکلی؛ دا کتاب د میراث ماندگار خپرندوې په ۱۴۰۰لمریز کال کې خپور کړی دی.[۴۶]

د خطبې متن او ترجمه

په شام کې د حضرت زینب(س) خطبه
متن ژباړه
فَقَامَتْ زَيْنَبُ بِنْتُ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ع فَقَالَتْ الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعالَمِينَ وَ صَلَّى اللهُ عَلَى رَسُولِهِ وَ آلِهِ أَجْمَعِينَ صَدَقَ اللهُ سُبْحَانَهُ كَذَلِكَ يَقُولُ: ﴿ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوءَى أَنْ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ (١٠) روم:10]

أَ ظَنَنْتَ يَا يَزِيدُ حَيْثُ أَخَذْتَ عَلَيْنَا أَقْطَارَ الْأَرْضِ وَ آفَاقَ السَّمَاءِ فَأَصْبَحْنَا نُسَاقُ كَمَا تُسَاقُ الْأُسَرَاءُ أَنَّ بِنَا هَوَاناً عَلَيْهِ وَ بِكَ عَلَيْهِ كَرَامَةً وَ أَنَّ ذَلِكَ‏ لِعِظَمِ خَطَرِكَ عِنْدَهُ فَشَمَخْتَ بِأَنْفِكَ وَ نَظَرْتَ فِي عِطْفِكَ جَذْلَانَ مَسْرُوراً حَيْثُ رَأَيْتَ الدُّنْيَا لَكَ مُسْتَوْثِقَةً وَ الْأُمُورَ مُتَّسِقَةً وَ حِينَ صَفَا لَكَ مُلْكُنَا وَ سُلْطَانُنَا فَمَهْلًا مَهْلًا أَ نَسِيتَ قَوْلَ اللهِ تَعَالَى: ﴿وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ (١٧٨) آل عمران:178] أَ مِنَ الْعَدْلِ يَا ابْنَ الطُّلَقَاءِ تَخْدِيرُكَ حَرَائِرَكَ وَ إِمَاءَكَ وَ سَوْقُكَ بَنَاتِ رَسُولِ الله صلی الله علیه وآله سَبَايَا قَدْ هَتَكْتَ سُتُورَهُنَّ وَ أَبْدَيْتَ وُجُوهَهُنَّ تَحْدُو بِهِنَّ الْأَعْدَاءُ مِنْ بَلَدٍ إِلَى بَلَدٍ وَ يَسْتَشْرِفُهُنَّ أَهْلُ الْمَنَاهِلِ وَ الْمَنَاقِلِ وَ يَتَصَفَّحُ وُجُوهَهُنَّ الْقَرِيبُ وَ الْبَعِيدُ وَ الدَّنِيُّ وَ الشَّرِيفُ لَيْسَ مَعَهُنَّ مِنْ رِجَالِهِنَّ وَلِيٌّ وَ لَا مِنْ حُمَاتِهِنَّ حَمِيٌّ وَ كَيْفَ يُرْتَجَى مُرَاقَبَةُ مَنْ لَفَظَ فُوهُ أَكْبَادَ الْأَزْكِيَاءِ وَ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنْ‏ دِمَاءِ الشُّهَدَاءِ وَ كَيْفَ يَسْتَبْطِئُ فِي بُغْضِنَا أَهْلَ الْبَيْتِ مَنْ نَظَرَ إِلَيْنَا بِالشَّنَفِ وَ الشَّنَئَانِ وَ الْإِحَنِ وَ الْأَضْغَانِ ثُمَّ تَقُولُ غَيْرَ مُتَأَثِّمٍ وَ لَا مُسْتَعْظِمٍ

«لَأَهَلُّوا وَ اسْتَهَلُّوا فَرَحاً/ ثُمَّ قَالُوا يَا يَزِيدُ لَا تُشَلَ‏» مُنْتَحِياً عَلَى ثَنَايَا أَبِي عَبْدِ اللهِ سَيِّدِ شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ تَنْكُتُهَا بِمِخْصَرَتِكَ وَ كَيْفَ لَا تَقُولُ ذَلِكَ وَ قَدْ نَكَأْتَ الْقَرْحَةَ وَ اسْتَأْصَلْتَ الشَّافَةَ بِإِرَاقَتِكَ دِمَاءَ ذُرِّيَّةِ مُحَمَّدٍ ص وَ نُجُومِ الْأَرْضِ مِنْ آلِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ وَ تَهْتِفُ بِأَشْيَاخِكَ زَعَمْتَ أَنَّكَ تُنَادِيهِمْ فَلَتَرِدَنَّ وَشِيكاً مَوْرِدَهُمْ وَ لَتَوَدَّنَّ أَنَّكَ شَلَلْتَ وَ بَكِمْتَ وَ لَمْ تَكُنْ قُلْتَ مَا قُلْتَ وَ فَعَلْتَ مَا فَعَلْتَ اللَّهُمَّ خُذْ لَنَا بِحَقِّنَا وَ انْتَقِمْ مِنْ ظَالِمِنَا وَ أَحْلِلْ غَضَبَكَ بِمَنْ سَفَكَ دِمَاءَنَا وَ قَتَلَ حُمَاتَنَا فَوَ الله مَا فَرَيْتَ إِلَّا جِلْدَكَ وَ لَا حَزَزْتَ إِلَّا لَحْمَكَ وَ لَتَرِدَنَّ عَلَى رَسُولِ اللهِ ص بِمَا تَحَمَّلْتَ مِنْ سَفْكِ دِمَاءِ ذُرِّيَّتِهِ وَ انْتَهَكْتَ مِنْ حُرْمَتِهِ فِي عِتْرَتِهِ وَ لُحْمَتِهِ حَيْثُ يَجْمَعُ اللهُ شَمْلَهُمْ وَ يَلُمُّ شَعَثَهُمْ وَ يَأْخُذُ بِحَقِّهِمْ ﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (١٦٩) [آل عمران:169]

وَ حَسْبُكَ بِاللهِ حَاكِماً وَ بِمُحَمَّدٍ ص خَصِيماً وَ بِجَبْرَئِيلَ ظَهِيراً وَ سَيَعْلَمُ مَنْ سَوَّلَ لَكَ وَ مَكَّنَكَ مِنْ رِقَابِ الْمُسْلِمِينَ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا وَ أَيُّكُمْ شَرٌّ مَكاناً وَ أَضْعَفُ جُنْداً وَ لَئِنْ جَرَّتْ عَلَيَّ الدَّوَاهِي مُخَاطَبَتَكَ إِنِّي لَأَسْتَصْغِرُ قَدْرَكَ وَ أَسْتَعْظِمُ تَقْرِيعَكَ وَ أَسْتَكْثِرُ تَوْبِيخَكَ لَكِنَّ الْعُيُونَ عبْرَى وَ الصُّدُورَ حَرَّى أَلَا فَالْعَجَبُ كُلُّ الْعَجَبِ لِقَتْلِ حِزْبِ الله النُّجَبَاءِ بِحِزْبِ الشَّيْطَانِ الطُّلَقَاءِ فَهَذِهِ الْأَيْدِي تَنْطِفُ مِنْ دِمَائِنَا وَ الْأَفْوَاهُ تَتَحَلَّبُ مِنْ لُحُومِنَا وَ تِلْكَ الْجُثَثُ الطَّوَاهِرُ الزَّوَاكِي تَنْتَابُهَا الْعَوَاسِلُ وَ تُعَفِّرُهَا أُمَّهَاتُ الْفَرَاعِلِ وَ لَئِنِ اتَّخَذْتَنَا مَغْنَماً لَتَجِدَنَّا وَشِيكاً مَغْرَماً حِينَ لَا تَجِدُ إِلَّا مَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَ ما رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ فَإِلَى اللهِ الْمُشْتَكَى وَ عَلَيْهِ الْمُعَوَّلُ

فَكِدْ كَيْدَكَ وَ اسْعَ سَعْيَكَ وَ نَاصِبْ جُهْدَكَ فَوَ الله لَا تَمْحُو ذِكْرَنَا وَ لَا تُمِيتُ وَحْيَنَا وَ لَا تُدْرِكُ أَمَدَنَا وَ لَا تَرْحَضُ عَنْكَ عَارَهَا وَ هَلْ رَأْيُكَ إِلَّا فَنَدٌ وَ أَيَّامُكَ إِلَّا عَدَدٌ وَ جَمْعُكَ إِلَّا بَدَدٌ يَوْمَ يُنَادِي الْمُنَادِي أَلا لَعْنَةُ الله عَلَى الظَّالِمِينَ فَالْحَمْدُ لِله رَبِّ الْعالَمِينَ الَّذِي خَتَمَ لِأَوَّلِنَا بِالسَّعَادَةِ وَ الْمَغْفِرَةِ وَ لِآخِرِنَا بِالشَّهَادَةِ وَ الرَّحْمَةِ وَ نَسْأَلُ الله أَنْ يُكْمِلَ لَهُمُ الثَّوَابَ وَ يُوجِبَ لَهُمُ الْمَزِيدَ وَ يُحْسِنَ عَلَيْنَا الْخِلَافَةَ إِنَّهُ رَحِيمٌ وَدُودٌ وَ حَسْبُنَا الله وَ نِعْمَ الْوَكِيلُ.

د علی ابن ابی طالب لور زینب ودریده او ویې فرمایل: ستاینه هغه پروردګار لره ده چې د عالمینو پالونکی دی او درود او سلام وي په ګران پيغمبر(ص) او د هغۀ په آل(ع) خدای پاک ریښتیا ویلي دي: د هغه کسانو عاقبت چې بد کارونه یې کړي دي دا کیږي چې د خدای آیتونه دروغ وګڼي او دوي به تل ورپسې مسخره کوله.[سوره روم 10 آیت]

ای يزيده! له دې امله چې مونږ د سختۍ او مصيبت کښې واچولو، اسيران دې کړو او په ښار ښار دې وګرځولو ګمان دې وکړ چې دا ډول کارونه زمونږ د سپکاوي سبب او ستا د عزت او توانمنۍ سبب کیږي!! دا چې سپيګمۍ دې الوزي او په ډير غرور او تکبر سره اخوا ديخوا ګورې او دنيا تر خپل لاس لاندې وينې، آیا د خدای دا خبره دې هېره کړې ده چې فرمايي: «او هغه کسان چې کفر یې کړی دی هغوي دې دا ګمان نه کوي چې مونږ هغوي ته کوم مهلت ورکړی دی په دې کې د هغوي لپاره خېر دی بلکې مونږ هغوي ته یواځې د دې لپاره مهلت ورکړی دی چې ګناهونه یې زیات شي او د هغوي لپاره سپکوونکي عذاب دی». [آل عمران 178]

ای د ازاد شوي غلامانو زويه! آیا ستا دا کار انصاف دې چې خپلو ښځو او وينځو ته دې په احترام سره د پردو شاته ځاې ورکړی دی او مونږه دې چې د خداې د پاک رسول(ص) لوڼې يو د ګڼو خلقو تر مينځ د اسيرانو په شکل راوستو او د حرمت پرده دې ماته کړه، او څېرې دې ورله څرګندې کړې، هغوي دې د دښمنانو په څېر ښار په ښار وګرځول. چې د کوچيانو، ښاريزو، لريو، نزديو کمينه او شريف خلقو ټولې طبقې هغوي وويني او تماشه یې وکړي؟ په داسې حال کې چې د هغوي سړي له هغوي سره نه وو.د هغې ښځې له اولاده بې له دې څه تمه کیدی شي چې د پاکانو ځیګر یې په غاښونو کې ونیوه او د هغه کس غوښه د شیهدانو له وینې جوړه شوې ده؟ او هغه به زمونږ د اهلبیتو(ع) په دښمنۍ کې څه رنګ سستي وکړي چې مونږ ته یې نظر د دښمنۍ او کینې وي؟ بیا بې له کوم احساسه چې دومره لویه ګناه دې کړې پاڅې او وايې:

اې کاش چې پلار نيکونه دې راپاڅیدلې وې او خوشحالۍ یې کړې وې او تاته يې ویلې وې چې یزیده لاس دې مات مه شه. په داسې حال کښې چې په ډيرې بې شرمۍ سره په خپل بينت او لښتې سره د امام حسين(ع) مخکښیني غاښونه وهې ولې به داسې نه وایې په داسې حال کې چې زمونږ په زړونو دې زخمونه جوړ کړل او د حضرت محمد(ص) پاک نسل چې د ځمکې په وخت د عبدالمطلب له آله ستوري دي د هغه د کورنۍ وينې دې توي کړې او په خپل ګمان کې خپل پلار، نيکونه د خپلو خبرو مخاطب کوې، يوه ورځ به له هغوي سره يو ځاې شې او په هغه ورځ به دا ارمان کوې چې ای کاش چې شل وې او ګنګ وې خو چې داسې خبرې دې نه وې کړې کومې چې دې وکړې او داسې چارې دې نه وې کړې کومې چې دې وکړې. ای پروردګاره! ته په خپله زمونږ حق له ظالمو دښمنانو نه واخلې او له دغې ډلې نه چې په مونږ يې ظلم وکړ او زمونږ وينه يې په ناحقه تويه کړه زمونږ بدل واخلي او خپل غضب ورباندې نازل کړې.

ای يزيده! په دې خيانت سره چې د وکړ، ګويا خپله څرمن دې څيرې کړې وې او لاسو سره دې خپله غوښه پرې کړې وې .

ډير زر به د خداې له ګران پيغمبر(ص) سره ملاقات وکړې پداسې حال کښې چې د هغه د اولاد وينې تويولو درون پيټي به دې په غاړه وي او د هغه د ډيرو پاکو يادګارونو په بې احترامۍ او سپکاوي به ککړ وې. هغه ورځ ډير زر رارسيدونکې ده چې دا خواره واره به راغونډ شي او حق به د هغه حقدارانو ته ورسي. «په هيڅ وجه ګمان و نکړې چې هغه کسان چې د خداې په لاره کښې قتل شوي دي مړه دي بلکه هغوي په حقيقت کښې ژوندي دي او د خداې له خوا ورته روزي ورکول کیږي.

ای يزيده! ستا لپاره همدومره بس ده چې الله تعالی قاضي وي او محمد صلی الله علیه و آله ستا دښمن او د وینې پور غوښتونکی وي، او جبرائیل هم د پيغمبر ملاتړې وي، او ډېر زر به هغه کسان چې تا ته يې دهوکه درکړې ده او ته د مسلمانانو په چارو باندې مسلط کړې یې، څومره بد ځای ناستې یې ټاکلی دی، او کوم یو ډېر بد ځای او ډېر لږ توان لري. ای یزیده! که څه ستا له خوا مونږ ته ډېر مصیبتونه راورسیدل خو تل به ستا عزت کم ګڼل کیږي او ستا د ظلم داستان به لوی ګڼل کیږي او ستا غندنه به ډېره وي، څه وکړم چې سترکې مې له اوښکو ډکې او زړه مې سوزي. څومره د حیرانتیا خبره ده چې د الله ډله پاکان د شیطان د ډلې طُلقاء (د ازاد شویو غلامانو د زامنو) په لاس شهیدان شول. د هغوي له لاسونو زمونږ وینې څڅیږي، او د هغوي ناپاکې خولې زمونږ غوښې خوري، او هغه پاک بدنونه د لیوانې برید سره مخامخ دي، او آثار یې مردار خواره له منځه وړي او که مونږ دې په غنیمت کې نیولي یوو نو ډېر زر به پوه شې چې دا غنیمت نه دی بلکې تاوان دی، په هغه ورځ چې بې له خپل لاس لیږلي شوي بل څه ونه مومې، او ستا خدای په خپلو بندګانو باندې ظلم کوونکی نه دی او ټولې شکوې د خدای په لور ورګرځي.

نو خپل چلونه دې وکړه او خپل ټول کوششونه او هڅې دې وکړه، قسم په خدای چې هیڅکله زمونږ یاد او نامه له منځه نه شې وړلې او زمونږ وحي نه شې مړه کولې، او دا ننګ او عار به له تا نه پاکیږي. ایا بې له دې بله ده چې ستا رأی سسته او باطله ده او دنیا دې محدوده او کمه ده، او ستا ټولنه به خپره شي، هو، په هغه ورځ چې غږ به راشي چې «د خدای لعنت دې وي په ظالمانو باندې» نو ستاینه یوازې د خدای لپاره ده چې د عالمانو پروردګار دی چې زمونږ د اول لپاره رحمت او سعادت او زمونږ د اخر لپاره شهادت او رحمت ټاکلی دی. له خدایه غواړم چې د هغوي ثواب بشپړ کړي او د زیاتیدو اسباب دې ورته چمتو کړي، ځکه چې هغه رحیم او مهربان دی، خدای مالره کافي دی او بهترین وکیل دی.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. داوودی، و مهدی رستم‌نژاد، عاشورا، ریشه‌ها، انگیزه‌ها، رویدادها، پیامدها، ۱۳۸۶ش، ص۵۹۲.
  2. هاشمی‌نژاد، درسی که حسین به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۲۰-۲۲۱.
  3. روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)»، ص۱۳۴.
  4. فریشلر، امام حسین و ایران، ۱۳۶۶ش، ص۵۱۷.
  5. د مثال په توګه مقالې وګورئ: رنجبرحسینی، و مریم اسلامی‌پور، «تحلیل اقتباس‌های قرآنی خطبه حضرت زینب(س) در شام»؛ رضایی، و محدثه دلارام‌نژاد، «تحلیل فرانقش اندیشگانی خطبه حضرت زینب(س) بر اساس دستور نقش گرای هلیدی»؛ یاراحمدی، و زهرا خیراللهی، «معارف قرآنی در خطبه حضرت زینب(س)»؛ خرسندی، و دیگران، «تحلیل بلاغی خطبه حضرت زینب(س)»؛ نصراوی، «درآمدی بر گفتمان کاوی تاریخی، مطالعۀ موردی خطبه حضرت زینب(س) در شام»؛ روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)».
  6. روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)»، ص۱۳۴.
  7. سید ابن‌طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۸۴.
  8. فریشلر، امام حسین و ایران، ۱۳۶۶ش، ص۵۲۰.
  9. حسینی خامنه‌ای، ‌‌بیانات در دیدار جمعی از پیشکسوتان جهاد و شهادت و خاطره‌گویان دفتر ادبیات و هنر مقاومت‌.
  10. فریشلر، امام حسین و ایران، ۱۳۶۶ش، ص۵۲۰.
  11. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۴.
  12. ابن‌نما حلّی، مثیر الأحزان، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۰-۱۰۱.
  13. سید ابن‌طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۷۸.
  14. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۴.
  15. ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۶۹.
  16. فتّال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۱.
  17. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۴.
  18. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۴.
  19. فتّال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۱.
  20. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۸-۳۱۰.
  21. ابن‌نما حلّی، مثیر الأحزان، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۱-۱۰۲.
  22. سید ابن‌طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۸۱-۱۸۶.
  23. ابن‌طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۵-۳۶.
  24. روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)»، ص۱۳۴.
  25. داوودی، و مهدی رستم‌نژاد، عاشورا، ریشه‌ها، انگیزه‌ها، رویدادها، پیامدها، ۱۳۸۶ش، ص۵۹۲-۵۹۳.
  26. خانی‌مقدم، «چرایی تجلی قرآن در خطبه‌های حضرت زینب(س)، اهداف و نتایج»، ص۷۰-۷۲.
  27. روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)»، ص۱۴۲.
  28. روشنفکر، و دانش محمدی، «تحلیل گفتمان ادبی خطبه‌های حضرت زینب(س)»، ص۱۴۲.
  29. رنجبرحسینی، و مریم اسلامی‌پور، «تحلیل اقتباس‌های قرآنی خطبه حضرت زینب(س) در شام»، ص۲۴.
  30. وګورئ: سید ابن‌طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۸۲.
  31. صافی گلپایگانی، حسین(ع) شهید آگاه، ۱۳۶۶ش، ص۳۸۵-۳۸۶.
  32. فریشلر، امام حسین و ایران، ۱۳۶۶ش، ص۵۲۳-۵۲۴.
  33. صراوی، «درآمدی بر گفتمان کاوی تاریخی، مطالعۀ موردی خطبه حضرت زینب(س) در شام»، ص۸۷.
  34. صراوی، «درآمدی بر گفتمان کاوی تاریخی، مطالعۀ موردی خطبه حضرت زینب(س) در شام»، ص۸۸.
  35. هاشمی‌نژاد، درسی که حسین(ع) به انسانها آموخت، ۱۳۸۲ش، ص۲۲۱.
  36. خانی‌مقدم، «چرایی تجلی قرآن در خطبه‌های حضرت زینب(س)، اهداف و نتایج»، ص۸۲.
  37. حیدری، و دیگران، «بازخوانی جلوه‌های مقاومت در خطبه‌های حضرت زینب(س) و شعر عاشورایی»، ص۲۰.
  38. حیدری، و دیگران، «بازخوانی جلوه‌های مقاومت در خطبه‌های حضرت زینب(س) و شعر عاشورایی»، ص۲۰.
  39. امین، پرتویی از تاریخ تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۶.
  40. شهیدی، «اگر زینب نبود عظمت عاشورا جاودانه نمی‌شد»، ص۱۴.
  41. مجاهدی، کاروان شعر عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۶۲۳.
  42. رنجبرحسینی، و مریم اسلامی‌پور، «تحلیل اقتباس‌های قرآنی خطبه حضرت زینب(س) در شام»، ص۸.
  43. پاک‌نیا، نگاهی به خطبه‌های حضرت زینب(س)، ۱۳۸۹ش، صفحه فهرست کتاب.
  44. پاک‌نیا، نگاهی به خطبه‌های حضرت زینب(س)، ۱۳۸۹ش، صفحه شناسنامه کتاب.
  45. کریمی جهرمی، شرح خطبه حضرت زینب(س)، ۱۳۹۴ش، صفحه شناسنامه کتاب.
  46. بن‌حسن، شرح خطبة السیدة زینب(س)، ۱۴۰۰ش، صفحه شناسنامه کتاب.

سرچينې