ځان وژنه
ځانه وژنه یا انتحار په شعوري توګه خپل ژوند پای ته رسول دي. دا عمل په الهي ادیانو او زیاتره اخلاقي او حقوقي مکتبونو کې ناخوښ بلل شوی دی.
مسلمان فقها ځان وژنه یو کبیره ګناه او حرام بولي. که څه هم په ځینو فقهي سرچینو کې راغلي چې ځان وژنه د بیړنۍ یا د یو مهم مصلحت، لکه د مسلمانانو د ژوند ژغورلو په خاطر جایزه ده. همداراز د ځینو فقهاوو په فتوا، استشهادي عملیات د اسلام د دښمنانو د ځپلو یا د مسلمانانو د دفاع لپاره جایز دي.
په ځان وژنه کې د شرکت لپاره د سزا ټاکل او د منتحر (ځان وژونکي) وصیت نه منل د ځان وژنې ځینې احکام دي.
د ځان وژنې د مسئلې اهمیت
د ځان وژنې ښکارندې د ډېریو شریعتونو، الهي ادیانو او حقوقي مکتبونو پام ځانته اړولی او هڅه شوې چې ورسره مبارزه وشي.[۱] له بلې خوا، ځینو نظرخاوندانو د انسان د آزادۍ، ارادې او اختیار د حق په استناد د ځان وژنې حق په رسمیت پېژندلی؛ خو په ډېریو الهي ادیانو او اخلاقي او حقوقي مکتبونو کې دا کار ناخوښ بلل شوی او د ځان وژنې هڅه جرم او ګناه ګڼل شوې ده.[۲]
ځان وژنه له سپېرو ښکارندو او لویو ټولنیزو مصیبتونو څخه شمېرل شوې چې بېلابېلې بشري ټولنې یې ښکېلې کړې دي.[۳] د نړیوال روغتیایي سازمان د شمېرنو له مخې، ځان وژنه د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې د مړینې له لسو اصلي لاملونو څخه یو دی[۴] او د ځوانانو په منځ کې د مړینې درېیم لامل دی.[۵]
د ځان وژنې خپرېدل له یو شمېر عواملو سره تړاو لري لکه نفسیاتي او عاطفي ګډوډۍ،[۶] د عزت ساتنه او د ټولنیزو او مذهبي قوانینو او اصولو فشار،[۷] کورني عوامل لکه طلاق او د کورنۍ ورانېدل،[۸] ټولنیز زیانونه[۹] او د مذهبي عقایدو کمزورتیا او له معنویاتو څخه مخ اړول.[۱۰]
مفهوم پېژندنه
ځان وژنه (په عربي «انتحار» او په انګلیسي «suicide») په عرف کې په شعوري او اختیاري توګه د ژوند پای ته رسولو په معنا ده.[۱۱] د فقهي او حقوقي تعریفونو پر بنسټ، ځان وژنه یو اختیاري عمل بلل شوی چې عاقل کس یې د خپل ژوند د سلبولو لپاره ترسره کوي او په دې کې، د قتل برعکس، د جانی او مجنی علیه (د جنایت قرباني) عنوان په یوه کس کې راټولېږي.[۱۲]
ډولونه
ځان وژنه په دوه ډوله ترسره کېدای شي: ۱) ایجابي، لکه پر ځان د تورې، چاقو، وسلو یا زهر خوړلو سره برید؛ ۲) سلبي، لکه د خوړو او اوبو له خوړلو ډډه کول، او د درملنې او علاج پرېښودل.[۱۳] ځان وژنه همداراز د قتل په څېر د قصد له نظره په عمدي او غیرعمدي دوو ډولونو وېشل شوې؛ عمدي ځان وژنه چې په جدي قصد او ارادې سره ترسره کېږي او خطایي ځان وژنه چې کس په یوه کار کې پرته له جدي قصد څخه خپل ژوند ختموي.[۱۴]
په اسلام او نورو ادیانو کې د ځان وژنې حرمت
مسلمان عالمان ځان وژنه یوه کبیره ګناه بولي او ځان وژنه کوونکی فاسق ګڼي.[۱۵] شیعه فقیهان د دې د حرمت پر سر اجماع لري.[۱۶] همداراز د عقل او د عقلاوو سیرت پر بنسټ یې دا تقبیح کړې ده.[۱۷]
د ځینو مفسرانو د اخستون له مخې، په قرآن کې ځان وژنه منع شوې ده.[۱۸] له دې ایتونو څخه یو د نساء سورې ۲۹ ایت دی چې په یوه برخه کې یې راغلي: «وَ لَا تَقْتُلُواْ أَنفُسَکمْ؛ خپل ځانونه مه وژنئ.» محقق اردبیلي[۱۹] او مکارم شیرازي[۲۰] دا عبارت د ځان وژنې په توګه تفسیر کړی دی. همداراز د بقرې سورې د ۱۹۵ ایت دا برخه «وَ لَا تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلىَ التهَّْلُكَة؛ خپل ځانونه په خپلو لاسونو مه هلاکوئ» د ټولو هغو کړنو د منع کولو په معنا بلل شوې چې د انسان ژوند له خطر سره مخامخوي.[۲۱] د قرآن نور ایتونه لکه له بنياسرائیلو سره د خدای تړون چې خپلې وینې مه تویوئ چې د بقرې سورې په ۸۴ ایت او د مائدې سورې په۳۲ ایت کې د محترم نفس له وژلو منع د ځان وژنې د منعې نور قرآني دلایل ګڼل شوي دي.[۲۲]
په روایاتو کې هم د دې کار او د ځان وژنکي د عقوبت په اړه خبرې شوې دي. د یو روایت له مخې چې له رسول الله(ص) څخه نقل شوی، هغه څوک چې ځان ووژني، د قیامت په ورځ به په هغه وسیلې سره عذابېږي چې ځان یې ورسره وژلی او تل به په دوزخ کې اوسېږي.[۲۳] همداراز په یو حدیث کې له امام صادق(ع) نقل شوي چې عمدي ځان وژنه د دوزخ د اور لامل کېږي.[۲۴]
نور ادیان او مکتبونه
د علامه طباطبایي په وینا په تفسیر المیزان کې، د ټولو الهي ادیانو او شرایعو د تعلیماتو له مخې، ځان وژنه حرامه ده.[۲۵] په یهودي دین کې، دا کار ناوړه بلل شوی او د نورو یهودیانو تر څنګ د ځان وژنکي ښخول منع دی.[۲۶] د مسیحیانو په سپېڅلي کتاب کې هم ځان وژونکي تقبیح شوي دي.[۲۷] په مسیحیت کې، ځان وژنه د قتل په حکم کې راغلې او هغه څوک چې ځان وژنه کوي د رسمي مراسمو له مخې نه دفن کېږي.[۲۸] په لرغوني یونان کې هم ځان وژنه ناوړه کار بلل شوی و.[۲۹]
فقهي احکام
په ځان وژنې پورې اړوند احکام په فقهي سرچینو کې ډېری د عمدي قتل او وصیت په بابونو کې مطرح شوي دي.
په ځان وژنه کې ګډون کول
په ځان وژنې کې د مشارکت په اړه دوه نظرونه وړاندې شوي: ځینې فقها د مشارکت کوونکي لپاره د قصاص د ثابتېدو نظر لري، خو د مقتول د کورنۍ له خوا د نیمې دیې په ورکولو سره.[۳۰] ځینې نور وایي، له دې امله چې مقتول په خپل قتل کې مشارکت کړی، شریک یې نه قصاص کېږي او یوازې پر هغه دیه واجبېږي.[۳۱]
اُتانازي او ځان وژنه
د فقیهانو په فتوا، که ناروغ د خپل ژوند د پای ته رسولو لپاره درمل وخوري، دا کار ځان وژنه بلل کېږي او حرام دی.[۳۲] د اُتانازي یو ډول دا دی چې داسې درمل د ناروغ په لاس کې ورکړل شي چې هغه پخپله، د هغو په خوړلو سره، خپل ژوند پای ته ورسوي.[۳۳]
د ځان وژونکي د وصیت عملي کول واجب نه دي
د فقیهانو په فتوا، که یو کس د ځان وژنې له اقدامه مخکې وصیت وکړي، باید د هغه وصیت عملي شي؛ خو که له هغه زخم وروسته چې د مرګ لامل یې شي وصیت وکړي، د هغه عملي کول لازم نه دي.[۳۴]
د ځان وژنې د جایزوالي موارد
په ځینو فقهي سرچینو کې، ځان وژنه د بیړنۍ یا د یو مهم مصلحت، لکه د مسلمانانو د ژوند ژغورلو په خاطر جواز لري؛[۳۵] د بېلګې په توګه، ځینو فقیهانو لکه مکارم شیرازي او حسینعلي منتظري د هغه مسلمان ځان وژنه چې د دښمن په لاس کې اسیر وي او د شکنجې او د مسلمانانو د رازونو د ساتلو توان نه لري، مسلمانانو ته د سخت زیان د مخنیوي په موخه جایزه ګڼلې ده.[۳۶] همداراز ځینې فقهاء استشهادي عملیات، حتی که د ځان وژنې یو ډول وي، په هغه صورت کې چې د یوې مهمې فریضې لپاره لکه د اسلام د دښمنانو د ځپلو یا د مسلمانانو د دفاع لپاره وي، جایز ګڼي او هغه د دفاعي جهاد مصداق بولي.[۳۷]
فقهاوو په دې برخه کې په ځینو مسائلو لکه د اکراه په صورت کې د ځان وژنې د معذوریت په نشتوالی[۳۸] او د دیې د ساقطېدلو[۳۹] په اړه هم بحث کړی دی.
فوټ نوټ
- ↑ شهیدی، «انتحار» ص۳۳.
- ↑ دورکیم، خودکشی، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۹-۱۵۹؛ محسنی، جامعهشناسی انحرافات اجتماعی، ۱۳۸۶ش، ص۲۰۲-۲۰۹؛ گلاببخش و کاظمی، «خودکشی» ص۴۰۳.
- ↑ کینیا، مبانی جرمشناسی، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۲۹-۴۵۴.
- ↑ رضائیان، «پیشگیری از خودکشی در کشورهای در حال توسعه»، ص۴۴۱
- ↑ کرنلسون، درمان مسائل جوانان و نوجوانان، ۱۳۷۶ش، ص۲۴۶.
- ↑ شریعتی رودسری، «خودکشی و علل و ...(۲)»، ص۴۵؛ احمدزاده، «خودکشی و علل آن»، ص۴۳.
- ↑ احمدزاده، «خودکشی و علل آن»، ص۴۳.
- ↑ شریعتی رودسری، «خودکشی و علل و ...(۳)»، ص ۱۸-۱۹.
- ↑ شریعتی رودسری، «خودکشی (۱)»، ص۴۴.
- ↑ شریعتی رودسری، «خودکشی، علل و ... (۳)»، ص ۲۱-۲۲؛ رضائیان، اپیدمیولوٰژی خودکشی، ص۱۹۷۸.
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه؛ عمید، فرهنگ فارسی عمید، ذیل واژه.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۹۱؛ آقایی نیا، حقوق کیفری اختصاصی: جرایم علیه اشخاص، ۱۳۸۹ش، ص۲۶-۲۸؛ نوری، «خودکشی»، ص ۸۲-۸۳؛ گلاب بخش و کاظمی، «خودکشی»، ص۴۰۲-۴۰۳.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۹۱.
- ↑ محقق داماد، فقه پزشکی، ۱۳۹۱ش، ص۱۹۷-۱۹۸؛.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۹۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۶، ص۳۷۰؛ سبحانی، الرسائل الاربع، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۶۷.
- ↑ سبحانی، الرسائل الاربع، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۹۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۳۲۰؛ اردبیلی، زبدةالبیان، مکتبةالمرتضویه، ص۴۲۸.
- ↑ اردبیلی، زبدة البیان، مکتبة المرتضویه، ص۴۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۳۵۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۶۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۹۱؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۳۱۵؛ میرزاده، «خودکشی»، ص۳۱۴.
- ↑ ابن حنبل، مسند احمد، دار صادر، ج۲، ص۴۷۸؛ دارمی، سنن دارمی، نشر دار الإحیاء السنة النبوی، ص۱۹۲.
- ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۲.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۷، ص۳۷۲.
- ↑ گلاببخش و کاظمی، «خودکشی» ص۴۰۳.
- ↑ انجیل متی، باب ۲۷.
- ↑ محقق داماد، فقه پزشکی، ۱۳۸۹، ص۱۸۳؛ شهیدی، «انتحار»، ص۳۴.
- ↑ محقق داماد، فقه پزشکی، ۱۳۸۹، ص۱۸۳.
- ↑ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۴۳۷.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۲۲-۲۳.
- ↑ وګورئ: منتظری، احکام پزشکی، ص۱۲۳؛ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ج۳، ص۳۰۳.
- ↑ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۲۳.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۲۰۷؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۶، ص۱۴۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۸، ص۲۷۵؛ امام خمینی، نجاة العباد، ۱۴۰۹ق، ۳۱۱-۳۱۲.
- ↑ اسلامی تبار و الهی منش، مسائل اخلاقی در قتل ترحم آمیز، ص۲۰۷-۲۰۹.
- ↑ منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۸۳-۵۸۴؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۵۳۱-۵۳۲.
- ↑ منتظری، مجازاتهای اسلامی و حقوق بشر، ۱۴۲۹ق، ص۹۲؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۳۵۳؛ فیرحی، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، ص۱۱۳-۱۱۵؛ ۱۲۳-۱۲۴؛ ورعی، «مبانی فقهی عملیات شهادتطلبانه»، ص۳۱۹-۳۲۱؛ ۳۲۹-۳۳۲.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۴۳؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ۱۸۶؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۵، ص۸۹.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۷۸ق، ج۷، ص۱۷۸-۱۷۹ و ۱۹۵؛ ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۴۰۰؛ طبرسی، الموتلف، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۵۸.
سرچينې
- کتاب مقدس انجیل متی
- ابنادریس، محمد بن منصور، السرائر، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۰ق
- ابنحنبل، احمد، مسند احمد، بیروت، دارصادر، بیتا.
- ابنقدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، بیروت، چاپ افست، بیتا.
- احمدزاده، ولی و نوید، احد، «خودکشی و علل آن»، در مجله دانشگاه انقلاب، شماره ۵۱، ۱۳۶۶ش.
- اردبیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان، تهران، المکتبة المرتضویة، بیتا.
- اسلامیتبار، شهریار و الهیمنش، محمدرضا، «مسائل اخلاقی در قتل ترحم آمیز، تهران، نشر مجد، ۱۳۸۶ش.
- اسلامینسب، علی، بحران خودکشی (مبانی روانشناختی رفتار خود-تخریبی و تهاجمی)، تهران، نشر فردوس، ۱۳۷۱ش.
- آقایینیا، حسین، حقوق کیفری اختصاصی: جرایم علیه اشخاص (جنایات)، تهران، انتشارات میزان، ۱۳۸۹ش.
- امام خمینی، سید روحالله، نجاة العباد، تهران، موسسه نشر آثار امام خمینی، ۱۴۰۹ق.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، نشر سخن، ۱۳۸۱ش.
- پاد، ابراهیم، حقوق کیفری اختصاصی: جرائم بر ضد اشخاص (صدمات بدنی و صدمات معنوی)، تهران، نشر رهام، ۱۳۸۱ش.
- جعفری لنگروی، محمدجعفر، مبسوط در ترمینولوژی حقوق، تهران، گنج دانش، ۱۳۷۸ش.
- حسینی تهرانی، سید محمدحسین، نور ملکوت قرآن، ج۱، قم، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۳۷۹ش.
- دارمی، عبدالله بن عبدالرحمن، سنن دارمی، بیروت، دار احیا السنة النبویه، بیتا.
- دورکیم، امیل، خودکشی، ترجمه نادر سالارزاده، تهران، دانشگاه علامه طباطبایی، ۱۳۷۸ش.
- ربیعی، ناصر، «خودکشی»، در مجله اصلاح و تربیت، شماره ۱۵، ۱۳۷۵ش.
- رضائیان، محسن، «پیشگیری از خودکشی در کشورهای در حال توسعه: موضوعی در اولویت»، در مجله تحقیقات نظام سلامت، سال نهم، شماره ۵، ۱۳۹۲ش.
- رضائیان، محسن، اپیدمیولوژی خودکشی، (در کتاب جامع بهداشت عمومی)، تهران، انتشارات ارجمند، ۱۳۸۵ش.
- سبحانی، جعفر، الرسائل الاربع، قم، موسسه امام صادق علیهالسلام، ۱۴۱۵ق.
- ستوده، هدایتالله، آسیب شناسی اجتماعی (جامعه شناسی انحرافات)، تهران، آوای نور، ۱۳۷۸ش.
- شریعتی رودسری، مصطفی، خودکشی (۱)، در مجله تربیت، شماره ۹۱، ۱۳۷۳ش.
- شریعتی رودسری، مصطفی، خودکشی، علل و... (۲)، در مجله تربیت، شماره ۹۲، ۱۳۷۳ش.
- شریعتی رودسری، مصطفی، خودکشی، علل و... (۳)، در مجله تربیت، شماره ۹۳، ۱۳۷۳ش.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام، قم، موسسه المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۳ق.
- شهیدی، جواد، «انتحار»، در نشریه کانون وکلا، شماره ۴۰، ۱۳۳۳ش.
- صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۳ق.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی، ۱۴۰۹ق.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، الموتلف، مشهد، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۴۱۰ق،
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی الفقه الامامیه، تهران، المکتبة المرتضویه، ۱۳۸۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیة علی المذهب الامامیه، قم، موسسه امام صادق، ۱۴۲۰ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
- عمید، حسن، فرهنگ فارسی عمید، تهران، انتشارات آگاه، ۱۳۹۰ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیرحی، داوود، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، در فصلنامه تخصصی شیعهشناسی، سال دوم، شماره ۶، ۱۳۸۳ش.
- کرنلسون، لامبرت، درمان مسائل جوانان و نوجوانان، مترجم مجتبی جوادیان، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۶ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- کینیا، مهدی، مبانی جرم شناسی، تهران، نشر دانشگاه تهران، ۱۳۷۶ش.
- گلاب بخش، مریم و کاظمی افشار، هاجر، «انتحار» در دانشنامه جهان اسلام، ۱۳۹۰ش.
- محسنی، منوچهر، جامعه شناسی انحرافات اجتماعی، تهران، انتشارات طهوری، ۱۳۸۶ش.
- محقق حلی، نجم الدین جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، موسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- محقق داماد، مصطفی، فقه پزشکی، تهران، نشر حقوقی، ۱۳۹۱ش.
- مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۹ق.
- مطیعی، محمدنجیب، التکمله الثانیه، بیروت، دارالفکر، بیتا.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی طالب، ۱۴۲۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
- منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیه، قم، نشر تفکر، ۱۴۰۹ق.
- منتظری، حسینعلی، مجازاتهای اسلامی و حقوق بشر، قم، ارغوان دانش، ۱۴۲۹ق.
- میرزاده، عطاءالله، «خودکشی»، در دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۹۳ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- نوری، رضا، «خودکشی»، در نشریه مهنامه قضایی، شماره ۱۴۸، ۱۳۵۷ش.
- ورعی، جواد، «مبانی فقهی عملیات شهادتطلبانه»، در مجله حکومت اسلامی، سال هشتم، شماره ۱، ۱۳۸۲ش.
بهرنۍ لینکونه
- (په قرآن او سنت کې د ځان وژنې حرمت او د هغې د مخنیوي لپاره قرآني تګلارې)حرمت خودکشی در قرآن و سنت و راهکارهای قرآنی برای پیشگیری از آن
- (د اسلامي فقهې له نظره د ځان وژنې حراموالی)ممنوعیت خودکشی از دیدگاه فقه اسلامی
- (د بیړنۍ حالت د اغیز څیړنه په ځان وژنې د مشروعیت او نا مشروعیت)بررسی بیړنۍ در مشروعیت و عدم مشروعیت خودکشی