اتانازي
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
اُتانازي د رحم او دلسوزۍ له امله د يو کس وژلو ته ویل کیږي، له دې امله چې هغه په لاعلاجه او کړوونکې ناروغۍ اخته وي. اُتانازي معمولاً د يوه وژونکي او بې درده مادې په کارولو يا د اړينو او ضروري پاملرنو په پرېښودلو سره ترسره کيږي.
لومړۍ طريقې ته فعاله اُتانازي او دويمې ته منفعله اُتانازي ویل کيږي؛ خو ځينې وخت ناروغ ته داسې درمل ورکول کيږي چې هغه پخپله د هغو په استعمال سره خپل ژوند پای ته ورسوي. دې کار ته غيرمستقيمه اُتانازي ويل کيږي. اُتانازي د فقهې له مستحدثه مسائلو څخه شمېرل کيږي.
فقيهان فعاله اُتانازي حرامه بولي او وايي که دا کار د ناروغ له اجازې پرته ترسره شوی وي، د ناروغ ولي د قصاص يا ديت حق لري؛ خو په دې مساله کې چې ناروغ د دې کار اجازه ورکړې وي، د فقهاوو ترمنځ په فتوا کې اختلاف دی: ځينې وايي د ناروغ ولي د قصاص يا ديت حق لري او ځينې وايي نه یې لري. د منفعلې اُتانازي په اړه هم د فتوا اختلاف شته: ځينې يې حرامه بولي او ځينې وايي که فرد لاعلاجه ناروغي ولري او د ناروغۍ د دوام له امله رنځيږي، د هغه درملنه واجب نه ده.
فقيهان، غيرمستقيمه اُتانازي، يعنې د ناروغ پخپله د وژونکي درملو استعمال، خودکشي بولي او د هغې پر حرمت یې فتوا ورکوي.
مفهوم پېژندنه او مقام
«اُتانازي» د هغه فرد د وژلو په معنا ده چې په نه علاج وړ او کړوونکې ناروغۍ اخته وي.[۱] دا کار د ترحم له امله او په بې درده طريقه ترسره کيږي،[۲] او د وژونکي مادې په کارولو يا د اړينو او ضروري پاملرنو په پرېښودلو سره بڼه نيسي.[۳] اُتانازي په درې ډوله فعاله، منفعله او غيرمستقيمه ترسره کيږي: که د درملو په وسيله د ناروغ مرګ رامنځته شي، دا فعاله اُتانازي بلل کيږي.[۴] که يوازې له درملنې او معالجې لاس واخيستل شي ترڅو ناروغ مړ شي، دا منفعله اُتانازي بلل کيږي.[۵] په غيرمستقيمې اُتانازي کې داسې درمل ناروغ ته ورکول کيږي چې هغه پخپله د هغو په استعمال سره خپل ژوند پای ته ورسوي.[۶]
په پخوانيو شيعه فقهي اثارو (د شيخ طوسي د ژوند په دوره او له هغې مخکې) کې د هغه چا د وژلو د حرمت په اړه بحث شوی چې د خپلې مړينې رضايت يې ورکړی وي؛ خو د اُتانازي د احکامو په اړه بحث نه دی شوی.[۷] پر دې بنسټ، دا مسئله له مستحدثه فقهي مسائلو څخه شمېرل کيږي.[۸] د اُتانازي په اړه فقهي بحث د مغزي مړينې (برین اټیک) له موضوع څخه جلا دی؛ په دې توګه ممکن يو فقيه د مغزي مړينې يا کوما ته تللي ناروغ، چې د علاج هيله يې نه وي، د وسايلو جلا کول جايز وګڼي؛ خو همدا فقيه منفعله اُتانازي، يعنې د ترحم له امله د درملنې پرېښودل حرام وګڼي.[۹]
د اُتانازي تکليفي حکم
د شيعه فقهاوو نظرونه د اُتانازي د تکليفي حکم، يعنې د هغې د حرام يا حلال والي حکم په لاندې ډول دي:
- فعاله اُتانازي: د معاصرو شيعه فقهاوو له استفتاءاتو سره سم، فعاله اُتانازي قتل شمېرل کيږي او حرامه ده.[۱۰] د فقهاوو په نظر، د ناروغ اجازت او رضايت د اُتانازي د ترسره کولو په تکليفي حکم، يعنې د حرمت په حکم باندې اغېز نه لري.[۱۱]
- منفعله اُتانازي: ځينې فقيهان لکه لطفالله صافي ګلپايګاني او حسينعلي منتظري، د نه علاج وړ ناروغ له درملنې څخه ډډه کول چې د خپلې ناروغۍ له امله کړیږي، حرام بولي.[۱۲] د دې نظر په مقابل کې، د فقهاوو لکه ميرزاجواد تبريزي، سيد ابوالقاسم خويي او سيد علي خامنهاي فتوا دا ده چې په داسې شرايطو کې د درملنې دوام واجب نه دی.[۱۳]
- غيرمستقيمه اُتانازي: د شيعه فقهاوو په فتوا، غيرمستقيمه اُتانازي يا د ژوند پای ته رسولو لپاره، د ناروغ پخپله د درملو استعمال خودکشي شمېرل کيږي او حرامه ده.[۱۴]
د اُتانازي وضعي حکم
د اُتانازي په وضعي حکم کې، د قصاص يا ديت د ضامن والي يا نه والي په اړه بحث کيږي چې ممکن د ترسره کوونکي پر غاړه وي. په دې اړه د فقهاوو فتواوې په لاندې ډول دي:
فعاله اتانازي
که ډاکټر يا بل کس يو لا علاجه ناروغ، چې د خپلې ناروغۍ له امله رنځيږي، د هغه له اجازې پرته او په عمدي توګه ووژني، د عمدي قتل مرتکب شمېرل کيږي؛ حتی که دا کار د شفقت او ترحم په نيت وکړي. دا کار د مقتول د ولي لپاره د قصاص يا ديت د حق د ثابتيدو لامل کيږي؛[۱۵] خو که فرضاً ناروغ د خپلې مړينې رضايت ورکړی وي او د دې کار اجازه یې ورکړې وي، د فقهاوو ترمنځ د نظر اختلاف دی:
- د قصاص او ديت حق نشته: د ځینو فقهاوو لکه سيد عبدالاعلي سبزواري، امام خميني او سيد محمد صادق روحاني په نظر، ځکه چې مقتول د خپل قتل اجازه ورکړې، د قصاص او ديت حق يې له منځه وړی دی.[۱۶]
- د قصاص او ديت حق شته: ځینې فقيهان لکه سيد ابوالقاسم خويي، ميرزا جواد تبريزي او جعفر سبحاني په دې باور دي چې حتی د مقتول له رضايت او اجازې سره سره، د قصاص او ديت حق نه ساقطيږي؛[۱۷] ځکه چې انسان د خپل ځان د ختمولو اجازه نه لري.[۱۸]
منفعله اُتانازي
د فقهاوو په فتوا، هر څوک چې يو انسان په هلاکت کې وويني او د نجات ورکولو له قدرت سره سره يې ونه ژغوري، که څه هم ګناه يې کړې، خو ديت يا قصاص پرې نه راځي.[۱۹] پر دې بنسټ، که يو ډاکټر يو ناروغ درملنه نه کړي او هغه د درملنې د پرېښودلو په وجه مړ شي، ډاکټر ګناه کړې ده؛ خو ضامن نه دی او د مړي وارث د قصاص يا ديت حق نه لري.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ انوری، فرهنگ روز سخن، ۱۳۸۳، ص۳۸.
- ↑ انوری، فرهنگ روز سخن، ۱۳۸۳، ص۳۸-۳۹.
- ↑ یزدانیفر، اتانازی از منظر فقه و حقوق، ۱۳۹۳ش، ص۲۸.
- ↑ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۲۳.
- ↑ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۲۳.
- ↑ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۲۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۸۰.
- ↑ خدایار، سعدی، «استناد به قاعده اذن برای مشروعیت اتانازی داوطلبانه فعال»، ص۳۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۷۹-۴۸۰؛ خویی تبریزی، احکام جامع مسائل پزشکی، ۱۴۳۲ق، ص۲۸۰؛ خویی، فقه الاعذار الشرعیة و المسائل الطبیة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۸.
- ↑ منتظری، احکام پزشکی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲؛ فاضل لنکرانی، احکام ببیماران و پزشکان، ۱۴۲۷ق، ص۱۵۲؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۷۹؛ مکارم شیرازی، احکام پزشکی، ۱۴۲۹ق، ص۱۱۶؛ خویی و تبریزی، احکام جامع مسایل پزشکی، ۱۴۳۲ق، ص۲۸۰-۲۸۱، صافی گلپایگانی، استفتائات پزشکی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۰؛ علوی گرگانی، استفتائات پزشکی، ۱۳۹۶ش، ص۴۰؛ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۰۵.
- ↑ فاضل لنکرانی، احکام بیماران و پزشکان، ۱۴۲۷ق، ص۱۵۲؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۷۹.
- ↑ صافی گلپایگانی، استفتائات پزشکی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۰؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۷۹؛ منتظری، احکام پزشکی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
- ↑ وګورئ: خویی، فقه الاعذار الشرعیة و المسائل الطبیة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۸؛ «احکام اتانازی (قتل از روی ترحم)»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری؛ خویی و تبریزی، احکام جامع مسایل پزشکی، ۱۴۳۲ق، ص۲۸۱.
- ↑ وګورئ: منتظری، احکام پزشکی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۳؛ قاسمی، دانشنامه فقه پزشکی، ۱۳۹۵ش، ج۳، ص۳۰۳.
- ↑ صافی گلپایگانی، استفتائات پزشکی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۰؛ انصاری قمی، «قتل از روی ترحم»، ص۱۳۸.
- ↑ سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر،، ج۲۸، ص۱۹۹؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۴۸۹؛ روحانی، فقه الصادق، ج۲۶، ص۳۴.
- ↑ خویی، مبانی تکملة المنهاج، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، ج۴۲، ص۱۸؛ تبریزی، تنقیح مبانی الاحکام، ۱۴۲۹ق، ص۴۷-۴۸؛ سبحانی، احكام القصاص في الشريعة الاسلامية الغرّاء، ص۹۳.
- ↑ خویی، مبانی تکملة المنهاج، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، ج۴۲، ص۱۸؛ تبریزی، تنقیح مبانی الاحکام، ۱۴۲۹ق، ص۴۷-۴۸؛ سبحانی، احكام القصاص في الشريعة الاسلامية الغراء، ص۹۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تحریر الاحکام، ج۵، ص۵۵۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ج۴۳، ص۱۵۳.
- ↑ انصاری قمی، «قتل از روی ترحم»، ص۱۴۱.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیله، تهران، مرکز تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۳۴ق.
- انصاری، محمدرضا، «قتل از روی ترحم»، در مجله فقه اهلبیت(ع)، ش۴۳، پاییز ۱۳۸۴ش.
- «احکام اتانازی (قتل از روی ترحم)»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری، تاریخ بازدید: ۳۰ مهر ۱۴۰۱ش.
- انوری، حسن، فرهنگ روز سخن، تهران، سخن، چاپ بیست و چهارم، ۱۳۸۳ش.
- تبریزی، میرزاجواد، تنقیح مبانی الاحکام (قصاص شرایع الاسلام)، قم، دار الصدیقة الشهیدة، چاپ سوم، ۱۴۲۹ق.
- خدایار، حسین و حسینعلی سعدی، «استناد به قاعده اذن برای مشروعیت اتانازی داوطلبانه فعال»، فقه پزشکی، شماره ۵-۶، ۱۳۹۰ش.
- خویی، سید ابوالقاسم؛ تبریزی، میرزاجواد، احکام جامع مسایل پزشکی، قم، دار الصدیقة الشهیدة، چاپ اول، ۱۴۳۲ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، فقه الاعذار الشرعیة و المسائل الطبیة، قم، دار الصدیقة الشهیدة، ۱۴۲۲ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، مبانی تکملة المنهاج، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، بیتا.
- روحانی، سید محمدصادق، فقه الصادق، قم، انتشارات الاجتهاد، بیتا.
- سبحانی، جعفر، احكام القصاص في الشريعة الاسلامية الغراء، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، بیتا.
- سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بیتا.
- صادقی، محمدهادی، «بررسی فقهی و حقوقی اتانازی»، مطالعات حقوقی»، شماره ۲، شهریور ۱۳۹۴ش.
- صافی گلپایگانی، لطفالله، استفتائات پزشکی، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیتالله صافی گلپایگانی، ۱۳۹۵ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲ق.
- علوی گرگانی، سید محمدعلی، استفتائات پزشکی، قم، فقیه اهلبیت(ع)، ۱۳۹۶ش.
- فاضل لنکرانی، محمد، احکام بیماران و پزشکان، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
- قاسمی، محمدعلی، دانشنامه فقه پزشکی، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۵ش.
- مرتضوی، سید محسن، قتل از روی ترحم (اتانازی) در آینه فقه، قم، مؤسسه امام خمینی، ۱۳۹۵ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، احکام پزشکی، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب(ع)، ۱۴۲۹ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب(ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- منتظری، حسینعلی، احکام پزشکی، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۱ش.
- یزدانیفر، صالحه، اتانازی از منظر فقه و حقوق، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۹۳ش.