د تیمم آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د تیمم د آیت په اړه ده. د تیمم د فقهې د زده کړې لپاره د تیمم مدخل وګورئ.

د تيمم آيت د مائده سوره د ٦ او د نساء سوره د ٤٣ آيت وروستۍ برخه ده او د قرآن له هغه آیات الاحکام څخه دی چې مسلمان فقهاوو د دې په دلیل سره د اودس او غسل پر ځای د تيمم کولو اجازت او څرنګه يې کولو په څېر احکام راوباسلي دي. د دې آيت له مخې مسلمانو فقهاوو دا هم ويلي دي چې په کومو حالاتو کې چې اوبو ته لاس رسی نه وي او يا د ناروغۍ له امله اوبه ونه کارولی شي نو د اودس او غسل پر ځای تيمم کولای شي.

د آيت د ځينو کلمو په معنى کې اختلاف د تيمم د څرنګوالى او حدونو په فتوا کې د اختلاف سبب شوى دى. د بېلګې په توګه اکثر امامي فقهاء د دې آيت په حواله وايي چې په تيمم کې يوازې د مخ (تندي) د يوې برخې مسح کول کافي دي. په داسې حال کې چې اهل سنت فقهاء د ټول مخ مسح کول واجب ګڼي.

همدارنګه اماميه په دې اند دي چې په دې آيت كې د لاس د مسح كولو معنا دا ده چې د یو لاس تلی د بل لاس په شا راکښل د لیچې له ځایه د ګوتو تر سرونو پورې دې ته مسح وايي. خو د ځینو اهل سنتو فقهاوو فتوا دا ده چې د ګوتو له سرونو تر څنګلو پورې باید مسح وشي.

د آیت متن

د تیمم آیت د قرآن په دوه ځایه کې راغلی دی: اول د مائدې سوره په 6 آیت کې او دویم د نساء سوره د 43 آیت په اخر کې.

وَإِن کنتُم مَّرْضَیٰ أَوْ عَلَیٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنکم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَیمَّمُوا صَعِیدًا طَیبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِکمْ وَأَیدِیکم.


او که ناروغه يا په سفر کښې وئ يا په تاسو کښې يو کس له اودس ماتي راشي يا له ښځو سره ملاستے وکړئ او اوبه مو ونه موندې نو په پاکه ځمکه تيمم وکړئ نو له هغې خاورې په خپلو مخونو او خپلو لاسونو مسح وکړئ (ومښئ).[۱]



موقعیت

د تيمم آيت د قرآن له آیات الاحکام هغه اياتونو څخه دى چې مسلمان فقهاء د دې په دلیل سره، د اودس او غسل پر ځاى د تيمم جواز او په هغه ځايونو كې چې اودس او غسل ناشونى وي د لمانځه لپاره یې د تیمم شرط له دې آيت راوباسلی دی.[۲] فقهاوو هم دغه آيت ته په اشارې سره د تیمم د ترسره کولو څرنګوالی بيان کړی دی.[۳] له دې سببه چې په دې آيت كې د اودس او غسل پر ځاى د تيمم د اجازې حكم تشریع شوی دی، دې ته د اجازې(رخصت) آيت هم ويل كېږي.[۴]

د تیمم د جایزوالي ځایونه

مسلمانانو فقیهانو دې آیت ته پام، ځنې هغه ځایونه چې د وضو او غسل په ځای تیمم کولی شي بیان کړي دي:

  • ناروغي: د دې جملې له مخې «وَإِن کنتُم مَّرْضَیٰ؛ او که تاسو ناروغ وئ»، ويل شوي دي چې که یو کس ناروغ وي او د اوبو استعمال ورته ضرر لري، د اودس او غسل پر ځای دې تيمم وکړي.[۵]
  • د اوبو نه موندل: په «فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً؛ که اوبه ونه مومئ» جمله کې راغلي دي چې که یو کس د حدث اصغر او حدث اکبر (هغه څیزونه چې وضو باطلوي) سره مخ شي او د اودس او غسل لپاره کافي اوبه ونه مومي او یا ورته لاس رسی ونه لري، نو په دې صورت کې د اودس او غسل پر ځای تیمم کولای شي.[۶]

سفر

فقهاء او مفسرینو په بیله توګه د «أَوْ عَلَیٰ سَفَرٍ؛ او که په سفر کې وئ» جملې په هکله ويلي دي چي سفر له هغو امورو څخه نه دی چي اودس يا غسل د هغې په سبب واجبیږي او د دې آيت په پيل کي يې يادونه له دې سببه شوې ده چي کله کله داسي هم کيږي چي يو کس په سفر کې دی نو اوبو ته لاس رسي نه لري او يا چې کومې اوبه ورسره دي نو په دې ويریږي چې که يې د اودس او غسل لپاره استعمال کړي، تږی به پاتی شي او ژوند به يې په خطر کې شي، په دې صورت کې د اودس او غسل پر ځای تيمم کولی شي.[۷]

د ټکو په معنې کې اختلاف

د آیت د ځینې مفرداتو په هکله اختلاف دی چې له سببه یې فقي نظرات هم مختلف شوي دي:

«لامَسْتُم»

د «لامستم» کلمه چې د «لَمس» له مادې وتلې ده، د امامیه فقهاوو او مفسرینو په وینا یوازې د ښځو د لمس(ټچ) کولو په معنی نه ده. بلکې له دوي سره د کورولي کولو په معنا ده چې د جنابت غسل ورسره واجبیږي.[۸] ځینې کسانو لکه فاضل مقداد په کنزل العرفان او رشید رضا په تفسیر المنار کې، یې شافعي ته نسبت ورکړی دی چې هغه یواځې د نامحرم سړي ښځې پسې لګیدل د اودس د باطلیدو سبب ګڼه.[۹] د مالک بن انس چې د اهل سنتو د څلورو مذاهبو له مخکښانو څخه دی فتوا دا ده چې که د نامحرم سړي او ښځې سره لګیدل د شهوت سره وي نو اودس يې فاسديږي.[۱۰]

«صعید»

د فقهاو د فتواګانو د اختلاف سبب همدا صعید ټکی دی چې تیمم په کوم څیز صحیح دی، ځکه چې د «صعید» بیلا بیلې معنې دي[۱۱] شیعه فقیهان په دې باور دي چې «صعید» هر هغه څیز ته وايي چې ځمکه ورته وویل شي، لکه ګاڼی، لوټه، شګې.[۱۲] خو ځینو کسانو لکه جوهري چې یو لغت پوه دی هغه دا ټکی یواځې د خاورې په معنا اخستی دی.[۱۳]

د «صعیداً طیباً» په جمله کې د "طیب" د کلمې د تشریح په اړه، طباطبایي په المیزان کې ویلي چې د دې معنا دا ده چې ځمکه که خاوره وي یا ډبره، چې له خپل طبيعي حالته نه وي وتلی او د پلستر، چونې او داسې نورو په څېر نه وي، چې پخېږي او تودېږي، خپل اصلي او طبيعي حالت يې له لاسه ورکړى دى.[۱۴] ځينې نورو د «طيب» کلمه د "پاک" په معنا ګڼلی او په دې باور دي چې په هغه ځمکه چې تيمم ورباندې کیږي نباید نجسه وي.[۱۵]

د تیمم معنا

اصلي مقاله: تیمم

ځينو په آيت کې د تيمم کلمه د «نيت» په معنا چې لغوي معنا یې ده، ګڼلی دی،[۱۶] ځنې نور بيا په دې نظر دي چې دا کلمه د هغې په شرعي معنې دلالت کوي.[۱۷] او هغه دا ده: په خاورو باندې لاسونه وهل او هغې سره مخ او د لاسونو شا مسح کول. په هماغه لاسونو سره چې په خاورو یې ککړ کړي دي.[۱۸]

د تیمم څرنګوالی

اصلي مقاله: تیمم

د مسلمانو فقهاوو په اند دې آیت کې «فَامْسَحُوا بِوُجُوهِکمْ وَأَیدِیکم؛  خپل مخ او لاسونه (خاورو سره) مسح کړئ». د تيمم کولو څرنګوالی او د مسح کولو اندازه يې بیان کړې ده.[۱۹] د اکثره امامیه فقهاو له نظره د «با» ټکی په «بِوُجُوهِکمْ»  کې د «ځینې» په معنا دی او تیمم کې د مخ ځینې برخه وینځل کافي دي.[۲۰] هغوي همداشان د رسول الله (ص) او معصوم امامانو(ع) سنتو ته په پام سره په دې اند دي چې د مخ دغه برخه تندی دی چې په دواړو لاسونو یې له پورته څخه تر وروځو او د پوزې تر پاسنۍ برخې پورې مسحه شي.[۲۱] همدارنګه د اماميه په اند د تندي له مسح کولو وروسته د لاسونو شاته برخه په بل لاس مسح کول واجب دي. له لیچې څخه د ګوتو تر سرونو پورې.[۲۲]

د محمد جواد مغنیه په وینا د اهل سنتو د څلورو مذهبونو او له امامیه څخه شیخ صدوق په دې باور دي چې په آیت کې د مخ معنا ټول مخ ته شاملیږي نه د هغې یوې برخې ته او له همدې امله په تیمم کې د ټول مخ مسح کول واجب دي حتی ږیره[۲۳] شافعيان او حنفیان په دې اند دي چې په آیت کې د «لاس» معنا د ګوتو له سرونو څخه تر څنګلو پورې ټول لاس دی. يعنې په هماغه اندازه چې په اودس کې واجب دي چې بايد ومينځل شي په تيمم کې هم په همدې اندازه مسح کول واجب دي.[۲۴] مالکيه او حنابله په دې عقيده ده چې د ګوتو له سرونو څخه د لاسونو تر لیچو پورې د لاس مسح کول واجب دي او تر څنګلو پورې مستحب دي.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. سوره مائده، آیه ۶؛ سوره نساء، آیه ۴۳.
  2. فاضل مقداد، کنز العرفان فی فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۷؛ ایروانی، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۷۶.
  3. فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۶۶-۶۷؛ بحرانی، حدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ج۴، ص۲۴۳-۲۴۴.
  4. سیوطی، الدر المنثور، دار الفکر، ج۳، ص۲۶.
  5. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۹؛ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۶۳.
  6. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۶.
  7. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۱۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲۶.
  8. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۵؛ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۶۳.
  9. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۵؛ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۵، ص۹۷.
  10. آلوسی، تفسیر روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۴۱؛ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۵.
  11. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۱۲۰.
  12. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۱۱۸؛ سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ج۴، ص۳۷۷.
  13. جوهری، صحاح اللغة، ۱۴۰۷ق، ذیل واژه «صعید».
  14. طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۲۲۹.
  15. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۹؛ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۶۶.
  16. بېلګي په توګه وګورئ: محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۹؛ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۵، ص۱۰۰.
  17. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۹۱؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۴، ص۲۴۴.
  18. عاملی، مدارک الاحکام، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۷۵.
  19. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۱۳.
  20. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۷؛ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۶۶.
  21. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۷.
  22. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۲۷؛ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۷۱.
  23. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۷۰.
  24. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۷۰.
  25. جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۴۸؛ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۷۰.

سرچينې

  • آلوسی، محمود بن عبدالله، تفسیر روح المعانی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ایروانی، محمدباقر، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، قم، دار الفقه للطباعة و النشر، چاپ سوم، ۱۴۲۸ق.
  • بحرانی، یوسف، حدائق الناضرة، قم، مؤسسة الفکر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • جوهری، ابونصر اسماعیل بن حماد، الصحاح تاج اللغة و صحاح العربیة، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • رشید رضا، محمد، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • سیوطی، جلال الدین، الدر المنثور، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی التفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • فاضل جواد، جواد بن سعید، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۷۳ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان فی احکام القرآن، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.
  • مغنیة، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیروت، دار التیار الجدید، ۱۴۲۱ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی ۱۳۶۲ش.