د وضو آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د وضو آیت په اړه ده. د اودس د فقهي احکامو د زده کولو لپاره د اودس مدخل وګورئ.

د وضو آیت د مائده د سورت شپږم آیت دی او د قرآن کریم له آیات الاحکام څخه دی چې مسلمان فقهاء دې آیت سره د اودس کولو څه رنګوالی او د لمانځه لپاره د وضو د فرضیت حکم ثابتوي. په دې آيت کې مسلمانانو ته حکم شوی چې هرکله چې وغواړي لمونځ وکړي لومړی دې خپل مخ ومينځي بيا دې لاسونه تر څنګلو پورې ومينځي او له دې وروسته دې د سر او بيا د پښو مسح وکړي.

د وضو کولو د څرنګوالي په اړه د شيعه او سني فقهاوو تر منځ اختلاف موجود دی، چې يو څه اختلاف د دې آيت د بېلا بېلو تفسيرونو له امله او تر يوه حده د هغو روايتونو له امله دی چې دواړه ډلې ورسره دلیل راوړي.

د بېلګې په توګه، شيعه فقهاء دې آیت ته او د رسول الله(ص) او د معصومو امامانو سنتو ته په پام سره په دې نظر دي، چې په وضو کې د لاسونو مينځل بايد له څنګلو له خوا د ګوتو تر سرونو پورې وي. خو اکثره سني فقهاء د پیغمبر(ص) او صحابه سنتو ته په اشارې سره وايي چې د لاسونو مینځل باید د ګوتو له سرونو تر څنګلو پورې وي.

همدارنګه اماميه وايي چې د دې آيت له مخې په پښو باندې مسحه واجب ده او د مسحې کولو پر ځاى يې مينځل وضو باطلوي؛ په داسې حال کې چې اهل سنت د پښو مينځل واجب ګڼي.

د آیت متن او ترجمه

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ.[۱]


اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے کله چې لمانځه ته پاڅيږئ نو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ اوپه خپلو سرونو او پښو، په پښو باندې تر راوتلي هډوکي پورې مسح وکړئ.



اهمیت او مقام

د وضو آیت د مائده سوره شپږم آیت دی چې مسلمانو فقهاوو د لمانځه لپاره د وضو د ضرورت[۲] او د وضو څه رنګوالي لپاره دې سره دلیل راړی دی.[۳] همدارنګ یې د دې مسلې د ثابتوولو لپاره همدې آیت سره دلیل راوړی دی چې اوبو سره حدث اصغر پاکیږي.[۴] دا آيت له آیات الاحکام څخه دى، چې پر مفسرينو سربېره[۵] فقهاوو هم د آيت الاحكام په اړوندو كتابونو كې پرې بحث كوي.[۶]

د لمانځه لپاره د وضو په واجب والي دلالت

په دې آیت کې دا جمله «إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ، فَاغْسِلُوا ...هر کله چې غواړئ لمونځ وکړئ نو ووینوځئ...» د وضو په کولو باندې حکم کوي چې د فقهاوو له نظره د لمانځه لپاره د وضو کولو پر وجوب دلالت کوي.[۷]

همدارنګه د فقهاوو له نظره دا آيت په ښکاره دلالت کوي چې طهارت د لمانځه د صحيح کېدو لپاره شرط دی[۸] او په دې ترې پوهېږو چې د طهارت يا وضو واجب شونه ځانته مستقل وجوب نه دی بلکې تَبَعي وجوب دی.[۹] يعنې د هغه چا لپاره وضو کول واجب نه دي چې لمونځ نه کوي، نو که يې پريږدي نو سزا به نه ورکول کيږي.[۱۰]

د مخ او لاسو مینځل

د شیعه او سني فقهاوو د فتوا له مخې، د دې آیت له مخې، مخ لومړی برخه ده چې په وضو کې باید ومینځل شي. ځکه لومړی ذکر شوي دي: «فَاغْسِلُوا وُجوهَکُم.»[۱۱] د «وجوه» کلمه د «وجه» جمع ده او د مخ په معنې ده.[۱۲] همدرانګ د مسلمانانو فقیهانو د اجماع له مخې، هغه څه ته په پام چې په ایت کې راغلي دي. «فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ؛ خپل مخ او لاسونه تر څنګلو پورې ومينځئ» په وضو کې د لاسونو مينځل واجب دي[۱۳] البته په دې اړه چې څومره لاسونه وينځل پکار دي او د لاسونو وينځل څه رنګ وي، د اماميه او اهل سنتو فقهاو تر مینځ اختلاف دی.[۱۴]

  • امامي فقهاء پر دې متفق دي چې په وضو کې د څنګلو وينځل هم واجب دي او دا همدارنګ واجب ده چې لاسونه له څنګلو شورو کړي او د ګوتو تر سرونو پورې یې ومینځي.[۱۵] ځکه چې اول دلیل دا دی چې په «الی المرافق» کې د «الی» ټکی د «مع» په معنا دی یعنی سره او په دې معنا دی چې د څنګلو مینځل هم په کې لازم دي.[۱۶] دويم دا چې هم په وضو کې او هم په غیر وضو کې د لاس مينځل په طبيعي ډول له پورته څخه تر ښکته لورې وي.[۱۷] دريم دا چې د پيغمبر(ص) او د معصومو امامانو(ع) له سنته د لاسونو د وينځلو په وجوب پوهېږو او همدرانګ پوهیږو چې د لاسونو د وينځل باید له څنګو شورو شي او د ګوتو تر سرونو پورې ومینځل شي.[۱۸]
  • د اکثرو سني فقهاوو له نظره د وضو پر مهال د څنګلو وينځل واجب دي[۱۹] ځينو اهل سنتو فقهاوو ويلي دي چې له دې آيت څخه معلوميږي چې د لاسونو وينځل باید د ګوتو له سرونو څخه تر څنګلو پورې وي.[۲۰] د فخر رازي په وينا، د ډېرو اهل سنتو فقهاوو له نظره، د لاسونو وينځل که له څنګلو څخه د ګوتو تر سرونو پورې وي نو د وضو په سموالي کوم اغېز نه کوي. خو غوره دا ده چې د ګوتو له سرونو څخه د څنګلو په لور ومینځل شي.[۲۱]

مسحه

د ټولو مسلمانو فقهاوو په اند د دې آيت له مخې: «وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ؛ او د سر او پښو مسح تر کعبین (د پښتو راوتلی برخې) پورې وكړئ» په وضو كې د سر او پښو مسح كول واجب دي؛[۲۲] خو د مسح كولو د څرنګوالي او د هغې د حدودو په اړه د اماميه او اهل سنتو فقهاوو تر مینځ اختلاف دى.[۲۳]

د سر مسحه

اماميه او شافعيان په دې اند دي، چې د سر د يوې برخې مسح کول تر هغه وخته پورې کافي دي، چې مسح ورته ويل کېږي[۲۴] د دوی په اند په «بِرُءُوسِكُمْ» کې د «باء» توري د «ځينې» په معنې دی نو د يوې برخې مسح کول کافي دي.[۲۵] البته اماميه د ځينو احاديثو په حواله[۲۶] او اجماع[۲۷] په دې عقيده دي چې هغه برخه بايد د سر په پاسنۍ برخه وي.[۲۸] او شافعيان په دې باور دي چې په آیت كې یې دا نه ده څرګنده کړی چې د سر كومه برخه ده، نو د سر په هر ځاى باندې چې مسحه وکړي روا دي.[۲۹] همدارنګ شافعیان په دې باور دي چې د سر مینځل یا ورباندې اوبه اچول هم د مسحې په ځای جایز دي؛ خو اماميه دا روا نه ګڼي.[۳۰]

د حنبليانو له نظره د ټول سر او حتی د غوږونو مسح کول واجب دي.[۳۱] مالکيان د غوږونو پرته د ټول سر مسح کول واجب ګڼلې ده. د حنفيانو له نظره د سر د څلورمې برخې مسحه کول واجب دي او د سر په اوبو کې ډوبول يا پرې اوبه اچول د مسح په ځای هم کافي دي.[۳۲]

د پښو مسحه

د پښو د مسح کولو او وينځلو په هکله د اماميه او اهل سنتو د فقهاوو تر مینځ اختلاف دی.[۳۳] اماميه د پیغمبر(ص) او د امامانو سنت[۳۴] او اجماع[۳۵] ته پام عقیده لري چې د پښو مسح کول، د ګوتو له سرونو څخه نیولې تر پښو راوتلي هډوکو (کعبین) پورې مسح کول واجب دي او د مسح کولو پرځای یې مینځل وضو باطلوي؛ خو اکثره سني فقهاء د رسول الله(ص) سنت[۳۶] او د صحابه اجماع[۳۷] ته په پام په دې نظر دي چې د پښو د مسح کولو پر ځای تر راوتلي هډوکي (کعبین) پورې د پښو مینځل واجب دي.[۳۸]

د آیت په قرائت‌ کې اختلاف

د وضو په آیت کې دوه بیلا بیل قرائتونه دي:

  1. د ابن کثير، حمزة ‌بن حبیب، ابو عمر او همدا راز له عاصم څخه د ابوبکر بن عياش په قرائتونو کې د «أَرْجُلِكُمْ» په «بِرُءُوسِكُمْ» عطف شوی دی او زیر (کسرې) سره ویلي شي.[۳۹]
  2. د نافع، ابن عامر او حفص له عاصمه په قرائتونو کې د «أَرْجُلَكُمْ» ټکی زور (فتحې) سره راغلی دی[۴۰] له همدې امله د اهل سنتو ځينې فقهاوو ويلي دي چې «أَرْجُلَكُمْ» په «وُجُوهَكُمْ» عطف دی چې هغه زور (فتحې) سره ده. له دې وينا څخه دوي دې نتيجې ته رسيدلي دي چې لكه څنګه چې په وضو كې د مخ وينځل واجب دي، د پښو وينځل هم واجب دي او مسح کول يې كافي نه دي؛[۴۱] خو شيعه علماء وايي چې «أَرْجُلَكُمْ» دلته هم په «بِرُءُوسِكُمْ» عطف شوی دی. که څه هم د «بِرُءُوسِكُمْ»، ظاهري اعراب زیر دی خو د عربۍ ژبې د قواعدو له مخې دا د فتحې او نصب په ځای کې راغلی دی (محلا منصوب دی)[۴۲]

فوټ نوټ

  1. د مائدې سورت ۶آیت
  2. بېلګي په توګه وګورئ: خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۳۱.
  3. مثال په توګه وګورئ: محقق اردبیلی، زبدة البیان فی احکام القرآن، المکتبة المرتضویة لاِحیاء الآثار الجعفریه، ص۱۵-۱۸.
  4. ایروانی، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الاحکام، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۴۸.
  5. بېلګي په توګه وګورئ: شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۴۴۷.
  6. مثال په توګه وګورئ: محقق اردبیلی، زبدة البیان فی احکام القرآن، المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۴؛ فاضل مقداد، کنز العرفان فی فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۶.
  7. فاضل مقداد، کنز العرفان فی فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۸.
  8. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۲۹۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۹۱؛ ایروانی، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۵۶.
  9. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۲۹۷؛ ایروانی، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۵۶.
  10. ایروانی، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۵۶.
  11. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۶.
  12. دهخدا، فرهنگ‌لغت دهخدا، ۱۳۷۷ش، ذیل واژه «وجه».
  13. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۶؛ مغنیة، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۳۶.
  14. فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۴۲-۴۳.
  15. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۴۵۰-۴۵۱؛ سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ج۲، ص۳۳۳.
  16. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۳۲۱.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲۱.
  18. بېلګي په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۸۷ و ۳۹۳؛ فاضل مقداد، کنز العرفان فی فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۱۰؛ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۸۱.
  19. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۳؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ج۳۷، ص۳۰.
  20. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۴؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۳.
  21. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۴.
  22. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۹۲؛ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۰۸.
  23. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۹۳؛ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۰۸.
  24. فاضل مقداد، کنزل العرفان فی فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۱۰؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۳۰ق، ج۵، ص۹۶؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۴؛ فاضل جواد، مسالک الافهام إلی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۴۴.
  26. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۶۲.
  27. محقق اردبیلی، زبدة البیان فی احکام القرآن، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۷.
  28. فاضل جواد، مسالک الافهام إلی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۴۴.
  29. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۴-۴۰۵.
  30. مغنیة، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۳۶؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲.
  31. مغنیة، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۳۶.
  32. مغنیة، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ص۳۶.
  33. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۵.
  34. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۴۱۸-۴۲۳.
  35. محقق اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۱۸.
  36. مسلم، صحیح مسلم، دار إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۲۱۵.
  37. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ج۴۳، ص۳۵۳.
  38. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ج۲۲، ص۱۲۱ و ج۴۳، ص۳۵۲.
  39. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲۲.
  40. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۰۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲۲.
  41. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ج۴۳، ص۳۵۲.
  42. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۲۲۲؛ صفایی بوشهری، بدایة النحو، ۱۳۹۶ش، ص۸۱ و ص۹۴-۹۵.

سرچينې

  • ابن‌قدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، مکتبة القاهرة، ۱۳۸۸ق.
  • ایروانی، محمدباقر، دروس تمهیدیة فی تفسیر آیات الأحکام، قم، دار الفقه للطباعة و النشر، چاپ سوم، ۱۴۲۸ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، فرهنگ‌لغت دهخدا، تهران، انتشارات روزنه، ۱۳۷۷ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعة، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، دار السلاسل، ۱۴۲۷ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، تقریر میرزاعلی غروی تبریزی، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۰ق.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۴ش.
  • فاضل جواد، جواد بن سعید، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، انتشارات دار الحدیث، ۱۴۳۰ق.
  • مسلم، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مغنیة، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیروت، دار التیار الجدید، ۱۴۲۱ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی ۱۳۶۲ش.
  • همدانی، آقا رضا، مصباح الفقیه، قم، المؤسسة الجعفریة لإحیاء التراث، ۱۴۱۸ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صفایی بوشهری، غلامعلی، بدایة النحو، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه، ۱۳۹۶ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی التفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۷۳ش.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان فی احکام القرآن، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.