تطهیر

د wikishia لخوا

د تطهیر(پاکول) مطلب دی پاکول او د نجاست لرې کول. فقیهان د ځینو څیزونو لکه جومات، د امامانو(ع) حرم او د لمونځ کوونکي د جامې او بدن د نجسېدو په بڼه کې د هغو پاکول واجب ګڼي. اوبه تر ټولو دود او مشهور پاکوونکی یا له مطهراتو دی او هر نجس شی پاکوي. ځینې نور مطهرات یا پاکوونکي دا دي: لمر، ځمکه او استحاله

د فقیهانو په فتوا کوم شی چې نجس شوی، په یو ځل وینځلو پاکیږي؛ خو په قلیلو (لږو) اوبو کې په وینځلو سره د بولو نجاست په دوه ځله او د لوښو نجاست په درې ځله وینځلو سره پاکیږي. همداراز فقیهان باوري دي چې هغه اوبه پاکول کوي چې مطلقې او پاکې وي او د وینځلو په وخت مضافې نه شي او له وینځلو وروسته هم په نجس شي کې عین نجاست پاتې نه شي البته که پکې د نجاست رنګ یا بوي پاتې شي باک نه لري.

مفهوم او مقام

تطهیر په لغت کې د پاکولو په معنا دی.[۱] په فقهي مباحثو او د نجاساتو په برخه کې ترې مطلب د نجاست لرې کول دي.[۲] د هر نجس شي چې ترې استفاده کیږي تطهیر ښه ګڼل شوی دی.[۳] فقیهان په ځینو مواردو کې تطهیر او د نجاست لرې کول واجب ګڼي؛ منجلمه جوماتونه،[۴] د امامانو(ع) حرم،[۵] قرآن،[۶] په لمانځه کې جامه او بدن[۷] او همداراز په طواف کې[۸] د لمانځه په سجده کې د تندي کېښودلو ځای،[۹] د اودس او غسل غړي.[۱۰] د مړي بدن او کفن[۱۱]

په فقهي کتابونو کې د تطهیر او د نجاست د لرې کولو په اړه زیاتره د طهارت او لمانځه په برخو کې بحث کیږي.[۱۲]

همداراز وګورئ: د نجاست لرې کول

مطهرات

اصلي مقاله: مطهرات

مطهرات هغو څیزونو ته وایي چې د نجاست د لرې کېدو یا هماغه تطهیر سبب کیږي.[۱۳] مطهرات مختلف قسمونه لري او ویل شوي چې فقیهانو یې شمېر تر شلو بیان کړی دی.[۱۴]

ځینې مطهرات دا دي: اوبه، ځمکه، لمر، استحاله، انتقال، اسلام، (د کافر مسلمانېدل) د نجاست خوړونکي حیوان استبراء (د نجاست له خوړلو د حیوان منعې کول) او د مسلمان غایبېدل،[۱۵] په دوي کې هر یو مورد خاص احکام لري چې په فقهي کتابونو کې په تفصیل سره بیان شوې دي.[۱۶]

تر ټولو لوی پاکوونکی اوبه دي؛ ځکه چې د نورو مطهراتو په اپوټه، هر نجس شی پاکوي.[۱۷]

په اوبو سره د تطهیر طریقه

اوبه د ټولو مسلمانانو په نزد تر ټولو عام پاکوونکی دی.[۱۸] فقیهان وایي چې که یو شی (بې له لوښو) له بولو پرته په بل شي نجس شي، نو د عین نجاست له لرې کولو وروسته، په یو ځل وینځلو (په قلیلو یا غیر قلیلو اوبو) پاکیږي؛[۱۹] خو کوم شی چې په بولو سره نجس شوی وي، په قلیلو اوبو سره د پاکېدو لپاره لازمه ده چې دوه ځله ووینخل شي.[۲۰] د ځینو فقیهانو په وینا د جامو او غالۍ په شان شیانو کې ضروري ده چې هغه ونښتېځل (نچوړ) کړی شي چې پاتې اوبه ترې راووځي.[۲۱]

د فقیهانو په فتوا، په قلیلو اوبو سره د ناپاک لوښي د پاکولو لپاره باید هغه درې ځله ووینځل شي؛[۲۲] خو په کُر او جاري اوبو سره یو ځل وینځل کافي دي؛ مګر دا چې هغه لوښی د شرابو یا سپی او خنزیر په وسیله نجس شوی وي.[۲۳]

د تطهیر احکام

په فقهي کتابونو کې د تطهیر په اړه ډېر احکام او مسایل بیان شوې دي؛ منجمله:

  • په تطهیر کې، د قربت نیت شرط نه دی.[۲۴]
  • په ډېرو مواردو لکه په لمانځه کې د جامې په تطهیر او یا د سجدې د ځای په تطهیر کې د تطهیر واجبوالی مقدِّمی واجبوالی دی؛[۲۵] یعنې د تطهیر او پاکوالي واجبوالی د لمانځه د کولو په وجه دی؛ نه دا چې د جامې تطهیر خپل په خپله واجب وي.
  • هغه اوبه د نجاست پاکوونکي دي چې مطلقې او پاکې وي. همداراز د وینځلو په وخت مضافې نه شي او له وینځلو وروسته هم عین نجاست په نجس شي کې پاتې نه شي.[۲۶]
  • کوم شی چې نجس شوی تر څو چې ترې عین نجاست لرې نه شي، نه پاکیږي؛ خو که پکې د نجاست بوی یا رنګ پاتې شي باک نه لري. نو که وینه له جامې لرې کړی شي او جامې په اوبو ووینځل شي او د وینې رنګ پکې پاتې شي، پاکه ده.[۲۷]
  • د متیازو مخرج بې له اوبو په بل شي نه پاکیږي. او که له متیازو وروسته دوه ځله په اوبو ( که څه هم قلیلې اوبه وي) ووینځل شي، پاکیږي. ځینې فقیهان باوري دي چې یو ځل وینځل هم کافي دي.[۲۸]
  • د مدفوع (ډکو متیازو) مخرج ښه ده چې په اوبو ووینځل شي؛ خو په درې ټوټې کاغذ یا کاڼي یا ټوکر او داسې نور هم پاکېدی شي.[۲۹]
  • که د پښې تلی یا د پېزار تلی په ځمکه نجس شي، په ځمکه په تګ سره پاکیږي؛ په دې شرط چې ځکه پاکه او وچه وي او عین نجاست له مینځه لاړ شي. همداراز ځمکه باید ، خاورې، کاڼي، موزاییک، خښتې او داسې نور شي وي.[۳۰]
  • لمر، ځمکه، ودانۍ او د هغې ثابت اجزا، لکه ور او کړکۍ چې په ودانۍ کې لګېدلي، په ځینو شرایطو سره پاکوي.[۳۱]
  • کوم شی چې له مخکې نجس و که په خپله انسان د هغه په پاکوالي ډاډ پېدا کړي یا دوه کسان د هغه په پاکېدو ګواهي ورکړي یا یې څښتن د پاکېدو خبر ورکړي، پاک ګڼل کیږي.[۳۲]

همداراز ووینئ: تخلی

لیکنې

  • مطهرات در اسلام، لیک د مهدي بازرگان. دې کتاب د بایو کیمیکل تصفیې او صفایۍ له نظره او د فزکس او کمیسټرۍ د قوانینو او د ریاضۍ د فرمولونو په مرسته د اسلامي طهارت او صفایۍ احکام څېړلې دي.
  • خپروونکی: الفتح، د چاپ کال :۱۳۵۹ لمریز.
  • احکام مطهرات، نجاسات و تخلّی، مطابق نظرات دوازده تن از مراجع. دا ټولګه د فتوایي کتابونو د کمزوریو او نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره یو شمېر څېړاندو لیکلې ده. خپروونکی : باقر العلوم(ع) څېړنځی، د خپرېدو کال ۱۳۹۶ لمریز
  • احکام مطهرات، لیک د سیدرضا موسوی بایگی او علی طباطبایی. دا کتاب په فقهي سرچینولکه العروة الوثقی، تحریرالوسیله، منهاج‌الصالحین، توضیح‌ المسائل کتابونو او استفتائاتو او د مراجعو په نورو معتبرو سایټونو استناد دی چې زائر رضوي خپرنځي چاپ کړی دی.

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه تطهیر.
  2. خویی، التنقیح، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۷۶.
  3. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش، ج۱۰، ص۲۸۹.
  4. مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البیان، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۳۲۵؛ فقیه همدانی، مصباح‌الفقیه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۵۶.
  5. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۹۹.
  6. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۹۹.
  7. نجفی، مجمع‌الرسائل، ۱۴۱۵ق، ص۴۳؛ امام خمینی، تحریرالوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۱۱۹.
  8. بحرانی، الحدائق الناضره، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱۶، ص۸۶.
  9. شهید اول، الذکری، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۴.
  10. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۹۸.
  11. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۲۵۱.
  12. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۸۸.
  13. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۵۲۸.
  14. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۹.
  15. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۷-۱۴۶.
  16. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۹.
  17. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۷.
  18. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۸.
  19. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۰۵-۱۰۶.
  20. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۰۵.
  21. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۰۵.
  22. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۹.
  23. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۲.
  24. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۹۳.
  25. فقیه همدانی، مصباح‌الفقیه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۳۵.
  26. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۹.
  27. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۱۰.
  28. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۹.
  29. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۹.
  30. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۱۴.
  31. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۱۷.
  32. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳۳.

سرچينې

  • امام خمینی، تحریرالوسیله، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، بی‌تا.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیح‌المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، تقریر میرزاعلی غروی، قم، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامه دهخدا، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعه فی احکام الشریعه، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات‌الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسة دائرة المعارف فقه اسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البیان، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیروت، دار التیار الجدید و دارالجواد، چاپ دهم، ۱۴۲۱ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، مجمع‌الرسائل (محشّی)، مشهد، مؤسسه صاحب الزمان(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • همدانی، آقارضا، مصباح‌الفقیه، قم، المؤسسة الجعفریة لاحیاء التراث، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.