منځپانگې ته ورتلل

ثنیة الوداع

د wikishia لخوا

ثَنِیّة الْوَداع مدینه سره یو لوړ ځای و چې هلته به مسافرینو سره بدرګه کیده یا به یې ورته هرکلی کیده. دا ځای له نبوي جومات څخه یو کیلومتر لرې دی. ثنیة الوداع له مدینې څخه شام (د مدینې شمال) ته د تلو په لاره کې دی. د مدینې په جنوب کې په ورته نوم یوه بله سیمه هم شتون لري، چې ویل کیږي هغه لاره وه چې پیغمبر(ص) له هغه ځایه مدینې ته ننوت. د پیغمبر د هرکلي لپاره یو شعر وویل شو چې په کې دا سیمه ذکر شوې ده. ثنیة الوداع د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د ډیرو تاریخي پیښو شاهده ده.

موقعیت

د ثنیة الوداع موقعیت هغه ځای و چې په مدینې لوړ و[۱] په هغه ځایه کې به مسافر بدرګه کیدل یا به یې هرکلی کیده.[۲] دا ځای د نبوي جومات څخه شاوخوا یو کیلومتر لرې موقعیت لري.[۳] ثنیة الوداع د مدینې څخه شام (د مدینې شمال) ته د تللو په لارې کې راځي.[۴] د سید جعفر مرتضی عاملي(وفات: ۱۴۴۱ هجري) په وینا، پیغمبر(ص) هم د شام په لور په خپلو سفرونو کې له دې ځای څخه تېریده.[۵]

د سرچینو له مخې، د ثنیة الوداع په نوم یوه بله سیمه د مدینې څخه مکې ته د جنوبي لارې په اوږدو کې وه.[۶] پیغمبر(ص) له دې لارې مدینې ته راغی.[۷] په مدینه کې د ثنیة الوداع په نوم یو جومات هم یاد شوی دی.[۸] ځینې سرچینې په مکه کې د ورته نوم سره یوه سیمه هم یادوي.[۹]

د نومولو دلیل

د ثنیة الوداع د نومولو په اړه اختلاف شتون لري. ویل کیږي چې دا ځای هغه ځای و چې د پیغمبر(ص) مدینې ته له هجرته مخکې به دې ځای کې مسافرو سره خدای ملی کیده او له همدې امله یې دا نوم په دې ډول ونومول شو.[۱۰] د دې نومولو بل دلیل دا دی چې پیغمبر(ص) به خپلو قوماندانانو سره، چې مختلفو سیمو ته به د جګړې لپاره تلل، دې ځای کې الوداع کوله.[۱۱]

ځینې سني سرچینې دا نومول د متعې د منع کولو عقیدې سره په تړاو کې ګڼي؛ د دې عقیدې له مخې، په دې سیمه کې د متعه منع کول او له متعه شوي میرمنو سره الوداع، د دې د نومولو لامل شول.[۱۲] ځینې راپورونو د خیبر یا تبوک له جګړې څخه د راستنیدو په وخت کې د دې پیښې یادونه کړې ده،[۱۳] البته، د ثنیة الوداع نوم هم د دې جګړو څخه مخکې هم عام و.[۱۴]

پیښې

ثنیة الوداع د ډیرو تاریخي پیښو لیدونکي ده؛ له مکې څخه مدینې ته د هجرت په وخت دې سیمه کې د پیغمبر(ص) هرکلی وشو.[۱۵] د پیغمبر(ص) د راتګ لپاره یو شعر هم ولوستل شو، چې د طَلَعَ الْبَدْرُ عَلَیْنا مصرعې سره پيل کیږي[۱۶] چې په دغه شعر کې د دې سیمې نوم یاد شوی دی.[۱۷]

د ثنیة الوداع په نورو پیښو کې هم یادونه شوې ده. پیغمبر(ص) هغو کسانو سره چې د موته جګړې ته یې لیږل، تر دې ځایه بدرګه وکړه او دلته یې ورته یوه وینا وکړه.[۱۸] همدرانګ د تبوک جګړې ته د لیږلو په وخت مسلمان پوځ هم په دې سیمه کې راټول شو.[۱۹] هلته، پېغمبر اکرم د تبوک د جګړې پر مهال په مدینه کې د خپل ځای ناستي علي(ع) سره الوداع وویله، او علي(ع) د دې الوداع له امله ډېر متاثره شو.[۲۰]

دې سیمې ته نږدې د نفس زکیه قبر دی، چې په دویمه هجري پیړۍ کې د عباسیانو پر وړاندې پاڅون وکړ، او د هغه قبر یې ویجاړ کړ.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ټوک‏۲، مخ۸۶.
  2. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، مخ۳۰۹.
  3. کعکی، معالم المدینة المنورة بین العمارة و التاریخ، ۲۰۰۷م، ټوک۱، مخ۳۸.
  4. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۸، مخ۳۹۴.
  5. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۴، مخ۱۰۹.
  6. صبری باشا، کتاب موسوعة مرآة الحرمین الشریفین وجزیرة العرب، ۲۰۰۴م، ټوک۳، مخ۱۷۲؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۴، مخ۱۰۹.
  7. صبری باشا، کتاب موسوعة مرآة الحرمین الشریفین وجزیرة العرب، ۲۰۰۴م، ټوک۳، مخ۱۷۲.
  8. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، مخ۳۰۹.
  9. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ټوک۸، مخ۳۸۷.
  10. یاقوت حموی، معجم البدان، ۱۹۹۵م، ټوک۲، مخ۸۶.
  11. یاقوت حموی، معجم البدان، ۱۹۹۵م، ټوک۲، مخ۸۶.
  12. ربانی، «ثنیة الوداع»، مخ۶۰۶؛ ابی‌یعلی تمیمی، مسند أبی‌یعلی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۱، مخ۵۰۳.
  13. ابن‌شبه، تاریخ المدینه المنوره، ۱۳۹۹ق، مخ۲۶۹.
  14. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، مخ۲۰۲؛ خیاری، تاریخ معالم المدینة المنورة قدیماً و حدیثاً، ۱۴۱۹ق، مخ۱۷۶.
  15. خیاری، تاریخ معالم المدینة المنورة قدیماً و حدیثاً، ۱۴۱۹ق، مخ۱۷۶.
  16. شعیب، مرآت الاولیاء، ۱۳۷۹ش، مخ۸۱.
  17. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۹، مخ۲۰۲.
  18. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۱، مخ۶۰.
  19. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۲۹۲.
  20. شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، مخ۱۷۱.
  21. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، مخ۳۰۹.

سرچينې

  • ابن‌شبه بصري، عمر بن شُبَه، تاریخ المدینة، جده، د سید حبیب محمود احمد خپرونه، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، درېیم چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • ابی‌یعلی تمیمی، احمد بن علي، مسند ابی یعلی، دمشق، دار المأمون للتراث، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه (د مکې او مدینې اسلامي آثار)، تهران، نشر مشعر، نهم چاپ، ۱۳۸۷ش.
  • خیاري، احمد یاسین احمد،تاریخ معالم المدینة المنورة قدیماً و حدیثاً (د مدینې منورې د آثارو تاریخ (پخوا او اوس)، سعودي عربستان، الأمانة العامة للإحتفال بمرور مائة عام علی تأسیس المملکة (د سلطنت د بنسټ ایښودنې د سلمې کلیزې د لمانځنې عمومي اداره)، ۱۴۱۹ق.
  • رباني، ابوالفضل، «ثنیة الوداع»، د حج او حرمینو شریفینو د دانشنامې مجله، ۵ ټوک، تهران، مشعر، ۱۳۹۵ش.
  • شعیب، محمد، مرآت الاولیاء، اسلام‌اباد، د ایران او پاکستان د فارسي څېړنو مرکز، ۱۳۷۹ش.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالي، قم، دار الثقافة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • صبري باشا، ایوب، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ژباړه: ماجده معروف، حسین مجیب المصري، عبدالعزیز عوض، قاهره، دارالآفاق العربیة، ۲۰۰۴م.
  • عاملي، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۲۶ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړنه او سمونه: سید طیب موسوي جزائري، قم، دارالکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • کعکي، عبدالعزیز، معالم المدینة المنورة بین العمارة و التاریخ، سمونه: عبیدالله محمدامین کردي، احمد محمد محمد شعبان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۲۰۰۷م.
  • مجلسي، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مقریزي، احمد بن علي، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، لومړی ټوک، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • یاقوت حموي، شهاب الدین، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، دوهم چاپ، ۱۹۹۵م.