منځپانگې ته ورتلل

د حرا غار

د wikishia لخوا
د ثور د غار سره مغشوش نه شئ.
د حرا غار
هیوادعربستان
برخهمکه
غوښتنلیکد زیارت ځای
زوړ عمرد د پیغمبر(ص) بعثت څخه مخکې


د حرا غار د مسلمانانو له مقدسو ځایونو څخه ګڼل کیږي، چې له بعثته وړاندې د پیغمبر(ص) د خلوت او عبادت ځای و. دا غار هغه ځای دی چې لومړی وحی پکې نازله شوه او د پیغمبر(ص) د رسالت پیل پکې وشو.

د حرا غار په نور غر کې د مکې په شمال ختیځ کې موقعیت لري.

د حرا غار

اهمیت و مقام

د حدیثي او تاریخي سرچینو له مخې، جبرائیل د لومړی ځل لپاره په حرا غار کې پیغمبر(ص) ته څرګند شو او د علق سوره د پیل آیتونه یې ورباندې نازل کړل، او هغه د پیغمبر په توګه غوره شو.[۱] د روایت له مخې، پیغمبر(ص) به له بعثت مخکې، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې،[۲] د عبادت لپاره دې غار ته تله، په دې موده کې امام علي(ع) او خدیجه(س) هغه سره په رابطې کې وو.[۳]

د دریمې پیړۍ د تاریخ پوه بلاذري په وینا، د قریشو ځینو توحیدګرو به هم د روژې په میاشت کې د حرا په غار کې عبادت کاوه،[۴] او ځینې یې عبدالمُطَّلِب د دې دود (تَحَنُّث) بنسټ ایښودونکی ګڼي..[۵] په هرصورت، د شیعه تاریخ پوه رسول جعفریان په دې باور دی چې د پیغمبر(ص) عمل ډیر شخصي و او دا ډول دود له هغه څخه مخکې په جدي توګه شتون نه درلود.[۶] ویل کیږي چې په دې غار کې د پیغمبر(ص) شتون له دریو ځانګړتیاو سره مل و: خلوت، عبادت او کعبې ته کتل.[۷]

د شِفَاء الغَرام کتاب د لیکوال په وینا (چې په نهمه هجري پیړۍ کې تالیف شوی)، ځینو ویلي دي چې پیغمبر(ص) مدینې ته د هجرت پر مهال د مشرکینو څخه د ځان د ساتنې لپاره د حرا په غار کې پټ شوی و؛ خو هغه دا ادعا حیرانونکې ګڼي او د مشهورې وینا له مخې، هغه ځای چې پیغمبر(ص) پکې پناه اخستې وه هغه د ثور غار ګڼي.[۸]

د سیرت النبي په کتاب کې د حضرت محمد(ص) د حرا په غار کې د وحی د ترلاسه کولو انځور، چې په یوولسمه پیړۍ کې د عثماني واکمن سلطان مراد دریم په امر تالیف شوی و.

په فقهي کتابونو کې، د دې غار زیارت د حج له مستحبو عملونو څخه ګڼل کیږي[۹] او ویل کیږي چې هلته دعاګانې قبلیږي.[۱۰] دا غار مشهور دی او خلک یې زیارت کوي.[۱۱]

ځانګړنې

د حرا غار د مکې شمال ختیځ کې موقعیت لري[۱۲] په یوه مخروطي شکل غره لپاسه، چې د منا سیمې باندې دی، واقع دی.[۱۳] د غار خوله دوه میټره پلنوالی یې شاوخوا ۱.۲۰ میټره او اوږدوالی یې شاوخوا دوه میټره دی.[۱۴]

غار په داسې ډول جوړ دی چې پای یې مسجد الحرام او کعبې ته مخامخ دی، او خوله یې بیت المقدس ته مخامخ ده.[۱۵] غار د لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې روښانه وي، خو تودوخه پکې نه ننوځي.[۱۶]

له غار څخه د نور غره څوکې ته واټن شاوخوا شل میټره دی.[۱۷] دا غر پخوا له مسجد الحرام څخه د ۴ څخه تر ۶ کیلومیټرو پورې لریو، خو د مکې د ښار د پراختیا په سبب، دا د ښاري سیمې دننه ځای راغلی دی.

فوټ نوټ

  1. دیار بَکری‏، تاریخ الخمیس، بیروت، ټوک۱، مخ۲۸۱؛ خویی، منهاج البراعة، ټوک۱۲، مخ۳۹؛ علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۵، مخ۳۶۳.
  2. بلاذری، أنساب الأشراف‏، ۱۴۱۷ق. ټوک۱، مخ۱۰۵.
  3. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۲، مخ۳۰۱؛ خویی، منهاج البراعة، ټوک۱۲، مخ۳۹.
  4. بلاذری، أنساب الأشراف‏، ۱۴۱۷ق. ج۱، ص۱۰۵.
  5. بلاذری، انساب الاشراف، ټوک۱، مخ۸۴.
  6. جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۷.
  7. صالحی دمشقی، سبل الهدی و الرشاد، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۲۳۸.
  8. فاسی، شفاء الغرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۸.
  9. شهید اول، الدروس، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۴۶۸؛ بهجت، جامع المسائل، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۳۵۹؛ شیخ انصاری، مناسک حج، ۱۴۲۵ق، مخ۱۲۲؛ سبزواری، مهذّب الأحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۱۴، مخ۴۰۱.
  10. ابن‌جبیر، رحلة ابن‌جبیر، ۱۹۹۲م، مخ۱۹۰؛ فاسی، شفاء الغرام، بیروت، ټوک۱، مخونه۱۹۹، ۲۸۰.
  11. فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۸.
  12. حشمتی، «حراء»، ص۸۲۳.
  13. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، مخ۹۳.
  14. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، مخ۹۴.
  15. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، مخ۹۴.
  16. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، مخ۹۴.
  17. حشمتی، «حراء»، مخ۸۲۳.

سرچينې

  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف‏، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ‏، ۱۴۱۷ق.
  • بهجت، محمدتقی، جامع المسائل، قم، دفتر معظم‌له، دوهم چاپ، ۱۴۲۶ق.
  • جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، درېم چاپ ، ۱۳۸۳ش.
  • حشمتی، فریده، «حراء»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۲، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • دیار بَکری‏، حسین، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس، بیروت، دار الصادر، بی‌نېټې.
  • سبزواری، سید عبدالأعلی، مهذّب الأحکام (للسبزواری)، قم، مؤسسه المنار، څلورم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • سیدرضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الإمامیة، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، دوهم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، مناسک حج (محشّٰی، شیخ انصاری)، قم، مجمع الفکر الإسلامی، لومړی چاپ، ۱۴۲۵ق.
  • صالحی دمشقی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خبر العباد، بیروت، دارالکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی‏، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • فاسی، محمد بن احمد، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ژباړه: محمد مقدس، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • قائدان، اصغر، تاریخ آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، قم، مؤسسه فرهنگی هنری مشعر، یولسم چاپ، ۱۳۸۹ش.
  • هاشمی خویی، میرزا حبیب‌الله‏، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ژباړن: حسن حسن‌زاده آملی و محمدباقر کمره‌ای؛ محقق: ابراهیم میانجی، تهران‏، مکتبة الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۰ق.