Jump to content

حیطان سبعه

د wikishia لخوا

حیطان سبعه يا د پيغمبر(ص) صدقات هغه اوه باغونه دي چې مُخَیْریق يا د مدينې نورو يهودیانو پېغمبر(ص) ته وركړل او پيغمبر(ص) هغه وقف كړل. د یو روایت له مخې پیغمبر(ص) دغه باغونه حضرت فاطمې(س) ته وقف کړل. د رسول الله(ص) له وفات وروسته فاطمې(س) له ابوبکر څخه وغوښتل چې د خیبر او فدک د دغو باغونو او کروندو مديريت هغې ته وسپاري چې د ابوبکر له مخالفت سره مخامخ شوه.

د ځینو روایتونو له مخې، د عمر بن خطاب د خلافت په وخت کې، امام علي(ع) له هغه څخه وغوښتل چې حیطان سبعه، فدک او خیبر هغه ته وسپاري؛ خو عمر یوازې د حیطان سبعه په سپارلو راضي شو. حضرت زهرا(س) په خپل وصیتونه د دغو باغونو اداره امام علی(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) او بیا د هغې له ټولو مشر لمسي ته په هره زمانه کې وسپارله.

دا باغونه د عباسیانو تر زمانې پورې، د حضرت فاطمې د اولادونو په لاس کې وو. د دریمې قمري پیړۍ ځینو لیکوالانو د دې باغونو ستاینه کړې ده. د وخت په تیریدو سره، د دغو باغونو نومونه او ځایونه له ابهام سره مخ شوي دي.

پيژندګولي

حیطان سبعه هغه اوه باغونه وو چې پيغمبر(ص) ته ډالۍ شول.[۱] د دغه باغونو نومونه دا وو: اَعْواف، بُرْقَه، حُسْنی یا حَسنیٰ، دَلال، صافیَه، مَشْرَبَةُ اُم‌ِ ابراهیم او مِیْثَب.[۲] په سرچینو کې د دې باغونو لپاره نور عنوانونه هم یاد شوي دي.[۳] دا باغونه د رسول الله(ص) «حَوائط» په نوم هم يادېدل،[۴] چې د مدينې په سيمه کې د کجورو تر ټولو غوره باغونه په کې وو.[۵] دا باغونه په هغه زمانه کې، زیاتر د مدينې په جنوب کې وو او مشربه ام ابراهیم د مدینې په ختیځ جنوب کې و.[۶] صافیه، برقه، دلال او میثب د یو بل ترڅنګ د عوالي[۷] یا عالیه په سیمه کې[۸] دا مروان بن حکم له ماڼې شاته وو.[۹] د نورو باغونو د موقعیت په اړه اختلاف شته.[۱۰] دا باغونه به غېر له مشربه ام ابراهیم نور ټول به هغه اوبو سره، چې د باران په وخت کې به د مهزور له وادۍ تېرېدې،[۱۱] خړوبیدل.[۱۲]

حیطان سبعه د اموي خلیفه عمر بن عبد العزیز(۹۹-۱۰۱ هـ ق) تر واکمنۍ پورې زرغون و او هغه او ملګرو به یې خرما خوړې.[۱۳] شافعي چې له څلورو سني فقهاوو څخه دی(وفات: ۲۰۴ هـ ق) دا اوه باغونه يې تر خپلې زمانې پورې آباد ګڼلي دي،[۱۴] عُمَر بن شَبَّه (وفات: ٢٦٣ هـ) چې د مدینې له لومړیو جغرافیه پوهانو څخه دی، د باغونو نومونه او موقعیتونه بیان کړي دي.[۱۵] ویل شوي دي چې د وخت په تیریدو او د مختلفو خلکو د څارنې له امله د دې باغونو نومونه او ځایونه مبهم شوي دي.[۱۶] او قمري کال د اتمې او نهمې پېړۍ ځینو لیکوالانو، د ځینې باغونو لکه میثب او حسنی ځایونه نامعلوم ګڼلي دي.[۱۷] ځینو دا هڅه کړې ده چې دا باغونه د خپلې زمانې مشهورو باغونو باندې تطبیق کړي.[۱۸] یا د پخوانیو لیکوالانو په نظرونو نیوکه وکړي.[۱۹] ایوب صبري پاشا، چې د قمري کال د 13 او 14 پیړیو پوهانو څخه دی، په دې باور دی چې اوه باغونه د هغه وخت پورې آباد وو، خو د ځینو نومونه د وخت په تیریدو سره بدل شوي دي.[۲۰]

د ام ابراهیم مشربه

مشربه ام ابراهیم یا د ام ابراهیم مشربه یو له هغو اوو باغونو څخه دی چې پیغمبر(ص) ته ډالۍ شول.[۲۱] دا ځای د پیغمبر(ص) د میرمنې ماریه قبطیه له اوسیدو او په دې ځای کې د ابراهیم له زیږون وروسته په دې نامې مشهور شو.[۲۲] په دې باغ کې پيغمبر(ص) لمونځ ادا کړی دی.[۲۳] وروسته بیا په دې ځای کې جومات جوړ شو چې په همدې نوم مشهور شو.[۲۴] په یوه روایت کې په دې ځای کې د لمونځ کولو سپارښتنه شوې ده.[۲۵] نن سبا د دې باغ ځای د یو قبرستان په شکل پاتی دی.[۲۶] ویل کیږي چې د امام کاظم(ع) د مور حمیده بریریه او د امام رضا(ع) د مور نجمه قبرونه په دغه ځای کې دي.[۲۷]

د حیطان مخکینې مالک

ځینو لیکوالانو د اوو باغونو مالک مُخَیْریق یهودي ګڼلی دی.[۲۸] عمر بن عبد العزیز به دا دعوا کوله چې د مدینې د مهاجرینو او انصارو له مشرانو څخه یې دا خبره اورېدلې ده.[۲۹] ځینو ویلي دي چې دا مسئله د تاریخ لیکوالانو په منځ کې مشهوره ده.[۳۰] مخیریق له یهودي پوهانو[۳۱] او د بنو نضیر[۳۲] یا بنو قَیْنُقاع[۳۳] له قبیلې څخه و چې د احد په جګړه کې پیغمبر(ص) ته ورغی او د اسلام له اعلانه وروسته،[۳۴] شهید شو.[۳۵] او له شهادته وړاندې[۳۶] یا د مرګ په وخت،[۳۷] خپل مالونه پيغمبر(ص) ته په وصیت کې ورکړل.[۳۸] ځینو دا هم ویلي دي چې مخیریق له شهادته مخکې خپل مالونه رسول الله(ص) ته ورکړل.[۳۹]

همدارنګ وګورئ: مخیریق

محمد بن عمر واقدي چې د قمري کال د دوهمې او درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ دى، ياد شوي باغونه د بني نضير قبيلې د ملکيت يوه برخه ګڼه چې د بني نضير په غزوې کې ترلاسه شوي وو او پېغمبر(ص) د اُحد له جنګه په راستنیدو کې د مخیریق مالونه د مسلمانانو تر مینځ ویش کړل.[۴۰] ځینو د دې په مقابل کې ویلي دي چې پيغمبر(ص) د بني نضير مال د مهاجرينو او دوو غريبو انصارو ترمنځ وويشل.[۴۱] ځينې په دې باور دي چې د حیطان سبعه د په مالکیت کې اختلاف دی چې آیا دا د بنو نضیر یا بنو قریظه قبیلې مالونه وو.[۴۲]

ځینو مورخینو په اوو باغونو کې د هر پخوانی مالکان یو ځانګړی شخص یا قبیله ګڼلې ده.[۴۳] د مثال په توګه، اعواف باغ یې د بنی قریظه د خُنافه په نوم د یو یهودي مال ګڼلی دی.[۴۴] برقه او میثب يې هم د زبیر بن باطا چې د بنو قریضه له قبیلې و د مالونو یوه برخه ګڼلې ده.[۴۵] ځینو ویلي دي چې برقه د بني نضیر ملکیت و.[۴۶] دلال او حسنی یې هم د بني ثعلبه له شتمنيو څخه ګڼلي دي.[۴۷] ويل شوي دي چې دلال د بني نضير د يوې ښځې و چې سلمان فارسي هم د یو مریي په توګه د هغې په اختیار کې و او سلمان له هغې سره تړون وکړ چې د دې باغ د آبادولو په بدل کې یې خوشې کړي او پيغمبر(ص) په دې کار کې له سلمان سره مرسته وکړه.[۴۸] ځینو دغه باغ مثیب ګڼلی دی.[۴۹] او ځینې باوري دي چې برقه او میثب د سلمان په لاس آباد شوي دي.[۵۰]

د پيغمبر(ص) له خوا وقف کیدل

د تاریخ پوهانو په وینا، پیغمبر(ص) اوه باغونه وقف کړل.[۵۱] حیطان د پیغمبر(ص) د صدقاتو په عنوان سره هم یاد شوی دی.[۵۲] ځینو ویلي دي چې د پیغمبر(ص) دېرې صدقې[۵۳] او تر دې چې ټولو صدقې[۵۴] همدا د مخیریق اووه باغونه وو. د دې ملکیتونو وقف د هجرت څخه ۲۲ میاشتې وروسته[۵۵] یا په اووم کال[۵۶] ګڼلي دي.

په قرب الاسناد او الکافی کتابونو کښې یو روایت راغلی چې امام رضا(ع) د احمد بن ابي نصر بَزَنْطي د پوښتنې په ځواب کښې، حیطان سبعه د پیغمبر(ص) حضرت زهرا(س) ته له موقوفاتو څخه ګڼلي دي، چې پیغمبر(ص) د دې ځینې ګټه د خپلو میلمنو د ملمه پالنې او غیر متوقع پیښو لپاره خاص کړې وه.[۵۷] د امام صادق(ع) په بل روایت کې د رسول الله(ص) صدقات، بني هاشم او بني مطلب سره خاص وو.[۵۸]

ځینی منابع دا هم وایی چی پیغمبر(ص) فدک او عوالی حضرت زهرا(س) ته وبخښل.[۵۹] عوالي یوه پراخه سیمه ګڼل شوې ده چې په کې حیطان سبعه هم شامل دي.[۶۰]

له پیغمبره(ص) وروسته د حیطان برخلیک

د رسول الله(ص) له وفات وروسته حضرت فاطمې(س) له ابوبکر څخه وغوښتل چې فدک او اوه باغونه هغې ته وسپاري؛ خو ابوبکر مخالفت وکړ.[۶۱] دا مسله د فاطمې(س) د غصې سبب شوه.[۶۲] ابو بصیر له امام باقر(ع) څخه روایت کړی چې حضرت فاطمه(س) د اوو باغونو مدیریت امام علی(ع) او حسنینو(ع) ته او بیا په هره زمانه کې د هغې له نسل مشر لمسي ته وصیت کړی و. دې ته ورته روایت له امام صادق(ع) څخه هم راغلی دی.[۶۳]

د عمر بن خطاب د خلافت پر مهال امام علي(ع) او عباس بن عبدالمطلب، له خلیفه څخه د فدک او خیبر او حیطان سبعه غوښتنه وکړه، چې یوازې د خیطان ورکولو سره موافقه وکړه.[۶۴] وروسته بیا دا باغونه د حضرت فاطمې(ع) اولاد ته وسپارل شو.[۶۵] د یو بل روایت له مخې امام علي(ع) له عمر څخه وغوښتل چې د حیطان مدیریت ورته وسپاري؛ خو عباس هم په دغو باغونو او فدک باندې د خپل حق خبره وکړه او د شخړې په زیاتیدو سره، امام له خلیفه وغوښتل چې دغه باغونه له ځانه سره وساتي تر څو دښمنۍ زیاتې نه شي.[۶۶]] له امام رضا(ع) څخه د روایت له مخې کله چې امام علي(ع) شاهدي ورکړه چې دا باغونه حضرت زهرا(س) ته وقف شوي دي، نو له خپلې دعوې یې لاس واخست.[۶۷]

ويل شوي دي چې له امام علي(ع) نه وروسته د حيطان سبعه اداره له امام حسن(ع) او بيا امام حسين(ع) او بيا امام سجاد(ع) او له هغه وروسته د امام حسن(ع) له زوي حسن سره وه. تر دې چې بني عباسو د فاطمې له اولادونو څخه باغونه واخستل او پخپله يې د دې اداره کول شورو کړل.[۶۸]

فوټ نوټ

  1. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۶.
  2. کافی، کلینی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص ۵۱؛ ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۶؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۲۴۱، ۲۹۰-۲۹۱.
  3. مثال په توګه: بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۵۱۸؛ ابن‌سید الناس، عیون الاثر، ۱۹۹۳م، ج۱، ص۲۴۰؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۲.
  4. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۹۹۳م، ج۸، ص۴۰۷؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۳۸۹.
  5. کردعلی، خطط الشام، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۹۰.
  6. کعکی، معالم المدینة المنورة بین المعمارة و التاریخ، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۲۰.
  7. کعکی، معالم المدینة المنورة بین المعمارة و التاریخ، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۲۱.
  8. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۶.
  9. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۳؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۰.
  10. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۰-۱۵۱؛ شُرّاب، المعالم الاثیرة فی السنة و السیره، ۱۴۱۱ق، ص۳۱، ۱۰۰.
  11. شُرّاب، المعالم الاثیرة فی السنة و السیره، ۱۴۱۱ق، ص۲۸۳.
  12. کعکی، معالم المدینة المنورة بین المعمارة و التاریخ، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۲۰؛ صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۶.
  13. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۲۲۹.
  14. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۷.
  15. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۳-۱۷۴.
  16. مراغی شافعی، تحقیق النصرة بتلخیص معالم دار الهجره، ۱۴۳۰ق، ص۵۹۳.
  17. مراغی شافعی، تحقیق النصرة بتلخیص معالم دار الهجره، ۱۴۳۰ق، ص۵۹۲.
  18. مراغی شافعی، تحقیق النصرة بتلخیص معالم دار الهجره، ۱۴۳۰ق، ص۵۹۲؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۳-۱۵۴.
  19. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۴.
  20. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۶-۸۰۷.
  21. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴-۱۷۵؛ ورثیلانی، الرحلة الورثیلانیه، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۵۴۵.
  22. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۳؛ ورثیلانی، الرحلة الورثیلانیه، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۵۴۵.
  23. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۳۵.
  24. شُرّاب، المعالم الاثیرة فی السنة و السیره، ۱۴۱۱ق، ص۲۵۳.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۶۰.
  26. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۶۳.
  27. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۶۳.
  28. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۳؛ شُرّاب، المعالم الاثیرة فی السنة و السیره، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۶.
  29. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۲۲۹.
  30. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۷.
  31. ابن‌هشام، السیره النبویه، بی‌تا، ج۱، ص۵۱۸؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۳۲۵، ۵۱۸؛ ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۶.
  32. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۲۸۵، ۳۲۵، ۵۱۸؛ ابن‌سید الناس، عیون الاثر، ۱۹۹۳م، ج۱، ص۲۴۰؛‌ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۹۹۳م، ج۴، ص۲۱۲.
  33. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۳۸۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۲۸۵، ۳۲۵، ۵۱۸؛ ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۶، ۴۷.
  34. ابن‌هشام، السیره النبویه، بی‌تا، ج۱، ص۵۱۴؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۲۶۶، ۲۸۵، ۵۱۸؛ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۶۵-۶۶، ج۱۴، ص۳۶۹.
  35. ابن‌هشام، السیره النبویه، بی‌تا، ج۱، ص۵۱۸، ج۲، ص۸۸؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۳۸۹؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۲، ص ۵۳۱.
  36. ابن‌هشام، السیره النبویه، بی‌تا، ج۱، ص۵۱۸، ج۲، ص۸۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۳۲۵؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۲، ص ۵۳۱.
  37. ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۷؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  38. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۳۸۸-۳۸۹.
  39. صبری پاشا، موسوعه مرآة الحرمین الشریفین، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۵.
  40. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۵.
  41. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۲۷-۲۸.
  42. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  43. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۲.
  44. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۵؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  45. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  46. حازمی، الاماکن، بی‌تا، ص۳۱؛ اسکندری، الامکنة و المیاه و الجبال و الآثار، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۱۶۲؛ حسینی حنبلی، قلائد الاجیاد، ۱۴۳۰ق، ص۶۷.
  47. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴.
  48. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  49. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۲.
  50. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۴؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  51. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۲۲۹؛ صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۶؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۱.
  52. مراغی شافعی، تحقیق النصرة بتلخیص معالم دار الهجره، ۱۴۳۰ق، ص۵۹۳.
  53. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۵؛ کعکی، معالم المدینة المنورة بین المعمارة و التاریخ، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۲۰.
  54. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۵.
  55. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۴، ص۴۲.
  56. ابن شبه، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۵.
  57. حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۳-۳۶۴؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۷-۴۸.
  58. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۸.
  59. ابن‌شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۶۹؛ سید بن طاووس، کشف المحجه، ۱۳۷۵ش، ص۱۸۲؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۴۱.
  60. حسینی جلالی، فدک و العوالی او الحوائط السبعة فی الکتاب و السنة و التاریخ و الادب، ۱۴۲۶ق، ص۶۴.
  61. خطیب عمری، الروضه الفیحاء فی تواریخ النساء، ۱۴۲۰ق، ص۲۳۰-۲۳۱؛ صبری پاشا، موسوعه مرآة الحرمین الشریفین، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۷-۸۰۸؛ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۵.
  62. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۵؛ صبری پاشا، موسوعه مرآة الحرمین الشریفین، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۸.
  63. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۹.
  64. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۱۵۵.
  65. صبری پاشا، موسوعه مرآة الحرمین الشریفین، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۷.
  66. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۴، ص۸۰۹.
  67. حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۳-۳۶۴؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۷-۴۸.
  68. صبری پاشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸۰۸.

سرچينې

  • ابن‌حجر، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۶.
  • ابن‌سعد، محمد بن منیع، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۹۹۰م.
  • ابن‌سید الناس، ابوالفتح محمد، عیون الاثر فی فنون المغازی و الشمائل و السیر، تعلیق ابراهیم محمد رمضان، بیروت، دارالقلم، ۱۹۹۳م.
  • ابن‌شبه، عمر بن شبه نمیری، ‏تاریخ المدینة المنوره، تحقیق فهیم محمد شلتوت، قم، دار الفکر، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام حمیری، السیرة النبویه، تحقیق مصطفی السقا و دیگران، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • اسکندری، نصر بن عبدالرحمن، الأمکنة و المیاه و الجبال و الآثار، ریاض، مرکز الملک فیصل للبحوث و الدراسات الاسلامیه، ۱۴۲۵ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، ۱۹۹۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، نشر مشعر، چاپ هشتم، ۱۳۸۶ش.
  • حازمی، محمد بن موسی، الاماکن او ما اتفق لفظه و افترق مسماه من الامکنه، بی‌نا، بی‌تا.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبیدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، مجمع احیاء الثقافة الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • حسینی جلالی، محمدباقر، فدک و العوالی او الحوائط السبعة فی الکتاب و السنة و التاریخ و الادب، مشهد، دبیرخانه کنگره میراث علمی و معنوی حضرت فاطمه زهرا(س)، ۱۴۲۶ق.
  • حسینی حنبلی، عبد الرحمن بن ابراهیم، قلائد الاجیاد، تحقیق ولید عبدالله منیس، کویت، مرکز البحوث و الدراسات الکویتیه، ۱۴۳۰ق.
  • حمیری، عبد الله بن جعفر، قرب الإسناد، تحقیق مؤسسة آل البیت(ع)، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۱۳ق.
  • خطیب عمری، یاسین، الروضة الفیحاء فی تواریخ النساء، تحقیق حسام ریاض‌عبدالحکیم، بیروت، مؤسسة الکتب الثقافیه، ۱۴۲۰ق.
  • سمهودی، علی بن احمد، وفاء الوفاء باخبار دار المصطفی، تحقیق خالد عبدالغنی‌محفوظ، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۲۰۰۶م.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، کشف المحجة لثمرة المهجه، تحقیق محمد حسون، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • شرّاب، محمد محمدحسن، المعالم الأثیرة فی السنة و السیره، بیروت-دمشق‏، دار القلم-دار الشامیه، ۱۴۱۱ق.
  • صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۹۹۳م.
  • صبری پاشا، ایوب، موسوعه مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب‏، قاهره، دار الافاق العربیه‏، ۱۴۲۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، چاپ هشتم، ۱۹۶۷م.
  • کردعلی، محمد، خطط الشام، بیروت، مکتبه النوری‏، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • کعکی، عبدالعزیز، معالم المدینة المنورة بین العمارة و التاریخ‏، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۴۱۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مراغی شافعی، ابوبکر بن حسین، تحقیق النصرة بتلخیص معالم دار الهجره، تحقیق ابویعقوب نشات کمال، فیوم، دار الفلاح للبحث العلمی و تحقیق التراث، ۱۴۳۰ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبد الحمید النمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۹۹۹م.
  • ورثیلانی، حسین بن محمد، الرحلة الورثیلانیه، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیه، ۱۴۲۹ق.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.