منځپانگې ته ورتلل

طلع البدر علینا

د wikishia لخوا
طلع البدر علینا
کينډۍتواشیح/سندر
موضوعپیغمبر(ص)
موقعمدینې ته د پیغمبر(ص) راتګ
ژبهعربي
د شعر ویلو وختد هجري قمري ۱ پېړۍ
ځایمدینه
د شعر ویلو محرکد پیغمبر(ص) هرکلی
سندرغاړید مدینې ښځې او ماشومان
غږ


د طَلَعَ الْبَدْرُ عَلَيْنا معنی «سپوږمۍ پر موږ راوخته» د هغه نعت[۱] لومړۍ نیم بیتي ده چې د مدینې خلکو د پیغمبر(ص) مدینې ته د رسیدو په وخت کې د هرکلی په توګه ویلی و.[۲] ډیرو قاریانو او سندرغاړو دا په مختلفو سټایلونو کې ویلی دی.[۳]

دا پېښه په روایتونو او خلکو کې د هغه وخت لپاره مشهوره ده کله چې پیغمبر(ص) د هجرت په وخت مدینې ته ننوته،[۴] خو ځینو دا د تبوک له جګړې څخه د پیغمبر(ص) د راستنیدو په وخت د هرکلي په توګه ګڼلی ده[۵] او نورو یې د مکې د فتحې په وخت کې د مکې د ښځو د هرکلي سره تړلی ګڼلی دی.[۶] همدارنګ د «طلع البدر علینا» د نعت د ویونکو په اړه هم اختلاف دی؛ د څلورمې پیړۍ عالم راغب اصفهاني د مدینې ښځې د دې نعت د ویونکیو په توګه معرفي کړې دي،،[۷] خو د پنځمې پیړۍ مورخ بیهقي او د شپږمې پیړۍ شیعه عالم طبرسي ښځې او ماشومان د دې نعت ویونکي ښودلي دي.[۸] او ځینو سرچینو یوازې ماشومان[۹] د دې د ویونکو په توګه یاد کړي دي.

ځینو شیعه عالمانو د دې روایت د صحت په اړه شک کړې دي ځکه چې د ښځو شعر ویل د پیغمبر(ص) شان سره سمون نه لري،[۱۰] خو نورو یې د پیښې په وخت کې، چې د ځینو احکامو له نازلیدو دمخه وه، دا جایز ګڼلی دی.[۱۱] ځینو سني عالمانو د دې پیښې د متن او سلسلې په اړه هم شک کړی دی او دا یې ضعیفه ګڼلې ده.[۱۲] غزالي (وفات ۵۰۵ هجري)، یو سني عالم، په دې پیښه کې د تنبل غږول، چې په ځینو روایتونو کې ذکر شوی دی[۱۳]، د دې دلیل ګڼلی چې د خوښۍ په وختونو کې تنبل غږول جائز دي.[۱۴]

طَلَعَ الْبَدْرُ عَلَیْنا
مِنْ ثَنِیّاتِ الْوِداع [یادونه ۱]
وَجَبَ الشُّکْرُ عَلَینا
ما دَعی للهِ داع
أَیُّهَا الْمَبْعُوثُ فِینا
جِئْتَ بِالاَْمْرِ اْلمُطاع[۱۵]
جِئْتَ شَرَّفْتَ الْمَدِینَة
مَرْحَباً یا خَیْرَ داع[۱۶]

ژباړه :

سپوږمۍ پر مونږ راوخته
له «ثنیات» څخه چې د خدای ملۍ ځای دی
د خدای شکر پر مونږ واجب شو
تر هغه وخته چې بلونکي خدای وبلي
ای هغه کسه چې په مونږ کې مبعوث شوی یې
داسې فرمان دې راوړ چې اطاعت یې شوی
راغلی او مدینې ته دې عزت ورکړ
په خېر راغلی ای له ټولو غوره بلونکيه


فوټ نوټ

  1. شعیب، مرآت الاولیاء، ۱۳۷۹ش، ص۸۱.
  2. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۱۷.
  3. «تواشیح عربی طلع البدر علینا»، پایگاه ضیاء الصالحین.
  4. الأندنوسی، «دراسة فی حدیث (طلع البدر علینا) دراسة حدیثیة للخبر و النشید»، ص۷۲.
  5. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۸، ص۳۹۴.
  6. جاحظ، البیان و التبیین، ۲۰۰۲م، ج۳، ص۲۸۲؛ ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۳۸۷.
  7. راغب اصفهانی، محاضرات الأُدَباء، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۴۸۷.
  8. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۵۰۶-۵۰۷؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۶۵.
  9. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‏۱، ص۱۱۷.
  10. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱۷، پاورقی ص:۲۱۳.
  11. ابن‌أبی‌جمهور، عوالی اللئالی، ۱۴۲۰ق، ج۱، پاورقی ص۲۶۱.
  12. الأندنوسی، «دراسة فی حدیث (طلع البدر علینا) دراسة حدیثیة للخبر و النشید»، ص۸۸.
  13. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‏۱، ص۱۱۷؛ شعیب، مرآت الاولیاء، ۱۳۷۹ش، ص۸۱.
  14. غزالی، احیاء علوم الدین، بیروت، ج۶، ص۱۵۱.
  15. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۲۰۲.
  16. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۰۹.

سرچينې

  • ابن‌أبی‌جمهور، محمد بن زین‌الدین، عوالی اللئالی العزیزیة فی الأحادیث الدینیة، محقق و مصحح: مجتبی عراقی، قم، دار سیدالشهداء، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارصادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • الأندنوسی، انیس بن احمد، «دراسة فی حدیث (طلع البدر علینا) دراسة حدیثیة للخبر و النشید»، المدینة المنورة، شماره ۱۲، محرم - ربیع‌الأول ۱۴۲۶ق.
  • بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، تحقیق: عبدالمعطی قلعجی، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • «تواشیح عربی طلع البدر علینا»، پایگاه ضیاء الصالحین، تاریخ بازدید:۱۱ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • جاحظ، عمرو بن بحر، البیان و التبیین، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۲۰۰۲م.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • خلیلی، جعفر، موسوعة العتبات المقدسة، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۹۸۷م،
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، محاضرات الأُدَباء و مُحاورات الشُعراء و البُلغاء، بیروت، دار الارقم بن ابی‌الارقم، ۱۹۹۹م،
  • شعیب، محمد، مرآت الاولیاء، اسلام‌آباد، مرکز تحقیقات فارسی ایران و پاکستان، ۱۳۷۹ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم الدین‏، بیروت، دارالکتب العربی‏، چاپ اول، بی‌تا.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی(ع)، ۱۴۰۶ق.
  • مقریزی، تقی‌الدین‏، امتاع الأسماع‏، تحقیق: محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.

باندنۍ تړنې