د نور غر
| هیواد | عربستان |
|---|---|
| برخه | مکه |
| نور نومونه | د حرا غر |
د نور غر یا د حرا غر د مکې معظمې له مشهورو غرونو څخه یو غر دی،[۱] چې د لومړي وحی د نازلیدو له سببه او په حرا غار کې د پیغمبر(ص) د رسالت د شورو کیدو له امله یو ځانګړی مقام لري.[۲] دا غر د حرا د غار په نوم پیژندل شوی دی، چیرې چې به پیغمبر(ص) خلوت کاوه او مناجات به یې کول، او هم هلته په پیغمبرۍ مبعوث شو.[۳]

د روایتونو له مخې، د حرا غر د معجزو ځای و لکه د پیغمبر(ص) په امر د هغې حرکت کول[۴] او د هغې ډبرې د حضرت ابراهیم(ع) په لاس د کعبې په جوړولو کې کارول شوي دي.[۵] شیعه تاریخ پوه رسول جعفریان، د پیغمبر(ص) د یوه روایت له مخې، د حرا غر د خدای د تجلۍ سمبول ګڼلی دی.[۶] او اشاره یې کړې چې په ځینو متنونو کې، دا غر د سینا او جودي د مقدس غرونو تر څنګ یاد شوی دی.[۷]
د نور غر د جاهلیت په وخت کې هم ځانګړی مقام درلود،[۸] او د ځینې شاعرانو لکه عوف بن احوص[۹] او د پیغمبر(ص) د تره ابو طالب[۱۰] په شعرونو کې یې یادونه شوې ده.
د نور غر د مکې شمال ختیځ کې موقعیت لري، له مسجد الحرام څخه څلورو تر شپږو کیلومیټره لرې دی[۱۱] او د مکې د ښار په پراخیدو سره د ښار دننه راغلی دی.[۱۲]
د شیعه مفسر سید محمد حسین تهراني (مړینه ۱۳۷۴لمریز) په وینا،[۱۳] د نور غر په تورات کې د فاران غر ذکر شوی دی؛[۱۴] په هرصورت، سید مرتضی عسکري (مړینه ۱۳۸۶لمریز) په دې باور دی چې په تیرو وختونو کې به د مکې ځمکې[۱۵] یا د مکې غرونه،[۱۶] فاران بلل کېدل، او د نور غر د فاران غر سره هیڅ تړاو نلري. همدارنګه، د شِفَاء الغَرام د کتاب د لیکوال په وینا (چې په نهمه هجري پیړۍ کې تالیف شوی)، ځینو ویلي دي چې پیغمبر(ص) مدینې ته د هجرت پرمهال مشرکینو څخه د ځان ساتلو لپاره په حرا غره کې پټ شوی و؛[۱۷] خو هغه دا ادعا حیرانونکې ګڼي او د مشهورې وینا له مخې، هغه ځای چې پیغمبر(ص) پکې پټ شوی و هغه د ثور غار ګڼي.[۱۸]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ حشمتی، «حراء»، مخ۸۲۳.
- ↑ فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۷.
- ↑ حشمتی، «حراء»، مخ۸۲۳.
- ↑ طبرسی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۲۲۰؛ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۵۶.
- ↑ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۳۴.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۶.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۲۲۶.
- ↑ فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۹.
- ↑ بکری، معجم ما استعجم من أسماء البلاد و المواضع، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۴۳۲.
- ↑ فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱،مخ۴۹۹.
- ↑ حشمتی، «حراء»، مخ۸۲۳.
- ↑ حشمتی، «حراء»، مخ۸۲۳.
- ↑ حسینی طهرانی، تفسیر آیه نور (الله نور السموت و الارض)، ۱۳۹۲ش، مخ۱۰۸.
- ↑ کتاب اول سموئیل نبی، ۱:۲۵.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۲۱۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۲۵۱.
- ↑ فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۸.
- ↑ فاسی، شفاء الغرام باخبار البلد الحرام، ۱۳۸۶ش، ټوک۱، مخ۴۹۸.
سرچينې
- البکري، عبدالله بن عبدالعزیز، معجم ما استعجم من أسماء البلاد والمواضع، څېړنه: مصطفی سقا، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۰۳ق.
- حسینی طهراني، سید محمدحسین، تفسیر آیه نور (الله نور السموت و الارض) (د نور آیت تفسیر)، سمون: سید محمدمحسن حسینی طهراني، تهران، مکتب وحی، ۱۳۹۲ش.
- حشمتي، فریده، «حراء»، په د اسلام د نړۍ په دایرةالمعارف کې، ۱۲ ټوک، تهران، د اسلامي دایرةالمعارف بنسټ، ۱۳۸۷ش.
- جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، درېیم چاپ، ۱۳۸۳ش.
- سیوطي، عبدالرحمن بن ابيبکر، الدر المنثور في التفسیر بالمأثور، قم، د حضرت آیتالله العظمی مرعشي نجفي عامه کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
- طبرسي، احمد بن علي، الاحتجاج علی أهل اللجاج، څېړنه: محمد باقر خرسان، نشر مرتضی، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
- عاملي، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبي الاعظم(ص)، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۲۶ق.
- فاسي، محمد بن احمد، شفاء الغرام بأخبار البلد الحرام، ژباړه: محمد مقدس، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
- قائدان، اصغر، تاریخ آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره (د مکې مکرمې او مدینې منورې د اسلامي آثارو تاریخ)، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
- مقریزي، احمد بن علي، امتاع الأسماع، څېړنه: محمد عبدالحمید، بیروت، دارالکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.