جامع احادیث الشیعه (کتاب)
جامِعُ أحادیثِ الشّیعَة فی احکام الشریعه په عربۍ ژبه یو کتاب دی چې د شیعه فقهي حدیثونه پکې دي. کتاب د تقلید د مرجع ایت الله بروجردي (وفات ۱۳۸۰ق) په وړاندیز او د هغه د ځینو شاګردانو په تېره بیا اسماعیل مغزي ملایري په هڅه تالیف شوی دی.
د کتاب لیکنه په ۱۳۷۰ ق کال کې د وسایل الشیعه کتاب د ځینو نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره پېل شوه او په دوام کې ځینې نور د شیعه فقي روایي سرچینې ورزیاتې شوې. جامعیت، د حدیثونو نه تقطیع، باب بندي، د آیات الاحکام ذکر او د ادابو او سنتونو له روایتونو څخه د فقهې حدیثونو جدا کول د شیعه د احادیثو د جامع له ځانګړنو ګڼل شوې دي.
د کتابه لیکنه په ۱۳۷۰ ق کال کې پېل او له لسو کلونو وروسته یې لومړی ټوک خپور شو. جامع احادیث په ۲۶ ټوکیزو او ۳۱ ټوکیزو ټولګو کې چاپ شوی دی. ۳۱ ټوکیز چاپ یې د شیعه فقې د سرچینو په عنوان په فارسۍ ژبه ژباړل شوی دی.
لیکوالان
جامع الاحادیث د شیعه د تقلید د مرجع ایت الله بروجردي (وفات ۱۳۸۰ق) او د هغه د شلو شاګردانو په ملګرتیا [یادادشت۱] لیکل شوی دی.[۱] د کتاب نوټ لیکل له اوو کلونو وروسته پای ته ورسیدل. اسماعیل معزی ملایری، علي پناه اشتهاردي او محمد واعظ زاده خراساني د هغه بیا کتنه وکړه. باب بندي یې د اسماعیل معزي ملایري له خوا شوې ده.[۲]
آیت الله بروجردی په ۱۳۷۰ ق/ ۱۳۲۹لمریز کال کې د کتاب د لیکلو وړاندیز وکړ.[۳]
اهمیت
جامع احادیث الشیعه، له دوهمې قمري پېړۍ تر څلورمې پېړۍ د شیعه حدیثونه د فقهې تر سلو زیاتې روایی سرچینې لري.[۴] له دې امله یې ژباړه «د شیعه د فقې سرچینې» نومول شوې ده.[۵] د دغه کتاب د حدیثونو شمېر ۴۸۳۴۲ حدیثونو ته رسیږي.[۶]
آیت الله بروجردی، جامع احادیث الشیعه د خپل عمر ثمره ګڼي.[۷] د تقلید ځینو مراجعو لکه امام خمیني له دغه کتابه استفاده کوله.[۸] د تقلید مرجع ایت الله سبحاني، د جامع احادیث الشیعه نظم، ترتیب او جامعیت ستایلی او باوري دی چې دا کتاب، فقیه د شیعه نورو حدیثي جوامعو ته له مراجعې بې نیازه کوي.[۹]
د تالیف محرک
د جامع احادیث الشیعه د لیکلو د وړاندیز انګېزه، د وسائل الشیعه کتاب د کمزوریو او اعتراضونو لرې کول ذکر شوې دي[۱۰] چې اجتهاد یې له سستۍ سره مخامخاوه.[۱۱] له دغو اعتراضاتو او اشکالاتو څخه د احادیثو تقطیع و چې د حدیثونو د تکرار، د کتاب د حجم د زیاتېدو او له یو بل سره د روایتونو د اول او اخر د اړیکو د غوڅېدو سبب کېده.همداراز د روایتونو تقطیع سبب کېده چې مولف د تکرار د مخنیوي لپاره، په هرې قطعې او ټوټ کې یوازې د حدیث یو سند ته اشاره وکړي، په داسې حال کې چې د مختلفو سندونو راوړل ځینې فایدې لري. د مثال په توګه په ځینو مواردو کې د حدیث په مستفیض والي دلالت کوي.[۱۲]
د کتاب د یو لیکوال محمد واعظ زاده په لیکنه، د کتاب لیکل په دې نظر پېل شول چې یوازې د وسائل الشیعه کتاب حدیثونه ملحوظ شي. له دې امله په لومړیو کې د «تهذیب الوسائل» په نوم یادېده؛[۱۳] خو په دوام کې فیصله دا شوه چې له کتب اربعه ، مستدرک الوسائل او نورو حدیثي متونو د شیعه د فقې ټول حدیثونه پکې شامل شي.[۱۴] له دې امله ایت الله بروجردي هغه جامع احادیث الشیعه ونوموه.[۱۵]
آیت الله بروجردي د کار له پېله یوه کال وروسته فیصله وکړه چې د هر باب په اخر کې د اهل سنتو حدیثونه هم ذکر کړي. ویل شوي چې د هغه دلیل دا و چې اهل سنتو ته وپوهوي چې هغه فروع چې هغوي له قیاس او استحسانه لاسته راوړي دي، له روایتونو حاصلولی شو.[۱۶] هغه همداراز باوري دی چې شیعه فقه د اهل سنتو په فقې ناظره ده او د اهل سنتو عالمانو له فتواګانو او د هغوي له روایتونو خبرېدل، د روایتونو په ښه پوهېدلو کې اثر لري.[۱۷]
دا کار د طهارت کتاب تر پایه پورې وشو، خو په دوام کې ایت الله بروجردي له خپلې فیصلې واوړېده. ویل شوي چې د هغه اوړېدل د هغه د زوي محمد حسن تر اثر لاندې وو چې باوري وو خلک به وایي چې:شیعه عالمانو د اهل بیتو حدیثونه د نورو له حدیثونو جدا کړل، خو ایت الله بروجردي هغه په خپلو کې مخلوط کړل.[۱۸]
مینځ پانګه
کتاب یوه سریزه لري چې د شیعه حدیث د تدوین په سېر سره پېل کیږي.[۱۹] د اسلام د پېغمبر(ص) او د هغه د اهل بیتو[۲۰] د سنت حجیت، د قیاس نه جایز والی او په عبادتونو کې د نیت وجوب د کتاب د سریزې له نورو بحثونو دي.[۲۱]
د سریزې لیکل په خپله ایت الله بروجردي پېل کړل او د هغه له وفاته وروسته یې زوي سید محمد حسن هغه بشپړه کړه.[۲۲]
کتاب د فقې د بابونو په ترتیب له عبادتونو تر قصاص او دیاتو پورې تدوین شوی دی.[۲۳] د کتاب لومړی باب چې د مقدماتي بابونو په توګه او د فقهي بابونو له شورو کېدو مخکې مطرح شوی دی؛ د علم د طلب د واجبوالي، په شرعي احکامو کې د حجت او د فتوا ورکولو او بې له علم او حجته د قضاوت کولو او عمل کولو د حراموالي په اړه دی. دا باب د بقرې سورې په ۱۲۹ ایت سره پېل شوی رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ای پالونکیه، په هغوي کې په خپله له هغوي څخه یو رسول راپاڅوه، چې ستا ایتونه پر هغوي ولولي او هغوي ته کتاب او حکمت ورزده کړي او پاک یې کړي، ځکه چې ته په خپله ماته نه خوړونکی حکیم یې»[۲۴] او د دې باب اخري مطلب هاشم صاحب البرید ته د امام صادق(ع) یو روایت دی چې وې فرمایل: خبر اوسئ چې که یو شی مو له مونږ نه وي اورېدلی او مونږ پورې یې وتړئ ستاسو لپاره به د شر، سرخوږي او ځورېدو سبب شي.[۲۵][یاداشت۲]
ځانګړنې
د جامع احادیث الشیعه په سریزه کې، دهغه لپاره ۲۳ ځانګړنې ذکر شوې دي چې ځینې دا دي:
- د حدیثونو نه تقطیعېدل: هر حدیث په سند او پوره متن سره په ډېر مناسب باب کې ذکر شوی دی.
- د یو بل په څنګ کې د یوې فقهې مسالې د ټولو روایتونو راغونډول
- د حدیوثنو د اسنادو او متن تلفیق: که یو حدیث له تېر حدیث سره سندي اشتراک ولري، د سند مشترکې برخې نه دي تکرار شوي او د «بهذا الاسناد»په عبارت سره په ګوته شوې دي.
- په قرآني ترتیب سره د هر باب په اول کې په موضوع پورې د اړوندو ایتونو ذکرول.
- په فقهي احکامو پورې له اړندو حدیثونو څخه د سننو، ادابو او دعاګانو د روایتونو جدا کول او په جدا ټوک کې یې راوستل.
- له کتب اربعه څخه منقول حدیثونه له خطي نسخو سره مقابله شوې دي.
- جامعیت: د فقهې ټول بابونه له طهارت تر دیاتو پورې پکې راغلې دي.[۲۶]
روده
د جامع الاحادیث لیکوالانو، په هر باب کې اول په هغه پورې اړوند فقهي ایتونه راوړې دي. بیا یې هغه حدیثونه چې پر اساس یې فتوا ورکړل شوې له معارضو حدیثونو مخکې او عام او مطلق ایتونه له خاصو او مقیدو ایتونو مخکې راوړي دي. همداراز هر باب ځینې فصلونه لري چې په ذیل کې یې فقهي مسایل او د هرې فقهي مسالې په ذیل کې په هغه پورې اړوند حدیثونه نقل شوې دي.[۲۷] د دغه ټولګې په لیکنه کې د ایت الله بروجردي اساسات او مبانی لکه د قرآن او د معصومانو د سنت مرجعیت د روایتونو په سنجولو او د حدیثونو د ټکیو په پېژندلو کې د پام وړ دي.[۲۸]
له نورو حدیثي ټولګو سره یې پرتله
د شیعه مهمې حدیثي ټولګې | مؤلف | وفات | د حدیثونو شمېر | وضاحتونه |
المحاسن | احمد بن محمد برقي | ۲۷۴ق | کابو ۲۶۰۴ | په مختلفو موضوعاتو د روایتو ټولګه لکه فقه او اخلاق |
الکافي | محمد بن یعقوب کلیني | ۳۲۹ق | کابو ۱۶۰۰۰ | د اعتقادی، اخلاقی، آداب او فقهی حدیثونو قسمونه |
د من لایحضره الفقیه کتاب | شیخ صدوق | ۳۸۱ق | کابو ۶۰۰۰ | فقهی احادیث |
تهذیب الاحکام | شیخ طوسي | ۴۶۰ق | کابو ۱۳۶۰۰ | فقهی احادیث |
الاستبصار فیما اختلف من الاخبار | شیخ طوسي | ۴۶۰ق | کابو ۵۵۰۰ | فقهی احادیث |
الوافي | فیض کاشاني | ۱۰۹۱ق | کابو ۵۰۰۰۰ | د شیعو څلور کتابونه د حدیثونو لرونکی، د مکرراتو په لرې کولو او د ځینو په شرحې سره |
وسائل الشیعه | شیخ حر عاملي | ۱۱۰۴ق | ۳۵۸۵۰ | د شیعو څلور کتابونه او تر اویا نورو حدیثي کتابونو فقهي حدیثونه |
بحارالانوار | علامه مجلسي | ۱۱۱۰ق | کابو ۸۵۰۰۰ | په مختلفو موضوعاتو کې د معصومینو د اکثرو روایتونو راغونډول |
مستدرک الوسائل | میرزا حسین نوري | ۱۳۲۰ق | ۲۳۵۱۴ | د وسائل الشیعه د فقهي حدیثونو تکمیل |
سفینة البحار | شیخ عباس قمي | ۱۳۵۹ق | ۱۰ ټوکه | د بحار الانوار کتاب لپاره د الفبا په اساس د موضوعي فهرست وړاندې کول |
مستدرک سفینة البحار | شیخ علی نمازي | ۱۴۰۵ق | ۱۰ ټوکه | د سفینة البحار تکمیل |
جامع احادیث شیعه | آیت الله بروجردي | ۱۳۸۰ق | ۴۸۳۴۲ | د شیعه د فقهي حدیثونو راغونډول او باب بندي |
میزان الحکمه | محمدي ری شهري | معاصر | ۲۳۰۳۰ | ۵۶۴ غیر فقهي عنوان |
الحیات | محمد رضا حکیمي خراساني | معاصر | ۱۲ ټوکه | ۴۰ څپرکي په مختلفو فکري-علمي موضوعاتو کې |
چاپ او ترجمه
د جامع احادیث الشیعه کتاب د لومړي ټوک چاپ چې د مقدمات او طهارت بابونه یې لرل، په ۱۳۸۰ ق، د ایت الله بروجردي په ژوند کې پیل شو او د هغه له وفاته څو ورځې پس خپور شو.[۲۹] په ۱۳۸۵ ق کال کې د کتاب دوهم ټوک چاپ شو چې د لمانځه ځینې بابونه پکې شامل شول.[۳۰]
په ۱۳۹۶ ق کال کې د ایت الله خویي په ملاتړ په قم کې د کتاب پوره چاپ پیل شو او په ۱۴۱۵ ق کال چې له ۱۳۷۳ ل کال سره سمون خوري په ۲۶ ټوکو کې پای ته ورسېد.[۳۱] جامع الاحادیث د ۳۱ ټوکو په ټولګه کې هم چاپ شوی دی.[۳۲] دا چاپ په ۱۳۷۱ ل کې پیل او په ۱۳۷۳ کال کې پای ته ورسید. په دې چاپ کې کابو زر حدیثونه چې په وسائل الشیعه او مستدرک الوسائل کې نه وو راغلي، په کتاب ورزیات شول. همداراز د ځینو حدیثونو د کلماتو معنې او وضاحت هم پکې راغی.[۳۳]
جامع احادیث الشیعه کتاب چې په عربې ژبه لیکه شوی د «منابع فقه شیعه»په نامه د مهدی حسینیان قمی او محمدحسین صبوری له خوا په فارسۍ ژباړل شوی دی. فرهنګ سبز خپرنځي دا ژباړه په ۱۴۲۹ ق کال کې په تهران کې چاپ کړې ده.[۳۴]
کره کتنې
په جامع الاحادیث کتاب ځینې اعتراضونه شوې دي؛ منجمله ویل شوي چې په دې کې ټول آیات الاحکام نه دي راغلي او ځینې یې تقطیع شوې دي، په الکافي کتاب کې د «عدة من اصحابنا» ( ځینې شیعیان) مطلب نه مشخص کول، د تهذیب الاحکام او من لایحضره الفقیه کتابونو د اسنادونه ټاکنه، د ځینو علامتونو نه مفهوم والی او اصلي سرچین ته نه مراجعه، هغه نور اعتراضات دي چې په دې کتاب شوې دي.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۵.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۶-۱۴۷.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۲-۱۴۳.
- ↑ حسینیان قمی و صبوری، منابع فقه شیعه، ۱۴۲۹ق، ج۲۲، ص۱۲.
- ↑ حسینیان قمی و صبوری، منابع فقه شیعه، ۱۴۲۹ق، ج۲۲، ص۱۲.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۹۰.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۷۱ش، ج۱، مقدمه ص۱۱.
- ↑ «جامع احادیث الشیعه؛ یادگار ارزشمند آیت الله العظمی بروجردی قدس سره»، خبرگزاری رسمی حوزه.
- ↑ سبحانی، مصادر الفقه الاسلامی و منابعه، ۱۴۱۹ق، ص۳۶۷.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۰ش-۱۴۲۲ق، ج۱، مقدمه سید محمدحسن بروجردی، ص۱۷.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۳.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۵-۱۴۶.
- ↑ واعظزاده، زندگی آیت الله العظمی بروجردی، ۱۳۸۵ش، ص۸۶ و ۹۲.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۵-۱۴۶.
- ↑ رحمانستایش، «جامع احادیث الشیعه»، ج۱، ص۴۳-۵۶.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۶-۱۴۷.
- ↑ تبریزی، «جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن»، ص۱۴۶-۱۴۷.
- ↑ واعظزاده، زندگی آیت الله العظمی بروجردی، ص۹۵.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۰ش-۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۴-۹۳.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۰ش-۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۴-۹۳.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۹۰.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۹۰.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۹۰.
- ↑ بروجردی، جامع أحاديث الشيعة، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۸۶.
- ↑ بروجردی، جامع أحاديث الشيعة، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۱۰۴.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۰ش/۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۱-۳۳.
- ↑ رحمانستایش، «جامع احادیث الشیعه»، ج۱، ص۴۳-۵۶.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۱۰۱-۱۱۰.
- ↑ واعظ زاده، زندگی آیت الله العظمی بروجردی، ص۱۳۳.
- ↑ رحمانستایش، «جامع احادیث الشیعه»، ج۱، ص۴۳-۵۶.
- ↑ واعظ زاده، زندگی آیت الله العظمی بروجردی، ص۱۳۳.
- ↑ طباطبایی بروجردی، جامع احادیث الشیعه، ۱۳۸۰ش-۱۴۲۲ق.
- ↑ رحمانستایش، «جامع احادیث الشیعه»، ج۱، ص۴۳-۵۶.
- ↑ حسینیان قمی و صبوری، منابع فقه شیعه، ۱۴۲۹ق.
- ↑ فرزندوحی و فتاحی، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، ص۹۴-۱۰۱.
سرچينې
- تبریزی، محمد، جامع احادیث شیعه امتیازها و ضعفها و روش استفاده از آن، کاوشی نو در فقه، شماره۵۶، تابستان ۱۳۸۷ش.
- حسینیان قمی و صبوری، مهدی و محمدحسین، منابع فقه شیعه، تهران، انتشارات فرهنگ سبز، ۱۴۲۹ق.
- رحمانستایش، محمدکاظم، مدخل «جامع احادیث الشیعه» در دانشنامه جهان اسلام.
- سبحانی، جعفر، مصادر الفقه الاسلامی و منابعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۹ق.
- فرزندوحی، جمال، و فتاحی، امیر، «نگاهی دیگر به جامع احادیث الشیعه»، سفینه، شماره ۵۶، ۱۳۹۶ش.
- طباطبایی بروجردی، سید حسین، جامع احادیث الشیعه فی احکام الشریعه، قم، نشر الصحف، ۱۳۷۱ش/۱۴۱۳ق.
- طباطبایی بروجردی، سید حسین، جامع احادیث الشیعه فی احکام الشریعه، قم، المهر، ۱۳۸۰ش-۱۴۲۲ق.
- واعظزاده خراسانی، محمد، زندگی آیت الله العظمی بروجردی و مکتب فقهی، اصولی، حدیثی و رجالی وی، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۷۹ش.
- «جامع احادیث الشیعه؛ یادگار ارزشمند آیت الله العظمی بروجردی قدس سره»، خبرگزاری رسمی حوزه، انتشار ۶ خرداد ۱۳۸۹، بازبینی ۱۵ آذر ۱۳۷۹ش.