د اهل الذکر آیت

د wikishia لخوا

د اَهلُ‌ الذّکر یا سؤال آیت (نحل: ۴۳ او انبیاء: ۷) ټول خلک په تېره بیا مشرکان د اسلام د پېغمبر(ص) د نبوت د حقیقت په باره کې له اهل ذکر (د علم له خاوندانو) پوښتنه کولو ته رابلي. دا ایت هغه وخت نازل شو چې د مکې مشرکان د اسلام د پېغمبر(ص) د دعوت منکران شول او وې ویل چې خدای باید له فرښتو څخه یو پېغمبر غوره کړي.

د مفسرانو په نظر په دغو آیتونو کې له اهل ذکره مطلب د یهودو او نصاراو عالمان او یا په تېرو خبرونو خبر عالمان او د تېرو امتونو په حالاتو خبر عالمان دي او له پوښتنې مطلب، د نبوت د نښو پوښتنه کول دي چې د هغوي په کتابونو کې موجودې دي.

مفسرانو د دغه دوو ایتونو په ذیل کې د شیعه سني له کتابونو په مختلفو روایتونو په استناد سره د اهل الذکر تر ټولو ښکاره مصداق اهل بیت(ع) ګڼلې دي چې باید د دین احکام او تفسیر له هغو واخلو.

په ځینو اصولي کتابونو کې د واحد خبر د حجیت لپاره په دغه ایت استناد شوی دی.

متن و ترجمه

وَ مَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِک إِلَّا رِجَالًا نُّوحِی إِلَیهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّکرِ إِن کنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ


او له تا مخکې مو [هم] ونه لېږل مګر داسې کسان چې ورته مو وحي کوله، نو له اهل ذکره پوښتنه وکړئ، که تاسو نه پوهېږئ.



د نزول شان

له ابن عباسه روایت دی چې کله محمد(ص) په پېغمبرۍ معبوث شو، دا خبره د مکې په خلکو ښه رانه غله او د هغه حضرت د نبوت انکار یې وکړ.وې ویل خدای تر دې لوی دی چې د انسانانو له مینځه یو پېغمبر غوره کړي. د مشرکانو د ادعا په ځواب کې دا ایت او د یونس سورې دوهم ایت «أَ كانَ لِلنَّاسِ عَجَباً أَنْ أَوْحَيْنا إِلى‏ رَجُلٍ مِنْهُمْ» (آیا د خلکو لپاره د حیرانۍ خبره ده چې د هغوي په مینځ کې مو په یو کس وحي وکړه) نازل شو.[۱] همداراز ویل شوي چې د اهل الذکر ایت د مشرکانو په ځواب کې نازل شوی چې ویل یې د خدای پېغمبر دې ولې یوه فرښته نه وي.[۲]

مینځ پانګه

طبرسي په مجمع البیان تفسیر کې د دغه ایت لومړۍ برخه د دې ټکي ښودونکې ګڼي چې خدای د خلکو له جنسه خپل رسول ولیږه چې خلک یې وویني، ورسره خبرې وکړي او په خبره یې پوه شي؛ پر دې اساس صحیح نه ده چې د یو انسان په ځای یوه فرښته د پېغمبر په توګه د خپل پېغام په رسولو ماموره کړي.[۳]

علامه طباطبایي هم دا ایت د رسولانو د استولو د څرنګوالي د بیان په مقام کې ګڼي چې مشرکان پوه شي دیني بلنه معمولي او عامه بلنه ده؛ په دې فرق سره چې خدای تعالی د دغه بلنې خاوندانو ته د وحي په وسیله هغه څه چې د دنیا او آخرت صلاح دي لیږي او هیڅ غیبي طاقت نیشته چې د خلکو اراده او اختیار باطل کړي او هغوي د دیني بلنې منلو ته مجبوره کړي او هیڅ پېغمبر هم ادعا نه ده کړې چې ټاکل شوې د هغه په تکویني طاقت او غیبي قدرت سره پر نړۍ واکمن جاري نظام ختم شي.[۴] د هغه د نظر په اساس د «فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ» ایت دوهمه برخه که څه هم د خدای رسول(ص) او د هغه قوم ته خطاب دی خو عام خلک په تېره بیا مشرکانو ته خطاب کوي چې هر چا ته د نبوي دعوت حقیقت نه وي رسېدلی او پرې نه وي پوه شوی له اهل علمه دې پوښتنه وکړي.[۵] د علامه طباطبایي په وینا که څه هم د اهل الذکر د ایت ظاهر ټولو ته خطاب دی؛ خو پېغمبر او مومنان چې د پېغمبرانو په باره کې په الهي دود (چې د عامو انسانانو له مینځه دي) او د هغوي په ماموریت خبر دي له اهل ذکره پوښتنې ته ضرورت نه لري او مشرکان هم چې نه یوازې د پېغمبر په نبوت او رسالت ایمان نه لري؛ بلکې په هغه پورې ټوکې کوي او مجنون یې ګڼي؛ په نتیجه کې یوازې د تورات پېروان (یهودیان) دې ته په پام سره چې له پېغمبر(ص) سره هم دښمني لري د ایت د مخاطبانو په توګه باقي پاتې کیږي.[۶]

مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې هم د ایت دوهمه برخه (له اهل علمه پوښتنه کول) په دې حقیقت تاکید او تایید ګڼي چې له عادي لارو انسانانو ته د وحي رسولو کار د پېغمبرانو دنده ده، نه دا چې په یو خارق العاده او مافوق الفطره ځواک او د طبیعت د قوانینو په ګډوډولو سره خلک د دعوت منلو او د ټولو انحرافاتو پرېښودلو ته مجبوره کړي او که داسې وای نو بیا خو ایمان راوړل څه ویاړ او تکامل نه و.[۷]

اهل‌ الذکر او مصداقونه یې

مفسرانو د اهل الذکر ایت په ذیل کې له اهل ذکره مطلب او مصداقونه یې جاجولي دي. د مفسرانو د نظر مطابق د دغه ایت سیاق او سباق ته په پام سره، له اهل ذکره مطلب، اهل علم او پوه خلک دي؛ هغه کسان چې له ذکر (قرآن، اسماني کتابونو او...) سره زیات تعلق او اړیکي لري او زمونږ په دې ایت کې، اهل ذکر، د یهودو او نصاراوو عالمان[۸] یا په تېرو خبرونو خبر عالمان او د تېرو قامونو له احوالو خبر کسان دي.[۹] له سواله مطلب هم د نبوت له نښو پوښتنه کول دي چې په کتابونو کې یې شته دي.[۱۰] سره له دې مفسرانو د اهل الذکر مفهوم عام اخستی او ورپاره یې نور مصداقونه هم ذکر کړې دي. په شیعه سني مفسرانو کې د اهل ذکر د مصداق په اړه دوه نظرونه مطرح دي:


اهل‌ بیت(ع)

شیعه مفسرانو د ډېرو رویتونو[۱۱] [یاد داشت] په استناد د اهل ذکر کامل او ښکاره مصداق اهل بیت(ع) ګڼلي دي.[۱۲] د اهل سنتو په ځینو تفسیرونو کې هم په ځینو روایتونو منجمله له امام علي(ع) له حارثه د سدّي په روایت له اهل الذکر مطلب محمد، علي فاطمه حسن او حسین معرفي شوي دي؛ هغه کسان چې د عمل اهل او د تأویل او تنزیل معدن دي.[۱۳] اهل سنت مفسران قرطبي او طبري د انبیاء سورې د ۷ ایت په ذېل کې یو روایت نقلوي چې پکې علي(ع) د دغه ایت د نزول په وخت فرمایي: « نحن اهل الذکر، مونږ اهل ذکر یوو.»[۱۴]

په بصائر الدرجات کتاب کې په «فی ائمة آل محمد انهم اهل الذکر الذین امر الله بسؤالهم؛دا چې امامان(ع) اهل ذکر دي چې خدای تعالی له هغوي د پوښتنه کولو امر کړی دی» ویل کیږي چې د اهل الذکر څخه مراد اهل بیت معرفي کړي دي.[۱۵] من جمله د دې باب په یوولسم روایت کې د دې آیت په تفسیر کې له امام صادقه(ع) نقل شوی دی چې له اهل ذکره مطلب محمد(ص) دی او مونږ امامان هم د هغه اهل یو او له مونږ باید پوښتنه وشي.[۱۶] کلیني په کافي کې هم د «ان اهل الذکر الذین امر الله الخلق بسؤالهم هم الائمه» باب راوړی دی.[۱۷] مجلسي هم په بحار الانوار کې په «انهم (الائمه) علیهم السلام الذکر و اهل الذکر»، باب کې ځینې روایتونه نقل کړي چې له اهل ذکره مراد شیعه امامان دي.[۱۸]

د دغه روایتونو په وضاحت کې همداشان ویل شوي چې له دې خبرې د امامانو مطلب چې ویلي یې دي مونږ اهل ذکر یو د ایت ظاهر نه دی؛ ځکه چې ممکنه نه وه د مکې کافران له امامانو یو څه وپوښتي او که پوښتلي یې هم وای د هغوي خبره یې حجت نه ګڼله، لکه څنګه یې چې د خدای د رسول کلام نه مانه؛ پر دې اساس له دغه روایتونو مطلب تشبیه او تمثیل دی. په دې وضاحت سره چې د هر یو شي پوښتنه باید د هغه له اهله وشي. لکه څنګه چې د پېغمبرانو بشروالی او انسانوالی باید د تېرو امتونو له عالمانو وپوښتل شي، د اسلام تفسیر او احکام هم باید له معصومو امامانو(ع) وپوښتو.[۱۹]

د مکارم شیرازي په وینا د دې خبرې منل چې اهل بیت د اهل ذکر څرګند مصداقونه دي، د اهل کتابو عالمانو په باره کې د ایت له نزول سره ټکر نه لري؛ ځکه چې د قرآن په تفسیري روایتونو کې په ځلونو دا مساله تکرار شوې او ټاکلي مصداقونه موجود دي چې د ایت پراخ مفهوم نه محدودوي.[۲۰]

عالمان

د ځینو څېړاندو په وېنا، غالبا د ایت سباق ته په پام سره، اهل ذکر یې اهل کتاب یا اهل علم (عالمان) معنا کړی دی.[۲۱] د اهل ذکر په معنا کې هغه ټول کسان شاملیږي چې زیات علم او پوهه لري. دا آیت یو عقلایي اصل او عام عقلي حکم ته ارشاد ګڼي چې په هر فن او هره څانګه کې عالم ته د جاهل د رجوع د واجبوالي خبره کوي او له همدې امله څرګنده ده چې دا امر یو تعبدي امر نه دی او امر یې هم مولوي امر نه دی.[۲۲]

اهل سنتو مفسرانو د اهل ذکر لپاره پینځلس معنې بیان کړې دي[۲۳] چې مطلب ترې درې ډلې دي: په عام ډول اهل کتاب (بې له تورات او انجیله هر کتاب) یا اخص (مثلا تورات)، «اهل قرآن»[۲۴] او «اهل بیت عالمان»[۲۵]

فقهي استعمال؛ د خبر واحد حجیت

په اصول فقه کې، ځینو د خبر واحد د حجیت د ثابتولو لپاره په اهل الذکر ایت استناد کړی دی؛ په دې استدلال سره چې کله ایت له اهل ذکره پوښتنه واجبه ګڼلې ده، نو لزوما د هغوي د خبرې منل هم واجبیږي؛ که نه وي د پوښتنې کولو وجوب به لغوه وي.[۲۶] په دې استدلال ځینې اعتراضونه شوې دي. منجمله شیخ مرتضی انصاري وایي چې، د روایتونو له مخې له اهل ذکره مطلب امامان دي، نه د هغوي د حدیثونو راویان.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. محقق، نمونه بیانات در شأن نزول آیات، ۱۳۶۱ش، ص۴۸۱.
  2. واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۲۸۶.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۵۵۷.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۲۵۶.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۲۵۷.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، صص۲۵۷-۲۵۸.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۲۴۱.
  8. ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۵۳۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۲۵۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۲۴۴.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۵۵۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۲۵۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۲۴۴.
  10. اصغرپور قراملکی، «اهل‌الذکر»، ص۱۳۲.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۱۰-۲۱۱.
  12. حویزی، نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۵۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۲۴۴.
  13. حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۳۲.
  14. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج ۱۱، ص۲۷۲؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۵.
  15. صفار قمی، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، باب ۱۹، ص۳۸-۴۳.
  16. صفار قمی، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، باب ۱۹،‌ص۴۰.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۱، ص۳۰۳.
  18. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۳، ص۱۷۲.
  19. شعرانی، نثر طوبی، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۲۷۶.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۲۴۴.
  21. نجارزادگان و هادی‌لو، «بررسی و ارزیابی وجوه جمع بین روایات اهل‌الذکر»، ص۳۵.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۲۵۹.
  23. بشوی، «نقد و بررسی دیدگاه فریقین درباره اهل ذکر»، ص۵۷.
  24. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۰، ص۱۰۸.
  25. ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۴۹۲.
  26. انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۳۲؛ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۰۰.
  27. انصاری، فرائدالاصول، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۳۳.

سرچينې

  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس‌الدین، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰.
  • آخوند خراسانی، محمدکاظم، کفایة الاصول، قم، موسسه آل البیت، ۱۴۰۹ق.
  • اصغرپور قراملکی، محسن، «اهل‌الذکر»، در دائره المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۳ش.
  • انصاری، مرتضی، فرائد الاصول، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • بشوی، محمدیعقوب، «نقد و بررسی دیدگاه فریقین درباره اهل ذکر»، در مجله پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، قم، جامعة المصطفی العالمیة، شماره ۷، پاییز ۱۳۸۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • حسکانی، عبید الله بن عبد الله، شواهد التنزيل لقواعد التفضيل، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • حویزی، عبدالعلی بن جمعه، تفسیر نورالثقلین، مصحح هاشم رسولی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • شعرانی، ابوالحسن، نثر طوبی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۹۸ق.
  • صفار قمی، محمد بن الحسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد ص، تصحیح و تعلیق میرزا محسن کوچه باغی تبریزی، قم، انتشارات کتابخانه آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی،‌ تهران دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • محقق، محمدباقر، نمونه بینات در شأن نزول آیات، تهران، اسلامی، ۱۳۶۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
  • نجار زادگان، فتح‌الله و هادی لو، سمیه، «بررسی و ارزیابی وجوه جمع بین روایات اهل‌الذکر»، مجله علوم حدیث، ش ۶۵، پاییز ۱۳۹۱.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق کمال بسیونی زغلول، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.

بهرنۍ لینکونه