د ابن عرندس حلي قصیده
د ابن عَرَندَس حِلّي قصیده، په عربۍ ژبه یو قصیده ده د اهل بیتو(ع) د مناقبو، او د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو په شهادت ویر او غم کې چې د نهمې قمري پېړۍ شاعر ابن عرندس حلي ویلې ده. دغه قصیده ۱۰۳ بیته شعره لري او ادبي ښکلاوې او احساسات لري. په دې قصیده کې، په کربلا کې د امام حسین(ع) مصیبتونه، د اهل بیتو اسارت، په محضر کې د حضرت فاطمه(س) تظلم غوښتنه، او د امام مهدي(عج) غچ اخستنه په نظر کې راوړل شوې ده. شاعر د قصیدې په پای کې د نورو امامانو فضیلتونه بیان کړي دي. دغه قصیده په فارسۍ ژباړل شوې او ځینې شرحې پرې لیکل شوې دي.
ستاینه او مقام
د ابن عرندس رائیه قصیده، په عربۍ ژبه د امام حسین(ع) او د هغه د اصحابو په غم او د اهل بیتو(ع) د مناقبو په بیان کې یوه قصیده ده.[۱] د ځینو څېړاندو په وینا په دې قصیده کې چې ۱۰۳ بیته شعرونه لري او پکې لفظي او معنوي محسنات او ادبي او بلاغي صنایع ډېر کارول شوي او شعر خپل احساسات او جذبات په ښه توګه څرګند کړې دي.[۲] ویل کیږي چې له قرآن سره د ابن عرندس مینه سبب شوې چې هغه د خپل مقصد د ښه بیان لپاره د قرآن له ایتونو استفاده وکړي.[۳]
په شیعه عوامو کې مشهوره ده چې که څوک په یو مجلس کې دغه شعرونه ووایي، امام مهدي(ع) هغه مجلس ته ورځي.[۴] له دې امله د امام حسین(ع) د سوګواري په ځینو مجلسونو کې دغه شعرونه لوستل کیږي.[۵] د عبدالزهرا کعبي نقل شوې چې د امام حسین(ع) په حرم کې د دغه شعرونو د لوستلو په وخت یې یو ناپېژاندی سید کتلی چې د شعر ویل کېدو په وخت یې ډېر سخت ژړل او د مجلس له سختمېدو وروسته بیا نه دی لیدل شوی.[۶]
شاعر
په ابنعرندس مشهور صالح بن عبدالوهاب بن عرندس حلي د اتمې قمري پېړې په وروستیو کې زوولی[۷] او له شیعه فقیهانو دی چې په فقې او اصولو کې ځینې تالیفات لري. کشف اللئالي کتاب دهغه له اثارو څخه دی.[۸] ابن عرندس د اهل بیتو په مدحه او غم کې ډېر شعرونه ویلي دي.[۹] هغه یې ماهر او پیاوړی ادیب او خوش سلیقه او په ادبي فنونو او صنایعو برلاسی شاعر ګڼل شوی او د پېغمبر(ص) له اهل بیتو سره د هغه مینه او علم و تقوا یې ستایل شوې ده.[۱۰] هغه له هغو شاعرانو بلل شوی چې خپل شعرونه یې یوازې د اهل بیتو(ع) فضایلو ته محدود کړې دي.[۱۱]
د ابن عرندس وفات کابو ۹۰۰ یا ۸۴۰ قمري ګڼل شوی دی.[۱۲] په حله کې د هغه قبر، د شیعیانو زیارت دی.[۱۳]
مینځپانګه
ابن عرندس په رائیه قصیده کې له اهل بیتو(ع) سره د خپل عقیدت له څرګندولو وروسته د امام حسین(ع) فضایل بیانوي. هغه بیا د امام حسین(ع) د شهادت د مصایبو بیان په دې عبارت سره پېلوي: څنګه یې هغه کربلا کې په تږو شونډو شهید کړ؛ په داسې حال کې چې پلار یې د کوثر د ډنډ ساقي دی او د فرات اوبه یې د مور فاطمه(س) مهر دی.[۱۴] هغه په دوام کې د امام حسین(ع) د ملګرو دفاع او د امام(ع) شهادت انځور کړی او له هغې وروسته د پېغمبر(ص) د کورنۍ اسارت بیانوي.[۱۵] هغه بیا د قیامت پېښې منجمله د حضرت فاطمه(س) تظلم غوښتنه بیانوي او وایي: د قیامت په ورځ به فاطمه(س) په داسې حال کې محشر ته راشي چې دوه جامې به یې په تن وي؛ یوه جامه به د زهرو په وجه توره او بله به په وینو لړلې وي.[۱۶] هغه بیا د خپل نیکه امام حسین(ع) لپاره د امام مهدي(عج) خونخواهۍ یا انتقام ته اشاره کوي او په وروستۍ برخه کې د نورو امامانو فضایل بیانوي.[۱۷]
متن او ترجمه
ترجمه: په زمانو کې به مې؛ د شعرونو رازونه رابرسېره شي. ځینې کسان یې به ستاسو د یاد د ښه بوي په وجه خوشبویه ساتي.
داسې شعرونه دي چې پرې حاجتونه نه پوره کېدونکي نه دي، دننه یې ستاینه ده او بهر یې مننه.
پېلامه یې راښکاره شوې ستورې رایادوي، چې خټه یې له غوټیو ده او سیوری یې ځلانده رڼا
داسې دلبران دي چې که زمونږ زړه وځلیږي، له مخه پلو پورته کوي پر سر زرین تاجونه لري چې لاندې په ملغلرو پسولل شوي دي.
داسې پۍ مخي چې حسان یې د ښکلا ګواهي ورکوي او په اننګو یې داسې زر دي چې نور زر پسولي.
-د جواهرو په شان- هغه په لړۍ کې پېرم، شپه روڼوم چې د ه غوي یاد ستاسو او ځان لپاره ژوندی وساتم.
ای هغو چې د فرات په غاړو اوده یئ! یو مینه وال په تاسو سلام وایي چې صبر ورته نه دی پاتې.
وروسته له هغه چې ستاینلیکونه مې راغونډ کړل، بیا مې پرانستل چې په هر ستاین لیک ستاسو په اړه خبرې شوي.
ستاسو په اړه د خبرو په وخت، زما نظم زما له اوښکو سره له یوې سرچینې خړوبیږي؛ ځکه چې د اوښکو شعرونه په لړۍ کې پېرم او سرودونه ترې سازوم او کومه وینه مې چې له سترګو روانه ده د سره او ګلګون نثر په څېره کې هر ځای خپرون.
مه انګېرئ چې د زړه داغ مې کرار موندلی، په تاسو مې قسم چې د ځیګر سوز مې بې د قیامت له ورځې نه کمیږي.
ستاسو په لاره کې خواري زما لپاره سرلوړي ده او تنګلاسي، توانمني او سختي، اساني او ماته پېوند خوړل دي.
له وریځو سره یوځای پړقاوو چې ستاسو له کوڅې راپورته شوې، د اوښکو باران زما له سترګو وبهیاوه.
زما له دوو سترګو -د خنساء په شان- اوښکې روانې دي او زړه مې-ستا په دوستۍ کې- د کاڼي په شان سخت دی.
د هغه سرای په څنډو کې چې تاسو پکې اوسېدئ ودرېدم چې ستاسو تش ځای ستاسو له تګه وروسته پخپله فقیر دی.
د هغو کورونو نښې ورَستې شوې چې د خدای علم او یاد به پکې ترسره کېده او له سترګو مې اوښکې پر هغو داسې وورېدې چې د باڼس او کنار ونې یې خړوبې کړې.
ستاسو په بېلتانه کې مې له تنه د روح جدایي خوږه ښکارېده او په زړه کې مې یو خیال د یو اشنا کوڅې په کنډوالو ګرځېده.
وریځې- یې له بره- څنډې ته شوې او له حسینه وروسته-لکه څنګه چې باید ده- له ورښت او نیکې کولو وسپمېدې.
نو له هماغه رښتیني پیشوا او د پېغمبر له لمسي، د رهبرانو له پلاره چې له بدو د خلکو منعې کول یې کار و او په خپله داسې سرپرست دی چې د فرمان ورکولو کار په غاړه لري.
هغه امام چې پلاریې -مرتض- د لارښوونې مشال دی او د خدای د استازي ځای ناستی او ورور.
داسې لارښود چې انسانان، پېریان، اسمان، درندګان، بیابان، مارغان او وچې او دریابونه یې په غم کې ژړېدلې دي.
په کربلا کې یو سپین ګنبد لري چې پرښتې همېشه په خپله خوښه پر هغه تاویږي راتاویږي.
پېغمبر یې په اړه وفرمایل- او څومره صحیح او ښکاره خبره ده چې د نه منلو لپاره یې هیڅ ځای نه دی پریښی-
له ما وروسته مې درې ځانګړنې هغه ته رسیږي چې هیڅ یو خپلوان مې هغه شان نه مومي نو د زید او عمر خو هډو خبره مه کوه.
داسې مزار لري چې خاوره یې د دردمنو درمل دي او داسې بارګاه چې هر چاته تاوان ورسیږي، د خپل نیاز ځواب له هغه ځای اخستی شي.
او د ځلیدونکو څېرو بچیان چې نه تنه یې -نه کم نه زیات- رښتیني امامان دي.
څنګه ده چې حسین په کربلا کې وچې شونډې شهیدیږي سره له دې چې د هرې ګوتې په سر کې یې د سرلوړۍ دریابونه موندل کیدی شي؟
او سره له دې چې پلار به یې علي -سبا د قیامت په ورځ- خلک له خوږو اوبو سیرابوي او روانې اوبه یې د مور فاطمه مهر دی؟
زړه مې پر حسین افسوس کوي! چې په هغه ورځ -د کربلا په جنګ کې- شمر د هغه په اړه څنګه څنګه تباهۍ وکړې.
د هغه په وړاندې یې لښکر راپاڅوه لکه د تیاره شپې چې ځلانده ستورو مخونه پټ کړې او د سپوږمۍ مخ تیار شوی وي.
نیزګۍ هسکې کړي او تیغونه یې چمتو کړي دي خاورې دوړې پورته کیږي او نیزې لوړې او نیغیږي.
یو لوړ اموي سرکښان پکې راغونډ شوي چې هستي یې ټوله چل او فریب دی او د خپل کار د سماوي لپاره هیڅ لاسوند نه لري.
سرغړاندي یزید هغوي رالیږلي چې ټول عراق تر خپل امر لاندې راولي ځکه چې د شام او مصر پاچاهۍ هغه نه دی موړ کړی .
د زیاد زوي د دغه کار لپاره ملا تړلې او -په دې ډول یې- د ګناه په لاره کې خپل او د ملګرو ګامونه کلک کړې دي.
د سپېره سعد زوی یې د هغوي کوماندان کړی او البته هغه نفرین وهلی؛ به دومره ونه پایي چې ارمان یې -د ری ګورنري- یې پوره شي.
او کله چې دغه دوه ډلې د کربلا په ټاټوبي سره مخ شوې، نیکي لرې او بدي نزدې شوه.
د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې له هغه راتاو شول او تېره کړې تورې یې په لاسونو کې وړقولې.
چې نیزې له یو بل سره وجنګېدې، هغه ځوانمردی پاڅېد او سره له دې چې زړه یې د ګرمۍ له سوزه په تب و تاب کې و، حملې پېل کړې.
د جنګ په ډګر کې؛ یې ځان داسې څرګند کړ چې ته وا سپین سبا د شپې له زړه راوتلی دی.
هغه داسې سرایګانې لري چې د بري او وسمنۍ او راستۍ د راکوزېدو ځایونه دي چې له هغه سره یرغل ښایي نه تېښته.
د لښکر شیرازه داسې ورانه شوه ته وا باز په مرغو وردانګلي او هغوي یې خورې ورې کړې وي.
د سپو د غپا شپه یې وریاده کړه چې ټول سپی په یو زمري راغونډ او غپېدل
هلته باتورو سړو د هغه په لاره کې سرښندنه وکړه چې د حساب په ورځ به ډېر نه ډېرې بدلې واخلي.
په خپله خوښه یې -د هغه د مرستې لپاره- له بدمرغو سره جنګ وکړ او هغه ازاد سړي (حر) چې کومه نېکمرغي وموندله خپله ککرۍ دهغه په لاره کې دل کړه.
سختې نیزې یې اوږدې کړې چې د پېغمبر د لمسې ژوند اوږد کړي او دلته وه چې جزر او مد یو شو
له بدمرغانو سره په همدغه جنګ کې یو یې د هغه لور ته غشی وتوغوه چې د پېغمبر د لور د زوي په مرۍ ولګېد.
نیک سړی له خپل ښه اسه جدا شو او بې ژبې ځناور د هغه خواوشا ته په شڼها شو د نیزو نیزې یې بدن غوڅ کړ او د شمر خنجر یې د مرۍ له رګه تېر شو.
ډېرو تندو بادونو پرې خپله لمنه خوره کړه او کومه اسونه یې چې د هغه په اندامونو وزغلول د خپلو لاسونو او پښو په تنې بودې سره یې په هغه زوړ کمیس وګنډه.
د هسک اوه ګنبدې وړقېدې، لوړ او کلک غرونه ولړزېدل او په دریابونو کې توپان راغی
هنه! ای هغه تللیه چې اسمان پرې په وینو وژړېد! او د ځمکې خاورینه څېره یې په وینو سره شوه!
د رزم جامې د هغه په وینو سرې شوې خو سبا په قیامت کې به د شنو وریښمو وي.
په زین العابدین افسوس راځي چې ونیوه او په بند کې یې وساته
د پېغمبر د کورنۍ مېرمنې ونیول شوې او د هغوي پرده او حجاب لرې کړی شو.
ماتم وهلې بندیانې چې په خچرو سپرې ګرځولې شوې او ازادو خلکو او مریانو لیدلې.
د ماڼیو په سیورو کې په شګو اودې وې او د ګوهر او زر یې په والیو اویزاندې
افسوس دې وي پر یزید د دوزخ له عذابه!او هغه وخته چې پاکه فاطمه د قیامت صحرا ته مخه کړي،
داسې چې د جامې یوه برخه یې له زهرو (چې حسن ته یې ورکړل) شنه وي او هغه څه چې پاتې کیږي د پېغمبر د دوهم لمسي له وینو- سره وي.
غږ به کوي او د خلکو سترګې به اندیښمنې وي او ټول زړونه د هغه له برم او پرتمه لړزان.
خپله ګیله د خدای لوی در ته وړي په لوړ غږ او زمونږ د سرور -علي- په ملاتړ
سرغړاندی یزید په خپله تبهکارۍ څه نه وایي او ایا هغه ته چې کار یې چل او غداري ده، کوم عذر پاتې کیږي؟
هغه ته د خپلو بدیو سزا ورکوي، له نیکیو یې بې برخې کوي او په دوزخ کې به ورته یوه کنده تشه کړي.
څنګه سندره ویونکو په سندرو ویلو (غنا) سره هغه خوشالوه او د سپینو او سرو زرو په پیمانو کې یې ورته خمر (شراب) اچول؟
هغه غنا به د راپاڅولو په ورځ عنا (کړاو) شي او دا خمر به جمر (اور) شي چې د هغه په زړه به بلیږي.
آیا د پېغمبر د لمسي ثغر (غاښونه) له نادانۍ وهي؟ ولې دا د هغه چا غاښونه دي چې په خپله د دین د حدودو ساتونکی ګڼل کیږي؟
-د هغه د خونخواهۍ لپاره- باید یو جانشین وي چې هغه ماتې چې زمونږ په دین شوې -په خپل عدل سره-جبران کړي.
فرښتې به له هر لوري په هغه راغونډې شي او نیکمرغي او کامیابي او شان و شوکت به له هغه مخکې مخکې روان وي.
د نیزې سر یې له زغرې تیرېږي ، دربان یې عیسی دی او نګاهبان یې خضر.
په رښتیا د هغه د نیکه دستار به یې سر پټ کړي داسې چې شکارچي پاچاهان هم د هغه د لوړ بخت او ښه برخلیک.
په سیوري کې هوسا شي د هغه په سینه کې د پېغمبر علم دی او څومره ښه علم دی چې سینه ورسره پیوند وخوري.
-هغه -محمد نومی او پرهیزګار، پاک او پاک فطرت او تکړه پوه- د امام عسکري زوی دی.
او د علي هادي لمسی او د محمد جواد پاتې کس ااو د هغه چې په طوسي کې اوده دی.
چې علي دی او د موسی زوی چې په بغداد کې یې په قدم کیښودلو سره هلته خوشبوی خپره کړه.
د امام صادق (رښتیني امام) له لمسیو رښتیا وعده کوونکی چې په علم کې سرلوړي په هغه نازیږي.
زمونږ د سرور -امام محمد- د زړه سرور هماغه پیشوا چې د پېغمبرانو علم یې د ځمکې په شان څیری او ښکته پورته کړ.
د زین العابدین کړوسی چې داسې یې وژړل چې د سترګو له اوښکو یې وچ بوټ خړوب شول.
او د حسین فاطمي او د خدای د زمري -د پېغمبر د ځای ناستي – لمسی هو دا پاک روح له هغه پاکانو راپاڅېدلی دی.
حسن ته چې یې زهر ورکړل د هغه تره دی او څومره بختور دی هغه امام چې عام مخلوق یې له بخشش برخمن دی.
د خدای د پېغمبر همنومی او د هغه د علم وارث او داسې لارښود چې د خدای کتاب یې پر نیکونو نازل شوی دی.
هغوي ځلانده دي- د خدای فروغ چې د هغه برم ډېر لوی دی. هغوي دي چې خدای په تین او زیتون سوره او شفع او وتر ایت کې د هغوي په نوم قسم خوړلی دی.
د خدای د فرمان د راکښته کېدو ځایونه او د هغه د علم خزانې ، داسې بختور خلک چې د خدای یادوونکي لیکونه یې په سرایونو کې راکوز شول.
مخکې له دې چې د نړۍ ذرې یا د هغوي نومونه په بره عالم کې په تختونو ولیکل او ځای کړی شول.
که هغوي نه وای، خدای به ادم نه و پېدا کړی او دا دومره خلک چې وینو یې هیچا به د هستۍ جامه نه وه اغوستې.
نه به ځمکه هواره شوې وه او نه به اسمان هسک شوی و، نه به لمر راښکاره شوی او نه به سپوږمۍ په څوارلسمه شپه پلوشې خپرولې.
د دوي په مرسته وه چې نوح چې کله خدای وباله، وژغورل شو، کار یې تمام شو او توپان ودرېده.
که هغوي نه وای، د ابراهیم اور به سوړ او سلامت شوی نه و او هغه شغلې به نه وې غلې شوې.
که دوي نه وای د یعقوب غم به نه و ختم شوی او د ایوب کړاوونه به نور هم اوږده شوې وو.
د هغوي راز و چې وسپنه یې د داوود په لاس نرمه کړه چې د هغې ټوټې یې داسې جوړې کړې چې عقل ورته حیرانیږي.
او کله چې هغه ټغر سلیمان په هوا کړ سترګې یې داسې وژړېدې چې ځمکه یې لمده کړه.
د هغوي په امر، په نرمو بادونو لاسبری شو چې خپل تګ راتګ -هر یو په یوه میاشته کې- ترسره کړي.
هغوي وو د موسی راز او د هغه عصا راز چې کله فرعون یې د هغه له امره سروغړوه او جادوګران یې راوستل.
که هغوي نه وای د مریم زوي عیسی نه شو کولی ایلعازر د قبر له خښتو راپاڅوي.
د نړۍ په ښکارندو کې د هغوي لوړاوی او راز په څرخېدو او خپور شو او په هر پېغمبر کې، د هغوي له رازونو یو راز راغی.
زه د هغوي په مرسته لوړ مقام ته ورسیدم چې په استانو کې مې یې سرلوړي زیاته شوه، که دوي نه وای ما به هم ـپه خلکو کې- هیڅ نوم نه درلود.
ای د طه کورنۍ! په سختیو کې زما ملاتړي یئ! کله چې د محرم لسیزه راشي له غمه په تاسو ژاړم او زاري کوم.
تر هغې چې په خپله ژوندی و پر تاسو به ژاړم او له مرګه وروسته به هم زما شعرونه او سوګنامې په تاسو ژاړي.
ای د طه کورنۍ! هغه ناوې چې د صاحل – د عرندس د زوي – د فکر له پردې راښکاره شوې، ستاسو په در کې په منل کېدو سره یې خپل مهر او برخه اخستې ده.
ویونکي به څنګه ستاسو منش او ستاینه وکړی شي حال دا چې ستاسو د نوم ستایونکي د قرآن ایتونه دي.
ستاسو زیږنځی د مکې ریګزارې دي او صفا او زمزم او د خداي عزتمن کور او کاڼی یې.
له مرګه وروسته د ستنېدو لپاره مې تاسو د کامیابۍ وسیله وګرځولئ او خوشبخته هغه کس دی چې تاسو یې ملاتړي او توښه یئ.
هر تازه چې پاتې شي زړیږي او زما په زړه کې ستاسو مینه نوې ده او وخت به یې زړه نه کړی شي.
تر هغه وخته چې بریښنا پړقیږي او د وریځو غوټې پرانستل کیږي او د باران څاڅکي وروي، دخدای درود وي پر تاسو.[۱۹]
چاپ او ترجمه او شرحه
د ابن عرندس رائیه قصیده په ځینو کتابونو لکه د علامه امیني په الغدیر او د طریحي په المنتخب کې ذکر شوې ده. دا قصیده د مهدي امین فروعي په وسیله د فیض روحالقدس[۲۰] په نامه او د محمد عظیمي په وسیله د اشک ریزان در مصائب سید شهیدان په نوم په فارسي ژبه ترجمه او چاپ شوې ده.[۲۱]
قصیده وصال، د ابن عرندس د قصیدې ترجمه او شرحه ده چې امیر العلم خپرنځي چاپ کړې ده.[۲۲]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ شیخالرئیس، و خلیفه شوشتری، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، ص۱۳۵.
- ↑ شیخالرئیس، و خلیفه شوشتری، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، ص۱۳۶.
- ↑ شیخالرئیس، و خلیفه شوشتری، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، ص۱۴۲.
- ↑ السماوی، الطلیعه من شعراء الشیعه، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۲۰؛ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۴.
- ↑ علوی، «قصيدة إبن العرندس»، وبسایت مقالات، دروس و آثار سیدمحمد علوی.
- ↑ غروی، المختار من کلمات الامام المهدی علیهالسلام، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۲۱-۴۲۲.
- ↑ قزوینی، کتاب المزار، ۱۴۲۶ق، ص۲۳۱.
- ↑ جمعی از نویسندگان، موسوعه طبقات الفقهاء، ۱۳۷۶ش، ج۹، ص۱۱۲-۱۱۳.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۴-۲۵؛ الیعقوبی، البابلیات، ۱۳۷۰ق، ج۱، ص۱۴۴.
- ↑ شیخالرئیس، و خلیفه شوشتری، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، ص۱۳۶.
- ↑ السماوی، الطلیعه من شعراء الشیعه، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۲۰؛ الیعقوبی، البابلیات، ۱۳۷۰ق، ج۱، ص۱۴۴.
- ↑ الیعقوبی، البابلیات، ۱۳۷۰ق، ج۱، ص۱۴۷.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۴-۲۵؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۳۶۸ش، ج۷، ص۳۷۵.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۶-۲۷.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۸.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۹.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۹-۳۱.
- ↑ الطریحی النجفی، الفخری (المنتخب للطریحی)، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۳۲۳-۳۲۷.
- ↑ «شعر زیبای ابنعرندس حلی در مدح اهل بیت(ع)»، وبگاه اکمال.
- ↑ شیخالرئیس، و خلیفه شوشتری، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، ص۱۳۷.
- ↑ «دمعه العینین فی رثاء الحسین (ع): اشکریزان در مصائب سید شهیدان ترجمه قصیده رائیه ابنعرندس حلی»، خانه کتاب و ادبیات ایران.
- ↑ «قصیده وصال»، وبگاه کتابخانه مؤسسه امام خمینی.
سرچينې
- السماوی، محمد، الطلیعه من شعراء الشیعه، بیروت، دار المورخ العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- الطریحی النجفی، فخرالدین، الفخری (المنتخب للطریحی)، بیروت، مؤسسه التاریخ العربی، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
- الیعقوبی، محمدعلی، البابلیات، نجف، مطبعه الزهراء، ۱۳۷۰ق.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۳۶۸ش.
- جمعی از نویسندگان، موسوعه طبقات الفقهاء، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۳۷۶ش.
- «دمعه العینین فی رثاء الحسین (ع): اشکریزان در مصائب سید شهیدان ترجمه قصیده رائیه ابنعرندس حلی»، خانه کتاب و ادبیات ایران، تاریخ بازدید: ۱۱ تیر ۱۴۰۲ش.
- «شعر زیبای ابنعرندس حلی در مدح اهل بیت(ع)»، وبگاه اکمال، تاریخ بازدید: ۱۲ تیر ۱۴۰۲ش.
- شیخالرئیس، علی، و خلیفه شوشتری، محمدابراهیم، «بینامتنیت واژگانی و شخصیتی رائیه ابنعرندس با قرآن کریم»، مجله ادب عربی، شماره۲، تیر ۱۳۹۹ش.
- علامه امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- علوی، سیدمحمد، «قصيدة إبن العرندس»، وبسایت مقالات، دروس و آثار سیدمحمد علوی، تاریخ بازدید: ۱۷ تیر ۱۴۰۲ش.
- غروی، محمد، المختار من کلمات الامام المهدی علیهالسلام، قم، مهر، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- قزوینی، سید مهدی، کتاب المزار، تحقیق جودت قزوینی، بیروت، دار الرافدین، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
- «قصیده وصال»، وبگاه کتابخانه مؤسسه امام خمینی، تاریخ بازدید: ۱۲ تیر ۱۴۰۲ش.