د اللهم کن لولیک دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د اَللّهُمَّ کُنْ لِوَلیّک دعا یا د امام زمان(عج) د سلامتۍ دعا، هغه دعا چې د شیعیانو د دولسم امام حضرت مهدي (عج) د سلامتیا لپاره لوستل کیږي دا دعا په «اللَّهُمَ کُنْ لِوَلِیکَ» سره پېل کیږي او په تهذیب الاحکام کې له امام باقر(ع) او امام صادق(ع) نقل شوې ده.

په دغه دعا کې د امام مهدي (عج) د سلامتیا لپاره په مختفو عبارتونو سره دعا شوې ده. دغه دعا د قدر د شپې (۲۳رمضان) له اعمالو د یوې برخې په توګه نقل شوې خو په هر وخت کې یې لوستلی شو. د دعا سند مرسل دي؛ خو ویل شوي دې ته په پام سره چې دعا په معتبرو روایي سر چینو او د دعا په کتابونو کې نقل شوې، د هغې په صحیحوالي او اعتبار حکم کولی شو.

په زیاتره سرچینو کې چې دغه دعا راغلې، د امام مهدي (عج) د نوم په ځای د «فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ» عبارت ذکر شوی دی. له دې امله ځینو احتمال ورکړی چې دا دعا د هر امام د امامت په دوره کې د هر امام لپاره ده نه یوازې د زمانې د امام (عج) لپاره. د «شرح دعای سلامتی امام زمان(عج)» کتاب چې محسن قرائتی د دغه دعا په شرحه کې لیکلی دی.

متن

اللهم کن لولیک دعا په سرچینو کې په مختلفو عبارتونو سره نقل شوې ده. د دغه دعا متن د شیخ طوسي په «مِصْباحُ الْمُتَهَجِّد» کې داسې راغلی: «اللَّهُمَ کُنْ لِوَلِیکَ فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ فِی هَذِهِ السَّاعَةِ وَ فِی کُلِّ سَاعَةٍ وَلِیاً وَ حَافِظاً وَ قَائِداً وَ نَاصِراً وَ دَلِیلًا وَ عَیناً حَتَّی تُسْکِنَهُ أَرْضَکَ طَوْعاً وَ تُمَتِّعَهُ فِیهَا طَوِیلًا؛ ای خدایه د خپل ولي لپاره، فلان ابن فلان، په دې شېبه کې او په هره شېبه کې، سرپرست، ساتندویی، پیشوا، ملګری، لارښود او څارندویی اوسه، چې هغه د خلکو په ګروهنې سره په ځمکې کې استوګن کړې او اوږده موده یې ترې برخمن کړې»[۱] دا دعا په اقبال الاعمال کې، په ځینو زیاتو عبارتونو سره نقل شوې ده.[۲] په تهذیب الاحکام کتاب کې دا دعا له امام باقر (ع) او امام صادق(ع) نقل شوې ده؛[۳] خو په نورو سرچینو کې د «الصالحین» عبارت راغلی او معلومه شوې نه ده چې له کوم امامه نقل شوې ده.[۴]


په زیاترو سرچینو کې چې دا دعا یې نقل کړې د «فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ» عبارت راغلی دی.[۵]په شپږمه او اومه قمري پیړۍ کې د شیعه محدث سید بن طاووس په اقبال کې د فلان بن فلان په ځای داسې راوړې دي «اللَّهُمَ کُنْ لِوَلِیکَ الْقَائِمِ بِأَمْرِکِ الْحُجَّةِ مُحَمَّدِ بْنِ الْحَسَنِ الْمَهْدِی عَلَیهِ وَ عَلَی آبَائِهِ أَفْضَلُ الصَّلَاةِ وَ السَّلَامِ».[۶] د کفعمي په مصباح کې هم «مُحَمَّدِ بْنِ الْحَسَنِ الْمَهْدِی» راغلی دی.[۷] د یوولسمې پېړۍ شیعه محدث محمد تقي مجلسي ویلي دي چې د دعا د ظاهر عبارت دا دی چې د فلان ابن فلان په ځای د زمانې د امام (عج) د نوم اخستل جایز دي؛ البته که دهغه حضرت له القابو استفاده وشي غوره ده.[۸] په مفاتیح الجنان کتاب کې ویل شوي چې د فلان بن فلان په ځای، «الحُجَّةِ بْنِ الحَسَنِ» ووایئ.[۹] ځینو له دې امله چې په دعا کې «فلان بن فلان راغلی» احتمال ورکړی چې دا دعا د هرې زمانې د امام لپاره وي نه په امام زمان (عج) پورې خاصه.[۱۰]

د دعا د لوستلو وخت

د دعا د روایت د ابتدایي عباراتو په اساس [یادداشت۱] دا دعا که څه هم د رمضان د ۲۳ شپې ته مخصوصه ده؛ خو په هره زمانه او وخت کې یې ویلې شو؛ ځکه چې ویل شوي دا دعا په هر حالت کې(ملاست، ناست، سجدې کې) د رمضان په ۲۳ شپه بلکې په ټولې رمضان میاشتې کې او د َعمر په ټولو شېبو کې تکرار کړئ.[۱۱] په همدې اساس ویل شوي چې هر شواروز او په لمونځونو کې د دغه دعا تکرارول ښه دي.[۱۲] همداراز سپارښتنه شوې چې دا دعا د خدای له حمد او ثنا او پر پېغمبر (ص) له دروده وروسته ولوستل شي.[۱۳]

مضمون

په اللهم کن لولیک دعا کې د امام د سلامتیا لپاره په مختلفو عبارتونو سره دعا شوې ده.[۱۴] په دې دعا کې په شپږو کلمو «ولیاً»، «حافظاً»، «قائداً»، «ناصراً»، «دلیلاً» و «عیناً» سره له خدایه غوښتل شوي چې د هغه سرپرست او ولي وي او هغه تر خپلې څارنې حفاظت، او مرستې لاندې راولي.[۱۵]

«فی هذه الساعة» د قدر شپې (د رمضان۲۳) ته اشاره لري او «في کل ساعة» د امام مهدي(ع) لپاره د همېشنۍ دعا او ورته توجه بیانوونکې ده.[۱۶]

د اتمې پېړۍ د شیعه عالم حسن بن سلیمان حلي له نظره، د «حَتَّی تُسْکِنَهُ أَرْضَکَ طَوْعاً» له عبارته مطلب د امام زمان ظهور او د هغه قدرت او حکومت موندل دي؛ ځکه چې د غیبت په زمانه کې، د هغه حضرت حق غصب شوی او هغه د خلکو په مینځ کې د حق د څرګندولو وس نه لري. [۱۷] هغه وایي چې د «تُمَتِّعَهُ فِیهَا طَوِیلًا» مطلب هم رجعت او د امام زمان (عج) له شهادته وروسته وخت دی[۱۸] د محسن قرائتي په وینا له «تُمَتِّعَهُ فِیهَا طَوِیلًا»، مطلب د امام مهدي (عج) د نړیوال حکومت د اوږدېدو ارمان دی.[۱۹]


سند او اعتبار

د اللهم کن لولیک، دعا په روایي او د دعاګانو په سرچینو کې د محمد بن عیسی بن عُبید [یادداشت۲] نقل شوې ده.[۲۰] د هغه د وثاقت په اړه د نظر اختلاف موجود دی.[۲۱] نجاشي [۲۲] هغه ثقه او شیخ طوسي [۲۳] ضعیف ګڼلی دی. د علامه حلي له نظره، پیاوړی نظر، د محمد بن عیسی د وثاقت منل دي.[۲۴]

د علامه مجلسي په وینا د دعا سند مرسل دي[۲۵] سره له دې محسن قرائتي وایي چې په الکافي [۲۶] او تهذیب الاحکام [۲۷] او د ابن مشهدی د المزار الکبیر[۲۸] المصباح د کفعمی[۲۹] او اقبال الاعمال لیک د سید بن طاووس؛[۳۰] په شان معتبرو کتابونو کې یې شتون ته پام سره او دا چې د دغه دعا جملې او عبارتونه په نورو دعاګانو کې هم راغلي، د دعا په صحیحوالي او اعتبار دلالت کوي.[۳۱]

د امام زمان (عج) د سلامتیا لپاره دعا ولې کوو

د محسن قرائتي په وینا دولسم امام هم د نورو معصومو امامانو (ع) په شان طبیعي ژوند لري او په ناروغیو او ستونزو اخته کیږي. له دې امله د هغه د سلامتیا لپاره دعا او صدقه ښه کار دی.[۳۲] هغه د امام مهدي [عج) د سلامتیا او حفاظت لپاره د دعا بل اړخ دا ګڼلی چې دعا د امام د حفاظت لپاره ده. د رسالت په ترسره کولو او د امامت د بوج په زغملو کې- که په غیبت کې وي او که له ظهوره وروسته-؛ ځکه چې د داسې دروند بوج پورته کول خاص الهي حفاظت او عنایت ته اړتیا لري.[۳۳] همداراز له امامانو (ع) په منقولو دعاګانو کې هم د امام زمان (عج) د سلامتیا لپاره دعا شوې ده.[۳۴] کتاب «شرح دعای سلامتی امام زمان(عج)» لیک د محسن قرائتی

لیکنې

د محسن قرائتي په کتاب «شرح دعای سلامتی امام زمان(عج)»، کې چې د حسن سلم آبادي په زیار چاپ شوی د امام زمان (عج) د سلامتۍ د دعا متن او سند جاجول او سپړل شوی دی. لیکوال له مقدماتي بحثونو او د سند له جاجه وروسته د دعا عبارتونه او ټکي سپړلې دي.[۳۵] د کتاب په پای کې د امام زمان (عج) د سلامتۍ لپاره د دعا فایدې او د دعا د قبلېدو شرایط بیان شوې دي.[۳۶] دغه دعا په غلطۍ سره په دعای فرج مشهوره شوې ده.[۳۷] دا کتاب په قم کې او د حضرت مهدي موعود (عج) د فرهنګي بنسټ له لوري خپور شوی دی.