د امام هادي زوی جعفر

د wikishia لخوا
دا لیکنه په جعفر کذاب مشهور د جعفربن علي په هکله ده. د نورو استعمالونو لپاره جعفر بن علي مدخل وګورئ.

جعفر ابن علي (وفات ۲۷۱ه) په جعفر کذاب مشهور د امام هادي(ع) زوی او د خپل ورور امام حسن عسکري(ع) له شهادته ورووسته د امامت له مدعیانو څخه دی؛ له دې امله دولس امامي شیعه هغه ته کذاب ( دروغجن) لقب ورکړ.

جعفر د خپل امامت د تثبیت لپاره د امام زمان(عج) د زوکړې انکار وکړ او د امام عسکري د میراث ادعا یې وکړه. همداراز غوښتل یې د امام حسن عسکري په جنازه لمونځ وکړي خو امام زمان یې مخه ونیوله. د جعفر پېروانو ته هم جعفریه ویل کېدل. هغوي په دې اړه چې هغه له کوم امام وروسته امامت ته رسیدلی اختلاف درلود. ځینو هغه د امام هادي(ع) ځای ناستی او ځینو د سید محمد ځای ناستی او ځینو بیا د امام عسکري(ع) ځای ناستی ګاڼه.

نسب او لقبونه

جعفر، د لسم امام، امام هادي(ع) زوی او د یوولسم امام، امام حسن عسکري(ع) ورور دی.[۱] د زوکړې نېټه یې په سرچینو کې نه ده راغلې؛ خو ځینو په دې استدلال سره چې امام حسن عسکري(ع) له هغه مشر و، ویلي چې له ۲۳۲ق کاله وروسته پېدا شوی دی.[۲] هغه په ۲۷۱ ق کال کې په سامرا کې وفات شو او د خپل پلار په کور کې ښخ کړی شو.[۳] د هغه د ښخېدو ځای په عسکریینو حرم کې واقع دی.[۴]

شیعیانو هغه ته د امامت د ادعا په وجه د کذّاب (ډېر دروغجن) لقب ورکړی دی.[۵] د یو روایت له مخې پېغمبر هغه په امامت کې د خپلې دروغ ادعا په وجه کذاب وباله او د هغه د زوکړې او کارونو خبر یې ورکړ او شپږ امام ته یې د صادق لقب ورکړ چې له هغه بیل شي.[۶]

همداراز ویل شوي چې په کذاب د هغه ملقب کېدل د یوولسم امام د وارث کېدو ادعا او د هغه لپاره د کوم زوي د شتون د انکار په وجه وو.[۷] سره له دې د هغه پېروان هغه زَکیّ ( پاک او پاکیزه) بلي.[۸]

د جعفر کنیت ابو عبدالله و؛[۹] خو له دې امله چې د هغه له نسله ۱۲۰ بچي پیدا شول، په ابوکرَّین هم ملقب و.[۱۰]

جعفر ته یې د زُقُّ الخَمْر ( د شرابو لوښی او مشک) لقب هم ورکړی دی؛ ځکه چې هغه په شرابخورۍ تورن و.[۱۱] ځینو احتمال ورکړی چې دغه نسبت د دولس امامي شیعیانو او د جعفر د پېروانو تر مینځ د دښمنۍ له امله پېدا شوی وي؛[۱۲] لکه څنګه چې د جعفر پیروانو هم امام عسکري(ع) او ملګرو ته یې ناروا نسبتونه ورکول.[۱۳]

د امامت ادعا

جعفر د امام حسن عسکري(ع) له شهادته وروسته د امامت ادعا وکړه.[۱۴] په دې اړه چې هغه د کوم امام جانشین دی، د پلویانو تر مینځ یې اختلاف دی.[۱۵] ځینو هغه د امام هادي(ع)[۱۶] ځای ناستي او ځینو د هغه د ورور سید محمد ځای ناستی ګاڼه چې د خپل پلار په ژوند کې له دنیا تللی و. هغوي باوري وو چې سید محمد له امام هادي(ع) وروسته امام و.[۱۷] ځینو نورو بیا هغه د امام عسکري ځای ناستی ګڼلی دی.[۱۸]

جعفر د خپل امامت د ادعا د ثابتولو لپاره ځینې اقدامات وکړل؛ خو د شیخ مفید په وینا، د هغه هیڅ یوې هڅې نتیجه ورنه کړه.[۱۹] د هغه ځینې اقدامات دا دي:

  1. غوښتل یې د امام حسن عسکري(ع) په جنازه لمونځ وکړي خو د زمانې امام(عج) چې وړوکی ماشوم و، هغه څنګ ته کړ او په خپله یې د پلار په جنازه لمونځ وکړ.[۲۰] ځینې لیکوالانو د جعفر دغه اقدام د امامت د ادعا د تثبیتولو لپاره ګڼلی دی.[۲۱]
  2. معتمد عباسي یې وهڅاوه چې د امام عسکري کور د هغه د زوي د موندلو لپاره ولټوي او د هغه په مرسته وه چې د امام عسکري(ع) یوه وینځه بندي شوه[۲۲] د جعفر دغه اقدام له هغې وروسته وشو چې د قم ځینې خلک د امام عسکري د لیدلو لپاره سامرا ته تللي وو او د امام عسکري د شهادت له خبر سره مخ شول.[۲۳]او جعفر له هغه وروسته د امام په توګه هغوي ته معرفي کړی شو. شیخ صدوق وایي هغوي له جعفره په ځینو پوښتنو سره هغه د امامت وړ ونه باله او خپل ځوابونه یې له امام مهدي واخستل.[۲۴]
  3. جعفر د امام حسن عسکري له دفن کېدو وروسته سره له دې چې د امام مور ژوندۍ وه، د یوولسم امام د میراث ادعا وکړه؛[۲۵] په داسې حال کې چې د شیعه فقې مطابق تر څو چې په میراث کې د لومړي طبقه یو کس لکه والدین ژوندي وي، دوهمې طبقې لکه ورور ته میراث نه رسیږي.[۲۶]
  4. هغه موافقه وکړه چې د خپل امامت د تایید لپاره حکومت ته کلنۍ پیسې ورکړي.[۲۷]

د شیعیانو دریځ

د شیخ صدوق په وینا، شیعیانو جعفر په مختلفو طریقو سره وازمایه.[۲۸] هغوي د جعفر د امامت ادعا رد کړه او هغه یې د دې منصب وړ ونه لیده.[۲۹] هغوي همداراز د جعفر د ادعا په ردولو کې په هغو حدیثونو چې د فَطَحیّه په رد کې وو هم استناد کاوه.[۳۰] د دغو روایتونو له مخې امامت بې له حَسَنَین په دوو وروڼو کې جایز نه دی.[۳۱]

ځانګړنې

په سرچینو کې جعفر یو خطاکار او فاسق انسان معرفي شوي.[۳۲] په کتاب الغیبه کې د شیخ طوسي په وینا امام هادي(ع) د جعفر د زوکړې په وخت د هغه په وسیله د ځینو کسانو د ګمراهۍ خبر ورکړی و.[۳۳]

له امام زمان(عج) په یو روایت کې د یو شیعه د لیک په ځواب کې جعفر د دین له احکامو ناخبره او داسې کس معرفي شوی چې د حلال او حرامو په فرق نه پوهیږي. د دغه روایت مطابق، جعفر د جادو زده کولو لپاره،۴۰ شواروزه لمونځ پرېښی دی.[۳۴]

همداراز ویل شوي چې جعفر له فارس بن حاتم (فاسد او په غلو عقیده لرونکي) پلویتوب وکړ؛ په داسې حال کې چې امام هادي(ع) فارس لعن کړی او د هغه د وژلو امر صادر کړی و.[۳۵]

توبه

ویل شوي چې جعفر له مرګه مخکې توبه کړې ده.[۳۶] په دې برخه کې د امام زمان(عج) په یو توقیع چې پکې د جعفر کار د یوسف د وروڼو له کار سره تشبیه شوی[۳۷] استناد شوی دی.[۳۸] البته ځینو د جعفر د امامت د ادعا په اړه د شیخ مفید په خبرو په استناد سره[۳۹] په دغه توقیع کې د امام زمان(عج) مطلب یوازې د پیغمبرانو په بچیانو کې د ګمراهۍ د لرلو مخینه ګڼلې ده.[۴۰]

جعفریه فرقه

د جعفر پیروان په تاریخ په جعفریه مشهور دي.[۴۱] البته له دې مخکې د جعفریه نوم زیاتره د امام جعفر صادق د پیروانو لپاره استعمالیده.[۴۲] د جعفر طیار بچیانو او د جعفر بن حرب همداني ( د معتزله له مشرانو وفات ۲۳ق) پیروانو او د جعفر بن‌ مُبَشِّر ثَقَفی‌ ( د معتزله له مشرانو وفات ۲۳۴ ق بغداد) پیروانو ته هم جعفریه ویل شوې دي.[۴۳]

فطحیه چې د دوو وروڼو امامت یې مانه، جعفر ته رجوع وکړه.[۴۴] له همدې امله شیخ صدوق، جعفر ته د فطحیه د دوهم امام لقب ورکړی دی.[۴۵]

د جعفر له وفاته وروسته، ځینو پیروانو یې د هغه زوي ابو الحسن علي ته چې د بغداد د ساداتو مشر نقیب و[۴۶] مراجعه وکړه.[۴۷] ځینې نور باوري وو چې امامت د ابو الحسن او خور تر مینځ یې تقسیم شوی او له هغو دوو وروسته، د جعفر نورو پاتې شوونو ته رسېدلی دی.[۴۸] سعد بن عبدالله اشعری، د الضِّیاءِ فی‌ الردِّ علی‌ المُحَمَّدیةِ وَ الْجَعفَریة کتاب د جعفریه فرقې د اراوو په رد کې لیکلی دی.[۴۹] علي الطاحن د جعفریه فرقې له مشرانو ګڼل شوی دی.[۵۰]

د جعفر بچیانو ته یې له امام رضا(ع) سره د نسبت په وجه بَنُوالرِّضی‌[۵۱] یا رِضَویون‌[۵۲] ویل. شیخ مفید ویلي چې د خپلو اثارو د تالیف په وخت یې د جعفر هیڅ یو بچی نه دی موندلی چې له دولس امامي مذهب سره نه وي یو ځای شوی.[۵۳] د محمد بن موسی مبرقع مېرمن بریهه چې مزار یې د قم په چهل اختران کې دی، د هغه لور ده.[۵۴]

لیکنې

«طُهْر مُطهَّر» کتاب د جعفر په پاکولو او د هغه د بې لارۍ په رد کې لیکل شوی دی. د کتاب لیکوال د جعفر د غندنې ډېر روایتونه جعلي ګڼي. په دې کتاب کې د جعفر ځینې ادعاګانې د تقیې له مخې او د امام زمان د ژوند د حفاظت لپاره ګڼل شوې دي.[۵۵]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۴-۱۳۵.
  2. هوشنگی، «جعفر بن علی»، ص۱۶۹.
  3. عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۴-۱۳۵.
  4. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۷ش، ص۲۰۶.
  5. ابن‌عنبه، عمدةالطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۰؛ نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۵، پانویس ۱.
  6. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۱۹-۳۲۰.
  7. بحرانی، حلیةالابرار، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۹۰، پانویس ۳.
  8. وګورئ: عرشی‌، بلوغ‌‌المرام‌، ۱۹۳۹م، ص۵۱.
  9. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۵، پانویس۱.
  10. ابن‌عنبه، عمدةالطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۰؛ نوبختی، فرق‌الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۵، پانویس ۱.
  11. عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۱.
  12. سعیدی، «جعفر بن علی»، ج۱، ص۴۷۰۰.
  13. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۱۳؛ شهرستانی‌، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹۹-۲۰۰.
  14. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۱۹.
  15. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۲ـ۱۱۶.
  16. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۱.
  17. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۱۲.
  18. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۱.
  19. وګورئ: مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۷.
  20. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۷۵.
  21. ابوالحسینی، «مهدی از نگاه اهل سنت»، ص۸۴.
  22. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۷۵.
  23. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۷۵.
  24. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۷۵.
  25. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۴۳.
  26. نصیرالدین طوسی، جواهرالفرایض، ۱۴۲۶ق‌، ج۱، ص۱۹.
  27. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۴۳-۴۴.
  28. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۷۶.
  29. وګورئ: طوسی‌، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۸۴-۸۵.
  30. وګورئ: طوسی‌، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۸۴.
  31. کلینی‌، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‌۱، ص۲۸۵ـ۲۸۶؛ صدوق، کمال‌الدین‌، ۱۳۹۵ق، ج‌۲، ص۴۱۴ـ۴۱۷.
  32. عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۱،۱۳۶.
  33. طوسی‌، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۶ـ۲۲۷.
  34. مجلسی‌، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج‌۵۰، ص۲۲۸ـ۲۳۱.
  35. ابن‌قِبه رازی‌، النقض‌، ۱۳۷۵ش‌، ص‌۲۰۰ به نقل از سعیدی، «جعفر بن علی»، ج۱، ص۴۷۰۰.
  36. وګورئ: عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۰
  37. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج‌۲، ص۴۸۴(أما سبیل عمی جعفر فسبيل إخوة يوسف‏).
  38. ابن‌عنبه، عمدةالطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۰، پانویس؛ بحرانی، حلیة‌الابرار، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۹۰، پانویس ۳؛ نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۵، پانویس ۱.
  39. شیخ مفید، الفصول العشره، ۱۴۱۳ق، ص۶۱-۶۲.
  40. سعیدی، «جعفر بن علی»، ج۱، ص۴۷۰۰.
  41. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۱؛ فخررازی‌، اعتقادات‌ فرق‌ المسلمین‌ و المشرکین، ۱۴۱۳ق، ص۴۳.
  42. مدرسی‌ طباطبائی‌، مکتب‌ در فرآیند تکامل‌، ۱۳۷۵ش‌، ص۱۱۵ به نقل از سعیدی، «جعفر بن علی»، ج۱، ص۴۷۰۰.
  43. سمعانی‌، الانساب، ۱۳۸۲ق، ج‌۳، ص۲۹۰
  44. اشعری‌، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۱۰.
  45. شیخ صدوق، معانی‌ الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۶۵
  46. فخررازی، الشجرة المبارکه، ۱۴۱۹ق، ص۹۳.
  47. شهرستانی‌، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۰.
  48. شهرستانی‌، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۰.
  49. نجاشی‌، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص‌۱۷۷.
  50. شهرستانی‌، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹۹-۲۰۰.
  51. عمری، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۴.
  52. ابن‌عنبه‌، عمدةالطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۰.
  53. شیخ مفید، الفصول العشره، ۱۴۱۳ق، ص۶۵.
  54. فقیه جلالی بحرالعلوم گیلانی، محمد مهدی، انوار پراکنده در ذکر احوال امامزادگان و بقاع متبرکه ایران، ج۱، ص۴۳۷.
  55. ««طُهر مُطهر در دفاع از عموی امام زمان(عج)»، خبرگزاری ایکنا.

سرچينې

  • ابن عنبه حسنی، عمدة الطالب فی انساب آل ابی‌طالب، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • ابن قبه رازی‌، النقض‌ علی‌ أبی‌‌الحسن‌ علی‌ بن‌ احمد بن‌ بشار فی‌الغیبة، در حسین‌ مدرسی‌ طباطبائی‌، مکتب‌ در فرآیند تکامل‌: نظری‌ بر تطور مبانی‌ فکری‌ تشیع‌ در سه‌ قرن‌ نخستین‌، ترجمه: هاشم‌ ایزدپناه‌، نیوجرسی‌ ۱۳۷۵ش‌.
  • ابوالحسنی، رحیم، «مهدی (علیه‌السلام) از نگاه اهل سنت»، رواق اندیشه، شماره ۱۸، خرداد ۱۳۸۲ش.
  • اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، مرکز انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، حلیة الابرار فی احوال محمد و آله الاطهار علیهم‌السلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • سعیدی، فریده، جعفر بن علی در دانشنامه جهان اسلام، ج۱.
  • سمعانی‌، عبدالکریم بن محمد، تحقیق: عبدالرحمن بن یحیی المعلمی الیمانی، حیدر آباد، مجلس دائره المعارف العثمانیه، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۲م.
  • شهرستانی‌، محمد بن‌ عبدالکریم‌، الملل‌ و النحل، تحقیق: محمد بدران‌، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح: علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن‌ علی، معانی‌ الاخبار، تصحیح: علی‌اکبر غفاری‌، قم‌، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج‌الله علی العباد، تصحیح: مؤسسه آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن‌ محمد، الفصول‌ العشره فی‌ الغیبه، قم‌، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن‌ حسن‌، الغیبة، تصحیح:‌ عبادالله تهرانی‌ و علی‌‌احمد ناصح‌، قم‌، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، نصرالدین محمد بن محمد، جواهر الفرایض، موسسه دایره المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت علیهم‌السلام، قم‌، ۱۴۲۶ق‌.
  • عرشی، حسین‌ بن‌ احمد، بلوغ‌ المرام‌ فی‌ شرح‌ مسک‌ الختام‌ فی‌ من‌ تولّی‌ ملک‌ الیمن‌ من‌ ملک‌ و امام‌، چاپ‌ انستاس‌ ماری‌ کرملی‌، قاهره‌، ۱۹۳۹م.
  • عمری، علی‌ بن‌ محمد، المجدی‌ فی‌ انساب‌الطالبیین، چاپ‌ احمد مهدوی‌ دامغانی‌، قم‌، ۱۴۰۹ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، الشجرة المبارکه فی انساب الطالبیه، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۱۹ق.
  • فخررازی، محمد بن‌ عمر، اعتقادات‌ فرق‌ المسلمین‌ و المشرکین، محمد زینهم، مکتبة مدبولی، قاهره، ۱۴۱۳ق.
  • قائدان، اصغر، عتبات عالیات عراق، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح:‌ علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مدرسی‌ طباطبائی‌، حسین، مکتب‌ در فرآیند تکامل‌: نظری‌ بر تطور مبانی‌ فکری‌ تشیع‌ در سه‌ قرن‌ نخستین، ترجمه: هاشم‌ ایزدپناه‌، نیوجرسی‌ ۱۳۷۵ش‌.
  • نجاشی، احمد بن‌ علی‌، رجال النجاشی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین بقم المشرفه، ۱۳۶۵ش.
  • نوبختی، حسن بن‌ موسی‌، فرق‌ الشیعه، بیروت، دار الاضواء، بیروت، ۱۴۰۴ق.
  • ««طُهر مُطهر در دفاع از عموی امام زمان(عج)»، خبرگزاری ایکنا، انتشار ۲۲ خرداد ۱۳۹۶ش، بازبینی ۱۴ آذر ۱۳۹۷ش

فقیه محمدی جلالی بحرالعلوم گیلانی، محمد مهدی، انوار پراکنده در ذکر احوال امامزادگان و بقاع متبرکه ایران، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.