د طالوت او جالوت جګړه

د طالوت او جالوت جګړه، د قرآن له داستانونو څخه دی چې د بني اسراییلو د پاچا طالوت او د بني اسراییلو د دښمن جالوت ترمینځ د جنګ روایتوونکی دی. دا کیسه د بقرې سورې له ۲۴۶ تر ۲۵۱ ایتونو بیان شوې ده.د قرآن د راپورونو له مخې، بني اسراییل له الهي تعلیماتو له سرغړونې وروسته د فلسطینیانو تر ظلم لاندې راغلل او د عهد تابوت یې له لاسه ورکړ. خدای تعالی د طالوت په نوم یو ناپېژاندی کس د هغوي پاچا کړ. د یهودیانو یو لوی لښکر پر هغه راټول شو؛ خو له ډېرو ازمیښتونو وروسته یوازې یو څو کسان د هغه په څنګ کې پاتې شول، د جنګ په ورځ داوود(ع) له مچنوغې د یو کاڼي په ویشتلو سره، جالوت وواژه او بني اسراییل بریالی شول.
د شیعه مفسرانو له نظره، دغه قرآني کیسه د ظلم او فساد په وړاندې د جهاد اهمیت، د رهبرۍ او امامت لپاره لازمو ځانګړنو او په الهي ازمیښتونو کې ټینګتیا ته اشاره لري. همداراز کیسه ټینګار کوی چې د کامیابۍ لپاره د شمېر بروالی کافي نه دی او اخري کامیابي د ایمان د خاوندانو ده. په ځینو روایتونو کې د امام مهدي(عج) د ملګرو د انتخاب کیسه، د طالوت د ملګرو له الهي ازمیښتونو سره ورته ګڼل شوې ده.
څیړاندو په قرآن کې طالوت، په عهد عتیق کې د شائول له شخصیت سره یو ګڼلی دی. سره له دې له دغه جنګه د قرآن روایت د عهد عتیق له روایت سره فرق کوي. له دې کیسې هماغه راز د صهیونسټ رژیم د مسوولانو په سیاسي ادبیاتو کې استفاده کیږي.
اهمیت
د طالوت او جالوت جنګ د قرآن له کیسو څخه دی. دا کیسه د بقرې سورې له ۲۴۶ تر ۲۵۱ روایتونو راغلې ده. دا کیسه د شیعه مفسرانو او څېړاندو له نظره، د ځینو مسایلو لکه د جهاد اهمیت، د واکمنانو د ځانګړنو او پر کافرانو د مومنانو د بري الهام بخښونکې ده.[۱] شیعه مفسرانو د طالوت د کیسې په اساس استدلال کړی چې د خلکو امامان باید ځینې ځانګړنې لکه پوهه او مېړانه ولري.[۲] په شیعه حدیثونو کې هم دغه ځانګړنې د امام له خصوصیاتو ګڼل شوې دي.[۳] همداراز په ځینو روایتونو کې، د امام مهدي(عج) د ملګرو د انتخاب ماجرا د طالوت د ملګرو له الهي ازمیښت سره ورته ګڼل شوې ده.[۴]
د طالوت د لښکر جوړېدل
د مسلمانو مفسرانو په راپور، بني اسراییل له حضرت موسی(ع) وروسته له الهي سنتونو لرې شول او پکې اختلاف پېدا شو. همدا سبب شوه چې له فلسطینیانو ماته وخوري، له خپل وطنه وشړل شي او د تابوت عهد هم له لاسه ورکړي.[۵] یهودیانو له اشموئیل پېغمبر وغوښتل چې د هغوي لپاره یو کوماندان وټاکي چې له دښمن سره وجنګیږي.[۶] خدای تعالی د طالوت په نوم یو ناپېژاندی کس د هغوي مشر کړ. د سرچینو له مخې یهودیانو اعتراض وکړ چې طالوت لوړ نسب او مال دولت نه لري؛[۷] خو خدای د تابوت عهد د الهي نښې په توګه هغوي ته ستون کړ او هغوي طالوت ومانه.[۸] د مفسرانو په وینا، له دغه الهي نښې وروسته ډېر خلک پر طالوت راغونډ شول.[۹]
له جالوتیانو سره جنګ
د قرآن د ایتونو له نخې، طالوت د خپلو لښکریانو د ارادې د ازمویلو لپاره وویل چې ډېر زر به یو سیند ته ورسیږي او څوک چې د لارې د دوام اراده لري باید له دغه اوبو ډېرې کمې شان وڅښي؛[۱۰] خو اکثره ملګرو یې ځانونه خړوب کړل.[۱۱] په ځینو سرچینو کې راغلي چې څو زره کسانو نافرماني وکړه.[۱۲] طالوت اکثره نافرمانه کسان پریښودل او د جنګ میدان ته لاړ.[۱۳] ځینې پاتې کسان له دې چې شمېر یې ډېر کم دی ووېرېدل؛ خو هغه کسان چې په الهي تقدیر یې باور درلود له طالوت سره پاتې شول[۱۴] د جنګ په پېل کې چا له جالوت سره د مقابلې زړه نه درلود؛ خو د داوود په نوم یو هلک په مچنوغه کې یو کاڼي ورګوزار کړ او کاڼی د جالوت په تندي ولګېد او ووژل شو.[۱۵] د جالوت وژل کېدل سبب شول چې په فلسطیني لښکر کې ترهه خپره شي او د طالوت له وړوکي شان لښکره وتښتېدل او بني اسراییل بریالي شول.[۱۶]
له کیسې د مفسرانو اخستون
د ظلم او فساد پر خلاف د جهاد اهمیت
ځینې نظر خاوندان په دې باور دي چې قرآن د طالوت او جالوت د کیسې په بیانولو سره د ظلم او فساد په خلاف د جهاد اهمیت ته اشاره کړې ده.[۱۷] د قرآني ایتونو له مخې، بني اسراییلو د جالوت له فساد سره د مبارزې لپاره له خدایه وغوښتل چې یو کوماندان ورکړي او وعده یې وکړه چې د جهاد په وخت به د هغه په حکم عمل کوي؛ خو د جهاد په وخت یې خپلې وعدې ته شا کړه؛[۱۸] خو کوم کسان چې باقي پاتې شول پر دښمن بریالی شول.[۱۹]
د امامانو او واکمنانو ځانګړنې
د بقرې سورې له ۲۴۶ تر ۲۵۱ ایتونه، پوهه او تکړه توب د خلکو د لارښود لپاره دوه اصلي صفتونه ګڼي او نور معیارونه لکه مال او کورنی شرافت د رهبر په انتخاب کې مهم معیارونه نه ګڼي.[۲۰] مشهور شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي، د طالوت په کیسې په تکیې سره استدلال کړی چې امام باید په خپل امت کې تر ټولو پوه او مېړنی کس وي.[۲۱] له امام رضا(ع) په یو روایت کې په دې مسالې تصریح شوې ده.[۲۲]
په یو بل روایت کې د طالوت واکمني د داسې حکومت یوه نمونه بلل شوې چې د خدای له لوري ډالۍ شوی وي، نه دا چې په زور او په خلکو د غلبې له لارې لاسته راغلی وي.[۲۳] د علامه طباطبایي په وینا، د دغه ایتونو مطابق، حاکم باید د ټولنې چارې داسې وچلوی چې د ټولنې هر وګړی خپل لایق کمال ته ورسیږي. د دغه شان حکومت لپاره واکمن باید هم د ټولنیز ژوند په ټولو مصالحو علم او هم د دغه مصلحتونو د اجرا وس ولري چې دا دواړه په طالوت کې موجود وو.[۲۴]
په الهي ازموینو کې د پایدارۍ اهمیت
د محسن قرائتي په وینا، له دغه ایته دا اخستون کیږي چې ځینې کسان چې د خدای په لاره کې د جنګېدو ادعا لري، په ځینو الهي ازمیښتونو کې کامیابیږي خو په ځینو نورو کې ماته خوري.[۲۵] هغه د طالوت د سپایانو د امتحان مرحلې دا شان ډل بندي کوي چې ډېر کسان چې په اوله کې یې د چمتووالي اعلان وکړ، د جنګ له امره وروسته واوړېدل: ځینې د طالوت د نوم ورکۍ او فقر په وجه له مبارزانو جدا شول، ځینو نورو بیا د طالوت له نېغ په نېغه حکمه سرغړونه وکړه او له ممنوعه ویالې یې اوبه وڅښلې او ځینې کسان هم د دښمن له لښکر سره له مخامخېدو ووېرېدل. پر دې اساس یوازې ګوته په شمېر کسان د طالوت په څنګ کې وجنګېدل.[۲۶]
په ځینو روایتونو کې هغه سیند چې د طالوت ملګري پرې وزامایل شول د قائم آل محمد د ظهور په وخته د خلکو د امتحان لپاره د یو مثال په توګه یاد شوی دی.[۲۷]
د کفارو په ډېرکي باندې د مومنانو د لږکي بریالیتوب
په اسلامي متونو کې د جالوت پر لوی لښکر د طالوت د لږ شان ځواکونو کامیابی، پر کافرانو د مومنانو د بري بېلګه بلل شوې ده، که څه هم د مومنانو شمېر تر کافرانو کم وي.[۲۸] له امام باقر(ع) څخه نقل شوي چې په اخر کې یوازې ۳۱۳ کسانو د طالوت په امر عمل وکړ او وې کړی شول له جالوت سره په جنګ کې ګډون وکړي.[۲۹] څېړاندي وایي چې د قرآن له نظره، هغه څه چې د طالوت د لږو شان ځواکونو د کامیابۍ سبب شول د هغوي د ایمان طاقت و.[۳۰]
له نښتې د عتیق د عهد روایت
څېړاندي باوري دي چې په قرآن کې راغلی طالوت هماغه په عهد عتیق کې شائول دی.[۳۱] شائول په عهد عتیق کې د یو پېغمبر په توګه معرفي کیږي؛ خو کله کله داسې کارونه کوي چې خدای پرې نه دی راضي.[۳۲] د مثال په توګه، د خدای د غوښتې پرخلاف د جالوتیانو د کورونو له سوزولو او ورانولو ډډه کوي.[۳۳] همداراز کله چې خدای داوود د بني اسراییلو پاچا کوي طالوت ورسره حسد کوي او داوود په همدې وجه هغه د جنګ لومړۍ کرښې ته لیږي.[۳۴] په اخر کې شائول له فلسطینیانو څځه ماته خوري او ځان وژني.[۳۵]
کیسې ته د صهیونسټ رژیم د مسوولانو اشاره
ځینو سرچینو جالوت د عمالیق په نوم د یو قوم ( په لرغوني فلسطین کې یو قوم) پاچا او کوماندان ګڼلی دی.[۳۶] د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته، فلسطینیان عمالیق وبلل.[۳۷] د نتانیاهو اشاره د شائول د نښتې د کیسې یوې فرعي ماجرا ته وه. د عهد عتیق د روایت له مخې، خدای تعالی شائول ته امر وکړ چې عمالیق ووژني او ښځې، واړه ماشومان او چارپایان یې له مینځه یوسي؛ ځکه چې له شائوله ۳۵۰ کاله مخکې یې، بني اسراییلو ته له خپلو ځمکو د تېرېدو اجازه نه وه ورکړې.[۳۸]
فوټ نوټ
- ↑ طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، ص۴۱۱.
- ↑ طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، ص۴۱۱.
- ↑ قمی مشهدی، تفسیر کنز الدقائق، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۳۸۱.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ج۱، ص۳۱۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۵۲ش، ج۲، ص۲۸۶، ابنقتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۴۵؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۷؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ج۲۴، ص۴۴۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۱۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳؛ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۹۳.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ص۷۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳؛ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۹۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۳۳.
- ↑ حسینی کوهساری، «فلسفۀ جهاد در داستان طالوت و جالوت...» ص۳۶۰
- ↑ جعفری، «نکات جالبی از داستان طالوت و جالوت»، ص۳۱.
- ↑ جعفری، «نکات جالبی از داستان طالوت و جالوت»، ص۳۴.
- ↑ حسینی کوهساری، «فلسفۀ جهاد در داستان طالوت و جالوت...» ص۳۵۹؛ کدکنی و میبدی، «بررسی تطبیقی انتخاب طالوت...»، ص۱۷۰.
- ↑ طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، ص۴۱۱.
- ↑ قمی مشهدی، تفسیر کنز الدقائق، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۳۸۱.
- ↑ قمی مشهدی، تفسیر کنز الدقائق، ج۱۱، ص۲۴۳
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن،۱۳۵۲ ش، ج۲، ص۲۸۶.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۸۸.
- ↑ قرائتی، درسهایی از قرآن، ص۱۶۷۰.
- ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ج۱، ص۳۱۶.
- ↑ قرطبی، جامع الاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص ۲۵۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱۶.
- ↑ جعفری، «نکات جالبی از داستان طالوت و جالوت»، ص۳۴.
- ↑ نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، ص۹.
- ↑ نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، ص۱۰-۱۲.
- ↑ نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، ص۱۲.
- ↑ نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، ص۱۲.
- ↑ نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، ص۱۲.
- ↑ زمخشری، کشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۶.
- ↑ «نتانیاهو همچنان از عهد عتیق برای توجیه قتل عام مردم غزه استفاده میکند»، پایگاه خبری سیاق.
- ↑ کدکنی و میبدی، «بررسی تطبیقی انتخاب طالوت...»، ص۱۷۳.
سرچينې
- ابنقتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۲م.
- جعفری، یعقوب، «نکات جالبی از داستان طالوت و جالوت»، درسهایی از مکتب اسلام، سال ۴۵، شماره ۴، تیر ۱۳۸۴ش.
- حسینی کوهساری، سید اسحق، «فلسفۀ جهاد در «داستان طالوت و جالوت» از دیدگاه قرآن کریم.»، فلسفه دین، دوره یازدهم، شماره ۲، تابستان ۱۳۹۳ش.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
- شبر، سیدعبدالله، تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دارالبلاغة للطباعة و النشر، ۱۴۱۲ق.
- شفیعی، سعید، «طالوت»، دانشنامه جهان اسلام»، جلد ۳۰، تهران، بنیاد دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، بیتا.
- طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۵۲ش/۱۳۹۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، بیتا.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
- قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تهران، وزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامی. مؤسسة الطبع و النشر، ۱۳۶۷ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- کدکنی هاشم؛ فاکر میبدی، محمد، «بررسی تطبیقی انتخاب طالوت بهعنوان پادشاه بنیاسرائیل در تفسیر قرآن و عهد عتیق» مطالعات تفسیری، شماره ۳۳، بهار ۱۳۹۷ش.
- محسن قرائتی، درسهایی از قرآن، درسهایی از قرآن، ص۱۶۷۰، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، بیتا.
- مسعودی، ابو الحسن علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- «نتانیاهو همچنان از عهد عتیق برای توجیه قتل عام مردم غزه استفاده میکند»، پایگاه خبری سیاق، تاریخ اتشار مطلب، ۱۳ آبان ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید ۱۰ آبان ۱۴۰۳ش.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، مکتبة الصدوق، ۱۳۹۷ش.
- نعمتی پیرعلی، دلآرا «بررسی تطبیقی داستان طالوت در قرآن و عهد عتیق»، معرفت ادیان، شماره ۳۷، زمستان ۱۳۹۷ش.