منځپانگې ته ورتلل

د عزیر نبي ژوندي کېدل

د wikishia لخوا
معجزې او ارهاصات
معجزه/ارهاص اړوند شخصیت
شق القمر حضرت محمد(ص)
قرآن حضرت محمد(ص)
رد الشمس حضرت محمد(ص)
په زانګو کې خبرې کول حضرت عیسی (پیغمبر)
د موسی امسا حضرت موسی (پیغمبر)
ید بیضا حضرت موسی (پیغمبر)
له موسی سره د خدای خبرې حضرت موسی (پیغمبر)
د صالح اوښه صالح (پیغمبر)
الوتونکې غالیچه سلیمان (پیغمبر)
له حیواناتو سره خبرې کول سلیمان (پیغمبر)
د څلورو مارغانو ژوندي کېدل ابراهیم (پیغمبر)
د اور سړېدل ابراهیم (پیغمبر)
د مریم بي بي امیدواره کېدل د عیسی مور مریم

د عُزَیر نبي ژوندي کېدل د قرآن له کیسو څخه یوه کیسه ده چې پکې د هغه تر مړینې سل کاله وروسته بیا ژوندي کېدل ذکر شوي دي. دا پېښه د قرآن له نظره د معاد او د مړو په بیا راژوندي کولو د خدای د قدرت له دلیلونو څخه شمېرل کېږي. شیعیان دا واقعه د رجعت د اثبات له دلایلو څخه هم ګڼي.

د عزیر د ژوندي کېدو پېښه د د بقرې سورې په ۲۵۹ ایت کې راغلې، د دې آیت پر بنسټ، عزیر یو کلی ولید چې ټول اوسېدونکي یې مړه شوي جسدونه یې وراسته شوې وو. په دې وخت کې هغه له ځانه وپوښتل: دا مړي به خدای څنګه بیا ژوندي کوي؟ نو خدای(ج) هغه د سل کلونو لپاره مړ کړ او بیا یې بېرته ژوندی کړ. ځینې کسان د دې پېښې وخت د میلاد څخه شاوخوا ۴۵۰ کاله وړاندې ګڼي.

په قرآن کې د عزیر د مړېدو او بیا ژوندي کېدو کیسه

د بقرې سورې په ۲۵۹ ایت کې د هغه چا یادونه شوې چې د سفر پر مهال یو کلی ته ورسېد، هلته یې ولیدل چې د کلي کورونه ویجاړ شوي او اوسېدونکي یې مړه شوي، مړي او هډوکي یې وراسته شوې وو.[۱] مفسرین وایي چې دا کس عزیر نبي و. قرآن وایي، عزیر له ځانه وپوښتل چې خدای به دا مړي څنګه بیا ژوندي کوي؟[۲] په همدې وخت کې خدای د هغه روح واخیست او تر سلو کلونو وروسته یې بیرته ژوندی کړ. بیا ترې خدای وپوښتل چې څومره وخت دې دلته تېر کړ؟ عزیر خیال وکړ چې یوه ورځ یا تر هغې هم لږ. خدای ورته وویل چې ته سل کاله دلته پروت وې.[۳] خدای د دې لپاره چې د دغه پیښې حقیقت او خپل قدرت هغه ته وښیي، د عزیر خواړه سالم وساتل، خو د هغه سپرلي چې خر و مړ شو او د وخت په تېرېدو سره یې بدن وروست شوی و.[۴] بیا خدای د عزیر د سترګو مخې ته خر ژوندی کړ؛ داسې چې لومړی هډوکي سره یو ځای شول، بیا پرې غوښه او څرمنه ولګېده.[۵]

ځینې تاریخونه وایي، دا پېښه د میلاد نه ۴۵۰ کاله مخکې، او د هغه لومړنی مرګ د میلاد نه ۵۶۰ کاله مخکې شوی و.[۶] د فیض کاشاني په وینا، دا پېښه د یحیی(ع) له شهادت او د بُختُ نصر له خوا د بنی‌اسرائیلو له وژنو وروسته رامنځته شوې.[۷]

عزیر څنګه خلکو ته خپل ژوندي کېدل ثابت کړل؟

د شیخ طبرسي د روایت له مخې، عزیر چې ژوندی شو، خپل ښار ته ستون شو.[۸] هلته یې د خپل پلار له خوا په یوه باغ کې ښخ شوی تورات ومونده، او له حفظه یې خلکو ته ولوست، چې په دې توګه خلکو ته خپل اصلي شناخت ثابت کړي.[۹] د ځان اثبات لپاره یې بله معجزه دا وه چې د خپل کور یوه نابینا خدمتګار ته یې چې په موده کې ړوند شوی و بینايي ورکړه.[۱۰]

د عزیر کیسه، د معاد او رجعت یوه نښه

مفسرین او دیني عالمان له سلو کلونو مرګه وروسته د عزیر ژوندي کېدل د معاد او له مرګه او د بدنونو له ختمېدو وروسته د هغو د بیا ژوندي کېدو د واقعیت لرلو څرګنده نښه ګڼي.[۱۱] علامه طباطبایي (وفات: ۱۳۶۰ل) د عزیر بیا ژوندي کېدل، او په څنګ کې یې حضرت ابراهیم(ع) له خوا د څلورو مرغیو ژوندي کول، او له نمرود سره مناظره، د هغه الهي هدایت له مصداقونو څخه ګڼي چې د بقرې سورې په ۲۵۷ ایت کې ورته اشاره شوې ده.[۱۲]

ځینې لکه مصري مفسر شیخ احمد مصطفی مراغي (وفات: ۱۳۶۴ق)، په دې وجه چې د دنیا په ژوند کې د مړو ژوندي کېدل ناممکن ګڼي، په دې عقیده دي چې عزیر مړ شوی نه و، بلکې یوازې بې‌هوښه و.[۱۳] خو علامه طباطبایي وایي چې د محالوالي ادعا معتبر دلیل نه لري.[۱۴]

همدا شیعیان دا کیسه د شیعه د یوې عقیدې په توګه د رجعت پر اثبات هم دلیل ګڼي.[۱۵]

د عزیر عمر

له امام باقر(ع) څخه روایت دی چې عزیر د لومړي ځل مړینې پر مهال ۳۰ کلن و.[۱۶] دا روایت وایي، عزیر یو غبرګونی ورور درلود، چې دواړه په یوه ورځ پیدا شوي، او په یوه قبر کې خاورو ته سپارل شوي، حال دا چې عزیر یواځې ۵۰ کاله ژوند کړی و، او ورور یې ۱۵۰ کاله ژوند کړی و.[۱۷] د امام علي(ع) له قوله، عزیر د سفر پر مهال ۵۰ کلن و، او ښځه یې هغه وخت امیندواره وه. کله چې بېرته خپل ښار ته راستون شو، زوی یې ۱۰۰ کلن و، خو دی لا هم ۵۰ کلن ښکارېده.[۱۸]

په روایاتو کې یو مناظره هم راغلې چې د شام په سیمه کې د امام باقر(ع) او یو عیسوي عالم ترمنځ شوې ده.[۱۹] عیسوي عالم پوښتي چې څنګه غبر‌ګوني وروڼه چې په یوه ورځ پیدا او مړه شوي، یو یې ۵۰ او بل یې ۱۵۰ کاله عمر لري؟ امام باقر(ع) ورته وایي، یو ورور عزیر و، بل عَزره و، او له دې امله چې عزیر ۱۰۰ کاله مړ و، تر خپل وروره یې سل کاله کم عمر وکړ.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۹۴.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۹۴.
  3. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۲۶۰.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۲۹۸.
  5. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۰۰.
  6. ابن‌عاشور، التحریر و التنویر، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۵۰۹.
  7. فیض کاشانی، تفسیر الصافی،۱۴۱۶ق، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۹۱.
  8. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۴۱.
  9. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۴۱.
  10. شاه‌عبدالعظیمی، تفسیر اثنی‌عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۷۲-۴۷۳.
  11. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۲۷۵.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ج۲، ص۳۵۹.
  13. مراغی، تفسیر المراغی، دارالفکر، ج۳، ص۲۲.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ج۲، ص۳۶۲.
  15. حر عاملی، الایقاظ من الهجعه، ۱۳۶۲ش، ص۳؛ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۹۸ش، ج۲، ص۹-۱۰.
  16. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۷۱.
  17. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۷۱.
  18. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۵۳۴.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۲۲.
  20. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۲۳.

سرچينې

  • ابن‌عاشور، محمدطاهر، التحریر و التنویر من التفسیر، بیروت، مؤسسه التاریخ العربی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة البعثه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، هجرت، چاپ سوم، ۱۳۹۸ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، مرکز نشر اسرا، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، الایقاظ من الهجعه بالبرهان علی الرجعه، تصحیح هاشم رسولی، ترجمه احمد جنتی، تهران، نوید، ۱۳۶۲ش.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • شاه‌عبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی‌عشری، تهران، میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ سوم، ۱۳۵۲ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبة الصدر، چاپ دوم، ۱۳۷۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مراغی، احمد مصطفی، تفسیر المراغی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.