د منعم د شکر واجبوالی
د مُنعِم د شکر واجبوالی له هغه چا څخه د مننې او شکریې د لزوم په معنا دی چې انسان ته یې نعمت ورکړی دی. د مُنعِم د شکر واجبوالی یوه عقلي قاعده یا شرعي حکم بلل شوی چې عقل، قرآن او احادیث پرې حکم کوي. له دې ایتونو څخه، د ابراهیم سورې ۷ ایت ته اشاره شوې چې د نعمتونو په تداوم باندې د نعمتونو د شکر ایستلو د دوام اغېز بیانوي او په مقابل کې د نعمت کفران د خدای د سخت عذاب د رامنځته کېدو لامل بولي.
مسلمان عالمان په دې اړه چې د مُنعِم د شکر د واجبوالی قاعده له عقل څخه اخیستل کېږي یا یوازې په شریعت کې پرې ټینګار شوی، د نظر اختلاف لري؛ عدلیه (معتزله او امامیه) په دې باور دي چې دا قاعده عقلي ده، که څه هم په قرآن او روایت کې هم پرې حکم شوی دی. دوی په دې اړه شرعي احکام ارشادي بولي. دوی، د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره وایي دا یوه بدیهي او څرګنده خبره ده چې د هغه چا څخه مننه چې انسان ته یې نعمت ورکړی، لازمه ده. همدا راز د عقلاو په سیرې هم استناد کوي. په مقابل کې، د اهل سنتو یوه کلامي فرقه اشاعره، د قرآن د ایتونو او نورو دلایلو په استناد سره، په دې باور دي چې له شریعت او د پیغمبرانو له بعثت مخکې د مُنعِم د شکر په واجبوالی حکم نه شي کېدای.
شیعه عالمانو، د اسلامي علومو په بېلابېلو څانګو لکه کلام، اصولفقه او فقه کې له دې قاعدې څخه استفاده کړې چې د بېلګې په توګه یې په اعتقادي مسائلو کې د تحقیق او د اجتهاد، تقلید یا احتیاط د ضرورت ثابتول دي.
معرفي او حیثیت
د مُنعِم د شکر واجبوالی له هغه چا څخه د عقلي یا شرعي مننې او شکریې د ضرورت په معنا دی چې انسان ته یې نعمت ورکړی دی.[۱] د دې قاعدې اصلي ځای علم کلام بلل شوی؛ خو فقهاوو هم له دې څخه د ځینو احکامو په استنباط کې استفاده کړې ده.[۲]
مفسرانو ځینې ایتونه د دې قاعدې د دلالت کوونکو په توګه یاد کړي دي. د بېلګې په توګه د زخرف سورې له ۱۱ تر ۱۵ ایتونو،[۳] د اعراف سورې ۱۰۷ ایت،[۴] د انعام سورې ۱۰۹ ایت،[۵] د بقرې سورې ۱۶۴ ایت[۶] او د ابراهیم سورې ۷ ایت[۷] په دې اړه خبرې کړې دي. په روایاتو کې هم د الهي نعمتونو د شکر پر ضرورت ټینګار شوی دی. د بېلګې په توګه، له امام علي(ع) څخه په یوه حدیث کې راغلي: «که خدای د ګناهونو لپاره د عذاب کوم خبرداری نه وای ورکړی، بیا هم د نعمت د شکر له امله واجبه وه چې ګناه ونه شي.»[۸]
د نعمت د شکر د واجبوالي قاعده په شعرونو کې هم راغلې ده؛ د بېلګې په توګه مولوی (وفات: ۶۷۲ق) داسې ویلي:
سعدي شیرازي (وفات: ۶۹۱ق) هم په یوه شعر کې داسې بیان کړی:
عقلي یا شرعي قاعده
د مسلمانانو د دوو کلامي مذاهبو عدلیه او اشاعره، ترمنځ یو اختلاف دا دی چې د مُنعِم د شکر واجبوالی عقلي دی که شرعي.[۱۱] د عدلیه، یعنې معتزله[۱۲] او امامیه،[۱۳] په باور، دا قاعده عقلي ده او په دې اړه شرعي امرونهي یوازې ارشادي دي.[۱۴] شیعه فقیه او اصولی، شیخ انصاري (وفات: ۱۲۸۱ق)، په دې باور دی چې دا مسئله د عدلیه او اشاعره ترمنځ د حسن او قبح په مسئله کې د اختلاف له امله ده؛ یعنې که څوک عقل د حسن او قبح د تشخیص سرچینه وګڼي، د منعم د شکر عقلي ضرورت به ومني؛ خو که لکه اشاعره، حسن او قبح یوازې شرعي وګڼي، په دې مسئله کې به وجوب یوازې شرعي وګڼي.[۱۵]
- همدا راز وګورئ: حسن او قبح
د عقلي والي دلایل
ځینو متکلمانو، د مُنعِم د شکر د وجوب د عقلي والي د ثابتولو لپاره، د هغه د بدیهي والي مسئله مطرح کړې او ویلي یې دي چې عقل، په بدیهي توګه، د نعمت په مقابل کې عکسالعمل واجب ګڼي.[۱۶] شیعه متکلم کَراجَکي (وفات: ۴۴۹ق)، ویلي چې د منعم د شکر لزوم د عقلاوو ترمنځ متفق علیه دی او د عقلاوو ترمنځ په دې اړه کوم د نظر اختلاف نشته.[۱۷] د دې قاعدې د ثابتولو لپاره، ځینې استدلالونه هم مطرح شوي دي. د بېلګې په توګه شیعه متکلم او فقیه، علامه حلي (وفات: ۷۲۶ق)، داسې استدلال کړی چې که د منعم د شکر ضرورت نه وي، نو د هغه په اړه معرفت ترلاسه کول به هم ضروري نه وي. د معرفت د نه ضروري والي معنا دا ده چې د پیغمبرانو بعثت بېفایدې دی. نو په پایله کې، د منعم شکر ضروري دی.[۱۸]
د شرعي والي دلایل
د عدلیه پر خلاف، اشاعره په دې باور دي چې د مُنعِم د شکر ضروري والی له شریعت څخه استنباط کېږي، نه له عقله. د دې ادعا د ثابتولو لپاره، د دې ډلې لخوا ځینې استدلالونه مطرح شوي دي:
- ځینې ایتونه لکه د اسراء سورې ۱۵ او د نساء سورې ۱۶۵ ښيي چې له پیغمبرانو او شریعت څخه مخکې انسان د عذاب مستحق نه دی. دا ښيي چې عقل په خپلواکه توګه د شکر د ضروري والي حکم نه شي کولی.[۱۹] په ځواب کې ویل شوي چې دا ایتونه د دنیوي عذاب په اړه دي، نه اخروي. سربېره پر دې، د عذاب لامل له خدای سره د وګړي مخالفت دی او که څوک د عقل په حکم دا ضرورت درک کړي او پرې پابند نه شي، د عذاب مستحق دی.[۲۰]
- د وجوب معنا د خدای په امر سره درک کېږي او د خدای له امر مخکې وجوب هیڅ معنا نه لري؛ ځکه اجر او بدله، چې د اطاعت نتیجه ده، او عقاب، چې د عصیان او سرکښۍ نتیجه ده، د خدای له امرونهي وروسته معنا پیدا کوي.[۲۱] په ځواب کې ویل شوي چې په دې مقام کې مطلب عقلي وجوب او ضرورت دی، نه شرعي وجوب چې د الهي امر د اطاعت لازمه ده.[۲۲]
په دیني علومو کې د قاعدې د کارونې نمونې
د مُنعِم د شکر واجبوالی په بېلابېلو دیني علومو کې، د هغه علم له موضوع او مسائلو سره سم، کارول شوی دی. د دې ځینې کارونې په لاندې ډول دي:
په اعتقاداتو کې د تحقیق ضرورت
متکلمانو، د خدای په وجود او عقایدو پورې اړوند مسائلو د تحقیق د ضرورت د ثابتولو لپاره، د وجوب دفع ضرر محتمل قاعدې تر څنګ،[۲۳] د مُنعِم د شکر په واجبوالی هم د عقلي قانون په توګه استناد کړی دی.[۲۴] پر دې قاعدې استناد په دې ډول دی: د مُنعِم د شکر واجبوالی له عقلي نظره واجب دی. د منعم شکر پرته د هغه له پېژندلو تحقق نه مومي. پېژندل د تحقیق په نتیجه کې ترلاسه کېږي. په پایله کې، د منعم په اړه تحقیق ضروري دی.[۲۵]
د اصولفقه کلامي بنسټ
ځینو اصولیانو د مُنعِم د شکر واجبوالی د اصولفقه له کلامي مبانیو او آرونو څخه بللی دی. ویلی شوي چې علامه حلي دا قاعده د اصولفقه له کلامي مبانیو څخه یوه بللې او په دې اړه یې جدا بحث کړی دی.[۲۶] شیخ بهایي بل اصولی دی چې دا قاعده یې د اصولفقه د کلامي مبانیو په توګه مطرح او څېړلې ده.[۲۷]
د اجتهاد، احتیاط، تقلید درېګوني مستند
په دې قاعدې باندې له شویو استنادونو څخه یو هم د اجتهاد، احتیاط یا تقلید د ضرورت په بحث کې دی. د دې قاعدې پر بنسټ ویل شوي چې عقل د مُنعِم د شکر ضرورت واجب بولي. د منعم شکر هغه مهال تحقق مومي چې د منعم په احکامو او قوانینو پوه شو او د هغې پر بنسټ عمل وشي. په پایله کې، یا باید موږ پخپله د دین له احکامو د استنباط توان ترلاسه کړو چې همدا اجتهاد دی، یا باید په داسې ډول عمل وکړو چې یقین ولرو د خدای حکم عملي شوی، چې همدا احتیاط دی، یا له هغه مجتهد څخه تقلید وکړو چې شرایط یې لري.[۲۸]
فوټ نوټ
- ↑ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۶، ص۴۴۷؛ سانو، معجم مصطلحات أصول الفقه، ۱۴۲۷ق، ص۲۵۰.
- ↑ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۶، ص۴۴۷.
- ↑ حاکم جشمی، التهذیب فی التفسیر، ۱۴۴۰ق، ج۹، ص۶۲۸۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۷۰۱.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۴۱۰.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۱۷۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ج۱۲، ص۲۳.
- ↑ نهجالبلاغه، حکمت ۲۹۰.
- ↑ مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ سعدی، کلیات سعدی، ۱۳۲۰ش، ص۲۰۸.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۵۵–۵۶؛ عثمان، القاموس المبین، ۱۴۲۳ق، ص۱۹۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، المغنی، بیتا، ج۱۵، ص۲۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: آلکاشفالغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۷۶؛ سبحانی تبریزی، الإنصاف، ۱۳۸۱ش، ج۳، ۳۷.
- ↑ آلطالقانی، الشیخیة نشأتها و تطورها و مصادر دراستها، ۱۴۲۰ق، ص۲۹۹.
- ↑ شیخ انصاری، مطارح الانظار، ۱۴۰۴ق، ص۲۳۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کراجکی، کنزالفوائد، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲۱؛ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء الترث العربی، ج۷، ص۳۴۰؛ علامه حلی، حسن بن یوسف، مبادی الوصول، ۱۴۰۴ق، ص۹۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کراجکی، کنزالفوائد، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲۱.
- ↑ علامه حلی، تهذیب الوصول، ۱۳۸۰ش، ص۵۴.
- ↑ فخر رازی، المحصول فی علم اصول الفقه، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۷.
- ↑ کاشفالغطاء، غایة المأمول، بیتا، ص۱۹۹.
- ↑ غزالی، المستصفی، ۱۴۱۳ق، ص۴۹.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۵۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنمیثم، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۲۸–۲۹.
- ↑ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۶، ص۴۴۷.
- ↑ ابن نوبخت، الیاقوت، ۱۴۱۳ق، ص۲۷؛ شیخ طوسی، تمهید الأصول، ۱۳۶۲ش، ص۲۰۶؛ ابنمیثم، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۲۹؛ فاضل مقداد، الاعتماد، ۱۴۱۲ق، ص۴۸.
- ↑ ضمیری، دانشنامه اصولیان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۲۳.
- ↑ ضمیری، دانشنامه اصولیان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۱۸.
- ↑ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۶؛ موحدی نجفی، البرهان السدید فی الاجتهاد و التقلید، ۱۳۸۷ش، ص۳۴–۳۶؛ سیفی مازندرانی، دلیل تحریر الوسیلة، ۱۴۳۶ق، ص۳؛ سند، سند العروة الوثقی (الاجتهاد و التقلید)، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۲۳–۲۴.
سرچينې
- آلطالقانی، محمدحسن، الشیخیة نشأتها و تطورها و مصادر دراستها، بیروت، الآمال للمطبوعات، ۱۴۲۰ق.
- آلکاشفالغطاء، محمدحسین بن علی، اصل الشیعة و اصولها، بیروت، الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۳ق.
- ابننوبخت، ابراهیم بن نوبخت، الیاقوت فی علم الکلام، قم، مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی(ره)، ۱۴۱۳ق.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی. بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۷۱ش.
- ابنفهد حلی، احمد بن محمد، عدة الداعی، قم، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
- ابنمیثم، میثم بن علی، قواعد المرام فی علم الکلام، قم، مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی(ره)، ۱۴۰۶ق.
- اشتهاردی، علیپناه، مدارک العروة، تهران، منظمة الاوقاف و الشؤون الخیریة، دار الأسوة للطباعة و النشر، ۱۴۱۷ق.
- حاکم جشمی، محسن بن محمد، التهذیب فی التفسیر، قاهره، دارالکتاب المصری، ۱۴۴۰ق.
- حکیم، سیدمحسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دار التفسیر، ۱۳۷۴ش.
- سانو، قطب مصطفی، معجم مصطلحات أصول الفقه، دمشق، دارالفکر، ۱۴۲۷ق.
- سبحانی تبریزی، جعفر، الإنصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، قم، موسسة الامام الصادق(ع)، ۱۳۸۱ش.
- سعدی، مصلح الدین، کلیات سعدی، تصحیح محمدعلی فروغی، تهران، چاپخانه بروخیم، ۱۳۲۰ش.
- سند، محمد، سند العروة الوثقی (الاجتهاد و التقلید)، بیروت، دارالکوخ، ۱۳۹۴ش.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحیصالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
- سیفی مازندرانی، علیاکبر، دلیل تحریر الوسیلة (الاجتهاد و التقلید)، قم، مؤسسة تنظیم و نشر آثار الإمام الخمینی(قدس سره)، ۱۴۳۶ق.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۵ق.
- شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، مطارح الانظار، قم، مؤسسة آل البیت(علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
- شیخ بهایی، محمد بن حسین، زبدة الأصول مع حواشی المصنف علیها، قم، دارالبشیر، ۱۳۸۳ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء الترث العربی، بیتا.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تمهید الأصول فی علم الکلام، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۶۲ش.
- ضمیری، محمدرضا، دانشنامه اصولیان شیعه، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، الاعلمی فی المطبوعات، ۱۳۵۲ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۸ق.
- عثمان، محمود حامد، القاموس المبین فی إصطلاحات الأصولیین، ریاض، دار الزاحم، ۱۴۲۳ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مبادی الوصول الی علم الاصول، قم، مطبعة العلمیة، ۱۴۰۴ق.
- غزالی، محمد بن محمد، المستصفی فی علم الاصول، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۳ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، الاعتماد فی شرح واجب الاعتقاد، مشهد، آستانة الرضویة المقدسة. مجمع البحوث الإسلامیة، ۱۴۱۲ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، المغنی فی أبواب التوحید و العدل، تحقیق قاسم محمود محمد، بیجا، بینا، بیتا.
- کاشفالغطاء، جعفر بن خضر، غایة المأمول، بیجا، بینا، بیتا.
- کراجکی، محمد بن علی، کنزالفوائد، قم، دارالذخائر، ۱۴۱۰ق.
- مازندرانی، محمدصالح، شرح اصول الکافی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۹ق.
- مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، مؤسسة آل البیت(علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
- موحدی نجفی، محمدباقر، البرهان السدید فی الاجتهاد و التقلید، قم، دارالتفسیر، ۱۳۸۷ش.
- مولوی، محمد بن محمد، مثنوی معنوی، تصحیح عبدالکریم سوش، تهران، انتشارات علمی فرهنگی، ۱۳۷۶ش.
- هاشمی شاهرودی، محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(علیهم السلام)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت (علیهم السلام)، ۱۳۸۲ش.