منځپانگې ته ورتلل

د مړی د لمس کولو غسل

د wikishia لخوا
دا مقاله د مړی د لمس کولو غسل په اړه ده. د مړ انسان د مسو سره د آشنا کیدو لپاره، د مړی مس وګورئ.

د مړی د لمس کولو غسل هغه غسل چې د مړ انسان له بدن سره د تماس حاصلېدو په وجه واجبیږي. دغه غسل په هغه بڼه کې واجب دی چې د مړي له بدن سره تماس له سړېدو پس او له غسله مخکې وي. د شیعه فقیهانو له نظره، دا غسل واجب دی؛ خو اهل سنت فقیهان یې مستحب ګڼي. له دغه حکمه د معصوم او شهید د بدن لمس کول مستثنی دي.

د شیعه فقیهانو د مشهور نظر مطابق، د مس میت غسل د وضو کفایت نه کوي(ځای نه نیسی) همداراز په دې ټکي کې چې مس میت حدث اکبر دی که حدث اصغر دوه نظرونه موجود دي. د لومړي نظر مطابق، د ځینې کارونو لپاره لکه په جومات کې د ودرېدو او روژه لپاره باید غس مسل میت وکړی شي. خو د دوهم نظر مطابق د مس میت غسل یوازې د هغو کارونو لپآره لازم دی چې اودس ته اړتیا لري.

مفهوم او مقام

غسل مس میت هغه غسل ته ویل کیږي چې د مړ انسان له بدن سره د تماس په وجه واجبیږي.[۱] د دغه غسل په اړه د فقهي کتابونو د طهارت د احکامو په باب کې خبرې کیږي.[۲]

د مس میت غسل طریقه له نورو غسلونو منجمله د جنابت له غسل سره فرق نه لري.[۳] غسل په دوو طریقو، ترتیبي او ارتماسي ترسره کیږي. په ترتیبي طریقه کې له نیت وروسته باید اول سر او غاړه او بیا د بدن ښی لوری او ورپسې کیڼ لوری ووینځل شي. خو په ارتماسي غسل کې ټول بدن په اوبو کې ډوبول کیږي.[۴]

فلسفه

د غسل مس میت فلسفه او حکمت د لمس کوونکي روحي طهارت او د صفایۍ خیال ساتل ګڼل شوی دی. له امام رضا(ع) په یو روایت کې راغلي چې څوک چې مړی لامبوي، د هغو ککړتیاوو د پاکولو لپاره چې د مړي له بدنه هغه ته لېږدول کیږي، باید غسل وکړي؛ ځکه کله چې روح له بدنه وځي، په بدن کې آفات او انفیکشنونه پاتې کیږي.[۵]

فقهي حکم

د زیاتره شیعه فقیهانو له نظره، غسل مس میت واجب دی.[۶] په شیعه فقیهانو کې دا خبره سید مرتضی (۳۵۵-۴۳۶ق) ته نسبت ورکړل شوې چې هغه مستحب ګڼي.[۷] همداراز د علامه حلي (۶۴۸-۷۲۶ق)، په وینا اهل سنت غسل مس میت واجب نه ګڼي.[۸] او د هغوي د ډېرو له نظره دغه غسل مستحب دی.[۹]

د شیعه فقیهانو په فتوا، د مړ انسان له بدن سره تماس هغه وخت د غسل د واجبیدو سبب کیږي چې د مړي بدن سوړ شوی وي او لمس کول یې د مړي له غسله مخکې وي. له دې امله د میت له غسله وروسته د هغې لمس کول د مس میت غسل د واجبېدو سبب نه کیږي.[۱۰]

استثنائات

د شیعه فقیهانو په نظر، د غسل میت د وجوب په برخه کې ځینې استثناوې شته دي دغه موارد په دې ډول دي: د معصوم د بدن لمس کول، د هغه شهید د بدن لمس کول چې د جنګ په میدان کې وژل شوی وي او د هغه مړي د بدن لمس کول چې د حد یا قصاص له اجرا کېدلو مخکې یې د مړي غسل کړی وي.[۱۱] البته ځینو احتمال ورکړی چې د شهید د بدن لمس کول هم د غسل سبب کیږي.[۱۲]

اړونده احکام

د مړی د لمس کولو غسل سره ځینې اړونده احکام دا دي:

  • د زیاتره فقیهانو له نظره، د مس میت غسل د وضو(اودس) ځای نه نیسي. له دې امله د لمانځه لپاره باید پر غسل سربېره وضو هم وکړی شي.[۱۳] البته د آیت الله سیستاني په فتوا، د مس میت غسل د جنابت د غسل په شان د وضو ځای نیسي.[۱۴]
  • د تقلید د اکثره مراجعو په فتوا، د انسان له بدنه د جدا شوي غړي لمس کول، که هډوکی ولري، د غسل سبب کیږي.[۱۵] د دې په مقابل کې ایت الله سیستاني باوري دی چې جدا شوی غړی، که هډونه او غوښه هم ولري، لمس کول یې د غسل سبب نه ګرځي.[۱۶]
  • د ځینو فقیهانو له نظره، د مس میت غسل یوازې د هغو کارونو لپاره واجب دی چې وضو ته اړتیا لري؛ لکه لمونځ او قرآن ته لاس وروړل. ځینې مس میت حدث اکبر ګڼي. له دې امله کول یې د هغو ټولو عملونو لپاره چې په طهارت سره ترسره کیږي لکه لمونځ، طواف، روژه او په جومات کې ودرېدو لپاره ضروري دي.[۱۷] له وحید بهبهاني نقل شوې چې د فقیهانو تر مینځ مشهور نظر دوهم دی.[۱۸] سره له دې، د تقلید اکثرو معاصر مراجعو لومړی نظر منلی دی.[۱۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ علی‌شیعه، «احکام میت در فقه مذاهب اسلامی»، ص۵۷.
  2. ↑ مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۲.
  3. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۰.
  4. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۵۲۲-۵۲۴.
  5. ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۳۰۰، حدیث ۳.
  6. ↑ عاملی، مفتاح الکرامة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۳۱۲.
  7. ↑ عاملی، مفتاح الکرامة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۳۱۳.
  8. ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۳۴.
  9. ↑ شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۲۲۳.
  10. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳.
  11. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۳۰۷.
  12. ↑ تبریزی غروی، التنقیح، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۹۴-۲۹۸.
  13. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹-۱۰.
  14. ↑ سیستانی، توضیح المسائل، بی‌تا، ص۱۰۳، مسأله۵۱۸.
  15. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۵.
  16. ↑ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۱۶.
  17. ↑ وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱؛ عاملی، مفتاح الکرامة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۳۱۴-۳۱۷.
  18. ↑ عاملی، مفتاح الکرامة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۳۱۴.
  19. ↑ وګورئ: بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۹۳-۳۹۴.

سرچينې

  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • تبریزی غروی، میرزاعلی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی تقریراً لبحث آیة‌الله العظمی السید ابوالقاسم الخوئی، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
  • حسینی عاملی، سید محمدجواد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلامه، تحقیق محمدباقر خالصی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، بی‌نا، بی‌تا.
  • سیستانی، سید علی، منهاج الصالحین، قم، دفتر نشر حضرت آیة الله سیستانی، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام لاحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • علی‌شیعه، علی، «احکام میت در فقه مذاهب اسلامی»، مطالعات تقریبی مذاهب اسلامی، شماره ۳، زمستان ۱۳۹۱ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.