لا حکم الا لله
لا حُكْمَ إِلّا لِلّه (بې د خدای له حکمه بل حکم نیشته) د صفین په جګړه کې د حَکَمیت په مقابل کې د خوارجو نعره او شعار و. په دې شعار سره، په لومړي پړاو کې، خوارجو د بشري قضاوت سره خپل مخالفت اعلان کړ او د ابو موسی اشعري او عمروعاص حکمیت چې د امام علي(ع) او معاويه لخوا د قاضيانو په توګه ټاکل شوي وو، ونه منل او ویې ویل چې حکومت یوازې د خدای دی او بل هیڅوک د حکومت کولو حق نه لري.
امام علي(ع) دا شعار یوه داسې حقیقي وینا ګڼله، چې غلط مطلب ترې اخیستل کیده. هغه د حاکم شتون، که ښه وي یا بد، د ټولنې د اداره کولو لپاره اړین ګڼه.
دې شعار د نهروان له جګړې وروسته هم د خوارج لپاره دوام درلود او د هغوی له دیني اصولو څخه وپېژندل شو او د هغوی په وروستیو پاڅونونو کې هم وکارول شو.
ځینو څیړونکو د «لا حکم الا لله» د تحریف شوي مفکورې په رامنځ ته کیدو کې د خوارجو بَدَوي شونه (یعنی د صحرا کم عقل کسان) او د امامت او سیاست په اړه د سمې پوهې نشتوالی، موثر ګڼلی دی.
د معنې پیژندل
«لا حکم اله لِله» د امام علي(ع) په مخالفت او مقابله کې د خوارجو شعار و[۱] چې د همدې شعار د کارولو له امله په مُحَکِّمه مشهور شوو.[۲] په دې شعار کې د حکم معنا یې د «تحکیم» په معنا اخستې ده؛ دا په دې مانا چې له خدای پرته بل هېڅوک قضاوت نه شي کولای.[۳] دا شعار د قرآن کریم له «ان الحکم الا لله» څخه اخیستل شوی دی[سرچینې ته اړتیا لري] چې د قرآن په څو آیتونو کې تکرار شوی دی،[۴] وروسته بیا د خوارجو په وینا کې له دې عبارته مطلب له خدای پرته د بل چا حاکمیت نفي کول دي.[۵]
لومړي استعمالونه
د «لا حکم الا لله» شعار لومړى كار د هغو كسانو له خوا و، چې د صفين په جګړه كې يې د منځګړيتوب د لومړنيو منلو په وړاندې اعتراض وكړ؛ کله چې د شام لښکریان په جنګ کې د ماتې په درشل کې وو نو د عمرو عاص په چلونو سره یې قرآنونه په نیزو کې اوچت کړل او د قرآن د حکمیت غوښتنه یې وکړه.[۶] امام علي(ع) د خپلو ملګرو په ټینګار سره حکمیت ومانه او دا خبره يې معاويه ته په يوه ليك كې اعلان كړه.[۷] بالاخره قرارنامه وليكل شوه او حکمینو (قاضیانو) یې شرطونه بيان کړل.[۸]
کله چې اشعث بن قیس کیندي د لومړني تړون متن مختلفو قومونو ته لوسته نو دغه وخت ځینې اعتراضونه د "لا حکم الا لله" په محور سره وشول. د عنزه د قبيلې دوو ځوانانو د لاحکم الا لله نعره وهله. او د معاویه په لښکر یې برید وکړ او د معاویه خیمې ته نږدې ووژل شول.[۹] ځینې باوري دي چې دا دوه کسان هغه لومړي کسان دي چې له دې شعاره یې وکاروه.[۱۰] اشعث له دې پيښې وروسته مراد قبیلې ته ورغی او هغوي ته یې هم دغه تړون ولوست. صالح بن شقيق چې د قبيلې يو مشر و، د دې تړون په ځواب کې د «لا حكم الا لله» شعار وكاروه.[۱۱] د بني راسب په قبيله كې هم دې ته ورته پېښه رامنځته شوه.[۱۲]
د «لا حکم الا لله» د خبرې په وسیله حکمیت سره یوازې په ژبې سره په مخالفت بسنه ونه شوه، تر دې چې كله چې اشعث بني تميم قبيلې ته ورسېد، نو د دې قبيلې ځینې خلكو د «لا حكم الا لله» په شعار سره پر هغه بريد وكړ او د اشعث آس يې ووهه.[۱۳] د انساب الاشرف ليکوال بَلاذُري په دې اند دى چې ياد شوى شعار د لومړي ځل لپاره له همدې قبيلې څخه اورېدل شوى دى؛[۱۴] خو د درېيمې قمري پېړۍ يو مورخ يعقوبي په دې اند دى چې په لومړي ځل چې دا شعار واوریدی شو د حکمینو له غونډې وړاندې وو چې د يو کس عروة بن اَدیة تمیمی په نامه دا غږ پورته کړ.[۱۵]
د خوارجو شعار جوړیدل
د ۳۷ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په ۱۷ نیټه د صفین په جګړه کې د قرارنامې له لیکلو وروسته،[۱۶] د امام لښکر بیرته کوفې ته راستون شو؛ خو ځینې کسان چې وروسته د خوارجو په نوم مشهور شول د «لا حکم الا لله» په شعار سره د امام علی علیه السلام له لښکره جلا شول او کوفې ته نږدې په حروراء کې پاتې شول او کوفې ته په ستنیدو راضي نه شول.[۱۷] او حتی ګواښ یې وکړ چې که امام له حکمیت منلو بیرته راستون نه شي نو له هغه به بیزاري کوي او جګړه به ورسره کوي.[۱۸]
هغوي د «لا حکم الا لله» په شعار يې د دين په چارو كې د افرادو د حکمیت (منځګړيتوب) د پرېښودو،[۱۹] له معاويه سره د تړون د ماتولو او له هغه سره د جګړې د دوام غوښتنه وكړه.[۲۰] هغوي دا دعوا کوله چې د حکمیت له منلو یې توبه وکړه او امام علی(ع) او نور مسلمانان یې هم د حکمیت په منلو ګناهګار او کافر ګڼل او له هغوی یې وغوښتل چې توبه وباسي، که نه نو له هغوي سره به وجنګیږي.[۲۱] دا په داسې حال کې وو چې امام علی(ع) له پېله دې کار سره مخالف و خو د خپلو ملګرو مجبورولو او ګواښلو په سبب یې ومانه، ګواښونکي هماغه کسان وو چې وروسته له خوارج سره يو ځای شول. او له حکمینو (له فیصلې) وروسته يې د تړون ماتولو ته زړه نه ښه کاوه.[۲۲] ابن کواء چې د خوارج له مشرانو څخه و په پیل کې د حکمیت پلوی و او یو له هغو کسانو څخه و چې د کوفې د لښکر د قوماندان په توګه یې د عبدالله بن عباس له حکم (قاضي) جوړیدو سره مخالفت وکړ او ابو موسی اشعري یې په امام باندې مسلط کړ؛[۲۳] خو وروسته له شبث بن ربیعي تمیمي سره یو ځای شو او له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې د «لا حکم الا لله» په شعار سره یې د خدای د حکمیت غږ پورته کړ.[۲۴]
له امام علي(ع) سره بحث او جدال
خوارجو د همدې شعار پر بنسټ په بېلابېلو وختونو کې له امام سره بحثونه کول. د بېلګې په توګه کله چې ابو موسی اشعري د حکمیت (قاضيتوب) لپاره وټاکل شو، د خوارج له ډلې څخه دوه کسان زرعه بن البرج طائی او حُرقوص بن زُهیر سعدي امام علي(ع) ته ورغلل او شعار یې ورکړ: «لا حکم الا لله» او له امام څخه يې وغوښتل چې له خپلو اعمالو توبه وباسي او له معاويه سره جګړې ته ولاړ شي. امام هم هغوي ته په وعدې باندې وفا کول وریاد کړل او د هغوي غوښتنه یې ونه منله.[۲۵]
په څو نورو مواردو کې، خوارج په دې شعار سره امام علي(ع) وځوراوه؛ کله چې امام د خطبې د ورکولو لپاره د کوفې جومات ته روان و، نو د جومات څنګ ته یو چا د «لا حکم الا لله» نعره پرته کړه او څو نورو کسانو هم همدا جمله تکرار کړه.[۲۶] همدارنګه کله چې امام خطبه ورکوله د کوفې په جومات کې نو د خوارجو يوې ډلې په دې شعار سره څو ځلې د امام خبرې پرې کړې.[۲۷] او دا مسله وروسته څو ځله تکرار شوه.[۲۸]
د شعار په مطلب کې بدلون
خوارجو چې په پيل کې يې د لا حكم الا لله په شعار سره قضاوت او پریکړه يوازې د خداى لپاره ګڼله، څه موده وروسته ترې بله معنا واخسته او په دې باوري شوو چې حكومت او حكمراني هم يوازې د خداى لپاره دي او هیڅوک که علي وي او که معاويه د حکومت کولو حق نه لري. هغوي په دې کار سره د يوې داسې ټولنې غوښتنه کوله چې حکومت په کې نه وي.[۲۹]
ایت الله سبحاني په خپل کتاب الاِنصاف فی مسائل دام فیها الخلاف کې په دې باور دی چې د حکومت اړتیا دلیل ته اړتیا نه لري. لکه څنګه چې د رسول الله(ص) او معصومو امامانو په احادیثو کې د دې اهمیت ذکر شوی دی.[۳۰] هغوي (خوارج) د توحید او د خدای د حاکمیت د ساتلو لپاره، هر ډول انساني واکمني باطله وګڼله او اعلان یې وکړ چې حاکمیت یوازې د خدای دی.[۳۱] ځينې نور څېړونکي په دې اند دي چې د خوارجو اکثريت له هغه بَدَویانو څخه وو چې د امامت او سياست په مطلب باندې نه پوهیدل چې دا د قبیلې پرته لویه خبره ده. او له همدې امله يې خپل تمايل د دې شعار «لا حکم الا لله» په ناسم تعبير کې څرګند کړ.[۳۲]
د امام علي غبرګون
امام علي(ع) د دې ادعا په ځواب کې چې ګواکې د خداى په دين کې يې خلک حَکَم کړي دي، (یعنی فیصلې او پریکړې ته یې خلک مقرر کړي دي) وفرمايل: د خلکو د دې لپاره ټاکل چې د قرآن پر بنسټ د خداى په دين کې حکم وکړي په دې معنا نه دي چې خلک مو د خدای په دین کې حَکَم جوړ کړي دي.[۳۳] هغه کار یو داسې عمل وګڼه چې له هغې څخه د خلاصون لاره نشته؛ ځکه چې قرآن پخپله خبرې نشي کولی. هغه یو ځل له خوارج سره په بحث کې یو قرآن له ځانه سره واخیست او ورته یې وفرمایل: «ای قرآنه قضاوت وکړه» خوارجو وويل چې قرآن خو خبرې نه شي کولی. امام ورته وفرمايل: نو بیا تاسو له قرآنه څنګه تمه لرئ چې د انسان له مداخلې پرته به د خلکو په منځ کې حُکم وکړي؟[۳۴]
امام علی(ع) د «لا حُکم اِلّا لِلّه» یوه داسې ریښتینی وینا وګڼله چې باطله معنا ترې اراده شوې ده «کلمةُ حقٍ یُراد بها الباطل». هغه د خوارجو دا نظر چي واکمني یوازې خداي په لاس کي ده، داسې چيلنج کړ چي خلک مجبور دي چې حاکم ولري که ښه سړی وي او که مجرم. هغه د حکومت وجود د نظم رامنځته کول او د مؤمنانو او حتی کافرانو د چارو د تنظیم لپاره یوه اړینه لاره وګڼله.[۳۵] د «لا حکم الا لله» د شعار په وړاندې د امام غبرګون د نهج البلاغې په ځلویختم خطبه کې ذکر شوی دی.[۳۶]
که څه هم له خوارجو سره د امام علي(ع) خبرې اترې[۳۷] د څلور زره کسانو[۳۸] یا د ټولو خوارجو؛[۳۹] د راستنېدو لامل شوې خو د حکمیت د کیسې له بې پایلې پاتی کیدو وروسته هم هغوي په امام علي(ع) ټینګار کاوه چې هغه ګناهکار او کافر وګڼي. او له همدې امله هغوي له امام علي(ع) او د کوفې له لښکر سره د معاویه په خلاف جګړې ته دوام کې له ګډون څخه ډډه وکړه.[۴۰] هغوي د عبدالله بن وهب راسبي په کور کې راغونډ شول[۴۱] او د امام سره د جګړې لپاره چمتو کړل، چې بالاخره د نهروان جنګ او د هغوي د ماتې ته پایله کې ورسیده.[۴۲]
د نهروان له جګړې وروسته د دې کارول
د «لا حكم الا لله» شعار د خوارجو له مهمو نښانو څخه پاتې شو، او وروسته ابن ملجم مرادي د امام علي(ع) د وهلو په وخت کې هم دې سره دلیل راوړ.[۴۳] په کلونو وروسته هم دغه شعار د دوي د عقیدې له اصولو څخه ګڼل کیده.[۴۴] او دا به د دوي په پاڅونونو کې کارول کیده.[۴۵]
فوټ نوټ
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۶؛ اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ق، ص۵.
- ↑ شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۲، ص۵۲۳، تعلیقه آیت الله مرعشی نجفی.
- ↑ فراهیدی، کتاب العین، قم، ج۳، ص۶۷؛ ازهری، تهذیب اللغة، بیروت، ج۴، ص۷۰-۷۱.
- ↑ سوره انعام، آیه ۵۷؛ سوره یوسف، آیه ۴۰، ۶۷.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ج۲، ص۴۳۲.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۸.
- ↑ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۹۳-۴۹۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۵۳-۵۴.
- ↑ دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۹۶؛ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۲.
- ↑ دینوری، اخبار الطوال، ص۱۹۶؛ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۲
- ↑ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۹۷.
- ↑ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۳.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ج۲، ص۳۳۶؛ مسعودی، مروج الذهب، ج۲، ص۳۹۳.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۳۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۰.
- ↑ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۰۸.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۲؛ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۶۰.
- ↑ جعفریان، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۰ – ۱۰۱.
- ↑ ابنالطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۹۹.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۹.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۰۲.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۵۴.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۲؛ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶؛ شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۲، ص۵۲۹.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۳.
- ↑ ابنشاذان، الإیضاح، ۱۳۶۳ش، ص۴۷۴.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۴؛ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶؛ ابنحیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۳۹۳.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲.
- ↑ سبحانی، الإنصاف، ۱۳۸۱ش، ج۳، ص۴۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲.
- ↑ جعفریان، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۰ – ۱۰۱.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۲.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۷۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۳، ص۳۵۸.
- ↑ نهجالبلاغة، ۱۴۱۴ق، ص۸۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۱؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۵۳؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۸۰.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۹۱.
- ↑ ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۳۵.
- ↑ دینوری، الأخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۶.
- ↑ دینوری، الأخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۲-۱۹۳.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۲۶.
- ↑ ابناعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۶۳.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۲۷۶؛ ابناعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۶۱.
سرچينې
- ابناعثم الکوفی، ابو محمد احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- ابنالطقطقی، محمد بن علی، الفخری، تحقیق عبدالقادر محمد مایو، بیروت، دارالقلم العربی، ۱۴۱۸ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و...، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابنشاذان، فضل بن شاذان نیشابوری، الإیضاح، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۶۳ش.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنمسکویه، ابوعلی مسکویه الرازی، تجارب الامم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
- ازهری، محمد بن احمد، تهذیب اللغه، بیروت،دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تهران، مرکز انتشارات علمی فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
- بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
- جعفریان، رسول، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، تهران، نشر علم، ۱۳۹۰ش.
- دینوری، احمد بن داود، الأخبار الطوال، تحقیق عبدالمنعم عامر، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
- ذهبی، شمسالدین محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، دارالقلم، ۱۴۱۲ق.
- سبحانی، جعفر، الإنصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۱ش.
- شریف رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تحقیق صبحی صالح، قم، نشر هجرت، ۱۴۱۴ق.
- شوشتری، قاضی نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
- فراهیدی، خلیل بن احمد، کتاب العین، قم، نشر هجرت، چاپ دوم، بیتا.
- مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیر المومنین(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۵ش.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، القاهرة، المؤسسة العربیة الحدیثة، چاپ دوم، ۱۳۸۲ق.
- نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۴ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت،دار صادر، بیتا.