منځپانگې ته ورتلل

مسوده:جاسوسي

د wikishia لخوا


جاسوسي د معلوماتو پټ راټولول او نورو اشخاصو یا حکومتونو ته د هغې لیږدول دي، کوم چې د فقهې په نویو راپورته شویو مسلو کې ده. فقهاوو د اسلامي نظام لپاره جاسوسي جائزه او د دښمنانو په ګټه جاسوسي حرام او د سزا وړ ګڼلې ده. د دې فقیهانو دلیل د قرآن کریم آیتونه او د اجمالي تر حد متواتر روایتونه دي.

سید محمد موسوي بجنوردي، یو شیعه فقیه، د عقل، قرآن کریم د آیتونو او روایتونو پر بنسټ د اسلام د دښمنانو لپاره جاسوسي حرام ګڼلې ده، او دا یې د خدای، رسول او اسلامي دولت سره خیانت ګڼلی دی. ځنې فقهاوو، لکه علامه حلي او شیخ طوسي، د دې عمل سزا تعزیر ګڼلې ده، او یوې بلې ډلې یې د هغه کس د قتل حکم کړی دی چې د اسلامي نظام د دښمنانو په ګټه جاسوسي کوي.

تجسس کول او خصوصي حریم ماتول د هغو حرامو اعمالو څخه دي چې د جاسوسۍ له مصداقونو ګڼل کیدی شي. ځینو څېړونکو د جاسوسۍ په اړه د فقهي حکم په څېړنه کې له دې دوو مسلو څخه کار اخیستی دی.

شالید او اهمیت

جاسوسي د افرادو، ادارو یا هیوادونو څخه د خبرونو او استخباراتو پټ راټولولو او بل شخص یا هیواد ته یې راپور ورکولو ته ویل کیږي.[۱] دانشنامه جهان اسلام (د اسلامي نړۍ انسایکلوپیډیا) د هخامنشي له دورې څخه د قاجار تر دورې پورې د جاسوسۍ تاریخي حساب وړاندې کوي، چې ښیي چې د جاسوسانو ګمارل د ایراني واکمنانو ترمنځ یو دوامداره عمل و.[۲]

حسین علي منتظري (مړینه ۲۰۰۹) په خپل کتاب، «مباني فقهي حکومت اسلامي» کې د اسلامي دولت لپاره د جاسوسۍ حیاتي اهمیت باندې ټینګار کړی دی. هغه د دښمن د پوځي او ملکي ځواکونو د وړتیاوو او شمیر په اړه معلومات د هغوي د ماتی ورکولو لپاره ترټولو مهم عوامل ګڼلي، او جاسوسي یې «یو هنر» ګڼلی دی. د هغه په نظر، دا اړینه ده چې په جدي توګه متخصصین وروزل شي ترڅو په دې برخه کې روزنه او کار وکړي. هغه جاسوسي د هغه علت او معلول د نظام یوه برخه ګڼلې ده چې خدای په کایناتو کې رامینځته کړی دی.[۳]

د شیعه فقهې په لویو کتابونو کې «د جاسوسۍ فقه» یا «د جاسوسۍ حکم» په خپلواکه توګه د یو عنوان لاندې نه ده بحث شوې.[۴] دا مسله په عمده توګه د یو مسلمان جاسوس یا د جاسوسۍ شکمن کس په اړه په بیلا بیلو جملو سره، د جهاد یا د اسلامي نظام د ساتنې په څیر موضوعاتو لاندې بیان شوې ده.[۵] په همدې اساس، ځینو څیړونکو دا مسله د نویو راڅرګندیدونکو فقهي مسلو په ډله کې ګڼلې ده؛ دا هغه نوي راڅرګندیدونکي مسلې دي چې په تیرو وختونو کې هیڅ فقهي سابقه نلري او نوي اجتهاد ته اړتیا لري.[۶]

د جاسوسۍ د جرم موضوع، د افغانستان د جزا قانون د ۲۴۰، ۲۴۲ او ۲۳۸ مادو په پام کې نیولو سره، د نظامي، دفاعي او امنیتي رازونه دي؛ هغه رازونه چې د افغانستان د جزا قانون ۲۳۷ ماده یې په تفصیل سره راغلي دي. [۷]

جاسوسۍ یو ډول تجسس او خصوصي حریم ماتول

په دیني متنونو کې، تجسس او د خصوصي حریم ماتول غندل شوي او له شرعي نظره حرام ګڼل شوي دي.[۸] د دې حکم ثبوت د حجرات سورې ۱۲ آیت او هغه شواهد دي چې د مومن د عزت اهمیت، د غیبت منع کول، د عیب لټولو ممنوعیت، پردو خبرو ته د غوږ نیولو(استراق سمع) ممنوعیت، او خصوصي حریم د ماتوونکي لپاره د تضمین نشتوالی په ګوته کوي.[۹] همدارنګه، د احترام قاعده او د سلطنت قاعده (په خپلو مالونو او ځان باندې تسلط او واک) او همدارنګ د تجسس د حرمت فقهي دلیلونه او د خصوصي حریم د خیال ساتلو لازموالی د دلیلونو په توګه ګڼل شوي دي.[۱۰]

په هرصورت، په ځینو خاصو مواردو کې، فقهاوو جاسوسي جایزه ګڼلې ده، البته په دې شرط چې شرعي قاعدې سره سم او د لویو مصلحتونو لپاره وي:

  • د اسلامي نظام د ګټو او امنیت د ساتنې په هدف د اشخاصو په خصوصي حریم کې د حکومتونو او استخباراتي ادارو لخوا جاسوسي.[۱۱]
  • د کاریګرانو او اجنټانو د فعالیت جاسوسي.[۱۲]
  • د اخلاقو او شریعت په چوکاټ کې دننه د میړه یا ښځې د غوره کولو لپاره جاسوسي.[۱۳]

د اسلامي دولت لپاره د جاسوسۍ حکم

سيره ابن هشام د بدر د جګړې د پېښو په بيانولو سره وايي:

«بيا [پيغمبر اکرم(ص)] خپلو ملګرو ته مخ کړ. کله چې شپه شوه، نو هغه علي بن ابي طالب، زبير بن عوام او سعد بن ابي وقاص د څو نورو کسانو سره د بدر په هغه ځای کې ولېږل چې اوبه پکې وې او هلته به کاروانونه معمولا راښکته کېدل، ترڅو د مکې د خلکو او د قريشو د کاروانونو په اړه معلومات راټول کړي او هغه ته راپور ورکړي.[۱۴]»

شيعه فقهاوو په ښکاره يا ضمني ډول د اسلامي دولت لپاره جاسوسي جائز ګڼلې ده. د حسين علي منتظري په وينا، د پيغمبر اکر(ص) د جګړو سیرت او امام علي(ع) د جګړو په تاريخ کې، د دښمن د وضعيت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پلان جوړول يوه عامه او طبيعي خبره وه.[۱۵] همدارنګه، محمد حسن نجفي په خپل کتاب جواهر الکلام کې ويلي دي چې د دښمن په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره جاسوسي، حتی که دا د جګړې له صحنې څخه د غیبت سبب وي هم، جاسوس به د غنيمتونو برخه ترلاسه کوي.[۱۶]

ځینې عالمان، د اسلامي نظام د ساتنې اړتیا ته په اشارې سره، دې نتیجې ته رسیدلي دي چې جاسوسي په ځینو مواردو کې واجب ده؛ ځکه چې پرته له دې، د نظام امنیت او بقا ګواښل کیږي.[۱۷] د دې عمل د جواز لپاره فقهي دلیلونه دا دي:

په جاسوسۍ کې د جاسوس د ګناهونو حکم

د څېړونکو په وینا، د اهم او مهم د قاعدې پر بنسټ، د دوو مصلحتونو د ټکر په صورت کې، اهم مصلحت باید لومړیتوب ولري.[۲۳] له همدې امله، که چیرې یو څوک د اسلامي نظام د ساتنې لپاره د جاسوس په توګه عمل وکړي، نه یوازې د هغه د جاسوسۍ عمل حرام نه دی، بلکې د دروغو، دوکې او حتی د قتل په څیر اعمال چې هغه د معلوماتو ترلاسه کولو په پروسه کې ترسره کولو ته اړ ایستل کیږي د اسلام د جوهر د ساتنې سره په ټکر کې لږ اهمیت لري او د له خپل لومړني حکم څخه ساقطیږي.[۲۴]

د اسلامي نظام د دښمنانو لپاره د جاسوسۍ حکم

د شیعه فقیه سید محمد موسوي بجنوردي په وینا، د اسلام د دښمنانو لپاره جاسوسي د عقل، د قرآن د آیتونو او د معصومینو د روایتونو پر بنسټ منع ده، او د خدای او پیغمبر(ص) سره د خیانت یو مصداق دی.[۲۵] هغه په دې باور دی چې شیعه او سني مفسرینو د مائده سورې په ۴۱ آیت کې د «سماعون» کلمه د دښمن د جاسوسانو او د بني قریظه د جاسوسانو په معنی تفسیر کړې ده.[۲۶] بجنوردي همدارنګ جاسوسي د هیواد په وړاندې د خیانت یو مصداق ګڼي او باور لري چې په قرآن کریم کې، د انفال سورې د ۲۷ آیت په څیر آیتونو کې، د اسلامي امت په وړاندې خیانت، چې په حقیقت کې د خدای د رسول(ص) په وړاندې خیانت ګڼل کیږي، منع دی.[۲۷]

د جاسوس سزا

د اسلام د دښمنانو د ګټې لپاره د جاسوسۍ د سزا په اړه د شیعه فقهاوو ځینې فتواګانې په لاندې ډول دي:

- که جاسوس مسلمان وي:

  • د حسین علي منتظري په څېر فقهاوو، د روایتونو او د مفسد فی الارض او محاربه تر عنوان لاندې د راتلو له سببه د جاسوس لپاره د اعدام حکم کړې دی.[۲۸] د دې نظر د توجیه کولو لپاره، نجم الدین طبسي اشاره کړې چې د حاطب بن ابي بلتعه په قضیه کې د پیغمبر له خوا د هغه د بخښنې او عفوې حکم کیدی شي د حاطب د سادګۍ او اضطرار له امله و.[۲۹]
  • په مقابل کې، د شیخ طوسي او علامه حلي په څېر فقهاوو د حاطب بن ابي بلتعه د کیسې په څېر روایتونو په حواله د بخښنې یا تعزیر ورکولو حکم کړی دی.[۳۰] نجم الدین طبسي، د روایت د سند په نقد کولو او د جاسوس د وژنې د جواز لرونکو روایتونو په مفهوم باندې نیوکې سره د هغه وژنه مباح نه ګڼي او د وینې په تویولو کې د احتیاط اصل په پام سره یې حکم کړی چې وژنه یې جایزه نه ده.[۳۱] هغه همدارنګه، د تاریخي شواهدو په حواله، جلاوطني یوه مناسبه سزا ګڼي او دا یې د تعزیر په چوکاټ کې راوستې ده.[۳۲]
  • مکارم شیرازي، د جاسوسۍ د ډولونو ترمنځ توپیر کوي، په دې باور دی چې که جاسوسي د اسلامي نظام ستنې یا د مسلمانانو ژوند ګواښي، نو وژنه یې جایز ده؛ په هرصورت، په هغو قضیو کې چې غیر مهم معلومات لیږدول شوي وي، تعزیر کافي دی.[۳۳]

- که جاسوس غیر مسلمان وي:

  • د طبسي په وینا، د غیر مسلم جاسوس د سزا په اړه په شیعه سرچینو کې هیڅ واضح حکم نشته.[۳۴] خو، ځینې فقهي څېړونکي په دې باور دي چې که چیرې یو ذمي کافر د اسلام دښمنانو لپاره جاسوسي وکړي، نو د ذمي عهد مات شوی او ځینو فقهاوو حکم کړی چې هغه باید اعدام شي.[۳۵]

د افغانستان جزايي قانون د جاسوسۍ د جرم د سزا په تړاو، د جنګي او غیر جنګي حالاتو په پام کې نیولو سره، یاد جرم تفکیک کړی او د هر یو لپاره یې بېلابېل احکام ټاکلي دي؛ په دې مانا چې د افغانستان قانون‌جوړونکي د جاسوسۍ د جرم لپاره (په جنګي حالاتو کې شاوخوا له شل کلونو زیات بند - یو سخت حکم) او (په سوله کې بل خفیف یا سپک حکم، لکه شاوخوا له شپاړس کلونوزیات بند) وضع کړی دی.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامي، فرهنگ فقه، ټوک۳، مخ۳۶.
  2. ↑ بنیاد دایرةالمعارف بزرگ اسلامي، دانشنامه جهان اسلام، ټوک۱، مخ۴۳۳۲.
  3. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، ټوک۴، مخ۳۲۰.
  4. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۴۳.
  5. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۴۳؛ موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور»، مخ۱۹.
  6. ↑ میرعلي، قره‌سیدرومیاني، «بررسی جاسوسی از نظر فقه امامیه»، ۲۱–۲۹مخونه.
  7. ↑ روحاني، «رکن مادی جرم جاسوسی از منظر فقه و حقوق جزای افغانستان» مخ ۱۵۷.
  8. ↑ د احزاب سورې ۱۲ آیت، قرآن کریم؛ خامنه‌اي، اجوبة الاستفتائات، مسئله ۱۳۹۰ و ۱۳۹۲؛ مکارم شیرازي، استفتائات، ټوک۳، مخ۱۴۷، سؤال ۴۴۳ و ټوک۲، مخ۳۶۴، سؤال ۱۰۷۷.
  9. ↑ سرافرازي، نگرش فقهی حقوقی بر حریم‌های خصوصي، ۴۳–۴۴مخونه؛ قنواتي و جاور، «حریم خصوصی؛ حق یا حکم»، ۸–۹مخونه؛ شهباز قهفرخي، مسعودیان، «حمایت از حریم خصوصی اشخاص از منظر آیات و روایات»، مخ۹۱؛ الماسي، محمدیان، «ملاک‌های حریم خصوصی در فقه امامیه و حقوق اساسی ایران، تطبیق با خودروی شخصی»، ۳۵–۳۶مخونه؛ کشتگر، جاور، «راهبردهای فقه امامیه در تضمین حق حریم خصوصی شهروندان»، ۲۹–۳۰مخونه.
  10. ↑ کشتگر، جاور، «حریم خصوصی؛ حق یا حکم»، ۳۲–۳۵مخونه؛ حسیني، برزویي، «مبانی و مؤلفه‌های فقهی حمایت از حریم خصوصی افراد در فضای مجازی»، مخ۱۲۱.
  11. ↑ درگاهي، «حدود اختیارات دستگاه‌های اطلاعاتی در ورود به حریم خصوصی افراد از منظر فقه امامیه»، مخ۷۷؛ اکبریان، «بررسی حکم شرعی رفتار حکومت در جمع‌آوری اطلاعات از حوزه حریم خصوصی اشخاص»، مخ۲۱؛ سلیماني، «بررسی ورود به حریم خصوصی در فعالیت‌های اطلاعاتی–امنیتی در چارچوب اصول و قواعد فقهی»، مخ۳۳.
  12. ↑ موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور»، مخ۱۹.
  13. ↑ الهامي نیا، فقه مدیریت، مخ۱۰۵؛ مکارم شیرازي، اخلاق در قرآن، ټوک۳، مخ۳۵۷.
  14. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، ټوک۴، ۳۲۴-۳۲۷‌مخونه.
  15. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، ټوک۴، مخ۳۲۱.
  16. ↑ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۲۰۱.
  17. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۴۳.
  18. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، مخ۳۲۱.
  19. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۷، مخ۴۰۳؛ ټوک۷، مخ۲۲۴.
  20. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، مخ۳۲۱.
  21. ↑ منتظري، مباني فقهي حکومت اسلامي، مخ۳۲۱.
  22. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۵۰.
  23. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۴۵.
  24. ↑ علوي، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه»، مخ۱۴۵ و ۱۵۴؛ مرادي، حیدري، علی‌اکبري بابوکاني، «بررسی قلمرو جاسوسی در عملیات روانی از منظر فقه اسلامی»، مخ۸۸.
  25. ↑ موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور»، ۱۸–۲۱مخونه.
  26. ↑ موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور»، مخ۲۱.
  27. ↑ موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور»، مخ۲۱.
  28. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، ۲۸–۳۵مخونه.
  29. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، مخ۵۰.
  30. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، مخونه ۲۸–۳۵؛ طوسي، المبسوط، ټوک۲، مخ۱۵؛ حلي، قواعد الأحکام، ټوک۱، مخ۵۰۵.
  31. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، مخونه۵۳–۵۶.
  32. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، مخونه۵۹–۶۰.
  33. ↑ بررسی حکم محارب برای فرد جاسوس، د آیت‌الله مکارم د دفتر ویبپاڼه.
  34. ↑ طبسي، مباني فقهي جاسوسي و ضد جاسوسي، مخ۶۰.
  35. ↑ مرادي، حیدري، علی‌اکبري بابوکاني، «بررسی قلمرو جاسوسی در عملیات روانی از منظر فقه اسلامی»، مخ۹۰.
  36. ↑ روحاني، «رکن مادی جرم جاسوسی از منظر فقه و حقوق جزای افغانستان» مخ ۱۶۱.

سرچينې

  • الماسي، علي، محمدیان شیرمرد، مرضیه، «ملاک‌های حریم خصوصی در فقه امامیه و حقوق اساسی ایران: تطبیق با خودروی شخصی» (په امامي فقه او د ایران په اساسي حقوقو کې د شخصي حریم معیارونه: له شخصي موټر سره تطبیق)، په د ښځې او کورنۍ فقهي حقوقي مطالعات دوه‌فصلیزه مجله کې، ۳ ګڼه، ۱۳۹۸ل.
  • الهامي‌نیا، علي‌اصغر، فقه مدیریت، تهران، د اهل بیت علیهم السلام د معارفو د څېړنو او خپرولو مؤسسه، لومړی چاپ، بې‌نېټه.
  • د لوی اسلامي دایرةالمعارف بنسټ، دانشنامه جهان اسلام (د اسلامي نړۍ پوهنغونډ)، تهران، د لوی اسلامي دایرةالمعارف مرکز، ۱۳۷۵ل.
  • حسیني، برزویي، «مبانی و مؤلفه‌های فقهی حمایت از حریم خصوصی افراد در فضای مجازی» (په مجازي فضا کې د وګړو له شخصي حریم څخه د ملاتړ فقهي مباني او برخې)، د اسلامي بشري حقوقو مطالعات دوه‌فصلیزه مجله، ۶ کال، ۱۳ ګڼه، ۱۳۹۶ل.
  • خامنه‌اي، سید علي، اجوبة الاستفتائات، تهران، دار النباء، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • «جاسوس»، د اسلامي نړۍ پوهنغونډ (دانشنامه جهان اسلام)، د کتنې نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۱۵ل.
  • درګاهي، «حدود اختیارات دستگاه‌های اطلاعاتی در ورود به حریم خصوصی افراد از منظر فقه امامیه» (د امامي فقهې له نظره د وګړو شخصي حریم ته په ننوتلو کې د استخباراتي ادارو د واکونو حدود)، ۲۱ دوره، ۸۲ ګڼه، پرله‌پسې ۸۲ ګڼه، ۱۳۹۳ل.
  • روحاني، عبدالوهاب، «رکن مادی جرم جاسوسی از منظر فقه و حقوق جزای افغانستان» (د فقهې او د افغانستان د جزايي حقوقو له نظره د جاسوسۍ د جرم مادي رکن)، د فقهې او قضا علمي- تخصصي دوه‌ فصلیزه مجله، ۱۳ دوره، ۱۸ګڼه، پسرلی او اوړی ۱۴۰۰ل کال.
  • سرافرازي، مریم، نگرش فقهی حقوقی بر حریم‌های خصوصی (په شخصي حریمونو فقهي او حقوقي لیدلوری)، د اسلامي فقهې او حقوقو د مباديو په څانګه کې د ماسټرۍ تېزس، تهران، د تهران شمال آزاد پوهنتون د الهیاتو او اسلامي معارفو پوهنځی، ۱۳۹۱ل.
  • سلیماني، مرتضی، سلیماني، یاسر، «بررسی ورود به حریم خصوصی در فعالیت‌های اطلاعاتی-امنیت در چارچوب اصول و قواعد فقهی» (د فقهي اصولو او قواعدو په چوکاټ کې په استخباراتي-امنیتي فعالیتونو کې شخصي حریم ته د ننوتلو څېړنه)، ۲۱ دوره، ۸۲ ګڼه، پرله‌پسې ۸۲ ګڼه، ۱۳۹۳ل.
  • شهباز قهفرخي، سجاد، مسعودیان، مصطفي، «حمایت از حریم خصوصی اشخاص از منظر آیات و روایات» (د آیاتونو او روایاتو له نظره د اشخاصو له شخصي حریم څخه ملاتړ)، په د قرآن کریم د بین‌الرشتوي څېړنو تخصصي دوه‌فصلیزه مجله کې، ۲ ګڼه، ۱۳۹۱ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، سموونکی: سید محمد تقي کشفي، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
  • طَبَسي، نجم‌الدین، مبانی فقهی جاسوسی و ضدجاسوسی، قم، برگ فردوس، د ائمه اطهار علیهم السلام فقهي مرکز، ۱۳۹۳ل.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، قواعد الأحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳ق.
  • علوي، علي‌اصغر، «جواز جاسوسی برای نظام سیاسی در فقه شیعه» (په شیعه فقه کې د سیاسي نظام لپاره د جاسوسۍ جواز)، ۶ دوره، ۲۰ ګڼه، پرله‌پسې ۲۰ ګڼه، ۱۳۹۷ل.
  • علي‌اکبریان، حسنعلي، «بررسی حکم شرعی رفتار حکومت در جمع‌آوری اطلاعات از حوزه حریم خصوصی اشخاص» (د اشخاصو د شخصي حریم له ساحې څخه د معلوماتو په راټولولو کې د حکومت د چلند د شرعي حکم څېړنه)، فقه فصلیزه مجله، ۳ ګڼه، ۲۱ کال، ۱۳۹۳ل.
  • قدسي، زهرا، «مبانی فقهی جاسوسی» (د جاسوسۍ فقهي مباني)، د اسلامي حقوقو فقهي مباني دوه‌فصلیزه مجله، شپږم کال، ۱ ګڼه، پسرلی او اوړی ۱۳۹۲ل.
  • قنواتي، جلیل، جاور، حسین، «حریم خصوصی؛ حق یا حکم» (شخصي حریم؛ حق که حکم)، د اسلامي حقوقو خپرونه فصلیزه مجله، ۸ دوره، ۳۱ ګڼه، ۱۳۹۰ل.
  • کشتګر، امیر، جاور، حسین، «راهبردهای فقه امامیه در تضمین حق حریم خصوصی شهروندان» (د ښاریانو د شخصي حریم د حق په تضمین کې د امامي فقهې تګلارې)، په د عامه حقوقو اندېښنې مجله کې، ۱۸ ګڼه، ۱۳۹۹ل.
  • د اسلامي فقهې د دایرةالمعارف مؤسسه، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، د سید محمود هاشمي شاهرودي تر نظر لاندې، قم، د اسلامي فقهې د دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۴۲۶ق.
  • مرادي، علي، حیدري، محمدعلي، علي‌اکبري بابوکاني، احسان، طبیبي جبلي، مرتضی، «بررسی قلمرو جاسوسی در عملیات روانی از منظر فقه اسلامی» (د اسلامي فقهې له نظره په رواني عملیاتو کې د جاسوسۍ د قلمرو څېړنه)، فقه او د اسلامي حقوقو مباني، ۱۱ دوره، ۳ ګڼه، لیندۍ ۱۳۹۷ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، «بررسی حکم محارب برای فرد جاسوس» (د جاسوس لپاره د محارب د حکم څېړنه)، د آیت الله مکارم د دفتر وېبپاڼه؛ د کتنې نېټه: ۴۰۵/۰۶/۱۵ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، د امام علي بن ابي‌طالب علیه السلام مدرسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، استفتائات، قم، د امام علي بن ابي‌طالب علیه السلام مدرسه، دویم چاپ، ۱۴۲۷ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • منتظري، حسینعلي، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ژباړونکي: محمود صلواتي او ابوالفضل شکوري، قم، د کیهان مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
  • موسوي بجنوردي، «درباره جاسوسی و خیانت به کشور» (د جاسوسۍ او له هېواد سره د خیانت په اړه)، د عدلیې حقوقي مجله (مجله حقوقی دادگستری)، ۸ ګڼه، ۱۳۷۲ل.
  • میرعلي، یحیی، قره‌سیدرومياني، زینب سادات، «بررسی جاسوسی از نظر فقه امامیه» (د امامي فقهې له نظره د جاسوسۍ څېړنه)، فقه، حقوق او جزایي علوم فصلیزه مجله، ۶ ګڼه، ۱ ټوک، ژمی ۱۳۹۶ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.