مسوده:د اجماع اصحاب
د اجماع اصحاب د شیعه راویانو هغه ډله ده چې د رجال د علم له نظره د باور د وړتیا په تر ټولو لوړه درجه کې دي. د مشهور نظر له مخې، هغوی د امام باقر(ع) څخه تر امام رضا(ع) پورې د امامانو اتلس تنه اصحاب دي. شیعه عالمانو په ټولیز ډول دغه کسان باوري ګڼلي او د هغوی روایتونه یې معتبر بللي دي. خو د هغوی د اعتبار د حدودو په اړه د رجال د عالمانو ترمنځ اختلاف شته.
پېژندنه او حیثیت
کَشّي په خپل رجال کتاب کې له امام باقر(ع) څخه تر امام رضا(ع) پورې د اتلسو هغو اصحابو نومونه یاد کړي چې د باوري محدثانو له ډلې شمېرل کېږي او هغوی یې د اجماع اصحاب په توګه معرفي کړي دي. شیعه عالمان په ټولیز ډول د دغو کسانو روایتونه صحیح ګڼي.[۱] ویل شوي چې د اجماع اصحاب فقاهت او علمي ځایګي د دې لامل شوی چې هغوی د وتلو راویانو له ډلې وګرځي.[۲]
د اجماع اصحاب بحث د رجال علم له مهمو مسئلو څخه شمېرل کېږي[۳] او په دې اړه ګڼې څېړنې ترسره شوې او بېلابېل آثار لیکل شوي دي.[۴] له هغو څخه د سید محمدباقر شفتي یوه رساله، د سید رضا بحرالعلوم (وفات: ۱۲۵۳ق) د اصحاب الاجماع کتاب[۵] او د منیرالدین بروجردي (وفات: ۱۳۴۲ق) منظومه[۶] دي.
محدث نوري باور لري چې د دې بحث له امله زرګونه هغه حدیثونه چې په اصل کې د صحیح احادیثو له ساحې څخه بهر ګڼل کېږي، د صحیح احادیثو په ډله کې شامل شوي او یا پرې د صحت حکم جاري کېږي.[۷]خویي هم د اجماع اصحاب د عامو توثیقاتو له مصادیقو څخه ګڼي.[۸]
د نوماېښودنې دلیل او د اصطلاح تاریخچه
دې ډلې ته د اجماع اصحاب د نوم ورکولو دلیل د کَشّي هغه عبارت دی چې د هغوی د توصیف لپاره یې کارولی دی: «أجمعت العصابة علی تصحیح ما یصحّ من هؤلاء وتصدیقهم لما یقولون؛ یعنې شیعیان د دغو کسانو د روایتونو پر صحت او د هغوی پر رښتینولۍ اتفاق نظر لري».[۹] دا عبارت د هغوی د روایتونو د منلو او اعتبار پر اجماع دلالت کوي.[۱۰]
د شبیري زنجاني په وینا، د اجماع اصحاب اصطلاح له څلورمې پېړۍ راهیسې د شیعه عالمانو ترمنځ دود شوې ده.[۱۱] په مقابل کې، جعفر سبحاني د دې اصطلاح رامنځته کېدل وروستیو دورو ته منسوبوي.[۱۲] همدارنګه ځینو څېړونکو احتمال ورکړی چې د اخباریانو لیدلوري په وروستیو دورو کې دې موضوع ته د لا زیاتې پاملرنې په زیاتېدو کې اغېزمن وو.[۱۳]
د اصحاب اجماع د اعتبار په اړه نظرونه
- د اجماع اصحاب تر راوي پورې د سند د ټولو راویانو توثیق: د دې نظر له مخې، که په سند کې له اجماع اصحاب څخه یو کس موجود وي، نو له هغه څخه مخکې راویان هم ثقه ګڼل کېږي. شهید اول،[۱۴] محدث نوري[۱۵] او محمدتقي مجلسي[۱۶] دغه نظر منلی دی. د خویي په وینا، د کَشّي وینا یوازې د دغو کسانو پر وثاقت دلالت کوي، نه دا چې د هغوی ټول روایتونه په مطلق ډول صحیح وي. هغه همدارنګه باور لري چې هغوی په ګڼو مواردو کې له کمزورو راویانو څخه هم روایت نقل کړی دی.[۱۷]
- د روایت مطلق صحت: د دې نظر له مخې، هر کله چې تر اصحاب اجماع پورې سند معتبر وي، روایت صحیح ګڼل کېږي، که څه هم منځني راویان کمزوري یا مجهول وي.[۱۸] دا د شیخ بهایي،[۱۹] فیض کاشاني[۲۰] او شیخ حر عاملي[۲۱] نظر دی.
- یوازې د اصحاب اجماع توثیق: یوازې هغوی ثقه دي او د نورو راویانو په اړه څېړنې ته اړتیا شته. خویي،[۲۲] صاحب ریاض[۲۳] او سید محمدباقر شفتي[۲۴] دغه نظر منلی دی.
شمېر او نومونه
د اصحاب اجماع د کسانو د شمېر په اړه اختلاف شته؛
- ۱۹ تنه: د ابنداود په رجال کې د حمدان بن احمد زیاتول، چې شبیري زنجاني یې د تېروتنې له امله بولي.[۲۷]
- ۲۲ تنه: د محدث نوري نظر.[۲۸]
د شبیري زنجاني او سبحاني په وینا، له دوی څخه ۱۶ تنه په قطعي ډول د اصحاب اجماع له ډلې دي او د نورو ۶ کسانو په اړه اختلاف شته.[۲۹]
د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) اصحاب
زرارة بن اعین، معروف بن خرّبوذ، برید بن معاویه، فضیل بن یسار، محمد بن مسلم او ابوبصیر اسدي.[۳۰] د کَشّي په وینا، ځینو د ابوبصیر اسدي پر ځای ابوبصیر مرادي یاد کړی دی.[۳۱]
د امام صادق(ع) اصحاب
جمیل بن درّاج، عبدالله بن مسکان، عبدالله بن بکیر، حماد بن عثمان، حماد بن عیسی او ابان بن عثمان.[۳۲]
د امام کاظم(ع) او امام رضا(ع) اصحاب
یونس بن عبدالرحمن، صفوان بن یحیی، ابنابيعمیر، عبدالله بن مغیره، حسن بن محبوب او احمد بن محمد بن ابينصر بزنطي.[۳۳] د کَشّي په وینا، ځینو د حسن بن محبوب پر ځای حسن بن علي بن فضّال، فضّالة بن ایوب او عثمان بن عیسی یاد کړي دي.[۳۴]
فوټ نوټ
- ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۲، ۵۰۷ او ۶۷۳ او ۷۳۰ مخونه.
- ↑ ترابي، پژوهشی در علم رجال، مخ۲۳۹.
- ↑ سبحاني، کلیات في علم الرجال، مخ۱۶۵.
- ↑ باقري بیدهندي، «اصحاب اجماع».
- ↑ تهراني، الذریعه، ټوک۲، مخ۱۱۹، ټوک۴، مخ۵۷.
- ↑ تهراني، الذریعه، ټوک۲۳، مخ۷۶.
- ↑ نوري، مستدرک الوسائل، خاتمه، ټوک۷، مخ۷.
- ↑ خویي، معجم رجالالحدیث، ټوک۱، مخ۵۷.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، ۳۷۵ و ۵۵۶ مخونه.
- ↑ شبیري زنجاني، بحث اجماع؛ سبحاني، کلیات فی علم الرجال، مخ۱۶۵.
- ↑ قاسمي، علم درایه، رجال و تراجم، ۸۲-۸۴ مخونه.
- ↑ سبحاني، کلیات في علم الرجال، مخ۱۶۸.
- ↑ انصاري، «اصحاب اجماع»، مخ۱۰۵.
- ↑ شهید اول، غایة المراد، ټوک۲، مخ۴۱.
- ↑ نوري، مستدرک الوسائل، خاتمه، ټوک۷، مخ۵۸.
- ↑ مجلسي، روضة المتقین، ټوک۱۴، مخ۱۹.
- ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۱، ۵۹–۶۳ مخونه.
- ↑ ترابي، پژوهشي در علم رجال، مخ۲۴۰.
- ↑ شیخبهایي، مشرق الشمسین، ۳۲-۳۵ مخونه.
- ↑ فیض کاشاني، الوافي، ټوک۱، مخ۲۷.
- ↑ نوري، مستدرک الوسائل، خاتمه، ټوک۷، مخ۵۸.
- ↑ خویي، معجم رجالالحدیث، ټوک۱، مخ۵۹.
- ↑ حائري، منتهی المقال، ټوک۱، ۵۵-۵۶ مخونه.
- ↑ شفتي، «رسالة فی تحقیق حال ابان بن عثمان»، مخ۴۱۸.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، ۲۳۸ و ۳۷۵ او ۵۵۶ مخونه.
- ↑ خویي، معجم رجالالحدیث، ټوک۱، مخ۵۷.
- ↑ قاسمي، علم درایه، رجال و تراجم، مخ۸۲.
- ↑ نوري، مستدرک الوسائل، خاتمه، ټوک۷، مخ۹.
- ↑ قاسمي، علم درایه، رجال و تراجم، مخ۸۱؛ سبحاني، کلیات في علم الرجال، ۱۶۵ و ۱۶۸ مخونه.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، مخ ۲۳۸.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، مخ۲۳۸.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، مخ۳۷۵.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، مخ۵۵۶.
- ↑ کشي، إختیار معرفة الرجال، مخ۵۵۶.
سرچينې
- آقا بزرګ تهراني، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۳ش/۱۹۸۳م.
- ابن داود حلّي، حسن بن علي بن داود، الرجال، تهران، د تهران پوهنتون، لومړی چاپ، ۱۳۴۲ل.
- انصاري، حسن، «اصحاب اجماع»، په اسلامي لوی پوهغنډ کې (۹ټوک)، تهران، د لوی اسلامي پوهغنډ مرکز، ۱۳۷۳ل.
- باقري بیدهندي، ناصر، «اصحاب اجماع»، علوم حدیث مجله، ګڼه ۶، ۱۳۷۶.
- ترابي شهرضایي، اکبر، پژوهشي در علم رجال، تهران، اسوه، ۱۳۸۷ل.
- حائري، محمد بن اسماعیل، منتهی المقال في احوال الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۳۷۴ل.
- خویي، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل رواة الحدیث، بې ځایه، بې خپروونکي، ۱۳۷۲ل.
- «درس رجال استاد سیدجواد شبیری» (د استاد سید جواد شبیري د رجال درس) (۱۲مه غونډه په ۱۳۹۱ل کال کې)، د فقاهت مدرسه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ش د لړم ۱۶.
- سبحاني، جعفر، کلیات في علم الرجال، قم، د حوزې علمې د مدیریت مرکز، ۱۳۶۹ل.
- شهید اول، محمد بن مکي، غایة المراد في شرح نکت الإرشاد، څېړنه: رضا مختاري، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- شهید اول، محمد بن مکي، غایة المراد في شرح نکت الإرشاد، سمون: رضا مختاري، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- شیخ بهایي، محمد بن حسین، مشرق الشمسین و اکسیر السعادتین، مشهد، آستان قدس رضوي، ۱۳۸۷ل.
- شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، څېړنه: مؤسسة آل البیت(ع)، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- فیض کاشاني، محمدمحسن، الوافي، اصفهان، د امام امیر المؤمنین علي (ع) کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
- قاسمي، مرتضي، علم درایه، رجال و تراجم، کاشان، محتشم، ۱۳۸۰ل.
- کشي، محمد بن عمر، إختیار معرفة الرجال، سمون: محمد بن حسن طوسي او حسن مصطفوي، مشهد، د مشهد پوهنتون د خپرونو موسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- مجلسي، محمدتقي، روضة المتقین في شرح من لا یحضره الفقیه، څېړنه: حسین موسوي کرماني او علي اشتهاردي، قم، د کوشانبور د اسلامي فرهنګ موسسه، دویم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- موسوي شفتي، سید محمدباقر، «رسالة في تحقیق حال ابان بن عثمان»(د ابان بن عثمان حالت په اړه څېړنیزه مقاله)، تراثنا مجله، ګڼه ۵۴، جمادي الثاني ۱۴۱۹ق.
- نوري، حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، سمون: مؤسسه آلالبیت(ع)، قم، مؤسسة آلالبیت(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||