مسوده:د الست ژمنه
د اَلَست عهد یا د الست ژمنه یو قرآني مفهوم دی چې د اعراف سورې له ۱۷۲م آیت څخه اخیستل شوی، او د آدم له نسل څخه د الله تعالی د ربوبیت د اقرار په اړه د اخیستل شوي میثاق (ژمنې) یادونه کوي. په دې عهد کې انسانانو د الله پر ربوبیت اعتراف کړی دی. دا میثاق چې نه یوازې په قرآن، بلکې په شیعه او سني حدیثي سرچینو کې هم روایت شوی، د اسلامي تفسیر او کلام له بحث لرونکو او اختلافي موضوعاتو څخه دی. اسلامي عالمان دا میثاق ضروري ګڼي، له خدای څخه د انسان د معرفت لپاره یې لازم ګڼي، او هدف یې د قیامت په ورځ پر انسان د حجت بشپړول او د غاړې خلاصول یادوي.
یو شمېر اسلامي عالمان، د آیتونو او روایاتو پر بنسټ، د اَلَست میثاق داسې ګڼي چې دا یو عمومي، له دنیا څخه مخکنی، د یادېدو وړ، او د انسان د باطني شهود نښه ده چې د خدای د ربوبیت په پېژندلو کې ورسره تړاو لري. د دې پیمان د محتوا په اړه هم اختلاف او بحثونه شته: ځینې وايي چې دا عهد یوازې د ربوبیت په اړه و، او ځينو په دې کې توحید هم شامل کړی دی.
دا چې دا پېمان او ژمنه څنګه اخستل شوې په دې کې هم بېلا بېل نظرونه دي: ځینو ویلی چې الله تعالی د انسان د دنیا ته له راتګ نه مخکې، د عالمِ ذر(د ذر نړۍ) په نامه یو نړۍ کې له انسان څخه د ربوبیت اعتراف اخیستی؛ ځینو بیا ویلي چې الله د عقل په ورکولو سره انسان ته دا توان ورکړی چې خپل رب وپېژني او هغه ومني؛ د بلې ډلې په اند، خدای د پېغمبرانو په لېږلو او د وحی په وسیله انسان ته ځان ور معرفي کړی او له هغه یې اقرار اخیستی. په دې اړه نور نظریات هم شته چې په هر یو یې کره کتنه او تنقید شوی دی.
مقام او اهمیت
«عهد اَلَست» (د الست ژمنه) چې د اعراف سورې له ۱۷۲ آیت څخه اخیستل شوی، هغه میثاق ته اشاره ده چې الله تعالی د خپل ربوبیت په اړه د آدم له اولاده اخیستی دی..[۱] د دې آیت ترڅنګ،[۲] په بېلابېلو روایاتو کې هم د دې میثاق یادونه شوې. د شیعه[۳] او سني[۴] محدثانو په کتابونو کې د میثاق د حدیثونو لپاره ځانګړي ابواب جوړ شوي دي. د اَلَست ژمنه او د دې جزئیات، لکه د ذر نړۍ، له لومړیو اسلامي پېړیو راهیسې د اختلاف موضوع پاتې شوي.[۵] شیعه محدث محمدباقر مجلسي (م ۱۱۱۰ق) د دې اختلافونو په پام کې نیولو سره وايي چې د دې عهد د حقیقت او د هغه د جزئیاتو په اړه د بشر عقل کافي نه دی؛ نو غوره ده چې د دې حقیقت په اړه ژور بحث پرېښودل شي.[۶]
د میثاق د اخیستو ضرورت
شیعه مفسر جوادي آملي (زېږه. ۱۳۱۲ش) د میثاق د آیت د خپل تفسیر پر بنسټ، دا الهي عهد یو ضروري کار ګڼي. د هغه په اند، الله تعالی په دې آیت کې د میثاق یادونه کوي چې د قیامت په ورځ وګړي دا عذر وړاندې نه کړي چې موږ له دې مسئلې غافل او ناخبره وو.[۷] عبدالحسین امیني (وفات ۱۳۹۰ق) په خپل کتاب المقاصد العلیة فی المطالب السنیة کې وايي که انسان په عالم ذر او د روحونو نړۍ کې دا الهي عهد نه وای تجربه کړی، د دنیا د مادي حجابونو له امله به یې د الله پېژندنه ناشوونې وه. نو ځکه دا میثاق د خدای پېژندنې لپاره ضروري دی.[۸] ده نهه مستند روایتونه راوړې چې په هغو کې د میثاق اخیستل د خالق، رب او رازق د پېژندلو لپاره لازم بلل شوي.[۹]
د میثاق ځانګړتیاوې
دیني عالمان په دې اړه چې اَلَست ژمنه په کوم شکل ترسره شوی، د نظر اختلاف لري: د شیعه عالمانو یوه ډله لکه ملاصدرا، علامه امیني او جوادي آملي، د میثاق په اړه د ديني متونو پر بنسټ دا یوه عمومي خبره ګڼي چې له هر انسان څخه جدا جدا اخیستل شوی او ټولو انسانانو ورته مثبت ځواب ویلی.[۱۰] په مقابل کې شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) دا میثاق د ټولو لپاره نه، بلکې د ځانګړو هغو کسانو لپاره ګڼي چې بښپړ عقل لري.[۱۱] د یوې نظريې له مخې، انسان د اَلَست په ځای کې په مادي او جسماني بڼه حاضر شوی و؛[۱۲] خو د بلې نظريې له مخې، دا میثاق د انسان له مادي وجود څخه مخکې و، او په یوې غیرزماني او نامتغیره ساحه کې ترسره شوی.[۱۳]
د میثاق منځپانګه
د میثاق د محتوا په اړه د آیتونو او روایاتو په رڼا کې مختلف ځوابونه وړاندې شوي: ځینو د میثاق آیت په پام کې نیولی او ویلي چې الله له انسانانو د خپل ربوبیت په اړه عهد اخیستی دی.[۱۴] محیالدین ابن عربي (وفات ۶۳۸ق) باور لري چې دا میثاق یوازې د ربوبیت په اړه و، نه د توحید؛ ځکه الله پوهېده چې ځیني انسانان به په دنیا کې مشرکان شي.[۱۵] یو شمېر مفسرانو دا آیت د توحید په اړه هم میثاق ګڼلی.[۱۶]
ځینې روایات داسې هم شته چې په هغوی کې ویل شوي، دا میثاق د نبوت او ولایت موضوع هم رانغاړي.[۱۷] په ځینو روایاتو کې دې ته «مخلوقاتو ته د ولایت وړاندې کول» ویل شوی.[۱۸] د څلورمې پېړۍ شیعه مفسر، عیاشي د بقرې سورې د ۱۳۸م آیت د تفسیر لاندې له امام صادق(ع) روایت کوي چې په دې ایت کې له «صِبغَةَ الله» د خدای له رنګ څځه مطلب د امیرالمومنین علي(ع) د ولایت پېژندل دي چې په میثاق کې انسان ته ورکړل شوی.[۱۹]
خدای له انسان څخه څنګه میثاق واخیست؟
په دې اړه د متکلمانو او مفسرانو تر منځ څو نظریې شته:
د ذر نړۍ
د دې نظریې پر اساس، الله تعالی په دې دنیا کې له پېدا کولو مخکې، په ذر نړۍ کې د انسان لپاره ډېر کوچني او ذروي بدنونه پیدا کړل او روح یې ورسره یوځای کړ. دا ذروي او خاکي بدنونه چې د هر انسان لپاره له مخکې ټاکل شوي وو، په هماغه عالم کې په واقعي توګه پېدا شول او له دغه وړو پېکرونو سره چې د آدم له پشته راووېستل شول د روح په یو ځای کولو سره د انسان خلقت بشپړ شو.[۲۰] د دې نظریې پر بنسټ، انسانانو په هماغه عالم کې د الله د ربوبیت په منلو سره خپله یو خدای مننه څرګنده کړه او کله چې الله پوښتنه وکړه: «آیا زه ستاسو رب نه یم؟» ټولو وویل: «هو، ته زموږ رب یې.» بیا ټول د آدم وجود ته ستانه کړی شول.[۲۱]
له شیعه عالمانو ځینې چې د دې نظریې قایل دي: شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ق)،[۲۲] شیخ حر عاملي (وفات ۱۱۰۴ق)،[۲۳] محمدباقر مجلسي (وفات۱۱۱۰ق)،[۲۴] او علامه امیني (وفات ۱۳۹۰ق).[۲۵] له مخالفانو یې: شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق)،[۲۶] سید مرتضی (وفات ۴۳۶ق)،[۲۷] شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق)،[۲۸] فیض کاشاني (وفات ۱۰۹۱ق)،[۲۹] سید محمدحسین طباطبایي (وفات ۱۴۰۲ق).[۳۰]
عقل
ځینې عالمان لکه شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ق) د الهي میثاق موضوع په عقل پورې تړلې بولي. کله چې انسان دې نړۍ ته داخلېږي، خدای تعالی د هغه په وجود کې د تعقّل ځواک ږدي او د همدې باطني ځواک د راویښولو لپاره پېغمبران رالېږي. دا عقل دی چې خداوند پېژندلو ته د انسان لارښوونه کوي او هغه د هستۍ د حقیقت په وړاندې مسئول ګرځوي. نو هغه څه چې په آیت کې د الهي میثاق په توګه ذکر شوي، په حقیقت کې اشاره ده هماغه دننیزې او باطني پوهې ته چې انسان په خپل عقل په تکیې سره ځان د خپل رب په وړاندې متعهّد ویني.[۳۱] پر دې نظریې نیوکې هم شوې دي. له جملې یې دا ده چې دا نظریه د میثاق د آيت له معنا سره، چې د تېر وخت په فعل سره د «الست له عهد» څخه یادونه کوي، سمون نه لري. همداراز په آیت کې راغلي چې دغه میثاق ځکه واخیستل شو چې په قیامت کې څوک ونه وايي نه وو خبر؛ حال دا چې د عقل د نظريې له مخې، ځینې کولای شي ووایي چې زموږ د عقل د غوړېدو او ترقۍ شرایط په دنیا کې برابر نه وو.[۳۲]
وحي
د وحی د نظریې له مخې هغه میثاق چې انسان ورسره مخ دی د پیغمبرانو او وحی له لارې انسان ته رسېدلی دی. نو ځکه حجت پرې تمام شوی اوغاړې پرې خلاصې شوي او په قیامت کې نه شي ویلی چې حقیقت یې نه پېژنده.[۳۳] یو اعتراض چې په دې نظریې شوی دا دی چې د پیغمبرانو دعوت ټولو خلکو نه و منلی، چې په قیامت کې داده شي چې له خپل تړون څخه یې سرغړونه کړې ده.[۳۴]
تمثیل
ځینې مفسران باور لري چې «أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ؟ قالوا: بَلَىٰ»عبارت تمثیلي دی. په واقعیت کې، خدای د عقل او څرګندو دلایلو په ځای پر ځای کولو سره، خپل ربوبیت انسان ته روښانه کړی او ګواکې له هغوی څخه یې اقرار اخیستی دی. د انسان عقل هم د دې دلایلو په درک کولو سره، ګواکې ویلي: «هو، ته زموږ پروردګار یې.»[۳۵] خو پر دې لیدلوري هم نقد شوی دی: اول دا چې هېڅ دلیل نشته د آیت له ظاهري معنا څخه تېر شو او هغه تمثیلي وبولو. دوهم دا چې ټول انسانان په عقل سره د خدای تعالی پر ربوبیت شهادت نه وایي چې بیا په قیامت کې پرې اعتراف وکړي.[۳۶]
د ارواحو نړۍ
یوه ډله د هغو روایتونو پر بنسټ چې له مخې یې خدای تعالی د انسانانو ارواوې د بدنونو له پیدا کېدو ۲۰۰۰ کاله مخکې خلق کړي،[۳۷] باور لري چې دا میثاق د ارواح په عالم کې اخیستل شوی دی.[۳۸] جوادي آملي قائل دی چې که څه هم د میثاق وجود په مرتبه ارواح کې ثابتېدلی شي، خو د میثاق آیت له ارواحو نړۍ سره سمون نه خوري.[۳۹]
د جبروت یا مُثُل افلاطوني نړۍ
شیعه فیلسوف ملاصدرا (وفات: ۱۰۵۰ق) د «ألست بربّکم» د آیت خطاب د انسان عقلاني حقیقت ته ګڼي؛ چې دهغه نوري او مجرد صورت د خدای په علم کې او د الهي مثالونو په اقلیم کې شتون لري. رباني حکیمان دا مثالونه د نوع ارباب ګڼي چې د فرښتو په څېر د هغه نوع د وګړو روزنه او هدایت پر غاړه لري.[۴۰] د دې تفسیر په رد کې ویل شوی چې اول دا چې د افلاطوني مُثُل شتون یقيني برهاني دلیل نه لري. پر دې سربېره که فرضاً داسې مخلوق موجود هم وي، هیڅ دلیل نشته چې میثاق له هغو سره تطبیق کړو.[۴۱]
ملکوت
علامه طباطبایي باور لري چې انسان دنیا ته له راتګ مخکې، د خدای په نزد په یو بل عالم کې موجود و. هر مخلوق دوه اړخونه لري: یو اړخ یې د دنیا پر لور دی چې په تدریج فعلیت او کمال ته رسېږي، او بل یې د خدا لوري ته دی چې ټول کمالات پکې په یوځای موجود وي. په ملکوت نړۍ کې انسان پرته له پردې او واسطې، خدای ویني او د هغه په وحدانیت اقرار کوي. دا پېژندنه په هغه عالم کې حضوري او بې واسطې وي، نه استدلالي.[۴۲] خو جوادي آملي د نورو نظرونو په پرتله د دې د دې لیدلوري له ځینو قوتونو سره سره، پرې نیوکه کوي او هغه نه مني.[۴۳]
فطرت
د سید مرتضی (وفات: ۴۳۶ق) په خبره، خدای موږ داسې پیدا کړي یو چې زموږ خپله وجودي جوړښت د هغه له ښکاره نښو ډک دی. دا نښې دومره څرګندې دي چې ګواکې موږ له کوم لفظ پرته په زړه او وجدان سره د خداوند پر ربوبیت اعتراف کړی دی.[۴۴]
فوټ نوټ
- ↑ گذشته، «الست»، ټوک۱۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۰ق، ټوک۸، مخ۳۰۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، مخ۷۰-۸۹؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوګ۲، مخ۱۲؛ برقی، المحاسن، دارالکتب الإسلامیة، ټوک۱، مخ۱۳۵.
- ↑ ابنابیعاصم، کتاب السنة، ۱۴۰۰ق، مخ۸۷؛ بیهقی، القضاء و القدر، ۱۴۲۱ق، مخ۱۴۰.
- ↑ بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ل، مخ۴۸۳-۵۶۱.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۵، مخ۲۶۱.
- ↑ جوادي آملي، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۶۶.
- ↑ امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۸.
- ↑ امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۸-۱۴۰.
- ↑ صدرالدین شیرازی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ل، ټوک۲، مخ۲۴۵؛ امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۸؛ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۴۲-۴۴.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان في تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۳۰.
- ↑ بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ل، مخ۴۳۳.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۴۱.
- ↑ شرف الدین، فلسفة المیثاق و الولایة، ۱۴۳۲ق، مخ۳-۴.
- ↑ ابنعربی، الفتوحات المکیة، ۱۴۰۵ق، ټوک۲، مخ۲۱۱.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، دارالهجرة، مخ۴۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، مخ۱۶؛ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۴۸.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، دارالهجرة، مخ۴۴.
- ↑ بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ل، مخ۴۲.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ټوک۱، مخ۶۲.
- ↑ بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ل، مخ۴۳۳.
- ↑ صدرینیا، عالم ذر، ۱۳۸۸ل، مخ۴۹.
- ↑ شیخ صدوق، الهدایة، ۱۴۱۸ق، مخ۲۴-۲۵.
- ↑ شیخ حر عاملی، الفصول المهمة في أصول الأئمة، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ۴۲۵.
- ↑ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۵، مخ۲۵۷؛ مجلسی، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۱۶-۱۶۱.
- ↑ امینی، المقاصد العلية في المطالب السنية، ۱۴۳۴ق، مخ۱۳۶-۱۳۸.
- ↑ شیخ مفید، المسائل السرویة، ۱۴۱۳ق، مخ۴۶.
- ↑ سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۶.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۹.
- ↑ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، مخ۵۰۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ټوک۸، مخ۳۱۵-۳۱۶.
- ↑ شیخ مفید، المسائل العکبریة، ۱۴۱۳ق، مخ۱۱۳؛ سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۷؛ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، مخ۵۰۲؛ شرف الدین، فلسفة المیثاق و الولایة، ۱۴۳۲ق، مخ۱۶-۱۷.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۸۹-۹۲.
- ↑ سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخ۳۷۷؛ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۵، مخ۲۷-۲۸.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱،مخ۹۳-۹۴.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۱۷۶؛ ابوحیان، البحر المحیط في التفسیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۲۱۸-۲۲۰.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخ۹۵-۹۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ټوک۱، مخ۱۳۵؛ صفار، بصائر الدرجات في فضائل آل محمّد(ص)، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۸۷، کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۴۳۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ټوک۴، مخونه۲۵۹-۲۶۰ او ټوک۵، مخونه۳۶۱-۳۶۲؛ شیخ بهایی، الأربعون حديثا، ۱۴۳۱ق، مخ۷۸.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخونه۱۰۹-۱۱۰.
- ↑ صدرالدین شیرازی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ل، ټوک۲، مخ۲۴۳.
- ↑ بیابانی اسکویی، جایگاه عالم ذر و ارواح در فطرت توحیدی انسان، ۱۳۹۴ل، مخ۵۰۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۰ق، ټوک۸، مخونه۳۱۸-۳۲۱.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، ۱۳۹۲ل، ټوک۳۱، مخونه۱۰۵-۱۰۹.
- ↑ سید مرتضی، تفسیر الشریف المرتضی، ۱۴۳۱ق، ټوک۲، مخونه ۳۷۷-۳۷۸.
سرچينې
- ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط في التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
- ابنابيعاصم، احمد بن عمرو، کتاب السنة، بیروت، المکتب الإسلامي، ۱۴۰۰ق.
- ابنعربي، محمد بن علي، الفتوحات المکیة، قاهره، الهیئه المصریه العامه للکتاب، ۱۴۰۵ق.
- امیني، عبدالحسین، المقاصد العلیة في المطالب السنیة، قم، دارالتفسیر، ۱۴۳۴ق.
- برقي، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دارالکتب الإسلامیة، بې نېټه.
- بیاباني اسکوئي، محمد، د انسان په توحیدي فطرت کې د عالم ذر او روحونو ځای، تهران، د نبأ فرهنګي مؤسسه، ۱۳۹۴ل.
- بیهقي، احمد بن حسین، القضاء و القدر، ریاض، مکتبة العبیکان، ۱۴۲۱ق.
- جوادي آملي، عبدالله، تسنیم: تفسیر قرآن کریم، قم، اسراء، ۱۳۹۲ل.
- زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف، بیروت، دارالکتاب العربي، ۱۴۰۷ق.
- سید مرتضی، علي بن حسین، تفسیر الشریف المرتضی، بیروت، مؤسسه الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۳۱ق.
- شبر، عبدالله، تفسیر القرآن الکریم، قم، دارالهجرة، بې نېټه.
- شرفالدین، عبدالحسین، فلسفة المیثاق و الولایة، بیروت، مؤسسه آلالبیت(ع) د میراث احیا، ۱۴۳۲ق.
- شیخ بهایی، محمد بن عزالدین، الأربعون حدیثاً، قم، د قم مقدسه حوزې د علماوو او مدرسانو ټولنه، ۱۴۳۱ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، بیروت، دارإحیاء التراث العربي، بې نېټه.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل العکبریة، قم، د شیخ مفید د زرکلنۍ نړیوال کنفرانس، ۱۴۱۳ق.
- صدرالدین شیرازي، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم، قم، بیدار، ۱۳۶۶ل.
- صدرينیا، حسین، عالم ذر، تهران، سایه روشن، ۱۳۸۸ل.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات، قم، د آیتالله العظمی مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، تهران، مکتبة العلمیة الإسلامیة، ۱۳۸۰ق.
- فیض کاشاني، محمد محسن بن شاه مرتضی، الوافي، اصفهان، د امام امیرالمؤمنین(ع) کتابخانه، ۱۴۰۶ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- گذشته، ناصر، «الست»، دائرةالمعارف بزرگ اسلامي، تهران، د دائرةالمعارف لوی مرکز.
- مجلسي، محمد باقر، بحارالانوار، بیروت، دارإحیاء التراث العربي، ۱۴۰۳ق.
| ||||||||||||||||||||||||||