کافرانو سره مشابهت

د wikishia لخوا

له کفارو سره مشابهت دا دی چې مسلمانان په خپل شخصي او ټولنیز ژوند کې د کفارو پیروي وکړي، چې فقهاء یې ځینې ډولونه حرام ګڼي. په علمی او صنعتی چارو کی د کفارو تقلید کافرانو سره مشابهت نه ګڼل کیږي. ځينو کسانو کافرانو سره د مشابهت ممانعت د فقهې یوه قاعده ګڼلې ده، چې د هغې په عملي کولو سره د بېلابېلو مسايلو احکام روښانه کېږي.

په فقهاوو کې له کفارو سره د مشابهت د شرعي حکم په اړه بېلابېل نظرونه راغلي دي، چې مطلق حرمت، مطلق کراهت او مقید حرمت له هغو څخه دي. ډېر شیعه فقهاء کفارو سره د مشابهت د مقید حرمت نظر لري؛ په داسې حال کې چې کفارو د مشابهت د حرمت قرآني، روايي او عقلي دلیلونه مني خو د دغو دلیلونو اطلاق نه مني.

د کفارو سره د مشابهت د حکم د ثابتولو لپاره څلورو دلیلونو سره دلیل راوړی شوی دی؛ د قرانکریم په آیتونو کې درې ډوله ایاتونه ذکر شوي دي: هغه آیاتونه چې له کفارو سره مشابهت په مطلقه توګه منع کوي، هغه آیاتونه چې مسلمانان د کفارو د تسلط لاندې او او هغوي سره له دوستۍ څخه ویرولي دي، او هغه آیاتونه چې له کفارو سره په یو خاص موضوع کې مشابهت منع کوي. دغه راز ځينې روایتونه په عمومي توګه کفارو سره د مشابهت په هکله دي او ځينې نور بيا په يوه ځانګړې موضوع کې له کفارو سره مشابهت منعه کوي. له عقلي پلوه کفارو سره ورته والی او مشابهت د دې لامل کیږي چې دوي په سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې پر مسلمانانو واکمن شي له دې سببه منع شوی دی.

کفارو سره د ورته والي مفهوم او د هغه د بحث اهمیت

له کفارو سره د مشابهت معنی دا ده چې مسلمانان په شخصي او ټولنیز ژوند کې په مختلفو چارو کې د کفارو پیروي وکړي.[۱] له کفارو سره مشابهت د شریعت له نظره ناخوښ بلل شوی دی او په دې هکله د شیعه او سنيانو تر منځ هیڅ اختلاف نشت؛[۲] خو د دې په عملي حکم کې او د دې په جزئیاتو کې لکه علم، نیت وغیره د حکم په څرنګوالي کې د فقهاوو نظرونه مختلف دي.[۳]

ویل شوي چې له کفارو سره مشابهت فقهي مسله نه ده، بلکې یوه فقهي قاعده ده چې تقلید کوونکی یې کله د فقهې په مختلفو موضوعاتو باندې تطبیق کوي نو مختلفې مسلې او احکام ځانته روښانه کوي.[۴]

اماميه فقهاوو اکثر د عبادت په بابونو کې له کفارو سره د مشابهت مسئله مطرح کړې ده، لکه د لمانځه د جامه، د لمانځه د مبطلاتو او د طواف په مسايلو کې یې بیان کړې ده او د شخصي او ټولنيز ژوند په نورو چارو کې يې ورته ډېر پام نه دی کړی.[۵]

کافرانو سره د مشابهت شرعي حکم

کافرانو سره د مشابهت فقهي حکم د شیعه او سنیانو تر مینځ مختلف له مطلق حرمت څخه تر مطلق کراهته بیلا بیل حکمونه لري؛[۶]

مطلق حرمت: دا حکم د اهل سنتو د مشهورو عالمانو او ځینو شیعو فقهاوو ګڼل شوی دی.[۷] له دې نظره د مسلمانانو غیر مسلمانانو(کافرانو، مشرکانو، اهل کتابو او حتی نورو) سره هر ډول شباهت د دوي د شخصي او ټولنیز ژوند په طریقو کې حرام دی؛[۸] ویل شوي چې د دې نظر د خاوندانو له نظره په دې حرمت کې د هغه عمل په مباح یا حرام شونې کې، نیت او د کس پوهه، او دا چې دا کار د اسلامي حکومت له خوا د یو مسلمان له اړخه وشي، هیڅ فرق نه لري.[۹]

مطلق کراهت: په سنيانو کې شافعي[۱۰] او په شیعو کې شیخ مفید،[۱۱] محقق حلي،[۱۲] علامه حلي،[۱۳] او شیخ بهائي[۱۴] د دې قول له منونکیو څخه ګڼل شوي دي.[۱۵] ویل شوي دي چې هغوي په دې حکم کې د مشابهت نیت کول یا نه کول اغیزمن نه دی ګڼلی.[۱۶]

مقید حرمت: د دې نظر باور لرونکي اکثر امامیه فقهاء دي.[۱۷] دا ډله په داسې حال کې چې قرآني، روايي او عقلي دلايل مني خو بیا هم کافرانو سره شباهت مطلقا حرام نه ګڼي او د مطلق حرم دلیلونه نه مني.[۱۸] هغه دلیلونه او شرطونه چې د دې ډلې له نظره د حراموالي سبب کیږي هغه دا دي:[۱۹]

  • له کفارو سره مشابهت بايد په قصدي توګه او د کفارو د ژوندانه د طریقې د رواجولو په نیت او په دې نیت وي چې د هغوي عظمت وښايي او اسلام ورسره کمزوری کړي.[۲۰]
  • مشابهت بايد د کافرانو د ژوندانه دود سره خاص وي - لکه صلیب کارول - نه د کافرانو او مسلمانانو په ګډو چارو کې.[۲۱]

کافرانو سره د مشابهت کچي

په فقه کې له کفارو سره د مشابهت مسئله په دوو ساحې کې څېړل شوې ده:[۲۲]

عبادتونو کې: دا چې انسان د کافرانو په شان د هغوي په آدابو او لباس سره د خدای عبادت وکړي؛[۲۳] لکه څنګه چې د امام علی(ع)[۲۴] او امام باقر(ع) په روایتونو کې راغلي دي[۲۵] د لمانځه پر مهال د مجوسو په شان له عمل کولو منعه کړې شوې ده.

د ژوند طرز: ځینې، په دریو عمده څیزونو کې د ژوند په طرز کې د کفارو سره ورته والی ویشلی دی: په جامو کې، سنګار کې او دود او دستور کې.[۲۶] په جامو کې کافرانو سره شباهت د بیلګې په توګه د امام صادق(ع) څخه په یوه روایت کې راغلي دي چې خدای له مومنانو څخه غوښتي دي چې د دښمنانو د جامو له اغوستلو ډډه وکړي.[۲۷] په دې اساس د ځينو خاصو لويديځو زيورونو اغوستل، لكه ټاي، منعه کړی شوي دي.[۲۸]

د کفارو سره په سینګار کې مشابهت، د مثال په توګه، د پیغمبر(ص) په یوه روایت کې، مسلمان نارینه یې په بریتونو جوړولو کې د مجوسو سره له مشابهته منعه کړي دي.[۲۹] په دود دستور کې مشابهت، د مثال په توګه، امام صادق(ع) د جاهلیت له مشرکانو سره د مشابهت له امله مسلمانان یې له دې منعه کړي دي چې د مړي په کور کې خوراک وکړي[۳۰] له همدې امله ځینې لویدیځ دودونه ترسره کول، لکه د کریسمس لمانځل (د نوي میلادي کال لمانځل)[۳۱] او ولنټایل ډی (د عاشقانو د ورځ) لمانځل[۳۲] منعه کړی شوي دي.

ويل شوي دي چې په ديني سرچینو کې د کافرانو سره ورته والی د محدود شمير موضوعاتو له امله په علمي او صنعتي ډګر کې کافرانو سره مشابهت کول حرام نه ګڼل کيږي.[۳۳]

د مشابهت د معلومولو معیار او پرتله

د مشابهت د مصداق پيژندل عام خلکو په لاس ګڼل شوې دی، له همدې امله ښايي یو موضوع د غير مسلمانانو لپاره ځانګړې وي، خو د هغه ترسره کول کافرنو سره مشابهت ونه ګڼل شي.[۳۴] د بېلګې په توګه دا ادعا شوې چې که څه هم نوروز د زردشتیانو له رسمونو څخه و، خو په ټول تاریخ کې هیڅ یو شیعه فقیه دا لمانځل کافرانو سره مشابهت نه دی ګڼلی؛[۳۵] خو د ږیرې خرېدل او ټايي اچول په ځینې وختونو کې کافرانو سره مشابهت ګڼل شوی دی[۳۶] له دې پرته فقهاء باوري دي چې ځینې څیزونه د وخت په تېرېدو سره سره کافرانو سره له مشابهته وځي او د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر مینځ یو مشترک دود ګڼل کیږي.[۳۷]

کافرانو سره د مشابهت د حکم دلیلونه

د کافرانو سره د مشابهت د حکم د دلیل په توګه څلور دلیلونه (ادله اربعه) نقل شوي دي:[۳۸]

قرآن او احادیث

په قران کریم کې کافرانو سره د مشابهت په اړه درې دلیلونه ذکر شوي دي:[۳۹]

  • هغه آيتونه چې کافرانو سره مشابهت مطلقا منعه کوي؛ له هغو څخه د سوره آل عمران ۱۰۵ آیت، د سوره انفال ۴۷ آیت او د سوره حدید ۱۶ آیت دی.[۴۰]
  • هغه آيتونه چې د کافرانو تر سرپرستۍ لاندی له راتللو او هغوى سره له دوستۍ څخه منع کوي؛ په هغو کې د سوره بقرې ۱۲۰ آیت، د سوره آل عمران ۱۱۸ آیت، د سوره نساء ۱۱۵ آیت، د سوره مائده ۴۹ آیت، د سوره مائده ۵۱ او ۵۲ آیتونه او د سوره انعام ۱۵۳ آیت دی.[۴۱]
  • هغه آيتونه چې په يوه خاصه موضوع کې د کافرانو له مشابهت څخه منع کوي؛ په هغو کې د سوره بقرې ۱۰۴ او ۱۰۵ آيتونه او د سورة الاعراف ۳۱ آيتونه دي.[۴۲]

له کفارو سره د مشابهت په اړه احادیث په دوو برخو ویشل شوي دي: عمومي او ځانګړي حدیثونه:[۴۳] عمومي حدیثونه لکه د رسول الله(ص)[۴۴] او د امام علي(ع)[۴۵] یو حدیث مبارک چې په کوم کې یې په عموم کې ویلي دي چې هر څوک چې ځان د یوې ډلې په شان کړي هغه به په هغه ډلې حساب شي. او خاص حدیثونه د ژوند د بیلا بیلو موضوعات له عبادت څخه نیولې تر فردي او اجتماعي اخلاقو پورې د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه ځانګړي روایتونه دي، لکه د امام صادق(ع) یو روایت چې په هغه کې د یهودانو په څیر نه کیدلو لپاره د کورونو د انګړونو د جارو کولو امر شوی دی.[۴۶]

نور دلیلونه

په سنیانو کې ابن تيميه(وفات: ۷۲۸ هـ ق) کافرانو سره د مشابهت په حرمت باندې د اجماع دعوه کړې ده.[۴۷] د عقل له نظره له کافرانو سره د مشابهت د د منعه لپاره لاندې دلايل نقل شوي دي:[۴۸]

  • له کفارو سره په سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې مشابهت په مسلمانانو باندې د هغوي د تسلط لامل ګرځي.
  • مسلمانانو تل د دښمنانو لخوا ګوزار خوړلی دی او هغوي سره مشابهت نه کول د هغوي یو ډول مخالف کوی دي.

ځينې فقهي قاعدې لکه د نفی سبیل او سدّ ذرایع قاعدې هم په دې برخه کې د دلیل په توګه نقل شوي دي.[۴۹] د نفی سبیل په قاعده کې د سبیل معنا عام اخستی شوې ده او د کافرانو په مسلمانانو باندې کلتوري غلبه د سبیل او تسلط له مصداقونو څخه ګڼل شوی دي.[۵۰] همدارنګ  کافرانو سره مشابهت د سدّ ذرایع د قاعدې مطابق او د حرامو د لارو بندولو په ترڅ کې؛ لکه کافرانو باندې انحصار او د مسلمانانو ذلت، سپکاوې او پر نفس د باور له لاسه ورکول ګڼلي شوي دي.[۵۱]

فوټ نوټ

  1. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۹۰؛ مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۱.
  2. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۶.
  3. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۵.
  4. مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۲.
  5. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۹۰.
  6. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۷-۱۹۳.
  7. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۷.
  8. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۷.
  9. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۷۷.
  10. ابن‌حزم، المحلی، بیروت، ج۶، ص۲۴۱.
  11. مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۳۵۷.
  12. محقق حلی، المعتبر، ۱۳۶۴ش، ج۲، ص۱۶۲.
  13. علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۲۲۶.
  14. بهائی، رسائل، ۱۳۵۷ش، ص۲۱۵.
  15. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۸۶.
  16. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۸۶.
  17. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۹۱.
  18. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۹۱-۱۹۲.
  19. مولوی وردنجانی، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، ص۱۹۲-۱۹۳.
  20. مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیة، شارح: کلانتر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۵۸؛ خامنه‌ای، اجوبة الاستفتائات، ۱۴۲۴ق، ص۳۰۶-۳۰۷؛ منتظری، دراسات فی المکاسب المحرمه، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۳۰.
  21. منتظری، دراسات فی المکاسب المحرمه، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۳۰؛ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۴۸۵؛ «فقه برای غرب نشینان»، مسأله ۲۰۹، سایت رسمی دفتر آیت الله سیستانی.
  22. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۹۴.
  23. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۹۴.
  24. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۶۲۲.
  25. کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۱۰۶-۱۰۷.
  26. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۹۴-۹۵.
  27. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۵۲.
  28. مثال په توګه وګورئ: فاضل لنکرانی، جامع المسائل، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۵۹۷.
  29. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۳۰.
  30. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۲.
  31. مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، «حکم برگزاری آیین سال نو میلادی».
  32. مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، «ولنتاین».
  33. نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۲۰۶.
  34. درِّی، «بررسی فقهی پوشیدن کراوات»، ص۸۸.
  35. حسینی خراسانی، «نوروز و سنت‌های آن از منظر فقهی»، ص۳۵.
  36. منافی، «بررسی اجمالی ادله برخی از مصادیق ریش تراشی» ص۲۸۶؛ درّی، «بررسی فقهی پوشیدن کراوات»، ص۸۸؛ خسروشاهی، خاطرات مستند سیدهادی خسروشاهی، ۱۳۹۶ش، ص۲۱۶.
  37. شهیدی «کفار_ درس خارج فقه»، سایت مدرسه فقاهت.
  38. فلاح یخدانی و علی‌پور انجایی، «نگاهی به مفهوم و حکم فقهی تشبه به کفار»، ص۱۲۲.
  39. خرازی، «تشبه به کفار و پیروی از آنان»، ص۲۵-۲۶؛ مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۲-۶۳.
  40. مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۲.
  41. خرازی، «تشبه به کفار و پیروی از آنان»، ص۲۵-۲۶؛ مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۲.
  42. مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۳.
  43. مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۳.
  44. احمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۹، ص۱۲۳.
  45. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۴۴۰.
  46. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۳۱۷.
  47. ابن‌تیمیه، الفتاوی الکبری، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۴۷۹.
  48. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، حواشی ابولحسن شعرانی، ج۲۰، ص۷۱۳-۷۱۴؛ نجفی، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، ص۱۰۷؛ مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۵.
  49. فلاح یخدانی و علی‌پور انجایی، «نگاهی به مفهوم و حکم فقهی تشبه به کفار»، ص۱۴۱؛ مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبّه به کفّار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۵.
  50. فلاح یخدانی و علی‌پور انجایی، «نگاهی به مفهوم و حکم فقهی تشبه به کفار»، ص۱۴۱.
  51. مولوی وردنجانی، «واکاوی موضوع تشبّه به کفّار در پرتو فقه مقارن»، ص۶۵.

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، الفتاوی الکبری، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌حزم، علی بن احمد، المحلی، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • احمد بن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق احمد محمد شاکر، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۵م.
  • بهائی، محمد بن حسین، رسائل الشیخ بهاءالدین محمد بن الحسین بن عبدالصمد الحارثی العاملی، قم، انتشارات بصیرتی، ۱۳۵۷ش.
  • تبریزی، جواد، صراط النجاة، قم، دارالصدیقة الشهیده، ۱۳۹۱ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشریعة، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • حسینی خراسانی، سید احمد، «نوروز و سنت‌های آن از منظر فقهی»، فقه، سال پانزدهم، شماره ۴، زمستان ۱۳۸۷ش.
  • خامنه‌ای، سید علی، اجوبة الاستفتاءات، قم، دفتر معظم له، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • خرازی، سید محسن، «تشبه به کفار و پیروی از آنان»، در فقه اهل‌بیت(ع)، شماره ۱۵، پاییز ۱۳۷۷ش.
  • خسروشاهی، سید هادی، خاطرات مستند سید هادی خسروشاهی،قم، کلبه شروق، ۱۳۹۶ش.
  • درّی، مصطفی، «بررسی فقهی پوشیدن کراوات و پاپیون و دستمال گردن»، فقه اهل‌بیت، شماره ۸۴، زمستان ۱۳۹۴ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، شارح: کلانتر، سید محمد، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شهیدی، محمدتقی، «درس خارج فقه: ۹۷/۰۱/۲۲»، سایت مدرسۀ فقاهت، تاریخ بازدید، ۲۵، اسفند ۱۴۰۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الخصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، جامع المسائل، قم، نشر امیر، ۱۳۸۶ش.
  • «فقه برای غرب نشینان»، مسأله ۲۰۹، سایت رسمی دفتر آیت الله سیستانی، تاریخ بازدید: ۲۲ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • فلاح یخدانی، محمدجواد و علی‌پور انجایی، محمدحسین، «نگاهی به مفهوم و حکم فقهی تشبه به کفار»، در پژوهشنامه فقهی، شماره ۹، پاییز و زمستان ۱۳۹۵ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، بیروت، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث،۱۴۱۲ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سیدالشهداء، ۱۳۶۴ش.
  • مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، دارالمفید، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، «ولنتاین»، در تارنمای جامع المسائل (دفتر آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی)، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، «حکم برگزاری آیین سال نو میلادی»، در تارنمای اطلاع رسانی و دفتر حضرت آیةالله العظمی مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • منافی، سید حسین، «بررسی اجمالی ادله برخی از مصادیق ریش تراشی»، فقه، سال شانزدهم شماره۱، بهار و تابستان ۱۳۸۸ش.
  • منتظری، حسینعلی، دراسات فی المکاسب المحرمة، قم، نشر تفکر، ۱۴۱۵ق.
  • مولوی وردنجانی، سعید، «واکاوی وضعیت تشبه به کفار در فقه عامه و امامیه»، در پژوهش‌های فقهی، دوره هفدهم، شماره ۱، بهار ۱۴۰۰ش.
  • مولوی وردنجانی، سعید، «واکاوی موضوع تشبه به کفار در پرتو فقه مقارن»، در پژوهش‌نامه فرهنگ و معارف دینی، شماره ۶، پاییز و زمستان ۱۴۰۱ش.
  • نجفی، زین‌العابدین، «تشبه به کفار در پوشش، آرایش و آداب و رسوم از منظر فقه امامیه»، در انسان‌پژوهی دینی، شماره ۷-۸، بهار و تابستان ۱۳۸۵ش.