کلیمیه چله
کلیمیه چله یا موسویه چله، یوه څلوېښت ورځنۍ دوره ده چې د ذي القعدې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ذي الحجې د میاشتې تر لسمې پورې دوام کوي، او ځانګړي آداب، خلوتنشیني او عبادت لري. دا دوره له الله سره د حضرت موسی(ع) د څلوېښتو شپو د وعدې پر بنسټ رامنځته شوې ده. ځینې عارفان دا چله د سلوک او روحاني پرمختګ لپاره توصیه کوي؛ خو ځینې فقیهان د صوفیانو دا ډول چلهنشیني د بدعت یوه بڼه بولي. د یو شمېر څېړونکو په اند، سره له دې چې دا ورځې ځانګړې فضیلت لري، خو د استحباب په توګه د دې دورې د چلهنشینۍ لپاره کوم صریح دلیل نه شته.
د دې چلهنشینۍ یا چله کولو ځینې آداب دا دي: د تېر ژوند د اعمالو محاسبه، مراقبه، د الله یاد، له ګناه څخه ځان ساتل، عزلت (ګوښه کېدل) او ځانګړي عبادات او دعاوې لوستل.
مقام او حیثیت
کلیمیه چله هغه څلوېښت ورځنۍ دورې ته ویل کېږي چې د ذي القعدې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ذي الحجې تر لسمې نېټې پورې وي، او له الله سره د موسی(ع) د څلوېښتو شپو وعدې ته اشاره کوي.[۱] ځینې عارفان او صوفیان یې د ترسره کولو سپارښتنه کوي.[۲] دا چله په ځینو نورو نومونو لکه موسویه چله، کلیمي اربعین او موسوي اربعین په نومونو هم پېژندل کېږي.[۳] ویل شوي چې موسوي چله د صوفیانو تر ټولو مشهوره چله ده[۴] او دا ډول چلهنشیني په یهودیت کې شتون نه لري.[۵]
د آیتالله جوادي آملي په وینا، د اعراف سورې۱۴۲م آیت (وَ واعَدْنا مُوسی ثَلاثِینَ لَیلَةً وَ أَتْمَمْناها بِعَشْرٍ...)، د موسی(ع) او الله ترمنځ د څلوېښتو شپو د خلوت او مناجات یادونه کوي (د ذیالقعده له لومړۍ څخه د ذیالحجې تر لسمې). د همدې له مخې، هغه چله کلیمیه د اسلام د دین له لارښوونو څخه بولي.[۶]
د موسوي چلې اداب
د موسوي چلې په آدابو کې شامل دي: له پیل وړاندې د نفس محاسبه، مراقبه، له ګناه څخه ځان ساتل، عزلت (ګوښه توب)، او ځانګړي عبادات او دعاوې لکه د ذي القعدې د یکشنبو لمونځ، د دَحوُ الارض او عرفې ورځې اعمال، د ذي الحجې د لومړیو نهو ورځو روژې او د ذیالحجې د لومړۍ لسیزې لمونځونه.[۷]

د شیعه عالمانو نظرونه
ځینې فقیهان لکه لطفالله صافي ګلپايګاني[۸] او محمد جواد فاضل لنکراني[۹] د کلیمیه چلې صوفیانه بڼه رد او غیرشرعي بولي. ناصر مکارم شیرازي په یوه استفتاء کې د کلیمیه چلې د احکامو په اړه، په کلي ډول د شرعې په چوکاټ کې د ځان جوړونې او معنوي تمرین ملاتړ کوي.[۱۰] د ځینو څېړونکو په وینا، که څه هم دا څلوېښت ورځې ځانګړی فضیلت لري، خو د دې دورې د چلهنشینۍ د وجوب یا استحباب لپاره کوم مستند دلیل نشته.[۱۱]
سره له دې، له شیعه عارفانو څخه حسن حسن زاده آملي او سید محمد حسین حسيني تهراني، د سلوک په لار کې د دې چلې سپارښتنه کړې.[۱۲] همدارنګه د صراط مستقیم کتاب لیکوال محمد حسن وکیلي، د عارفانو د تجربو او ځینو روایتي اشاراتو پر بنسټ، دا دوره د معنوي ارزښت وړ بولي.[۱۳]
اړوند څیړنه
«اسرار اربعین موسوي» کتاب، د محمد تقي فیاض بخش تألیف، د موسوي چلې د آدابو، مراقباتو او عرفاني نظرونو څېړنه کوي. دا اثر په ۱۰۸ مخونو کې، د «فردافر» خپرندوی له خوا په ۱۳۹۷ل کال کې خپور شوی.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ منصوری لاریجانی، در محضر حافظ، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۳۳؛ «اربعین موسوی»، وبگاه عرفان و حکمت.
- ↑ «توصیههای یک استاد اخلاق برای چله کلیمیه»، وبگاه عقیق.
- ↑ منصوری لاریجانی، در محضر حافظ، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۳۳؛ «اربعین موسوی»، وبگاه عرفان و حکمت.
- ↑ کاشانی بیدختی، «چلهنشینی»، ص۲۱.
- ↑ «ماجرای این «اربعین کلیمی» چیست؟»، وبگاه تبیان.
- ↑ «آیت الله جوادی آملی: اربعین گیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «ادب حضور در اربعین موسوی»، وبگاه جلوه.
- ↑ صافی گلپایگانی، معارف دین، دفتر تنظیم و نشر آثار آیتالله العظمی صافی گلپایگانی، ج۳، ص۳۵۰.
- ↑ «در منابع دینی چیزی به نام چلهنشینی نداریم»، وبگاه فاضل لنکرانی.
- ↑ «چله کلیمیه»، وبگاه آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ «چله کلیمیه چیست؟/ آیا چله کلیمیه مسبوق به شرع است؟»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «اربعین موسوی»، وبگاه عرفان و حکمت.
- ↑ «اربعین موسوی»، وبگاه عرفان و حکمت.
- ↑ «کتاب ادب حضور اسرار اربعین موسوی»، وبگاه مذهببوک.
سرچينې
- «آیتالله جوادي آملي: «اربعینگیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد» (د اربعین نیول د الهي فیضونو د تر لاسه کولو له غوره لارو څخه دي / له نفساني غوښتنو څخه بد دښمن نشته)، د حوزې د معلوماتو وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۹ تله ۱۳۹۰ش، د کتنې نېټه: ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- «ادب حضور در اربعین موسوی» (د موسوي اربعین د حضور ادب)، د جلوه وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۱ زمری ۱۳۹۵ش، د کتنې نېټه: ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- «موسوي اربعین»، د عرفان او حکمت وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱ ذیالقعده ۱۴۴۰ق، د کتنې نېټه: ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- «چله کلیمیه»، د آیتالله مکارم شیرازي وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- «چله کلیمیه چیست؟/ آیا چله کلیمیه مسبوق به شرع است؟» (چله کلیمیه څه شی ده؟ / ایا چله کلیمیه شرعي بنسټ لري؟)، د مهر خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۳ زمری ۱۳۹۶ش، د کتنې نېټه: ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- «در منابع دینی چیزی بهنام چلهنشینی نداریم»(په دیني سرچینو کې د چلهنشینۍ په نوم څه شی نشته)، د فاضل لنکراني وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰ش، د کتنې نېټه: ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- صافي ګلپایګاني، لطفالله، معارف دین (ټوک ۳)، قم، د آیتالله العظمی صافي ګلپایګاني د آثارو د تنظیم او خپرولو دفتر، ۱۳۹۱ش.
- کاشاني بیدختي، حسینعلي، «چلهنشیني»، په: چهل در فرهنگ و تمدن اسلامي، تهران، ۱۳۸۹ش.
- «کتاب ادب حضور اسرار اربعین موسوی»(د موسوي اربعین د اسرارو د حضور ادب کتاب)، د مذهببوک وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۰ بهمن ۱۴۰۰ش، د کتنې نېټه: ۵ چنګاښ ۱۴۰۲ش.
- «ماجرای این «اربعین کلیمی» چیست؟» (د دې «اربعین کلیمي» کیسه څه ده؟)، د تبیان وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۱ وږی ۱۳۹۴ش، د کتنې نېټه: ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ش.
- منصوري لاریجاني، اسماعیل، در محضر حافظ، تهران، د اسلامي تبلیغاتو سازمان، ۱۳۹۰ش.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||