د اعراف سوره ۱۴۲ آیت
د اعراف سوره ۱۴۲ آیت له خدای سره د حضرت موسی(ع) د څلوېښتو ورځو د وعدې کيسه کوي، چې کله يې خپل ورور هارون(ع) د خپل جانشين په توګه وټاکه او ورته یې ځینې سپارښتنې وکړې. د شیعه مذهب ځینې مسایل لکه د امام علي(ع) ځای ناستی، د پیغمبرانو عصمت، د بداء مسئله او پر پیغمبرانو باندې د امامت د مقام لوړوالی، د دې آیت لاندې مطرح شوي دي. همدارنګه کلیمیه چله او د ذی الحجې د میاشتې د لومړۍ لسیزې لمونځ هم په دې آیت پورې تړلی دی. د دې آيت عرفاني او عشقي تفسيرونه هم د عرفان په اثارو کې تر سترګو کېږي او د موسى(ع) څلوېښت ورځنۍ وعده د صوفيانو په منځ کې د چله نشینۍ بنسټ ګرځیدلی دى.
متن او ترجمه
وَوَاعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ
او له موسی سره مو د ديرشو شپو وعده وکړه او هغه مو (په نورو) لسو شپو سره بشپړه کړه نو د پروردګار وعده يې څلويښت شپې پوره شوه او موسی خپل ورور هارون ته وويل: زما په قوم کښې زما ځای ناستے (جانشين) شه او اصلاح کوه او د مفسدانو په لار مه ځه.
(د اعراف سوره ۱۴۲ آیت)
د آیت کیسه
د تفسیرونو له مخې موسی(ع) له څښتن سره د دېرشو ورځو وعده وکړه، او د بنی اسرائیلو د مشرانو له یوې ډلې سره د وعدې ځای ته لاړ او هارون(ع) یې په خپل ځای د بنی اسرائیلو په مینځ کې د خپل ځای ناستي او امام په توګه غوره کړ. خو د مفسرینو په وینا دا موده لس ورځې نورې هم اوږده شوه چې د ذوالحجې د میاشتې لومړۍ لسیزه کیده او د دې وعدې پیل د ذوالقعدې د میاشتې پیل و.[۱]
اعتقادي ګټې
شیعه څیړونکي د اعراف سوره ۱۴۲ آیت لاندې ځینې اعتقادي مسئلې لکه د منزلت حدیث چې د امام علي(ع) د جانشینۍ مسله بیانوي[۲] او د پېغمبرانو عصمت،[۳] د نبوت پر مقام د امامت د مقام لوړاوی[۴] او همدارنګ د بداء مسله[۵] بیان کړي دي.
د امام علي(ع) جانشیني
شیعه ګان د منزلت له حدیثه، چې رسول الله(ص) د ځان په نسبت د حضرت علی(ع) مقام داسې وښود لکه څه رنګ چې د حضرت موسی(ع) په نسبت د هارون مقام دی[۶] له رسول الله(ص) څخه وروسته د حضرت علي(ع) د جانشینۍ د ثابتولو لپاره او پر نورو صحابه باندې د هغه د مقام د لوړوالي په اړه استدلال کړی دی.[۷] د منزلت د حديث په اړه زياتره بحثونه د دې آيت، «و واعدنا موسی...» په ذیل کې دي او حتی مأمون عباسي هم د د امام علي(ع) د جانشینۍ د ثابتولو لپاره د منزلت حدیث سره دلیل راوړی دی.[۸]
د اهل سنتو څخه روایت دی چې که موسی(ع) خپل قوم د هارون(ع) پر ځای خدای ته پریښی وې لکه څنګه چې یې خپله مور خدای ته سپارلې وه، نو دا ډول فتنې به د هغه قوم کې نه راتلی.[۹] په نتیجه کې پیغمبر(ص) داسې خطا نه ده کړی او د اهل سنتو عقیدې سره سم، د خدای رسول نه چې کله یو صحابي پوښتنه وکړه نو ویې فرمایل: ما خپل قوم خدای ته پریښی دی.[۱۰] دا په داسې حال كې ده چې د امام علي(ع) د جانشینۍ خبره په یقیني دلیلونو سره او د قرآن، سنت او تاریخ له دریو شواهدو ثابته شوې ده.[۱۱]
آیا د هارون منعه کول د هغه د معصوم نه شونې نښه ده؟
شیعه مفسرینو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې حضرت موسی(ع) چې کله هارون(ع) ته فرمايي چې «لاتتبعوا سبیل المفسدین؛ یعنی د فاسقانو په لاره مه ځه» نو دا منعه د هغه د عصمت نه شونې دلیل کیدی شي که نه؟ ویلي دي چې امر او نهي د هارون(ع) د عمل کولو او نه کولو نيت باندې دلالت نه کوي.[۱۲] او دلته د بني اسرائیلو په منځ کې د هغه د مقام اهميت باندې يو ډول تاکيد دی.[۱۳] په دې سربېره د هارون منعه کول دلته د بني اسرائيلو لپاره یو ډول ښوونيز اړخ هم کېدای شي.[۱۴] او يا شیعو د عالم سيد محمد حسين طهراني په وینا دا ممانعت په دې دلالت کوي د موسی(ع) په غیاب کې چې کله قوم ساتي نو له مفسدينو سره له مشورې کولو ډډه وکړي.[۱۵]
د موسی د وعدې په بدلیدو کې ازموینه او بداء
د موسی(ع) د وعدې له دېرشو شپو څخه څلوېښتو شپې ته بدلېدل، په داسې حال کې چې دا څلوېښت شپې د بقره سوره په ٥١ آيت کې د يوې وعدې په توګه يادې شوې دي، بېلابېل تفسيرونه يې راوچت کړي دي، خو د شيعه مفسر ناصر مکارم شيرازي په وينا: د اهل بیت(ع) له روایاتو سره چې کوم څه همغږ دي هغه دا دي چې که څه هم په حقیقي متن کې وعده څلویښت ورځې وه خو خدای تعالی لومړی موسی(ع) ته د دېرشو ورځو د وعدې لپاره بلنه ورکړه او بیا یې هغه تمدید کړه چې د بنی اسراییلو منافقان خپلې لارې جلا کړي.[۱۶]
امام باقر(ع) د موسی(ع) په غیاب کښې د بنی اسرائیلو د خوسۍ عبادت د هغه د دېرشو ورځو د وعدې په نه پوره کیدو پورې ګڼلی دی.[۱۷] او په بل ځای کښې د دېرشو ورځو څلویښتو ته بدلول د خدای لخوا یوه بداء ګڼلې ده.[۱۸]
- د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د سامري خوسۍ
د پیغمبرۍ له مقام څخه د امامت د مقام لوړاوی
ځینې شیعه مفسرین په دې اند دي چې د «وواعدنا موسی...» آیت د نبوت په مقام باندې د امامت د مقام لوړاوي ته اشاره کوي، ځکه چې مخکې له دې چې هارون(ع) د موسی(ع) له خوا په بني اسرائیلو د جانشین او امام په توګه وټاکل شي، هغه د پیغمبرۍ مقام درلود. او دا ښوونه کوي چې د امامت مقام د پیغمبرۍ له مقام څخه جدا دی او د امامت مقام ترې اوچت دی.[۱۹]
تړي مناسک
کلیمیه چله
- اصلي مقاله: کلیمیه چله
د ذوالقعدې له لومړۍ ورځ څخه د ذوالحجې تر لسمې پورې د خلوت او عبادت څلوېښت ورځو ته کلیمیه چله ویل کیږي او خپل ځانګړي آداب او اعمال لري.[۲۰] د عبد الله جوادي آملي په وینا حضرت موسی په دې چلې کې، خوب او خوراک نه درلود او خپل خدای سره په طور غره کې په مناجاتو لګیا و.[۲۱] هغه په دې باور دی چې د کلیمیه چلې په سبب حضرت موسی(ع) ته تورات او الهی وحي ورکړی شول.[۲۲]
د ذی الحجې د لومړۍ لسیزی لمونځ
- اصلي مقاله: د ذی الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې لمونځ
د شيعه رواياتو له مخې د ذوالحجې په لومړۍ لسيزه کې د ماښام او ماسخوتن لمانځه تر منځ دوه رکعته لمونځ ادا کيږي چې د ذی الحجې میاشتې د لومړۍ لسیزې لمونځ بلل کيږي. له امام صادق(ع) څخه په يو روايت کې راغلي دي چې د دغه لمانځه د ادا کولو طريقه دا ده چې په هر یو رکعت کې د حمد او توحيد له سورتونو وروسته د «وواعدنا موسی....» آيت تلاوت کيږي.[۲۳]
عرفاني اخیستنې
د «وَواعْدَنَا موسی...» د آيت ډېر عرفاني تفسيرونه شوي دي، د بېلګې په توګه د تفسير کشف الاسرار مؤلف مبیدي وايي: وعده کول، په وعد باندې حاضریدل د عشق د مذهب رکن ګڼلی دی او حتی د خدای له خوا د وعدې نه پوره کول یې په دې مذهب کې وفاداري ګڼلې ده.[۲۴] هغه وايي چې موسی(ع) چې کله د خضر په لټه و نو نیمه ورځ لوږی ترې صبر یوړ، خو په دې څلویښت ورځني سفر کې یې خوراک او څښاک یاد نه شو.[۲۵] له بلې خوا، کله چې موسی(ع) د فرعون لوري ته ځي، نو له خدایه غواړي چې هارون(ع) ورسره ملګری شي خو دلته چې هغه غواړي خدای سره مناجات وکړي نوهارون(ع) په خپل قوم کې پریږدي او یوازی ځي.[۲۶] مبیدي عقيده لري چي موسى(ع) دوه سفرونه کړي دي يو د طلب سفر، چې د طور په لور یې کړی او بل د طرب سفر چې د میعاد په لور یې کړی.[۲۷]
عارفان په دې عقیده دي چې د دې آیت له مخې څوک چې د څلویښتو ورځو لپاره له مخلوق څخه مخ واړوي او خپل نیت له ټولو غیر الهي شکونو څخه پاک کړي، نو خدای به د هغه په زړه کې د علمونو دروازې پرانیزي.[۲۸] د طور په غره کې د موسی علیه السلام څلویښت ورځې خلوت[۲۹] دې مشهور حدیث سره چې «مَن أَخْلَصَ لِلّهِ أَربَعینِ صَباحا…»[۳۰] د صوفیانو د چله نشینۍ لپاره بنسټ ګرځیدلی دی.[سرچينه ته اړتیا]
عبد الله جوادي آملي، چې د قرآن مفسر دی هغه د کلیمي چله د اسلام د دین له نوي ایجاد شویو څیزونو څخه ګڼي.[۳۱] همدارنګه ځینو شیعه عارفان لکه حسن زاده آملي او سید محمد حسین حسیني طهراني د سیر و سلوک په لاره کې ځینو خلکو ته د کلیمې چلې سپارښتنه کړې ده.[۳۲]
فوټ نوټ
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۳۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص ۳۴۱؛ فخرالدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۴، ص۳۵۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص: ۳۴۴.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۲۳۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۴۲؛ نجفی خمینی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۵، ص۳۳۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۴۱.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۹۸.
- ↑ پژوهشکده تحقیقات اسلامی، فرهنگ شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۲۲۶.
- ↑ میرحامدحسین، عبقات الأنوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۱، ص۱۸۱ و ۳۶۹.
- ↑ طهرانی، امامشناسی، ۱۴۱۸ق، ج۹، ص۱۱۳–۱۱۴.
- ↑ بخاری، شرح التعرف لمذهب التصوف، ۱۳۶۳ش، ج۴، ص۱۵۱۷
- ↑ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۳۹.
- ↑ وګورئ: علامه امینی، تکملة الغدیر، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۴۸.
- ↑ نجفی خمینی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۵، ص۳۳۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۴۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۴۲.
- ↑ علامه طهرانی، امامشناسی، ۱۴۱۸ق، ج۱۰، ص۱۶۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۴۰.
- ↑ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۳۳؛ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۳۴۱.
- ↑ عیاشی، تفسیر عیاشی، ج۱، ص۴۴ ح ۴۶ به نقل از علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۹۸.
- ↑ وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۳۱۱ و ج۶، ص۳۴۱.
- ↑ منصوری لاریجانی، در محضر حافظ، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۳۳؛ «اربعین موسوی»، سایت عرفان و حکمت.
- ↑ «آیت الله جوادی آملی: اربعینگیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «آیتالله جوادی آملی: اربعینگیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ سید ابن طاوس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۱۷؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۱۸۳.
- ↑ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۳۱.
- ↑ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۳۱.
- ↑ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۳۲.
- ↑ میبدی، کشف الأسرا، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۳۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: سهروردی، عوارف المعارف (ترجمه)، ۱۳۷۵ش، ص۱۰۰.
- ↑ سوره بقره، آیه ۵۱؛ سوره اعراف، آیه ۱۴۲
- ↑ باخرزی، اوراد الاحباب، ۱۳۵۸ش، ج۲، ص۲۹۱–۲۹۵
- ↑ «آیت الله جوادی آملی: اربعینگیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «اربعین موسوی»، سایت عرفان و حکمت.
سرچينې
- «اربعین موسوی»، سایت عرفان و حکمت، تاریخ انتشار: ۱ ذی القعده ۱۴۴۰ق، تاریخ بازدید: ۲۵ تیر ۱۴۰۲ش.
- امینی، عبدالحسین، تکملة الغدیر: ثمرات الاسفار الی الاقطار، به تحقیق مرکز الامیر لاحیاء التراث الاسلامی، مراجعة و تصحیح مرکز الغدیر للدراسات و النشر و التوزیع، بیروت، ۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م.
- «آیت الله جوادی آملی: اربعینگیری از بهترین راههای دریافت فیوضات است/ هیچ دشمنی بدتر از هوس وجود ندارد»]، پایگاه اطلاعرسانی حوزه، تاریخ انتشار: ۹ مهر ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۵ تیر ۱۴۰۲ش.
- باخرزی، یحیی بن احمد، اوراد الاحباب و فصوصالآداب، تهران، چاپ ایرج افشار، ۱۳۵۸ش.
- بحرانی، هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق، قسم الدراسات الاسلامیة موسسة البعثة، تهران، بنیاد بعثت، چ۱، ۱۴۱۶ق.
- بخاری، اسماعیل مستملی، شرح التعرف لمذهب التصوف، بتحقیق محمد روشن، تهران، انتشارات اساطیر، ۱۳۶۳ش.
- «توصیههای یک استاد اخلاق برای چله کلیمیه»، سایت عقیق، تاریخ انتشار: ۰۲ تیر ۱۳۹۹ش؛ تاریخ بازدید، ۲۵ تیر ۱۴۰۲ش.
- پژوهشکده تحقیقات اسلامی، فرهنگ شیعه، زمزم هدایت، قم، چاپ دوم، ۱۳۸۶ش.
- حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- سهروردی، شهابالدین، عوارف المعارف، ترجمه ابومنصور اصفهانی ابوحفص، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، چ ۲، ۱۳۷۵ش.
- سید ابنطاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- عروسی حویزی عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، بتحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- طباطبایی سید محمد حسین، المیزان، چاپ پنجم، قم، مکتبه الانشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
- علامه طهرانی، سید محمدحسین، امامشناسی، مشهد، نشر علامه طباطبائی، ۱۴۱۸ق.
- فخرالدین رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چ۱، ۱۳۷۴ش.
- میرحامدحسین، عبقات الأنوار فی إثبات إمامة الأئمة الأطهار، اصفهان، کتابخانه امیرالمؤمنین(ع)، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
- میبدی، رشیدالدین، کشف الأسرار و عدة الأبرار، تحقیق: علی اصغر حکمت، تهران، انتشارات امیر کبیر، ۱۳۷۱ش.
- نجفی خمینی، محمدجواد، تفسیر آسان، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۳۹۸ق.